
هجری قمری نېټه : 29 رجب 1447
میلادی نېټه : یکشنبه, 18 جنوری 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
امریکا د فلسطین د مسلمانانو پر وړاندې د روانې ټولوژنې په لړ کې د یهودي رژیم اصلي ملاتړې ده. د غزې لپاره د دغه هیواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وړاندیز شوي «د نړیوال ثبات ځواک» کې د ګډون په اړه د بنګلهدېش د موقت حکومت د «ملي امنیت» سلاکار، خلیلالرحمن، لېوالتیا څرګندول، د دې خاورې له مسلمانانو سره ستر خیانت او سپک عمل دی. د «ملي امنیت» سلاکار د مطبوعاتي څانګې د څرګندونو له مخې، دغه لېوالتیا په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معینې، الیسن هوکر او د دغه وزارت یوه بل لوړپوړي چارواکي، پاول کاپور سره د لیدنو پر مهال څرګنده شوې ده. په داسې حال کې چې د فلسطین له سپېڅلې خاورې څخه د مسلمانانو د شړلو او د غاصب یهودي رژیم د ثبات لپاره د امریکایي پلان ملګرتیا، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې ښکاره غدر او خیانت دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ﴾ [آلعمران: ۲۸]
ژباړه: «مؤمنانو ته نه ښايي د مؤمنينو پرځاى كافران په دوستۍ ونيسي او چاچې داسې وكړل؛ نو له الله سره يې هېڅ اړيكه نشته (او په ټوليز ډول یې له الله سره پيوند شلېږي).»
د دغه خیانت پر وړاندې درېدل پر مسلمانانو فرض دي. خلک باید په راتلونکو ټاکنو کې له مخلصو سیاسي نوماندانو څخه د غربي استعماري کافر ځواکونو پر وړاندې روښانه، څرګند او بېابهامه دریځ وغواړي. همدارنګه، هغه سیاسي ډلې چې امریکایان د خپل ملګري او متحد په توګه مني، باید په بشپړه توګه رد شي.
اې خلکو! تاسو ټولو په خپلو سترګو لیدلي دي چې د موقت حکومت دغه سلاکار له پیل څخه په فعاله توګه د امریکا د اجنډا د پلي کولو لپاره کار کوي. نو څنګه کېدای شي چې داسې کس په دومره مهم او حساس موقف کې وزغمل شي؟ په داسې وخت کې چې د امریکا تېری -له وینزویلا څخه نیولې د نړۍ تر هر ګوټ پورې-دغه هیواد د بشریت پر دښمن بدل کړی او خلک یې د ډونالډ ټرمپ د تکبر او غرور پر وړاندې احتجاجونه کوي، عام ولس د موقت حکومت دغه بېپروا او خطرناکه پرېکړه په بشپړ نفرت او کرکه ردوي.
اې د وسلهوالو ځواکونو مخلصو افسرانو! دا ستاسو شرعي او ایماني مکلفیت دی چې د فلسطین سپېڅلې خاوره ازاده او له استعماري کافرو ځواکونو سره هر ډول پوځي ائتلاف رد کړئ. دغه ډول ائتلافونه د مسلمانانو ځواکونه اړ باسي چې د کافرو ځواکونو تر رهبرۍ او د کفر تر بیرغ لاندې د یهودي رژیم د ساتنې لپاره وجنګېږي؛ په داسې حال کې چې دا ټول حرام دي. د مسلمان لپاره جګړه یوازې د اسلامي رهبرۍ تر قوماندې او د اسلام تر بیرغ لاندې روا ده. امام احمد او نسائي له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لاَ تَسْتَضِيئُوا بِنَارِ الْمُشْرِكِينَ»
ژباړه: د مشرکانو له اور څخه رڼا مه اخلئ (د هغوی تر مشرۍ او امر لاندې مه ځئ.
د دې لپاره چې خپله وینه له دغو کفري جګړو پاکه وساتئ، باید د خلافت تر رهبرۍ لاندې شئ؛ د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، باید واک حزبالتحریر ته وسپارئ؛ دا هغه مخلص سیاسي حزب دی چې د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره هلې ځلې کوي. راتلونکی خلافت به تاسو پیاوړي کړي چې د امریکا د تېري مخه ونیسئ، بیا به یوازې ستاسو هیبت د فلسطین د مسلمانانو او په ټوله نړۍ کې د مظلوم بشریت د ساتنې لپاره بس وي.
﴿إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنْ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمْ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ﴾ [توبه: ۱۱۱]
ژباړه: «له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو ځان او مال د جنت په بیه پېرلی. دوی د الله تعالی په لاره کې جنګېږي او وژل کوي.»
د حزب التحريرـ ولایه بنګلهدېش مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د رجب ۲۲مه
۲۰۲۶م کال، د جنوري ۱۱مه
د صدور ګڼه: ۲۰/۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل




