سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له چا څخه نصرت غوښتل کېږي؟

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

الله دې تاسو ته برکت درکړي او تاسو دې بریالي لري...

زما پوښتنه له امیر صاحب څخه د نصرت د ترلاسه کولو په اړه ده، که مهرباني وکړئ چې وضاحت ورکړئ:

ایا د یوه تمدني نظام په توګه د اسلام وړاندې کول، یوازې د مسلمانانو په خاورو کې د ځواک او قدرت تر خاوندانو پورې محدود دي؟ او که دا کار پر کفري هېوادونو کې هم کېږي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ وکړ؟

هیله ده چې ځواب له فقهي دلایلو سره وي او ښه به وي چې دغه ځواب عامو خلکو ته هم خپور شي، ځکه دا موضوع د رسول الله ﷺ د منهج له سم درک سره تړاو لري.

ستاسو زوی او ورور

ابو محمد زید

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

موږ مخکې هم دې ته ورته پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي... دلته د 24/6/2021 نېټې د ځواب هغه برخه راوړو چې ستاسو له پوښتنې سره تړاو لري:

[پخوانۍ پوښتنه:

ایا رسول الله ﷺ له قریشو څخه هم نصرت غوښتی و؟

ځواب:

نصرت له هغه چا څخه غوښتل کېږي چې:

  1. د اسلام دعوت ومني او مسلمان شي.
  2. د ځواک او قدرت خاوند وي، داسې چې د اسلام ملاتړ او د الله د حکم پلي کول وکړلی شي.

دا دوه شرطونه باید حتمي موجود وي.

که څوک اسلام ونه مني یا د بدلون راوستلو توان ونه لري، نو هغه د نصرت اهل نه ګڼل کېږي. قریش د مکې تر فتحې مخکې دا شرایط نه درلودل. په قریشو کې دا شرطونه تر فتحې مخکې موجود نه وو، ځکه د هغوی د ځواک او نفوذ خاوندانو هغه وخت اسلام نه و منلی، چې د بدلون راوستلو توان یې درلود. نو ځکه رسول الله ﷺ له هغوی څخه نصرت ونه غوښت، بلکې په مکه کې یې د اسلام دعوت کاوه، کمزوري خلک مسلمانېدل او د عمر او حمزه په څېر ځینې پیاوړي کسان هم په انفرادي ډول مسلمان شوي وو، پرته له دې چې د خپلو قبایلو ملاتړ ولري؛ له همدې امله د بدلون راوستلو توان یې نه درلود.

همدارنګه د مکې له خلکو څخه د نصرت غوښتنه ونه شوه، ځکه دواړه شرطونه یې نه وو پوره شوي، بلکې په مکه کې یوازې د اسلام دعوت روان و. د مکې د ځواک او نفوذ خاوندانو اسلام ته داسې ځواب نه و ورکړی، چې بدلون راوستلی شي، ځکه په مکه کې د نصرت غوښتنه نه وه شوې، بلکې هغه وروسته فتحه شوه.

له همدې امله رسول الله ﷺ به خپل ځان هغو قبایلو ته وړاندې کاوه، چې د ځواک او قدرت خاوندان وو، نو لومړی به یې هغوی اسلام ته رابلل، کله به چې هغوی مسلمانان شول، بیا به یې له هغوی څخه د نصرت غوښتنه کوله... او دلته د سیرت له دې موضوع څخه ځینې بېلګې راوړو:

لومړی: د ابن هشام له سیرت څخه

۱- له ثقیف څخه د نصرت غوښتنه:

[ابن اسحاق وايي: يزيد بن زياد له محمد بن کعب القرظي څخه روايتوي: کله چې رسول الله ﷺ طائف ته ورسېد، نو د ثقيف له يو شمېر کسانو سره، چې هغه وخت د ثقيف مشران او اشراف وو، مخامخ شو... رسول الله ﷺ ورسره کېناست، هغوی یې د الله دین ته راوبلل او له هغوی سره یې د هغه څه په اړه خبرې وکړې، چې د اسلام لپاره یې له هغوی څخه نصرت غوښت.]

د هغوی ځواب سم نه و او دعوت یې ونه مانه... رسول الله ﷺ له هغوی څخه ووت او د ثقیف له خیر څخه ناهیلی شو.

۲- رسول الله ﷺ بني عامر ته ورغئ:

ابن اسحاق وايي: زهري راته روايت وکړ چې رسول الله ﷺ د بني عامر بن صعصعة قبيلې ته ولاړ، هغوی یې د الله تعالی دین ته راوبلل او خپل ځان یې ورته وړاندې کړ...

له هغوی څخه يوه سړي ورته وويل: که موږ له تا سره پر دغه کار بیعت وکړو او الله دې پر مخالفينو بريالی کړي، ايا له تا وروسته به واک زموږ وي؟

رسول الله ﷺ وفرمایل: «واک او اختیار د الله په لاس کې دی، هغه یې چې چېرې وغواړي، هلته یې ږدي.»

هغه سړي وويل: «ايا موږ به خپلې غاړې د عربو پر وړاندې درته وړاندې کړو (یعنې جګړه به وکړو)، خو کله چې دې الله بريالی کړي، واک به د بل چا شي؟ موږ ستا کار ته اړتیا نه لرو.» هغوی دا خبره ونه منله او انکار یې وکړ.

دویم: د ابن کثیر له تفسیر څخه

هغه وویل: بیا موږ داسې یوې ناستې ته ورسېدو چې سکون او وقار پکې و او هلته مشران وو چې مقام او هیبت یې درلود، ابوبکر وړاندې شو او سلام یې وکړ. علي وویل: ابوبکر به تل په هر خیر کې مخکې و. ابوبکر هغوی ته وویل: تاسو د کوم قوم یاست؟ هغوی وویل: موږ د بني شیبان بن ثعلبه څخه یو.

ابو بکر رسول الله ﷺ ته وکتل او ویې ویل: زما مور او پلار دې تر تا قربان شي، له دغو خلکو وروسته به په خپل قوم کې بل داسې عزت نه وي...

نو مفروق وویل: اې د قریشو وروره! ته موږ څه ته رابولې؟ بیا یې رسول الله ﷺ ته وکتل، رسول الله ﷺ کېناست او ابو بکر پرې د خپلو جامو سیوری کاوه، رسول الله ﷺ وفرمایل:

زه تاسو دې ته رابولم چې دا شاهدي ورکړئ، چې له الله تعالی پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري او دا چې زه د الله تعالی رسول یم. تاسو ما ته پناه راکړئ، ما وساتئ او مرسته راسره وکړئ، ترڅو زه د الله تعالی هغه اوامر ورسوم، چې ما ته یې راکړي دي، ځکه قریشو د الله تعالی د امر پر ضد له یو او بل سره لاس یو کړی او د هغه رسول یې دروغجن بللی دی. دوی باطل پر حق غوره کړی او الله تعالی بې‌نیازه او ستایل شوی دی...

نو المثنی وویل: ما ستا خبرې واورېدې او ستا وینا مې خوښه شوه. اې د قریشو وروره، هغه څه چې تا وویل، ډېر مې خوښ شول. خو د هانئ بن قبیصه ځواب داسې و: موږ به خپل دین پرېږدو او ستا پیروي وکړو، یوازې د دې لپاره چې ته موږ ته راغلی یې، په داسې حال کې چې موږ د دوو سیمو ترمنځ اوسېږو، چې یوه یې یمامه او بله یې سماوه ده.

رسول الله ﷺ ورته وویل: دا دوه سیمې کومې دي؟

هغه وویل: یوه د وچې د غاړو او د عربو ځمکه ده او بله د فارس ځمکه او د کسرى سیندونه دي. موږ هلته د داسې یوه تړون پر بنسټ مېشت یو او له کسرى سره مو کړی دی، چې نه به نوې پېښه کوو او نه به نوو خلکو ته پناه ورکوو. ښایي دا کار چې تاسو موږ ورته رابولئ، د پاچاهانو د خوښې خلاف وي. کوم څه چې د عربو له سیمو سره تړاو لري، د هغو ګناه بښل کېږي او عذر یې منل کېږي، خو هغه څه چې د فارس له سیمو سره تړاو لري، د هغو ګناه نه بښل کېږي او عذر یې نه منل کېږي. که ته وغواړې چې موږ د عربو په برخه کې مرسته درسره وکړو او ساتنه دې وکړو، دا به ومنو.

نو رسول الله ﷺ وفرمایل: ستاسو ځواب بد نه و، ځکه چې رښتینې څرګندونې مو وکړې، بېشکه د الله تعالی دین یوازې هغه څوک پورته کولی شي، چې له هر اړخه یې ساتنه وکړلی شي.]

نقل قول پای ته ورسېد.

درېیم:

لکه څنګه چې لیدل کېږي، چې رسول الله ﷺ به هغوی اسلام ته رابلل او له هغوی څخه به یې د نصرت غوښتنه کوله، یعنې لومړی به یې هغوی اسلام ته رابلل، بیا به چې هغوی مسلمانان شول، نو له هغوی څخه به یې د نصرت غوښتنه کوله.

کله به چې هغوی اسلام قبول کړ او په رښتینولۍ او اخلاص سره به یې د نصرت ځواب ورکړ، همدارنګه که چېرې به هغوی د ځواک خاوندان وو، چې په خپله خاوره کې یې د اسلام حکم قایمولی شوی، نو بیا به نصرت ترې غوښتل کېده.

که چېرې به دوی دا شرط کېښود چې واک دې له رسول الله ﷺ وروسته د هغوی شي یا دا چې یوازې له ځینو خلکو سره جګړه کوي، نه له ټولو سره؛ نو په دې حالت که به دا نه منل کېدل. مګر که هغوی په رښتینولۍ او اخلاص سره ومنله، لکه مخکې چې یادونه وشوه، نو په هغه حالت کې به نصرت ترې غوښتل کېده. له همدې امله، د عقبې د بیعت پر مهال انصارو له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: که چېرې موږ تا ته نصرت درکړو، موږ ته څه راکول کېږي؟

هغه وفرمایل: جنت.

هغوی وویل: دا د الله له لوري لوی فضل دی او هېڅ دنیوي شرط یې ونه لګاوه.

د ابن هشام سیرت (۴۴۶/۱) – په خزرج کې د عباس بن عباده د وینا په باب کې داسې راغلي:

[ابن اسحاق وویل: عاصم بن عمر بن قتاده روایت کړی دی: کله چې خلک د رسول الله ﷺ د بیعت لپاره راټول شول، نو عباس بن عباده بن نضله انصاري، د بني سالم بن عوف ورور وویل: اې د خزرج خلکو! ایا پوهېږئ چې له دې سړي سره پر څه شي بیعت کوئ؟

هغوی وویل: هو.

هغه وویل: تاسو د سرو او سپینو خلکو پر ضد د جګړې لپاره ورسره بیعت کوئ، که تاسو داسې فکر کوئ چې کله مو مالونه کم شي او مشران مو ووژل شي، نو هغه به پرېږدئ، بیا ښه دا ده چې همدا اوس یې پرېږدئ، ځکه که وروسته داسې وکړئ، دا به مو د دنیا او آخرت رسوايي وي.

او که تاسو فکر کوئ چې هغه ته به وفادار پاتې شئ، سره له دې چې مالونه به له لاسه ورکړئ او مشران به مو ووژل شي، نو بیا هغه ونیسئ، ځکه دا د دنیا او آخرت لپاره غوره کار دی.

هغوی وویل: موږ هغه منو، که څه هم زموږ مالونه له منځه ولاړ شي او مشران مو ووژل شي.

بیا هغوی وویل: اې د الله رسوله! که موږ وفادار پاتې شو، موږ ته څه راکول کېږي؟

هغه وفرمایل: جنت.

هغوی وویل: خپل لاس راوغځوه، هغه خپل لاس وغځاوه او هغوی بیعت ورسره وکړ.]

پایله:

نصرت له هغه چا څخه غوښتل کېږي چې د اسلام دعوت ته ځواب ووايي او مسلمان شي... او د ځواک او قدرت له خاوندانو څخه وي، داسې چې اسلام ته نصرت ورکړلی شي او په خپله خاوره کې د الله تعالی د نازل کړي حکم پلي کول ممکن کړلی شي، هغه که یوازې وي او یا له نورو کسانو سره یو ځای وي. دا دوه شرطونه باید په هغه چا کې موجود وي، چې له هغه څخه نصرت غوښتل کېږي... نو که څوک اسلام ونه مني او مسلمان نه شي، یا د داسې ځواک او قدرت خاوند نه وي، چې بدلون راوستلی شي، هغه که یوازې وي یا له خپلې قبیلې او یا له نورو سره وي، نو هغه د نصرت له اهل څخه نه شمېرل کېږي.

هیله ده چې تر دې اندازې بسنه وکړي او الله تعالی ښه پوه او تر ټولو حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال ۹مه

۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۷مه

د امیر (حفظ الله) پر فېسبوک‌پاڼه د پوښتنې او ځواب لېنک

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې