پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایران پر وړاندې جګړې د امریکا د مطلق ځواک درواغ افشا کړل او ثابته یې کړه چې د امت پوځونه له نظامي وړتیا پوره دي او یوازې سیاسي ارادې ته اړتیا لري

(ژباړه)

تر ۲۰ زیاتې ورځې کېږي چې متحده ایالاتو او یهودي رژیم د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې ده؛ دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې امریکا سیمې ته الوتکې لېږدوونکې بېړۍ، ویجاړونکې بېړۍ (Destroyers)، ماین پاکوونکې بېړۍ او تر ۱۶۰ ډېرې جېټ الوتکې –هم عادي او هم له رادار څخه پټېدونکې- راولېږلې چې د نړۍ له تر ټولو پرمختللو الوتکو ګڼل کېږي. تر دې چې د امریکا دا بسیج د هغې د سمندري ځواک له درېیمې برخې زیات او د فرانسې له ټول سمندري ځواک سره برابر شو. د دې ترڅنګ؛ یهودي رژیم په دې جګړه کې له ۲۰۰ زیاتو جېټ الوتکو سره ګډون کړی. پر دې سربېره؛ په منځني ختیځ او خلیج کې د امریکا تر شلو زیاتې اډې او لسګونه نور کوچني تاسیسات او مرکزونه یې هم د مرستې لپاره په خدمت کې دي. همدارنګه؛ په سیمه او پخپله په بریتانیا کې د انګلیسي او فرانسوي اډو او د سیمې د مسلمانانو د حکامو –چې خپله خاوره، فضا او نظامي وړتیا یې د ایران پر وړاندې جګړه کې د امریکا په خدمت کې اېښي دي- مرسته هم ورسره ده. سره له دې؛ امریکا لا تر اوسه نه ده توانېدلې چې خپل دا خوب ریښتیا کړي چې غوښتل یې ایران د ځان بشپړ تابع او د خپلو استعماري شرطونو ذلیلانه منلو ته اړ باسي.

د نړۍ د تر ټولو پیاوړی او پرمختللي پوځ د لرلو په اړه د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هغه د ادارې د غړو له تبلیغ وروسته، چې لا یې هم کوي؛ او وروسته له هغې چې په ډېر کبر یې په یوه شپه کې د وینزویلا ولسمشر برمته کړای شوی؛ دوی داسې انګېرله چې هر څه یې زړه وغواړي کولی شي او پر هر چا چې امر وکړي، اطاعت به یې کېږي. نو د ایران پر وړاندې یې جګړه پیل کړه؛ فکر یې کاوه چې ژر به یې وګټي او دا ماموریت به په اسانۍ ختم کړي. پر خپل ځواک دومره غره وو چې ډونالډ ټرمپ خپله هم له دې حیران شو چې ایرانیان ولې یوازې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د دغه پراخ بسیج په لیدلو سره تسلیم نه شول!

خو د هغوی ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې او محاسبې یې غلطې وختلې. د ایران پوځ لا هم مقاومت کوي او ان د امریکا د لاسپوڅي، یهودي رژیم؛ په سیمه کې د امریکا نظامي اډو، رادارونو او د خبرداري سیستمونو باندې په بریدونو، هغې ته درانه ګوزارونه ورکوي او ډېری یې له کاره غورځولي. دغه راز، امریکايي بېړۍ او په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ په نښه کوي. دې کار هغوی داسې پر شا کړي چې په څېرو او څرګندونو کې یې ښکاري، او په خبرو کې یې له واقع‌بینۍ زیات وچ ضد او بېځایه پافشاري ښکاري. جګړه لا هم په شدت روانه ده او متقابل ګواښونه دوام لري او د ایران پوځ د امریکا او یهودي رژیم د هغو هڅو پر وړاندې پوره هوډ او استقامت ښودلی چې غواړي ماتې پرې تحمیل کړي.

امریکا، چې کبر او غرور یې نړۍ نیولې، تر ۳۷۰۰ زیاتې اټومي خولۍ او بالستیک توغندي لري، چې هم ګاونډیان او هم –نورو لویو وچو ته رسېدونکو توغوندیو باندې- ټوله نړۍ ګواښي. د دې ترڅنګ، دا هیواد په ټوله نړۍ کې اجنټان، نیابتي ډلې او تر ۱۲۸ زیاتې نظامي اډې لري، چې نړۍ او ان خپلو پرونیو متحدینو ته ګواښ پرې کوي او هر ځای یې چې زړه وغواړي تر برید لاندې نیسي. خو په ورته وخت کې، ایران د دې مستحق نه ګڼي چې اټومي وسلې یا بالستیک توغندي ولري او د دې لپاره یې منطق یوازې زور او کبر دی؛ همدا منطق پخوا د فرعون هم و. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ» [غافر: ۲۹]
ژباړه: «فرعون وویل: زه تاسو ته یوازې هغه څه درښیم چې زه یې وینم (زه یې سم ګڼم)، او زه تاسو ته یوازې سمه لار ښیم.»

اوس هر بصیرت لرونکي ته روښانه شوې چې امریکا له خپل ټول ځواک، متحدینو او خپل لاسپوڅي یهودي رژیم سره؛ نه زبرځواکونه دي او نه معجزې کوي؛ دوی پوهېږي چې د اسلامي امت پوځونه دا وړتیا لري چې د امریکا او د هغې د استکبار او استعمار پر وړاندې ودرېږي؛ یوازې سیاسي ارادې ته اړتیا لري چې اوس نشته او د خاینانو حکامو لخوا ضایع شوې ده. که دغو حکامو زموږ پوځونه نه وای مهار کړي؛ په خپلو خاینانه تړونونو او ذلیلانه اتحادونو یې پر امت استعماري کافر نه وای مسلط کړی او خپله اراده یې د استعماري کفارو په لاس کې نه وای ورکړې، نو د امت پوځونو به د دې وړتیا لرله چې امریکا یې له متحدینو سره ماته او ذلیله کړي.

اوسنۍ پېښې د امت دغه بیړنۍ او حتمي اړتیا تاییدوي چې باید له خپلو حکامو څخه ځان خلاص کړي، د خپلو چارو واک واخلي او هغو مخلصو کسانو ته یې وسپاري چې د عزت، ځواک او تمکین پر لور د امت د رهبري کولو وړتیا لري او په سیمه کې د امریکا استکبار، د یهودو ظلم او د هغوی استعماري هیلو ته د پای ټکی اېښودلای شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 «إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» [توبه: ۳۹]
ژباړه: «که تاسو د جګړې لپاره ونه وځئ، هغه (الله) به تاسو ته دردناک عذاب درکړي او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي او تاسو هغه ته هیڅ زیان نشئ رسولی. الله پر هر څه قادر دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د شوال ۴مه

۲۰۲۶م کال، د مارچ ۲۲مه

د صدور ګڼه: ۵۹/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې