جمعه, ۰۴ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 ربیع الاول 1447

میلادی نېټه :     یکشنبه, 14 سپټمبر 2025 م

شمیره:      ۱۴۴۷/ ۱۰

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانانو! د غزې ولس له منځه تلو ته مه پرېږدئ!

(ژباړه)

یهودي رژیم لا هم د غزې د خلکو ټولوژنه روانه ساتلې. دوی په هوايي او ځمکنیو بریدونو د غزې تړانګې بېلابېلې سیمې په نښه کوي، چې په پایله کې یې هره ورځ لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کېږي. له څو اونیو راهیسې یې د غزې ښار کې د دغه ښار د بېرته اشغال کولو په موخه خپلو بریدونو ته زور ورکړی؛ دا سیمه د نفوس له مخې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده او د شمالي غزې د بې‌ځایه شویو خلکو پناه‌ځای دی. دا وحشي رژیم ښوونځي او د پناه‌ځایونه په نښه کوي، استوګنیزې سیمې په بشپړ ډول له خاورو سره یو کوي او له دې ټولو جنايتونو سره پر خلکو امر کوي چې د غزې جنوب ته کډه وکړي.

د غزې د خلکو پر وړاندې د روانې ټول‌وژنې تر ۷۰۰ زیاتې ورځې وشوې. په دې موده کې يهودي رژیم د وژنو، ويجاړۍ، په زور له خپلو مېنو د خلکو شړلو او د هغوی وږي ساتلو په ګډون خورا وېروونکي جنايتونه کړي دي. د شهیدانو شمېر له ۶۰ زرو او د ټپیانو شمېر له سلو زرو اوښتی دی. (د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې) همدارنګه د قحطۍ او ناسمې تغذيې له امله د مړینې شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی چې ډېری يې ماشومان دي. یونيسف خبر ورکړی چې د ماشومانو ناسمه تغذيه او خوارځواکي بې‌ساري کچې ته رسېدلې او وروستۍ شمېرې ښيي چې له هرو پنځو ماشومانو يو يې په شدیده خوارځواکۍ اخته دی. د غزې خلک دا له زغمه وتلې ورځې داسې توصيفوي: «لکه د قيامت د ورځې صحنې!»؛ چې وينې روانې وي، جسدونه ټوټې ټوټې وي، په بدنونو کې د لوږې له لاسه هډوکي ښکاري او د بمباریو او چاودنو غږونه هېڅ نه درېږي.

تر ۷۰۰ زیاتې ورځې وشوې، چې يهودي رژيم له ټولو سرو کرښو تېر شوی. نه زوړ سړی پرېږدي، نه ښځې، نه ماشوم او ان د مور په رحم کې جنين هم د دوی له وحشتونو خوندي نه دی پاتې. روغتونونه، پناه‌ځایونه او جوماتونه هم خوندي نه پرېږدي. په غزه کې نور هېڅ امن ځای نه دی پاتې شوی، ان هغه سيمې چې يهودي پوځ په خپله د «امن سيمو» نوم ورکړی و، بمبار او خلک يې قتل‌عام شول. ډېری کسان چې له شمالي غزې او د غزې له ښار څخه جبري کډوالۍ ته اړ شول، اوس تر اسمان لاندې پر تشه ځمکه ویده کېږي؛ کور خو پرېږده چې د اوسېدو لپاره یوه خېمه نه لري. یهودي رژیم د خلکو د ارادې ماتولو لپاره د لوږې له وسيلې هم کار واخيست او د مرستو د وېش مرکزونه یې هم ورته بمبار کړل. په دغه ناورين کې د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو ټول شعارونه راپرځېدلي او د دغو شعارونو د مدعیانو، که دولتونه دي او که نړیوال بنسټونه، اصلي څېرې افشا شوې.

اې مسلمانانو! يهود په خپلو سرکښيو او ګمراهیو کې ډېر وړاندې تللي او لا هم د خپلو پلانونو د عملي کولو پر لور وړاندې روان دي چې لا ډېرې وژنې او بې‌ځایه کول وکړي او په ډاډه زړه خپلو هيلو ته ورسېږي؛ لکه څنګه چې مشران يې په ښکاره اعلانوي، دوی غواړي خپل دولت له نیل تر فراته وغځوي. یهودي رژیم په خپلو دغو وحشتونو کې پر امريکا او جنايتکار او متکبر ټرمپ تکيه کړې ده. اوس دا وحشتونه د فلسطین له سپېڅلې خاورې هاخوا تللي؛ سوريې، لبنان، يمن، ايران او قطر ته هم غځېدلي او دا لړۍ روانه ده.

اې مسلمانانو! یهودي رژیم ځکه د دغو جنايتونو جرات کوي چې زړه یې ستاسو د حکامو په خيانت او همکارۍ ډاډه دی؛ په ځانګړې توګه د خليج دولتونو (دول طوق) د حکامو پر خيانت؛ دا حکام د یهودي رژيم ساتونکي دي، د غزې پر خلکو فشار راوړي او د هغوی د مرستې لپاره د هر ډول حرکت مخه نيسي. نو تر کومه به د دغو خاینو او جنايتکارو حکامو پر وړاندې دا چوپتیا دوام وکړي؟! ايا وخت د دې وخت نه دی را رسېدلی چې د مسلمانانو د پوځونو په ليکو کې د مخلصو کسانو غيرت او نارينه‌توب راويښ شي؟! ايا خپل د خپلو وروڼو او خویندو درد، مخکې له دې چې دوی ټول له منځه لاړ شي. نه احساسوئ؟! مخکې له دې چې د دې چوپتیا او سستۍ له امله د الله سبحانه وتعالی غضب او عام عذاب نازل شي؛ ايا خپل ځان او خپل وروڼه او خویندې –چې بې مرستې او دفاع مو پرېښي- نه ژغورئ؟! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳۸]

ژباړه: «او که تاسې مخ واړوئ، نو الله به بل قوم ستاسو ځايناستی کړي، چې هغوی به ستاسو په څېر نه وي.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۲مه

۲۰۲۵م کال، د سپټمبر ۱۴مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/ ۱۰

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې