
هجری قمری نېټه : 12 شعبان 1447
میلادی نېټه : سه شنبه, 27 جنوری 2026 م
مطبوعاتي دفتر
«مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً» [احزاب:۳۳]
حزب التحریر - ولایه تونس د خپل یوه ژمن غړي، حسین الترکاني په وفات ژوره خواشیني څرګندوي. نوموړي دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۷مه (۲۰۲۶م کال، د جنوري ۲۶مه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې. الله تعالی دې پرې ورحمېږي. هغه د ظلم او استبداد په تر ټولو سختو او تیاره وختونو کې د حزب په لیکو کې فعالیت کاوه. تر وروستۍ سلګۍ یې پر خپل دعوت ټینګ پاتې شو؛ د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره یې دعوت کاوه؛ د خپل رب تعالی د وعدې او د خوږ رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري پر پوره کېدو یې پوره باور درلود. موږ هغه همداسې پېژنو، او د الله تعالی په حضور کې د هېچا د قضاوت دعوه نه کوو.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه د صالحانو له ډلې وشمېري، درجه یې اوچته کړي او د هغه کورنۍ، خپلوانو، عزیزانو او د دعوت په لار کې د هغه ټولو ملګرو ته صبر او استقامت ورکړي او ترې راضي شي.
﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾
د حزبالتحریر - ولایه تونس مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق کال د شعبان ۸مه
۲۰۲۶م کال د جنوري ۲۷مه
د صدور ګڼه: ۹/۱۴۴۷




