شنبه, ۰۷ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 رجب 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 08 ډسمبر 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین مجرمه اداره او په ځانګړي ډول د ښځو چارو وزارت، په چټکۍ د اسلام د دښمنانو هغه پروژې پلي کوي چې موخه یې د کورنۍ نظام له منځه وړل، د ټولنې پاشل او د هغې مسلمانې ښځې ماتول دي چې زړور نارینه روزي!

(ژباړه)

د ښځو چارو وزارت لخوا خپره شوې بیانیه ښیي چې دغه وزارت د لنډمهاله اساسي قانون د تدوین له کمېټې سره یو ورکشاپ جوړ کړی، ترڅو د اساسي قانون په مسوده کې د کار اصلي کرښې او د ښځو اړوند مسایلو ځای پر ځای کول وڅېړي. د بیانیې د متن له مخې: «د رسمي او حکومتي ادارو، ښځینه او حقوقي بنسټونو او مدني ټولنو په پراخ ګډون او (په سوریه، اردن، لبنان، مصر او اروپا کې) د فلسطین د کډوالو ښځینه مشرانو له پام وړ حضور سره؛ د ښځو چارو وزارت د اساسي قانون د تدوین له لنډمهاله کمېټې سره په همکارۍ یو پراخ ملي ورکشاپ جوړ کړ؛ دغه کار د ملي خبرو اترو د پیاوړتیا په چوکاټ کې د داسې قانون د جوړولو لپاره شوی چې د فلسطین د خلکو غوښتنې منعکسې کړي او د ښځو د مسایلو اغېزناک حضور تضمین کړي.»

دغه ورکشاپ د اساسي قانون د کمېټې جوړولو په اړه «د قانون په ځواک پرېکړې» تر صادرېدو وروسته جوړ شو؛ دا پرېکړه تصریح کوي چې د دې کمېټې یوه برخه غړي باید د مدني ټولنې او «جنډر» برخې استازي وي.

نن ورځ فلسطیني اداره له ټولو سرو کرښو تېری کړی او د "سیداو" کنوانسیون په پایله کې جوړو شویو قوانینو څخه د خلکو د ناخوښۍ او غوسې له حالته هم مخکې تللې ده. دغې ادارې په دې موخه خپل قلم را اخیستی چې د اسلامي شخصیت د احوالو قانون – چې د اسلامي احکامو لږ څرک پکې پاتې دی- محوه کړي او پر ځای یې داسې قانون ولیکي چې د کفارو لخوا تمویلېدونکو د فیمینستانو او نورو شکمنو بنسټونو لخوا چمتو شوی؛ یو داسې قانون چې غواړي د ښځې او سړي په اړیکو او د کورنۍ په جوړښت کې د اسلام ټولې نښې له منځه یوسي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ [مائده: ۵۰]

ژباړه: «آیا دوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي!؟ له الله څخه څوک د هغه قوم لپاره چې یقین لري، غوره حکم کوي؟»

اوس حقیقت په بشپړه توګه روښانه دی او د پټولو څه نه دي پاتې. په بیانیه کې راغلي چې د ښځو چارو وزیرې ټینګار کړی: «باید داسې څرګند اصول درج شي چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ بشپړه برابري او نړیوالو تړونونو ته ژمنتیا تضمین کړي». دغه خبره دوه روښانه مفهومه لري چې په پرېکنده توګه د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دي:

۱- د ښځې او سړي ترمنځ بشپړه برابري، یعنې په ولایت، میراث، طلاق، نکاح، د څو ښځو لرلو او د کورنۍ په مسؤلیتونو کې مساوات؛ په داسې حال کې چې دا موارد د قرآن کریم د قطعي نصوصو پر بنسټ توپیر لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ﴾ [نساء: ۳۴]

ژباړه: «سړي پر ښځو واکمن (سرپرستان) دي، له دې امله چې الله ځینو ته پر ځینو نورو غوره والی ورکړی او له دې امله چې هغوی له خپل مال څخه مصرف کوي.»

او فرمایي:

﴿يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ﴾ [نساء: ۱۱]

ژباړه: «الله ستاسو د اولادونو په اړه امر کوي چې د هلک برخه د دوو نجونو په اندازه ده.»

او فرمایي:

﴿فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ﴾ [نساء: ۳]

ژباړه: «نو له هغو ښځو سره چې ستاسو خوښې شي (دوې، درې یا څلور) نکاح وکړئ.»

دغه اصول د صحیح نبوي احادیثو له نصوصو سره هم په ټکر کې دي؛ هغه احادیث چې د نکاح ولایت یې پلار یا شرعي ولي ته ورکړی دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نُكِحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ وَلِيِّهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ، فَإِنْ أَصَابَهَا فَلَهَا مَهْرُهَا بِمَا أَصَابَهَا، وَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ» (رواه الحاکم)

ژباړه: هرې ښځې چې د خپل ولي له اجازې پرته نکاح وکړه، نکاح یې باطله ده، نکاح یې باطله ده، نکاح یې باطله ده. نو که ورسره یو ځای شوی وي، هغې ته د دغې کوروالي په اندازه مهر ورکول واجب دي؛ که شخړه رامنځته شوه، نو سلطان (حاکم او واک لرونکی) د هغه چا ولي دی چې ولي نه لري.

دغو تړونونو ته ژمنتیا په حقیقت کې طاغوت ته د قضاوت (تحاکم) وړل او د اسلام د احکامو اړول دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالاً بَعِيداً﴾ [نساء: ۶۰]

ژباړه: « ایا هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې ګمان کوي پر هغه څه یې ایمان راوړی چې پر تا نازل شوي او هغه څه چې تر تا وړاندې نازل شوي، خو غواړي چې خپله پرېکړه طاغوت ته یوسي، په داسې حال کې چې ورته امر شوی و چې پر هغه کفر وکړي؟ او شیطان غواړي چې هغوی په لویه ګمراهۍ کې وغورځوي.»

او فرمایي:

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُوداً﴾ [نساء: ۶۱]

ژباړه: «او کله چې ورته وویل شي د هغه څه په لور راشئ چې الله نازل کړي او د پیغمبر په لور راشئ، نو منافقان به وګورې چې په کلکه له تا څخه مخ اړوي.»

د «سیداو» کنوانسیون په ګډون دغو تړونونو زنا د ښځې او سړي حق اعلان کړی؛ همجنس‌پالنه یې داسې چاره بللې چې قانون باید ترې ملاتړ وکړي؛ د جنین سقط یې ازاد پرېښی او پر ښځه د سړي سرپرستي (قوامیت) یې جرم ګڼلی دی.

همداراز د ښځو چارو وزارت په بیانیه کې د عملي ګامونو په لور د حرکت یادونه شوې: «ټولو پر دې هوکړه وکړه چې اساسي قانون باید په څرګنده توګه د ښځې، ماشوم او کورنۍ مسایل تضمین کړي». دا هماغه د ماشوم د ملاتړ قانون او د کورنۍ د ملاتړ قانون عملي کول دي چې مجرمه فلسطیني اداره له کلونو راهیسې کار پرې کوي چې د اساسي قانون برخه یې وګرځوي او «د اسلامي شخصیت د احوالو قانون» د ځایناستي کولو لپاره یې لار هواره کړي.

دغه ورکشاپ او ورسره ټول پروګرامونه، لکه د القدس پوهنتون کنفرانس، چې تنظیموونکو یې د څو نورو پوهنتونونو او بنسټونو په همکارۍ، پوهنتون د اسلام، کورنۍ او عفت ضر غربي پروګرامونو په مرکز بدل کړ؛ د همدې موخې لپاره دي. دغه کنفرانس د «جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنولو په اړه نړیوال کنفرانس...» تر عنوان لاندې جوړ شو او د القدس پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییس یې موخې داسې بیان کړې: «دغه پایلې په تقنیني پالیسیو کې د حکومتي بنسټونو لپاره یو چوکاټ برابروي؛ داسې چې جنسیتي معیارونه مراعات کړي او جنسیتي عدالت په کاري پلانونو او پروګرامونو کې شامل کړي...»

د دغو ټولو فعالیتونو موخې ګډې دي؛ یعنی «د شخصیت احوالو قانون» محو کول، د اسلامي ارزښتونو له منځه وړل، د عفت د مفهوم لرې کول، په رښتینې معنی د کورنۍ د نظم پاشل، د فحشا او بې لارۍ ترویج، او د فساد او ګمراهۍ غربي ماډل لوري ته د ټولنې بېول.

دغه ورکشاپونه او کنفرانسونه چې د فلسطین د دولت –چې د شیطان له هغو وعدو پرته چې دوی غولوي، د ځمکې پر سر او عمل کې یې هیڅ نښه نشته- د لنډمهاله اساسي قانون د تدوین لپاره زمینه برابروي؛ په حقیقت کې ویجاړوونکې وسیلې دي؛ د ښوونې او روزنې، کورنۍ، ښځې او ماشوم د تخریب لپاره دي. دا ویجاړي په فلسطین کې له روانو جګړو کمه نه ده، بلکې تر هغې لا سخته او دردوونکې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ﴾ [بقره: ۲۱۷]

ژباړه: «او فتنه (له دین څخه اړول او کفر) تر قتل (وژنې) لویه ده.»

او فرمایي:

﴿وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ﴾ [بقره: ۱۹۱]

ژباړه: «او فتنه تر قتل سخته ده.»

پر فلسطیني ولس لازمه ده چې په خود راشي او د دغو پرلپسې دسیسو پر وړاندې یو موټی ودرېږي. دغه خطر د کورونو او یا د ښځې او سړي ترمنځ توپیر نه کوي؛ بلکې د کفري قوانینو اور دی چې غرب یې –وروسته له دې چې دوی یې پخپله وسوځول- د حکومتونو او شکمنو بنسټونو په لاس د مسلمانانو کورونو ته راوړي. دغه اور یوازې د فلسطین لمن نه نیسي؛ بلکې په ټولو اسلامي خاورو کې بل دی.

څنګه چې د یهودي رژیم له منګولو د فلسطین ازادول پر امت فرض دي؛ هماغسې پرې لازمه ده چې ځان د هغو حکومتونو له منګولو هم ازاد کړي چې هغوی د کفارو دامونو او د دنیا او اخرت تباهۍ ته کش کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلاً عَظِيماً﴾ [نساء: ۲۷]

ژباړه: «او الله (سبحانه وتعالی) غواړي چې ستاسو توبه قبوله کړي او هغوی چې د شهوتونو پیروي کوي، غواړي چې تاسو په لویه کږېدنه (له حق څخه انحراف) کې وغورځېږئ.»

د حزب‌التحریر مطبوعاتي دفتر – د فلسطين سپېڅلې خاوره

۱۴۴۷هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۶مه

۲۰۲۵م کال، د ډسمبر ۷مه

د صدور ګڼه: ۱۱ / ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې