سه شنبه, ۰۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 ربیع الاول 1447

میلادی نېټه :     یکشنبه, 31 آګست 2025 م

شمیره:      ۰۳/۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امريکا او ناټو د نظامي اشغال پای؛ د نرم استعمار پر وړاندې د جګړې او د نبوت پر منهج خلافت دولت پر لور د حرکت لپاره فرصت

څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ پر ۳۱مه، د امريکا او ناټو ځواکونو له خوا د افغانستان د دوو لسيزو اشغال پای ته ورسېد او وروستي امريکايي عسکر نيمه شپه افغانستان پرېښود. د دې چارې اصلي دليل د چين د پرمختګ بهير د ورو کولو په موخه د هند – اقيانوس لور ته د امريکايي تګلارې کږېدل و. اسلامي خاورې، په تېره بيا د افغانستان مجاهد ولس د امريکايانو لپاره په سرخوږي او د دغې تازه ستراتېژۍ پر وړاندې يې پر خنډ بدل شوي وو. دغه ستره لاسته راوړنه او تاريخي ورځ دې ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان ولس، دعوتګرانو او مجاهدينو ته مبارکه وي.

دغه څلور کاله کېدی شول چې په افغانستان کې د اسلام د بشپړ تطبيق او يوه ستر تحول لپاره فرصت شي؛ لکه څه ډول چې په مدينه منوره کې اسلامي دولت د څلورو کالو په اوږدو کې وکولی شول چې د امت بنسټ جوړ کړي، د کورني او بهرني سياست څرګند اصول تعين کړي او په نړيوال ډګر کې د اسلام مقام تثبيت کړي. په افغانستان کې حاکم نظام هم کولی شول په دغه فرصت کې د خپل کورني او بهرني سياست روښانه خطونه ترسيم کړي او اسلام د شعار په توګه نه، بلکې د حکومتولۍ، اقتصاد، تعليم او تربيې، قضاء، او بهرني سياست په برخو کې د هراړخيز نظام په توګه تطبيق کړي.

خو په خواشينۍ سره چې له دغه فرصت څخه سمه ګټه پورته نه شوه. اسلام د بشپړ تطبيق پر ځای په تدريجي او سليقوي ډول او هغه هم له جمهوريت څخه د پاتې جوړښتونو په چوکاټ او د دولت – ملت نظم کې تطبيقېږي. چې بالاخره نه د يوه اسلامي دولت روښانه او بېلوونکي خطونه ترسيم شول، نه بهرنی سياست د دعوت او جهاد پر محور ودرېد او نه هم امت په افغانستان کې د يوه واقعي اسلامي بدلون نښې وليدلې. په بدل کې يې، هڅه وشوه چې حاکم نظام د پولو دننه ثبات ومومي، د نړيوال نظم لخوا په رسميت وپېژندل شي او د سترو قدرتونو تر منځ په اړیکو کې توازن را منځ ته کړي؛ هغه چاره چې په اوږدمهال کې يې مشروعيت تضعيفوي.

نن که څه هم نظامي اشغال پای ته رسېدلی، خو نرم استعمار لا هم په کمين کې دی؛ هغه پېچلی استعمار چې په سياست، اقتصاد او فکر کې نفوذ کوي او پرته له دې چې د جګړې او اشغال انګازې خپرې شي، خلک له دننه د اسارت لور ته بيايي. دا ډول استعمار خپلواکي ظاهري کوي، د امت اراده کمزورې کوي او د اسلام د بشپړ تطبيق خنډ ګرځي. تاريخي تجربې ښيی چې ملتونه له نظامي جګړو څخه ډېر په نرم نفوذ سره راپرځي. له همدې امله د نرم استعمار پر وړاندې مبارزه ځيرکتيا، سياسي ويښتابه، د بهرنيو انجوګانو او سفارتونو تړلو او په اسلام بشپړ تمسک ته اړتيا لري.

په پای کې خپلو مجاهدينو ورونو ته په خورا اخلاص يادونه کوو چې فرصت لا هم له لاسه نه دی وتلی. پکار ده چې له شته فرصتونو سمه ګټه پورته شي او دغه تاريخي بريا د نبوت پر منهج خلافت دولت لپاره پيلامه او پل وګرځي؛ هغه خلافت چې امت متحد کړي، د استعمار ټغر ټول کړي او د اسلام پيغام نړۍ ته ورسوي. له دې پرته د دې وېره شته چې نننۍ لاسته راوړنې د پخوا په څېر له لاسه ووځي او افغانستان يو ځل بيا د استعمار او کمزورۍ په ګرداب کې ولوېږي. لکه الله سبحانه و تعالی چې خبرداری ورکړی دی:

«وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ» (محمد: ۳۸).

ژباړه: که تاسو مخ وګرځوئ، نو بل قوم (نور خلک) به ستاسو ځايناستي کړي، چې هغوی به بیا ستاسو پشان نه وي.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې