پنجشنبه, ۰۱ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال میاشتې د هلال د لیدلو د پایلې اعلان

(ترجمه)

الله أکبر الله أکبر الله أکبر، لااله إلاالله الله ... الله أکبر، الله أکبر و لله الحمد!

بسم الله الرحمن الرحیم و الحمد لله رب العالمین و الصلاة و السلام علی أفضل المرسلین سیدنا محمد و علی آله و صحبه أجمعین!

امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد څخه روایت کړی، هغه وایي: ما له ابو هریره رضي الله عنه څخه واورېدل چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل:

«صُومُوا لِرُؤیَتِهِ وَ أفطِرُوا لِرُؤیَتِهِ فِإن غُبیَ عَلَیکُم فَعُدُّوا الثَلَاثِین»

ژباړه: د میاشتې له لیدو سره روژه ونیسئ، او له لیدو سره یې روژه ماته کړئ. که چیرې (د ورېځو یا بل عامل له امله) د میاشتې حالت له تاسو پټ شي، نو دېرش ورځې وشمېرئ.

په دې مبارکه شپه، یعنې د پنجشنبې په شپه، د شوال میاشتې د هلال له رصد وروسته، د مسلمانانو په ځینو سیمو کې د هلال رؤیت او لیدنه په شرعي توګه ثابته شوه. نو سبا، پنجشنبه، د شوال میاشتې لومړۍ نېټه او د نېکمرغه کوچني اختر (عید الفطر) لومړۍ ورځ ده.

په دې مناسبت، خپله، د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر او د دغه دفتر د ټولو فعالینو مبارکي د حزب‌التحریر امیر، جلیل القدر عالم، عطاء بن خلیل ابوالرشته ته وړاندې کوم، او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې هغه ته نصرت ورکړي او د هغه په لاسونو اسلام او مسلمانانو ته تمکین ورکړي، څو امت ژر تر ژره او بې له ځنډه له هغه سره د خپل خلیفه په توګه بیعت وکړي!

همداراز، حزب‌التحریر له خپل امیر سره او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو شبابو او شباباتو سره یو ځای، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي چې د سږني کوچني اختر دا ورځ د اسلامي امت لپاره زېری وي، او دا اختر پر امت په داسې حال کې راشي چې الله سبحانه وتعالی ورته استخلاف، تمکین او امنیت ورپه برخه کړی وي.

د سږني کوچني اختر راتګ په داسې حال کې دی چې د مسلمانانو په خاورو کې پرله‌پسې چټکې پېښې او بدلونونه د اسلامي امت په وجدان کې ژور درسونه او عبرتونه حک کوي؛ داسې درسونه او عبرتونه چې امت راویښوي او له مغالطو او اوهامو څخه یې خلاصوي. اسلامي امت ته په څرګند ډول او په قاطع دلیل روښانه شوې ده چې له کافر استعمارګر غرب څخه د مرستې غوښتل، یا یې د رضایت ترلاسه کولو لپاره د ګټو خدمت کول، او ان د هغه د ضرر د مخنیوي په پلمه پرې تکیه کول، یوازې د زیان سبب کېږي او څوک چې دا کار کوي، په دنیا او اخرت کې له ذلت پرته یې بل څه لاس ته نه ورځي.

هغه حقیقت چې نور د پټولو وړ نه دی دا دی چې د مسلمانانو د خاورو حکامو، ټرمپ ته - په دې پلمه چې له امریکا څخه حفاظت او «ساتنه» واخلي- د اسلامي امت له مالونو څخه بیلیونونه او ان ټریلیونونه ډالر ورکړي دي؛ خو امریکا ناڅاپه د دوی په خاورو کې د جګړې اور بل کړ؛ بلکې ټرمپ هغوی اړ باسي چې د ده د ګټو د تحقق لپاره جګړې ته ورسره داخل شي او د ده په څنګ کې وجنګېږي.

دغه راز، ایران چې لسګونه کلونه د امریکا په مدار کې څرخېده او د افغانستان او عراق په اشغال کې همغږي ورسره کوله؛ ان تر دې چې د ایران یوه پخواني ولسمشر په صراحت ویلي و: که ایران نه وای، امریکا به د دغو دوو هېوادونو په اشغال کې ناکامه شوې وای؛ خو له دې ټولو سره سره، امریکا د ایران دا «خدمت» ونه مانه، بلکې پر ضد یې د جګړې اعلان وکړ، رهبر یې ترور کړ او هڅه کوي چې نظام یې هم را نسکور کړي.

هغه څه چې نن د مسلمانانو په خاورو کې روان دي، موږ د دوو مهمو مسئلو په اړه جدي تأمل ته اړ باسي:

لومړی دا چې د کافر استعمارګر غرب پر وړاندې د تسلیمېدو ټولې بلنې - که د هغه د ضرر د مخنیوي په پلمه وي او که يې د رضایت ترلاسه کولو لپاره- یوازې سیاسي ځانوژنه ده؛ چې ترسره کوونکي یې له ویجاړۍ او تباهۍ پرته بلې پایلې ته نه رسوي؛ دا حقیقت اوس بیخي ثابت شوی دی. سربېره پر دې، دا کار حرام دی؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج او له هغې لارې سره په ټکر کې دی چې راشده خلفا پرې روان وو. دا کار په دنیا او آخرت کې د الله سبحانه وتعالی د غضب سبب کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ﴾ [الممتحنة: ۱]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! زما او خپل دښمنان دوستان مه ګرځوئ، تاسې هغوی ته د دوستۍ لاس ورغځوئ؛ (په داسې حال کې چې ) هغوی پر هغه حق چې تاسو ته راغلی دی، کفر کړی دی.»

دویمه مسئله دا ده چې مسلمانان باید د کافر استعمارګر غرب او د هغه د مزدورانو په دغو بلنو ونه غولېږي چې ګواکې اسلامي امتونه د دې توان نه لري چې خپل ځواک او حاکمیت بېرته ترلاسه کړي. هغه ځواک چې غرب یې په واک کې لري، د سترګو له لیده لوی نه دی. اوس امریکا، چې نړۍ یې د پوځ په اړه تبلیغ کاوه چې ګواکې د نړۍ تر ټولو ځواکمن نظامي قدرت دی، د هماغه څه له تحقق څخه عاجزه پاتې شوې ده چې نړۍ یې پرې غولوله؛ دا چې ګواکې د ایران پر وړاندې جګړه به د ونزوئلا په څېر ورته د یوې تفریح په اندازه اسانه وي. خو جګړه اوږده شوه، پېچلې شوه، او پر ټرمپ او د هغه پر بادارانو حالت تنګ شو؛ له همدې امله پرله‌پسې دروغ خپروي او د ایران د نظامي وړتیاوو د له منځه وړلو په اړه د خیالي لاسته راوړنو خبرې کوي، خو په حقیقت کې د ځان د خلاصون په لار پسې سرګردانه ده.

له همدې امله، په دغه مبارک مناسبت کې، موږ اسلامي امت رابولو چې د خپل اختر د خوښۍ احساسات د خپل دښمن د غوښتنې پر خلاف راژوندي کړي، او د سږني کوچني اختر ورځ د نصرت او تمکین د زېري لپاره یو تمځای وګرځوي! په یاد ولرئ چې خلافت هماغه سیاسي نظام دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته لارښوونه کړې ده؛ هماغه نظام چې صحابه کرامو رضوان الله علیهم تطبیق کړی، او هماغه نظام چې د تاریخ په اوږدو کې یې د اسلامي امت عزت تضمین کړی دی، او دا امت هېڅکله له هغه پرته عزت نه دی موندلی. نو پر امت لازمه ده چې همدا اوس د خلافت د بیا قایمولو لپاره اقدام وکړي او دا خپله برخلیک ټاکونکې قضیه وګرځوي.

د حزب‌التحریر شبابو هم د دغه ستر فرض د بېرته راګرځولو لپاره، د اسلامي ثقافت او سیاسي پوهاوي له لارې اړین تیاری نیولی دی. هغوی ستاسو په منځ کې دي، له تاسو سره یو ځای دي، او خپل لاسونه ستاسو پر لور غځوي؛ په دې هیله چې الله سبحانه وتعالی موږ او تاسو په نصرت او تمکین کې بریالي کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د دغه خلافت زېری راکړی؛ چې د جبريه واکمنیو له روان پړاو وروسته به راځي. حذیفه رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: (له حاکمو جبریه او ظالمو واکمنیو وروسته به) بیا د نبوت پر منهج خلافت راشي، او بیا یې سکوت وکړ.

اختر مو نېکمرغه!

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د پنجشنبې شپه، د ۱۴۴۷ هجري کال د شوال میاشتې لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ ۱۹مه)

انجنیر صلاح‌الدین عضاضه

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې