پنجشنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت کولی شي، چې د عربي ټولنې سازمان او ټول زیان رسوونکي رژیمونه له منځه یوسي!

(ژباړه)

د مصر ولسمشر «السیسي» د عربي ګډ کار د سیسټم پر پیاوړتیا او د عربي ټولنې د رول پر فعالولو ټینګار وکړ او دا ټولنه یې «د عربي دولتونو او ملتونو له ګټو څخه د دفاع لپاره یو اصلي چتر او بشپړ چوکاټ» وبلله. نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د عربي ټولنې د عمومي دارالانشا د څوکۍ له نوماند، نبيل فهمي او د دې ټولنې له اوسني عمومي منشي احمد ابوالغیط سره د کتنې پر مهال وکړې، چې د ماموریت دوره یې د روانې میاشتې په پای کې پای ته رسېږي. السیسي همدارنګه د مصر پر هغه لیدلوري ټینګار وکړ، چې «د سیمې د بحرانونو د سوله‌ییزو حل‌لارو د پیاوړتیا لپاره د رغنده رولونو پر لوبولو تمرکز لري».

د عربي ټولنې د رول پر فعالولو او د هغې پر ژوندۍ ساتلو د سیسي ټینګار، په حقیقت کې د امت تیت‌پرک کېدو، کمزورۍ او استعمارګرو کافرانو ته د احتیاج په حالت کې د پاتې کېدو له هڅې څخه سرچینه اخلي؛ ځکه عربي ټولنه په سیمه کې د دولتونو د خپلواکۍ تر سرلیک لاندې د مسلمانانو د خاورو تر منځ د تفرقې اچولو پر بنسټ جوړه شوې ده. دا په دې معنا چې هر دولت له نورو دولتونو څخه بېل سرحد، بیرغ او اساسي قانون لري او باید درناوی یې وشي.

د دغه واقعیت د بدلولو لپاره هر ډول هڅه د دغو خیالي دولتونو پر حاکمیت تېری ګڼل کېږي او د عربي ټولنې له منشور سره په ټکر کې راځي. دا د هغه فکر او لیدلوري له مخې ده چې استعمارګر غرب ورته غوره کړی دی؛ یعنې دا چې عربي ټولنه د هغه یووالي او نه ماتېدونکي نظام بدیل وي، کوم چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو (عرب او عجم) لپاره ټاکلی او هغه د خلافت نظام دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا»

ژباړه: هر کله چې له دوو خلیفه‌ګانو سره بعیت وشو، دویم یې ووژنئ.

او ویې فرمایل:

«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ»

ژباړه: که یو څوک په داسې حالت کې درته راغی چې تاسو پر یوه سړي (امیر) یووالی درلود او ویې غوښتل چې ستاسو (د یووالي یا همغږۍ) عصا ماته کړي او یا ستاسو ټولی تیت‌پرک کړي، هغه ووژنئ.

«إِنَّهُ سَتَكُونُ هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ، فَمَنْ أَرَادَ أَنْ يُفَرِّقَ أَمْرَ هَذِهِ الْأُمَّةِ وَهِيَ جَمِيعٌ فَاضْرِبُوهُ بِالسَّيْفِ كَائِناً مَنْ كَانَ»

ژباړه: ډېر ژر به ځینې فتنې او پېښې رامنځته شي؛ نو که هر چا وغوښتل چې د امت امر (یووالی) له منځه یوسي، د هغه ورمېږ په تور سره ووهئ، هغه که هر څوک وي.

او داسې نور احادیث هم شته دي چې واجبوي، ترڅو امت د یوه خلیفه، یوه بیرغ او یوه اساسي قانون، یعنې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو تر سیوري لاندې متحد پاتې شي. خو له تاریخي پلوه، د عربي ټولنې کارنامه د بې‌پروایۍ، سستۍ، خیانت او شاتګ له دریځونو ډکه ده.

دې ټولنې امت په تر ټولو سختو او تیاره شرایطو کې یوازې پرېښود او پرته له دې چې یو کوچنی اغېزناک اقدام وکړي، د هغوی ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري یې داسې پرېښودل ترڅو ووژل شي او بې‌کوره شي. په فلسطین، سوریه، لیبیا، یمن، عراق او نورو اسلامي خاورو کې یې نه له مسلمانانو سره مرسته وکړه او نه یې کومې خاورې ته نصرت ورکړ؛ بلکې یوازې د غندنو په بیانیو، د خواشینۍ په څرګندولو او پوچو ویناوو یې بسنه وکړه.

دا هغه عبارتونه دي چې نه دښمن په شاتمبوي او نه هم د ظلم ټغر ورټولوي. د مسلمانانو په اصلي او ګډه قضیه، یعنې فلسطین کې دا خاوره لا هم د یهودو په اشغال کې ده، د یهودو اشغالګر پوځونه له بوټانو سره مسجد الأقصی ته ننوځي او هغه ککړوي، غزه د همدغو وحشیانو تر سختو بمباریو لاندې ده او اوسېدونکي یې بې‌کوره کېږي، خو دې ټولنې نه یوازې دا چې د دوی لپاره هېڅ ونه کړل؛ بلکې د خیانت او تسلیمۍ د هغې طرحې په منلو کې مخکښه وه، چې د «عربي سولې نوښت» په نوم پېژندل کېږي؛ هغه طرحه چې یهودو ته د فلسطین په مبارکه خاوره کې ثبات او تمکین وربښي.

پر امت واجبه ده چې د عربي ټولنې سازمان په یوه ژوره کنده کې ښخ کړي، نه دا چې د هغې د فعالولو یا بیا رغولو لپاره هڅه وکړي؛ ځکه دغه سازمان د امت پر سینه له خنجر وهلو، د دوی د تیت‌پرک کولو او د امریکا او غرب د پروژو د پلي کولو لپاره له وسیلې او زموږ په خاورو کې د هغوی د استعمار له دوام پرته بل څه نه و.

همدارنګه پر امت واجبه ده چې د دغه سازمان او په اسلامي خاورو کې د شته ټولو زیان رسوونکو رژیمونو پر ځای، د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت تاسیس کړي؛ هغه خلافت چې امت ته وحدت ورکوي او هغه د نصرت، تمکین او بریا لوري ته رهبري کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸هـ.ق/۰۰۴

۱۴۴۸م کال محرم میاشت

۲۰۲۶م کال د جون ۲۳مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې