- مطابق
(ژباړه)
نن ډېری مسلمانان د چین د پرمختګ او د امریکا شاتګ په ځیر سره څاري او همدا بحث کوي: کوم یو قوي دی؟ کوم یو به برلاسی شي؟ ایا چین کولای شي چې د یو ستر قدرت په توګه د امریکا ځای ونیسي؟ ایا امریکا بېسیاله ده؟ خو اصلي پوښتنه دا ده: ولې موږ مسلمانانو په دغو لانجو کې ځانونه ښکېل کړي دي؟ ولې له ځانه دا پوښتنه نه کوو: زموږ ځای چېرته دی؟ د راتلونکي لپاره زموږ پروژه او طرحه څه ده؟ په دې نړۍ کې زموږ ځای چېرې ده؟
یو وخت فرانسه او انګلستان نړیوال قدرتونه وو، چې نور ملتونه یې وځپل او تمدنونه یې ویجاړ کړل. نن ورځ امریکا هم همدغه کار کوي؛ په زور او ظلم سره خپله سلطه پر نورو ورتپي او د نړۍ له ملتونو څخه د نړیوال نظام په نوم خپل غلامان جوړوي.
نو ایا موږ غواړو چې چین یې ځایناستی شي؟ ایا که جلاد بدل شي، د امت برخلیک به هم ورسره بدل شي؟ ستونزه دا ده چې یو شمېر مسلمانان د دې پر ځای چې امت د خپل سیاسي موجودیت او اسلامي دولت د جوړېدو لپاره راویښ کړي، د نړیوالو قدرتونو په دروغجن باور پسې منډې وهي، د نورو تجربې لولي او له دې بې خبره دي چې موږ پخپله الهي الګو لرو چې سرچینه یې وحی ده.
یو شمېر کسان زموږ د وروسته پاتې کېدو دلیل دا بولي چې ګواکي عربي عقل ناتوانه دی، یا له نویو نظریو سره د ملګرتیا وړتیا نه لري او په دې نظر دي چې د غرب د پرمختګ دلیل د دوی ستر فیلسوفان او پوهان دي.
خو واقعیت دا دی چې غرب د خپلو فلسفو د عظمت په سبب پر نړۍ واکمن نه شو؛ بلکې پخپل نظامي قدرت او اقتصادي سلطې یې دغه واکمني تر لاسه کړه. په ۱۴۹۲ میلادي کال غرب په حکمت، عقل او قناعت سره نه، بلکې په اور او اوسپنې سره پر لاتینې امریکا مسلط شو. هغوی له اروپایانو پرته نور خلک انسانان نه بلل. حتا د نیچه غوندې فیلسوف اعلان وکړ: «الله مړ شوی دی»!
نو ایا دغسې تمدن د قدرت او پیروۍ وړ دی؟ په همدې توګه غرب د بشریت لپاره هېڅ واقعي حللاره نه ده وړاندې کړې، بلکې پخپله د بشریت د ستونزو اصلي لامل دی.
خو موږ مسلمانان داسې امت لرو چې الهي او ستره پروژه په واک کې لري؛ هغه طرحه چې د بشر په لاس نه ده جوړه شوې، بلکې د بشر خالق نازله کړې ده. زموږ الګو په چین او امریکا کې نه ده، بلکې په اسلام کې نغښتې ده. د خلافت په هغه دولت کې چې عدالت ټینګوي، کلابندۍ ماتوي او انسان د ظالمانو له غلامۍ څخه ازادوۍ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ﴾
ژباړه: ایا هغوی خپل پیغمبر نه پېژني چې له هغه څخه انکار کوي.
نو څنګه د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم له الګو څخه مخ واړوو او د غرب په کثافت دانۍ کې په ځایناستي پسې وګرځو؟ څنګه په داسې حال کې په بدیل پسې ګرځېدلی شو، چې اصل او حقیقت له موږ سره دی؛ هغه اصل چې نږدې ۱۳پېړۍ یې پر نړۍ حکومت وکړ او ټولنې ته یې پرلپسې خیر ور په برخه کړ؟ اوس د راپاڅېدو وخت رارسېدلی، نه د ړندې پیروۍ؛ همدارنګه د الهي الګو د بیا راګرځېدو وخت دی، نه پر دې خوشحالي کول چې ظالمان په خپلو کې یو بل وهي!
موږ هغه امت یو چې د هستۍ (وجود) حقیقت مو پېژندلی، د ژوند پر هدف پوه شوي یو، پر بېرته ژوندي کېدو ایمان لرو، پر دې پوهېږو چې له کومه ځایه راغلي یو، ولې دلته یو او چېرته به ځو؟
موږ هېڅکله بې معنا او لارورکی امت نه وو چې د ژوند د هدف په لټه کې وي؛ بلکې هغه امت وو چې بشریت مو د ناپوهۍ له تیارو څخه د وحی نور ته را وایست؛ هغه وحی چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازله شوه، موږ او ټولو خلکو ته یې لارښوونه وکړه چې د خپل خالق عبادت وکړو، نه د انسانانو او مادي شیانو. نو موږ له اسماني وحی څخه یو تمدن جوړ کړ، دغه تمدن مو د خلکو له هډوکو او د شتمنیو د لوټلو پر اساس نه، بلکې د عدالت پر ستنې، خیر، د انسان د حقونو په رعایت او انسان ته د الله سبحانه وتعالی د مخلوق په سترګه د کتلو پر بنسټ جوړ کړ.
داسې تمدن مو جوړ کړ چې د مفاهېمو سرچینه یې وحی ده؛ په طب، نجوم، کېمیا او ریاضیاتو کې مو ګټور علوم رامنځته کړل او تر ۱۳پېړیو ډېر د بشریت د لارې څراغ وو، تر دې چې له کمزورۍ سره مخ شو.
هو، موږ د کمزورۍ دوره تجربه کړې؛ کله چې د امت پر بدن د تاتاریانو او صلیبیانو پرلهپسې بریدونه وشول، خو سقوط مو ونه کړ. ولسونو قیام وکړ، وروسته عثمانیانو بیرغ پورته کړ او د اسلام بیرغ لوړ او رپاند پاتې شو؛ تر هغه وخته چې د اسلام د فکري حمل په ډګر کې غفلت ریښې وکړې، د عربي (د قرآن د ژبې) او واکمنانو تر منځ واټن ډېر شو او امت له فکري ماتې سره مخ شو.
په همدې وخت کې د صلیبیانو جګړو د امت د بدن له منځه وړل پیل کړي وو، د ملتپالنې او قومپالنې بدبویه تعصبونه خواره شول او د اروپا خیانت دوام درلود، چې په پای کې د سایکس–پیکو په تړون کې راښکاره شو. د امت بدن یې ټوټه ټوټه کړ، پر موږ یې خاین حکام واکمن کړل او موږ له رهبرانو څخه په پیروانو بدل شوو. اوس له همغه غربي څخه سوال کوو چې حتا د وجود په معنا نه پوهېږي او پخپلو اعمالو کې له مادي ارزښت پرته بل هېڅ نه پېژني.
نن ورځ یو شمېر خلک خپل تاریخ نه پېژني، خپل ځان ډېر سپک او ذلیل ګڼي او ګومان کوي چې عزت له نورو څخه په پيروۍ کې دی او پرمختګ د استعمار په دسترخوانونو کې دی؛ په داسې حال کې چې زموږ عزت له اسلام پرته په بل څه کې نشته او زموږ عظمت یوازې هغه وخت بېرته راګرځي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت تاسیس کړو.
د الله سبحانه وتعالی ژمنه راتلونکې ده؛ نو د هغو منافقینو غوندې باید نه وو چې ویل یې:
﴿مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُوراً﴾ [احزاب:۱۲]
ژباړه: هغه څه چې الله او پیغمبر یې موږ ته وعده راکړه، له فرېب پرته بل څه نه وو.
بلکې داسې باید ووایو، څنګه چې رښتیا ویونکو وویل:
﴿هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ﴾ [احزاب:۲۲]
ژباړه: دا همغه څه دي چې الله او پیغمبر یې له موږ سره وعده کړې او الله او پیغمبر یې رښتیا وویل.
نو اې اسلامي امته راویښ شئ! تاسو عزتمن امت یئ، نه ذلیل؛ د رهبرۍ امت، نه د پیروۍ او په نورو پورې تړلی. موږ هغه امت یو چې د هستۍ (وجود) حقیقت مو پېژندلی، هغه امت چې پر دې پوه شو چې ولې پیدا شوی او په پایله کې به چېرته ځي؛ د دین رسالت یې پر غاړه واخیست، نړیوالو ته یې ورساوه او بشریت یې د جهل له تیارو څخه د توحید نور ته را وایست.
موږ همغه امت یو چې د اسلام تمدن مو د وحی پر بنسټ جوړ کړ، نه د هوسونو او د بشر په لاس جوړو شویو فلسفو پر اساس. موږ تر پېړیو پورې د نړۍ رهبران وو او په نړۍ کې مو حق، عدالت او علم خپراوه. وروسته داسې ورځ راغله چې صفونه مو سره وپاشل شول، غیرتونه مو کمزوري شول، سلطه مو د استعمار په لاسونو او وسایلو له منځه لاړه او د عزت لمر مو ډوب شو.
هر څوک چې تاریخ په انصاف سره ولولي، پوهېږي چې دغه دین نه مري او دغه امت که هر څومره ناروغ شي، خو له پښو نه لوېږي. نو پر اوسني له ذلته ډک حالت باندې زړه مه تړئ او دا ګومان مه کوئ چې شته حالت به تلپاتې وي او داسې خیال مه کوئ چې باطل به تل دوام کوي. اسلامي امت پخپلو خاورو کې غیرتي ککرۍ روزي، د نورو انسانانو په اړه یې د مسوولیت منلو او روزنې خصلت په رګونو کې ځای نیولی؛ قرآن یې ژوندی دی، چې همتونه راویښوي او لوری یې ټاکي. له همدې امله نن ورځ باید قطبنما د یوه واحد هدف په لوري وڅرخوو: د اسلامي دولت (خلافت دولت) بیا تاسیس چې اسلامي ژوند له سره پیل شي او موږ د مسلمانانو په توګه خپل مسوولیت پر ځای کړو: یعنې په داخل کې د اسلام د رسالت پلي کول او نړیوالو ته یې د دعوت او جهاد له لارې رسول دي. الله متعال فرمایلي:
﴿وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾
ژباړه: او پر موږ د مومنانو نصرت واجب دی.
دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده او الله او پیغمبر یې رښتیا ويلي: نو اې اسلامي امته راویښ شئ! د خپل رب منهج ته بیرته راوګرځئ او د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت په تاسیس سره د نړۍ رهبري یو ځل بیا ترلاسه کړئ!
لیکوال: مياس المكردي – ولاية اليمن
ژباړه: بهیر «ویاړ»