
هجری قمری نېټه : 25 ربیع الثانی 1447
میلادی نېټه : پنج شنبه, 16 اکتوبر 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د حزبالتحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې دوې میاشتې وړاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی و، چې د سوډان د روانې درېنیم کلنې جګړې له امله رامنځ ته شوې سترې بشري فاجعې ته د نړیوالو پام راواړوي او حقیقت یې نړۍ ته په ډاګه کړي. دغه بېځایه او بېمعنی جګړه، چې د سوډاني پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو د مشر محمد حمدان دګلو (حمیدتي) ترمنځ روانه ده، د «هېرې شوې جګړې» په نوم یاده شوې ده؛ ځکه نړیوالې رسنۍ څنګه چې ښايي، هسې پام ورته نه کوي.
یاد کمپاین چې سرليک یې «د سوډان جګړه؛ د استعمار، خیانت او دوکې کیسه» و، لاندې موضوعات یې راونغښتل:
1. د جګړې له امله رامنځ ته شوی بشري ناورین، چې په پایله کې یې لسګونه زره بېګناه ملکیان ـ ښځې، ماشومان او زاړه وژل شوي او په نړۍ کې تر ټولو ستره کډوالي او لوږه پکې پېښ شوي دي. جګړهمارې ډلې لوږه د جګړې د وسلې په توګه کاروي، انسان تښتونه، شکنجه، د قومونو پاکول او د ښځو پر وړاندې ډلهییز جنسي تېري پکې عام شوي دي؛
2. د سولهييز دعوت له لارې سوډان ته د اسلام د داخلېدو تاریخي بهیر او دا چې څنګه اسلام د دغه هېواد سیاسي، قضایي، اداري او اقتصادي جوړښت بدل کړ او د فُنج سلطنت په څېر یو نېکمرغه ژوند یې رامنځ ته کړ؛
3. د سوډان ستر جیوپولیتيکي ارزښت، د سرهسمندر پر غاړه موقعیت، چې د نړیوالو سمندري سوداګریزو لارو لپاره ډېر مهم دی او همدارنګه د دغه هېواد پراخه حاصلخېزه ځمکه او شتمن طبیعي زیرمې لکه تېل، طبیعي ګاز، سره زر او یورانیم، چې دا ټول یې د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو د سیالۍ او نفوذ د نښتې ډګر ګرځولی؛
4. د غربي استعماري دولتونو لکه بریتانیې، فرانسې او امریکا هغه تاریخي سیاستونه، چې د «تقسيم يې کړه او حکومت پرې وکړه» تر شعار لاندې یې د قومي، قبیلوي او مذهبي ډلو ترمنځ اختلافات او دښمنۍ خپرې کړې، څو خپل نفوذ او ګټې خوندي کړي. دغه بهرنی لاسوهنه د سوډان له خپلواکۍ وروسته تر نن ورځې د دوامدارو جګړو او کړکېچونو لامل شوې ده؛
5. د عمرالبشیر د دیکتاتورۍ تر حاکمیت لاندې د خلکو لهخوا زغمل شوې وېرې، سختو اقتصادي کړاوونو او کورنیو جګړو ته اشاره او دا چې څنګه ده د شریعت له نوم څخه ناوړه ګټه اخیسته، تر څو خپل ظلم توجیه کړي. همدارنګه یې څرګنده کړه چې البرهان او حمیدتي د ده د رژیم پخواني خدمتګاران او پاتې شوني دي؛
6. د سوډان د پخوانیو جګړو سیاسي شالید لکه د شمال او جنوب کورنۍ جګړه او د دارفور کړکېچ، چې د برېتانوي استعمار، د امریکايي لاسوهنې او د عمرالبشیر د حاکمیت پایله وه او دا جګړې یې د خلکو ترمنځ د سیاسي موخو لپاره راپارولې؛
7. د روانې جګړې ریښه په حقیقت کې د امریکا (البرهان او حمیدتي) او د برېتانیا (د ازادۍ او بدلون ځواکونو) ترمنځ د واک د سیالۍ په توګه تشریح شوه، چې د عمرالبشیر له نسکورېدو وروسته د سوډان د کنټرول لپاره رامنځ ته شوې ده. سربېره پر دې، د سیمې دولتونو لکه د اماراتو، سعودي، روسیې او چین لاسوهنې هم د جګړې اور بل ساتلی، ځکه دوی هر یو د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره یوه اړخ ته ولاړ دي؛
8. یوازینۍ لاره چې سوډان ته عزت او بریا راوړي، د خلافت نظام دی. په دې برخه کې روښانه شوه چې نسبي هوکړه (ژ: یا Framework Agreemen؛ هغه چې د اختلاف پر ټولو نه، بلکې یوه برخه ټکو هوکړه پکې کېږي.) د غرب د عقایدو او فرهنګ زیږنده ده، چې موخه یې د ډیموکرات، فدرالي، پارلماني او سیکولر دولت جوړول دي، چې قوانین پکې له قرآن او سنتو څخه نه اخیستل کېږي، بلکې د خلکو له خوا جوړېږي. دغه هڅه د سوډان مسلمانان له خپل دین څخه جلا کوي او د ناکامۍ او نفاق لور ته یې بیایي. برعکس، یوازې هغه خلافت دولت چې د نبوت پر منهج ولاړ وي او د الله سبحانه وتعالی د شریعت نظام پوره تطبیق کړي، کولای شي د استعمار لاسوهنه پای ته ورسوي، د سوډان خلک او پوځ سره متحد کړي او داسې مشران وروزي چې د امت د ساتنې ریښتیني امینان وي.
دغه کمپاین په نړېواله کچه په ټولنیزو رسنیو کې په بېلابېلو ژبو مخته یوړل شو، چې په ترڅ کې یې لسګونه مقالې، سلګونه پوسټونه او ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې شوې. ځینې یې دا دي:
«اسلام څنګه سوډان ته داخل شو»
https://www.dailymotion.com/video/k3hfUPAabl5GIYDJkJU] (https://www.dailymotion.com/video/k3hfUPAabl5GIYDJkJU)
«د سوډان جګړه؛ زر، وسلې او جیوپولیټیکس»
[https://dai.ly/k2G7j01TKZtlGMDRRK8](https://dai.ly/k2G7j01TKZtlGMDRRK8)
«یوازې خلافت سوډان ته عزت راوړلی شي»
[https://dai.ly/k1itSmPUE2cOeHDU5wQ](https://dai.ly/k1itSmPUE2cOeHDU5wQ)
همدارنګه په عربي او انګلیسي ژبو د ګردي مېز بحثونو کې هم د جګړې د لاملونو، پایلو او د خلافت د عملي حللارې تشریح وشوه.
که څه هم کمپاین پای ته رسېدلی، د حزبالتحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه به لا هم د سوډان د جګړې د سیاسي اهدافو، پایلو او د خلکو د کړاوونو د پای ته رسېدو د ریښتینو لارو په اړه عامه پوهاوي ته دوام ورکړي، تر څو د خلافت تر سیورې لاندې د دغه امت عزتمن او نېکمرغه ژوند ته لار هواره شي.
د کمپیان ټول مواد کولای شئ، چې په لاندې پتو ترلاسه کړئ:
[https://www.hizb-uttahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/27941.html]
(https://www.hizb-uttahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/27941.html)
فسبوک: Ht-cmo-ws
انسټاګرام: WomenShariah5
X (پخوانی ټویټر): @WSCMOHT1924
د کمپاین د ویډیو لینک:
[https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025En.mp4]
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ] [انفال: ۲۴]
ژباړه: «ای مؤمنانو! د الله او رسول بلنه ومنئ، کله چې تاسو داسې څه ته رابولي چې تاسو ته ژوندبښونکي دي»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۲۴مه
۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۱۶مه
د صدور ګڼه: ۰۱۹/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل




