یکشنبه, ۰۵ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د زړه له کومي ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي Featured

حزب التحرير-ولایه افغانستان له کابل څخه تر جاکارتا، بیت المقدس، حلب او اسلامبول پورې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ټول اسلامي امت ته دعا کوي ترڅو الله سبحانه وتعالی زموږ او ستاسو صیام، قيام، طاعات او عبادات ټول په خپل دربار کې قبول کړي.

د عيد ورځې له خوښۍ، خوشالۍ، مينې او مهربانۍ څخه ډکې ورځې دي. مګر اوس د غير اسلامي او طاغوتي نظامونو تر سيوري لاندې د مسلمانانو ژوند له جګړو، فتنو، فحشا، ذلت، سپکاويو او مقدساتو ته له توهين او ګمراهۍ څخه ډک شوی دی. لکه څنګه چې د افغانستان مسلمانان د امريکا د لاسپوڅي نظام تر سيوري لاندې هره ورځ د «بمونو د مور»، «ټانکر بمب»، پياوړو چاودنو او د وينې زبېښونکو صليبي ځواکونو د هوايي بمباريو قرباني کيږي او د خپلو زړونو ټوټې له لاسه ورکوي.

له دې سره–سره خلک په قصدي ډول قومي، مذهبي، ژبنيو، سمتي او سيمه ييزو رقابتونو ته ورټېل وهل کيږي. په داسې حال کې چې د امريکا او د هغې د لاسپوڅو له خوا د کورنيو اختلافونو پايلې په مراتبو د «بمونو د مور» له تلفاتو څخه ډېرې زيانمنوونکې دي. له همدې امله خلک د عيد په نېکمرغه او مبارکو ورځو کې د خوشالۍ او مهربانۍ پر ځای د نفرت او نفاق موجونه تجربه کوي.

سره له دې، موږ د الله سبحانه وتعالی په رحمت باندې ټينګ او راسخ ايمان لرو، چې ډېر ژر به د خپلې مرستې او ملاتړ په واسطه په نړۍ کې د دويم راشده خلافت تر رهبرۍ لاندې بنسټيز تغيير راولي. د نړۍ اوسنی نظم چې ښاماران او ماران د انسان په جامه کې د انسانانو وينې او غوښې خوري را وپرځوي او د هغوی پر ځای به داسې عادل او محسن رهبران چې د غرباوو صفات به لري، په داسې زمانه کې چې نور خلک فساد کوي، هغوی به اصلاح ترسره کوي، د بشريت رهبري به پر غاړه واخلي او خلک به د غربي نظامونو له تيارو، جهالت او ظلم څخه د اسلام نور، هدایت او عدل ته را وباسي. څومره ژر ده هغه ورځ، مګر تياره زړي هغه ليرې او ناممکنه ګڼي.

﴿وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾

الحج: ٤٠

قطعا الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې (د دين او عبادت ځایونو څخه د دفاع) له مخې د هغه ملاتړ کوي. له شک پرته الله سبحانه وتعالی ځواکمن او برلاسی دی.

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برقية عاجلة برقية عاجلة إلى الحركات الإسلامية!

بسم الله الرحمن الرحيم

 

تلفزيون الواقية: برقية عاجلة "برقية عاجلة إلى الحركات الإسلامية!"
 
 
من دروس المفكر السياسي أحمد الخطواني (أبو حمزة)
 
رمضان المبارك 1438هـ - حزيران/يونيو 2017م
 
للمزيد اضغط هنا
د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: خطبة جمعة صدقة الفطر لا علاقة لها بحدود سايكس بيكو!

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية سوريا: خطبة جمعة "صدقة الفطر لا علاقة لها بحدود سايكس بيكو!"


للشيخ معاوية عبد الوهاب


عضو حزب التحرير في ولاية سوريا


دير حسان، 21 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 16 حزيران/يونيو 2017م

د مطلب ادامه...

- دروس رمضانية (23) -

بسم الله الرحمن الرحيم

 
- دروس رمضانية (23) -
 
[الثبات على دين الله]
 
الشيخ شادي الطوباني
 
الأحد، 23 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 18 حزيران/يونيو 2017م
د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برنامج حواري شؤون الأمة

بسم الله الرحمن الرحيم

 

تلفزيون الواقية: برنامج حواري شؤون الأمة


يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم لمتابعي وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً حوارياً مرئياً جديداً من برامج تلفزيون الواقية بعنوان شؤون الأمة، يلتقي من خلاله الشيخ عدنان مزيان نخبة من أهل الفكر وحملة المبدأ يناقش معهم أهم القضايا التي تهم الأمة الإسلامية، فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: وقفة في مدينة درعا ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية سوريا: وقفة في مدينة درعا ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات


كلمة الأخ أبو ذر الحمصي خلال الوقفة التي نظمها حزب التحرير / ولاية سوريا في مدينة درعا ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات
عقر دار الإسلام، 22 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 17 حزيران/يونيو 2017م

د مطلب ادامه...

ولاية الأردن: أمسية رمضانية مع وسائل الإعلام

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية الأردن: أمسية رمضانية مع وسائل الإعلام


أقام المكتب الإعلامي لحزب التحرير في ولاية الأردن أمسية رمضانية حضرها نخبة طيبة من رجال الإعلام.


الأحد، 23 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 18 حزيران/يونيو 2017م

د مطلب ادامه...

د هند او امریکا په شړلو په افغانستان او پاکستان کې ترهګرۍ ته د پای ټکی کېږدئ! Featured

  • خپور شوی په پاکستان

دا د یو پیاوړي راشده خلافت لپاره غوره وخت دی، چې زموږ له دښمنانو سره د یووالي په له منځه وړلو سوله راولي

(ژباړه)

امنیتي رهبرۍ د ۲۰۱۷ د جون د ۶ مې په ناسته کې د ترهګرۍ د مار سر پیدا نه کړای شو. په کابل کې د ۲۰۱۷ د مې په ۳۱ مه له درنې چودنې وروسته د امریکا او هند شتون د افغانستان له رژیم سره یوه لفظي شخړه را منځته کړه. په بدل کې یې  پوځي رهبرۍ په کابل کې د امریکا له ګوډاګي رژیم سره د مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ؛ په داسې حال کې چې  د کابل رژیم، چې د وروستيو ترهګریزو بریدونو پړه یې پر پاکستان اچولې وه، ورټل شو. د کابل د وحشتناک بريد ګټه یوازې امریکا ته ورسېده، دوی د پاکستان پر پوځ نور فشار هم اچوي چې له قبیلوي مخالفتونو سره پر مبارزې د امریکا پوځیان وساتي. سربېره پر دې، ښکاره خبره ده چې په سیمه کې ترهګري د امریکا د سي آی اې او هند د (RAW) څارګرو ادارو په لاس خپرېږي، چې موخه یې زموږ د دښمنانو د ګټو خوندي کول دي. دا د ریمونډ ډیویس له قضیې، کولوبشن جدهو او د پاکستان د طالبانو د تحریک د ویاند له اعتراف څخه څرګنده شوه.

د هند او امریکا تر مشرۍ لاندې ترهګري افشا شوه، یو بل څه چې افشا شوي هغه د پاکستان له خوا د ترهګرۍ د مار سر نه پرېکول دي، چې هغه د هند او امریکا شتون دی. تر دې ناوړه دا چې له امریکا سره د پاکستان د حاکمانو نږدې اړیکې او هند سره خپلوي او د اړیکو عادي کول زموږ د دښمنانو ترهګریزې هڅې لا پیاوړې کوي. نن له امریکا سره د پاکستان یووالی زموږ په خاوره کې د ریموند ډیویس ترهګرې شبکې ته لاره هواروي. نن له امریکا سره د پاکستان اړیکې د دې لامل شوې چې زموږ ځواکونو په غلت لاره وکارول شي او په افغانستان کې امریکایي سرتیري پرې وساتي؛ چې دا کار په خپل وار د هند کولوبشن جدهو شبکې ته دروازه پرانیزي. هغه مالي او ځاني زیانونه چې راته رسیږي، لامل یې زموږ له دښمنانو سره د رژیم ایتلاف دی، له دوی سره لیوالتیا ښودو، زموږ په هیواد کې د دوی پټنځایونو او تداروکاتو ته پراختیا ورکول، دوی ته پر موږ بر لاسی ورکوي او  موږ پرې وهي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُواْ لَكُمْ أَعْدَآءً وَيَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ﴾ [الممتحنه:۲]

د هغوی چلند خو دا دی چې که پر تاسو برلاسي شي، نو دښمني به درسره وکړي او پر لاسونو او ژبه به آزار در ورسوي. هغوی خو دا غواړي چې تاسو دې (په یو ډول ) کافران شئ.

څو چې هند او امریکا زموږ په سیمه کې وي، زموږ د دښمنانو په لاس د ویجاړیو پای به هېڅکله ونه وینو. زموږ ځواکونه فزیکي وړتیا لري، چې د الله سبحانه و تعالی په امر به په یو ساعت کې د یوې پیاوړې او مخلصې رهبرۍ څښتن شي. دوی د هند او امریکا ډیپلوماتیک ماموریت بندولی شي، چې د وژنې او بمبارۍ د پلان لپاره د مار غارونه دي. دوی ټول هغه کینه کښ چې د راتلو لپاره وېزې ورکړل شوې، شړلی شي. دغو موضوعاتو ته هغه وخت د عمل جامه ور اغوستل کېدای شي، چې کله زموږ پوځ حزب التحریر ته په نصرت ورکولو د پاکستان پر پاکه خاوره خلافت تاسیس شي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې