هجری قمری نېټه : 18 محرم 1447
میلادی نېټه : جمعه, 18 جولای 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د شنبې په ورځ د دمشق یوې ډیپلوماټيکې سرچينې راپور ورکړ چې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر په ترڅ کې، د سوریې یو لوړپوړی چارواکی د یهودي رژیم له یوه چارواکي سره مستقیمه لیدنه لري. دغه راپور د فرانسې خبري آژانس له خولې خپور شوی دی.
یادې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي او د خبرو له جزیاتو باخبره وه، ویلي دي: «په باکو کې د الشرع د سفر په څنډه کې به د سوریې یو چارواکی د یهودي رژیم له یوه چارواکي سره وویني.» دغه راز نوموړي ټینګار کړی چې احمد الشرع به خپله په دغه ناسته کې ګډون و نه کړي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې خبرې به «د یهودي رژیم د نوې پوځي حضور په اړه» وي؛ هغه سیمې چې د بشار الاسد د رژیم تر سقوط وروسته، چې اوس تر اوو میاشتو زیات وخت پرې تېر شوی دی، د یهودي رژیم ځواکونه ورته داخل شوي دي.
که څه هم د دمشق حکومت په رسمي ډول له یهودي رژیم سره مستقیمه لیدنه نه ده تایید کړې، خو له دې سره سره، د دوی له خوا د واک ترلاسه کولو له ورځې (د ډسمبر میاشتې را په دېخوا) يې د غیرمستقیمو خبرو شتون منلی؛ هغه خبرې چې د دوی په ادعا د تاوتریخوالي د مهار لپاره کېږي، حال دا چې یهودي رژیم پر سوریې، په تېره بیا د هغوی پر نظامي زیرمو سلګونه هوایي بریدونه کړي دي.
اوس ګڼ شمېر نښې او شواهد را څرګندېږي چې ښيي هڅې روانې دي تر څو د انتقالي سوریایي حکومت او یهودي رژیم تر منځ د اړیکو عاديکېدل یو اجباري انتخاب وګرځول شي. د دغو لیدنو تر شا پټې اجنډاوې پر مخ روانې دي، چې ټولې یې یوه موخه لري: اشغالګر یهودي رژیم د یو رسمي دولت په توګه پېژندنه او پر مسلمه امت سخت ګوزار کول؛ په ځانګړې توګه د فلسطين پر سپېڅلې خاوره په تېره بیا د مقاومت پر سمبول غزه او پر هغوی چې له شام څخه یې د نصرت تمه لرله.
سربېره پر دې، د دغه جریان یوه هڅه دا ده تر څو د امت پاتې اراده ماته کړي، هغه امت چې د سوریې انقلاب ته یې د تحسین په سترګه کتل، خو نن ویني چې پېښې شوې چارې له ارمانونو، اصولو او ارزښتونو څخه ډېر واټن لري.
له یهودي رژیم سره د اړیکو عاديکول، د امت د ملا تیر ماتول دي؛ یو خنجر دی چې د شا له لوري د امت پر زړه وهل کېږي.
نن ورځ، هر د بصيرت خاوند او ويښ انسان ته دا خبره جوته شوې چې عاديکول نه کومه «سیاسي اړتیا» ده او نه هم یو «مصلحتمحوره تاکتیک»؛ بلکې دا د ذلت او رسوایۍ کندې ته یو بېمخینې سقوط دی، یو ټکان دی، چې عاملین یې نه په دنیا کې عزت لري او نه هم په اخرت کې برخه لري. دا د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم، د شهیدانو د پاکو وینو او د مجاهدینو د قربانیو او صبر پر وړاندې یو ښکاره خیانت دی. دا د امت له نه بدلېدونکو اصولو سره خیانت دی؛ یوه ذلیله هڅه ده، تر څو مسلمان ملت تابع او رام شي او له ننگینو «ابراهیمي تړونونو» سره عیار شي. دا عادي کول، له یهودو سره تاریخي دښمني له یوې برخلیک ټاکونکې جګړې نه یوازې د «حضور» په کچه، بلکه تر «پولو» پورې محدودوي!
موږ هغو کسانو ته چې په دغه له خیانت څخه ډکه او خطرناکه لاره قدم ږدي، خبرداری ورکوو: ایا د هغو کلونو مقاومت، د وژنې ماشینونو، جنایتونو او د انسان، کور، دیوال او کاڼي پر وړاندې د بېرحمۍ بدل باید دا وي چې د همکارۍ لاس د هغه رژیم لوري ته وغځول شي، چې د پردې شاته له امنیتي او استخباراتي ملاتړ سره، د هماغو درندو جرمونو ملاتړی او ملګری و؟ هغه هم وروسته له دې چې د پخواني رژیم اجیرانو خپلې له شرمه ډکې اړيکې له یهودو سره علناً افشا کړې؟
ایا د دومره جنایتونو او خیانتونو ځواب باید سوله او عادي حالت ته راګرځول وي؟ که دا چې موږ باید د خپل رب غږ ته لبیک ووایو او په مينه او ایمان سره د خپلو وروڼو تر څنګ، په غزه کې ودریږو؟
موږ په کلکله خبرداری ورکوو: په دې ننگین بهیر کې چوپ پاتې کېدل، خپله ستر جنایت دی. اې د شام انقلابیونو! اې هغو کسانو چې شهیدان مو ورکړل، زندانونه مو تېر کړل، بېکوره شوئ او د زړهورو قهرمانیو تاریخ مو جوړ کړ! ایا دا مناسبه ده چې نن تاسې د عادي کولو په ویاله کې وغورځول شئ؟ هغه هم په داسې وخت کې چې پخواني جنایتکار رژیم هم دومره جرأت نه درلود!
خبر اوسئ! عادي کول خیانت دی، دام دی او د هر هغه چا پر تندي د شرم داغ دی چې پر دغه لاره روان شي، هغه ته تبلیغ وکړي یا هم په مقابل کې یې چوپ پاتې شي! اوس هغه وخت را رسېدلی چې مسلمه امت او د شام انقلابیون خپل موقف په کلکه او بېابهامه توګه بیان کړي؛ داسې دریځ چې د ایمان، دین او اصولو له ژورو ريښو راټوکېدلی وي او زموږ د اشغال شویو خاورو له غاصبانو او مسلمان وژونکو سره د اړیکو څرنګوالی پکې روښانه وي.
نن، زموږ د ټولو مکلفیت دی چې د عادي کولو او جوړجاړي د پروژې پر وړاندې په کلکه ودرېږو؛ ځکه چوپتیا، نه بښونکی خیانت دی.
او موږ د الله سبحانه وتعالی پر وعده ایمان لرو: ان شاء الله د یهودي رژیم نابودي نږدې ده او دا وعده به یوازې د رباني رهبرۍ، مخلصو مجاهدینو او هغو کسانو په لاس تحقق ومومي، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره جهاد کوي او د راشده خلافت تر بیرغ لاندې د هغه امر پر ځمکه نافذوي.
تر هغې ورځې، دا په یاد ولرئ: ژوند د دریځونو یوه ټولګه ده او څوک چې نن د عادي کولو پر وړاندې چوپ پاتې شي، سبا به تاریخ هغه له داسې ننگ سره یاد کړي چې د وخت په تېرېدو سره به هېڅکله پاک نه شي.
﴿وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف: ۲۱]
ژباړه: «الله تعالی په برلاسۍ سره خپل کار کوي، خو ډېری خلک نه پوهېږي.»
د حزب التحريرـ ولایه سوريه مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۱۸مه
۲۰۲۵م کال، د جولای ۱۳مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/ ۰۱
ژباړن: اسرار تکل