سه شنبه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې د قحطۍ پر وړاندې د کافرانو انسانیت راویښ شو، خو د مسلمانانو پوځونه لا هم ویده دي!

(ژباړه)

خبر:

په هالنډ کې خلک په پرله‌پسې لاریونونو کې غواړي چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې دې قوي اقدامات وشي. (الجزیره نټ)

تبصره:

په دنیا کې چې کومې قحطۍ رامنځته کېږي ډېر لاملونه لري، چې زیاتره یې د باران د کمښت او وچکالۍ او یا د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله وي، خو کمه برخه یې د سیاسي مسایلو په سبب رامنځته کېږي. که د قحطۍ لامل د اقلیم بدلون وي، نو معمولا ډېر ژر د ګاونډیو دولتونو او هغو سیمو لخوا چې هلته قحطي نه وي پېښه شوې، د حالت د ژغورلو لپاره ګام پورته کېږي. لکه څنګه چې د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د «رمادې» په کال پېښه شوه. په هغه کال قحطۍ د اسلامي دولت مرکزي برخه (مدینه) ونیوله او عمر رضی الله عنه د دولت له نورو ولایتونو څخه مرسته وغوښته. په یوه روایت کې په دې اړه راغلي چې؛ عمر رضی الله عنه په بېړه د شتمنو سیمو والیانو ته لیکونه ولېږل او له هغوی څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. یو لیک یې د مصر والي عمرو بن عاص ته ولېږه او داسې یې ورته ولیکل:

«السلام عليکم! له دې وروسته: ایا امکان لري چې زه او هغه کسان چې له ما سره دي، هلاک شو، په داسې حال کې چې ته او د سیمې خلک دې په هوساینه کې ژوند کوي؟ له موږ سره مرسته وکړئ! له موږ سره مرسته وکړئ!» عمرو بن عاص یې په ځواب کې وویل: «له عمرو بن عاص څخه د الله بنده امیرالمومنین ته، السلام عليکم! د الله ستاینه کوم چې له هغه پرته بل معبود نشته دی. له دې وروسته: مرسته پر لاره ده، یوازې لږ صبر وکړئ! د اوښانو یو داسې کاروان درلېږم، چې سر به یې تر تا در ورسېږي او پای به یې دلته وي او هیله لرم چې د سمندر له لارې هم د مرستې لاره پیدا کړم.»

هغه د وچې له لارې زر اوښان چې اوړه پرې بار وو، ورته ولېږل او د سمندر له لارې یې شل کښتۍ ولېږلې، چې اوړه او غوړي پکې بار وو. همدارنګه پینځه زره جوړې جامې یې هم د هغه رضی الله عنه لپاره ولېږلې.

عمر رضی الله عنه د شام ټولو والیانو ته هم لیکونه ولېږل: «زموږ لپاره چې هر څومره کولی شئ، خواړه راواستوئ، ترڅو زموږ خلک ژوندي پاتې شي؛ ځکه له مرګ سره مخ دي، خو دا چې الله سبحانه وتعالی پرې رحم وکړي». په همدې توګه د عراق او فارس والیانو ته یې هم دغه ډول لیکونه ولېږل او هغوی ټولو خوراکي توکي ورته راواستول.  

دا په داسې حال کې ده چې قحطي د اقلیمي بدلون په سبب وي؛ خو که قحطي داسې وي لکه څنګه چې د غزې خلک ورسره مخ دي، یعنې علت یې یهودي رژیم او د نالایقو حکامو په مرسته چې یوازې د مسلمان نوم پرې پورې دی، د غزې تړانګې د ټولو لارو تړل وي؛ نو دا مهال بیا حللاره د څو بوجیو اوړو لېږل نه ده، بلکې اصلي حللاره د دغو حکامو نسکورول او پر ځای یې د داسې خلیفه راوستل دي، چې د هغه لوی پوځ مشري په لاس کې واخلي، چې د غزې د خلکو لپاره بریا راوړي او محاصره او لوږه ترې لرې کړي.

اې په مصر، اردن، سوریه او ټولو اسلامي خاورو کې زموږ ګرانو خلکو! پر تاسو څه شوي دي؟ انسانیت د کفارو په زړونو کې راویښ شوی دی، هغوی سرکونو ته راوتلي او د خپلو دولتونو پر وړاندې اعتراض کوي، چې د یهودو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي؛ خو ستاسو په زړه کې د خپل دین، مسجدالاقصی او په غزه کې د وږو وروڼو لپاره یوه زره غیرت، مېړانه او عزت هم راپورته نشو؟!

لیکوال: سوزان المجرات- د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: صهیب منصور

۱۴۴۷هـ.ق د صفر ۱۱مه

۲۰۲۵م د اپریل ۵مه

Last modified onسه شنبه, 19 آګست 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې