سه شنبه, ۰۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ربیع الاول 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 22 سپټمبر 2025 م

شمیره:      ۰۵/۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ټرمپ متکبرانه خبرو ته باید د دويم راشده خلافت په تاسیس سره ځواب ورکړل شي!

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په متکبرانه او ګواښونکي دریځ نیولو سره د افغانستان حکومت ګواښلی او ویلي یې دي: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه امریکا ته، هغو کسانو ته چې جوړه کړې یې ده، بېرته ورنکړي، ناوړه پېښې به رامنځته شي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د ټرمپ دا خبرې په ډېرو سختو ټکو غندي او په دې برخه کې هر راز معامله او جوړجاړی له اسلام، جهاد او د شهیدانو له هیلو سره خیانت بولي؛ دغه راز ټینګار کوي چې د امریکا بیا راتګ - په هر نامه چې وي - افغانستان د لویو او استعمارګرو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر بدلوي.

کېدی شي د ټرمپ خبرې د سیاسي، اقتصادي یا امنیتي ګټو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو هڅه وي؛ یا هم کېدی شي دا د سیمې هیوادونو ته یو ډول ګواښ وي. خو څه چې ښکاره دي، هغه د افغانستان او مسلمانانو په اړه د ټرمپ استکباري او اشغالګر ذهنیت دی. بګرام نظامي اډه چې یو وخت د لسګونه زرو امریکايي عسکرو مېشت‌ځای او په سیمه کې د امریکا د اقتدار سمبول و؛ د افغانستان په جګړه کې د امریکا تر ماتې وروسته تخلیه شوه. له بګرام نظامي اډې څخه د امریکا بشپړ وتل یوازې په افغانستان کې د امریکا د نظامي شتون پای نه و، بلکې د سیمې او ان د نړۍ په کچه د امریکا د ځواک او نفوذ د کمېدو نښه ګڼل کېږي او اوس ټرمپ د هغې ماتې افسوس کوي.

له بل لوري، دننه او بهر ځینې څېرې هڅه کوي د تعاملاتو يا سیاسي فشارونو له لارې د افغانستان د حاکمانو شرعي معیارونه بدل کړي او هغوی په دې برخه کې تنازل، جوړجاړي او معاملې ته وهڅوي. په حقیقت کې هغه کسان چې فکر کوي ښه تعامل او یا ان د امریکا بیاځلې نظامي راتګ د افغانستان په ګټه کېدای شي، ستره تېروتنه کوي. دا هماغه دوکه ده چې د عربي خاورو خاین حکام یې له امریکا سره د جوړجاړي خواته یوړل او هماغه منطق دی چې د جمهوریت حکامو وړاندې کاوه، چې له ذلت، تېښتې، سقوط او له اسلامه لرې‌والي پرته یې بل څه په برخه نه شول.

اسلامي خاورې په مسلمانانو پورې اړه لري او په دغو خاورو کې یوازې اسلامي شریعت د پرېکړې حق لري. د امریکا محارب دولت د اسلامي امت او ان ټول بشر پر وړاندې نه یوازې په فکري او سیاسي، بلکې په نظامي جګړه  بوخت دی. دا هغه دولت دی چې د غزې په نسل‌وژنه کې د یهودي رژیم ښکاره ملاتړ کوي او اوس هم پر اسرایلو د ۶،۴ ملیارده ډالرو په ارزښت وسلو پلورو ته تیاری نیسي چې لا ډېر مسلمانان پرې ووژل شي، له خپلو کورونو بېځایه‌کېدو ته اړ او وږي شي. د داسې مستکبرانو پر وړاندې د اسلام ځواب له جهاد او قتال پرته بل څه دی؟!

د افغانستان حکام باید پوه شي چې دا د الله سبحانه و تعالی لخوا بله ابتلا ده چې شاکر له کفور څخه بېل کړي. دوی باید هڅه وکړي چې په ټولنه کې د اسلام، ثبات او جهاد روح په سیستماتیک ډول ژوند پاتې شي. باید د ځان او ټولنې لپاره د دنیا له محبت او وهن څخه ووېرېږي. له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې کله د وهن په اړه پوښتنه وشوه، ویې فرمایل: «وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: «حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ» یعنې: وهن څه دی؟ ویې ويل: «وهن، له دنیا سره مینه او د مرګ بد ګڼل دي.» او دا د دې سبب کېږي چې دښمن له مسلمانانو څخه ونه وېرېږي. که څه هم ټرمپ ګواښ کوي او د افغانستان حکام یې له عواقبو وېروي؛ خو باید ووایو چې شیطان هم د انسان په زړه کې د ځینو اعمالو له عواقبو وسوسه پیدا کوي او وېروي یې.  موږ باید د دغو شیطان صفته مستکبرینو له خبرو په زړه کې وېره ونه ساتو او پر وړاندې یې له خپل دریځه تنازل ونه کړو. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي: ﴿إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾(آل‌عمران: ۱۷۵). ژباړه: «یوازې شیطان دی چې خپل پیروان (په خبرو او بې بنسټه شایعاتو) وېروي؛ که تاسو ایمان لرئ، نو له هغوی مه وېرېږئ، او یوازې له ما ووېرېږئ.»

بايد په ياد ولرو؛ تر هغه چې د دولت-ملت او اوسنیو سیاسي معیارونو په چوکاټ کې يو، د جهاد روحیه به مو کمزورې شي او تر کله چې نړیوال نظم ته د نږدې کېدو په هڅه کې يو؛ لرې نه ده چې په افغانستان کې د استعمار تاریخ بیا تکرار شي. ځکه د کفارو دایمي حالت مکر، حیله او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره پلان جوړول دي. نو تر هغه چې د اسلام او اسلامي امت پر محور یو سیاسي قطب جوړ او دوهم راشده خلافت تاسیس نه کړو؛ دښمن به همداسې په جرات موږ ګواښي او زموږ د خاورو د اشغال خبرې به کوي.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې