پنجشنبه, ۰۷ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 محرم 1443

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 13 جولای 2022 م

شمېره:      ۱۹/ ۱۴۴۳

د فلسطين سپېڅلې خاوره
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د بایډن د سفر موخه د امت د سرچینو پر لوټلو سربېره، د اشغال پیاوړي کول او په سیمه کې یې د ځواکمنېدو هڅه ده

د امریکا ولسمشر په یوه لیکنه کې چې واشنګټن پوسټ سیمې ته د هغه تر سفر وړاندې خپره کړې، ټینګار کړی چې دا سفر د یو امن او متحد منځني ختیځ له وضعیت سره سم ترسره کېږي؛ چې امریکایان ګټه ترې اخیستلی شي. په دې لیکنه کې زیاته شوې چې د امریکا لپاره د نړیوالې سوداګرۍ د اوبو لارې، د اکمالاتو ترسره کولو ځنځیر، چې دغه هېواد پرې تکیه کولای شي او د انرژۍ سرچینې یې برابرولی شي، ډېر ارزښت لري. همدارنګه په لیکنه کې پر اوکراین د روسیې د جګړې اغېزو او له امله یې د نړیوالو اکمالاتو اغېزمنېدو ته هم اشاره شوې ده.

بایډن د فلسطین په اړه تایید کړه چې دولت یې یهودي ادارې ته د ملاتړ تر ټولو ستره کڅوړه سپارلې، چې ارزښت یې له څلور میلیارده ډالرو څخه لوړ دی. سپینې ماڼۍ همداراز تایید کړه چې بایډن غواړي منځني ختیځ ته له خپل سفر څخه په سیمه کې د یهودي دولت د نفوذ او ځواکمنېدو لپاره ګټه واخلي او د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ د عادي اړیکو د پرمختګ لپاره کار وکړي. د فلسطین چارواکي او رهبران یوازې له خپل بادار (بایډن) سره د تصویر اخیستلو، د دغه فرصت پیدا کېدو او د هغه د لارښوونو اورېدو لپاره په ساعتونو په تمه وي.

 امریکا د ټولې نړۍ په چارو کې لاسوهنه کوي. له جګړې نیولې، د خوړو، سون توکو او اقتصاد په برخه کې بشریت ته پر زیان رسولو سربېره، متحده ایالت د یهودي دولت ملاتړ کوي، ځکه دا څه یې بقا تضمینوي او هڅه کوي چې په سیمه کې له اقتصادي او نظامي ټولنو سره یوځای شي، چې خلیجي هېوادونه د دغه سفر د لومړیتوبونو په سر کې دي.  

همدا لامل دی چې امریکا دغه شیطاني وجود (خلیجي هېوادونو) ته د اسلامي امت پر وړاندې د یوې پر مختللې پوځي اډې په سترګه ګوري.که همدغه هېوادونه یو موټی شي او خلافت تاسیس کړي، امریکایي ښکېلاک د تل لپاره له ځمکې ورکولی شي.

هغه څه چې امریکا یې د اسلامي خاورو له چارواکو او نورو ډلو غواړي، یوازې د امریکایې ګټو د تضمین لپاره د دغه حالت دوام دی. نو د حیرانتیا خبره نه ده چې ځینو مشرانو یې اعلان کړی (یا یو ډول دوی ته امر شوی) چې سیمې ته د امریکا د ولسمشر د سفر لپاره پوره تدابیر ونیسي.   

د امریکایي چارواکو ته د فلسطین د اوسنیو واکمنانو سرټیټېدنه او د هغوی پر کمزورې رسۍ ځان تړل، د غرب د انحصار دوام ښيي. دوی حق نه لري چې د خپلو بادارانو پرېکړې وړاندې او وروسته کړي، دوی په همدې توګه د مسلمانانو د سپېڅلې خاورې پر وړاندې خپلو دسیسو ته دوام ورکوي، چې اصلي دنده یې د یهودانو د امنیت پر ساتلو سربیره، د فلسطین د خلکو پر وړاندې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او اخلاقي جګړه ده.

د بایډن سفر به یوازې د سیمې خلک د امریکا پر وړاندې نور هم د ذلت، بدبختۍ او تابعیت په لور ورمات کړي. امریکا هڅه کوي چې ګوډاګي واکمنان یې ګټې خوندي کړي، د مالونو لوټلو او د اوبو پر لارو او اکمالاتي ځنځیرونو د خپل واک د ټینګولو په موخه نړۍ د تباهۍ کندې ته وغورځوي.

د فلسطین مسلمان ولس پوهېږي چې امریکا له اسلام او مسلمانانو سره څومره د ښمني لري او د هېڅ شي تمه ترې نه لري، ځکه چې همدوی ښکېلاک ته لاره هواره کړې ده. همدا امریکا په عراق، سوریه، یمن، افغانستان او نورو اسلامي خاورو کې پر مسلمانانو د ناورینونو، جګړو او تباهۍ لامل ده. دوی د خپلو هغو دښمنانو هرکلی نه کوي چې د سپېڅلې خاورې سپکاوی کوي او له هغو ګوډاګیو واکمنانو څخه ځانونه بېل بولي چې د امریکا تابعیت یې منلی او د هغوی د ګټو خوندیتوب ته یې ملا تړلې.

دا د امت پر لښکرو د سپېڅلې خاورې غږ دی چې د خپلو ګوډاګیو واکمنانو له لومو ځانونه خلاص کړئ او پر خپلو چارو کنټرول ترلاسه کړئ. همدارنګه د خپل امت غصب شوی واک بیرته راورګرځوئ او د دغو ګوډاګیو رژیمونو د نسکورولو لپاره حرکت وکړئ. د امریکا استعماري نفوذ له منځه یوسئ او د رسول صلی الله علیه وسلم د مسرا د ازادولو لپاره هلې ځلې وکړئ. کافرانو ته داسې درس ورکړئ چې بیا د مسلمانانو او د هغوی د مقدساتو خلاف خپلې شیطاني زمزمې په یاد هم رانه وړي.

(قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ) [عمران: ۱۲]

ژباړه: «[نو اې محمده (صلی الله علیه وسلم)!] کومو خلکو چې ستا د دعوت له منلو انکار کړی، هغوی ته ووایه: هغه وخت نږدې دی چې تاسو به مغلوب شئ او دوزخ ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد ځای دی»

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې