پنجشنبه, ۰۷ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۲

ولایه سوریه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت د سلمې کلیزې په رارسېدلو سره، د شام خاوره هیله لري چې بیا د اسلام د کور د ملا تیر وي

د ۱۳۴۲ هـ.ق کال، د رجب په ۲۸ مه چې د ۱۹۲۴م کال، د مارچ له ۳مې سره سمون خوري، خلافت دولت ونړول شو. دغه پېښه د اسلامي امت په تاریخ کې یوازې یوه وړه او تصادفي پېښه نه وه، بلکې دا د امت په تاریخ کې یو لوی ناورین او ستره غمیزه وه چې امت ورسره مخ شو. دغه پېښې امت له خطرناک برخلیک سره مخ کړ، چې تر نن ورځې پورې د هغه پر وړاندې د غلي پاتې کېدلو له امله درنده بیه پرې کوي.

د خلافت له سقوط سره یو ځای، مسلمانانو د اسلامي عدالت، مهربانۍ، ویاړ او قوت تر سیوري لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ او کفري غرب، د دوی توان، زور او دولت له منځه یووړل. اسلامي خاوره د کافرانو تر ولکې لاندې راغله، د بشر په لاس جوړ شوي کفري نظام پرې پلی شو او واک او اختیار د غرب منګولو ته ولوید، په داسې حال کې چې له هغه وړاندې حاکمیت د اسلام و.

د خلافت د سقوط سره د امت اساسي او بنسټیزه قضیه هېره شوه، له ژوند سره د دین اړیکې پرې کړل شوې او همدا د قوانینو او حکومتولۍ لپاره اساس جوړ او د مسلمانانو په ژوند کې پلی شو. په دې ډول د جهالت او ناپوهۍ ژوند یو ځل بیا صحنې ته راغی. بربریت پیل شو، زنا او د جنسي تیریو کچه  په بې ساري ‌ډول زیاته شو. سود، شراب، غلا، بې عدالتي، ظلم، ډلییزې وژنې او د خلکو د شتمنیو چور او له هغه څخه غیر قانوني ګټه اخیستل، خپل اوج ته ورسېدل او په ټوله کې د اسلامي نظام شتون او پلي کېدلو ته د پای ټکی کښېښودل شو.

د خلافت له سقوط سره، مسلمانانو خپل سیاسي، نظامي، اقتصادي او جغرافیوي یووالی له لاسه ورکړ. په داسې حال کې چې دوی د خلافت تر سیوري لاندې یو امت او له نورو څخه غوره او بي نظیره خلک وو. د خلافت له ړنګېدلو څخه وروسته دغه واحد امت په بېلا بېلو برخو ووېشل شو او د غرب په لاس د مصنوعي سرحدونو د رامنځته کولو له لارې تار په تار شو. مسلمانان چې د خلافت په شتون کې د نړۍ غوره خلک وو، د تر ټولو ناوړه او فاسدو خلکو تر حاکمیت لاندې راغلل، شکنجه شول، د ماشین د پرزو په څېر استفاده او بې عزته شول، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾

ژباړه: «په حقیقت کې دغه تاسې (امت) یو امت یئ او زه ستاسو رب یم، پس زما عبادت وکړئ»  [انبیا:۹۲]

د خلافت له سقوط سره په دولت او ټولنه کې د شریعت حاکمیت پای ته ورسېد او واک د هغه جابرو او ظالمو کسانو لاس ته ولوید چې له خلکو څخه د کاذب شعار (ډيموکراسي) تر نامه لاندې د ماشین د پرزو په څېر استفاده کوي. په دې ډول شریعت خپل حاکمیت او مسلمانانو خپل صلاحیت له لاسه ورکړ.

د خلافت له سقوط سره فتوحات په ټپه ودرېدل، چې په پایله کې یې نړۍ ته د اسلام د پیغام رسولو پروسه هم بنده شوه. امت په نړۍ کې خپل ځای او ريښتینولي (د بشر لپاره تر ټولو غوره امت) له لاسه ورکړ. امت د نورو ملتونو ترمنځ خپل حیثیت او مقام وبایله او په دې ډول پرې خپل دښمن حاکمیت ترلاسه او اسلامي شرعیت له صحنې څخه و ایستل شو. دغو ټولو د پانګوال نظام د ایډیالوژۍحاکمیت ته لاره هواره کړه، چې نن ورځ یې ټوله نړۍ د خپل لاس جوړ شوو قوانینو، د هغه د ناسمو او فاسدو حل لارو په پایله کې له نه جبرانېدونکو ستونزو سره مخ کړې ده.

د خلافت له سقوط سره مسلمانانو له خپل عامه ملکیت او شتمنیو څخه د ګټې اخیستلو حق له لاسه ورکړ او د دوی خاوره د پیسو د ترلاسه کولو او د پردیو د ګټو د خوندي کولو په ډګر بدله شو. مسلمانان د هغه یتیمانو په څېر شول چې د ډوډۍ د وران شوي مېز په شاوخوا راټول شوي وي. ژوند یې له نیستۍ، لوږې، سختۍ او بې وسۍ  سره مخ شو، په داسې حال کې چې د دوی ظالم حاکمان د دوی پر شتمنۍ باندې مزې او چړچې کوي.
اې د شام (دارالاسلام د خاورې) مسلمانانو!

ایا له خپل ځان څخه نه پوښتئ چې مسلمانانو د دغو بشري نظامونو تر پلي کېدلو لاندې له سپکاوي، بې عزتۍ، ظلم، غلامۍ، غربت، نیستۍ، عذاب، شکنجې او ذلت پرته بل څه ترلاسه کړي؟

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾

ژباړه: «څوک چې زما له ذکر (د نصحیت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند او د قیامت په ورځ به ړوند راپاځول شي.» [طه:۱۲۴]

پس همدا یې وخت دی چې له خپلو وروڼو سره یو ځای د الله سبحانه وتعالی د نازل شوي حکم سره سم او د نبوت پر منهج د ریښتیني خلافت د تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام د بیا راګرځېدلو لپاره کار وکړئ. پرېږدئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ستر زیری ستاسو پر لاسونو باندې تحقق ومومي، په دې ډول به تاسو په دنیا او اخرت دواړو کې له لوی خیر څخه برخمن شئ. په دغه دنیا کې به خپل تیر عزت، حیثیت او خوښي ترلاسه کړئ او د اخرت لپاره به د الله سبحانه وتعالی خوښې او رضایت له ځان سره ولرئ.

اې د شام د بختورې خاورې مسلمانانو!

کافر غرب د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس د مخنیوي لپاره هر ډول خنډونه رامنځته کوي، ځکه دوی پوهېږي چې د خلافت د تاسیس وخت رارسېدلی، په همدې خاطر دوی د هغه د مخې د ډب کولو لپاره د هر ډول هڅې څخه دریغ نه کوي. موږ باید په یاد ولرو چې غرب نه پرېږدي، چې اسلام زموږ دولت او ټولنې ته داخل شي، په همدې خاطر پر موږ باندې په زور او جبر سره بشري نظامونه پلي کوي او د هغو داعیانو پر وړاندې مبارزه کوي، چې د امت د بیدارۍ او خلافت د تاسیس لپاره یې مټې بډ وهلي دي، خو د دوی دغه هڅې به هېڅکله هم د نبوت پر منهج د خلافت د لمر راختلو مخه ډب نه کړي، ځکه دا د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی علیه وسلم زیری دی.

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»
ژباړه: «وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.»

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د ده له لښکرو او هغو شاهدانو څخه واوسو، چې د شام سیمه بېرته د دارالسلام خاوره وګرځوي.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیسړئ

احمد ابن عبدالوهاب

د حزب التحریرـ ولایه سوریه د مطبوعاتي دفتر مشر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې