شنبه, ۰۱ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 محرم 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 21 جولای 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۴


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
هغو سرتېرو ته شرم پکار دی چې د جهاد پر ځای په خوب ویده دي!

(ژباړه)

هره ورځ په غزه کې یو ماشوم د لوږې له کبله مري، یا یو سپین ږیری د درملو له نشتوالي خپلې وروستي سلګۍ وهي، یا یوه ښځه د نه زغمېدونکې لوږې او تندې له امله د تل لپاره خپلې سترګې پټوي. دلته هر ساعت اسمان اوښکې تویوي، هره ډبره فریاد کوي او ځمکه پر هغو کسانو لعنت وایي چې دا مظلوم خلک یې یوازې پرېښي دي. دا غزه ده... هغه غزه چې یوازې په پولو او توپونو نه ده محاصره؛ بلکې د پوځونو د مشرانو د خیانت، خاینو حکامو او د امت د چوپتیا په کلابندۍ کې هم راګیر ده.

هغه څه چې نن په غزه کې روان دي، یوازې انساني ناورین نه دی؛ بلکې یو ستر جنایت دی چې د هغې نړۍ د سترګو په وړاندې ترسره کېږي چې د تمدن دعوه کوي. دا جنایت د هغو پوځونو پر وړاندې ترسره کېږي چې امت پرې خپلې شتمنۍ مصرف کړې دي، د دوی د مړولو لپاره یې ځان وږی کړی چې د امت ډال او توره شي؛ خو دغه پوځونه بې حرکته ناست دي، داسې لکه په غزه کې پېښېدونکې پېښې چې په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري یا لکه د غزې خلک چې د دوی د امت برخه نه وي!

اې د امت پوځونو! آیا لا هم هغه وخت نه دی را رسېدلی چې ستاسو په رګونو کې وینه په جوش راشي!؟ اې هغو کسانو چې پر سینو مو مډالونه او رتبې ځړوئ؛ ځان ته وریاد کړئ چې دا نړۍ له خپلو ټولو مقامونو، رتبو او معاشونو سره یوازې په یوه لحظه کې ختمېږي؛ هغه لحظه چې مرګ راځي او هېچا ته مهلت نه ورکوي، هغه شېبه چې تاسو د الله سبحانه وتعالی په وړاندې ولاړ یاست، لوڅ او تش لاس، هغه ورځ چې مال او مقام هېڅ ګټه نه لري! نه رتبه او مډالونه د نجات وسیله ګرځي، نه مو کوم بشري قانون او اساسي قانون شفاعت کولی شي! له تاسو به د غزې په اړه پوښتنه کېږي؛ د هغو خلکو په اړه به محاسبه کېږئ چې وژل شوي، وږي ساتل شوي او شکنجه شوي دي؛ په داسې حال کې چې تاسو یې د مرستې توان درلود خو ومو نه کړه!

هغه ورځ به خامخا راځي چې د مصر، اردن، ترکیې او پاکستان له هر یوه سرتېري به وپوښتل شي: ولې دې په غزه کې خپل وروڼه یوازې پرېښودل؟ ولې دې پرېښودل چې د هغوی ماشومان له لوږې مړه شي؟ ولې دې د هغوی سپین ږیري د تندې له لاسه د مرګ خولې ته پرېښودل؟ ایا تا وسلې نه لرلې؟ ایا تاته لاره نه وه معلومه؟ ایا ستا په زړه کې لږ ایمان هم نه و!؟

هغه څه چې په غزه کې پېښېږي، د حقیقي ازموینې ورځ ده؛ د پوځونو ازموینه، د عقیدې ازموینه، د میړانې ازموینه او د ایمان ازموینه ده! تر دې هېڅ سپېڅلې شېبه نشته چې یو سرتېری د خپلو وروڼو د مرستې لپاره وسله پورته کړي او د ذلت او طاغوتونو د ړانده اطاعت بندونه مات شي. دا هماغه شېبه ده چې ویاړ جوړوي او د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې لیکل کېږي؛ هغه نه چې په پوځي مراسمو کې د امت د دښمنانو درناوی کېږي!

اې علماوو، دعوت‌ګرو، مفکرینو او صادقو ځوانانو! داسې ګومان مه کوئ چې تاسې مسؤول نه یاست. چوپتیا جنایت دی. د غزې پر وړاندې د خیانت په مقابل کې سکوت، په دغه ستر جنایت کې د شریکوالي معنی لري. ولیکئ، خطبې ورکړئ، انکار وکړئ، د امت او د امت د قضیې ترمنځ او همداراز د پوځونو او د دوی د ریښتیني رول ترمنځ اړیکه بېرته ژوندۍ کړئ. امت ته ور یاد کړئ چې زامن یې وژل کېږي، خو دوی چوپ دي! پوځونو ته ور یاد کړئ چې لا هم د نجات یو فرصت شته؛ د ذلت پرېښودو، د زنځیرونو ماتولو او د جهاد پر لور د ګام ایښودلو وروستی فرصت.

اې د امت سرتېرو او په ځانګړې توګه د کنانه (مصر) د خاورې سرتېرو! ستاسو دنده دا ده چې د غاصب رژیم پر ضد پراخ جهاد اعلان کړئ، تر څو فلسطین په بشپړه توګه آزاد شي. موږ یقین لرو چې دا د هر مخلص سرتېري -په ځانګړې توګه د کنانه د پوځ په منځ کې- هیله ده؛ خو یوازینی خنډ چې د دې هیلې د تحقق مخه نیسي، هماغه خاین رژیم دی چې پوځ یې د غاصب رژیم په ساتونکي او د دښمن د موخو په پلي کوونکي بدل کړی دی. ستاسو مسؤلیت دا دی چې د دغه خاین رژیم جرړې، له خپلو ټولو ستنو او عاملینو سره له بېخه وباسئ، او د خپلې خاورې مشري یوې باخبره، مخلصې سیاسي رهبرۍ ته وسپارئ؛ داسې رهبري چې د اسلام برنامې ته ژمنه وي او سمدستي د هغې د پلي کولو توان ولري. ستاسو په منځ کې حزب‌التحریر شته؛ دا داسې یوه سیاسي، باخبره، مخلصه رهبري ده چې د امت له منځه راوتلې، د امت دردونه درک کوي، بار یې په خپلو اوږو وړي، او هڅه کوي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تر سیوري لاندې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په پلي کولو او لېږد، د الله عزوجل رضایت تر لاسه کړي.

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً[النساء: ۷۵]

ژباړه: ولې باید د الله په لار کې او د هغو مستضعفو نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو (د ژغورنې) په لار کې ونه جنګېږئ چې (فریاد کوي) او وایي: اې زموږ ربه! موږ له دغه ښاره –چې خلک یې ظالمان دي (او پر موږ مظلومانو ظلم کوي)- وباسه او له خپل لوري موږ ته یو سرپرست او ملاتړ کوونکی راپيدا کړه او له خپل لوري موږ ته یو ولي پیدا کړه (چې زموږ مرسته وکړي او له ظالمانو مو خلاص کړي).

د حزب التحریر - ولایۀ مصر مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۴

۱۴۴۷هـ.ق کال د محرم ۲۶مه

۲۰۲۵م کال د جولای ۲۱مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې