یکشنبه, ۱۸ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ایا کرونا د کپيټلېزم د پای نښه ده؟

خبر:

نن کپیټلېزم له یوې وېروونکې وبا سره مخ دی. که څه هم کووېډ-۱۹ ویروس به له یو تر څلور سلنې اخته خلک له منځه یوسي، خو دا به پر هغه مغلق اقتصاد اغېزه ولري چې په ۱۳۴۰ لسیزه کې څرګند شو او متزلزل جیوپولیټیک نظم یې درلود. د دغه ویروس اغېزه به پر یوه داسې ټولنه وي چې د مخه د اقلیم بدلون خرابه کړې ده.

تبصره:

بخاري له عایشې رضی الله عنه څخه روایت کړی چې هغې وویل، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د وبا په هکله پوښتنه وکړه هغه وویل:

«أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا مُحْتَسِبًا يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّاكَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

ژباړه: هغه یو عذاب و چې الله سبحانه و تعالی به پر هغه چا چې خوښه به یې وه، نازل کړو او الله د مومنانو لپاره رحمت ګرځولی، پر هغه چا چې په یو ځای کې اوسېږي او که وبا رامنځته کېږي او هغه په هماغه ځای کې صابر پاتې کیږي او ایمان لري چې پر ده به له هغه پرته بل څه نه راځي چې الله هغه ته مقرر کړي، نو هغه ته الله سبحانه وتعالی د شهید اجر ورکوي.

په ځمکه کې کابو ۷.۶۵ میلیارده انسانان ژوندکوي. پوهان په دې اند دي چې د کووېډ-۱۹ د مړینې کچه له ۱ تر ۳ سلنې ده. دې وبا نه یوازې نړۍ په ګونډو کړې، بلکې هغه ادعا یې تر پوښتنې لاندې راوستلې چې کپیټلېزم یې د بشریت لپاره سم اقتصادي سیسټم ګڼلو.

حکومتونه په ګونډو شوي، د حللارې لپاره یې هڅې هم ناوخته دي. صحي کارکوونکي وخت لټوي چې دغه توفان ته حل لاره ومومي. لوی کپیټلیستي هېوادونه په دې کې راګیر دي چې د اقتصاد ملاتړ (یا د کمو خلکو د مفاد او شتمنۍ ملاتړ) وکړي او که د ډېرو خلکو ژوند وساتي او بالاخره کپیټلېزم په داسې حالت کې دی چې د ټولنې له نړېدو ساتنه وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلامي نظام داسې پلی کړ چې د زر کلونو لپاره یې له خپلو ښاریانو څخه ملاتړ وکړ، په ځانګړې توګه د بېلابېلو طاعونونو او بحرانونو د رامنځته کېدو پر مهال یې له بېوزله کسانو ملاتړ کړی. دغه نظام له خلافت بهر ټولنو ملاتړ ته هم ورځغاستل. د هغه پیاوړی حقیقي اقتصاد له ماتې او داسې ناوړه حالت او د کپیټالیستي نوساناتو سره نه مخ کېدو. په خواشینۍ سره اوس امیرالمومنین نشته چې پر موږ پام وساتي، په ځانګړې توګه اوسمهال چې زموږ بې وسلې او بېوزله وروڼه چې په فلسطین، ادلیب، میانمار، کشمیر، هند، سریلانکا او شرقي ترکستان کې تر شکنجې لاندې دي.

او اوس هم د دې وبا په وضعیت کې ځینې دیکتاتوران ډېرې هڅې کوي چې اسلام سیکولر کېدو لوري ته بوځي. هغوی غواړي چې موږ دا هېر کړو چې اسلام یو پیاوړی او هر اړخیز نظام لري چې موږ راټولولای شي او زموږ څخه ملاتړ کولای شي. پر ځای یې غواړي چې موږ په خپلو کورونو کې و اوسو او پر انفرادي مفکورو تمرکز وکړي. هغوی د مسجدونو د بندولو په فکر کې دي او غواړي تراوېح لمونځ په کورونو کې تر سره شي، خو هغوی پر دې فکر نه کوي چې اسلام له صحنې ایستل شوی او باید بېرته په ژوند کې پلی شي او حاکمیت د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر بنسټ پر مخ لاړ شي، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په عدالت سره پلی کړی و.

دا وبا باید یو اخطار وي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ] [البقره: ۲۰۸]

ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، اسلام په کافي کچه پلي کړی او د شیطان له وسوسو پیروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.

دا پر مخلص مسلمان غږ دی چې ټول اسلام پلي کړي؛ ځکه بشپړ دین دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی، له عباداتو نیولې تر قانون او معاملاتو او د اسلام تګلاره او د نبوت پرمنهج خلافت. یوازې همدا به اسلامي ژوند له سره پیل کړای شي او له امت څخه به ملاتړ وکړي او نړۍ ته به عدل راوړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د محمد حمزه لخوا

 

 

د مطلب ادامه...

«اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»

  • خپور شوی په ترکیه

د انلاین تړلي پروګرام په ترسره کولو سره  د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په ۲۸مه «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»  تر سرلیک لاندې کمپاین چې موږ د ۲۰۲۰ز کال د جنوري میاشتې په ۲۱مه پیل کړی و، د کرونا ویروس پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو له امله وختي پای ته ورسېد. د پروګرام په پای کې ۲۱ کسانو ګډون کړی وو (پنځو په سټوډیو او ۱۵ نورو د ژوندي پروګرام له لارې). په دوی کې اکاډمیک پوهان، لیکوالان او د مدني سازمانونو استازي شامل وو. د غونډې په پای کې د «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي» د کمپاین ورستۍ وینا ولوستل شوه او په لاندې موضوعګانو باندې ټینګار وشو:

کورنۍ یقیناً د ټولنې بنسټ دی او راتلونکی زموږ د ماشومانو دی. په حقیقت کې له ناسمو افکارو، چلند او کړنو څخه د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې په ټولنه کې د اسلام احکام په عادلانه توګه پلي شي او نړۍ ته د هغه پیغام ورسوي. کله چې د نارینه او ښځې ساتنه وشي، لکه څنګه چې دواړه لوري یو له بل سره واده کوي، تر څو کورنۍ تشکیل او له ماشومانو څخه د اړیکو د مېوې په توګه ساتنه وکړي، دا نه یوازې له اسلام سره د دوی اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د ټولنې د غښتلتیا او ثبات لامل ګرځي. په هر حال، کله چې واده فاسد شي، د ښځې او سړي اړيکې فاسدېږي، تر څنګ یې د کورنۍ اړيکې هم د فساد پر لور کش کاږي او بالاخره ټول قوم فاسدوي، ټولنه کمزورې کوي او په لومړي ټکان سره راپرځېږي. د کرونا ویروس چې په نړۍ کې خپور شوی، پر وړاندې یې نن زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږئ، تر څو یو ځل بیا د همکارۍ او د ټولنې د یووالي مهم ارزښت تصدیق کړئ. 

موږ حزب التحریرـ ولایه ترکیه د ۲۰۲۰ز کال د جنوري په لومړۍ د «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل کړ چې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې مو ۲۹ سمینارونه او لکچرونه وړاندې کړل او د کرونا ویروس له امله مو ۲۶ نور لکچرونه او سمینارونه فسخه کړل. د کمپاین د موضوع په جریان کې موږ له هغو ګوندونو سره اړیکې ټینګې کړې چې موږ باور درلود دوی هم د کورنۍ د ساتنې په مسئله کې ورته اندېښنې لري. د مدني سازمانونو، سیاسي ګوندونو، ښاروالانو، د رسمي ارګانونو رییسانو، لیکوالانو او د رسنیو له استازو سره مو د اساسي حل لارې په موخه مشورې او نظریات تبادله کړل، د کمپاین په موخو وغږېدو او د هغوی د ملاتړ غوښتنه مو وکړه. په دې برخه کې موږ ۵۴۷ لیدنې وکړې، هغه کتاب چې موږ د دې موضوع په اړه چمتو کړی و، ۵۵،۰۰۰ نسخې مو یې ووېشلې، د انلاین لاسلیکونو راټولولو کمپاین مو پیل کړ، تر څو د استانبول کنوانسیون او ۶۲۸۴ شمېرې قانون لغو کړو، موږ  ۱۱۰،۰۰۰ لاسلیکونه تر لاسه کړل.

موږ د الله سبحانه وتعالی شکر ادا کوو چې موږ له ډېرو ښو برخو څخه ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي او موږ همدا راز له ټولو هغو کسانو څخه منندوی یو چې  زموږ سره یې په کمپاين کې ګډون وکړ، زموږ پر مخ یې دروازې پرانیستلې او زموږ غوښتنو ته یې ځواب وویلو. د نظر خاوندانو، لیکوالانو، پوهانو، پروفیسورانو ، ګرانو شیخانو او ټولو هغو مسلمانانو ته چې په دې کمپاین کې یې مرسته وکړه، د الله سبحانه وتعالی له درباره ورته د خیر غوښتنه کوو.

موږ حزب التحریرـ ولایه ترکیه یو ځل بیا تکراروو او وایو چې موږ د کورنۍ، نسل او ټولنې د ساتنې لپاره له مسلمانانو سره کار کوو. که څه هم زموږ کمپاین «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»، تر سرلیک لاندې پای ته ورسېد، مګر ستونزه لا هم نه ده هواره شوې. له شک پرته یوازینۍ حل لاره دا ده چې اسلام زموږ د ژوند په ټولو اړخونو کې حاکم شي. تر هغه وخته پورې چې دا لاسته راوړو، موږ به خپل کار ته دوام ورکوو او د الله سبحانه و تعالی په مرسته به دغه هېواد ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر اساس بېرته د راشده خلافت تر سیوري لاندې نړۍ ته امنیت او روغتیا راګرځوو او ان شاالله د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ (رایه) به لوړ راځړوو. موږ خپل کار او هڅه کوو، بریا د الله سبحانه وتعالی له لوري ده.

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د اخرت شهيد څوک دی او څوک به د شهيد پور ادا کوي؟

  • خپور شوی په فقهي

اسما فوزي محمد ته!

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، د قدر وړ شېخ صاحب!

د اسلامي شخصيه کتاب دویم جلد، ۱۶۵ مخ د «شهيد» په موضوع کې... د اخرت د شهيد په تړاو داسې راغلي: «په اسلام کې شهادت پنځه معتبرې درجې لري، چې يو مسلمان ترې برخمن کېدای شی او هغه عبارت دي له المطعون څخه، یعنې هغه څوک چې د طاعون (وبا) له امله مړ شي او هغه ناروغي چې د طاعون په نامه ونومول شي. المبطون بیا هغه کس دی چې د نس ناستې د ناروغۍ له امله مړ شي. الغريق هغه څوک چې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شي. الهدم هغه چاته وایي چې ودانۍ پرې راونړېږي او مړ شي، یعنې تر خاورو خځلو لاندې شي. شهید هغه څوک دی چې د جګړې له ډګر څخه بهر د الله سبحانه وتعالی د کلام د لوړولو (لإعلاء كلمة الله)په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په داسې حال کې چې په نورو احاديثو کې راغلي چې شهيدان یوازې هغه کسان دي، چې د الله سبحانه تعالی په لار کې د جګړې پر مهال په دغو حالتونو سره په شهادت رسېدلي وي... لکه په لاندې حديث کې چې راغلي. له عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«خَمْسٌ مَنْ قُبِضَ فِي شَيْءٍ مِنْهُنَّ فَهُوَ شَهِيدٌ: الْمَقْتُولُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْغَرِقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالنُّفَسَاءُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

(صحيح)

ژباړه: هر هغه څوک چې له دغو پنځو شيانو څخه د يوه له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې ووژل شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه ښځه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د زېږون پر مهال مړه شي، شهيده ده.

پوښتنه: ايا د دواړو حديثونو ترمنځ کوم تړاو يا ټکر شته؟ په ډېر درنښت هيله کوم چې ياده موضوع راته روښانه کړئ.

دویمه پوښتنه: د شهيد د موضوع په اړه په ورته سياق کې بل روايت هم شته. له عبدالله بن عمرو بن ال‍‍‍‍عاص رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«يُغْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ إِلَّا الدَّيْنَ»

ژباړه: له پور پرته د شهيد ټول ګناهونه بخښل کېږي.

پوښتنه دا ده: که يو څوک په ژوند کې نه وي توانيدلی، چې خپل پور ادا کړي... څوک باید د نوموړي پور د هغه تر شهادت وروسته ادا کړي؟ مخکې له مخکې درڅخه مننه کوم.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

لومړی: د شهيدانو په تړاو:

۱. مسلم له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړی، چې نبي کريم صلی الله عليه وفرمايل:

«بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ وَجَدَ غُصْنَ شَوْكٍ عَلَى الطَّرِيقِ فَأَخَّرَهُ فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ وَقَالَ الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ وَالْغَرِقُ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ»

ژباړه: که چېرې يو سړی له لارې څخه يو اغزی لېري کړي، الله سبحانه وتعالی به له ده څخه خوښ شي او دی به وبښي. هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل: شهیدان پنځه دي؛ په خنجر وهل شوی کس، هغه څوک چې د ګېډې ناروغي ولري او مړ شي، هغه کس چې په اوبو کې ډوب شي، هغه څوک چې د نړېدلې ودانۍ تر خځلو لاندې شي او بل هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې شهيد شي.

۲. له عقبه بن عامر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«خَمْسٌ مَنْ قُبِضَ فِي شَيْءٍ مِنْهُنَّ فَهُوَ شَهِيدٌ: الْمَقْتُولُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْغَرِيقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالنُّفَسَاءُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

(دا حدیث نسايي او طبراني روایت کړی دی)

ژباړه: هر هغه څوک چې له دغو پنځو شيانو څخه د يوه له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې ووژل شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شي، شهيد دی. هغه ښځه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د زېږون پر مهال مړه شي، شهيده ده.

۳. په دې کې کوم ټکر نشته، ځکه د مسلم حديث کې راځي:

«الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ وَالْغَرِقُ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ»

ژباړه: په خنجر وهل شوی کس، هغه څوک چې د ګېډې ناروغي ولري، په اوبو کې غرق شوی وي او هغه څوک چې په نړېدلې ودانۍ کې مړ شي.

پورته حديث مطلق دی، خو په وروستي حديث کې راځي:

«وَالْغَرِيقُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ، وَالْمَطْعُونُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ شَهِيدٌ»

ژباړه: هغه کس چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې اوبو ډوب کړی وي، شهيد دی؛ هغه چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ګېډې په ناروغۍ مړ شوی وي، شهيد دی؛ هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د طاعون ناروغۍ له امله مړ شوی وي، شهيد دی؛ هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې د خنجر د زخم له امله مړ شوی وي، شهيد دی.

دغه حديث مقيد دی او د قيد کليمه يې «فِي سَبِيلِ اللَّهِ» ده. نو د دغو دواړو حديثونو تر منځ جمع په دې ډول کيږي، چې مطلق په مقيد باندې حمل کېږي. پر دې اساس دغه ټول کسان په هغه صورت کې شهيدان دي، چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې مړه شوي وي. نو "د الله سبحانه وتعالی په لار کې" د لفظ معنی په قرينې پورې تړاو لري. په دې ډول چې که چېرې «د الله په لار کې» لفظ د نفقې يا جهاد له قرينې سره يو ځای راشي، لکه «څوک چې د الله په لار کې نفقه ورکوي» يا «څوک چې د الله په لار کې جهاد کوي» نو معنی يې داسې کيږي چې دوی د کليمې د لوړولو لپاره د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد کوي. په صحيح بخاري کې راغلي چې ابو موسی رضی الله عنه وايي، چې يو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! هغه څوک چې د غنيمت لپاره جګړه کوي، هغه څوک چې د نامه لپاره جګړه کوي او هغه څوک چې د مقام لپاره جګړه کوي؛ په دوی کې کوم يو د الله په لار کې دی؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ:

«مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»

ژباړه: هغه کس د الله سبحانه وتعالی په لار کې دی، چې د کلمة الله د لوړوالي لپاره جګړه کوي....

خو که چېرې (د الله په لار کې) لفظ پرته له کومې قرينې څخه بيان شي، نو معنا يې يه همدغه لفظ پورې محدوديږي او د الله سبحانه وتعالی پر اطاعت او هغه ته په نږدې کېدو دلالت کوي. که یو څوک مومن وي، د الله سبحانه وتعالی اطاعت کوي او په حدیث کې د یاد شويو ډولونو له امله مړ شي، هغه د اخرت شهید دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې په جګړه کې وفات شي، هغه د دنیا او اخرت شهید دی. يعنې د دغو حديثونو  موخه داسې ده، چې که چېري د ګېډې ناروغ په داسې حال کې ومري چې د الله سبحانه تعالي اطاعت کوي يا یو څوک د طاعون او ډوبېدو له امله د الله سبحانه تعالی د اطاعت پرمهال ومري... نو دوی شهیدان دي او که دګېډې ناروغ او د طاعون ناروغ په داسې حال کې ومري چې د الله سبحانه تعالی اطاعت یې نه وي کړی، نو دا حدیث پر دوی نه تطبیقېږي.

دویم: ستا د پوښتنې په اړه چې د یو شهید پور به څوک ادا کوي. که يو څوک په ژوند کې نه وي توانيدلی چې خپل پور ادا کړي، نو د نوموړي وارثان به يې پور ادا کوي. که یې وارثانو د پور د ادا کولو توان ونه لري، نو دولت به یې پور ادا کوي. لکه څنګه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دغه حديث شریف کې یادونه کړې ده:

«أَنَا أَوْلَى بِكُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ نَفْسِهِ، مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلِأَهْلِهِ، وَمَنْ تَرَكَ دَيْناً أَوْ ضَيَاعاً فَإِلَيَّ وَعَلَيَّ»

(مسلم روایت کړی دی)

ژباړه: زه د مومن په چارو کې د مسووليت له پلوه د هغه په پرتله ډېر مسوول يم. که له  چا څخه شتمني پاتې کېږي هغه یې وارثانو ته رسېږي او که پر ده باندې پور وي او صغيران اولادونه ترې پاتې وي، نو مسووليت يې زما پر غاړه دی.

همدا راز د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په هغه حديث شریف کې، چې ابو داود له جابر رضی الله عنه روايت کړی، وايي:

«كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَا يُصَلِّي عَلَى رَجُلٍ مَاتَ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ، فَأُتِيَ بِمَيِّتٍ فَقَالَ: أَعَلَيْهِ دَيْنٌ؟ قَالُوا: نَعَمْ دِينَارَانِ. قَالَ: صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ. فَقَالَ أَبُو قَتَادَةَ الْأَنْصَارِيُّ: هُمَا عَلَيَّ يَا رَسُولَ اللَّه،ِ قَالَ: فَصَلَّى عَلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، فَلَمَّا فَتَحَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: أَنَا أَوْلَى بِكُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ نَفْسِهِ. فَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا فَعَلَيَّ قَضَاؤُهُ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ»

ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم د پوروړي د جنازې لمونځ نه ادا کاوه. يو مړی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم حضور ته راوړل شو، نو ده صلی الله عليه وسلم وپوښتل: ايا د ده پر غاړه پور شته؟ دوی وويل: هو، دی دوه ديناره پوروړی دی. ويې فرمايل: پر خپل ملګري مو د جنازې لمونځ وکړئ. ابوقتاده رضی الله عنه وويل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! زه یې پور ادا کوم. وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ. کله چې پر رسول صلی الله عليه وسلم باندې الله سبحانه وتعالی پراخي راوسته او شتمن شو، نو ويې فرمايل: زه د مومن په چارو کې د مسووليت له پلوه تر هغه ډېر مسوول يم. که څوک پور تر شا پرېږدي، زه به يې ادا کوم او که څوک شتمني تر شا پرېږدي، شتمني يې بیا د وارثینو ده.

په دې هیله چې دغه ځواب به د دواړو پوښتنو لپاره کافي وي او الله سبحانه وتعالی ستر عالم او حکيم ذات دی.

ستاسې ورور، عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صدیق احمدزی

د مطلب ادامه...

د بې ساه رژيم له امله انتقالي حکومت د ډودۍ بیه دوه برابره کړه او د GAHT منافقت هېڅ ډول ډاډ نشته

  • خپور شوی په سوډان

د خرطوم والي ډګرمن احمد عبدون اعلان وکړ، چې د خرطوم دولت د داسې لارې چارې د پیدا کولو په لټه کې دی، چې د ډوډۍ جریان ثابت وساتي او په دې سره موافقې ته ورسېدل، چې د ۴۰ ـ ۴۵ ګرامو وزن لرونکې ډوډۍ تولید ته اجازه ورکړي او په پېرودونکو یې په یو پونډ وپلوري، په همدې حال له ۸۰ ـ۹۰ ګرامو لرونکې ډوډۍ بیه دوه پونډه ده، دا بیه د منل شوو وزنونو سره سم د بېکري له مالکینو سره ژمنه وشوه.

موږ حزب التحریرـ ولایه سوډان، د دې اعلان په اړه چې حکومت د اصلي حل لارو نه، بلکې د یوې بلې حل لارې په لټه کې دی، موږ یې په لاندې توګه تصدیق کوو:

لومړی: د تېر رژيم په دوران کې د ۷۰ ګرامه ډوډۍ بیه یو پونډ اعلان شوې وه، د انقاد په دوران کې دا وزن ۵۰ ګرامو ته ورسېد.

دویم: اوسني انتقالي حکومت د وزن پر کمولو سترګې پټې کړې دي، تر څو دغه وزن ۳۰ ګرامو ته لاړ نه شي او اوس هم ورته رسېدل ستونزمن شوي دي.

درېیم: د بېکري مالکینو ټینګار وکړ چې د ډوډۍ بیه له ډېر وزن سره دوه پونډه شوې ده؛ دې ته په پام سره چې اوسنی ارزښت د تولید لګښت هم نه پوره کوي، تر هغه وخت پورې چې خلک نوی نرخ ومني، د کړکېچ رامنځته کېدل او تولید پر ځای پاتې دی، حکومت په پای کې د یوې ډوډۍ لپاره دوه پونډه بیه کافي وبلله. د خلکو د ګډوډولو لپاره یې دوې بیې او دوه وزنونه یاد کړل.

څلورم: تر هغې چې خلک غولول کېږي ـ لکه څرنګه چې یې بې ساه حکومت کوي، په لومړیو ورځو کې به د ډوډۍ اندازه له اوسنۍ اندازې څخه لوړه وي، وزن به یې د نن وزن په څېر وي، بیه به یې پر وخت وټاکل شي (دوه پونډه)، په دې توګه به دولت له رسمي اعلان پرته د ډوډۍ بیه دوه برابره کړي.

انتقالي حکومت د بې ساه حکومت سره کوم توپیر نه لري، چې د خلکو پر وړاندې راپورته شي او د هغې غیر عادلانه پالیسۍ پلې کړي، چې د ربا پر اساس د نړیوال فنډ او د دوی د ویجاړوونکې نسخې پر اساس دي. دا د یوې سکې دوه اړخونه دي، چې اساس یې په غیر مستقیم ډول له پانګوال نظام څخه سرچینه اخلي، چې د پورونو یو بنسټ ډالر دی، د لالچ پانګوالۍ د ګټې لپاره تولید ګډوډوي. په دې وخت کې د دولت ملاتړی او د ازادۍ او بدلون ځواک (GAHT) پر ډوډۍ یا نورو د رسوب فشار نه راوړي. د حکومت ټينګار د نړیوال وجهي صندوق زیان رسوونکې نسخې د پلي کولو سربېره، د لوړې بیې او بېوزلۍ له امله چې خلک ځوروي، ښيي چې دوی هم د واکمن استعمار اجنټان دي.

یوازې اسلامي نظام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر اساس راشده خلافت د خلکو د چارو ساتنه او د هغوی لپاره د هوساینې او ارامه ژوند وړتیا لري؛ ځکه چې درملنه یې د الله سبحانه وتعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو اخلي.

اې د سوډان خلکو! راځئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر اساس د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړو، چې د دې پرله پسې ناورینونو څخه راووځو، خپل رب راضي کړو او تاسو به راحت ژوند ولری.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د هماغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شی. [الانفال: ۲۴]

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند 

د مطلب ادامه...

د قضایي روژو په اړه فقهي نظریات

  • خپور شوی په فقهي

ژباړه:

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

ښاغلی شېخ صاحب، غواړم د دغې موضوع په تړاو د الله سبحانه وتعالی په حکم پوه شم، ترڅو زړه مې ډاډه شي.

زه په جاهلیت کې وم او ما پرته له کوم عذر څخه په قصدي ډول روژې نه نيولې. وروسته الحمدالله، ما د الله سبحانه وتعالی په فضل توبه وکړه.

زه څنګه کولی شم د خپلو قضا شويو روژو قضایي راوړم؟ ايا زه هر کال فديه ورکړم يا يوازې د قضایي روژې نيول بسنه کوي؟ هيله لرم چې زما يادو پوښتنو ته ځواب راکړئ زموږ شیخ صاحب!

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، تاسې ويلي چې پرته له کوم عذر څخه مو په قصدي ډول د يو څه مودې لپاره روژې نه دي نيولي او بیا له دغو کلونو وروسته الله سبحانه وتعالی تاسو ته د هدایت لار وښوده او اوس روژه نيسئ... د تقوا له امله غواړئ چې د رمضان میاشتې د قضا شويو روژو قضایي راوړئ. د الله سبحانه تعالی حمد دې وي چې تا ته يې نيکه لاره در وښودله. تاسو نه يوازې داچې اوس روژه نيسئ، بلکې د رمضان میاشتې د قضا شويو روژو قضایي هم راوړئ. الله سبحانه وتعالی دې د برکتونو او خيرونو څښتن کړه او الله سبحانه تعالی دې د غوره توبې توان درکړي.

ګرانه وروره، موږ د عباداتو په برخه کې تبني نه کوو. موږ دا برخه مسلمانانو ته پرېږدو چې د روژې، لمانځه او نورو عباداتو په برخه کې د کوم مذهب پیروي وکړي. زه به تا ته د قضا شويو روژو په اړه ځينې فقهي نظريات وړاندې کړم، ته کولی شې هغه نظر تعقيب کړې چې ستا زړه ته ډاډ او سکون درکوي:

۱ – عبدالمالک الجويني چې د حرمینو په امام مشهور دی (د وفات نېټه ۴۷۸ هـ.ق) او د شافعي مذهب فقیه دی، په خپل کتاب «نهاية المطلب في دراية المذهب» کې لیکي: «هغه کس چې د رمضان مياشتې روژې ترې پاتې شي او د دې توان لري چې قضایي یې راوړي، ده ته نه ده روا چې د راتلونکي کال تر رمضان مياشتې پورې يې وځنډوي. دا د ده لپاره غوراوی نه، بلکې پرې واجب دي؛ البته په هغه صورت کې چې دی یې توان ولري او له کوم عذر سره نه وي مخ شوی. که د راتلونکي رمضان مياشتې پورې پرته له کوم شرعي عذر څخه ځنډ پکې راغی، نو بيا دی مکلف دی چې د هرې قضا شوې روژې سره د هغې د فدیې مد (پیمانه)  ـ چې د خوړو یو مقدار دی او د هرې قضا شوي روژې سره ورکول کېږي ـ باید ورکړي. که چیرې دی تر دوو يا زياتو کلونو پورې قضا شوې روژې وځنډوي او قضا یې را نه وړي، نو د فديې زیاتېدلو په تړاو دوه نظرونه شته. لومړی: «په فديه کې زیاتوالی نه راځي، هغه اندازه چې د يوه کال لپاره ټاکل شوې ده، هغه د ډېرو نورو کلونو لپاره هم بسنه کوي؛ خو غوره دا ده چې په فديه کې ډېروالی او بدلون راشي. یعني د هر کال ځنډول بايد د فديې د مد په ورکولو سره جبران شي. که دی د دوو کلونو لپاره د روژې قضایي وځنډوي، دی به د قضا شويو روژيو په اندازه دوه چنده د فديې مد ورکوي، دا چې کلونه زياتېږي په هماغه اندازه به یې فديه هم ډېروي.» یعنې هغه کسان چې روژه ترې قضا شوې وي بايد د راتلونکې رمضان میاشتې تر رارسېدو وړاندې قضا شوې روژې ونيسي، که د راتلونکي رمضان مياشتې تر رارسېدو پورې ونه نيول شي، نو بايد د روژې قضا راوړي او فديه یې هم ورکړي. بل نظر یې دا دی: «که يو کس خپله قضا شوې روژه تر دوو کلونو پورې وځنډوي، نو دی بايد د روژې د نيولو تر څنګ دوه چنده فديه ورکړي او په دې ترتيب د کلونو د شمېر په زياتېدو سره بايد فديه هم زياته شي.»

۲- منصور بن يونس البهوتي الحنبلي (د وفات نېټه ۱۰۵۱هـ.ق) په خپل کتاب «كشاف القناع عن متن الإقناع» کې ليکي:

«له چا څخه چې ټولې يا ځينې روژې قضا شي... قضا شوې روژې باید ونيسي... دا روا ده چې د راتلونکې رمضان مياشتې تر هلال پورې يې وځنډوي... خو دا روا نه ده، چې له کوم شرعي عذر پرته یې تر بلې رمضان مياشتې پورې وځنډوي. که دغه ځنډ تر راتلونکې رمضان مياشتې يا تر هغه وروسته رمضان مياشتو پورې دوام ومومي، نو ياد کس به د روژې نيولو ترڅنګ يو تن مسکين ته د هرې قضا شوې روژې په بدل کې خواړه ورکوي، ترڅو کفاره یې ادا کړي. په دې مانا چې د رمضان مياشتو د شمېر له امله یې فدیه نه تکرارېږي، ځکه چې د مودې په ځنډېدلو سره یې په وجوباتو کې زیاتوالی نه راځي. دا داسې ده لکه دی چې د څو کلونو لپاره فرضي حج وځنډوي، نو باید يو ځل حج ادا کړي.» یعنې هغه کسان چې روژې ترې قضا شوې وي او تر راتلونکې رمضان مياشتې پورې يې قضایي نه وي راوړې، دوی بايد خامخا روژه ونيسي او فديه یې ورکړي.

۳- په حنفي مذهب کې یوازې د روژې قضایي راګرځول اړین دي، که څه هم دا قضایي د اوږدې مودې لپاره ځنډېدلي وي. که راتلونکې د رمضان مياشت راشي... يو کس بايد يوازې خپلې زړې قضا شوي روژې ونيسي او فديې ته اړتیا نشته.

سرخسي (د وفات نېټه يې ۴۸۳هـ.ق) په کتاب «المبسوط» کې وايي: «يو کس بايد د رمضان مياشتې قضایي روژې ونيسي، خو که د راتلونکې رمضان مياشتې تر رارسېدو مخکې يې ونه نيسي، نو بايد د بل رمضان تر رارسېدو دې يې ونيسي او فديې ورکولو ته اړتيا نشته. دا زموږ نظر دی خو د شوافعو له نظره «الله سبحانه تعالی دې پر دوی ورحمېږي» یو کس باید د روژو پر نيولو سربېره هره ورځ يوه مسکين ته ډوډۍ هم ورکړي. موږ د الله سبحانه وتعالی دغه قول د دليل په ډول راوړو: [فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ] ژباړه: نو يو معلوم شمېر ورځې روژه بايد ونيول شي. [البقرة: 184] دلته کومه موده نه ده ځانګړې شوې. د دوو رمضان مياشتو ترمنځ وخت زيادت دی، روژه يو موقتي عبادت دی او د قضایي راګرځولو لپاره یې وخت نه دی ځانګړی شوی.»

علاوالدين الکاساني الحنفي (د وفات نېټه ۵۸۷ هـ.ق) په خپل کتاب «بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع» کې ليکي: «زموږ په مذهب کې د روژې د قضایي راګرځولو لپاره وخت نه دی ځانګړی شوی، ځکه چې موږ مخکې ویلي چې د روژې قضایي راګرځول مطلق دي، د وخت په اړه کوم محدودیت نه لري او په هر وخت کې نيول کېدلی شي. له همدې امله موږ وايو چې که يو څوک قضا شوې روژې تر راتلونکې رمضان مياشت پورې وځنډوي، نو فديه ورکول پرې نه لازمیږي.» یعنې چې د ابوحنیفه د مذهب پر بنسټ له فديې ورکولو پرته بايد قضایي روژه ونيول شي او يوازې د هغې مياشتې روژه باید ونیول شي، چې قضا شوې وي.

ما په لومړي سر کې هم یادونه وکړه، چې موږ د عباداتو په برخه کې تبني نه کوو. ما درته د ابوحنیفه، شافعي او حنبلي فقهې نظريات یاد کړل؛ اوس د هغه نظر پیروي وکړه چې ستا زړه ته ډاډ او سکون ورکوي... الله سبحانه وتعالی دې په هغه څه کې مرسته درسره وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د رضايت لامل ګرځي.

زه هيله لرم چې تاسو به خپل ځواب ترلاسه کړی وي، الله سبحانه وتعالی پوره عالم او حکیم ذات دی.

ستاسې ورور،

عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

کرونا ویروس د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده

خبر:

د کرونا ویروس دغه نوې بڼه چې پر یوې ټولنیوونکې ناروغۍ بدله شوه او د نړۍ په کچه یې په سلګونو میلیونه کسان سره تیت او پرک کړل. که څه هم چې اوس د دغه ویروس جیوپولیټیک اغېز د روغتیا او امنیت په پرتله دومره مهم نه دی، خو په اوږدمهال کې ښایي چې د امریکا په نړیوال مقام باندې سخت بحراني اغېز ولري.(سرچینه:  Medyascope)

تبصره:

له دغه حقیقت څخه سترګې نه پټېږي، چې د کرونا ویروس دغه منفي لامل چې لومړی د چین له ووهان څخه پیل او په لنډ وخت کې ټولې نړۍ ته خپور شو او د ژوند په هره برخه کې یې اغېز لیدل کېږي. یو مهم واقعیت دا دی چې دغه ویروس موږ ته وښودله چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه باندې قادر دی. دا هغه څه دي چې موږ مسلمانان باور لرو چې الله سبحانه وتعالی په هر څه باندې قادر دی.

په هر حال دغه حالت ځینې وخت زموږ د مسلمانانو وروڼو له خوا هم په ښه ډول نه ارزول کېږي. ځینې مسلمانان شته چې د راشده خلافت د بیا تاسیس د مفکورې لپاره دعوت کوي، خو د ځینو مسلمانانو له لاندې دلایلو سره مخ کېږي: پر نړۍ باندې د اسلام بیا حاکمیت یوازې یو خیال دی؛ دا خو لاپرېږده چې د اسلامي خلافت بیا تاسیس ورته حقیقت ښکاره شي، دوی له امریکا، انګلستان، روسیې او چین پرته نور څوک د نړۍ د زبرځواک په حیث نه قبلوي.

که څه هم چې په سترګو نه لیدونکي ویروس د دغه ډول استدلالونو او بحثونو بې کفایتي او کمزوري ثابته کړه، موږ ټول د دې شاهدان یو چې دغه ویروس له دغو اوسنیو زبرځواکونو سره څه وکړل او څنګه یې دړې وړې کړل. ایا امریکا د نړۍ زبرځواک نه وه؟ ایا دغو استعماري کفارو ډېر لوړ ټکنالوژیکي وسایل نه درلودل؟ ایا دوی یې له ټولې وړتیا او ظرفیت څخه کار وانه خیست؟ هېڅ یوه یې ونه شو کولای چې له دغه کړکېچ څخه ځانونه را وباسي.

الله سبحانه وتعالی دوی په داسې یو څه کې امتحان کړل چې هېچا یې هم په اړه تصور نه کاوه. حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی خپل عظمت او لویي د یو داسې ویروس په وسیله نړۍ ته ښکاره کړه چې په سترګو نه لیدل کېږي، مانا دا چې دغه ذات په هر څه باندې قادر او توانا دی. الله سبحانه وتعالی د دغه ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې دوی پاتې راوستل تر څو دوی ته خپل د ابرقدرتۍ ځواک ورښکاره کړي. الله سبحانه وتعالی دوی ته درس ورکړ چې دوی د یو ډېر کوچني ویروس پر وړاندې څومره کمزوري دي. سربېره پردې الله سبحانه وتعالی خپل قدرت مسلمانانو ته هم ورښکاره کړ، په ځانګړي ډول هغو مسلمانانو ته چې له کفارو څخه یې ډېره وېره درلوده او ویل به یې چې دغه استعمارګر کفار ډېرې محکمې پوستې او قوي اسلحې لري. دغه تجربې ما ته د بني نظیر د قبیلې روایتونه چې د حشر په سورت کې ورته اشاره شوې ده، رایادوي:

(هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ)

ژباړه:هغه داسې یو شخص دی چې کفار یې په لومړي جنګ کې له خپلو کورونو څخه وشړل، په اولو کې تاسو فکر نه کولو چې دوی به وشړلی شي او دوی هم ګمان نه کولو چې دوی به شړي؛ ځکه دوی ډېرې کلکې او محکمې قلاوې لرلې، مګر الله سبحانه وتعالی له داسې یو طرف څخه ورباندې حمله وکړه چې دوی یې په هکله فکر هم نه کولو، په زړونو کې یې داسې وېره ورته واچوله چې په خپلو او د مسلمانانو په لاسونو یې خپلې قلاګانې ړنګولې، نو اې هوښیارانو! له دغو حالاتو څخه عبرت واخلئ.

[الحشر:۲]

دا واضېح ده چې دغه روایت د بني نظیر لومړۍ شړل شوې قبیلې ته رالېږل شوی دی. سید قطب رحمه الله د الله سبحانه وتعالی پر قدرت او حاکمیت باندې تاکید کړی او د دغه ایت په هکله یې داسې نظر ورکړی دی: «دوی هر شی له مخکې څخه پلان کوي. یوازینی شی چې دوی یې په هکله خیال او فکر نه کاوه، هغه د دوی له خپل منځ څخه د جنګ پیل و. دوی د هغه څه په هکله فکر نه کوي چې الله سبحانه وتعالی د هغه کول غواړي. حال دا چې الله سبحانه وتعالی په هر وخت کې د دوی مخنیوی کولای شي او که وغواړي په هر وخت کې دوی نیولی شي او په هر څه باندې ښه پوهېږي. الله سبحانه وتعالی په هر څه باندې علم لري او په هر څه باندې قادر ذات دی. دغه ایت د الله سبحانه وتعالی قدرتونو ته اشاره کړې ده او هغه د کفارو په ټولو تدابیرو او سنګرونو باندې حاکم ذات دی. الله سبحانه وتعالی چې کله د یو شي د کېدلو اراده وکړي، نو هغه پرته له کوم خنډ او یا ځنډ څخه په هماغه لحظه کې کېږي.

په پای کې امریکا او نور استعمارګر زبرځواکونه د دې وړتیا نه لري چې د راشده خلافت د تاسیس مخنیوی وکړي، چې الله سبحانه وتعالی یې وعده او رسول صلی الله علیه وسلم یې زېری راکړی. کووېدـ ۱۹ د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده چې د دوی زبرځواکونه یې د ډېر واړه ویروس پر وړاندې څومره عاجز کړل. زموږ مسوولیت دا دی چې پر نړۍ باندې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمولو لپاره کار وکړو او له دغه قادر ذات څخه مرسته وغواړو.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، که له الله سبحانه وتعالی څخه ملاتړ وکړی، نو هغه ذات به هم له تاسو څخه ملاتړ وکړي او قدمونه به مو ثابت وساتي.

[محمد:۷]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اغلو

 

                       

د مطلب ادامه...

د بورې او غنمو د ناورین په اړه د څېړنو راپورونه تاییدوي چې پانګوال نظام ـ ډیموکراسي یو وژونکی ویروس دی، باید په بشپړه توګه وتړل شي، یا په خپل مرګ ومري

  • خپور شوی په پاکستان

د بورې او غنمو په اړه د څېړنو راپورونو د جهانګير ترین، خسرو بختیار، مونیس الهي او شریف د وروڼو په شمول د قدرت اشراف افشا کړل. سربېره پر دې، د ډیموکراسۍ له ناوړه څېرې یې یو ځل بیا پرده پورته کړه، چې د همدغو واکمنو پانګوالو لپاره یې قانوني سوړې برابرې کړې وې. په راپورونو کې څرګنده شوه چې د میلیاردونو مالیه ورکوونکو پیسې د اوسني او پخوانیو دولتونو سره د اړیکو پر اساس خلکو او کورنیو ته د ترسب پر اساس وېشل شوې دي. پانګوال نظام ـ ډيموکراسي خلک دې ته اړ کوي چې ظالمان د خپلو استازو په توګه وټاکي، تر څو د دوی د غوښتنو سره سم، د خلکو د هوساینې لپاره د قانون او تګلارو واک په خپلو لاسونو کې واخلي. په هر حال، په عمل کې واکمن اشراف یوازې د خپلو مالي ګټو د خوندي کولو په فکر کې دي. دوی د دندې په جریان کې خورا ډېره شتمني راټولوي، په داسې حال کې چې د عامه ګټو لپاره  یو څو محافظه کار ګامونه اخلي، تر څو پر اداري فساد یوه نازکه پرده واچوي.

د دې پر ځای چې په ډیموکراسۍ کې بنسټيزې نیمګړتیاوې ومني، د فساد فابریکه، په ډیموکراسۍ کې خلک په مسلسله توګه د هغوی په غوښتنه رایه ورکوي. په هر حال، په اصطلاح پاک، د فساد ضد رژیم بدلون ښيي چې دوی د مالي ګټو سره خپله مبارزه کوي، لکه څنګه چې پخوانیو حکومتونو کړې وه. د عمران خان تر پوزې لاندې د مدینې منورې په غولوونکي استحصال سره، د کابینې د همغږۍ کمېټې نه یوازې د ځايي زېرمې د کمولو سره د بورې صادراتو ته اجازه ورکړه، بلکې دا یې د بورې د انحصار لپاره د ترسب له لارې وهڅول او د دولتي خزانې پراخه پرانیستل یې د دې لامل شول چې مبارز خلک ودرول شي، تر څو نرخونه وپلورل شي. په ګډه، پانګوال نظام ـ ډیموکراسي او د دې واکمن د ویجاړوونکي ویروس استازیتوب کوي، چې باید په بشپړه توګه وتړل شي، یا په خپل مرګ ومري.

په داسې حال کې چې د خلافت جوړښت د خلیفه، معاونینو، قضایه قوې، د جهاد څانګې او مشورتي شورا په ګډون له دیارلسو بنسټونو څخه ترکیب شوی دی، هېڅوک پکې قانون جوړوونکي نه دي چې د غوښتنو سره سم قوانین جوړ کړي. پر ځای یې هغه قوانین پلي کېږي چې د الهي متنونو، قرآن او سنتو څخه اخیستل شوي دي، له ډیموکراسۍ سره کلک مخالفت لري، چې مسلکي سیاسیون یې میلیونونه پانګه اچوي او کولای شي د میلیاردونو په بدل کې پانګه تر لاسه کړي. د قانون جوړوونکو په توګه د ځان خدمت کوي. د خلافت قضايي او مشورتي شورا د اسلام پر اساس ده، چې خلیفه او د هغه معاونین د شریعت وړاندې کولو ته اړ باسي؛ ځکه چې دا په اسلامي تاریخ کې څرګند دي. د خلافت سیاسي چاپېریال د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پیروۍ متمرکز دی، د حق د پلې کولو له لارې د فرد او ټولنې اړتیاوې پوره کوي. د کرونا ویروس (کووېډـ ۱۹) خپرېدو هم د پانګوال نظام ـ ډیموکراسۍ د عامه هوساینې افسانه افشا کړه. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د خلافت د جوړښت د بیا رغولو لپاره لاس پر کار شو او د ډیموکراسي جرړې وباسو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

(فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ اِلَّا الضَّلَالُ فَاَنّـٰى تُصْرَفُوْنَ)

ژباړه: «نو له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟ ـ ښه نو تاسو کومې خوا ته اړول کېږئ؟»

[یونس: ۳۲]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په ډنمارک کې د کرونا ویروس له امله د عامه ازمایښتونو تر شا پانګوال مشران دي

خبر:

په ډنمارک کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د مارچ له ۱۵مې راهیسي ګرځبندیز لګېدلی دی. د ډنمارک لومړي وزیر د اپرېل په ۶مه د یو ویډیویي کنفرانس له لارې اعلان وکړ، چې له ختیځو رخصتیو څخه وروسته به په ټول هېواد کې په تدریجي ډول ګرځبندیز پای  ته ورسېږي. کله چې دولت پرېکړه وکړه چې د نرسرۍ، وړکتونونو او تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي به هم پرانیستل کېږي، یادې پرېکړې خلکو ته سخت ټکان ورکړ، یاده پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا د وزرات چارواکو ویلي چې کرونا ویروس به د اپرېل په میاشت کې په ډنمارک کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

تبصره:

د روغتیایي بحرانونو او عمومي ناروغیو په وخت کې خلک تمه لري چې رهبران یې د طبي ارزونو او د ویروسونو د برخې کارپوهانو په مشوره پرېکړې وکړي، مثلاً اوس باید د ویروس پوهانو او د دغو ناروغیو د متخصصینو په مشوره د خلکو د ساتنې لپاره پرېکړې وشي. په داسې حال کې چې د ډنمارک دولت په هېواد کې د ګرځبندیز پای ته رسولو لپاره هېڅ کوم طبي دلیل نه دی وړاندې کړی.

ځینې خلک پر دې باور دي چې د ډنمارک دولت داسې ستراتېژۍ ته مخه کړې چې قصداً به دغه ویروس په ډېره چټکۍ سره په هېواد کې خپور کړي او د هېواد زیاتره خلک به پر دې ناروغۍ اخته شي. په هر حال، دغه پرېکړه د هېواد د لومړي وزیر او د روغتیا  وزارت د لوړپوړو چارواکو له خوا ونه منل شوه. اوس که د هېواد دبیا پرانستلو تر شا د دغه عامه ناروغیو په ستراتېژیو کې بدلون نه وي، راغلی، نو دلیل به یې څه وي؟

د مارچ پر ۲۹مه د ډنمارک TV2 ټلوېزیون راپور خپور کړ، چې د هېواد لومړي وزیر د هېواد له مهمو شرکتونو او د سوداګریزو خونو له مالکینو سره کتلي دي. د یادو لیدنو په لړ کې د هېواد په تدریجي ډول بیا پرانیستلو باندې خبرې شوې او دوی هم ورسره موافقه کړې ده. د دغه ناستې څخه څو ورځې وړاندې د لویو شرکتونو لوړ رتبه کارکوونکو په رسنیو کې په عام ‎ډول وویل چې هېواد باید په نږدې وخت کې بیا پرانیستل شي. د هېواد لومړی وزیر بله چاره نه لري؛ ځکه په پانګوالي هېوادونو کې همدغه لوی لوی شرکتونه دي چې قدرت لري او پرېکړې هم کوي.

همدارنګه د اپرېل په دویمه  پولیټیکن ورځپاڼې هم په خپل راپور کې وویل چې د هېواد د لویو  او مهمو شرکتونو نمایندګانو د ملي عملیاتي کارکوونکو سره په پټه ګوري، تر څو د هېواد لوړ رتبه چارواکي د کرونا ویروس له بحران سره معامله وکړي. په داسې حال کې چې پارلمان له دغه موضوع خبر هم نه درلود. په دغو بحثونو کې د کارلسبورګ او میرسک کمپنیو کارکوونکو برخه اخیستې ده.

په اپرېل کې د ډنمارک هېواد بیا پرانیستل په ښکاره ډول سره په ټولنه د پانګوالو د مشرانو اغېز دی، بلکې دغه پرېکړه د روغتیایي کارپوهانو له خوا نه ده شوې. په ټولنه باندې دې ته د ورته درنو او لویو وحشتونو راتلل د پانګوالۍ د نظام پایله ده، په هغو هېوادونو کې چې دغه نظامونه حاکم دي، د ژوند راتلونکی یې د توليدي شرکتونو په لاس کې دی، چې دغه شرکتونه یوازې خپلو لنډمهاله ګټو ته پام کوي. که په زرګونو خلک ووژل شي، پروا یې نه لري؛ ځکه چې دا د دوی د صنعت قېمت دی تر څو دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي.

د شرکتونو د دغې پرېکړې پایله به چې مخکې له وخت څخه به هېواد بیا پرانیستل شي، د کرونا ویروس خپل لوړ حد د رسېدلو لپاره ښه فرصت شي، چې ښایي د سلګونو یا زرګونو خلکو د مرګ په بیه به تمام شي. د پانګوالۍ د وینې زبېښونکو شرکتونو له خوا دا یوه عامه خبره ده چې که انسان کار وکړي، نو دوی ګټه کوي او که نه نو خلک به یې ووژني، یا هم کله چې د خلکو عمر زیات شي، ناروغ شي، خلاصه دا چې په اقتصاد کې ترې ګټه وانه خیستل شي، نو بیا دوی ورته د ټولنې د اوږو د بار په سترګه ګوري. پانګوالي د انسان ژوند ته ارزښت نه ورکوي، مګر په اسلام کې انسان د کالیو د قېمت په څېر ارزښت نه لري، بلکې په اسلام کې انسان د ډېر لوړ ارزښت او مقام لرونکی دی، که څوک د یو انسان ژوند وژغوري، په دې مانا ده چې د الله سبحانه وتعالی په نزد ټول بشریت یې ژغورلی دی. لکه څنګه چې په دغه مبارک ایت کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

[وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا]

ژباړه: که یو سړی د یوه کس ژوند وژغوري، داسې دی لکه ټول بشریت یې چې ژغورلی وي.

[المائده:۳۲]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: تایموالله ابو لبن

 

د مطلب ادامه...

د خلافت دولت تر ړنګېدو وروسته د نړیوالو نا جوړجاړی؛ د غم او مصیبت پر وخت د الله سبحانه وتعالی پر قدرت اقرار کوي، خو شریعت یې نه واکمنوي

  • خپور شوی په سیاسي

د کورونا وېروس نړۍ له ګواښ سره مخ کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټويټ کې ولیکل: «اوس یې وخت دی چې د مارچ ۱۵مه په خپل هېواد کې د دعا لپاره ملي ورځ اعلان کړم. موږ د تاریخ په تر ټولو ترخو ورځو کې یو. الله ته مخه کوو، څو په داسې حالت کې زموږ ملاتړ وکړي او قدرت راکړي.»

ټرمپ وویل، چې د مصر فرعون هم د مرګ په وخت کې الله ته پناه یووړه. په هغه شېبه کې يې وویل: «له الله پرته بل معبود نشته، هغه چې بني اسرایيلو پرې ایمان راوړی» دا خبرې يې هغه وخت په ژبه راوړې چې د ډوبېدو په حالت کې و، څو وژغورل شي.

د خرطوم ولایت د دعوت او ارشاد شورا لوی مشر نعیم الطاهر هم د خرطوم امامانو او خطیبانو ته امر وکړ، چې د جمعې خطبه د کورونا وېروس په اړه عامه پوهاوي او د دې ناروغۍ د درملنې لارو چارو ته ځانګړې کړي. هغه اشاره وکړه، چې دغه امرونه د ولایتي حکومت د امرونو او د کورونا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د احتیاطي تدابیرو په اړه د حکومت د وزیرانو شورا مصوبو ته په کتو صادر شوي دي. (سرچینه: ۲۰۲۰ م کال د مارچ ۱۹مه، سوډان ورځپاڼه)

د الله سبحانه وتعالی پېژندنه، تعظیم او پر هغه ایمان راوړنه کوم تصادفي کار نه دي. لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی دښمن فرعون د ډوبېدو په وخت کې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوړه او ویې وویل:

﴿آَمَنْتُ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آَمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾

[١٠:٩٠]

ژباړه: پر  هغه معبود مې ایمان راوړی چې بني اسراییلو ایمان پرې درلود، له هغه پرته بل معبود نشته او زه یې فرمان منونکی یم.

الله سبحان وتعالی یې په ځواب کې وفرمایل:

﴿آَلآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ * فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آَيَةً وَإِنَّ كَثِيراً مِنَ النَّاسِ عَنْ آَيَاتِنَا لَغَافِلُونَ﴾  [١٠:٩٣]

ژباړه: اوس او تر دې وړاندې دې چې سرغړونه کوله او د تباه کوونکو کسانو له ډلې وې. اوس دې جسد له خرابېدو ژغورم، څو هغو کسانو ته یوه نښه وي، چې تر تا وروسته راځي، که هر څومره خلک زما د نښو په اړه بې خبره دي.

د دغه ایت مانا دا ده: ستاسو په یاد نه وو چې معبود شته دی، خو اوس د ډوبېدو په حال کې الله سبحانه وتعالی ته پنا وړئ. نو پر همدغه اساس، د سختۍ په وخت کې فرعون ته د الله سبحانه وتعالی پر شتون اقرار ګټه ونه کړه. الله سبحانه وتعالی د تېرو ملتونو کیسې د عبرت لپاره بیان کړې دي، د هغو کسانو لپاره چې عبرت واخلي.

نړۍ له ناوړه ګډوډۍ سره مخ شوې ده، خو دغه ټکر د فرمان منونکو او کارکوونکو پر چارو پرده غوړولې او هغه بې اتفاقي بلل کېږي، چې بشر پکې ژوند کوي. ځکه هغوی په عادي حالاتو کې د الله سبحانه وتعالی له شریعت سره په جګړه دي، خو د غمونو او مصبتونو پر مهال له الله سبحانه وتعالی څخه د ژغورلو غوښتنه کوي. څنګه چې فرعون له هلاکت سره مخ شو، له الله سبحانه وتعالی یې د ژغورلو غوښتنه وکړه. هغه ټول عمر په غفلت کې و، خو د ډوبېدو پر مهال الله سبحانه وتعالی ور په یاد شو. ایا اوسني حکام عبرت نه اخلي؟

د جمعې د لمانځه خطبې الله سبحانه وتعالی ته د دعا، تضرع او عاجزۍ لپاره ځانګړې کوي، په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی شریعت یې ځنډولی دی؟!

د خلافت دولت اسلام په ټولو ادارو، برخو  او د هغه په کورنیو نظامونو کې پلی کاوه. همدارنګه اسلام یې د بهرني سیاست او د نړۍ له نورو ملتونو سره د تعامل بنسټ ګرځولی و. دغه دولت د دې لامل شو چې په عمومي فکر کې اسماني لارښوونو ته له هغه څه سره چې په ځمکه کې پېښېدل، همغږي ورکړي. 

خو له ۱۹۲۴ م کال وروسته او د پانګوالي نظام په واکمنېدو سره، چې دین یې له ژوند څخه بېل کړ او الله سبحانه وتعالی ته حق نه وایي، په نړۍ کې بشپړ ناجوړجاړی رامنځته شو. په داسې بڼه، چې په قانون جوړونه کې د شریعت رول تر پښو لاندې شو، د الله سبحانه وتعالی احکامو ته له رجوع پرته بشر ته د قانون جوړولو حق ورکړل شو، په ډېر ویاړ سره یې د غرب قانون ته غاړه کېښوده او همدارنګه له شریعت پرته د قضیو حلول پیل شول؛ چې د مسوولینو بیانونه یې ښکاره بېلګه ده.

پانګوالي او اکثریت پالنه یې په نېک فال ونیول، د الله سبحانه وتعالی شریعت یې شاته وغورځاوه او پر ځای یې د بشر په لاس جوړ شوي قانون ته ځای ورکړ؛ چې مادې یې د فرانسې، انګلیس او امریکا له قوانینو اخیستل شوې دي. اوسمهال زموږ د هېواد په ګډون پر ټولو اسلامي خاورو ورته قوانین واکمن دي، چې نه یوازې د شریعت له احکامو سره په ټکر کې دي، بلکې د شریعت ضد دي. هغه قوانین په لاندې ډول دي:

۱. د ملګرو ملتونو میثاق، د امنیت شورا له خوا صادر شوي تړونونه او پرېکړه لیکونه، د ملګرو ملتونو عمومي مجمع، نړیواله محکمه (لاهه)، جزایي محکمه او د دغه سازمان نورې برخې، لکه یونسکو سازمان، د کار نړیوال سازمان، د بشري حقونو سازمانونه، د سوداګرۍ سازمان او ورته نور مسایل. حکومت دغو معاهدو ته خپله ژمنتیا نه پټوي، بلکې په ښکاره پرې ویاړي او هغه په ښوونیز نصاب او حتا د اسلامي علومو په کتابونو کې ځای پر ځای کوي. د سوډان د لومړي ټولکي په کتاب کې پر بشري حقونو او د هغوی پر اساساتو په بشپړه ډول بحث کېږي.

۲. اساسي قانون، دغه قانون له هغو اصولو څخه عبارت دی چې د دولت بڼه، د حکومتولۍ نظام، قدرت او د هغه وېش پیاوړی کوي. په سوډان کې د یاد قانون تمثیلوونکي د حکومت اصلي نظام او د وزیرانو شورا ده. که د دواړو په اړه څېړنه وکړو، نه له شریعت څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوي او نه هم د شریعت پر تګلاره برابر دي؛ بلکي یوازې د عربي قوانینو پر اساس وضع شوي؛ چې له غربي قوانینو څخه رانقل شوي دي. له کلیشه یي او عامو اسلامي عبارتونو پرته، چې د حکم صادرولو په وخت کې هغه ته مراجعه نه کېږي.

غربي صلیبي نظامونه، سیکولران او هغه کسان چې له کافرانو سره دوستي اعلانوي، دوی له هر هغه حرکت سره خپله دښمني ښيي، چې اسلامي موخه او هدف ولري او په هر ځای کې د هغه حرکت پر وړاندې نظامي، جسمي او مالي جګړه پیلوي. د هغوی د بهرني سیاست یوه برخه له صهیونیستانو سره اوربند دی، په داسې حال کې چې هغوی محارب دښمنان، عملي او حقیقي غصب کوونکي دي، نه ګوماني. شریعت له هغوی سره جګړه او له اسلامي خارو د هغوی اېستل واجب کړي دي... که په کمزوري حالت کې وو، له هغوی سره باید اوربند ونه کړو او تړون ورسره ونه لرو. څنګه چې د سوډان د مشرانو شورا رییس د یهودو دولت له لومړي وزیر سره تړون وکړ؛ چې دغه تړون د هغوی الوتکو کېناستو ته لاره پرانیستله. دغه چاره د دې لامل کېږي چې هغوی زموږ پر قدرت او کمزورتیا خبر شي او دا هغه څه دي چې له هغوی سره پر اسلامي هېوادونو د واکمنېدو په برخه کې مرسته کوي.

۴. د کبیره ګناهونو تشریع او د هغو قوانینو تصویب چې ګناهونو ته وده ورکوي. په اقتصادي نظام کې سودي شبکو ته په اجازې ورکولو سره سودي راکړه ورکړه خپره شوې او د سود خوړونکو د اختلاف لپاره قوانین وضع شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ﴾

[بقره: 279]

ژباړه: نو که داسې دې ونه کړل، (له سود خوړلو دې لاس وانه خیست) پوه شئ چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر سره مو جګړه پيل کړې ده.

د مالیو تقنین او ګمرکي حقونه: مسلم په خپل صحیح کې روایت کړې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې ښځې په اړه چې زنا یې وکړه، وروسته حد پرې جارې شو او توبه یې وکړه، وفرمایل: «لَقَدْ تَابَتْ تَوْبَةً لَوْ تَابَهَا صَاحِبُ مَكْسٍ لَغُفِرَ لَهُ» هغې داسې توبه کړې، چې که د ګمرکي حقونو او مالیو اخیستونکو داسې توبه کړې وای، هغه به حتماً بښل شوی و.»

قرطبي په خپل کتاب «المفهم» کې ویلي: «په دې کې شک نشته چې مالیات، تر ټولو لویه او فاحشه ګناه ده.» نووي هم همداسې ویلي دي. ذهبي مالیات په الکبایر کتاب کې لویې ګناوې بللي دي. په سوډان کې اوس په ټولنیز نظام کې د سیداو د توافق د تصویب لپاره فضا جوړونه کېږي، چې په کلیاتو او جزیاتو کې له اسلام سره په ټکر دی!

۵. پر خلکو ظلم او د هغوی حقونه نه ورکول له هېچا پټ نه دي، هغه ظلم چې په درېیو مرګونو دایرو کې پر انسان کېږي، لکه لوږه، ناپوهي او بېوزلي. د پانګې ناعادلانه وېش او د پانګوالو په جېبونو کې د هغه اېښودل ستر ظلم بلل کېږي.

د تېرو ملتونو له منځه تلل او هلاکت د الله سبحانه وتعالی پر حدودو ملنډې وهل دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ قَبْلَكُمْ، أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ، وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الحَدَّ»

ژباړه: هغه څه چې تېر ملتونه یې هلاک او له منځه یووړل، هر کله به چې زورواکي غلا وکړه، هغه یې خوشي کاوه (حد یې نه پرې جاري کاوه) او کله به چې غریب غلا وکړه، نو حد به یې پرې جاري کاوه.

د هغوی د هلاکت او له منځه تلو لامل پر کمزور د حدودو پلي کېدل او پر زورواکو دغه کار نه ترسره کول و؛ نو د هغه کس په اړه چې په بشپړه توګه حدود پرېږدي او د هغه پر ځای یې د بشر په لاس جوړ شوي احکام ځای پر ځای کړي، څه فکر کوئ؟!

له راشده خلافت دولت پرته نړۍ له اوسني ناورین څخه نه شي ژغورل کېدای، چې په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی کړي؛ هغه دولت چې الله سبحانه وتعالی زیان ترې لېرې کوي او له ړنګېدو او له منځه تلو یې په امن کې ساتي.

لیکوال: غاده عبد الجبار (ام اواب)

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د رادیو لپاره

ژباړه: زیرک

د مطلب ادامه...

په مونیخ کې د ۵۳م امنیتي کنفرانس په اړه

د سیاست، ساینس او مدني ټولنې په ډګرونو کې فعال او ډېر مهم کسان د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري له ۱۴مې تر ۱۶مې پورې د جرمني په مونیخ ښار کې راټول شوي وو تر څو هلته د «غیرلويديځ» تر سرلیک لاندې په کلني امنیتي کفرانس کې ګډون وکړي او د نړۍ د خرابېدو په اړه وغږېږي. لېبرال نظم چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځ ته شو، د المان د تګلارې په جوړښت کې د فکري تضاد سربېره، د المان په استازیتوب د جمهوري ریاست د ولسمشر، فرانک والټر شټين مایر وینا د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پیل کړه او د دفاع وزیر په وینا سره پای ته ورسېده. اینګریټ کرامپ کرینباویر، د المان د بهرني او امنیت تګلارې ته د رسېدونکي خطرناک انحصار کچه بیان کړه.

د عالي مقام په توګه د هغه ظرفیت، ولسمشر فرانک والټر شټاين مایر د المان د بهرني او امنیت پالیسي مطرح کړه. هغه لومړی د نړیوال سیاست د عمومي چوکاټ پر بدلون باندې تمرکز وکړ، چې په پایله کې په هغو مسئلو کې د شک لامل شو چې ویل کېږي: «زه وېرېږم چې نن موږ د نړیوال ویجاړ سیاست شاهدان یو....» چې د لویو قدرتونو ترمنځ نه یوازې د سیالۍ مفکوره او ستراتيژیک سندونه جوړوي، بلکې  دوی هغه نوی واقعیت هم تر کنټرول لاندې راولي چې موږ پکې ژوند کوو...». له روسیې او چین وروسته د المان فدرالي جمهوریت «نږدې متحد» متحده ایالتونو اوس د نړیوالې ټولنې نظر له پامه غورځولی دی. د یو ملتپال دریځ مشري کوي، لکه څنګه چې هغه وویل: «د تازه امنیتي ناورینونو، د اټومي وسلو او د سیمه ییزو شخړو په ډېروالي سره المان د ګډ ټولنیز عمل له لارې د بشر دوستانه مسئلو په هواري کې پاتې راغلی او د ملګرو له لوري محاصره دی» همدا راز یې ویلي وو، مګر اروپایي ټولنه له موږ څخه د سترو ننګونو سره لاس او ګرېوان ده: «که نن موږ اروپايي اتحاديې ته وګورو، موږ د غبرګونو پر ځای اقتصادي تنوع ګورو، موږ سیاسي او ایډیالوژیکو درزونو ډېروالي ته پام اړوو... د پخوا په پرتله برعکس موږ نه شو کولای ۲۰۲۰ز کال په همدې اساس پیل کړو چې لوی قدرتونه غواړي اروپا مدغمه کړي. د دې پر وړاندې، هر یو لوی لوبغاړی د خپلو ګټو په لټه کې دی، حتی که دا او د اروپایي اتحادیې لګښت زموږ لپاره د غوره پرمختګ خبر نه دی». لکه څنګه چې هغه وویل، دواړه پرمختګونه باید په ګوته شي... باید د نړیوالې ټولنې نظر ته ادامه ورکړل شي، تر څو د نړیوال حقوقي نظام رامنځ ته کولو ته دوام ورکړي او اروپا پیاوړې کړي، تر څو  په نړۍ کې د المان حضور ثابت کړي.

په یوه متحرکه کچه، شټاین مایر وویل: «دا بهرنۍ او امنیتي پالیسي یوازې د اتلانتټیک اتحاد او د اروپایي اتحادیې د ګډ بهرني او امنیتي پالیسۍ په غښتلي کولو سره تر لاسه کېدلای شي». لکه څنګه چې په المان کې، د دفاعي پالیسۍ په ډګر کې د اغېزمنې اروپایي اتحادیې پراختیا اړینه ده، لکه په اتحادیه کې د اروپا د حضور پراختیا. د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د دفاع وزیر انیګریټ کرامپ کرینباویر د «دوه اړخیزه ستراتيژي» په اړه خبرې پیل کړې، د بهرینو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د المان د نظامي هڅو سربېره ډېر کار کولو ته چمتو دی: «البته زه په دې برخه کې د یو جوړښت په فکر کې یم، د ناټو په داخل کې د یو غښتلي اروپايي ستنې په توګه د اروپا د امنیت او دفاع اتحادیه او دا هغه څه دي چې موږ له فرانسې سره په ګډه سخت کار کوو، موږ په دې مسئله کې د ستراتېژیکو خبرو اترو لپاره د ولسمشر ماکرون وړاندیز منو، مګر دا نظامي برخه اخیستل باید یو مشخص سیاسي منطق وڅاري. : «له ډيپلوماسۍ، روښانه سیاسي ستراتيژۍ او په ورته موقعیتونو کې د نظامي ظرفیتونو له رامنځ ته کولو پرته موږ ټول په خطر کې یوـ تر ټولو ښه دا چې نظامي عملیات کار نه کوي او په دې توګه دوی کولای شي وده وکړي. ناورین، په دې برخه کې د المان د دفاع پخواني وزیر پيټز سټروزاک ویلي دي: «د المان امنیت او دفاع د سند او هند په غرونو کې کېږي». اوس دا کرښه باید پراخه شي؛ ځکه چې د جرمني د امنیت دفاع هم په عراق، لیبیا، سهیل، نیویارک، ژينیو او بروکسل کې د خبرو اترو پر میزونو هم کېږي. همدا راز، المان او اروپا اړتیا لري چې «د نړیوال سیاست په انډول کې خورا ډېره ونډه ورکړل شي»، دا خبره د دفاع وزیر انګريټ کرامپ کرینباویر وکړه. دا نه یوازې د متحده ایالتونو او چین ترمنځ د منظمې سیالۍ په شرایطو کې اړین دی، بلکې دا د اروپا د سویلي ګاونډ ـ یعنې افریقا او منځني ختیځ ته په کتلو سره نږدې دی.

د المان د بهرنۍ او امنیت پالیسۍ دغه پراخه کرښې سخت فشارونه ښيي. له یوې خوا، د المان حکومت غواړي نوښتونو ته لاره پرانېزي، لکه د فرانسې د ولسمشر ماکرون غوښتنه چې د یوې خپلواکې اروپا بهرني او امنیت پالیسي د رامنځ ته کولو لپاره ستراتېژیک ډیالوګ وکړي، خو د اروپا خپلواک دفاع پالیسي د ختیځې اروپايي هېوادونو د مخالفت له امله د ناکامۍ سره مخ ده، تاریخي سیالي هم کېدلای شي یو ځل بیا راپورته شي: «د متحده ایالتونو څخه د خپلواکې اروپا دفاعي ظرفیتونو په رامنځ ته کولو سره المان او فرانسه به د جرمني او پولنډ حکومت تر منځ وېره رامنځ ته کړي. پر اروپا کنټرول «لکه څنګه چې په نړیوال سیاست او ټولنې ژورنال په وروستي تحلیل کې ویل شوي دي. په ورته وخت کې، د المان حکومت په دې لټه کې دی چې له متحده ایالتونو سره د ناټو اتحاد پیاوړی کړي او په اروپا کې د اروپا د بهرني او امنیت پالیسي په ناټو کې د اروپایي ستون په توګه ثابت کړي. له همدې امله، هغه جنجال چې د فرانسې سره به د دې پایلې په توګه رامنځته شي، ښايي د هغې د پیل څخه وړاندې د پروژې د ناکامۍ لامل شي. همدا راز، په عربي خلیج کې د یو اړخیزې اروپايي مداخلې په اړه اوسنی بحث، د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو د پالیسۍ څخه خپلواک (د ډېر فشار پالیسي)، متضادې ګټې منعکس کوي، چې د نورو توپیرونو اصلي مرکز دی او د متناقض ایتلاف نظامونو په پایله کې منځ ته راغلي دي.

پر دې سربېره، دواړه څارنې د المان ګټو ته نږدې دي او منځني ختيځ همدا راز د افریقا په لویه وچه کې د ناکامه ستراتېژیو کوربه توب کوي. اروپایي بحیره ـ دا چې اسلامي هېوادونه ـ متحده ایالات او فرانسه د دښمن د قدرت په سترګه  ورته ګوري، چې غواړي خپل نفوذ او اقتصادي ګټې خوندي او پراخه کړي، خپل سیاسي پلانونه په ايډیالوژیک او فرهنګي ډګر کې پلي کړي. که د جرمني بهرنی او امنیت پالیسي د امریکايي او فرانسوي مداخلو په جریان کې بدلون لا هم نه دی پاتې ناکامېږي، لکه څنګه چې په افغانستان، عراق یا مالي په اسلامي خاورو کې وروستۍ جګړې ناکامې شوې دي. سربېره پر دې، په اسلامي خاورو کې ناڅرګند وضعیت، چې اساساً د نړیوالې جګړې وروسته په هغې باندې د یو عجیب واکمن نظام د پلي کېدو له امله رامنځ ته کېږي چې په بشپړه توګه له اسلامي هویت او ژوند څخه سرغړونه کوي. د المان د بهرنیو چارو وزارت په دهلیزونو کې ستراتيژي جوړوونکي د عربي پسرلي پېښو ته باید پام وشي چې په اسلامي نړۍ کې اوسنۍ ادارې په ډېرو اټکلونو کې پاتې راغلې دي او دا چې سیاسي ثبات یوازې د رښتیني اسلامي دولت په رامنځ ته کېدو سره په دې سیمه کې تر لاسه کېدلای شي. په عراق، لیبیا او سهیل کې د غربي ارزښتونو دفاع کوونکې بهرنۍ تګلاره به د اوسنیو جګړو دوام او په سیمه کې د المان د نسبتاً مثبت شهرت د حتمي تباهۍ لامل شي.

د دې شالید پر وړاندې، په جرمني ژبه غږېدونکو هېوادونو کې حزب التحریر په اسلامي خاورو کې د المان د پوځي فعالیتونو د پراختیا پر وړاندې د المان د فدرالي تګلارې په دهلیزوونو کې پرېکړه کوونکو ته په بېړني ډول اخطار ورکوي چې د دې پر ځای د فرانکو ـ امریکا شخړې د ځان ګټې لټولو هڅه وکړي او د دوی سیاسي لوبو کې د رامنځ ته شوي ملګري په توګه د المان لپاره به غوره وي چې خپله ستراتيژي جوړه کړي او په اوږد مهال کې د خپل اوسني اتحاد څخه د ایتلاف جوړښتونو او د نورو هېوادونو سیاسي لارو سره ازاد کړي. د عثماني خلافت سره د خپل تاریخي اتحاد له امله، المان د اړیکو انډول لري چې د متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، روسیې او چین په پرتله د دې لپاره یوه ستراتيژکه ګټه ګڼل کېدلای شي.  د یو اړخیز له مخې یې په نړیوال سیاست کې خپرېدل پیل کړې دي، المان باید یوه داسې ستراتيژي طرحه کړي چې له دې ننګونې سره برابره وي او د دې وړتیا ورکړي چې له ګاونډیو مسلمانو هېوادونو سره ښې او پراخه اړیکې رامنځ ته کړي.

 

په جرمني ژبه غږېدونکو هېوادونو کې

 د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې