دوشنبه, ۰۵ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۶/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د الواقیه تلویزیون: د جمعې خطبه، "پر نبوي سنتو د برید خطرونه!"

د شیخ عدنان مزیان له لوري، په اردون ولایت کې د حزب التحریر غړی او په الواقیه تلویزیون کې د امت د شئون د خپرونې چلونکی

جمعه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۲ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۹ مه

د مطلب ادامه...

د الاقصی جومات: د جومات د انګر څخه غږ "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت یادونه، د ستر دولت یادونه!"

د الاقصی د جومات له انګړ څخه فریاد

استاد ابومهدي بیضون

بیت المقدس- سرزمین مبارک فلسطین

جمعه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۹ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۳۰ مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: په کللي ښار کې، د "انقلاب خپل اصلي مسیر ته ور وګرځوئ! " تر نامه لاندې د یوې آزادې شوې خور وینا

د حومه ادلب کې د کللي د ښار له آزادې شوو له ډلې څخه ، د "انقلاب خپل اصلي مسیر ته ور وګرځوئ! " تر نامه لاندې د  یوې آزادې شوې خور وینا

شنبه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۳ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۴مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د استاد عبدالحمید وینا "د ترکیې نظام د مرضونو رېښه ده، نو خبر اوسئ؟!"

د استاد عبد الحمید وینا، د حزب التحریر-ولایه سوریه، د عامه اړیکو مشر

سرلیک "د ترکیې نظام د مرضونو رېښه ده، نو خبر اوسئ"

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۵ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۴ مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د دیر حسان په سیمه کې د " (انقلاب) خپل اصلي شکل ته را وګرځوئ! " تر نامه لاندې لاریونونه

د دیر حسان په سیمه کې د سیمې د خلکو له لوري د (انقلاب) خپل اصلي بڼې ته را وګرځوئ" تر نامه لاندې لاریونونه، چې د حزب التحریر د ولایه سوریې، مطبوعاتي دفتر مشر استاد احمد عبدالوهاب په ځپله وینا وکړه

جمعه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۲۲ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۳ مه

د مطلب ادامه...

د الاقصی جومات: د القبلې له جومات څخه آواز " کوم مومن پوهترین دی؟"

د الاقصی له مبارک جومات څخه د جمعې اواز

وړاندې کونکی: شیخ سعید کرمي (ابو عبدالرحمن)

بیت المقدس- د فلسطین مبارکه ځمکه

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

خوندي سیمه؛ باید تر ټولو لومړی له امریکا او نورو ښکېلاکګرو څخه خوندي وي

خبر:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې په سوریه کې د خوندي سیمې په تړاو له امریکا سره یوې هوکړې ته رسېدلی دی چې، پیل به یې په سوریه کې له امریکایانو سره د یو ګډ عملیاتي مرکز له جوړښت څخه وشي. اردغان زیاته کړه، چې لیدنې به ادامه پیدا کړي، خو اوس یو ګام اخیستل شوی دی. نېټه یې نه شم په ډاګه کولای، خو له متحده ایالاتو سره د ګډو عملیاتو مرکز د جوړولو هوکړه شوې ده.د عملیاتي مرکز په جوړولو سره به دغه پروسه په عملي ډول پیل شي. اصلي خبره په ختیځ فرات کې د عملي ګامونو اخیستل وو، چې له امریکایانو سره مو په همغږۍ دغه عمل ته را دانګلي دي». (خبري اژانسونه)

تبصره:

د امریکا او ترکیې ترمنځ د خوندي سیمې پر سر خبرې دوام لري. وړاندوینه کېږي چې دغه خوندي زون به د سوریې په شمال کې د اوږدې مودې لپاره جوړ شي. دواړو لوریو هوکړه کړې، چې «ګډ عملیاتي مرکز» رامنځته کړي. د متحده ایالاتو نظامي پلاوي پر همدې تړاو په سنلورفا کې څېړنې کړې دي.

په داسې حال کې چې ترکیه د سوریې په شمال کې ډېر ژر د عملیاتو پیلول غواړي، خو امریکا یې پر وړاندې د مخینوي پالیسۍ پلې کوي. له یوه اړخه امریکا داسې ښيي، چې ګواکي د ترکیې غوښتنو ته مثبت ځواب وایې، خو له بل اړخه یې د عملیاتو د درولو هڅې کوي. د امریکا او ترکیې ترمنځ په یاده موضوع کې پر خبرو کولو سربېره کومه ځانګړې پایله نه ده تر لاسه شوې. که چېرې ترکیه په شرقي فرات کې د عملیاتو کول وغواړي، نو د امریکا رضایت او اجازه باید له ځان سره ولري . تر کیه د متحده ایالاتو له اجازې پرته حتا یو ګام هم نه شي پورته کولای.

د ترکیې هغه غوښتنه چې د خوندي زون یا سیمې د رامنځته کولو لپاره یې کړې، له څو اړخونو څخه ارزل کېدای شي:

۱. ترکیې د غوطې او حلب د پخوانیو عملیاتو په پایله کې د اولایو برنچ او فرات شیلډ سیمې رژیم ته وسپارلې، اوس هم ورته مکارانه پلان لري. په ادلېب کې د هیئت التحریر شام په شمول ټولې نظامي ډلې ترکیې تر خپل کنټرول لاندې نیولې او د څارنې د لوړو برجونو په وسیله یې د امریکا پیروۍ ته اړ کړې دي. یادو برجونو په ادلېب کې د روسیې او رژیم تر منځ د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو سره ګډو عملیاتو ته لاره هواره کړه. ترکيې په خپلو وروستیو اقداماتو سره رژیم ته د ادلېب په سپارلو سره خپل خیانتکاره رول ولوباوه. یا په بله وینا، د سوریې رژیم ته د ادلېب سپارل باید داسې وانګېرل شي، چې ګواکي سیمه ییز خلک له تش په نامه خوندي سیمو یا نورو سیمو څخه ډاډه دي او دا کار په اصل کې پر ادلېب د روسیې او سوري رژيم د بمبار له امله وشو.

۲. دا چې په سوریه کې به روان ناورین څه ډول پای ته ورسېږي، بېله مسله ده؛ خو کفار (امریکا) به هېڅکله د سوریې په تړاو ارامه نشي. حتا که پایله یې د امریکا په خوښه هم وي، خو له امریکا سره به تل دا اندېښنه وی، چې سوریه به ښایي نوره پخوانۍ سوریه نه وي. امریکا غواړي چې د خوندي زون او خپل مزدور اسد تر منځ یو حایل رامنځته کړي. یا په بل عبارت امریکا غواړي چې د هغو مخلصو مسلمانانو مخه ډپ کړي، چې د الشام د خوندي کولو لپاره سر راپورته کوي.

۳. اردغان او د هغه ګوند د مارچ د ۳۱ مې او د جون د ۲۳ مې ټاکنې په ډیری ښارونو کې په ځانګړي ډول په استانبول او انقره کې و بایللې. امریکا ترکیې ته د S-400 توغندیو داخېلېدل ځکه منلي وو، چې په عامه افکارو کې د اردوغان مقام لوړ کړي، ځکه ده خپله د امریکا پر دې کړنه نیوکه کړې وه. په ورته ډول ویل کېږي، چې د خوندي زون په تړاو دوه اړخیزه هوکړه شوې، چې اردغان په ټاکنو کې له ماتې وروسته د ټولنې او خپل ګوند پر وړاندې یو ډول برلاسی وښیي او له بلې خوا د خوندي زون په مسله کې د ترکیې مخه ډپ کړي.

حقیقت دادی چې، ترکیه په سوریه کې د ۲۰۱۱ م کال له انقلاب را په دېخوا یو ګام هم د امریکا له اجازې پرته نه دی پورته کړی. لکه چې مخکې مو اشاره وکړه، چې ترکیې د اولایو برنچ او د فرات شیل عملیات له امریکا سره په خوښه ترسره کړي وو. سربېره پردې د سوچي او استانې هوکړه هم د همدغه پلان یوه برخه ده، چې د ترکیې، روسیې او ایران لخوا لاسلیک شوې. ترکیې د سوریې له انقلاب سره د دا ډول کړنو پر اساس لوی خیانت وکړ او سوري وګړي یې په کمه بیه پر رژیم وپلورل. کله چې په ادلېب کې رژیم د ترکیې پر اډو برید وکړ، نو دا هېواد یې پر وړاندې چوپ پاتې شو. ترکیه په پرله پسې توګه له سپکاوي سره مخ کېږي. امریکا د یو متحد په توګه پېژني، چا چې له «PYD» سره لسګونه لارۍ مرسته کړې، چې دوی یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني. په ورته ډول ترکیه په ادلېب او سوریه کې د روسیې لخوا د مسلمانانو پر قتل عام باندې غلې ده او روسیې ته د ملګري په سترګه ګوري.

ترکیه به په دې توګه د سوریې په شمال کې د امریکا په غوښتنه ادلېب د خوندي زون په پلمه رژیم ته وسپاري. ترکیه په خپلو دغو خیانتونو سره د امریکا، روسیې او ظالم رژیم لخوا د سوریانو په قتل عام کې برخه اخلي.

د سوریې په ګډون ټوله نړۍ نا امنه ده. هر چېرې چې دا امپریالېست (ښکېلاکګر) کفر وي، هغه ځای یې نا امنه کړی دی. غربي ښکېلاکګر د نړۍ په خوندي کولو کې پاتې راغلي او یوازې اسلامي خلافت د تېر په څېر نړۍ ته امن راوستلی شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د یلماز سالک لیکنه

د مطلب ادامه...

د کشمیر ناورین په اسلامي امت پورې تړاو لري، نو ټول مسلمانان یې باید د تر څنګ ودرېږي.

خبر:

د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تر منځ شخړې په اړه د اندونیزیا حکومت بې پرې پاتې شو. په داسې حال کې چې پاکستان ترې غوښتي وو، چې د کشمیر د خپلواکۍ لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې پر هند باندې فشار راوړي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیوکو فتیزسیاح د اګېسټ په ۱۴ مه (CNNIndonesia.com) ته په واټس اپ کې ولیکل:«اندونیزیا؛ پاکستان او هند هڅوي، چې د ستونزې د حل په موخه خپلمنځي خبرې اترې وکړي). د اندونیزیا دا چلند نوې خبره نه ده. تېر کال هم په اندونیزیا کې د پاکستان سفیر د کشمیر د ناورین په اړه د اندونیزیا په چوپ پاته کېدو نیوکه کړې وه. (راپور انادولو اپریل ۲۰۱۸.)

تبصره:

کشمیر د پاکستان لپاره کومه ملیتي مسله نه ده. د هند لپاره هم یوازې اقتصادي یا جیوپولیټکي مسله نه ده؛ بلکې دا یوه اسلامي مسله ده. دا اسلامي مکلفیت باید هېڅکله د کومې پلمې له مخې پرېنښودل شي. اسلام یوه هر اړخیزه ایډیولوژي ده، چې معنوي او سیاسي دواړه چارې تنظیموي. اسلام اقتصادي، جیوپولیتکي او سیاسي چارې له اسلامي عقیدې او توحید څخه نه بېلوي. د کشمیر د مسلمانانو حیثیت، شتمني، خاوره او وینه یو اسلامي امر دی.

که څه هم اندونیزیا او ډېری لوی اسلامي هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب لري، خو بیا هم د کشمیر د مسلې په تړاو بې پرې پاته شول. دا بې پرېوالی لاندې مسایل په ډاګه کوي:

لومړی: د نړۍ لېبرال سېکولر نظم هېڅ اسلامي هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلو حقیقي وروڼو سره خواخوږي څرګنده کړي. دوی هغه سېکولریزم مسموم کړي، چې دین د نړۍ د سولې لپاره د شخړې اصلي سرچینه بولي.

دویم: دا ثابتوي چې ملګري ملتونه د اسلامي نړۍ د ستونزو لکه: روهینګیا، سوریه، فلسطین یا ایغور د حل په برخه کې له سلګونو ماتو سره مخ دي. نور باید مسلمان چارواکي پوه شي، چې دا هغه وخت دی چې مسلمانان به د سلیمان علیه السلام د مېږو په څېر صفونه تنظیموي، که څه هم بدنونه یې کوچني دي، خو جراتونه ډېر لوی دي، ځکه صفونه یې د حقیقت پر اساس جوړ شوي دي.

د کشمیر تاریخچه یوه بله مهمه مسله ده، ځکه کشمیر د مسلمانانو خاوره ده، چې د لومړۍ هجري پېړۍ په پای کې مسلمانانو فتحه کړې وه. دا د مسلمان جنرال محمد قاسم په لاس د هند او سند د فتحو برخه وه، چې ۹۴هـ. ق او ۷۱۲م کال کې پیل شوې. بیا د عباسي خلیفه معتصم په وخت کې یعنې په ۲۱۸-۲۲۵ هـ.ق کلونو کې چې له ۸۳۳-۸۳۹ م کالونو سره سمون لري، اسلام پر لویه وچه خپور شو. د اسیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې د خلافت تر سیوري لاندې د اسلام واکمني تر لسو پېړیو پورې دوام وکړ، چې نن ورځ د هند، پاکستان، کشمیر او بنګله دیش په نومونو یادیږي. له هغې وروسته د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې کشمیر د انګستان تر استعمار لاندې راغی. انګلیسي حکومت یو هندو پاچا ته، کشمېر د ۱۰۰ کلونو لپاره په اجاره وکړ. په داسې حال کې چې له ۵۵ سلنې ډېره برخه یې له مسلمانانو سره وه. همدا په کشمیر کې د استبداد پیل و. له دې وروسته د واک د ټینګښت په موخه په کشیمر کې د مسلمانانو پر وړاندې د ۱۵لسیزو لپاره جنایتونو وشول. کشمیر او فلسطین دواړه تاریخي ورته والی لري او دواړه د انګلیستان پروژې دي. په دغو سیمو کې له مسلمانانو څخه د واک اخیستلو په موخه فلسطین یهودو او کشمیر هند ته ورکړل شوی دی.

اوسمهال د نړېوالې ټولنې چارې ښکیلاکګر ځواکونه اداره کوي. دغه شرقي او غربي کپیټلیست هېوادونه تل د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې ډول په اسلامي خاورو کې شخړې رامنځته کوي. له دې لارې خپل ښکېلاک پیاوړی کوي. د دغه با عزته امت بچیان د هغه کفري داړه مارانو پر وړاندې ناتوانه قربانیان دي، چې پر مسلمانانو نړیوال نظام پلی کوي.  

د مسلمانانو چارواکو د کشمیر اوسېدونکي هېر کړي دي. دغو چارواکو خپله عقیده سېکولرېزم او کپیټلېزم ګرځولې، چې دوی یې پر ملي او اقتصادي ګټو بوخت کړي دي. دوی د اسلام په پرتله ملګروملتونو ته ډېر ژمن دي. ترڅو چې د نړۍ اوسنی نظم وي، په ټوله اسلامي نړۍ کې به مسلمانې ښځې ښه ورځ ونه ویني. د دغو ټولو ستونزو یوازینی علت د خلافت نه شتون دی. خلافت به له مسلمانانو څخه د کفر واکمني لرې او په ټوله اسلامي نړۍ کې به د مسلمانانو عزت او ارزښت خوندي کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره در په یاد کړئ:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» 

(المسلم)

ژباړه: خلیفه په حقیقت کې هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او خلک پر ساتل کېږي.

سربېره پردې مسلمانانو ته حرام دي، چې تر خپلې ولکې لاندې خاوره کې اسلام پلی نه کړي. دا یوازې د مسلمانانو د عزت مسله نه ده، بلکې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر پلي کولو باور لري. له همدې امله مسلمانان د مبارزې پرېښودلو حق نه لري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ

[المائده: ۵۰]

ژباړه: ایا دوی یو ځل بیا د جاهلیت پر اساس پرېکړې غواړي؟ په داسې حال کې هغه خلک چې پر الله سبحانه وتعالی باور لري، د هغوی په نزد له الله سبحانه وتعالی څخه پرته بل غوره پرېکړه کوونکی نشته.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

فیکا کوماره

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې