شنبه, ۰۱ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د تانزینا د پولیسو ۱۰۰مه کلیزه؛ د ویاړ لپاره یې هېڅ نشته!

د تانزانیا پولیسو د خپل جوړېښت سلمه کلیزه اعلان کړه. د دغه بنسټ له جوړېدو راهیسې په دومره اوږده زماني انټروال کې تر اوسه د کمزورې کارکردګۍ له امله –په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې– د ویاړ لپاره هېڅ نشته. 

که څه هم پولیس ادعا کوي چې زموږ دنده د خلکو د ژوند، شتمنۍ او عزت ساتنه ده؛ خو په حقیقت کې دا یو تش شعار او له واقعیته لرې خبره ده. په ټوله کې ډېر کسان دوی قرباني کړي، چې لویه برخه قربانیان یې مسلمانان دي. موږ هره ورځ د مسلمانو عالمانو، فعالینو، عامو وګړو، سیاستوالو، سوداګرو، ژورنالېستانو او ... د وژلو، ترورو او اختطاف شاهدان یو. همدارنګه په ساحلي سیمو کیبیتي او مورانګانا ولسوالیو کې سلګونه اختطاف شوي کسان لاتر اوسه ورک دي او په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

په دې اړه خو به څه نه وایو چې د روو سیند او هند اقیانوس په سواحلو کې جسدونه پیدا کېږي او دا چې د پولیسو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې واحد د ترهګرۍ او نورو تورونو په تور نیول شوو مسلمانانو باندې څومره ظلمونه کوي او څومره یې شکنجه کوي. په داسې حال کې چې غږ یې ډېر ځله د چارواکو او نورو تر غوږو رسول شوی.

دا هر څه نه یوازې دا چې د خلکو د ژوند، شتمنۍ او عزت په ساتنه کې د امنیتي ارګانونو او پولیسو ناکامي ښيي، بلکې دیوه داسې بنسټ لپاره چې د خلکو په مالیو پایي، لویه ظلم او تکبر دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لاَ يُرْجَعُونَ

[القصص: ۳۹]

ژباړه: فرعون او د نوموړي لښکر په ځمکه کې ناحقه کبر غوره کړ او فکر کاوه چې زموږ لوري ته بېرته نه راګرځول کېږي.

﴿وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُمْ مِنَ الْمَقْبُوحِينَ

[القصص: ۴۲]

ژباړه: موږ په دې دنیا کې پر هغوی لعنت ووایه او د قیامت په ورځ به هم خوار او ذلیل وي.

د نړۍ په کچه د سېکولر کپیټلیسټي نظام تر واک لاندې پولیس او نورې دولتي دستګاوې لکه: پوځ او استخباراتي ادارې د نژادپالنې، وحشت، ظلم، تاوتریخوالي او نا انساني معیارونو له مخې عملیات کوي او ان خپلو اصولو ته هم پام نه کوي، ځکه چې د بشر په لاس جوړ نظام لپاره کار کوي، چې هېڅ معنوي ارزښت نه لري.

یوازینۍ لار چې زموږ دردونه کموي او د پولیسو په ګډون د دولتي دستګاوو ظلم او تکبر دروي، دا ده چې نړۍ باید کپیټلیسټي ایډیالوژي له منځه یوسي او پر ځای یې د خلافت دولت تر چتر لاندې د اسلام یوازینۍ او جامع ایډیالوژي حاکمه کړي.

مسعود مسلم

په تانزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

الاقصی جومات: سیاسي تبصره "د مالیزیا د دولت الګو، د اسلام دښمن او پانګوالۍ له نظام څخه پاک دی!"

د الاقصی له جومات څخه د اوونۍ سیاسي تبصره، د سیاسي متفکر احمدالخطوانی (ابوحمزه) له لوري

بیت المقدس- مبارکه ځمکه (فلسطین)

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۵ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۴ مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د اطمه په کمپونو کې د "انقلاب ادامه لري" تر نامه لاندې ناسته

حزب التحیر د ادلب د حومه په شمالي کې د اطمه په کپونو کې د شیما المطیری د جومات په انګړ کې "انقلاب ادامه لري" تر نامه لاندې ناسته تر سره کړه

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۶ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۷ مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د ارمناز د اوسېدوونکو له لوري د "د خلکو غونډې د انقلاب روح دی"تر نامه لاندې لاریونونه

د ادلب په حومه کې د ارمناز د اوسېدوونکو له لوري د " د خلکو غونډې د انقلاب روح دی" تر نامه لاندې لاریونونه تر سره شول

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

د الاقصی جومات: د مسجد له انګړ څخه غږ" إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا"

د الاقص د جومات له انګړ څخه د استاد معاذ ابو تیم له لوري د جمعې غږ

بیت المقدس- مبارکه ځمکه (فلسطین)

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۱۰۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د سحاره په ښار کې، د انقلاب د ژغورلو لپاره د مجاهدین د نصرت او د مخلصینو د دعوت د غوښتنې لپاره ناسته

حزب التحریر ولایه-سوریه، د ادلب د حومې په سحاره ښار کې د د مجاهدینو څخه د ملاتړ په پار، د انقلاب د ژغورلو لپاره د مجاهدین نصرت او د مخلصینو د دعوت غوښتنې لپاره ناسته تر سره شوه

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۷ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۸ مه

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: د جومات پیغام "د اشغال تر بیراغ لاندې پیراخه جګړې، ځمکې نه شي ازادولی او بریا نه شي ترلاسه کیدای! "

په مبارکه ځمکه (فلسطین) کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړي ډاکټر مصعب ابو عرقوب وینا

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې