سه شنبه, ۰۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 محرم 1447

میلادی نېټه :     شنبه, 05 جولای 2025 م

شمیره:      ۰۱/۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د روسیې لخوا د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندل په سیمه کې د اسلام د ظهور د مخنیوي لپاره یو بل ګام دی

روسیې پنجشنبې د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې د افغانستان د نوي سفیر باورلیک یې منلی؛ له همدې امله روسیه لومړنی هیواد شو چې د طالبانو دولت یې په رسمیت وپېژانده.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، په رسمیت پېژندل یو داسې بهیر ګڼي چې له لارې یې حاکم نظام په تدریج د نړیوال دولت – ملت او سیکولر نړیوال نظم په چوکاټ کې هضميږي. دا نظم د وخت په تېرېدو حاکم نظام له لوړې اسلامي موخې، یعنې د الله سبحانه و تعالی د دین له اقامې او اظهار څخه لرې کوي. سره له دې، دا په رسمیت پېژندنه افغانستان د سیمې او نړۍ د قدرتونو د سیالۍ پر ډګر هم بدلولی شي.

روسیې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. د روسيې دا سیاسي بیړه د ملي امنیت او په منځنۍ آسیا کې د خپلو ګټو په اړه د اندېښنې له امله ده. مسکو په سیمه کې د سیاسي او جهادي اسلام له خپرېدو، د خلافت دولت له ظهور او د امت له وحدت څخه وېره لري او له حاکم نظام څخه غواړي چې د منځنۍ اسیا اسلامي (سياسي او نظامي) ډلې مهار او وځپي. ځکه خو پوتین د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۴مه په صراحت وویل: «له شک پرته طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې زموږ متحدین دي.» دا صراحت په ډاګه کوي چې روسیه د افغانستان حکومت ته د وسیلې په سترګه ګوري.

په رسمیت پېژندل یو معاصر مفهوم او د دولتونو د ملي ګټو په خدمت کې یوه سیاسي وسیله ده؛ دا سیاسي امتیاز روسیې یوازې د خپلو ملي ګټو له مخې طالبانو ته ورکړی او د افغانستان له حکومته هم تمه لري چې د هغو د ساتنې او لاسته راوړنې لپاره یوازې مادي ګټې معیار وټاکي او د اسلامي ارزښتونو او موازینو په څېر نور معیارونه څنډې ته کړي. لکه څنګه چې ورته غوښتنه ټرمپ د سوریې له نوي حکومت څخه لرله او دا د کفري دولتونو یوه ګډه اندیښنه ده چې له اسلامي خوځښتونو يې لري او د دغو لارو چارو له لارې هڅه کوي څو په سیمه کې سیاسي اسلام مهار او د اسلامي نظم د ظهور مخه ونیسي.

دغه راز، د روسیې په څېر محاربو دولتونو لخوا د دغه امتیاز د لاسته راوړلو لپاره لېوالتیا، د اسلامي عقیدې پر بنسټ نه، بلکې د مصلحت‌پالنې او منفعت‌محورۍ د منطق پر اساس رامنځته کېږي. امان الله خان هم په (۱۹۱۹) کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اعلان وروسته لينن ته رسمي لیک واستاوه چې د شوروي اتحاد سیاسي ملاتړ خپل کړي او شوروي لومړنی هیواد شو چې د هغه حکومت یې په رسمیت وپېژانده. دا په داسې حال کې ده چې روسیه – هم پخوا د تزار او کمونیزم پر مهال او هم اوس د پوتین په مشرۍ – د اسلام او مسلمانانو سرسخته دښمنه وه او د اسلامي امت د وحدت او خلافت د ظهور پر وړاندې له اصلي خنډونو ګڼل کېږي؛ همداراز په روسیه، مرکزي اسیا، قفقاز، سوریه، افغانستان او نورو سیمو کې یې د مسلمانانو پر وړاندې جنایتونه هېڅکله د هېرولو وړ نه دي.

په دې کې هيڅ شک نشته چې له کفري دولتونو سره ډیپلوماټیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګول په اسلام کې یوه پېژندل شوې او مخینې لرونکې چاره ده. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دولته نیولې بیا د راشده خلفاوو او ورپسې دورو پورې، د مسلمانانو بهرنۍ اړیکې د اسلامي عقیدې او الولاء و البراء سیاست له مخې تنظیمېدې. د خلافت دولت بهرنی سیاست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام د لېږد په خدمت کې و څو د اسلام حاکمیت پراخ شي. د دغه سیاست له ښکاره شواهدو د امپراتورانو دربارونو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سفیرانو استول دي.

په اسلام کې ډیپلوماسي د دین د اظهار، الولاء و البراء، د بالفعل محاربو او نا محاربو دولتونو ترمنځ تفکیک او پر دارالاسلام او دارالکفر د خاورو ویشلو په څېر مفاهیمو څخه راټوکېدلې؛ دا مفاهیم په سیکولر دولت-ملت نظم کې ځای نه لري او حتی خطر ګڼل کېږي. اوسنی حکومت یوازې هغه وخت د اسلامي بهرني سیاسیت او ډیپلوماسۍ پر لور حرکت کولی شي چې د اسلام پر اساس نظم د قایمولو په لټه کې وي او د سیکولر نظم پر ځای په اسلامي نظم کې سیاست وکړي. دا چاره د دویم راشده خلافت له تاسیس پرته ناشونې ده؛ او که داسې ونه کړي، نو اوسنی دولت به د سیاسي واقع‌ګرایۍ او په نړیوال سیکولر نظم پورې د تړاو په سبب له تدریجي انحراف سره مخ شي. له بده مرغه، دا هماغه سیاسي ګمراهي ده چې پخوا د اسلامي خاورو نورو چارواکو هم پر هماغه لار پل ايېښی  وو او و نن هم هماغه لور ته روان دي؛ پایله یې دا ده چې د هغوی لاس او پښې په نړیوال نظم کې تړل شوې دي.

﴿ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا[نساء:۱۳۹]

ژباړه: هغوی چې له مومنانو پرته، کافران خپل ملګري نیسي؛ ایا عزت او سرلوړي له هغوی سره لټوي!؟ بې شکه چې ټول عزت یوازې له الله سره دی.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې