ولایه سوریه: د ډلو رهبرانو ته د ختیځې غوطې د ازادې شوې ښځې پیغام!
- خپور شوی په ویډیوګانې
د ډلو رهبرانو ته د ختیځې غوطې د ازادې شوې ښځې پیغام!
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۹مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۷مه
د ډلو رهبرانو ته د ختیځې غوطې د ازادې شوې ښځې پیغام!
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۹مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۷مه
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني۱۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۷مه
وړاندې کوونکی: شيخ أبو عمران البرق
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۱۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۲مه
(ژباړه)
په هغو مستعمرو کې چې د «سان ریمو» هوکړې اړوند یې په ۱۹۲۱ م کال کې تړون شوی و، د پټرولو له هوکړه لیکونو څخه د امریکا د څنډې کولو لپاره د بریټانیا او فرانسې پرلپسې هڅې، په بحرین کې د امریکا د کالیفورنیا د «سټنډرډ ایل» شرکت د نفتو په برخه کې د امتیاز تر لاسه کولو بریا؛ چې بیا وروسته په ۱۹۳۳ م کال کې په سعودي کې پر امتیاز تر لاسه کولو بریالی شو او د ارامکو شرکت یې جوړ کړ؛ هغه شرکت چې بیا وروسته نور شرکتونه لکه «تګزاس ایل»، «اکسون» او «موبل ایل» ورسره یوځای شول. په ترتیب سره، په سعودي کې د خپلو اسهامو د امتیاز لپاره ډېر شمېر نور شرکتونه جوړ شول. دغو شرکتونو له نفتو او تیلو څخه ټول عواید خپلو ځانونو ته ځانګړي کړي وو. په ۱۹۵۰ م کال کې «ملک عبدالعزیز» د امریکا د تېلو شرکت وګواښه چې که په نیمه ګټه کې یې ونډه ورنه کړي، د تیلو شرکت به «ملي» کړي.
په پایله کې امریکا د هغې ګټې د جبران په موخه چې سعودي عربستان ته ورکول کېده، دې ته اړه شوه چې د ارامکو پر شرکت مالیه لېرې کړي. سعود عربستان د ۱۹۷۳ یم میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د جګړې له پیله، چې په ۱۹۸۸ م کال کې پای ته ورسېده؛ د ټولو امریکایي شرکتونو اسهام ځانته ځانګړي کړل؛ لکه څنګه چې ارامکو سعودي عربستان ته بشپړه چاپلوسي وکړه او نوم یې په «سعودي ارامکو» بدل کړ. ارامکو یا سعودي ارامکو اوس مهال په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی شرکت بلل کېږي، څنګه چې د نوموړي شرکت ارزښت په ۲۰۰۵ میلادي کا کې نېږدې ۷۸۱ میلیارده ډالر اټکل شوی دی او په بې اوبو او وښو ځمکه کې د ځمکې پر مخ د «غورا د تېلو» تر ټولو لوی او تر اوبو لاندې د «سفانیه د تېلو» لوی میدان په واک کې لري.
امریکا نه غوښتل چې سعودي دې د تېلو صنعت په لاس کې واخلي، که هر څومره یې د خپل بازار موندنې او تېلو بیو ټاکلو ځای وساته. څنګه چې د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د امریکا سفیر ویلیام سافیر د امریکا دغه غوسه چې نه باید د تېلو کټه د شهزاد ګانو تر واکمنۍ لاندې وي، چې لوی ارزښت یې نه شي درک کولی، تر سرلیک لاندې وښودله. د دې تر څنګ نوموړي په سعودي کې د تدریجي بدلون او پر اقتصاد، سیاست، حکومت او مدیریت برلاسي منځیو کسانو د روزلو غوښتنه وکړه. د انګلیس د مزدورانو په واسطه د څوکیو اشغال او سیاسي شرایطو امریکا ته دا اجازه ورنه کړه چې په سعودي عربستان کې د نفتو او تېلو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. پر دې سربېره یې په وروستیو کلونو کې د نفتو د بیو ټیټېدو سیاست په ملموسه بڼه خپل کړ او په سعودي عربستان کې د نفتو د ذخیرو ټیټېدو او د مالي زیان ښکاره کېدو لامل شو؛ پرته له دې د شهزادګانو او شیخانو ګټې د نفتو د ټیټوالي تر اغېز لاندي شي. دولت د نفتو د بیې ټېټېدو د جبران لپاره د شهزادګانو د بودجې کمولو پرځای د دولت بودجه راټیټه کړه. وروسته له دې ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړي په ټول توان هڅه وکړه چې په سعودي عربستان کې محمدبن سلمان واک تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې وه چې دغه شهزاده له ټرامپ سره ژمنه کړې وه چې سعودي به هغه ټول زیان جبران کړي چې امریکا ته د ارامکو شرکت له امله اوښتی دی. سلمان او پلار یې د معاملو، ډالیو او ملګرۍ په چوګاټ کې له امریکا سره د ۵۰۰ میلیارده ډالرو مرسته وکړه. دغه هغه ګټه وه چې امریکایي شرکتونو د ارامکو امریکایي شرکت د ملي کولو په دوام کې له لاسه ورکړې وه. د سعودي ولیعهد او پلار یې پر دې هم بسنه ونه کړه، بلکې د نفتو د ملي کولو هغه قانون یې هم تر پښو لاندې کړ چې ملک فیصل په ۱۹۷۳ م کال کې پیل او تر ۱۹۸۸ م کاله یې بشپړ کړ. محمد بن سلمان هوډ نیولی چې د سعودي ارامکو شرکت نېږدې نیم سهام ستراتیژیکو شرکتونو ته، چې لوی امریکایي شرکتونه دي؛ په لاس ورشي. سعودي عربستان له نړیوال بانګه (HSBC - JPMorgan Chase - Bank of Tokyo Mitsubishi) ۱۰ میلیارده ډالر پور اخیستي او په پام کې ده چې ۳۱ میلیارده ډالر نور د بودجې د کسر سرپټولو لپاره پور واخلي. تمه کېږي دغه کسر ۵۲ میلیارده ډالر وي. دا ټول د سعودي عربستان د مهمو مالي سرچینو یعنې نفتو و ګازو د له منځه وړلو پایله ده.
سعودي د نفتو د بیې ټیټوالي په وخت کې د شهزاده ګانو د لګښتونو مخنیوي پر ځای، چې یادول یې ناشوني دي، امریکا، متحدانو او مزدورانو ته یې د باج ورکولو او په اقتصادي ډول د نفتي سرچینو کارولو پر ځای؛ چې د کمښت پر ځای د نفتو له بیې ګټه تر لاسه کړي؛ په بشپړه بې شرمۍ یې د امت او د امت د بچیانو د مالونو باج ورکول پیل کړل. تر ټولو ناوړه دا چې د سهامو ډېر پلور یې د نفوتو له امریکایي سعودي شرکته اعلان کړ او له «فساد سره د مبارزې» تر سرلیک لاندې یې د معاصر تاریخ تر ټولو لوی دروغ اختراع، چې پر مټ یې یو شمېر کارکوونکي او شهزادګان ونیول او اوس هم هڅه کوي چې شتمنۍ یې لوټ کړي او امریکا ته چې ځان یې څښتن بولي، بیرته ورکړي. څنګه چې ټرامپ څو ځلې دغه مسله تکرار کړه.
دلته باید یادونه وشي چې په اقتصادي سیاست کې د اصلي شتمنۍ په توګه پر نفتو او تېلو تکیه کول ګواښوونکې تېروتنه ده. د تېلو پیسو ته باید د صنعتي پروژو لپاره د مالي سرچینو د تامین په توګه پاملرنه وشي؛ تر څو چې صنعت د مالي تولید او اقتصادي جوړښت بنسټ شي. ډېر داسې هېوادونه دي چې تېل نه لري، خو ښه صنعت په واک کې لري لکه ایټالیا او اسپانیا او د سعودي عربستان د نفتو له عوایدو څخه په ځلونه ډېر عواید لري.
په پایله کې، سعودي داسې مسیر طی کوي چې له سم مسیر څخه به یې ډېر لېرې کړي او پر دې به ونه توانېږي چې د نفتو او تېلو پیسې په یو رښتیني اقتصاد بدل کړي، تر دې چې د صنعتي هېوادونو په کتار کې یې راولي. د دې تر څنګ به د امریکا له واکمنۍ هم ځان ونه ژغوري او په پایله کې به د امریکا جنګي لګښتونه ورکوي او له نور هېوادونو سره به خپلو جګړو ته دوام ورکوي. له ټول وړاندې دغه هېواد په اسلام او احکامو یې د منګولو لګولو د څو لسیزو په ادعاوو سره د اسلام له ځانګړي اسلامي فکر ، د مالونو له مفهوم، سیاست او اقتصاد څخه ګټه نه ده اخیستې. الله سبحانه وتعالی هغه کسان چې حلال او حرام مال یو ځای خوري، شتمني او مالونو ته پر اخرت لومړیتوب ورکوي، هغه کسان چې خپل مالونه د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره نه، بلکې د تکبر لپاره لګوي او هغه کسان چې پر خپل مال ویاړي او د «قارون» له کړنو پند نه اخلي؛ ګواښ کړی دی.
الله سبحانه وتعالی د قارون په حق کې فرمایي:
﴿فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنتَصِرِينَ * وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ * تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾
ژباړه: وروسته مو هغه او کور یې ویجاړ کړ او داسې څوک یې نه درلودل چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مرسته ورسره وکړي او له الهي عذابه یې وژغوري. همدارنګه پخپله هم پر دې ونه توانېد چې له ځان سره مرسته وکړي. هغو کسانو چې هیله یې درلوده هغه ځای ته ورسېد او هغه ناوړه صحنه یې ولیده، نو ویې ویل: افسوس! هره څوک چې د الله سبحانه وتعالی اور ځانته وغواړي ورته پراخوي یې او پر هر چا روزي راکمولی شي او ولې موږ له دغه واقعیته بې خبره وو چې د مادیاتو درلودل او نه درلودل د خلکو د ازمایښتونو وسیله ده او بس؟! که الله سبحانه وتعالی پر موږ مهرباني نه کوله، زموږ د تېرې ورځې هیله یې پوره کوله او نن ورځ همدارنګه قارون. افسوس! د کافرانو ټمبلي نه رښتیا کېږي او ضرور به د الله سبحانه وتعالی عذاب ویني. موږ اخرت د هغو کسانو په برخه کوو چې په ځمکه کې تکبر او استکبار نه کوي او فساد او تباهۍ ته مخه نه کوي. همدارنګه د هغوی زړونه له مقام غوښتنې، شهرت غوښتنې او تباهیو څخه پاک دي او عاقبت د پرهېزګارانو دی.
لیکوال: دکتر محمد الجیلانی
سرچینه: جریدۀ الرایه
ژباړه: بهیر ویاړ
نو، د مسلمانانو پوځ چېرته دی؟
(ژباړه)
خبر:
رسمي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو وېبپاڼو په ختیځه غوطه کې د 400,000 څخه زیاتو مسلمانانو د ویشتلو، سوزولو او له منځه وړلو زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره کړي. د هادي عبدالله په نوم یوه سوریایي فعال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « هغوی نشي کولای چې شهیدان وشمېرې. په دوو ورځو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي.»
تبصره:
ختیځه غوطه: د لویې جګړې ځمکه؛ لکه څنګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې توصیف کړی. دا ځای د رژیم د ډوډۍ شکور او یو سټراټېژیک موقعیت دی چې رژیم غواړي د کلونو لپاره یې کنټرول د دې لپاره په لاس کې واخلي چې اکمالاتي لارې خوندي کړي او د دمشق هوایي ډګر د انقلابیونو له وسلهوالو بریدونو څخه وساتي. د جګړې ځمکه، چې خلک یې په وحشیانه توګه له منځه وړل کېږي، چغې وهي چې له هغه څه سره یو شان کېږي چې کلونه مخکې د روسانو له خوا د چیچینیا په ګروزني کې وشول.
ایا د حلب سناریو تکرار شوه؟ ایا دا یو پلان دی چې بېرته راوړي هغه څه چې په ګروزن« کې وشول؟ په دغو سرلیکونو، الجزیرې له روان حالت څخه خبرداری ورکړ. هغه وېره او وحشت چې د امت پاتې برخې ته رسېدلی بس نه وو چې په داسې سرلیکونو سره یې روحیه راټیټوی چې- حتا که په غیر مستقیم ډول هم وي- د پخوا په شان د یوې غوڅې ماتې نتیجه ښیي!
له غوطې یې هم لکه د حلب او حمص په شان زړه بوږونوونکي انځورونه خپاره کړي. اوس، لکه څنګه چې فعالین وایي د رژیم او د پلویانو ظلمونه یې له پخوا زیات شوي. یو جنین چې مور یې سوزېدلې وه نړۍ ته مړ راغی، د مور د پوستکي له څېرېدو وروسته یې د دغه ماشوم بدن هم سوزېدلی. د ټوپک میل د یوه ماشوم په سینه کې ننه باسل شوه چې له لسو کالو زیات عمر یې نه درلود، ګناه یې دا وه چې مسلمان دی، چاته چې د نړۍ د خلکو د عیسویانو، مجوسیانو او یهودو کرکه زیاته شوې.
خو د دغو ټولو ډاروونکو او خواشینوونکو صحنو تر څنګ به د الله سبحانه و تعالی په اجازه د شام پر خلکو د رسول الله صلي الله علیه وسلم باور ریښتیا شي؛ ځکه چې دوی د رباط خلک دي، له تر ټولو ټولو ښو خلکو څخه دي او په نړۍ کې الله سبحانه و تعالی ته د ځمکې له تر ټولو ګرانو برخو څخه. دوی د لویې جګړې خلک دي.
هېڅ کومه د نهیلیتوب او کمزورۍ خبره نشته. موږ به ورته ګورو او الله سبحانه و تعالی به حساب ورسره کوي. موږ ته ځینې ویډیوګانې را رسېدلې چې پکې مېرمنې له نارینه وو سره یو ځای جګړه کوي او یوه مور چې خپل ګران زوی یې له لاسه ورکړی؛ مخ پر وړاندې ځي.
دغه عزم، د وضعیت واقعیت په ښه توګه بیانوي، حقیقت نه تحریفوي او د شام د خلکو پر اوږو د دوی له تحمل لوړ بار نه ږدې. هو، دوی ثابت قدم دي، مصمم دي او خپل جهاد ته دوام ورکوي. خو دوی همدارنګه د یوه لوی امت برخه ده چې پر خپلو د پوځ او د قدرت په خاوندانو باندې شرمېږي چې په زجر کې یې پرېښي اود دې پر ځای چې ویې ژغوري د قاتل لاسو ته یې سپاري، هغوی چې په چاپلوسۍ او چوپتیا د دوی عزت او جسد له خاورو سره یو کوي.
هغه مېرمنې چې له وسلو سره راوتلې وې، دا نارې یې وهلې: موږ د محمد د امت لوڼې یو، موږ مسلمانې مېرمنې یو، نو چېرته دی اسلامي امت او د مسلمانانو پوځ!؟
سختو ژړاوو د هغو مسلمانانو زړونه زخمي کړل چې یوازې د خبرو وس لري او دلته موږ هغه کسان یو چې د غوطې د سوزېدو او تسلیمېدو لپاره دردېږو: موږ د غوطې له مېرمنو سره د مسلمانانو پر پوځیانو غږ کوو چې د الله غوښتنې ته پام وکړي او له بندهګانو یې ملاتړ وکړي. نو په دې حالت کې به یا په دواړو دنیاو عزتمند وو او یا به هم رټل شوي او رسو او د دردناک عذاب مستحق. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
(إِلا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)
(توبه: ۳۹)
که جګړې ته لاړ نشئ، نو یا به درته عذاب درکړل شي او یا به ستاسو پرځای یو داسې قوم راولي او تاسو به هغوی ته هېڅ ضرر نه شی رسولی او الله پر هر څه باندې قدرت لري
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
بیان جمال
د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۶مه د جمعې په ورځ، يوې مسلمانې مېرمنې حنیا ساګر (د مسلمان لیکوال شهید ابو دروګو مېرمنې)ته په ممباسا کې د محکمې له لورې د لس کاله بند سزا اعلان شوه. د محکمې د ستر قاضي په وینا، دغه مېرمن په هغه ترورېستي برید کې په لاس لرلو تورنه ده، چې د ورانکارو له لوري د پولیسو پر مرکزي دفتر تر سره شو. تر دې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۷مه یو بل مسلمان وګړی شيخ ګویو ګورسا(GuyoGorsa)د میلیمانې محکمې له لورې په نایروبي کې له الشباب تروریستي ډلې سره د غړیتوب په تړاو تورن شو. دا ښيي چې یو ځل بیا د کينیا مسلمانان له ځورنې سره مخ دي.
دا دوه پېښي د نورو ورته زړه بوږنونکو پېښو یو وړه بېلګه ده، چې د کینیا مسلمانان ورسره مخ دي، چې تر اوسه یې یادونه هم نه ده شوې.له دې څخه څرګندېږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګرې موخه یوازې اسلام او مسلمانان دي. په نړیواله سطحه له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه د نړۍ مسلمانان بې عزته کېږي او د ګڼو ګواښونو موخه ګرځي. ولې د لوېدیځ د دغې جګړې قربانیان یوازې اسلام او مسلمانان دي؟ اسلام یوه داسې ایډیالوژي ده چي د مخلوقاتو د خالق له لورې را لېږل شوې، له انساني فطرت سره موافقه او د بشر ټولو هغو ستونزو ته حللاره لري چي انسانان په ژوند کې ورسره مخ کېږي. همداراز اسلام د سېکولرې پانګوالې ایډیالوژۍ یوازېنی او هر اړخیز بدیل دی. سېکولره پانګواله ایډیالوژي د انسان له محدود فکر څخه سرچینه اخلي او له انساني فطرت سره اړخ نه لګوي، ځکه نو کومې ستونزې چې نن ورځ بشر ورسره مخ دی، له سیاست څخه تر اقتصاد پورې ټول د همدې نیمګړې ایډیالوژۍ له امله دي.
د ۱۹۲۴م د مارچ پر ۳مه د اسلامي دولت (خلافت) له ړنګېدلو سره سم لوېدیځ قدرتونه په دې هڅه کې شول، تر څو خپله باطله ایډیالوژي له ناکامۍ څخه وژغوري او خپراوي ته یې لار هواره کړي. په همدې موخه لوېدیځ د امریکا په مشرۍ د اسلام او مسلمانانو د ځپلو لپاره پراخ کمپاین پیل کړ، د دغه کمپاین له څو اساساتو څخه یادونه کوو:
د پورتنیو اساساتو پر بنسټ امریکا او متحدینو یې د هغو مسلمانانو پر وړاندې په ښکاره ډول يو نړیوال جنګ پیل کړ، چې د دوی پر وړاندې درېږي او د دوی د شعارونو خنډ ګرځي. هغوی لوېدیځ تمدن او د دوی باطلې سیکولر پانګوالې ایډیالوژۍ ته ګواښ ګڼل کېږي. په کینیا کې لوېدیځ پلوه امپرالیسټان، چې مشري یې د امریکا له لورې کېږي، فزیکي شتون نه لري. دوی یې د ترهګرۍ پر وړاندې د رسمي کارېدونکي ځواک په بڼه ساتلي او د کینیا له دفاعي ځواک څخه یې د ۲۰۱۱م د اکتوبر پر ۱۶مه په سومالیا کې د برید په موخه کار واخېست. خو په کور دننه کي يې د افراطیت، سخت درېځۍ، بنسټپالنې له نومونو څخه په ګټې اخستنې سره د هغو کسانو پر وړاندې کار اخیستی چي ځانونه په ټینګه اسلام ته ژمن ګڼي.
د کینیا دولت، د نورو استعمار شوو دولتونو په څېر باید د مرستې د تر لاسه کولو په موخه لوېدیځوالو تمویلونکو دولتونو ته سر ټیټ کړي، خو د دوی دا مرستې په ځانګړو او پټو شرطونو پورې تړلې دي. یو له هغو شرطونو څخه په کینیا کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې لوېدیځ پلوه د ټروریزم ضد پالیسۍ پلي کول دي چې د دغې پاليسۍ پر مټ د کینیا دولت بايد د تروریزم په پلمه له مسلمانانو سره جګړې ته دوام ورکړي. دغه وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د لوېدیځ له لورې په دولتي کچه د ملاتړ کېدونکي تروریزم، چې په سوریه، مصر، تاجکستان، ازبکستان، روسیه او نورو هیوادونو کي د مسلمانانو پر وړاندې مخته وړل کېږي؛ وړې بېلګې دي. دا پېښې هغو جنايتونو ته په کتو داسې برېښي لکه تر اوبو لاندې د کنګل شوي غونډۍ وړه څوکه، چې له اوبو څخه دباندې ليدل کېږي او نوره تر اوبو لاندې پټه وي.
﴿أَمْحَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمۖمَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُواحَتّٰى يَقُول الرَّسُولُ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُۥمَتٰى نَصْرُاللَّهِ أَلَآ إِنّ نَصْرَاللَّهِ قَرِيب﴾
[البقرة:۲۱۴]
ژباړه: ايا تاسو دا انګېرئ چې همداسې به جنت ته ننووځی، په داسې حال کې چې لاتر اوسه پر تاسو هغه څه نه دي تېر شوي،چې له تاسو څخه پر مخكینیو مومنانو راغلي دي. پر هغو ی ستونزې راغلي، کړاوونه ورته ورسېدل، ولړزول شول، ان تر دې چې د وخت پېغمبر او د هغه مومنو ملګرو فريادونه وکړل، چي د الله مرسته به كله راشي؟ په هغه وخت کې هغوی ته ډاډګېرنه ورکړل شوه،چي هو د الله مرسته نږدې ده.
﴿إِنَّ مَعَ الْعُسْرِيُسْرًا﴾
[الشرح:۶]
ژباړه: له شك پرته په تنګلاسۍ پسې پراختيا هم شته
لیکوال: د حزب التحریرـ ولایه کینیا مطبوعاتي دفتر ویاند شباني موالیمو
ژباړن: عبدالله لطفي
د حزب التحریر ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمیټې له ریس استاد ناصر رضا سره « وحشي پانګوالي د مسلمانانو پر وینو تویېدو نڅا کوي» تر سیلک لاندې ژوندۍ خبرې اترې.
وړاندې کوونکی: د فلسطین په سپیڅلې خاوره کې د حزب التحریر غړی شیخ یوسف مخارزه (ابو
الهمام) د۱۴۳۹هـ،ق، د جمادي الثاني ۱۴مه، جمعه چې د ۲۰۱۸م، د مارچ له دویېمې سره سمون لري
له انجینر علي عبدالرحمن سره «ولې د هرې ډلې له جوړېدو وروسته جګړه را منځته کېږي؟!» تر سرلیک لاندې د ولایه سوریې د خبرو اترو نچوړ
د۱۴۳۹هـ.ق د جمادي الثاني ۱۸مه، سه شنبه چې د ۲۰۱۸م، د مارچ له شپږمې لري
[جمعه :٥]
ژباړه: هغه کسان چې پر تورات مکلف شول او حق یې ادا نه کړ، د هغه خره په څېر دي چې کتابونه پرې بار وي، خو نه پرې پوهېږي او ګټه نه شي ترې اخیستلی.
(ژباړه)
په اسانۍ سره دغه پوښتنه مطرح کېږي چې دغه اردو، ملېشې او سازمانونه د څه لپاره په سوریه، یمن، لیبیا، مصر او عراق کې جګړې کوي؟ څوک او څوک سره وژني؟ څرګنده ده چې امریکایي ځواکونه، ملګري یې او روسیه د مسلمانانو د وژلو هېڅ پروا نه کوي او د ویجاړیو او ورانیو په رامنځته کېدو او پراخه کېدو کې له بشردوستانه تفکر او اخلاقو په پام کې نیولو پرته په هر ځای بریدونه کوي؛ خو هغه څه چې پټ، بې نظمه او د درک نه وړ تر سترګو کېږي، هغه وژنې دي چې مسلمان ځواکونه یې د خپلو لاسپوڅو او مزدورو مشرانو په امر او هغوی یې د خپلو غربي بادارانو په لار ښوونه په یمن، عراق، سوریه، مصر او ترکیه کې مرتکب کېږي.
کرد شبه نظامیان په سوریه او عراق کې د یوې خپلواکې کردي سیمې د رامنځته کېدو لپاره جګړه کوي. دغه شبه نظامیان په دې هڅه کې دي چې د سیمې په نقشه کې یو خپلواک ملي دولت رامنځته شي؛ چې د ښکېلاکګر انګلیس له لوري د اسلامي خلافت تر ړنګېدو وروسته رسم شوی و. د دې لپاره چې له لوی شیطان یعنې انګلیس او امریکا او یاهم یهودو سره یوځای شوي، کومه ستونزه نشته، په داسې حال کې چې پلارونو او نیکونو یې صلبیانو ته په ماتې ورکولو سره خپلې اتلولۍ په تاریخ کې په زرینو کرښو پرې یښې دي.
له بل لوري، اردغان ادعا کوي چې د ترکیې د ملي امنیت ساتنې لپاره، ترک ځواکونه باید په سوریه، عراق او کرد مېشتې سیمه کې د مسلمانانو له وینو تویولو ډډه وکړي؛ په داسې حال چې د دغو لویو ځواکونو نیکونو د جهاد بیرغ د کلمه الله د اعلان په موخه په ډېرو سیمو کې تر هغه چې «وینا» یې د دویم ځل لپاره کلابنده کړه،
په همدې حال کې، د یمن شبه نظامیان واک ته د رسېدو لپاره له یو بل سره جګړه کوي او د یو بل د وینو تویولو هېڅ پروا نه کوي. د عربي ټولنې او د ایران فاسد حکام په دغه خاوره کې د دغو شبه نظامیانو ملاتړ کوي؛ چې د ال سعود په واسطه رهبري کېږي. هر یو بل ته د جګړې په اور کې تېل اچوي او د جنایت کوونکو جګړییزو وسایلو ملاتړ کوي؛ چې یمن یې په وینو رنګ کړی دی. هغه خاوره چې خلک یې په خوښۍ ژوند تېروي او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي: «د یمن خلک عاقل او د غوره ایمان څښتن دي».
له بل لوري، د مصر د دمنش حکام، نه یوازې دا چې په لسګونه زره مسلمانان یې بندیان کړي او ناوړه ګټه تر اخلي؛ بلکې د دغې خارې پر اردو فشار راوړي چې د «عین جالوت» په جګړه کې د خپلو پخوانیو کسانو غچ واخلي. دغه ګمراه حکام، په سینا کې وژنو او ویجاړیو ته ورته عملونو تر سره کېدو، د یهودو د امنیت ساتلو، د نجسو یهودو له شر څخه د اسراء او معراج د خاورې ازادولو او له صلیبي ځواکونو څخه د اسلامي خاورو پاکولو پر ځای د واشنګټن د امر پلي کېدو لپاره د مصر پر اردو فشار راوړي. سوریه، ایران او متحدان یې له ملېشو ملاتړ کوي او د روسیې له ښکېلاکګرو ځواکونو سره یوځای په دروغجنو شعارونو د مسلمانانو د وینو په تویولو کې سیالي کوي؛ چې حتی امام حسین رضی الله تعالی عنه ترې ناخوښ و.
اې مسلمانانو!
الله سبحانه وتعالی تاسو یووالي ته رابولي او له اختلاف پیداکېدو څخه مو منع کوي:
﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾
[انفال :٤٦]
ژباړه: او د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د فرمان اطاعت وکړئ او شخړې مه کوئ، تر څو کمزوري نه شئ او قدرت او واک مو له منځه ولاړ نه شي.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی له حق پرته تاسو د یو بل د وینو له تویولو څخه منع کړي یاست، لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي:
«لا تَرْجِعُوا بَعْدي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقابَ بَعْض»
ژباړه: له ما وروسته کفر مه منئ او یو بل مه وژنئ.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی د کافرانو له ملاتړ او له همدې لارې بریا تر لاسه کولو څخه منع کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو صحیح حدیث کې فرمایي:
«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللهِ حُرْمَةً مِنْكِ»
ژباړه: پر هغه چا قسم چې د محمد روح ورسره دی، د یو مومن درناوی د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ستاسو ډېر دی.
نو ستاسو رول څه دی؟ ولې د هغو خاینو حکامو پر وړاندې چپ پاتې یاست چې د اسلامي امت په حق کې خیانت روا بولي، له ښکېلاکګرو کفارو سره په دوستۍ یې خپلو کې سیالۍ پیل کړې، د مسلمانانو د وینو په تویولو او د اسلامي خاورو په ویجاړولو کې له یو بل مخکې کېږي او الهي قانون یې لېرې کړی او کفر د قوانیو په لټه کې دي؟ په داسې حال کې چې اسلامي شریعت له تاسو څخه د دغو جنایتونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي.
په اصل کې، دغه د واک د څښتنو دنده او له اسلام او مسلمانانو څخه د مسلمانو ځواکونو ملاتړ دی چې حکام له هر ډول تېروتنې راګرځولی شي او پر علماوو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر واریثنو هم واجبه چې د دغو دیکتاتورانو پر وړاندې ودرېږي او حق بیان کړي؛ چې له هېڅ ډول ظلم او جنایته لاس نه اخلي او هغوی ته په معروف سره امر وکړي او له منکر څخه یې منع کړي.
الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغه څه په اړه ګواښ کوي چې بني اسراییل یې مرتکب شوي دي: لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا﴾
[جمعه: ٥]
هغوی چې پر تورات مکلف شول او حق یې ادا نه کړ، د هغه خر په څېر دي چې کتابونه پرې بار وي، خو نه پرې پوهېږي او ګټه نه شي ترې اخیستلی.
کله چې د بني اسراییلو بچیانو د حق پیغام له رسولو څخه ډډه وکړه او د دې پر ځای چې تورات ومني او د هدایت او په هر ځای کې یې د لارښوونې څراغ روښانه کړي، په رسولو کې یې بېغوري وکړه او د تورات حق یې ادا نه کړ؛ نو الله سبحانه وتعالی هغوی له هغه خره سره ورته کړل چې کتابونه پرې بار وي؛ خو نه پرې پوهېږي او نه هم ګټه ترې اخیستلی شي. خر هېڅ وخت دا نه درک کوي چې کتاب څه شی دی او منځپانګه یې څه ده؟ له همدې امله خر نه هدایت کېږي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغو کسانو بېلګي راوړي چې په تېر وخت کې تېر شوي، تر څو یې موږ درک کړو او څه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي، پر هغه منګولې ولګوو، په رسولو کې یې کوښښ وکړو او نړیوالو ته یې ورسوو. هغه وخت به موږ بریالي وو او له دې پرته به مو د الله سبحانه وتعالی له ایته سرغړونه او غفلت کړی وي. پر همدغه بنسټ، الله سبحانه وتعالی په دغه ایت کې داسې فرمایلي دي:
﴿بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾
[جمعه: ٥]
ژباړه: هغو کسانو چې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو څخه سرغړونه وکړه، ډېرې ناوړه پایلې لري او الله سبحانه وتعالی ظالم قوم ته هدایت نه کوي.
کله چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته کوم امر کوي، پر ځای یې کړئ او نافرماني مه کوئ او په ورته وخت کې د هغو مشرانو او حاکمانو له دایرې څخه لېرې شئ چې له کافرانو او د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره په تعامل کې وي او له هغو کسانو سره یوځای شئ چې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت بیا راتګ لپاره کار کوي او د مېړانې مټې یې رابډوهلې دي. د دې تر څنګ خپل شرعي مسولیت سرته ورسوئ.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: ٢٤]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله سبحانه وتعالی او پيغمبر دعوت پر ځای کړئ، کله چې تاسو ته د هغه څه بلنه درکوي چې ژوند بښونکی دی او پر دې پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د نوموړي د زړه تر منځ ځای نیسي او د قیامت په ورځ ټول د هغه لور ته راټولېږئ.
داکتر عثمان بخاش
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس
ژباړه: بهیر ویاړ