شنبه, ۰۸ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزون: ژوندۍ خبرې اترې «ادلب د نظامي شخړې او سیاسي جګړې تر منځ!»

له بیرون څخه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له رییس دکتور عثمان بخاش او له ادلب څخه د حزب التحریر ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر له رییس استاد عبدالوهاب سره  د الواقیه تلویزیون ژوندۍ خبرې اترې: «ادلب د نظامي شخړې او سیاسي جګړې تر منځ!»                     ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۱۹مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۰مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د جمعې خطبه «د مصالحې طرح!»

وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام)                                                        مبارکه خاوره (فلسطین)                                 ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۰مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د حج پر سفر فکر کول «د بني ساعد -سقیفه (څپره) - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار یوه برخه»

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)                                                  ۱۴۳۹ه.ق، ذوالحجه، د حجاز خاوره/ ۲۰۱۸م، اګست

د مطلب ادامه...

د داعشي بریدونو په تړاو څو بې ځوابه پوښتنې

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې وسله وال پر ډېره کمه ځمکه فعالیت لري. دوی د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې وسله وال لري، خو ویل کیږي چې په کونړ کې هم په ځینو ولسوالیو کې فعال دي. د افغانستان په شمال کې د داعش مرکز درزاب و، چې وسله والو طالبانو یې پر ضد عملیات وکړل او له هغه ځایه یې د داعش ټغر ور ټول کړ. لکه چې ومو ویل داعش کمه جغرافیه لري، خو د ډېرو خونړیو او وژونکو پېښو پړه اخلي. له دې سره څو جدي او مهمې پوښتنې شته چې له خلکو سره دي او ځوابونه یې ښکاره کوي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي او داعش د چا پروژه ده. تر ټولو جدي او اساسي پوښتنه دا ده چې ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه او ۱۵ زره بهرني ځواکونه چې په پرمختللو وسله سمبال دي او پراخ ځمکنی او هوايي ملاتړ لري، څنګه په دریو ولسوالیو کې دوه زره داعشیان نه شي ختمولی؟  وسله والو طالبانو په جوزجان کې ۲۴ ورځې عملیات وکړل، طالبانو نه پرمختللې وسلې لرلې او نه یې هم هوايي ځواک، خو داعشیان یې محاصره کړل، ویې وژل او پاتې یې حکومت په الوتکو کې یووړل. اوس چې کله طالبان په دومره قوت سره داعش ختموي، نو امنیتي ځواکونه یې ولې نه شي ختمولی؟ یو بل بحث چې هېرول یې نه دي پکار هغه دا دی چې څنګه داعش په درزاب کې خوندي شو؟ د ملي یووالي حکومت خپلو محاصره شوو عسکرو ته هوايي ځواک نه ور لیږي، سرتیري یې محاصره وي، شپېته - اویا په یو ځل وژل کیږي، خو الوتکې د مرستې لپاره نه ورځي، خو محاصره شوي داعش ته څنګه حکومتي الوتکې پر وخت ورسیږي؟ په جوزجان کې د داعش مشر وايي: (( د ملي امنیت رییس ته مې ټیلیفون وکړ او ورته ومې ویل چې موږ تسلیمیږو.) د طالبانو له خوا محاصره شوي داعشیان څنګه د ملي امنیت د رییس شمېره پیدا کوي او هغه هم له ځنډ پرته مرسته ورته را لیږي؟ په کابل کې څو خونړي بریدونه وشول چې پړه یې داعش واخیستله، په دغو بریدونو کې یو په شش درک کې دوې پرله پسې چاودنې وې چې به دویمه چاودنه کې ډېرو ژورنالېستانو ته مرګ ژوبله واوښته. د برید په ځای کې لسګونه امنیتي کامرې شته، حکومت ددغه برید د څېړلو ژمنه وکړه، خو لا پایله معلومه نه ده او حکومت ولې نه حاضریږي چې د کمرو له خوا اخیستل شوي تصویرونه له خلکو سره شریک کړي؟

دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته چې ښيي داعش یوه پرژوه ده. حکومتي مشران یې د ختمولو نه اراده لري او نه هم اجازه، بلکې دوی باید غلي وي او په ځینو موارد کې باید مرسته وکړي. له همدې امله په کابل او نورو ولایتونو کې روان وحشت د سني او شیعه جګړه نه ده، په دې جګړه کې اسلامي اړخ نشته، یوازې یوه پردۍ او تپل شوې دسیسه ده چې غواړي په افغان مسلمانانو کې نفاق خپور کړي. له نیکه مرغه خلک دا دسیسه درک کوي او پوهیږي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي. له همدې امله سني او شیعه، هزاره او ناهزاره ټول یو غږ دي او دا جګړه خپله نه ګڼي.

زمری افغان

د مطلب ادامه...

ولې امریکا او ناټو له افغانستانه د نظامي دهلېز په توګه ګټه اخلي!؟

خبر:

د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش او نورې تروریستي ډلې تل هڅه کوي، چې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي او سیمه او نړۍ وګواښي. تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې تروریستي ډلو له دغه هېواده بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو ته ګواښونه متوجه کړي. همدارنګه جنرال سکاټ مېلر هم په کابل کې له جنرال نېکلسن نه د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ د سپارلو په مراسمو کې وویل: «پر تروریستانو فشار باید دوام ولري او دا یقیني شي، چې هغوی د نړۍ د ګواښولو په خاطر له افغانستانه ګټه نه اخلي.» له بل پلوه حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا رییس په همدغو مراسمو کې مېلر ته په خطاب کې وویل: «جنرال مېلر! موږ د بیان ازادۍ لپاره او د بې عدالتۍ پر ضد له تاسو سره اوږه په اوږه د دښمنانو پر وړاندې ولاړ یو، موږ به په ګډه په افغانستان او سیمه کې ترورېزم له منځه یوسو.» (سرچینه: آزادي رادیو: https://da.azadiradio.com/a/29469008.html )

تبصره:

څومره عجیبه ده چې لاسپوڅي غلامان او باداران یې يو ځای په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره ډول ډول توجیهات وړاندې کوي. مګر د عامه افکارو د غولولو لپاره یې له طالبانو سره د سولې شعار او د پارلماني، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو او حتی د ولسمشرۍ ټاکنې فضا کړې دي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ له ستراتیژۍ شاوخوا یو کال تېرېږي او د افغانستان خلک د بمباریو، د بې پيلوټه الوتکو د راکټونو او د خلکو د هدفمن ترور له زیاتوالي پرته بل څه نه دي تجربه کړي. د دې ستراتيژۍ له امله د ملکي تلفاتو شمېرې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. یوازې په اګېسټ مياشت کې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ټپي شوي، چې دا شمېره تر جولای لوړه او له تېرو کلونو سره اصلاً د پرتلې وړ نه ده. همدارنګه د تېر یوه کال په جریان کې اشغالګرو ځواکونو د بمونو د مور په ګډون تر ۵۰۰۰ زیات بمونه د افغانستان پر مسلمانو خلکو استعمال کړي. دا ټول وحشت په دې معنی دی چې امریکا او ناټو په دې قضیه کې په خپل ټول توان د سیمې له مسلمانانو او د چین او روسیې له استعمار سره ښکېله شوې او په دې وروستیو کې امنیتي استخباراتي کمپنیو لکه بلک واټر ته د افغانستان د جګړې سپارلو بحث هم د سپينې ماڼۍ او د امریکا د کانګرېس پر مېز پروت دی، ترڅو هغه نیمګړتیاوې چې د امریکا له تروریستي او استعماري نظره په دې جګړه کې شته، د دغو قاتلو او اجیرو کمپنیو په وسیله بشپړې کړي.

که څه هم د امریکا او ناټو سیاستوال او نظامیان وسله والې ډلې د توجیه او پلمې په توګه کاروي، خو کله کله په ښکاره له خپلو شومو موخو پرده پورته کوي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ماموریت پخوانی قوماندان جنرال جان نېکلسن امریکا غږ ته وویل: «موږ پوهېږو چې روسیه هڅه کوي، چې نظامي لاسته راوړنې او په افغانستان کې د نظامي پرمختګ کلونه راکم کړي.» ده زیاته کړه: «دا پټه نه ده، چې روسیه د داسې یوه فرصت په لټه کې ده، چې وکولی شي د امریکا او افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د شریکانو تر منځ واټن رامنځته کړي.» تر دې وړاندې امریکا په ځلونو روسي چارواکي تورن کړي، چې طالبانو ته جنګي وسایل چمتو کوي؛ خو دا تور روسیې تل رد کړی؛ مګر له طالبانو سره یې له سیاسي اړیکو لرلو انکار نه دی کړی.

نو وسله والې ډلې صرف توجیه او پلمه ده، اصلاً امریکا او ناټو په سیمه کې د مسلمانانو د واقعي دولت د ظهور د مخنیوي، د چین او روسیې د محاصرې، د افغانستان او مرکزي اسیا د نورو هېوادونو د منابعو د استعمار لپاره افغانستان اشغال کړی او د خپل نظامي او سیاسي شتون لپاره د هغو ګواښونو د تقویې او نوي کولو په لټه کې ده، کوم چې د ځينو مخالفو وسله‌والو ډلو له لوري ورته متوجې دي. له همدې امله په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر د افغانستان په ختیځ کې د یوه افغان سرتېري له خوا د یوه امریکايي سرتېري وژنه او د یوه بل ټپي کېدل تراژيدي وګڼله او ويې ویل چې دا سرتېري د خپل هېواد د ساتنې لپاره افغانستان ته راغلي وو. په داسې حال کې چې د هېواد ساتنه هغه توجیه ده، چې د امریکا او غرب ملتونه ورباندې غولوي، په اصل کې د امریکا دولت د افغانستان د اشغال د دوام او د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو د استعمار لپاره افغانستان ته راغلی او بس.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، روسیه د سپټمبر په څلورمه د افغانستان، طالبانو، امریکا او ځينو نورو هېوادونو په ګډون د سولې په موخه د يوې ناستې کوربه توب وکړي؛ خو دا ناسته له هغه وروسته وځنډېده چې اشرف غني پکې د ګډون لپاره د روسیې بلنه رد کړه.

امریکا د افغانستان له ۱۸ کلن اشغال وروسته ظاهراً اوس هم ځان له «تروريزم» سره د جګړې د مسیر په پيل کې اعلانوي؛ ځکه د ډيموکراتیکو ټاکنو پروسه په بشپړه توګه په یوه رسوايۍ بدله شوې. تر نیمايي زیاته خاوره د طالبانو په لاس کې ده. د سولې پروسه یوازې په نامه او تشو تبلیغاتو مخ ته ځي. د افغانستان متنفذ قشر په ټولیز ډول د اشرف غني د حکومت له بهیره او په حکومتولۍ کې د امریکايي اصلاحاتو له سیاستونو تر پوزې راغلې او هره ورځ غوغاوې جوړوي او د درېيم بن، لویې جرګې او موقت حکومت په څېر ناکامې حللارې وړاندې کوي، ترڅو له طالبانو سره د سولې پروسه او په اساسي قانون کې د بدلون پروسه عملي کړي او يا هم داسې حکومت رامنځته کړي، چې د سالمو انتخاباتو سرپرستي پر غاړه واخلي. په داسې حال کې چې نشه‌يي توکي، فساد، بېکاري، فقر، ناامني، اختطاف او فحشا په ټولنه کې تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي.

امریکا ښايي ځينې طالبان د سولې پروسې ته اړ کړي، مګر یو شمېر نور به جداً جګړې ته دوام ورکړي. امریکایان او دولت په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په لوی لاس ستر ښيي او حتی افغانستان ته د القاعدې د بیا راتګ خبرې هم کوي. له همدې امله امریکا او ناټو اوس هم هماغه ساز غږوي، کوم يې چې په ۲۰۰۱م کې غږاوه. نو د افغانستان اوضاع په سیمه کې د امریکا او ناټو د جنګي پروژې، د نشه‌يي توکو د کروندې، د مرکزي اسیا هېوادونو په لور د نظامي دهلېز او د امریکا، چین او روسیې د نفوذ د تقاطع له ټکي پرته بل څه نه شي پيش بیني کېدلی.

له همدې امله د افغانستان خلک هېڅکله نه شي کولی چې د روان اشغال د ترور او وحشت تر سیوري لاندې خپلو موخو او آرزوګانو لکه سولې، امنیت، سوکالۍ، عدالت او ازادۍ ته ورسېږي. نو په افغانستان کې د امریکايي نظام وسله‌وال او سیاسي مخالفین چې ځينې مخلص مسلمانان دي او ځينې نور ځانونه اسلام ته منسوبوي، باید درک کړي چې د اسلام پر بنسټ له سیاسي پوهې او چلند پرته یوازې د جګړې او پراګماتیکو سیاستونو په وسیله پر غربي اشغال او استعمار بری نه شي موندلی. له همدې امله باید یو بل ته لاس ورکړي او د ژور او مستنیر (هراړخیزه روښانه) فکر کولو لپاره سر لږ څه ګرېوان ته کښته کړي، ترڅو د پراګماتیکو سیاستونو پر ځای پر ایډیولوژیکو اسلامي حللارو منګولې ولګوي. لومړی له امریکا او ناټو سره ستراتيژیک او امنیتي تړونونه لغوه کړي، بیا یوازې د اسلامي امت د مشروعو سرچينو په وسيله د اشغال او استعمار پر وړاندې مبارزه وکړي او د سیمې له مسلمانانو سره یو ځای داسې اسلامي دولت تاسیس کړي، چې اساس یې اسلامي عقیده او حللارې یې يوازې له قرآن او سنتو استنباط شوې وي. هغه مهال بيا کولای شو د الله سبحانه وتعالی دين او د نړۍ مظلومو مسلمانانو ته نصرت ورکړو او په بدل کې به يې الله سبحانه وتعالی موږ ته نصرت راکړي. لکه څنګه چې فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ٧]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.

28سیف الله مستنیر

د حزب التحرير-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

د امت د شئون خپرونه «اسلامي ثقافت شرعي اړتیا ده!»

د خپرونې مېلمه: انجنیر محمود جرادات (ابو اسماعیل)
د خپروې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)                                                    

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۱مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر لومړی

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: یوازې او یوازې د اسلام ایدیولوژي په سمه او صحیح عقیده ولاړه ده

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر والایه اردن غړی پياوړی استاد احمد القصص                     

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۱مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر لومړی

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې