الاقصی مسجد: له القبلی مسجد څخه غږ «خلیفه د مسلمانانو له وینې، ناموس، مال او شتمنۍ څخه ساتنه کوي!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شیخ نضال صیام (ابو ابراهیم)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۰مه جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه
وړاندې کوونکی: شیخ نضال صیام (ابو ابراهیم)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۰مه جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه
د آل عمران مبارک سورت ۶۷ ام ایت: "إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَٰذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا ۗ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ "
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره یوسف (ابو الهمام)
بیت المقدس- مبارکه خاوره (فلسطین)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۱۹مه، پنج شنبه/۲۰۱۸م، د اګست ۳۰مه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره یوسف (ابو الهمام)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۱۳مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۲۴مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)
۱۴۳۹ه.ق، ذوالحجه، د حجاز خاوره/ ۲۰۱۸م، اګست
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه سوریې غړی شیخ احمد ابو عباده دا خپرونه د حزب التحریر ولایه سوریې له رادیو څخه په لاندې څپو سره خپرېږي:
حمص وحماد ۱۰۶.۸
حلب وادلب ۹۹.۷
سلقین او شاه خوا یې ۱۰۶.۴
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدی ۲۰مه،جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه
خبر:
د اګسټ په ۱۲مه د «Uzbekistan 24» ټلویزیوني چینل کې د «تیاره په حجره کې» په نوم فلم وښودل شو. یاد فلم په حجره کې د زدهکړې لړۍ منفي انځوروي. په دغه فلم کې دا هم راځي چې په ازبکستان کې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۱۶ غیر قانوني حجرې له منځه وړل شوې. په ازبکستان کې په ۲۰۱۷ کې دغه نا قانونه ښوونځي (حجرې) ۳۳ ته رسېدلې.
تبصره:
نن ورځ حجره په مرکزي اسیا، په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د ماشومانو لپاره د اسلامي زدهکړو یوه لاره ده. پلار او مور خپل ماشومان د امام کور ته لېږي، چې هلته له نورو ماشومانو سره یو ځای زدهکړه وکړي، په دې موده کې دوی د امام په کور کې وي او د زدهکړو په بهیر کې خپل کور ته نه راځي. د زدهکړې دا لاره له پېړیو راهیسې په دغو سیمو کې دود ده.
پخوا یې یو څه توپیر درلود. په دودیز ډول په ازبکي معمارۍ کې، حجره یوه کوچنۍ کوټه ده، چې یو یا څو زدهکوونکي پکې وي. پر عمومي مطالعې سربېره، له تدریس څخه د ډېرې ښې پایلې او د زدهکوونکو د علمي سطحې د لوړولو لپاره، هر زدهکوونکي ته کورنۍ دنده ورکول کېږي. د همدې لپاره دوی په داسې کوټو کې وي او ډېر زیار باسي.
د امیر تیمور د واکمنۍ په دوره کې د خلکو د زدهکړې د کچې لوړولو او د ساینس د پرمختګ لپاره ډېر کار وشو. په ځانګړې توګه، د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې په سمرقند، بخارا او نورو سیمو کې مدرسې جوړې شوې. هغه وخت د میرزا اولوغ بېک په مدرسه کې چې په سمرقند کې وه ۵۵ حجرې وې.
وروسته له هغې چې مرکزي اسیا د بې دینه کمونیستي رژیم لخوا ونیول شوه، په پوهنیز سیسټم کې ژور بدلونونه راغلل. مدرسه او ژوند سره بېل شول او کنټرول یې د هغه وخت بې دینه قدرت په لاس کې واخیست. کافرو استعمارګرو په دغو سیمو کې د اسلامي زدهکړو او اسلام ته د دعوت مخه ونیوله. حجره په داسې ځای بدله شوه چې مسلمانو ماشومانو به د خپل دین په باب په پټه زدهکړې پکې کولې. مسلمانانو خپل ماشومانو حجرو ته لېږي چې په دوو کلونو کې قران له زړه زده کړي، پر فقه ځان وپوهوي او په سمه توګه عربي او فارسي ژبې زده کړي. دا لړۍ تر ننه دوام لري.
د کمونیست رژیم لخوا د امامانو او په حجرو کې د ښوونکو ځورونه زیاته شوه، په مرګ ګواښېدل، خو بیا یې هم د مسلمانانو بچیانو ته اسلامي زدهکړې ورکولې. د شوروي اتحاد له نړېدو وروسته، وضعیت لږ ښه شو؛ خو چې ظالم رهبر، اسلام کریموف واک ته ورسېد، په حجرو کې د امامانو څارنه او ځورونه بیا پيل شوه. په ازبکستان او سیمه کې د اسلام د خپرېدو پر وړاندې د ازبکستان د اوسني ولسمشر، شوکت میرزیایوف پالیسي د مبارزې یوه نوي پړاو ته رسېدلې. شوکت میرزیایوف د هېواد یوه مهمه برخه چې د مسلمانانو د امامانو حجري دي او د دوی بچیان زده کړې پکې کوي، ورانوي.
د ازبکستان سیکولر طاغوت په ښوونځیو کې د اسلام د تدریس مخه نیسي. نو مسلمان ماشومان نشي کولای د خپل دین اساسات په ښوونځي او حتا حجره کې زده کړي. حتا د طبعي علومو لپاره هم دا ظالم نظام قصدا خنډونه جوړوي. دا هېواد په فساد کې غرق دی. نن که غواړي د هېواد په کوم پوهنتون کې شامل شې، باید رشوت ورکړې. د زدهکړې د دوام لپاره، باید پیسې ادا کړې. دا خو لا څه چې له پوهنتونه د فارېغېدو ډیپلوم به هم په رشوت اخلې. یوازې د شتمنو بچي زدهکړه کولای شي، نه بېوزلان.
دا طاغوت داسې یو حالت جوړوي چې ځوانان نالوستي او وروسته پاتې وي، ځکه چې پر ړندو او ناپوهه خلکو باندې حکومت کول تر لوستو او پرمختللو خلکو اسانه دی. په دې توګه، تیاره فکره ځوان په خپل دین او عملي علومو کې وروسته پاتې او بدبخته وي. په ځوانانو کې بېکاري او شهوت پرستي زیاته شوې چې په پایله کې یې د ناخوښۍ او نا رضایتۍ له وجې د ځانوژنې خوا ته تمایل هم زیات شوی. داسې ځوانان ټولنې ته مخ پر وړاندې حرکت نه شي ورکولی، متعهد کېدای نشي او مجبورېږي چې د ظالمو حکامو غلامان وي.
د خلکو د دغه مخ پر انحطاط حالت یوازینۍ حللاره، د دغه دیکتاتور رژیم جرړې ایستل، د ټول سیسټم راډیکال تغیر، پر ځای یې اسلامي نظام او د قران او سنتو پر اساس اسلامي روښانفکرۍ راوستل دي. حزب التحریر د نبوت د منهج مطابق کار کوي او الله سبحانه و تعالی په مرسته به په نیږدې راتلونکي کې دغه شریر حکام د خپلو جنایاتو سزا وویني. الله سبحانه وتعالی په خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایي:
(وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ)
[ابراهیم: ۴۲]
ژباړه: داسې ګومان مه کوه چې الله د ظالمانو له کړنو خبر نه دی [بلکې خبر دی] له شکه پرته چې د دوی عذاب هغې ورځې ته ځنډوي چې په هغه ورځ به یې سترګې رډې ولاړې وي.
د حزب تحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړي الیدر خامزین لیکنه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام)
مبارکه خاوره (فلسطین)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۳مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د اګست ۱۴مه
د اونیزو ناستو لړۍ، چې مهمو قضیو او نویو پېښو ته پکې کتنه او تبصره پرې کېږي.
۱۹۳مه «ناسته»
د خلکو نیول، چې هر ډول یې هوکړه وکړ!
د خپرونې مېلمه: استاد محمد عمیر (ابو المجد)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحریر- ولایه اردن
۱۴۳۰هـ.ق، د ذوالحجه ۲۰مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اکست ۳۱مه
د ترکیې د لیرې سقوط!
وړاندې کوونکی: استاد خالد الاشق (ابو المعتز)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۸مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۲۹مه