یکشنبه, ۱۱ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د الله سبحانه تعالی د ایتونو د متن (رسم) او تلاوت تر منځ د لېږد توپیر

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

 بکر الشامي ته

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

د مهربانۍ له مخې دغه حديث ماته تشريح کولای شئ، ځکه ماته یو څه ګونګتیا پکې ښکاري. د علماوو د ويناوو تر لوستلو وروسته زه د لاندې حديث په تړاو سم پوه نه شوم:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: ابن شهاب وايي ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، هغه وايي: ما له زید بن ثابت نه واورېدل«موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، تر څو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې پخپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «ژباړه: په مؤمنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې وعده کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

زه تر اوسه په دې نه پوهېږم چې څرنګه صحابه وو رضی الله عنهم له ده څخه ياد ايت قبول کړ، په داسې حال کې چې دی يو کس دی او دغه تواتر يې نه دی پوره کړی. که موږ د ده شاهدي د دوو تنو له شاهدۍ سره مساوي وګڼو، نو دغه صحيح دی خو بیا هم تواتر نه پوره کوي!

الله سبحانه وتعالی دې پر  تاسو رحم وکړي، زموږ شېخه.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته.

داسې ښکاري چې ستاسو لپاره دا ګونګه ده چې څه ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قران کریم تلاوت او لیکلې بڼه (رسم) تر موږ پورې رارسېدلې ده. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په تواتر ډول د صحابه وو د يوې ډلې، الله سبحانه وتعالی دې پر دوی ورحمېږي، له لوري د ایتونو د تلاوت لېږد، تر هغو چې موږ ته په تواتر ډول را ورسېږي او دا چاره به د قيامت تر ورځې پورې د الله سبحانه تعالی په ساتنه کې وي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره دا قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

د قرانکريم د متن (رسم) د لېږد په تړاو بايد ووايم، چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له يادولو پرته د قرانکريم متن نه ليکه، بلکې خپل هغه ليکلي متنونه يې ټولول چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې يې ليکلي وو. همدغه کفايت کوي چې خپل ليکلي متنونه (صحف) يې له خپل ځان سره لرل، که څه هم صحابه وو الله سبحانه وتعالی دې پرې ورحمېږي، ژمن خلک وو چې د هرې هغې پاڼې د رښتياوالي لپاره چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکلې شوې وه دوه شاهدان د ډېر احتياط په موخه ونيسي. همدغه د الله سبحانه وتعالی له لوري توفیق (بری) دی، چې د خپل کتاب ساتنه کوي او د جعل کارۍ امکان پکې ناشونی دی.

﴿لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ﴾

[فصلت:۴۲]

ژباړه: باطل نه له مخې پرې راتلى شي او نه هم له شا څخه، ځکه دا د حكمت د څښتن او یو ستايل شوي (الله سبحانه وتعالی) نازل کړل شوی کتاب دى.

اصلي موضوع دا ډول ده او تفصیل یې په لاندې بڼه دی:

لومړی: د قران د را ټولولو موضوع:

موږ د اسلامي شخصيې کتاب په لومړۍ برخه، " قران را ټولولو " فصل کې د قران د جمع کولو موضوع په تفصيل سره بيان کړې ده؛ لکه څرنګه چې مو په "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول" کتاب کې د "قران نزول او د هغه متن" تر عنوان لاندې فصل کې او د "قران ټولولو" فصل کې بیان کړې ده. که څوک غواړي په دې برخه کې لا نور زيات معلومات او ثبوتونه ترلاسه کړي، پورته ياد شوي کتابونه دې وګوري... زه به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ځينو هغو برخو ته ستاسو د ښه پوهېدو په موخه اشاره وکړم، چې په يادو شويو کتابونو کې بيان شوي دي.

۱- زه تا ته د خپل کتاب "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول"  د «قران را ټولولو» فصل څخه لاندې حواله درکوم:

[... د مرتدينو سره په جهاد کې د ګڼ شمېر حافظانو شهادت، ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ويره پيدا کړه، دوی د قران حافظان وو او د فصلونو (سورتونو) په بڼه یې ترتیب کړی و. ده امر وکړ چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له لوري تایید شوي د هر سورت ليکل شوي اياتونه دې په يوه ځای کې راټول او په ترتيب سره دې تنظيم شي. هغه سورتونه چې پر بېلابېلو ټوټو باندې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي او تاييد شوي وو، په ترتيب سره راټول شول او پر هره ليکل شوې ټوټه باندې دوه تنه صحابه د شاهدانو  په ډول ونيول شول، ترڅو دا تصديق کړي چې دغه سورتونه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي. صحابه کرامو رضی الله عنهم يوازې پر ليکل شويو متنونو او یا د حافظانو د تلاوت پر ورته والي باندې اکتفا ونه کړه. د يادونې وړ ده چې هر ايت د يو شمېر صحابه وو له لوري په تواتر بڼه حفظ شوی و.

نو کله چې دوی د سورت توبې وروستني ايتونه يوازې له خزيمه رضی الله عنه څخه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې یې ليکي وو، وموندل او يوازې هغه رضی الله عنه تصديقول. دوی د خزيمه رضی الله عنه متن په قرانکریم کې د یوځای کولو څخه منع کړ، تر هغو چې یې داسې ثبوت یې پيدا کړ چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ده په تړاو فرمايلي و، چې د خزيمه رضی الله عنه شاهدي له دوو تنو عادلو مسلمانان له شاهدۍ سره برابره ده. وروسته دوی هغه ليکل شوې نسخه چې خزيمه رضی الله عنه تصديقول را ټوله او له قران سره یو ځای کړه. د یادونې وړ ده چې صحابه وو دغه ایت په مطلق ډول حفظ کړی و، خو دغه کار د دوی له لوري د ډېر تاييد په موخه تر سره شو، الله سبحانه تعالی دې له دوی څخه راضي شي، ځکه دوی غوښتل چې هغه پاڼې (صحف) چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي، جمع کړي او نه يې غوښتل هغه ایتونه ولیکي چې د خلکو په حافظه کې وه.

له همدې امله خو د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري را ټول شوی قرانکريم د هغو ليکل شويو پاڼو ټولګه وه چې اياتونه پکې ليکل شوي او په سورتونو کې تنظيم شوي وو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تاييد ورسره مل و؛ يعني د قران د ټولو سورتونو لپاره يې د هر سورت د اياتونو پاڼې په ترتيب سره يوځای کړي وې] پای.

۲- زه لومړی تاسو ته د اسلامي شخصيې د لومړۍ برخې حواله درکوم، وروسته د ابوبکر صديق رضی الله عنه له ټولګې څخه هغه ایتونه بیانوم، چې په خپلو سورتونو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي:

 «د قرانکریم د را ټولو په اړه له امر ورکولو څخه د ابوبکر صديق رضی الله عنه موخه دا نه وه، چې قرانکریم دې د یوه مصحف به بڼه ولیکل شي، بلکې د ده موخه د هغو نسخو را ټولول و چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې؛ ترڅو په یوه ځای کې را ټولې او ډاډه شي چې دا هماغه بڼې دي، چې هره نسخه یې د دوو شاهدانو د شاهدۍ ملاتړ له ځان سره لري... دغه پاڼې د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د ژوند پر مهال له ده سره وې او ور پسې د حضرت عمر رضی الله عنه د ژوند پر مهال له هغه سره وې او وروسته د حضرت عمر رضی الله عنه لور حفصې رضی الله عنها ته چې د مومنانو مور ده، له هغه څخه په میراث ورته پاتې شوې.

دا د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري د قرانکریم د راغونډونې په اړه وه. د حضرت عثمان رضی الله عنه له لوري د قرانکریم راغونډونه د هغه د خلافت په درېيم او د ځينو روايتونو له مخې په دوهم کال، يعني د هجرت پر ۲۵م کال تر سره شوه. حذيفة بن اليمان رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه د لیدو لپاره مدینې ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د قرآنکریم په تلاوت کې د شام او عراق د خلکو لهجې سره بېلې دي.

نو دی عثمان رضی الله عنه ته راغی. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده چې د شام او عراق خلک د قرآنکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف ونه کړي. ده وويل: اې اميرالمومنينه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصه رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان ته رضی الله عنه ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه زيد بن ثابت رضی الله عنه، عبدالله ابن الزبير، سعيد ابن العاص او عبدالرحمن ابن حارث ابن هشام ته دنده وسپارله، چې له يادو متنونو څخه ورته بشپړې نسخې ولیکي؛ دوی همداسې وکړل. کله یې چې له دغې نسخې څخه ګڼې نورې نسخې ولیکلې، نو عثمان رضی الله عنه اصلي نسخه بیرته حفصې رضی الله عنها ته ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه د لیکل شویو نسخو څخه یوه نسخه هر ولايت ته ولېږله او امر يې ورکړ چې ټولې هغه نورې قراني نسخې چې نيمګړې يا بشپړې وي باید وسوځول شي. له اصلي نسخې څخه د جوړو شويو نسخو شمېر اوه نسخې و. دغه اوه نسخې مکې، شام، يمن، بحرين، بصرې او کوفې ته واستول شوې او يوه نسخه يې په مدينه منوره کې وساتل شوه.

له همدې امله د حضرت عثمان رضی الله عنه دا کړنه د قران کريم راغونډونه نه وه، بلکې دا يوازې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه د قران کریم د همغه متن د بیا لیکلو او رانقولو د چارې بنسټیز کول و، کوم چې د ده صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوی و. ده پرته له دې چې د حفصې رضی الله عنها په ملکیت کې د شته قرانکریم څخه  اوه نورې نسخې ولیکي، بل کار نه دی کړی. ده رضی الله عنه مسلمانان پر همدغې واحدې نسخې راټول کړل او له دې پرته يې نورې ټولې نسخې منعه کړې. ټوله موضوع د ده رضی الله عنه له امر سره سم د همدې نسخې له بیا لیکل کېدو سره حل شوه. دا همغه نسخه او نقل دی چې د وحیو د نزول پر مهال د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل کېده. دا هماغه نسخه ده چې ابوبکر رضی الله عنه را ټوله کړې ده. وروسته مسلمانانو له همدغه قران څخه نورې نسخې اخيستلې او له دې پرته یې له بل شي څخه نورې نسخې نه لیکلې. په متن کې له عثماني مصحف پرته بل شی پاتې نه شول. کله چې د چاپ ماشین جوړ شو، له همدې نسخې او نقل څخه بیا مصحف چاپ شو.»

۳- لکه څنګه چې تاسو وینئ، دا د قرانکريم  د تلاوت د انتقال موضوع نه وه. قرانکريم د يو شمېر صحابه کرامو له لوري د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په قطعي تواتر ډول را نقل شوی دی. دا د هغه څه انتقال دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي... له همدې امله د قران دغه نسخه (رسم) توقيفي ده (څه ډول چې وه، همغسې اخيستل شوې ده او بدلون پکې نه دی راغلی) او يوازې پر همدغه بنسټ پاتې ده. دا حرامه ده چې له ياد متن پرته دې په بله بڼه وليکل شي. دا هم روا نه ده چې ټول متن ته دې بدلون ورکړل شي... که څه هم موږ بايد د قران عثماني (د عثمان رضی الله عنه) متن په پام کې ونيسو، ځکه دغه متن د ټول قران لپاره ځانګړی دی. که چېرې قران د ثبوت او زده کړې یا نورو موخو لپاره پر تخته ليکل کېږي او یا هم په يو بل ځای کې د قران له مصحف پرته ليکل کېږي؛ بیا نو د دې اجازه شته چې بل ډول ولیکل شي لکه «الرِّبَوا» (سود).

په قران کې پر تخته باندې «الربا» ليکل کېدای شي، ځکه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تایید او د صحابه وو رضی الله عنهم اجماع يوازې د قران کريم د مصحف لپاره وه، نه د بل ځای لپاره. د نورو شيانو لپاره دغه ځانګړتیا نشته، ځکه قران توقيفي دی (څه ډول چې و، همغسې اخيستل شوی دی او بدلون پکې نه دی راغلی)، د دې لپاره اسماني دليل نشته او دلته د قياس مجال هم نشته.

دویم هغه حديث چې تاسو يې په اړه پوښتنه کړې ده، هغه امام بخاري روايت کړی او په لاندې ډول دی:

«4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

 ژباړه: (۴۶۰۴؛ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایتوي، چې ابن شهاب وايي؛ ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې امت په قرانکریم کې اختلاف وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږی: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او اصلي نسخه به یې بیرته در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله. حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل ترڅو له دې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل، کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، بیا نو حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دې نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ، چې له چا سره له دې پرته د قرانکریم بله کومه بشپړه نسخه او یا په څو ټوټو کې لیکل شوې نسخې وي، نو باید وسوځول شي.)

«4604- قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (4604- ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ.) هغه ایت دا و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک هم شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

نو په ډاګه شوه چې دا حديث د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د قران کريم د نسخو د بیا لیکلو له پېښې څخه بحث کوي. هغه رضی الله عنه زيد بن ثابت او نورو ته دنده وسپارله، چې د قران کريم له هغو نسخو او پاڼو څخه نورې نسخې ولیکي، چې ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دور کې يوځای کړې وې او د حضرت حفصې رضی الله عنها په کور کې وې. يعني دغه حديث د هغو پاڼو د بیا لیکل کېدو په تړاو بحث کوي، چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې او د تلاوت د انتقال په تړاو بحث نه کوي. نو قرانکريم له هغه متن څخه ليکل شوی، چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوی دی. اصلاً تواتر ته اړتيا نه لري، خو دا کفايت کوي چې د هغه په تړاو صحيح روايت شتون ولري. پر صحابه کرامو دې الله سبحانه وتعالی ورحمېږي، دوی د زيات احتياط او پاملرنې په موخه د هرې نسخې لپاره دوه تنه شاهدان هرو مرو غوښتل. د قرانکریم تلاوت موږ ته د هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم له لوري را انتقال شوی، چې هغوی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه نيغ په نيغه اورېدلی دی.

په دې ډول د الله سبحانه تعالی په خوښه ستا د پوښتنې ځواب روښانه شو او الله سبحانه وتعالی د قيامت تر ورځې پورې د خپل کتاب ساتوونکی دی.

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

[الحجر:۹]

ژباړه: پاتې شو دا ذکر (قران)، دا موږ نازل کړی او موږ یې په خپله ساتونکي یو.

درېيم، دوه موضوعات پاتې شول، چې هغه هم بايد روښانه شي:

لومړی، هغه کوم ایاتونه دي چې وموندل شول او يوازې خزيمه رضی الله عنه ليکلي دي... ؟

دویم، ايا دغه ايتونه له خزيمه سره پيدا شوي دي او که له ابو خزيمه سره... ؟

د الله سبحانه تعالی په توفیق سره ځواب په لاندې ډول دی:

۱- د لومړۍ موضوع په تړاو چې کوم ایتونه دي، امام بخاري «رح» په دې تړاو دوه روایتونه لري؛ د ۴۳۱۱ شمېرې او ۴۶۰۴ شمېرې تر عنوان لاندې چې په دې ډول دي:

 «4311 حدثنا أَبُو الْيَمَانِ أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ عَنْ الزُّهْرِيِّ قَالَ أَخْبَرَنِي ابْنُ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَكَانَ مِمَّنْ يَكْتُبُ الْوَحْيَ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ وَعِنْدَهُ عُمَرُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِالنَّاسِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ فِي الْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ إِلَّا أَنْ تَجْمَعُوهُ وَإِنِّي لَأَرَى أَنْ تَجْمَعَ الْقُرْآنَ قَالَ أَبُو بَكْرٍ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ أَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ rفَقَالَ عُمَرُ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي فِيهِ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ لِذَلِكَ صَدْرِي وَرَأَيْتُ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ وَعُمَرُ عِنْدَهُ جَالِسٌ لَا يَتَكَلَّمُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ وَلَا نَتَّهِمُكَ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفَنِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلَانِ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ النَّبِيُّ r فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ أَزَلْ أُرَاجِعُهُ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ اللَّهُ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ فَقُمْتُ فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الرِّقَاعِ وَالْأَكْتَافِ وَالْعُسُبِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ مِنْ سُورَةِ التَّوْبَةِ آيَتَيْنِ مَعَ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهُمَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ: [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم ] إِلَى آخِرِهِمَا وَكَانَتْ الصُّحُفُ الَّتِي جُمِعَ فِيهَا الْقُرْآنُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ... »

ژباړه: (۴۳۱۱- ابو اليمان له شعيب او شعیب له الزهري څخه روایت کوي، دی وایي: ابن السباق ما ته وویل چې زيد بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له هغو کسانو څخه دی، چې سپېڅلي وحې يې ليکلې او وایي: وروسته له دې چې ګڼ شمېر حافظان د يمامه په جګړه کې په شهادت ورسېدل ابوبکر صديق رضی الله عنه ماته خبر راکړ چې راشه. حضرت عمر رضی الله عنه د ابوبکر صديق رضی الله عنه په څنګ کې ناست و. ابوبکر را ته وويل، چې عمر ماته راغلی او وایي چې د يمامه په جګړه کې ګڼ شمېر حافظان شهيدان شول او زه وېرېږم که چېرې قرانکریم را ټول نه کړې، نو په نورو جګړو کې به هم قرا (هغوی چې قران یې په سینو کې حفظ کړی دی) په شهادت ورسېږي او په دې توګه به د قران یوه لويه برخه له لاسه ورکړو. زه په دې اند يم چې تاسو بايد قران را ټول کړئ. ابوبکر صديق رضی الله عنه زياته کړه، ما عمر رضی الله عنه ته وويل: زه څنګه داسې يو کار وکړم، چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ عمر رضی الله عنه ماته وويل: په الله قسم دا د خیر او ښه کار دی. نو عمر رضی الله عنه ټينګار وکړ او زه يې وهڅولم، چې د ده وړانديز ومنم؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر پرانيست او ما هم د عمر رضی الله عنه په څېر نظر خپل کړ. زيد بن ثابت زياتوي: عمر رضی الله عنه له ابوبکر رضی الله عنه سره ناست و او خبرې یې نه کولې. ماته يې وويل: ته يو هوښيار ځوان يې او ستا په تړاو موږ (د درواغو ويلو يا هېرولو) شک نه لرو او ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحيې کاتب وې. له همدې امله په قران پسې وګرځه او په يوه نسخه کې یې راټول کړه. په الله قسم که ده (ابوبکر صديق) ماته دستور راکړی وای چې له دغو غرونو څخه يو غر له خپل ځای څخه لېرې کړه، دا به زما لپاره اسانه وه، تر دې چې ده دستور راکړ چې قران را ټول کړم. ما دوی دواړو ته وويل: تاسو څنګه د داسې يو کار جرات وکړ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر رضی الله عنه وويل: په الله قسم دا یو ښه او د خیر کار دی. نو ما له ده رضی الله عنه سره په دې تړاو استدلال کاوه، تر هغو چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر هم د هغه کار لپاره پرانيست چې د ابوبکر او عمر رضی الله عنه ټټر یې ورته پرانيستی و. نو ما د قرانکریم په راټولولو او یوځای کولو پیل وکړ. د قرانکریم هغه ایتونه چې د حیواناتو پر څرمنو، د وزر پر هډوکو، د خرما پر پاڼو لیکل شوي وو او هغه چې خلکو حفظ کړي وو (په سینو کې یې محفوظ وو)، په راغونډولو کې مې يې درېغ ونه کړ. له خزیمه رضي الله عنه سره مې د سورت التوبه دوه داسې ایتونه وموندل، چې تر اوسه ما له بل چا سره نه وو موندلي او هغه په دې ډول وو؛ ژباړه: «په تحقیق سره موږ تاسې ته ستاسې له منځه رسول (محمد) درلېږلی دی. دی (محمد) پر تاسې مهربانه دی او پر دې حریص دی، چې تاسې پر مستقیمه لار(هدایت) لاړ شی.» (التوبه:۱۲۸) د قرانکریم اصلي نسخه له حضرت ابوبکر صدیق سره وه، کله چې هغه وفات شو بیا دا نسخه حضرت عمر رضي الله عنه ته ورسېده؛ خو کله چې هغه هم وفات شو، بیا دا نسخه د حضرت عمر رضي الله عنه لور حضرت حفصې رضي الله عنها ته پاتې شوه.)

لکه څنګه چې د حدیث په متن کې څرګنده شوه، دا د ابوبکر صدیق رضی الله عنه زمانه وه، چې له حضرت خزیمه رضی الله عنه سره د قرانکریم هغه لیکلې پاڼه پیدا شوه، چې په هغې کې د سورت التوبه دا دوه وروستي ایتونه شته وو.

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم﴾

 [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

والثانية: «4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

دویم؛ ژباړه: (۴۶۰۴ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایت کوي، چې ابن شهاب وايي: ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و، چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه څنګه چې پخوا یهودو او نصاراو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې ضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حضرت حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله.

حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل، ترڅو له دغې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل؛ کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، نو بیا حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دغو نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ چې له دې پرته د قرانکریم ټولې بشپړې او نابشپړې نسخې باید وسوځول شي.)

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

د حدیث له متن څخه ښکاري، چې دا د عثمان رضی الله عنه زمانه وه او له هغې پاڼې څخه چې دوی له حضرت خزیمه سره موندلې وه، دا څرګندېږي چې په هغې کې د سورت الاحزاب دا ايت و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

که ۴۳۱۱ او ۴۶۰۴ شمېرو احادیثو ته ښه ځیر شو، دواړه بخاري روایت کړي دي او په سند کې يې صحیح ګڼلي دي او دا خبره روښانه ده چې:

الف: په پیل کې موږ دا روښانه کړه، چې دا دواړه احادیث د دغو ایتونو د تواتر په اړه نه دي راغلي. د دواړو روایاتو اصلي موخه متن دی، نه د حفظ د تواتر ثبوتول. هر ایت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د څو نفرو صحابه وو په سینه کې محفوظ و. صحابه وو غوښتل دا نسخې کټ مټ په هغه شان ولیکي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر وړاندې لیکل شوي وې. دوی نه غوښتل چې د خلکو د حفظ په ډول يې ولیکي، چې بیا به په الفاظو کې اختلاف رامنځته شوی وی، بلکې دوی غوښتل کټ مټ يې هغه شان ولیکي، څه ډول یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې صحابه وو لیکلي وو. د لا ښه احتیاط او توفیق په اړه العزیز او الحکیم ذات داسې فرمایي: 

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

له همدې ځایه شرعي حکم استنباط کېږي او هغه داسې چې له عثماني نسخې پرته حتا د یوه مصحف د چاپ اجازه نشته. له عثمان رضی الله عنه څخه دې الله سبحانه تعالی راضي شي.

ب: د هغو پاڼو راټولول چې قرانکریم پرې لیکل شوی و د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په زمانه کې و او په صحیح روایاتو سره مو ثابت کړل، چې د هرې پاڼې لپاره به دوه شاهدان اړین و او دا روایت هم د سند په لحاظ صحیح دی. د حضرت عثمان رضی الله عنه د واکمنۍ په زمانه کې د قرانکریم نسخې له هغه مصحف څخه ولیکل شوې، چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په وخت کې لیکل شوی و. هغه مهال له حضرت حفصې رضی الله عنها سره موجود و، حضرت عثمان رضی الله عنه غوښتنه ځنې وکړه، چې وريې کړي. عثمان رضی الله عنه حضرت زید رضی الله عنه او دری نور کسان په دې وګمارل، چې له دغه مصحف څخه یو شمېر نورې نسخې ترتیب کړي.

نو دلته د دې شونتیا نشته، چې د عثمان رضی الله عنه په زمانه کې دې کومه لیکل شوې نسخه ورکه شوې وي. هغه مهال به ورکه شوې وي، کله چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې د قران کریم نسخې را ټولېدلې او دا هغه نسخه وه چې د سورت توبه دوه وروستي ایتونه پکې لیکل شوي وو:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هېڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

نو دغه ورکې پاڼې د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د نسخو د لیکلو پر مهال نه وې، ځکه د قران د راټولولو چاره د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې ترسره شوه، نه د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کې. له همدې امله د بخاري د ۴۶۰۴ شمېرې حدیث معنی د «درایه» له لوري رد شوې ده، چې په لاندې ډول دی:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

۲ـ د دویمې موضوع په اړه، چې ایا زید په لیکل شوې پاڼه کې د سورت التوبه دوه ایتونه یوازې له یوه صحابي سره موندلي و؟ ایا دغه صحابي خزیمه وو او که ابو خزیمه؟ د دغه ځواب په لاندې ډول دی:

ـ البخاري دوه ډوله روایتونه رانقل کړي دي: (۴۳۱۱) او (۴۶۰۳)

د ۴۳۱۱ شمېره روایت چې موږ پورته بیان کړ، داسې وايي:

نو ما د قرانکریم په راغونډولو پیل وکړ (د هغو پاڼو چې قرانکریم پرې لیکل شوی و) د خرما پاڼې، سپیني نازکې ډبرې او له هغه چا څخه چې په سینه کې يې حفظ کړی و؛ ترڅو ما د سورت التوبه وروستي ایتونه له ابوخزیمه الانصاري سره وموندل او له ده پرته مې له بل هېچا سره ونه موندل. هغه ایت په دې ډول دی:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هیڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

 «4603 - حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ سَعْدٍ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ عَنْ عُبَيْدِ بْنِ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ فَإِذَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ عِنْدَهُ قَالَ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِقُرَّاءِ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ بِالْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَرَى أَنْ تَأْمُرَ بِجَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ تَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ  قَالَ عُمَرُ هَذَا وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِذَلِكَ وَرَأَيْتُ فِي ذَلِكَ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدٌ قَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ لَا نَتَّهِمُكَ وَقَدْ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ ﷺ  فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفُونِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلُونَ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ قَالَ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ أَبُو بَكْرٍ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الْعُسُبِ وَاللِّخَافِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ آخِرَ سُورَةِ التَّوْبَةِ مَعَ أَبِي خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ] حَتَّى خَاتِمَةِ بَرَاءَةَ فَكَانَتْ الصُّحُفُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَيَاتَهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ.»

ژباړه: ۴۶۰۳ـ موسی ابن اسماعیل له ابراهیم ابن سعد څخه روایت کوي، ابراهیم ابن سعد بیا له ابن شهاب څخه روایت کوي او هغه بیا عبید ابن السباق څخه روایت کوي او وایي چې زید ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه د اهل یمامه (د یمامه په جګړه کې چې له مسیلمه سره وه، یو شمېر صحابه هم شهیدان شول) تر وژل کېدو وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ورغلم، له ده سره حضرت عمر رضی الله عنه هم و. ابوبکر رضی الله عنه ما ته وویل: عمر ما ته راغی او ويې ویل، چې د قرانکریم د قاریانو (هغوی چې قران یې په سینه کې حفظ کړی) مرګ ژوبله د یمامه په جګړه کې خورا ډېره وه او زه وېرېږم که چېرې دا ډول د قرانکریم قاریان د جګړې په نورو ډګړونو کې شهیدان شي، نو هسې نه چې د هغوی په سینو کې د حفظ شوي قرانکریم ډېره برخه له لاسه ورکړو. حضرت عمر رضی الله عنه ابوبکر ته وویل: زما مشوره دا ده چې د قرانکریم د را ټولېدو امر وکړې. ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایي، ما عمر رضی الله عنه ته وویل: «ته څنګه داسې یو کار کوې، چې رسول الله صلی الله عیله وسلم نه دی کړی؟» عمر راته وویل: «په الله قسم دا یو غوره کار دی.» عمر زما سره پر همدې مسله بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی د عمر د دغه وړاندیز په اړه زما سینه هم راخلاصه کړه او پوه شوم چې د عمر دغه مفکوره غوره ده او دا وړاندیز زموږ په خیر دی. بیا ابوبکر ما ته وویل: «ته یو هوښیار ځوان يې او موږ ستا په اړه کومه بدګماني هم نه لرو. تا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې وحې لیکلې. نو ته باید د قرانکریم (د پاشل شویو ټوټو) په موندلو او د یوه کتاب په بڼه په یوځای کولو کې خپلې هڅې پیل کړې.» په الله قسم که هغوی ما ته د یوه غره د خوځولو ویلي وی، پر ما به دومره دروند نه وای تمام شوی؛ لکه څه ډول چې د قرانکریم د یوځای کولو امر را ته سخت و. بیا ما ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وویل: ته څنګه داسې یو کار کوې، چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر راته وویل: په الله قسم دا یوه غوره کار دی. ابوبکر تر هغه وخته زما سره بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی زما سینه د دغه کار لپاره پراخه کړه؛ لکه د ابوبکر او عمر سینه یې چې خلاصه کړې وه. نو ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ هغه پاڼې، نازکې سپینې تيږې وې او ځینې هغه برخه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه اخرنی ایت مې له ابوخزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

 همداسې د سورت التوبه تر پایه و. بیا د قرانکریم مکمله نسخه له ابوبکر سره د هغه د ژوند تر پایه پرته وه. د ابوبکر تر وفات وروسته بیا دا نسخه له حضرت عمر رضی الله عنه سره وه او د ده له وفات څخه وروسته د حضرت حفصې بنت عمر رضی الله عنها سره پاتې شوه.

د ده له دغې خبرې څخه څرګندېږي چې:

ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ پاڼې، نازکې سپینې تيږې او هغه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه وروستی ایت مې له ابو خزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

د پورتنیو دوو حدیثونو د متنونو په ځیر لوستلو او فکر کولو څخه وروسته دا څرګندېږي، چې د دغه صحابي نوم خزیمه ابن ثابت الانصاري و او ابوخزیمه نه و او ثبوت یې دا دی، چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا شرط ایښی و چې د قرانکریم د هرې پاڼې د تصدیق دوه شاهدان اړین دي، ترڅو دا ثابته شي چي په واقعیت کې هم دغه نسخه یا پاڼه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوې ده. زید د هر لیکل شوي ایت لپاره دوه شاهدان وموندل، پرته د سورت التوبه له دوو وروستيو ایتونو څخه. د یوه روایت له مخې دا ایت پر يوه پاڼه لیکل شوی و او پاڼه یوازې له خزیمه سره پرته وه او په يوه بل روایت کې له ابو خزیمه سره پرته وه او پایله يې دا شوه، چې زید دا ایتونه په قرانکریم کې ترتیب کړل. په دې ترتیب سره دا ایتونه چې له کوم چا سره موندل شوي هغه څوک دی، چې یوازې د ده شاهدي له دوو شاهدانو سره مساوي ده، که چېرې داسې نه وای دا ایتونه به لکه څنګه چې ابوبکر صدیق لارښوونه کړې وه، په قرانکریم کې نه وای ځای پر ځای شوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حدیث کې چې روایت يې صحیح ګڼل شوی دی راغلي، چې د خزیمه ابن ثابت الانصاري شاهدي د دوو کسانو له شاهدۍ سره برابره ده. الله سبحانه تعالی العزیز الحکیم ذات ته دې حمد او ثناء وي، چې د خپل کتاب ساتونکی دی. د خزیمه حدیث په لاندې ډول دی. دا حدیث امام احمد په خپل کتاب مسند او امام ابو داود په خپل کتاب سنن کې روایت کړی دی او د احمد الفاظ په دې ډول دي:

«حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ حَدَّثَنَا شُعَيْبٌ عَنِ الزُّهْرِيِّ حَدَّثَنِي عُمَارَةُ بْنُ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيُّ أَنَّ عَمَّهُ حَدَّثَهُ وَهُوَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ ﷺ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ ابْتَاعَ فَرَساً مِنْ أَعْرَابِيٍّ فَاسْتَتْبَعَهُ النَّبِيُّ ﷺ لِيَقْضِيَهُ ثَمَنَ فَرَسِهِ فَأَسْرَعَ النَّبِيُّ ﷺ  الْمَشْيَ وَأَبْطَأَ الْأَعْرَابِيُّ فَطَفِقَ رِجَالٌ يَعْتَرِضُونَ الْأَعْرَابِيَّ فَيُسَاوِمُونَ بِالْفَرَسِ لَا يَشْعُرُونَ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ  ابْتَاعَهُ حَتَّى زَادَ بَعْضُهُمْ الْأَعْرَابِيَّ فِي السَّوْمِ عَلَى ثَمَنِ الْفَرَسِ الَّذِي ابْتَاعَهُ بِهِ النَّبِيُّ ﷺ  فَنَادَى الْأَعْرَابِيُّ النَّبِيَّ ﷺ  فَقَالَ إِنْ كُنْتَ مُبْتَاعَا هَذَا الْفَرَسَ فَابْتَعْهُ وَإِلَّا بِعْتُهُ فَقَامَ النَّبِيُّ ﷺ  حِينَ سَمِعَ نِدَاءَ الْأَعْرَابِيِّ فَقَالَ أَوَلَيْسَ قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ قَالَ الْأَعْرَابِيُّ لَا وَاللَّهِ مَا بِعْتُكَ فَقَالَ النَّبِيُّ ﷺ  بَلَى قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ فَطَفِقَ النَّاسُ يَلُوذُونَ بِالنَّبِيِّ ﷺ  وَالْأَعْرَابِيِّ وَهُمَا يَتَرَاجَعَانِ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ فَمَنْ جَاءَ مِنْ الْمُسْلِمِينَ قَالَ لِلْأَعْرَابِيِّ وَيْلَكَ النَّبِيُّ ﷺ  لَمْ يَكُنْ لِيَقُولَ إِلَّا حَقّاً حَتَّى جَاءَ خُزَيْمَةُ فَاسْتَمَعَ لِمُرَاجَعَةِ النَّبِيِّ ﷺ  وَمُرَاجَعَةِ الْأَعْرَابِيِّ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ قَالَ خُزَيْمَةُ أَنَا أَشْهَدُ أَنَّكَ قَدْ بَايَعْتَهُ فَأَقْبَلَ النَّبِيُّ ﷺ  عَلَى خُزَيْمَةَ فَقَالَ بِمَ تَشْهَدُ فَقَالَ بِتَصْدِيقِكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَجَعَلَ النَّبِيُّﷺ  شَهَادَةَ خُزَيْمَةَ شَهَادَةَ رَجُلَيْنِ»

د عماره ابن خزیمه اکا روایت کوي:

 ژباړه: (ابو الیمان له شعیب، شعیب له الزهري، او الزهري له عماره ابن خزیمه څخه روایت کوي. الزهري وايي چي عماره بن خزیمه راته وویل: زما اکا د رسول صل الله علیه وسلم صحابي و. اکا مې راته وویل، چې رسول  الله صلی الله علیه وسلم له یوه صحرايي عرب څخه یو اس اخیستو. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عرب له ځان سره روان کړ، ترڅو پیسې يې ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چټک روان و، خو صحرايي ورو ورو تګ کاوه. خلکو دا صحرايي عرب ودراوه او د اس د رانیولو په موخه يې ورسره چنې وهل پیل کړې، خو دا خلک نه خبر چې اس له وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم پېرلی دی.

صحرايي عرب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: که چېرې دغه اس غواړې، را څخه ویې پېره؛ کنه زه يې خرڅوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د دغه صحرايي خبره واورېده، ودرېد او ويې ویل: ایا دا اس ما له تا څخه نه دی پېرلی؟ صحرايي عرب وویل: په الله قسم ما دا اس پر تا نه دی پلورلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا اس ما له تا څخه پېرلی دی. اعرابي وویل: شاهد دې راوله. خزیمه ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه پر دې شاهدي ادا کوم چې تا دا اس پېرلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم خزیمه رضی الله عنه ته مخ واړاوه او ويې ویل: ته پر کوم بنسټ دا شاهدي ادا کوې؟

هغه ورته وویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! په دې چې ته د باور وړ يې. همدلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزیمه شاهدي له دوو کسانو سره برابره کړه. دا روایت الحکیم په خپل المستدرک کې په دوو صحیحو روایتونو کې راوړی دی او وايي: دا صحیح حدیث په سند کې روایت شوی دی او د دوو شیخانو د توافق پر اساس دا راویان رښتني دي، خو دوی یې روایت نه دی را نقل کړی.)

له دې ټولو څخه دا خبره جوتېږي، چې له کوم صحابي سره چې د سورت التوبې د ایتونو دا لیکل شوې پاڼه موندل شوې او له بل چا سره نه وه، هغه خزیمه  دی، نه ابوخزیمه. په قرانکریم کې ځکه دا ایتونه ځای پر ځای شول، چې د دغو ایتونو د لېږدونکي شاهدي د دوو کسانو له  شاهدۍ سره برابره وه. دا د خزیمه په اړه واقعیت دی، نه د ابوخزیمه په اړه. داسې برېښي چې په نومونو کې کوم شک را منځ ته شوی و، دا ځینې وخت پېښېږي... په هرصورت دا سړی ابوخزیمه ابن ثابت الانصاري وو، لکه پاس مو چې وښود.

په دې ډول ستاسو پوښتنې ته ځواب وویل شو... همدا راز ځواب د دوو پورتنیو پوښتنو په اړه و. الله سبحانه تعالی پوره پوهېږي او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۱ هـ.ق د ربیع الاول ۱۲مه

۲۰۱۹م کال، د نومبر ۹مه

د مطلب ادامه...

رسول الله صلی الله علیه وسلم مدني دولت تاسیس کړی!؟

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

محمود الجنید، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۵مه د «عصري یمني دولت ته ملي ليدلوری» لپاره د لومړي وزیر د استازي په توګه وګومارل شو؛ نوموړي د لومړي ځل لپاره  سه شنبه، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۹مه د ټرانسپورټ له وزیر ذکریا الشامي، د سیمه‌ییزې ادارې له وزیر علي القیسي او د ملکي خدماتو له وزیر ادریس الشارجبي سره په یوه ناسته کې د «مدني دولت» اصطلاح یاده کړه، ده ټينګار وکړ: «د عالي سیاسي شورا د رییس د لارښوونو پلي کولو ته د ادارو او بنسټونو چټک غبرګون ښيي چې له اداري فساد سره مبارزې، روڼتیا ډېرولو او د یوه داسې مدني دولت جوړولو لپاره د کار لېوالتیا شته چې نه پکې فساد وي او نه مفسدین». التاورا ورځپاڼه، یمن، 20/11/2019.

نیږدې له یوه کال راهیسې، حوثیان د "عصري دولت" اصطلاح کاروي او خپلو پیروانو ته دا هیله ورکوي چې یوازې قراني لار د هغه دولت د تاسیس ډبره ږدي چې د اسلام پر بنسټ حکومت وکړي. دوی د ۲۰۱۹م کال د جنوري له ۲۹مې راهیسې چې د خپل لیدلوري مسوده یې خپره کړه، د مارچ تر ۲۶مې چې دغه مسوده د سیاسي شورا له لوري تصویب شوه، د «مدني دولت» د اصطلاح په اړه چوپ پاتې وو؛ ګڼو رسنیو غوره بلله چې د «عصري یا ماډرن دولت» اصطلاح وکاروي. دا لومړی ځل دی چې یو رسمي ویاند په ښکاره د مدني دولت جوړولو لپاره د حوثيانو نیت څرګندوي.

مدني دولت د غربي‌ حکومت اصطلاح ده او هغه دولت ته وایي‌چې دین یې په قوانینو او مقرراتو کې ځای نه لري. دغه دولت همداراز خلک ازاد پرېږدي چې خلک د هر دين پیروي کوي ودې یې کړي او که یې نه کوي هم نه دې یې کوي. چا چې د سیاسي عالي شورا له لوری تصویب شوی لیدلوری لوستی وي، دا یې لیدلي. دا د یمن د خلکو –هغوی چې مدني دولت پرې حاکمېږي- حق دی چې حیران شي؛ ایا رسول صلی الله علیه وسلم - چې په دې وروستیو کې یې د ميلاد ورځ هم ونمانځل شوه- مدینې ته په رسېدو، هغه وخت چې انصارو د عقبې په دویم تړون کې نصرت ورکړی و، مدني دولت تاسیس کړ!؟ او که یې د اسلام پر اساس دولت حاکم کړ؟

دا تاسو ته هېڅ توپیر نه کوي، یا تاسو پر دې د ګناه احساس نه کوئ چې د مدني دولت د جوړولو پلان په ربیع الاول میاشت کې، د پيغمبر صلي الله علیه وسلم له میلاد څخه څو ورځې وروسته بیانېږي!؟ تاسو د هغه صلي الله علیه وسلم نافرماني وکړه، ایا تاسو د رسول الله صلي الله علیه وسلم له لوري د دې لپاره ټاکل شوی یئ چې په اخر وخت کې مدني دولت جوړ کړئ!؟ تاسو او تر تاسو مخکې کسان چې پر یمن یې حکومت کړی، په بدۍ او د الله سبحانه و تعالی د قوانینو په له پامه غورځولو کې له یو بل سره سیالي کوئ.

په اسلام کې د حکومت په اړه د الله سبحانه و تعالی اوامر ښکاره دي. هغه سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ]

ژباړه: «نو (اې محمد صلی الله علیه وسلم) ته د الله سبحانه و تعالی له نازل کړي قانون سره سم د دې خلکو د چارو فیصله وکړه.»

[المائده: ۴۹]

 الله سبحانه و تعالی همداراز فرمایي:

[فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ]

ژباړه: نو د دوی تر منځ په هغه څه حکم وکړئ چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي او کوم حق چې تا ته راغلی دی، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغوی د غوښتونو پيروي مه کوه.

[المائده: ۴۸]

الله سبحانه و تعالی همدا راز بل ځای فرمايي:


[فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی په تاسو کې هغه خلک ښه پېژني چې یو بل څخه ځانونه پناه کوي او غلي په څکېدو سره وځي. د رسول صلی الله علیه وسلم له حکم څخه سرغړوونکي باید ووېرېږي چې په کومه فتنه کې ښکېل نه شي یا کوم دردناک عذاب پرې رانه شي.

[النور: ۶۳]

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم موږ ته د هغه کسانو د پیروۍ په اړه خبرداری راکړی چې موږ ته یې مدني دولت راوړی؛ هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ حَتَّى لَوْ دَخَلُوا جُحْرَ ضَبٍّ لَدَخَلْتُمُوهُ» قالوا: اليهود والنصارى؟ قال: «فَمَنْ؟»

ژباړه: تاسو به د هغو قومونو لارې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، د اندازې او مساحت په اندازه پراخوالی سره (لکه د انچ په اندازه یو انچ) دومره حتی که دوی په کومه سوري ننوځي، تاسو به دوی تعقیب کړئ." موږ وویل، ای رسول الله صلی الله علیه وسلم! ایا ستاسو مطلب یهودیان او عیسویان دي؟" هغه وفرمایل: "بل څوک؟"

 

مدني دولت یو سیکولر دولت دی چې د الله سبحانه و تعالی په قانون او هغه څه چې هغه سبحانه و تعالی نازل کړي حکم نه کوي، دا یو بد شر او ظلم دی او د اسلام هېڅ برخه نه بلل کېږي. د دې منل، پلي کول، دعوت، غوښتل  او ملاتړ ټول، ناروا دي. په اسلام کې د حکومت نظام خلافت دی، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې له خلکو واخیستل شو. نو موږ د یمن پر خلکو غږ کوو چې له حزب التحریر سره د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي او هغه مدني دولت چې د غرب له لوري د ایمان او پوهې په یمن کې رامنځ ته شوی، له منځه یوسي.

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

زموږ د بربادۍ لامل شخصاً د اردو مشر نه، بلکې د ډیموکراتیک ظالم نظام حاکمیت دی Featured

  • خپور شوی په پاکستان

که جنرال باجوه د پوځ مشر وي که نه، اشغالګرو ته به د دغه ناکاره سیستم غلامي روانه وي. له دغه مردار څاه څخه چې هر څومره اوبه راوباسئ، تر هغه نه پاکېږي چې څو د استعمار فاسد جسد ترې را ونه ایستل شي. د استعمار غلامان د دې پر ځای چې د امت له لاسونو څخه د کفر د حاکمیت کړۍ وباسي، خلافت بیا تاسیس او د استعمارګرو پلانونه خنثی کړي؛ په ډېره خوشالۍ خپله دوره ټرمپ او مودي ته په غلامۍ تېروي. جنرال باجوه او عمران خان به د امریکا له لوری په افغانستان کې د دوی لپاره د چارو د اسانوونکو او هغو کسانو په توګه په یاد وساتل شي چې اشغال شوی کشمیر یې به ډېره بې غیرتۍ مودي ته تسلیم کړ. دوی له امت سره خیانت کوي او د هغو کسانو د خوشاله کولو په هڅه کې دي چې زموږ له دین سره جنګېږي او په خپلو لاسونو او ژبو یې د خدای قهر ځان ته اخیستی. که جنرال باجوه له واک څخه لرې هم شي، نوم به یې تل د استعمار له خدمت کوونکو ډېموکراتانو او دېکتاتورانو سره یو ځای د تاریخ کثافت‌دانۍ ته ولوېږي.

د غرب ویجاړوونکی استثماري سیسټم هېڅ وخت پرڅېرو تکیه نه کوي؛ بلکې په دې پورې اړه لري چې انسانان مختار دي، هغه څه چې الله سبحانه و تعالی حرام کړي، حلالوي یې او هغه چې الله سبحانه و تعالی یې امر کړی، حراموي یې. ډیموکراسي که پارلماني وي که ولسمشریزه، خیانت او دامت د سرچینو او چتمنیو لوټول پکې یو اصل دی. جنرال ایوب خان درې سینده هند ته ډالۍ کړل، بوټو او جنرال یحیی خان ختیځ پاکستان تسلیم او جنرال ضیاء سیاچین له ګواښ سره مخ کړ، همدارز نواز او جنرال مشرف کارګیل پرېښود. پرله‌پسې ملکي او پوځي رهبریو د پاکستان اقتصاد د ډالرو په بدل کې د پیسو نړیوال صندوق ته تسلیم کړ. قضایه قوه لا هم د استعمارګر انګلستان تر قانون لاندې چلېږي او د لارډ ماکاول تعلیمي سیسټم د پاکستان د راتلونکي نسل فکر او ذهن فاسدوي.

دغه ملکي او نظامي رهبرۍ د غرب د هغه نړیوال نظم لاسپوڅي او غلامان دي چې په ۱۹۴۰ کلونو کې رامنځته شو او اوس د استعمار د وسیلې، ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوي چې امت په کوچنیو دولتونو ووېشي، کمزوری یې کړي او په دې توګه د غرب استعمار تسلط باوري کړي. ددغه نظامونو په شتون کې هرڅوک چې واک ته رسیږي نه به د مسجد القصي او اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره د لښکر د لېږلو وړتیا ولري او نه به د امریکایي ډالرو واکمنۍ او د سود پر اساس استعماري پورونو ته نه وویلای شي. یوازې د نبوت پر تګلاره د خلافت بیا تاسیس به د نېشن سټېټس پر فکر ولاړ استعماري سیسټم ړنګ کړي، د استثمار ټولې بڼې به له ریښو سره خښې کړي، ژر به ټول اسلامی هېوادونه سره یو او په یوه ځواکن دولت بدل کړي، امت به هغه حالت ته بېرته یوسي چې وړ یې دی او مسلمانان به د ټولې نړۍ رهبران وي. 

په دې توګه حزب التحریر د پاکستان په پوځ کې پر مخلصو او ریښتینو افسرانو غږ کوي چې نور د کمزورۍ  هغه سیاست رد کړي چې امت او د هغوی عقیدې ته یې له خرابۍ پرته بل څه نه دي ورکړي او پر ځای یې حزب التحریر ته د ریښتیني بدلون د راوستلو لپاره نصرت ورکړي. د سعد بن موحد د هغه نصرت په اړه فکر وکړئ چې رسول الله ص ته یې ورکړ ، د عبدالله بن ابی واک ته د رسېدو پلان یې شنډ کړ او په دې توګه یې نا امنۍ، غربت او سیاسي جګړو ته یې د پای ټکی کېښود. هو دا نصرت و چې اسلام ته یې داسې یو عظیم دولت ورپه برخه کړ چې د ټولې نړۍ نظم ته یې جېټکه ورکړه او د یوې لسیزې په لړ کې یې د نړۍ دوه لوی قدرتونو را نسکور کړل. د نن ورځې سعد (رحمة الله علیه) به څوک وي؟ چې په خپل نصرت سره زموږ دین ته عزت او امت ته راحت ورکړي او د الله ج پر وړاندې خپل مقام لوړ وساتي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا په افغانستان کې خپله ماتې د سترو دروغو تر شا پټه کړې ده Featured

واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه یې ۲۰۰۰ پاڼې محرم اسناد تر لاسه کړي چې په افغانستان کې د تیرې ۱۸ کلنې جګړې واقعیت افشا کوي. د دې اسنادو محوري موضوع دا ده چې د امریکا ولسمشرانو، وزیرانو، ډیپلوماتانو او جنرالانو د افغانستان د جګړې په اړه حقیقتونه پټ کړي او د امریکا خلکو ته یې دروغ ویلي، تر څو خپله ناکامه جګړه بریالۍ وښیي.

که څه هم د دې اسنادو افشا کول، د افغانستان په هکله د امریکايي بنسټونو د خپل منځي سیالۍ يوه برخه نندارې ته وړاندې کوي، مګر موخه یې دا ده چې پر امريکايي نظامیانو باندې فشار راوړي ترڅو د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړي. خو دا راپور د امریکا د سیاست یو مهم اړخ بربنډوي، هغه دا چې دروغ، دوکه او د حقیقتونو پټول د پانګوالي سیاست نه بیلېدونکې برخه ده او امریکا چې ددغې ایډیالوژی مخکښه لیږدوونکې ده، یاد مسایل یې تر ټولو ښه تمثیل کړي دي. ځکه د پانګوالۍ ايډيولوژۍ د یوه مشهور رهبر په وينا؛ د یوه دروغ د پټولو لپاره باید زر ډوله نور دروغ جوړ شي.

پانګواله-ډیموکراسي د سیاست ډګر د اوبو هغه حوض ته ورته بولي چې له ورګډیدو وړاندې باید لومړی خپل د ارزښتونو، اخلاقو او صداقت لباس له تنه لرې کړي او په پراګماتیک ډول پکې لامبو پیل کړي. هو! د امریکا سیاست یو ماکیاولیستي سیاست دی چې دوکه، وحشت، جنایت او له عامه افکارو سره لوبې، پکې ستر مهارت او لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

امریکا له هماغه لومړي سره چې د افغانستان د اشغال اراده يې وکړه، لومړی ګام یې له سترو دروغو سره تړلی و. له ترهګری او مخدره توکو سره مبارزه، د فساد له منځه وړل، ملت جوړونه او داسې نور هغه لوی دروغ وو چې د افغانستان اشغال یې ور باندې توجیه کړ. په داسې حال کې چې د وخت بهیر او د دوی خپلو ژبو د دغه ښکېلاکګر او جنایت کاره موجود زر-رنګي او نفاق بربنډ کړ. لکه څنګه چې په دغه رپوټ کې  د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د پخواني استازي جمیز ډابېنز مرکه د امریکا نفاق په ښه توګه بربنډوي: "موږ بې وزله هیوادونه نه اشغالوو، ترڅو هغوی شتمن کړو، موږ په دکتاتوریو باندې برید نه کوو ترڅو هلته ډیموکراسي واکمنه کړو؛ بلکې موږ په بلواګرو او ناآرامو هېوادونو برید کوو، ترڅو هلته سوله راولو او هغه څه چې روښانه دي، موږ په افغانستان کې په دغه ماموریت کې ناکام شوي يو."

په پایله کې، د افغانستان مسلمان ولس باید دا درک کړې وي چې؛ هغه هیواد چې د راکړې ورکړې او سیاست بنسټ یې له افغانستان سره په دروغو، فریب او جنایت باندې ولاړ وي، په ټنډه یې باید د نفاق ټاپه ولګول شي؛ نه د ستراتیژیک ملګري. په تیرو ۱۸ کلونو کې د امریکا ژمنو له دروغو او غولولو پرته بل څه له ځان سره نه لرل. د فساد او مخدره توکو د محوه کولو پروني دروغ، د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو د سبا له دروغو سره هیڅ توپیر نه لري.

نو د افغانستان مسلمان ولس باید د دروغ پالې ډيموکراسۍ او د هغې د اشغالګرو لېږدوونکو پر وړاندې ودریږي او د سولې په شان په امریکایي پروسو کې له ورګډیدو څخه ځان وساتي، ترڅو امريکا د هغې خپل دروغ پخپله تباه کړي او د پخواني شوروي اتحاد په شان، د افغانستان خلک د امریکا د ماتې د جشن ورځ هم په خپله کليزه کې شامله کړي. دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د چارو واګي له اشغالګرو څخه په خپل لاس کې واخلي او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ دولت رامنځ ته کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

یوازې اسلام او خلافت د خلکو یووالي تامینوي؛ نژادي، منطقوي او قومي تعصب له منځه وړي

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

په ۲۰/۱۱/۲۰۱۹ نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د سوډان په بندر کې د دوو ډلو، بنی امیر او بیجا تر منځ د قومي جګړې د بندولو لپاره - چې تیره دوشنبه پیل شوې وه - یو تړون لاسلیک شو. د انقلابي جبهې مرستیال، امین داوود چې له کلونو وروسته له خپلې سازماني انقلابي جبهې سره د دولت په ضد سوډان ته راورسېد، خلکو ته یې له وینا وروسته په ښار کې قومي جګړه بیا تازه شوه چې په پایله کې یې شپږ کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول. په خرطوم کې د ده له ډله‌ییز هرکلي وروسته، نوموړي یوه وینا وکړه چې موخه یې خپلې قبیلې ته نیږدې کېدل وو؛ ده ویلي وو چې د بیجا قوم کوچنی دی!! په دې توګه یې د بیجا غوسه راوپاروله، په ټولنیزو رسنیو او وېبپاڼو کې یې د کرکې وړ قبیلوي یووالی خپور کړ، چې له شخړو ډک و او خلک د قوم او توکم پر اساس تنظیم او یوځای شول. دی هغه وخت د سوډان بندر ښار ته لاړ چې د شخړې میوې پخې او ټولولو ته چمتو وې. باج نیوز وېبپاڼه لیکي: « نوموړي د سرې بحرې له والي سره له تړون څخه سرغړونه وکړه؛ دوی پر دې هوکړه کړې وه چې د جوبا د خبرو اترو له بل پړاو وروسته به خلکو ته عامه وینا وکړي، خو پرځای یې نوموړی مخ پر وړاندې لاړ، خبرې یې وکړې او جګړه پیل شوه!!»

هغه څوک چې په هیواد کې بلوا یا بغاوت راپورته کوي او د وخت په تیریدو خلک د سیمې، توکم یا قوم پر اساس په جګړه اچوي؛ پخپله حکومت او سیاسي مرکز دی چې د غربي کافر ملګرتیا کوي؛ دوی هغه څوک دي چې د نفاق اور ته لمن وهي. دوی د هیواد د خلکو ترمینځ د تبعیض او نفاق دیوالونه ودرول څو د غرب کافر پروژې ته خدمت وکړي؛ غرب له پخوا د مسلمانانو هېوادونه ټوټه ټوټه کوي چې سیاست یې کمزوری شي. د قهات حکومت د پخواني حکومت لار تعقیبوي؛ دا حکومت د ونډو پر اساس جوړ شوی.  د ۲۰۱۹ کال د سیپټمبر په ۵مه، پنجشنه ماښام ، هامدوک په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلو ۱۸ وزیرانو نومونه اعلان کړل او څرګنده یې کړه چې دوه وزارتونه وزیران نه لري، نوموړي وویل: «موږ له ختیځ او نیلي نیل څخه د دوو وزیرانو پیدا کولو په لټه کې یو.» (د العربیه چینل وېبپاڼه ۶/۹/۲۰۱۹). دا واکمنان د خلکو ترمینځ توپیر او جلاوالی پیدا کوي او د توپیرونو د لرې کولو پرځای دوی د سیمو پر اساس سره یو کوي!!

د انتقالي حکومت پلانونه؛ «اضطراري پلانونه» د «مذهب او دولت» ۱۰مه پاڼه په مذهبي اساس د سیاسي ګوندونو د تاسیس مخه نیسي!! خو دوی پر سیمه ایز، توکمیز یا قبیلوي اساس د سیاسي ګوندونو د تاسیس مخه نه نیسی، ځکه چې دغه تخریب او سپکاوی د دغو سیاستمدارانو ګټه او شتمنی ده، دا د دوی د لاسته راوړنو سرچینه او منبع ده. تر دې لا بده دا چې د دغو سیاستمدارانو عسکر چې وسله یې را اخیستې، هغه کسان دي چې له پامه د غورځېدو او بې عدالتی خبره کوي؛ د دې پرځای چې د بې عدالتۍ پای ته رسولو لپاره د یوه سیاسي نظر په لټه کې شي، دوی د وزیرانو د څوکیو لپاره دفاسدې ځمکې ونډې اخیستو ته وړاندې کېږي؛ لکه د انقلابي جبهې، د سوډان د خپلواکۍ حرکت او د الهیلو ډلې غوښتنې چې له دولت سره یې په جوبا کې پرې خبرې اترې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې موافقې تر رسیدو پورې د واليانو او پارلمان ګمارلو مخه ونیسي؛ ځکه چې په دې کې هغوی برخه لري. نو دا د واکمنانو او سیاسي مرکز ذهنیت دی؛ د هیواد د خلکو تر منځ سهمیه او تبعیض، او ان په ښکاره د هغه څه غوښتنه کوي چې دوی یی د خلکو تر منځ مثبت تبعیض او امتیاز بولي، نو په دغه هیواد کې به بلوا او بغاوت ژوندی پاتې شي، چې د خلکو تر منځ به تفرقې او حدونه رامنځته کړي او دوی به پری جنګېږي!!

سپېڅلی اسلام د بشر په تاریخ کې یوازینی دین دی چې بېلابېل نسلونه او قومونه یې د یوه امت تر نامه لاندې سره راټول کړي. اسلامی خلفاوو له عربانو او پارسیانو څخه عراق فتح کړ چې عیسویان، اور لمانځونکي او زردشتیان پکې وو؛ پارس یې فتح کړ چې غیر عرب، یهود او رومیان پکې وو؛ الشام یې فتح کړ چې د سوریې خلک، ارمنیان، رومیان او عرب پکې مېشت وو. شمالي افریقا یې فتح کړه چې بربریان پکې اوسېدل او همداراز سند، خوارزم، سمرقند او اندلس یې ونیول او دا ټول یې د یوه امت تر چتر لاندې سره راټول کړل چې هېڅ ډول تبعیض پکې نه و؛ ځکه چې اسلامي احکام نژادي او فرقه‌یي لید نه لري. له همدې امله د اسلام احکام پر هر چا پلي کېږي، په دې کې د مسلمان او نامسلمان توپیر نشته؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ َّلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ]

ژباړه: «د کومی ډلې دښمني دې تاسو دومره را ونه پاروي چې له عدالت څخه واوړئ عدالت وکړئ، دا له پرهیز ګارۍ سره نژدې اړیکه لري».

[المائده:۸]

په اسلامي حکومت کې د محکمې پر وړاندې ټول خلک مساوي دي او د حکومت سیستم د دولت د سیمو یووالي رامنځته کوي. د هر ولایت اړتیاوې په ښه توګه پوره کوي.

اې مسلمانانو! دا دولت او سیاسي مرکز له غرب سره ملګری دی، دوی قبیلوی‌توب ته لمن وهي او د اسلام پر ضد جنګېږي، دوی زموږ دښمنان دي، له دې ځان خبر کړئ او د خپل پروردګار اطاعت وکړئ. د جاهلانو غوښتنو رد او وغندئ. دا ناوړه توکمپالي پرېږدئ، وسلې مو پر ځمکه کېږدئ او خپلې ستونزې د وروڼو په شان حل کړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ]

ژباړه: «بیشکه مومنان په خپلو کې سره ورونه دي»

[الحجرات: ۱۰].

همداراز پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایلي: :

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ»

ژباړه: «مسلمان د مسلمان ورور دی».

په یاد ولرئ چې دا بې عدالتۍ، له پامه غورځېدل او ستاسو د ژوند ټول تاوتریخوالی یوازې هغه وخت لرې کېدای شي چې اسلامي عدالت پلی شي، دا عدالت راشده خلافت پلی کوي؛ نو د دنیا او اخرت د ښېګڼې لپاره مو، موږ پر تاسو غږ کوو:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پېغمبر بلنی ته لبیک ووایاست چې کله پېغمبر تاسې ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښوونکی دی...» [الانفال: ۲۴]

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د غیراخلاقي جنایتونو زیاتېدل د ډموکراتیکو ارزښتونو طبیعي پایله ده

خبر:

د نومبر په ۱۳ مه ګارډین ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې د بچه بازانو یوه کړۍ د افغانستان د لوګر ولایت د شپږو ښوونځیو له لږ تر لږه ۵۴۶ هلکانو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه کې لاس لري. د هغه چا له خولې چې لومړی یې د ناوړه چلند ویدیو د فېسبوک پر پاڼه پیدا شوه؛ ویل کېږي چې ځينې دغه قربانیان وژل شوي هم دي. پینځو کورنیو یې خپل ماشومان له هغې وروسته ووژل چې پر خواله رسنیو په خپرو شوو ویډیوګانو کې یې د دوی مخونه ولیدل. دوه نور هلکان چې ۱۳ او ۱۵ کلونه عمرونه یې درلودل، تېره اونۍ یو پر بل پسې ووژل شول. دا پداسې حال کې ده چې د دغو جرمونو مرتکبین معلوم هم ندي.

ځوانانو، ټولنیزو او ملکي نهادونو چې له ۱۶ کلونو راپدېخوا په لوګر ولایت کې فعالیت کوي، وروسته له هغې چې د ټولنیزو رسنیو پر پاڼو یې له ۱۰۰ سلو څخه زیاتې ویدیوګانې پیداکړې، د دغه ناوړه چلند پراخوالی یې برملا کړ. دغه بنسټ په سیمه کې په نورو ښوونځيو کې هم پلټنه کوي، دوی په دې باور دي چې زرګونه نور ماشومان به هم د داسې ناوړه چلند ښکار وي. د دغه بنسټ یو لوړ پوړی ټولنیز کارکوونکی، محمد موسی وایي چې په دغه کړۍ کې ښوونکي، سرښوونکي او د سیمه‌ییزو ادارو چارواکي شامل دي. 

د بشري حقونو د څار کمېټې، د اسیایي غړو مشرې، پاټریشیا ګاسمن وویل:« دلته پر ماشومانو د جنسي تېري مرتکبین بښل کېږي، ځکه دوی په پوځ، پولیسو او نورو رسمي او دولتي ادارو کې واک او ځواک لرونکي خلک دي. سره له دې چې دغه پېښې جرم بلل کېږي، خو قانون ډېر ځله د زور په وسیله ماتېږي».

تبصره:

دغه خبر به ټکان ورکوونکی ښکاره شي، خو که د امریکا تر استعمار لاندې د افغانستان اوسني حالت ته په ځیر وګورو، نو وبه وینو چې دغه ټول فسادونه د ډموکراتیکو اخلاقو طبیعي پایلې دي. د لیبرالېزم او له اختیاري لارو د غوښتنو او اړتیاوو پوره کولو مفکوره ان په ښوونځي کې ورته تدریسېږي، نو دا خبره ولې دومره ټکان ورکوونکې وي چې په یوه علمي مرکز کې داسې پېښې کېږي؟  

همدارنګه د افغانستان فاسد دولت له دا ډول جنایتونو څخه ملاتړ کوي، ځکه چې دوی د هغو کسانو پر وړاندې قانوني ګام نه پورته کوي چې په پوځ، پولیسو او نورو دولتي بنسټونو کې نفوذ لري او له ماشومانو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه، جنسي تېري، وژنه او ... کې لاس لري. دولت یوازې هغو کسانو ته سزا ورکوي چې ملاتړی ونه لري، په دې توګه یوازې ښيي چې ګواکي موږ قاون پلی کوو؛ مجرمین خو یې خپل خلک دي، قانون نه ورباندې پلی کېږي.

موږ وینو چې ټول جرمونونه ورځ تر بلې ډېرېږي، هغه که قتل وي، که جنسي تېري، که ناوړه ګټه اخیستنې، غلاوې، اختطاف، په دولتي ادارو کې فساد او که نور. نو په دغه وضعیت کې چې امریکا  د هېواد او ټولنې فکر فاسدول او ویجاړول زیاتوي، په افغانستان کې د امت لپاره د یوه هوسا او اخلاقي ژوند تمه نشته.

دا ډول پېښې یوازې په افغانستان کې نه کېږي، په نوره نړۍ کې هم کېږي، ان تر دې په ډېره بده بڼه. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۴م کال کې د پر کلیسا یوه رپوټ وښودل چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ۴۰۰۰ زرو ډېر د امریکا د روم کاتولیک کلیسا روحانیون په زور جنسي ناوړه ګټه اخیستنې باندې تورن شوي، په دغو قضیو کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر ماشومان شامل دي چې ډېری یې هلکان دي.

بله بېلګه ښیي چې په ۲۰۱۷ کال کې په استرالیا کې یوې پنځه کلنې څېړنې وښوده چې له لسیزو راهیسې د اسټرالیا په بېلابېلو بنسټونو کې په زرو کې له لسو ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستل شوې، په دغو بنسټونو کې کلیسا، ښوونځي او سپورټ کلبونه شاملېږي. داسې بېشمېره نورې بېلګې شته چې شمېرل یې هېڅکله نه ختمېږي. نو امت باید پوره خبر وي چې زموږ ماشومان او ځوانان به تر هغه چې ډیموکراسي پلې کېږي، هېڅکله او هېڅ ځای خوندي نه وي.  

د دې پر ځای چې په هغه سیستم کې حل لاره ولټوو چې هغه خپله ستونزې راپیدا کوي، باید داسې دولت وغواړو چې د داسې جرمونو له منځه وړلو ته ژمن وي. یوازې هغه دولت چې د د ټولنې اخلاقو ته د الله سبحانه و تعالی د خوښې له مخې ګوري، کولی شي د فرد فکر داسې بدل کړي چې له ماشوم سره د داسې ناوړه چلند په اړه ان فکر هم ونه کړي. هغه دولت چې په هغه کې به علمي بنسټونه په اسلامي عقیده سمبال وي او داسې ښوونکي به نه روزي چې د داسې جنایت جرات وکړي. هغه دولت چې د دغه ډول جنایت کوونکو ته داسې سزا ورکوي چې که کوم څوک وغواړي ویې کړي، ډېر ووېرېږي او له کولو مخکې یې په اړه یې زر ځله فکر وکړي. دا دولت یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)

ژباړه: «او اعلان وکړه چې حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی.»[الاسراء:۸۱]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: امانه عابد

د مطلب ادامه...

عراق دولت؛ د مظاهره کوونکو د فشار او واکمنو ډلو د حرص تر منځ

  • خپور شوی په عراق

په پلازمینه بغداد او همداراز مرکزي او جنوبي ولایتونو کې د عامو خلکو مظاهرې دویمې میاشتې ته داخلې شوې، دوی د ټولې سیاسي پروسې د لغوه کولو غوښتنه کوي، ځکه دوی فکر کوي چې د دوی اوسني سبمولیک مشران او په دولت کې موجود اداري او مالی فساد، هېواد له دغه ناورین سره مخ کړی. د عبدالهادي حکومت باید زر تر زره د خلکو مشروع غوښتنو ته ځواب ویلی وی، استعفا یې ورکړې وی او خپله ناکامي یې منلې وی؛ خو موږ کاملاً برعکس خبره وینو، لومړي وزیر تېره ورځ سهار –پنجشنبه د روانې میاشتې په ۲۸مه – ناصریه ښار ته پوځیان لېږلي چې مظاهره کوونکي پر شا او خواره کړي، دغو پوځیانو پر مظاهره کوونکو ډزې کړې چې په پایله کې یې ۴۶ کسه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي، دا د دې خبرې ښکاره نښه ده چې حکومت په هر قېمت پر واک پاتې کېدل غواړي، د دې لپاره ان خپل خلک په سختیو کې پرېږدي او وژني یې، دوی هغه څه غلا کوي چې په دوی پورې اړه نه لري.

په هر صورت، موږ ډاډه یو چې امریکا ځکه دغه فاسده ډله واک ته ورسوله چې هغه ماموریت ورباندې بشپړ کړی چې د دوی جنګي ماشین پکې له ماتې سره مخ شو. په واک کې د دوی له پاتې کېدو څخه امریکا خپله ګټه اخلي او هر څه له نېژدې څاري. که چېرې حکومت لاریون کوونکي له نظامي لاري تیت کړي، نو دوی به پر واک پاتې شي، که یې ونه شوای کولی نو امریکا به دغه چارواکي پخپله له واکه لرې کړي –لکه هر وخت یې چې کوي- او پر ځای به یې نور کسان واکمن کړي چې د دوی غلامۍ او له امت سره دښمنۍ ته دوام ورکړي... نو  باید د خپلو کړنو پر اساس د الله سبحانه و تعالی د نور قهر په تمه اوسو، پرته له دې چې ډیموکراسي رد او د الله سبحانه و تعالی شریعت حاکم نه کړو، هېڅ شی مو له دغه بدمرغیو څخه نه شي ژغورلی؛ د الله سبحانه و تعالی د شریعت په حاکمولو سره به رښتینې سوکالي او انساني عزت تر لاسه کړئ.  

(أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ)

ژباړه:«که دوی د خدای ج له قانون څخه مخ اړوي، نو ایا بیا د جاهلیت فیصله غواړي؟ او هغه خلک چې په الله سبحانه و تعالی باور لري، د هغوی په نزد له هغه سبحانه و تعالی څخه بل غوره فیصله کوونکی نه شته». [مائده سورة: ۵:۵۰]

حزب التحریر ولایه –عراق مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

څنګه امریکا د سولې د پروسې له لارې پر طالبانو دسیسه کوي؟!

  • خپور شوی په سیاسي

له یوه لنډ ځنډ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل اعلان وکړ. دا خبرې اوس پیل شوې دي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه دی او له طالبانو سره خبرې کوي. څو میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک نهايي شوی و، خو په ناڅاپي ډول ټرمپ د یوه ټويټ له لارې دا خبرې ودرولې. له همغه پیله تحليل دا و چې دا پر طالبانو د فشار یو ډول دی او خبرې به بېرته پیلیږي. ځکه امريکا په افغانستان کې د ريښتينې سولې غوښتونکې نه، بلکې د طالبانو د تحريک پر وړاندې له مکر او دسيسې کار اخلي.

د افغانستان جګړه اوس د امريکا له کنټروله وتلې ده. د دغه جګړې دوام امریکا یوازې له نظامي اړخه نه په ګونډو کوي، بلکې د نړۍ په کچه يې حیثیت او دریځ ضعیفوي، نو له همدې امله غواړي چې د سولې د خبرو له لارې د خپلې ماتې مخه ونیسي او خپلې سیاسي ګټې خوندي کړي.

ددې لپاره چې امریکا څه ډول دغه دسیسه مخ ته وړي، په لاندې ټکو کې يې ځينې اړخونه واضح کوو:

لومړی: امریکا او په ټوله کې غرب تړون او تعهد ته د چانس اوچل ول په سترګه ګوري، خو افغانان او په ټوله کې مسلمانان تړون ته د ارزښت په سترګه ګوري، نو امریکا د چل او فریب فکر لري او طالبان د ريښتينې مصالحې  او تعهد فکر لري.

دویم: امریکا د ډیپلوماسۍ اوږد تاریخ لري، مګر طالبان د ډیپلوماسۍ په برخه کې نه کومه اوږده تجربه لري او نه هم په دې برخه کې لازمې زده کړې.

درېیم: د طالبانو اصلي ځواک نظامي دی، جنګیالي يې اسلامي افکار او احساسات لري او د هغو پر بنسټ له امریکا سره جګړه کوي. دا چې دوی له امريکا سره جهاد کوي، نو له همدې امله یې خلک هم ملاتړ کوي. امریکا هم دا درک کړې ده، نو ځکه غواړي د طالبانو نظامي ځواک کمزوری او آن ختم کړي. امریکا دا ځواک په نظامي زور ختم نه شو کړلی، ځکه اوس غواړي د سیاسي لارو چارو له لارې يې ختم کړي. که طالبان له امریکا سره ملګري شول او تړون یې وکړ، په طبعي ډول یې ولسي ملاتړ کمېږي او دا یې پر نظامي ځواک منفي اغېز کوي. له بله اړخه که طالبان حکومت ته راځي او آن که سل فیصده حکومت هم ور وسپارل شي، خپل وسله وال ځواک باید منحل کړي. دا هم مخامخ د طالبانو د نظامي ځواک د ختمولو مانا لري او طالبان به بیا هغه زور ونه لري چې پخوا یې لاره.

څلورم: امریکايي ډیپلوماتان په تړون کې له کلماتو سره بازي کوي او غواړي داسې موارد پکې ځای پر ځای کړي چې څو تعبیرونه ولري او په راتلونکې کې د خدعې په توګه هغه وکاروي.

پنځم: امریکا له طالبانو سره په هوکړه کې یادونه کړې چې خپل ټول نظامي او استخباراتي حضور به په افغانستان کې ختموي، خو د ټرمپ په ګډون یې نظامي چارواکي وايي چې له هوکړې وروسته به هم په افغانستان کې نظامي او استخباراتي حضور ولري. ټرمپ ویلي وو چې په افغانستان کې به یوه پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي. اوس که دا ډله پاتې هم نه شي، خو بیا هم خلک پر طالبانو به بې باوره کوي او افغانانو ته دا ذهنیت ورکوي چې ګواکي طالبانو په پټه د امریکا نظامي یا استخباراتي حضور منلی دی. په دې ډول امریکا چل ول کوي او غواړي خلک پر طالبانو بې باوره کړي.

شپږم: امریکا به په هوکړه کې ډېر څه ومني، خو په عمل کې یې بیا نه پلي کوي. یا ښايي د هوکړې د ماتولو لپاره بېلابېلې پلمې پیدا کړي. د بېلګې په ډول په تړون کې امریکا ژمنه کوي چې خپل ځواکونه به په څه باندې یو کال کې له افغانستان څخه وباسي، خو طالبان به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا د متحدینو پر ضد وکارول شي. اوس که امریکا وغواړي چې په افغانستان کې پاتې شي، په لوېدیځ کې به یوه چاودنه وکړي او بیا به وايي چې ددې طرحه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې وه، په دې ډول به تړون نقض کوي او خپل ځواکونه به ساتي.

اووم: امریکا بیا بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي. که طالبان جګړه ودروي، نو له یوه اړخه به یې په لیکو کې ستونزې او اختلافات پیدا شي، ځکه چې طالبان تر ډېره جګړې او امریکايي ضد فکر سره یو ځای کړي دي. له بله اړخه به امریکا ته پلمه په لاس ورشي چې د دوی په سیمو کې نفوذ وکړي.

اتم: د سولې د خبرو او توافق له لارې امریکا غواړي له طالبانو د بري فکر واخلي. حال دا چې اوس طالبان په ځانګړي ډول نظامي طالبان فکر کوي چې امریکا یې ماته کړې او جګړه ګټي. د سولې له لارې امریکا غواړي د هغوی دغه تصویر بدل کړي او وښيي چې طالبان د زور له لارې څه نه شي کولی، باید خبرې وکړي او یو لړ شرایط ومني.

نهم: امریکا غواړي پر طالبانو د ځینو شرطونو د منلو له لارې په خلکو کې د هغوی تصویر ته زیان ورسوي. د بېلګې په ډول طالبان باید له اسلامي امارت او امیر المومین څخه تېر شي. د ښځو او بشري حقونه ومني. که څه هم طالبان له دې ټولو سره (د اسلام په چوکاټ کې) قید زیاتوي، خو بیا هم دا په طالبانو کې یو لوی بدلون ګڼل کېدای شي.

لسم: امریکا غواړي د طالبانو او غیر افغان مجاهدینو ترمنځ فاصله، اختلاف او آن دښمني پیدا کړي. همدا چې طالبان وايي چې د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد نه کارول کېږي، معنی یې دا ده چې غیر افغان مجاهدین به دلته فعالیت نه کوي. دغه راز پر طالبانو منل کېږي چې له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې به د فعالیت اجازه نه ورکوي. دا چاره خپله د طالبانو د کمزورۍ سبب کېږي.

نو امریکا هوډ کړی، ترڅو د خپلې نظامي ماتې د مخنيوي لپاره طالبان د سولې د پروسې له لارې تضعيف، له خپلو آرمانونو نه تېر او پایله کې مات کړي. امريکا خپلې دغه هيلې او آرزو ته د رسېدو په درشل کې ده، مګر دا چې طالبان له لازمې پوهې او ځېرکتیا نه کار واخلي او د امریکا تر ماتې پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

  

د مطلب ادامه...

د باجوه-عمران رژیم له چین څخه د پور اخیستو په بدل کې د اېغوري مسلمانانو پر ناوړه حالت سترګې پټوي او خپل اخرت پلوري

  • خپور شوی په پاکستان

د چین دولت تر ۴۰۰ ډېرو افشا شوو اسنادو وښوده، چې په کمپونو کې د بندي کولو له لارې د مسلمانانو اړ کول چې اسلام پرېږدي، د دغه دولت رسمي پالیسي ده. د چین ولسمشر شي جین پېنګ په ۲۰۱۴م کال کې پخپله د دغه ناوړه چلند، سختګیرۍ او وحشت امر وکړ. په ګڼو رپوټونو کې اټکل شوی چې په چین کې له یوه تر دریو میلیونو مسلمانان په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي.

د دغو سختګیریو او ناوړه چلند ډېروالی له دې څخه واضح ښکاري چې چینایي چارواکي په منظم ډول د بندي شوو مسلمانانو کورونو ته ځي او د دوی د باعزته مېرمنو او کورونو حرمت تر پښو لاندې کوي. په چین کې له تېرو څو کلونو راهیسې ږیرې په زور خرېیل کېږي، مېرمنې د اسلامي جامو اغوستو ته نه پرېښودل کېږي، پر روژه نیولو بندیز دی او د جوماتونو امامان نڅا ته اړ ایستل کېږي. داسې معلومیږي چې د باجوه-عمران  رژیم خپل اېمان د چین پر ملحد دولت د پور او پانګونې په بدل کې خرڅ کړی دی، ځکه دغه دولت په اشغال شوي شرقي ترکستان (اېغور) کې پر مسلمانانو د چینایي دولت د روان ظلم او وحشت پر وړاندې په خورا بې شرمۍ سره غلی دی.

نن ورځ مسلمانان د خلافت د نشتون له امله د بې سرپرسته یتیم په څېر دي. د فلسطین، میانمار (برما) چیچینیا او اشغال شوي شرقي ترکستان د مسلمانانو د چیغو اورېدلو او ساتنې څوک نشته. چین همداراز د کشمیر یوه برخه هم لاندې کړې ده. د اسلامي دولت په وخت کې ټول مظلوم مسلمانان خوندي وو او پر دوی د کېدونکي ظلم بدل اخیستل کېده. اسلامي دولت د بنو قیانقه ټوله قبیله یوازې په دې ګناه له مدینې وشړله، چې د یوې مسلمانې ښځې سپکاوی یې کړی و او بې ستره کړې یې وه. اسلامي دولت د محمد بن قاسم په مشرۍ یو لوی لښکر د هغې مسلمانې خور د غږ اورېدو لپاره ولېږه، چې د هندي واکمن راجه داهیر (پخوانی مودي) لخوا نیول شوې وه.

عباسي خلیفه معتصم بالله د هغې بې وزلې ښځې د غږ په ځواب کې چې پر خلیفه یې کړی و، د زرګونو جنګیالیو لښکر د روم پر لور وخوځاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې له قریشو سره د حدیبیې سولې د تړون له لاسلیک کولو وروسته هم قریشو ته هغه مسلمانې مېرمنې ونه سپارلې، چې د حدیبې تر تړون وروسته یې مدینې ته هجرت کړی و او قریشو ته یې دا په ډاګه کړه چې ښځې د دوی د تړون برخه نه دي. پاکستاني واکمنان په سیمه کې د امریکایي ګټو پر خوندي کولو سربېره تر چینایي ښکېلاک لاندې هم خپل لاس او پښې وهي.

همدا یې وخت دی چې خپل ځانونه له دغو واکمنانو څخه د داسې یو امام په درلودلو سره خلاص کړو، چې مسلمانان او د هغوی ارزښتونه وساتي. رسول الله صلی الله وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(مسلم)

ژباړه: امام (خلیفه) د مسلمانانو لپاره ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او ځانونه پرې ساتل کېږي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

ایا ناټو رښتیا ړنګه شوې؟

خبر:

په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اقتصادپوهانو ته یوه مهمه وینا وکړه. هغه پر دغې خبرې ټینګار وکړ: «موږ اوس د ناټو له منځه تلل وینو.» سربېره پردې نوموړي د اوسني وضعیت اصلي لامل د امریکا لخوا د اروپا یوازې پرېښودل وبلل. له دغه حالت څخه ښکاري، چې ایا ناټو به په راتلونکي کې پاتې شي، که نه.

تبصره:

مکرون په خپله دفاع کې د ټرمپ ولسمشرۍ ته په مستقیم ډول اشاره کولی شي، چې د ناټو د له منځه تلو اصلي لامل دی. ټرمپ په وار وار د ناټو غړو ته ویلي چې یا پیسې پیداکړئ او یا به له ناوړه پایلو سره مخ شئ. ټرمپ په ډېرې بې پروایۍ سره د پوتین کړنې وغندلې، که څه هم چې په اوکراین او ځینو نورواروپایي هېوادونو کې یې د روسیې لاسوهنې ته اشاره ونه کړه. ټرمپ وروسته اردوغان ته شین چراغ ورکړ، چې په سوریه کې امن سیمه رامنځته کړي او د ناټو د متحدینو رول ولوبوي، خو سپینې ماڼۍ له مهمو متحدینو لکه بریتانیا او فرانسې سره مشوره ونه کړه. .

د ناټو ملاتړي هېوادونه به ادعا وکړي، چې فرانسې تل د ناټو پر وړاندې سخت دریځ او د امریکا له څارنې سره یې کلک مخالفت درلود. وروسته له هغې چې چارلس دوګول ۴۳ کاله وړاندې په ناټو کې د امریکا مشري منلې وه، په ۲۰۰۹م کې هغه سړې اړیکې د سرکوزي د ولسمشرۍ پر مهال بیخي پرې شوې.

د نړۍ په کچه د اروپا او ناټو په رول کې د امریکا د مداخلې تشویش نوې خبره نه ده. په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ډېرو اروپایي هېوادونو له امریکا څخه تمه درلوده، چې د ناټو ماموریت پراخ کړي. ناټو په ۱۹۴۸م کې د امریکا له خوا په دې موخه جوړه شوه چې د المان پوځي قدرت راچپه کړي، لوېدیځې اروپا ته د شوروي اتحاد د مخته تګ مخه ونیسي او د اروپا د امنیت کنټرول بیا لاسته راوړي.

دغه سیاست امریکا ته زمینه برابره کړه چې د نړۍ لومړی غیر اسیا-اروپایي قدرت شي او پر اسیا-اروپا باندې ډېر کنټرول ولري. د شوروي اتحاد له منځه تلو څخه لږ وروسته  امریکا د ناټو ماموریت له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته واړاوه، له ناټو څخه په استفادې یې د اروپا امنیتي جوړښت پراخ کړ، ختیځه اروپا یې پکې راګډه کړه او په دې توګه یې د روسیې قلمرو کم کړ.

ځکه نو پر دې باور سخت دی چې امریکا دې ناټو پرېږدي او شاته تګ دې وکړي. امریکا دغه قمار ته ډېرې پیسې اېښې. د دې تر څنګ اروپا به ونشي کولای چې په ډېر نږدې راتلونکي کې د امریکا ځای ونیسي او خپل امنیت پخپله ټینګ کړي. د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال سازمان د اټکل له مخې که اروپا د ناټو په شان د امنیت یو جوړښت رامنځته کوي، نو ۳۴۷ بیلیونه ډالرو او شلو کلونو وخت ته اړتیا لري.  

پخوانۍ اروپا ډېر له مخکې پر اروپایي امنیت باندې د امریکا له کنټرول څخه د ناټو تر چوکاټ لاندې ځورېدله. مکرون د دغه ډول احساساتو افشا کوونکی و او له دې څخه یې وېره هم نه درلوده چې په عام محضر کې یې بیان کړي. خو مېرکل – چې له امریکا سره د اوږدې سوداګریزې جګړې مخه نیول غواړي- په خپلو خبرو کې ډېر پام کوي. دې په تېزۍ سره د مکرون د خبرو په اړه بې اعتنایي وښوده، که څه هم نوموړې پخوا له ناټو او په ټوله کې د اروپا له امنیت سره د امریکا د دوه‌ګوني چلند په اړه همدا اندېښنې ښودلې وې.

ټرمپ د اروپا ړنګېدل غواړي خو د ناټو نه. امریکا غواړي دا سازمان وساتي چې اروپايي هېوادونه خوندي وي او د روسیې لاس ته ونه لوېږي.

یوه خبره باوري ده. د امریکا او اروپا له اقیانوس اخوا اړیکې – چې یو وخت د پر نړۍ د امریکا د راج د اساس ډبره وه- خرابې شوې او لېرې ده چې په راتلونکو کلونو کې دې پاتې شي. دا به د امریکا غیر اروپایي سیالانو (روسیې او چین) ته دا موکه برابري کړي چې د امریکا ځای ونیسي (امریکا باید د شاته تګ پرېکړه وکړي) او په اروپایي لویه وچه کې د یوه بهرني تعادل ساتونکي رول ولوبوي. یوازینی غیر اروپایي دولت چې دا رول یې درلود، په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني خلافت و.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بټ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې