هجری قمری نېټه : 1 جمادی الاول 1447
میلادی نېټه : شنبه, 18 اکتوبر 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د امریکا د اوسنۍ ادارې مشر، ډونالډ ټرمپ، د هغو ظالمو حکامو لاره تعقیبوي چې د عربي او اسلامي نړۍ په ګوټګوټ کې د واشنګټن د مزدورانو په توګه واکمني کوي؛ هغه حکام چې د عامه افکارو معیارونه له پامه غورځوي، چلند یې مطلق ډيکټاټوري دی او د امت له عقیدې او ارزښتونو سره هیڅ تړاو نه لري.
سره له دې چې د امریکا د وروستیو عامهافکارو سروېګانو د صهیونیستي رژيم د نسلوژنې لپاره د وسلو برابرولو لپاره د خلکو په ملاتړ کې څرګند کموالی ښودلی او د دې لپاره غوښتنې زیاتې شوې چې د امریکا نظامي مرستې دې محدودې شي؛ خو ټرمپ په کنېسټ (د یهودي رژیم پارلمان) کې په خپله وینا کې د امریکایي وسلو د استعمال په اړه په ویاړ وویل: «موږ د نړۍ تر ټولو غوره وسلې جوړوو، ډېرې یې لرو او ډېری مو "اسرایلو" ته ورکړې دي. رښتیا ووایم، بنیامین [نتنیاهو] به ډېری وخت زنګ راته واهه او ویل به یې، "ایا دغه وسله راکولای شې، هغه وسله راکولای شې؟" — ځینې یې داسې وې چې ما تر دې مخکې نه وې اورېدلې!» هغه زیاته کړه: «خو موږ به دا وسلې دلته ورته را رسولې؛ همداسې نه ده؟» ټرمپ د دغو وسلو په استعمال کې د صهیونیستي رژیم د "مهارت" ستاینه وکړه او ویې ویل: «اسرایلو زده کړي چې دغه وسلې څنګه په ښه توګه استعمال کړي.» (الجزیره)
د عامه نارضایتۍ له تر ټولو څرګندو شاخصونو څخه یو د "ګالوپ (Gallup)" د سروې پایله وه چې ښیي یوازې ۳۲ سلنه امریکایان د "اسرایلو" د نظامي عملیاتو ملاتړ کوي؛ په داسې حال کې چې ۶۰ سلنه یې مخالف دي. د "Pew" څېړنیز مرکز یوې څېړنې موندلې چې ۳۳ سلنه امریکایي وګړي باور لري چې واشنګټن له "اسرايلو" سره تر حد ډېره نظامي مرسته کوي؛ ۳۵ سلنه نور بیا وايي چې له فلسطینیانو سره بشردوستانه مرسته ناکافي ده. همدارنګه، د "Quinnipiac" د نظرپوښتنې له مخې، ۶۰ سلنه امریکایي رایهورکوونکي "اسرایلو" ته د نورې نظامي مرستې له لېږدلو سره مخالف دي.
دغه شمېرې څرګندوي چې د حکومت پالیسۍ د امریکايي ولس له نظر او غوښتنو سره سمې نه دي او دا د حکومتي سیاست او عامه افکارو ترمنځ یو څرګند واټن ښيي. ان لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ هم د صهیونیستي رژیم ملاتړ په کمېدو دی. د ډیموکراټ ګوند ۷۵ سلنه غړي اسرایلو ته د اضافي نظامي مرستو له لېږلو سره مخالف دي؛ د خپلواکو رایهورکوونکو (چې په کوم ګوند پورې نه دي تړلي) په منځ کې ۶۶ سلنه ورته نظر لري او ان د جمهوريپالو —چې د اسرایلو ډېر ملاتړي ګڼل کېږي— یوازې ۵۶ سلنه غړي او پلویان له یهودي رژیم سره د نظامي مرستې ملاتړ کوي.
دا شمېرې څرګندوي چې د «اسرایلو» پر وړاندې د امريکا د خلکو په دريځونو کې د پام وړ بدلون راغلی؛ او له دغه رژیم سره د امريکايي نظامي مرستو د محدودولو غوښتنې ورځ تر بلې زياتېږي. دا بدلون د هغو ژورو اندېښنو له امله دی چې د سپېڅلې خاورې، فلسطين د خلکو پر وړاندې د صهيونيستي رژيم د تاوتريخوالي د زياتېدو او د هغو د بوږنوونکو پایلو په سبب په امريکايي ټولنه کې راپیدا شوې دي.
د صیهیونیستي رژیم د جنایتونو په ملاتړ او د وسلو، پیسو، سیاسي او رسنیز پوښښ په برابرولو کې د غربي نړۍ -چې ځان "ازاده نړۍ" بولي- ګډ دریځ؛ د دوی ریاکاري او دوهمخیتوب نور هم افشا کوي. په "شرمالشیخ" کنفرانس کې، د ماشومانو، ښځو، زړو، روغتونونو، ښوونځیو او جوماتونو د ویجاړولو د «بریا» د لمانځلو لپاره د دوی راټولېدل؛ ښيي چې دغه تمدن د سلګونو کلونو استثمار او ظلم پر بنسټ ولاړ دی؛ یو داسې تمدن چې د ازادۍ، بشري حقونو او د ملتونو د اختیار شعارونو تبلیغ کوي، خو په عمل کې هماغه شعارونه تر پښو لاندې کوي.
نو لازمه ده چې د نړۍ خلک؛ په ځانګړي ډول اسلامي امت، د الهي اوامرو او لارښوونو پر بنسټ د دغه سیکولر پانګوال نظام د بدیل په توګه، د اسلامي نظام د قایمولو لپاره کار وکړي. حاکم نظام د استثمار پر بنسټ ولاړ دی او بشر یې د فساد او ظلم کندې ته غورځولی؛ خو اسلام یو عادل او اخلاقي نظام وړاندې کوي، چې د الله سبحانه وتعالی تر احکامو او اوامرو لاندې د خلکو ریښتینې ګټې تضمینوي او د ژغورنې یوازینۍ لار ده.
د حزب التحريرـ امریکا مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۲۶مه
۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۱۸مه
ژباړن: اسرار تکل