دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امت پر علماوو د فلسطین سپېڅلې خاورې غږ
بسم الله الرحمن الرحيم
د امت پر علماوو د فلسطین سپېڅلې خاورې غږ

(ژباړه)

د الله سبحانه و تعالی ستاینه کوو چې خپل حق ذات یې تاسو ته دروپېژانده او په دې توګه یې تاسو په امر او نهي او تدبیر کې یووالی او وحدانیت درک کړ. هغه ذات چې د وحې او خپل دین رسالت یې تاسو ته وسپاره او له دې سره د پیغمبرانو وارثان ونومول شوئ. نو پکار ده چې تاسو تر بل هر چا ډېر له الله سبحانه وتعالی څخه وویریږئ، رښتیا ووایئ او د الله په لار کې د هېڅ ملامتوونکي د ملامتۍ پروا ونه کړئ.

موږ شاهدي ورکوو چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل معبود نشته؛ هېڅ شریک نه لري او محمد صلی علیه وسلم د هغه بنده او رسول دی. په کومه شاهدۍ چې له الله، د هغه له رسول او مومنانو سره بیعت کوو؛ په هغې له کفارو، منافقانو او خاینانو انکار کوو. د ستاینې وړ هغه ذات دی چې د ټولو عالمیانو رب دی!

موږ پر تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلې خاورې غږ کوو او دا چې د الله سبحانه و تعالی د دین قهر زموږ له لوري د فوران په حال کې دی. ښايي په تاسو کې مو د عزالدین بن عبدالسلام معنویت لیدلی وي چې مصر او د هغه لښکر یې د الله په لاره کې جهاد ته راوباله او په عین جالوت کې یې تاتاریانو ته ماتې ورکړه.

ستا پر دین څه شوي!؟

که تاسو د فی سبیل الله جهاد لپاره د اسلامي امت او د هغه د پوځونو بسیجولو لپاره حرکت نه کوئ؛ نو ستاسو کار څه دی!؟

اسلامي امت ډلې ډلې راوتلی؛ تاسو هم ورسره یو ځای شئ او د لاسپوڅو رژیمونو د نسکورولو لپاره حرکت وکړئ او په فی سبیل الله جهاد او جګړه کې خپل پوځونه سره یو ځای کړئ.

اې د الازهر علماوو:

الله سبحانه وتعالی د مصر عسکرو ته عزت ورکړ او د هغوی په لاس يې بیت المقدس د صلیبیانو له خباثته پاک کړ او الله سبحانه وتعالی یو ځل بیا هغوی ته پر تاتاریانو د برلاسي کېدو عزت ورکړ. دعا کوو چې الله سبحانه وتعالی یو ځل بیا د مصر عسکرو ته عزت ورکړي چې د سپیڅلې خاورې پر لور حرکت يې د اسلام او مسلمانانو د بریا، عزت او ځواکمنتیا او د هغو کسانو د شړلو پیلامه شي چې (ستاسو) قهر او غوسه یې راپارولې. نو، د مصر پوځ د فی سبیل الله جهاد پر لور بسیج کړئ. دا د صالحانو لار ده.

اې د شرق او غرب اسلامي علماوو:

د مسلمانانو حکام د امريکا او غرب لاسپوڅي دي او موږ د خير تمه نه ترې لرو. هغوی د یهودي دولت وفادار ساتونکي او د امریکايي ګټو مدافعین دي. دومره ذلیل او سپک دي چې تر اوسه د غزې مسلمانو وروڼو ته د مرستې رسولو لپاره د امریکا او یهودي دولت اجازې ته په تمه دي. هغه څوک چې د امت د دښمنانو له اجازې پرته يوه ټوټه ډوډۍ امت ته نه شي رسولی؛ موږ ته کوم وياړ او وقار راوړلی شي!؟

نن ورځ اسلامي امت ستاسو داسې وینا ته اړتیا لري چې عزم یې ثابت او پیاوړی کړي؛ هغه وینا چې د الله سبحانه وتعالی کلام پکې څرګند وي:

 [الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُوا ‌حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ]

ژباړه: «هغه کسان چې خلکو (منافقانو) ورته وویل: ستاسو (دښمنانو ستاسو پر ضد لویې لښکرې راغونډې کړي دي)، ورڅخه وویریږئ. نو د دې په اوریدو یې نور هم ایمان پیاوړی شو او ویې ویل: زموږ لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی او هغه ښه ملاتړ کوونکی او وکیل دی.» [آل عمران:۱۷۳]

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ‌انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

 ژباړه: «اې هغه كسانو چې ایمان مو راوړى! پر تاسو څه شوي كله چې تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، (نو) سستي کوئ او دنیا ته ترجیح ورکوئ؟ ایا تاسو دنیاوي ژوند ته پر اخروي ترجیح ورکوئ؟ نو د اخرت پر وړاندې د دنیايي ژوند ګټه ډېره کمه ده * كه تاسو د جهاد لپاره ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي او تاسو به الله ته هیڅ زیان و نه شئ رسولی، الله په هر څه قادر دى.» [توبه:۳۸-۳۹]

اې رباني علماوو:

تاسو د بیت المقدس ازادولو او د اسلام او مسلمانانو د ملاتړ لپاره د فی سبیل الله جهاد د حکم په اړه تر ټولو ډېر پوه يئ. نو ولې حقیقت نه وایئ!؟ ایا له لاسپوڅو حکامو وېرېږئ!؟

[فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ]

ژباړه: « الله د دې ښه حقدار دی چې ورڅخه وویریږئ، که تاسو مومنان يئ» [التوبه:۱۳]

تاسو ته ښه معلومه ده چې لاسپوڅي حکام د الله سبحانه وتعالی په نازل شویو احکامو حکم نه کوي او د اسلام د دښمنانو په امر یې پر اسلامي امت بېلابېل ذلتونه راوستلي؛ د اسلامي امت او پوځونو مخه یې نیولې او د مصنوعي پولو -چې استعمارګرو رامنځته کړې- له لارې یې د اسلامي امت ترمنځ تفرقه رامنځته کړې. نو په داسې حالت کې تاسو څه کوئ؟ ځواب راکړئ، د الله د رضا لپاره څه کوئ؟

تاسو نه پوهیږئ، چې د لاسپوڅو حکامو لخوا د فلسطین د قضیې لپاره د دوو-دولتونو حللارې غوښتنه یا په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو پلي کول له الله سبحانه وتعالی، رسول الله او مومنانو سره خیانت دی او په سپېڅلې خاوره کې د یهودي دولت د تاسیس معنی لري!؟ نو د هغوی خیانت سخت وغندئ.

د غزې خلک د اسلامي امت درملو او خوراکي توکو ته په تمه نه دي. د فلسطین خلک د دوو-دولتونو حللاره او د نړیوالو قوانینو پلي کول نه غواړي؛ بلکې هیله لري چې د مسلمانانو پوځونه د مسجدالاقصی پر لور حرکت وکړي او د هغو الوتکو غږونه واوري چې د یهودو جرړې وباسي او د ځمکې پر مخ یې هېڅ نښه پرې نه ږدي.

درنو علماوو:

زموږ تویې شوې وینې او بې‌ځایه شوې ښځې او ماشومان د خدای په مخ کې ستاسو پر وړاندې دلیل دی؛ نو له الله سبحانه و تعالی سره د مخامخ کېدو لپاره خپل حجت تیار کړئ...

موږ تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکوو چې الله سبحانه و تعالی درباندې فرض کړي؛ د راشده خلافت د تاسیس او د بیت المقدس د ازادولو لپاره له اسلامي امت او د هغه له پوځونو نصرت وغواړئ. که تاسو پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د حاکمیت ټینګولو، ملي پولو ماتولو او في سبیل الله جهاد لپاره اسلامي امت راپورته کړئ؛ نو د الله سبحانه وتعالی له وعدې او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیري سره سم به ستره بریا ترلاسه کړئ. د جهاد پر لور بلنه له رباني علماوو سره ښايي. په تاسو کې چې څوک ډارن وي او په دنیوي ژوند کې امن غوره کړي؛ د الله سبحانه وتعالی بې پایه غضب يې په تمه دی او الله سبحانه وتعالی ته یوه ذره زیان هم نه شي رسولی.

وروستۍ خبره دا چې: موږ پر الله سبحانه وتعالی ډېر توکل او باور لرو. موږ د قادر او قوي الله پر نصرت باور لرو؛ الله سبحانه وتعالی به موږ ته نصرت او مرسته راکړي؛ ځکه نصرت یوازې له هغه سبحانه وتعالی سره دی او هغه سبحانه و تعالی به نصرت هغو بنده‌ګانو ته ورکړي چې اهل یې وي. نو څوک چې وغواړي په دغې ډله کې وي؛ ستره بریا يې ترلاسه کړې او څوک چې ډارن وي؛ له نهیلۍ او زیان پرته بل څه نه ورته رسېږي او دنیا او اخرت به له لاسه ورکړي. زموږ دښمنان که هر څومره ځواکمن وي؛ یو محدود ځواک دی. موږ هغوی ته د هېڅ په سترګه ګورو؛ ځکه چې موږ د الله سبحانه وتعالی پر نامحدود ځواک باور او تکیه لرو. پریږدئ چې امریکا خپلې الوتکې لېږدونکې کښتۍ راوړي؛ که د الله سبحانه وتعالی وعده پوره شي؛ دا تجهیزات یهودیان د مسلمانانو له منګولو نه شي ژغورلی او هېڅ ګټه نه شي ورته رسولی.

[فَإِذَا جَاءَ ‌وَعْدُ ‌الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً]

ژباړه: «بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغلی، نو موږ نور دښمنان پر تاسو مسلط کړل چې هغوی ستاسو څېرې غمجنې کړي او مسجد (الاقصی) ته ننوځي، لکه څنګه چې اول ځل ننوتلي وو او (یو ځل بیا د بیت االمقدس په ورانولو پیل وکړي) پر هر چا او هر شي چې د هغوی لاس بر شي تباه یې کړي.» [اسرا: ۷]

دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې له موږ سره وعده کړې او الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په خپله وعده کې ریښتیني دي. الله سبحانه و تعالی زموږ او هغو کسانو لپاره کافي دی چې پر هغه سبحانه و تعالی توکل کوي.

یا الله، موږ علماوو ته د هغه څه په اړه خبر ورکړ چې ستا رضایت پکې دی. یا الله، موږ ته د نصرت او قوت؛ چې زموږ د خوښۍ او رضایت سبب کېږي، زیری راکړه. الحمدالله رب العالمین

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ربیع الاول ۳مه

۲۰۲۳ م کال، د اکتوبر ۱۸مه

حزب التحریر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې