سه شنبه, ۰۶ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مسلمانانو اقتصادي بریا او امنیت د دوی تر منځ د پولو په له منځه تلو کې نغښتي

خبر:

د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۱۸مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تورخم پوله د ۲۴ ساعتونو لپاره په رسمي توګه پرانیستله. هغه وویل: «د پولې ۲۴ ساعته پرانیستل به په سیمه کې سوداګريزې اسانتیاوې رامنځته کړي. زما په فکر دا به یوه تاریخي ورځ وي.» نوموړي یادونه وکړه: «د پولې د ۷ ساعتونو په پرانیستلو له افغانستان سره ۵۰ سلنه سوداګري ډېره شوې، چې دا به په سیمه کې د خلکو ژوند بدل کړي، پېښور به د سوداګریزو فعالیتونو مرکز وګرځي او خلکو ته به د کار موندلو فرصتونه ډېر شي.»

تبصره:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند پر ۲۶۰۰ کیلومتره پوله باندې د تګ راتګ شپږ مهم ځایونه شته دي. دا پوله په ۱۸۹۳م کال د بریتانوي او هندو دولتونو او د افغانستان د هغه وخت واکمن امیر عبدالحمن خان د پرېکړې په پایله کې رامنځته شوه. په تورخم کې ډېره ګڼه ګوڼه وي. له دغه ځای څخه زیات شمېر خلک دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي. دغه سرحدي سیمه د لېږد رالېږد او ګمرکي راکړې ورکړې مهم ځای دی. د پولې پر رامنځته کېدو سربېره بیا هم د دواړو لورو مسلمانان له اسنادو پرته تګ راتګ کوي.

دغه نامحدود تګ راتګ د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د جهاد پر وخت هم بند نه شو. په افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال دوی پوهېدل، چې دا اشغال هغه مهال دوام موندلی شي، چې د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو تر منځ اړیکې پرې شي. ځکه د دواړو لورو مسلمانان دغې پولې ته یوازې د یوې کرښې په توګه ګوري. کله چې په پاکستان کې پرله پسې بمي چاودنې وشوې، سیاسي او نظامي مشرانو یې د دغه ترهګریزو بریدونو پړه پر افغانانو واچوله او زیاته یې کړه، چې ترهګر په اسانۍ سره له دغې پولې پاکستان ته ورځي. په هغه پوله کې د افغانانو د تګ راتګ څارلو او منظمولو لپاره کوم ځانګړی سیسټم نه و. همغه مهال پاکستاني رژیم دغه سرحدي ځایونه په ځانګړي ډول تورخم د ډ‌ېرو ورځو لپاره په دې پلمه بند کړ، چې له دې لارې پاکستان ته ترهګر راننوځي. د دغو ځایونو بندول د دواړو خواوو مسلمانانو ته ډېر لوی تاوانونه واړول؛ ځکه دوی یو له بل سره ډېرې سوداګریزې او ټولنیزې اړیکې درلودې. د پاکستان رژیم د پیاوړو چک پاینټونو په جوړولو سره داسې فضا رامنځته کړه، چې اوسمهال د ډیورند پوله یوه مهمه پوله بلل کېږي. په داسې حال کې چې مخکې دغې پولې د سیمې مسلمانان سره بېل کړي نه وو.

دا د بجوا-عمران رژیم دوه مخي ده، چې له هند سره پوله کې اسانتیاوې رامنځته کوي. د کارټارپور پوله د دیني سیاحت تر نامه لاندې پرانیزي. د بجوا-عمران رژیم له هند سره د اړیکو د عادي کولو په موخه د سکېزم دیني مراسمو ته اسانتیا برابروي. دا رژیم هڅه کوي، چې یوازې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ پیاوړې پوله رامنځته کړي، چې په دې سر به د هندو دولت د تجاوز پر وړاندې د سیمې مسلمانان کمزوري شي. ‍

اسلام غواړي چې مسلمانان د یوه واحد امت په توګه ژوند وکړي او سیاسي یووالی ولري. دغه مصنوعي کرښې باید له منځه ولاړې شي، چې استعمار د مسلمانانو د وېشلو لپاره جوړې کړې دي. دا به هغه مهال رښتیا شي، چې په پاکستان کې د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس شي. هغه خلافت به د مسلمانانو تر منځ اوسنۍ پولې له منځه یوسي. دا امت به یو واحد او د نړۍ پیاوړی امت وګرځوي. هغه مهال به امت سټراټیژیکې ځمکې، هوایي ډګرونه، سمندري بندرونه، د انرژي او منرالونو سرچینې، ځوان بشري ځواک، غني او ډول ډول زراعت او پیاوړی پوځ ولري. رښتیا هم چې یوازې خلافت د مسلمانانو لپاره یوه لویه بریا او امنیت راوستلی شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ اتَّقُواْ اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ - وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُواْ

[ال عمران: ۱۰۲-۱۰۳]

ژباړه: اې مومنانو! له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شئ، لکه څنګه چې وېره ترې پکار ده او په داسې حال کې دې مړه شئ، چې مسلمانان وئ. ټول سره یو ځای د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ (قرآن) باندې منګولې ولګوئ او تفرقه مو په خپل منځ کې مه پرېږدئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د حزب التحریر-ولایه پاکستان د رسمي ویاند معاون شهزاده شیخ

 

د مطلب ادامه...

اقصی جومات: سیاسي تبصره «په تونس کې د ولسمشرۍ ټاکنو عجایب»

له اقصی جومات څخه د اونۍ سیاسي تبصره

د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) له خوا

بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)

چهار شنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۱۰مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۸مه

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: د جمعې خطبه «مصر، هغه ځمکه چې عمرو هغه فتحه کړه او سیسي هغه دښمن ته وپلورله»

له اقصی جومات څخه د جمعې ورځې درس

د استاد ابي عمران براق له خوا

بیت المقدس – مبارکه خاوره (فلسطین)

جمعه، ۱۴۴۱ د محرم ۲۸ مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۷مه

د مطلب ادامه...

اقصی جومات: له قبلي جومات څخه غږ «غرب او د هغې کوڅه ډب لکه سیسي له سیاسي اسلام څخه وېرېږي»

فریاد روز جمعه له اقصی مبارک جومات څخه

د استاد علي ابو احمد له خوا

بیت المقدس – مبارکه خاوره فلسطین

جمعه، ۱۴۴۱ د محرم ۲۸مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۷مه

د مطلب ادامه...

واقیه ټلویزیون: عاجل پیغام (تر ټولو ښه امت چې د خلکو لپاره موندل شوی!)

واقیه ټلویزیون – عاجل پیغام

(تر ټولو ښه امت چې خلکو لپاره غوره شوی!)

مهندس اسماعیل الوحواح (ابو انس)

په اسټرالیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

دوشنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۲مه/ ۲۰۱۹ د سپټمبر لومړۍ

د مطلب ادامه...

واقیه ټلویزیون: د امت د چارو خپرونه (د استعمار په مصلحت د مسلمانانو تر منځ جګړه حرامه ده)

[د امت د چارو خپرونه ]

(د استعمار په مصلحت د مسلمانانو تر منځ جګړه حرامه ده)

د خپرونې مېلمه: استاد سالم ابو سبیتان (ابو صهیب)

د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم ناصر (ابو عمر)

شنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۲۲مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۱مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې