سه شنبه, ۰۶ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: آیا ایران له امریکا بېله خپرونه لري!

د (له تشدید وروسته به فارس خلیج څرنګه وي؟) تر سرلیک لاندې د امت د چارو د خپرونو یوه برخه

د خپرونې مېلمه: انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رئیس

جمعه، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۹ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۱۲ مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: مطبوعاتي تبصره (له سولې تر هوساینې د فلسطین د خلکو د غولولو لپاره توطئه ده)

د دوکتور ابراهیم تمیمي مطبوعاتي تبصره

په فلسطین مبارکه ځمکه کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

چهار شنبه، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۷ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۱۰ مه

د مطلب ادامه...

د کډوالۍ ضد پالیسۍ له لارې د کډوالو مړينه د امریکا تربګنۍ په ډاګه کوي او ښیي چي پانګوال نظام او د ملي دولت سیاستونه نور د له منځه تلو په حال کې دي

د جون پر ۲۶مه د جنوبي امریکا یو وګړي، اوسکار البرټو مارټینز رامیز غوښتل چې د مکسیکو له لارې د امریکا متحده ایالتونو ته واوړي، خو په ریو ګرانډ سیند کې له خپلې دوه کلنې لور سره غرق شو. رسنیو دې پېښې ته ډېر پوښښ ورکړ. دا کس د السلوادور د يو غریب هیواد وګړی و او په دې موخه يې کډوالۍ ته مخه کړې وه، چې ځان او کورنۍ ته يو ښه ژوند برابر کړي. د امریکا د متحده ایالاتونو له تربګنۍ څخه ډکې د کډوالۍ ضد پالیسۍ له امله ده و نه شو کولی، چې د وچې له لارې متحده ایالاتونو ته واوړي، په همدې موخه يې د سیند له لارې د اوښتو هڅه وکړه خو د سیند څپو له خپلې درویشت میاشتنۍ لور سره مل غرق کړ.

ویل کېږي، چې يو انځور په خپل ځان کې په زرګونو خبرې لري. نو دا زړه ماتوونکی انځور نړۍ ته کوم پیغام لري؟

-         دا پېښه موږ ته د یو ناتوانه پلار او لور کیسه کوي، چې د يوه بې رحمه ولسمشر او يوه بې رحمه پانګوال نظام د پرېکړو ثمره ده. همدا د دوی له تربګنۍ څخه ډکه د کډوالۍ ضد پالیسۍ( د مخکنۍ ادارې د میراث) پایله وه، چې دوی يې قرباني شول. داسې یو نظام چې هر څه ته د ډالرو له عینکو ګوري او د هیواد مالي نظام ته پر انساني کرامت او ژوند باندې لومړیتوب ورکوي.

-         دا پېښه موږ ته د یوه داسي بې رحمه نظام کیسه کوي، چېرې چې له بې وزلو، بې وسو او نهیلو خلکو سره د حیوانانو په څېر کړنې کېږي، هغوی له جنګ ځپلې او له تاوتریخوالو سره لاس او ګریوان دولتونو څخه تښتېدلې او د ځان او کورنۍ لپاره د يوه ښه ژوند په هڅه کې وي.

-         دا پېښه موږ ته د يو داسې نظام کیسه کوي چې هیڅ اخلاقي واک نه لري، تر دې چې د نړیوالو سیاستونو کرښې په کې معلومې شي او د نړۍ د نورو ملتونو د حکومتولی حدود په کې څرګند شي.

-         له دې پېښې څخه په ډاګه کېږي چې اوسنی پر پانګوالۍ ولاړ ملتپال نظم هیڅ وجدان او ضمیر نه لري. د دوی ټولې پرېکړې د ګټې پر اساس کېږي پرته له دې چې انساني ارزښتونو او د اړمنو انسانانو کرامت ته وکتل شي.

رښتیا هم، د ځوان پلار او ماشومې لور د مرګ له زړه بوږنونکي انځور څخه داسې ښکاري، چې د کپټلیزم نظام به نور ټوټه کېږي او د ملي دولت سیاستونه به لمنځه ځې، کوم چې د بشریت په اداره کولو کې پاتې راغلي.

دا پېښه موږ ته دا پیغام راکوي، چې نړۍ يوه بل نظام ته اړتیا لري... یو داسې نظام چې په ريښتیا سره انسانیت ته په درنه سترګه وګوري، په دې موخه چې بشریت به له ظلم او تاریکیو ژغوري؛ یو داسې نظام چې د لوېدیځ له لورې پر اسلامي خاوره ملتپاله تپل شوي کرښې له منځه وړي، د مسلمانانو خاورې، سرچینې او خلک به یو موټی کوي؛ یو داسې نظام چې فاسده ملتپاله مفکوره او د ملي دولت سیاستونه به ردوي. دا نظام به هر هغه چا ته چې غواړې په دې خاوره کې ارام ژوند وکړي، تابعیت، امن او ښه ژوند ورکوي پرته له دې چې د دوی رنګ، نژاد، ملیت، قوم او مذهب ته وګوري. داسې نظام به وي، چې تر مادي ګټو به انساني کرامت، شرافت او د انسان ژوند ته ډېر ارزښت ورکوي.

د دواړو جهانونو رب، الله سبحانه و تعالی چې د علم او پوهې څښتن دی او هغه په هرڅه پوه او دا نظام جوړول یې په توان کې دي. دا نظام خلافت دی، چې د نبوت پر منهج به رامنځته کېږي او موخه به يې د مظلومو او بېچاره وو ساتنه وي او هغه اسلامي قوانین به پلې کوي چې ټول بشریت ته راغلي دي. دا رهبري د اسلام رهبري ده، چې یو وخت یې نړۍ د بشردوستۍ او اخلاقي مسولیت پر بنسټ رهبري کوله او که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه، يو ځلې بیا به یې د اسلامي نظام د حاکمیت پر بنسټ رهبري کوي.

انګرېز لیکوال، ویلز د خلافت د عدل په اړه لیکي: «دوی د عدل سترې بېلګې نړۍ ته وړاندې کړې. دوی خلک ځان ته په زغم او سخاوت سره راماتوي، بشردوسته او خواخوږې دي. دوی د یوې داسې خواخوږې ټولنې اساس رامنځته کړی چې د ظلم او ټولنیزې نابرابرۍ څرک ډېر لږ په کې لېدل کېږي.   تر دې دمه مې د داسې ټولنې په څېر بله ټولنه نه ده ترسترګو شوې»

﴿الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ﴾

[ابراهیم:۱]

ژباړه: [اې پېغمبره!] دا یو کتاب(قران) دی چې پر تا مو د دې لپاره نازل کړی دی چې خلک له تیارو نه د رڼا په لور راوباسې. د هغوی د رب په توفیق سره، د هغه خدای لارې ته چې زور او په خپل ذات کې په خپله ستایل شوی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې مشره

د مطلب ادامه...

په قزاقستان کې وروستي لاريونونه

  • خپور شوی په سیاسي

په قزاقستان کې يو ځلې بيا خلک لارو کوڅو ته ووتل او د څرګندې ناقانونۍ او د رژيم د درواغو پر ضد يې په احتجاج لاس پورې کړ. خو دا ځلې خلکو د ټاکنو پر پايلو اعتراض وکړ چې په ترڅ کې پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربايف په حقيقت کې واک خپل اولاد ته پرېښود، خو د واک سرچينې لکه د امنيت شورا او د وطن ګوند اوس هم د ده په لاس کې دي. ده ۳۰ کاله په قزاقستان کې واک وچلاوه، وروسته يې ده ته په اساسي قانون کې د "ايلباسي" (ملي مشر) نوم ورکړ چې دا يو رسمي-سياسي لقب دی چې ده ته ورکړل شو. ډېر احتمال شته چې نظربايف به نوی ټاکل شوی ولسمشر هم بشپړ مهار کړای شي.

د جون پر ۹ مه د د نوي ولسمشر لپاره ټاکنې ترسره شوي او تر رای شمېرنې وروسته، خلک په ټاکنو کې د ټګۍ برګۍ له امله د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه په الماتا، نورسلطان او شيمکنت کې په لاريونونو راووتل. حکومت معترضين ونيول او د جون پر ۱۰ مه او ۱۱ مه هم د خلکو نيول روان وو. 

د رسمي سرچينو له خولې کابو ۷۰۰ تنه په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي، خو د بشري حقونو فعالان دغه شمېر ډېر لوی ښيي. د سپربيک نورپيسوف (د قزاقستان لويه څارنوالۍ) وايې چې محکمې ۹۵۷ تنو ته ادارې جزاګاني ورکړې، ۶۷۰ تنو له ۶ څخه تر ۱۵ ورځو پورې په حبس محکوم کړل او ۱۱۵ تنه يې جريمه کړل.د دې ترځنګ بنديان له فزيکي تاوتريخوالی سره هم مخ شول چې په پايله کې يو لاريونوال پر سر په ډزو ولګېد او سملاسي يې ژوند له لاسه ورکړ. همدارنګه ګڼ شمېر لاريونوال د مخ پټو خلکو له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې تښتول شوي دي.

د قزاقستان نوی ولسمشر کسيم ژومرت توکايف له وال سټريټ ژورنال سره په دې موخه مرکه وکړه چې په لوېديځ کې د قزاقي رژيم تصوير بدل کړي. ده وويل چې دی به په حکومت کې اصلاحات راولي، دی يو "اصلاح غوښتوونکی" دی او دی به دغه "اوسني حالت" ته بدلون ورکړي. له يورونيوز سره په مرکه کې ده وويل: د هغو کسانو په تړاو چې په لاريونونو کې یې برخه اخيستې ده، د هغوی ټولنيزې اړتياوي څېړل کېږي او څرګنده يې کړه چې لاريونونه په هيواد کې "د اقتصادي ستونزو او پولي واحد ارزښت کمولو" په غبرګون کې شوي وو. ده زياته کړه، "چارواکو د دوی اوازونه واوريدل"، لکه څرنګه چې ياد لاريونونه د ده د ټاکنې پر ضد نه وو، خلک د پوليسو تر کوتکو لاندې سړکونو ته راووتلي وو.

په ورته وخت کې يو بل ارام لاريون هم په لاره اچول شوی و، د بېلګې په توګه په الماتا کې ځينو ناپېژاندو کسانو پر يو بنر باندې ليکي وو: "زما ولسمشر نه يې". دغه عبارت د هغو خلکو ترمنځ په شعار واوښت چې د ټاکنو له پايلو سره مخالف وو او په خواله رسنيو کې کښته او پورته شو. چارواکو پر خواله رسنيو بنديز ولګاوه ترڅو د لاريون خبرونه خپاره نشي.

نن ورځ  پر سړکونو لاريونونه پای ته رسېدلي دي او غوسه هغه ځای ته ستنه شوې چې پيل شوې وه- خواله رسنۍ. په زرګونو د خواله رسنيو فعالانو هره ورځ په قزاقستان کې د ستونزو په تړاو شکايت کوي، په ځانګړې توګه د نظربايف خودسری رژيم په تړاو، چې دهيواد چارې يې په زور نيولي دي.

البته ياد لاريونونو په ټوله کې کومه پايله نه ده ورکړې، ځکه ياد لاريونونه د کومې ځانګړې پروژې پر مټ نه رهبري کېدل او دغو لاريونونو آن مشر هم نه درلود – ټول ناکام نوماندان د لاريونوالو پر ضد ودرېدل، ياني دوی تش په نامه په ټاکنو کې ودرېدل د دې لپاره چې يادو ټاکنو ته په يو ډول مشروعيت ورکړي. په قزاقستان کې سياسي فضا ډېره پيکه ده آن که واکمن رژيم پرېکړه کړې وای چې په ټاکنو کې دې تش په نامه اشخاص او افراد برخه نه اخلي، بلکې واقعي اپوزيسون دې سيالي وکړي، نو هيڅ يو پياوړی نوماند به پيدا شوی نه وای. همدارنګه د يادوني وړ ده چې د شريعت له اړخه يادې ټاکنې باطلې او بې اعتباره دي، ځکه چې د ديموکراتيک کفري چوکاټ په اډانه کې ترسره شوې. متاسفانه په لاريونوالو کې اسلامي سياسي ويښتيا هم نه وه، دوی د ليبراليزم او ديموکراسۍ د لوېديځو نظرياتو څخه په الهام اخيستو يې په لاريونونو لاس پورې کړی وو. قزاقي رژيم په قزاقستان کې د اسلامي حرکتونو او ګوندونو په څنده کولو کې بريالی شو، په مهارت سره یې په ځينو حالاتو کې ياد ګوندونه سره بېل کړل او په فزيکي توګه يې يو په بل وګواښل. دا د نظربايف کورنۍ تګلاره وه او په خپله تګلاره کې بريالی شو.

دا د حيرانتيا وړ ځکه نه ده چې د نظربايف سلاکارانو د لوېديځوالو سياسيونو لکه ټوني بلېر څخه زده کړه کړې وه. په ۲۰۱۲ کې ټوني بلېر له نظربايف سره مرسته وکړه چې په هيواد کې د زرګونه تېلو کارګرانو يو مياشتانه اوږد اعتصاب پای ته ورسوي. ياد اعتصاب د منګيستو سيمې ژنوزين په ښار کې له وسلو څخه په کار اخيستنې چې په پايله کې ۱۶ تنه ووژل شول، پای ته ورسېد. همدغه د لوېديځوالو مشرانو او د اسلامي هيوادونو د يووالي بېلګه ده، که څه هم اوس هغه لوېديځ وال مشران په واک کې نه دي، خو د اسلامي واکمنو چارواکو سره خپلې اړيکې پالي. ياد طاغوتان او خودسره واکمنان آن د واک تر پای ته رسېدو وروسته هم ورسره مرسته کوي.

له همدې امله د لاريونونو ترځنګ، نوي ولسمشر کسيم ژومرت توکيوف چې په حقيقت کې د نظربايف مادون دی، تر ټاکنو وروسته لوړه وکړه او د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د "ايلباسي" (ملي مشر) څخه مننه او ستاينه کوله او ژمنه يې کوله چې د پخواني ولسمشر لاره به تعقيبوي، که صلاحيت ولري.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ﴾

[ابراهيم: ۴۲]

ژباړه: او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې (له وېرې) خلاصې پاتې شي.

ليکوال: محمد منصور

ژباړن: صديق احمدزی

الرعيه ورځپاڼه- ګڼه ۲۴۰

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې