دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 رمضان 1445

میلادی نېټه :     سه شنبه, 26 مارچ 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ن/ص-1135/11

فلسطين
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امنیت شورا پرېکړه‌لیک یوازې د وخت اخیستل دي؛ نسل‌وژنه لا دوام لري!

(ژباړه)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په غزه کې «د بېړني اوربند» غوښتنه پکې شوې وه. دغه پرېکړه‌لیک چې د ۱۴ غړو په ملاتړ تصویب شو؛ امریکا یې مخالفت وکړ خو «د رمضان میاشتې په بهیر کې بېړنی اوربند» يې په داسې حال کې د منلو وړ وباله، چې د تلپاتې اوربند لامل به شي. همدارنګه امریکا «د ټولو بندیانو له قید وشرط پرته او ژر خلاصېدو»، د ملکیانو پر وړاندې د ټولو بریدونو او د «ټولو ترهګریزو اقداماتو» درېدو غوښتنه وکړه. د دې پروژې ملاتړو بیا «په غزه تړانګه کې د ناوړه انساني وضعیت» په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.

د یهودي رژیم لخوا د پیل شوې خونړۍ جګړې ۱۷۰ ورځې تېرې شوې؛ په دې موده کې یې د امریکا په هراړخیز مالي او نظامي ملاتړ سره یې کښتونه، ژوي او کورونه له منځه یووړل. امنیت شورا په یوه کمزورې پرېکړه د هغو د مخنیوي هڅه وکړه، خو دغې پرېکړې یې پر ماته پرده ونه غوړوله او فلج‌ حالت یې پټ نشو کړی. دغه شورا د وژنو، لوږې او کلابندۍ پر وړاندې د کڼو او ګونګیانو په څېر چوپه ده او په خپلې دغې پرېکړې یې ثابته کړه، چې یوازې یوه وسیله او د امریکا ویانده ده، چې د هغې د ګټو پر وړاندې ګونګی کېږي.

دا پرېکړه په "رمضان میاشت" کې د اوربند په موخه وه؛ په داسې حال کې چې رمضان میاشت په خلاصېدو ده، خو یوه ورځ هم وژنې نه دي درېدلې! په حقیقت کې دغه پرېکړه که هر څومره د بېړني اوربند غوښتنه کوي، خو تلپاتې اوربند نه غواړي؛ لکه موخه یې چې یوازې او یوازې د وخت اخیستل وي. یاده پرېکړه په عامه صیغه راغلې؛ مجرم یې مجرم نه دی ګڼلی او د جنایتونو د درېدو لپاره تصمیم نه نیسي. د دغې پرېکړې په اړه د امریکا چوپتیا، چې یو غیرعادي عمل دی، ښيي چې ښې پایلې به ونه لري او هغه څه چې د سپینې ماڼۍ ویاند "جان کربي" وویل: «د رایې نه ورکول (د دغې پرېکړې په اړه)، د امریکا د دریځ د بدلون په مانا نه دي» دا یو واقعیت دی؛ ځکه امریکا تل د یهودو له جنایتکار رژیم او د هغه له جنایتونو څخه ملاتړ او څارنه کوي او دغه اوربندونه یوازې سترګو ته خاورې شیندل دي.

امنیت شورا په خپل تور تاریخ کې تل د امریکا او لویو استعماري قدرتونو لپاره د یوې وسیلې رول ادا کړی، ترڅو د هغوی ګټې، جګړې او فتنې مدیریت کړي. په امنیت شورا کې هېڅ خیر او ښېګڼه نشته او د امنیت راوستلو هیله ورڅخه نه کېږي. یوازې بې‌خبره او خیالي خلک ورته هیله‌ لري. د هغې پرېکړې یوازې د امریکایانو ګټې خوندي کوي، له هغو پرته خالي او بې ارزښته دي، په ځانګړې توګه هغه پرېکړې چې د یهودي رژیم په اړه دي او دغه وروستۍ پرېکړه یې غوره بېلګه ده؛ لکه څنګه چې "جان کربي" هم د دې پرېکړې اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دا پرېکړه لازمي نه ده. د یهودي رژیم مشرانو د خپل عادت مطابق په بې‌شرمۍ او بې‌حیایۍ د دغې پرېکړې پر وړاندې خپله غوسه وښوده او واشنګټن ته یې د خپل استازي سفر ځکه لغوه کړ چې له خپلو جنایتونو څخه ان د لنډ وخت لپاره هم نه پر شا کېږي.

که چېرې د مسلمانو حکامو شرمناکه وېره، دسیسه جوړونه او بې‌پرېتوب نه وای، د مسلمانانو د وینې تویول به یوه "نالازمي" پرېکړه نه وه، چې له څو میاشتو نسل‌وژنې وروسته په امنیت شورا کې مطرح شوه. د امینت شورا د پرېکړې پر اساس له غزې سره مرسته نه کېږي، بلکې د امت او د هغه د قدرتمندو ځواکونو په بېړنۍ پرېکړې د غزې مرسته کېدی شي؛ داسې چې د اسلامي خاورو ډارن حکام لرې کړي او د خلافت له تاسیس وروسته د دغه جنایتکار رژیم د له منځه وړلو لپاره پوځونه وخوځوي.

﴿وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ[شوری: 39]

ژباړه: ‏(مومنان) هغه کسان دي چې که له ظلم سره مخ شي، له یو او بل سره مرسته کوي (د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي).

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رمضان ۱۶مه

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر ـ مبارکه خاوره (فلسطین)

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې