دوشنبه, ۱۲ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مسلمانو حکامو په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا

(ژباړه)

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې په خپل کور کې واورېدل چې ویې فرمایل:

«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أمرِ أُمَّتِي شَيْئاً فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أمْرِ أُمَّتِي شيئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفَقْ بِهِ»:

ژباړه: اې الله! چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخيست او له هغه (امت) سره یې سختي وکړه، نو له هغه سره سختي وکړه او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او له هغه (امت) سره یې نرمي وکړه، نو ته ورسره نرمي وکړه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا د هغو کسانو په حق کې ده، چې د مسلمانانو د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي، هغه که په خاص ډول وي او یا په عام ډول. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حاکم په اړه د خیر دعا کړې، چې له مسلمانانو سره په مهربانۍ او زړه‌سوي چلند وکړي او د هغو حکامو په حق کې یې ښېرا کړې، چې له مسلمانانو سره سخت چلند کوي.

د (شَيْئاً) نکره کلمه د شرط په سیاق کې راغلې ده، ترڅو هر مسوولیت پکې شامل شي. علماوو ویلي چې نکره کلمه د شرط په سیاق کې عامه  معنا ورکوي؛ له همدې امله په دې دعا کې دغه لاندې مسوولیتونه هم شاملېږي لکه؛ په کور کې د سړي مسوولیت او د کور او بچیانو په اړه د ښځې مسوولیت، په مدرسه کې د مدیر مسوولیت، د زده کوونکي پر وړاندې د استاد مسوولیت او همدارنګه د رعیت پر وړاندې د حاکم مسوولیت. پر همدغه اساس د هر هغه مسلمان لپاره چې د مسلمانانو د چارو سرپرستي کوي، لازمه ده چې دغه حدیث د ځان لپاره الګوه ونیسي، له خپلو تر لاس لاندې کسانو سره په مهربانۍ چلند وکړي او له هغوی څخه داسې ساتنه وکړي، لکه څنګه یې چې حق دی.

نن ورځ مسلمانان په ګمراه او مزدورو حکامو ابتلاء شوي دي، چې د مسلمانانو له رضایت او غوښتنې پرته پر هغوی د ظلم او وحشت له لارې حکومت کوي، امت ته هېڅ پام نه کوي او ظلم ورباندې کوي. پر امت یې داسې استخباراتي سازمانونه ګومارلي دي، چې ان د بچیانو ساه‌ګانې یې شمېري، فعالیتونه یې کنټرولوي او په ورځني ژوند کې ورسره یو ځای دي.

دوی مسلمانان نیسي، شکنجه کوي یې او جزاوې ورکوي او ان د هغوی کورونو ته په ورتګ سره یې حرمت تر پښو لاندې کوي... ولې داسې ناوړه چلند کوي؟ هو، هغوی دغه کار د خپل قدرت او څوکیو د ساتلو لپاره کوي. دا هغه څوکۍ دي چې استعمارګرو کفارو د مسلمانانو د رښتیني حاکم (هغه خلیفه چې په امت کې په عدالت حکم کوي) تر له منځه وړلو وروسته دوی ته ډالۍ کړې دي.

اې ربه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت ژر را په برخه کړه، چې د مسلمانانو خپګان لرې کوي او د هغوی د مصیبتونو مخه نیسي. اې ربه! د خپل کریم نور په واسطه دغه ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

یهودي اشغالګر ان؛ حتی د غزې له ژوو سره دښمني کوي

خبر:

الجزیرې د اوربند پر مهال د غزې د ژوبڼ په اړه راپور ورکړ. د فلسطینیانو کنټرول او ټول‌وژنه په دې معنا ده چې د سیمې د ژوو په ګډون هر ژوندی موجود تر برید لاندې دی. د غزې په ژوبڼ کې ۹۰ سلنه ژوي له مرګ سره مخ دي؛ ځکه چې د ژوبڼ ساتونکي د یهودي دولت په امر استعفا ته اړ شول. په قفس کې یو وېرېدلی لیوه لیدل کیږي چې له نورو تلف شوو لېوانو له وقفې پرته ګردچاپېره ګرځي. یو ډنګر اس ښودل کېږي چې د فلسطین د تلف شوو کمیابو او نادرو فلسطیني ګیدړو سره دی.

تبصره:

وحشي ماهیت لرونکی سیکولر پانګوال سیسټم چې له اخلاقي پلوه هېڅ حد او مرز نه پیژني؛ د دې سبب شوی چې پلویان یې په خپلو ظالمو کړنو سره هڅه کوي چې د مومنانو تر واک لاندې سیمو کې هر ژوندي موجود ته زیان ورسوي. بې وزله او محتاج ژوي چې د الله سبحانه وتعالی په مخلوق کې امانت دی، له لوږې او رنځ سره مخ دي. د شرعي احکامو له مخې په جګړه کې د څارويو، ماشومانو، سپین ږیرو او ښځو په ګډون د ټولو بې ګناه وګړو ژوند خوندي وي. موږ مومنان د الله سبحانه وتعالی له وېرې همداسې کوو خو دښمنان مو داسې نه کوي؛ ماشومان، سپین ږیري، ښځې او ان څاروي مو وژني. د یهودي یرغمل شویو وروستي ازادیدل ښيي چې دوی مسلمان جنګیالي د غندنې پرځای ستایل؛ ویل یې چې ډېره کوچنۍ شکنجه یې نه ده ورکرې، ان په «دوستانه» بڼه یې هم لاس نه دی پرې ټینګ کړی. یوې یهودۍ میرمنې په رسنیو کې یو اوږد لیک خپور کړی؛ په دغه لیک کې له فلسطینیانو مننه کوي چې د هغې له کوچنۍ لور سره ډیر مهربانه وو او هېڅ ترخه خاطره ترې نه لري. خو کوم مسلمانان چې له اسرایلو سره یرغمل وو، ځورول شوي؛ ان کورنۍ یې وځورول شوې؛ دا د اسلام د دښمنانو کرکه ده! د جنین اوسیدونکی، ۱۶ کلن محمد نزال په نقف زندان کې څو ځلې وهل ټکول شوی و او کله چې ازاد شو، نو ولیدل شول چې لاس او ګوتې یې ماتې دي. د روغتیا په برخه کې یې دومره بې غوري شوې وه چې سره صلیب ته تر سپارلو وړاندې یې مات لاس نه و تړلی. هغه ویلي چې په خونه کې یې یو بندي په وهلو ټکولو مړ شو؛ پاخه عمر لرونکي بندیان وهل ټکول کېدل او پر ځمکه څملاستو ته اړ ایستل کېدل. د نزال مور وایې چې د هغه له نیول کېدو سره یې له هغه سره هر راز اړیکه پرې شوه او هېڅ خبر یې نه ترې درلود.

په ولله چې د اسلام د عدالت ثبوت به نړۍ ته ښکاره شي او ژر به د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي! کافرانو د غزې د صالحو خلکو په چلند کې د الله سبحانه و تعالی  د دغو نعمتونو لږ خوند وڅکه؛ بېشکه چې د غزې خلک به د خپل صبر په بدل کې خپل اجر اخلي.

 «وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ» [الشعراء:۲۲۷]

ژباړه:« او ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي چې هغوی له څه ډول برخلیک سره مخ کیږي.»

اې اسلامي امته! د کفر او بدیو پر وړاندې چپ مه پاتې کېږئ. د سترو اجرونو او لوړو مقامونو لپاره کار وکړئ؛ په غزه او هره بله سیمه کې خپل مظلوم وروڼه او خویندې د ظالم له منګولو خلاص کړئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

عمرانه محمد

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۵مه

۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادی الاول ۲۱مه

د مطلب ادامه...

د حق بیان؛ تر ټولو ستر جهاد

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

ابي سعید خدري رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې ویې فرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم  پاچاه پر وړاندې حق خبره کول دي. (دغه حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړی او وایي چې حسن حدیث دی.)

د حق بیانول خپلې پایلې لري چې یوازې د الله سبحانه وتعالی مخلص بنده‌ګان یې زغملی شي؛ یعنې هغه کسان چې شریعت ته ژمن وي او د هغه سبحانه وتعالی د رضایت لپاره د اسلامي بیرغ د رپولو هڅې کوي. دغه حق د قدرت څښتنانو له هوا و هوس سره په ټکر کې دی او د هغوی ګټې ګواښي. له همدې امله د حق او هغو کسانو پر وړاندې چې حق ته دعوت کوي؛ جګړه اعلانوي او په تحریف، درواغو، تور لګولو، ارعاب، بندي کولو، ډارولو او وژلو سره هڅه کوي، چې د خلکو په منځ کې د هغوی د راپورته کېدو مخه ونیسي، ترڅو د هغو دعوتګرو غږونه چوپ کړي چې خیر ته دعوت کوي. خو پر دې ټولو سربېره بیا هم دغه مخلصین له کومې وېرې پرته حق بیانوي، مسلمانانو ته نصحیت کوي او د حق له ویلو، حق ته له دعوت کولو او د خپل ژوند د تګلارې په توګه د حق له ټاکلو څخه هېڅ لاس نه اخلي. د مسولیت احساس، صداقت او خلکو ته په مینه د خیر رسول د دې لامل کېږي، چې په دې برخه کې دوی ته انګېزه ورکړي. 

 هغه مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی سره محبت لري؛ د خپل دین لپاره باید غیرت ولري، د دین د تخریب مخه ونیسي او د دغه محبت په پایله کې هغه غواړي، چې ټول مخلوقات دې یوازې د الله سبحانه وتعالی بنده‌ګان او اطاعت‌کوونکي شي؛ د هغه سبحانه وتعالی له امر څخه باید سرغړونه او له حدودو څخه یې تېری ونه کړي؛ لکه څنګه چې ځینو ویلي دي: غوره ګڼم چې د وجود غوښې مې پرې شي، خو چې څوک د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه ونه کړي. 

له ابوعبدالله خباب بن ارت رضی الله عنه څخه روایت دی، چې وایي: په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې په سیوري کې خپل څادر ته تکیه کړې وه؛ (د مکې د مشرکانو له لاسه) مې شکایت ورته وکړ او ومې ویل: ایا زموږ لپاره د بریالیتوب غوښتنه نه کوې؟ ایا زموږ لپاره الله ته دعا نه کوې؟ ویې فرمایل:

«قَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ يُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَيُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ فَيُجْعَلُ فِيهَا، فَيُجَاءُ بِالْمِنْشَارِ فَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُجْعَلُ نِصْفَيْنِ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ لَحْمِهِ وَعَظْمِهِ، فَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ. وَاللهِ لَيَتِمَّنَّ هَذَا الْأَمْرُ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ لَا يَخَافُ إِلَّا اللهَ، وَالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ»

ژباړه: په تېرو امتونو کې د هغه کس لپاره (چې ایمان به یې راوړی و) په ځمکه کې ځای کېندل کېده او بیا به یې هلته ودراوه؛ وروسته به یې اره راوړه او پر سر به یې ورکېښوده، پر منځ به یې دوې ټوټې کړ. اوسپنیز شاخونه به یې په بدن کې ننوتل، تر دې چې هډوکو او عصابو ته به ورسېدل؛ خو دغو ټولو شکنجو بیا هم دوی له خپل دین څخه نشوای ګرځولی. په الله قسم چې الله (سبحانه وتعالی) به دغه دین بشپړوي، تر دې چې د سورلۍ څښتن (مسافر) به له صنعاء څخه تر حضرموت پورې ځي او پرته له الله (سبحانه وتعالی) او د پسونو په خاطر پرته له لېوه څخه، نور به له هېڅ شي څخه نه وېرېږي؛ تاسو ډېره بېړه کوئ.

د هر مسلمان زړه باید په دې باوري وي، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت او ملاتړ به هرو مرو راځي. هر مسلمان باید یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي او له هغه سبحانه وتعالی پرته باید له هېچا څخه ونه وېرېږي. هر مسلمان باید د حق اواز پورته کړي او په لوړ غږ د جنایتکار طاغوت پر وړاندې ودرېږي! هر مسلمان باید د دغه فاسد پانګوال نظام له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي، چې د خلکو پر زړونو یې پرده خوره کړې او باید داسې قوي او ثابت قدمه وي، چې د دغه مسیر ځور او کړاوونه ورته زیان ونه‌شي رسولی؛ ځکه ابتلاء یوازې د الله تعالی له لوري ده، چې د هغې په واسطه یې زړه پاکوي، ترڅو د خپلو هغو بنده‌ګانو په ډله کې یې راولي چې له خپل دین څخه په دفاع کې یې د ځور او کړاوونو پر وړاندې صبر کړی؛ د هغه سبحانه وتعالی د بیرغ رپولو او کلمې لوړولو لپاره یې هڅې کړې او په دې لاره کې یې هېڅ بدلون او کوږوالی نه دی منلی. هر مسلمان باید صبر وکړي او د نصرت لپاره بېړه ونه کړي؛ ځکه نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. هر مسلمان باید ډاډه وي، چې د کار عاقبت او پایله د مومنانو لپاره ده.

﴿تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [قصص: 83]

ژباړه: د اخرت سرای (دار) به یوازې هغو کسانو ته ورکړو، چې په ځمکه کې نه خپله لویي غواړي او نه فساد کوي؛ نېک عاقبت یوازې د متقینو لپاره دی.

د مسلمان لپاره اصل دا دی چې خیر او نیکي، لکه څنګه چې د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره هم خوښه کړي. له همدې امله دا د هر مسلمان دنده ده چې دین حمل او پلی کړي؛ د هغه تر سیوري لاندې ژوند وکړي او ټول بشر ته یې په فکري هڅه او سیاسي مبارزه د دعوت او جهاد له لارې ورسوي؛ ترڅو هغوی له هدایت او صلاح څخه برخمن شي؛ د کفر او جهل له تیارو یې د اسلام نور ته را وباسي او په دنیا او اخرت کې نېکمرغه شي.

د الرایه مجلې له ۴۶۰مې ګڼې

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اسلامي امت له منځه نه ځي!

معاویه رضی الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّهُ قَائِمَهً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا یَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى یَأْتِیَ أَمْرُ اللَّهِ». (بخارى:۷۱)

ژباړه: او دغه امت به همداسې د خپل رب پر دین ټینګ پاتې شي او د مخالفینو مخالفت به ورته زیان ونه رسوي، تر دې چې قیامت راورسېږي.

دا خبر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه دی چې زموږ لپاره د امت اوسنی وضعیت انځوروي او په ورته وخت کې دغه خبر موږ ته ډاډ هم راکوي. نو دغه امت به د قیامت تر ورځې پاتې وي، ان که کمزوری هم شي او خپل عظمت له لاسه ورکړي، خو بیا هم له منځه نه ځي او پای نه مومي. که څه هم دا امت له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دی، خو پر وړاندې یې د غره په څېر ولاړ دی او د دښمنانو مکر، د حکامو دسیسې او د علماوو نه ملاتړ ورته کوم زیان نه شي رسولی.

اوسنی دردوونکی حالت باید د دغه حدیث له مخې بدل شي، ځکه دغه حدیث خبر ورکوي چې اسلامي امت به تل‌پاتې وي او تر کمزوري کېدو وروسته به بیرته ځواکمن او غښتلی کېږي. تاریخ شاهد دی چې دغه امت وړاندې هم تر دې کچې کمزوری شوی و، چې د تاتاریانو په واکمنۍ او په صلیبي جګړو کې یې د له منځه تلو اټکل کېده، خو په ډېرې چټکۍ له خوبه راویښ شو، پر خپلو پښو ودرېد او یو ځل بیا یې خپله سلامتي تر لاسه کړه.

د امت کمزوري هغه ته کوم زیان نه رسوي او تر هغو چې پر خپل دین کلک ولاړ وي، د حکامو خیانت هم ورته زیان نه شي رسولی، بلکې بیرته راپورته کېږي او د حکامو د ګوښه کېدو او د بشر تر منځ د غوره امت د مقام لپاره به مبارزه کوي.

اې الله سبحانه وتعالی! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه خلافت ژر را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو خپګان لرې کېږي او د مصیبتونو مخه یې نیول کېږي. اې الله سبحانه وتعالی! د خپل کریم نور په واسطه ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

لیکوال: ابومریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د ازبکستان په زندانونو کې د یوه بل شهید ماتم

(ژباړه)

په ډيره خواشینۍ او تاسف زموږ د هېواد مسلمانانو او ټول اسلامي امت ته د حزب التحریر د یوه بل غړي د شهادت له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوو، چې د حزب د شهیدانو په قطار کې شامل او له لوړ مقام لرونکو ملګرو سره یو ځای شو. زموږ ورور او د حزب التحریر غړی، نګمونوف ایوب خان اسماعیلوویچ، شنبه، د ډسمبر ۲مه، د نوايي ښار په ۶۴/۶۶ شمېره زندان کې شهيد شو.

زمونږ ورور ایوب خان د ۱۹۷۵م کال، د اګسټ په ۲مه نېټه زیږیدلی او د درېیو ماشومانو پلار و. د خپل ژوند ۲۴ کاله یې په ناحقه د ازبکستان په بېلابېلو زندانونو کې تېر کړل او بالاخره په نوايي ښار کې د ظلم په دغه ډنډ کې شهید شو. د نوموړي د جنازې لمونځ په ورپسې ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته په علي جامع جومات کې ادا شو.

د یادولو وړ ده چې د ایوب خان وروڼه؛ یوسف، سلیمان، یونس او یعقوب جان یوازې د خپلې عقیدې له امله د خپل ژوند نیږدي شل کاله د ازبک رژیم تر استعمار لاندې په خورا سختو شرایطو کې تیر کړل. بیا هم دغه ظالم حکومت، ایوب خان ازاد نه کړ. هغه په ۱۹۹۹م کال کې د ډله یيزو نیونو په ترڅ کې په زندان محکوم شو. د ډول ډول شکنجو له زغملو وروسته یې بالاخره شهید جسد له زندانه را و ایستل شو. پر دې ادعا سربېره چې د ایوب خان د شهادت لامل تنفسي التهاب دی؛ موږ نه شو هېرولی چې د دغه حکومت اجنټانو زموږ د ډېرو وروڼو، چې په ورته شرایطو کې وو، له زخمونو ډک جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل، بیا یې کورنۍ اړ ایستې چې ژر تر ژره یې خښ کړي چې د مخالفو غږونو مخه ونيسي.

ښکاره ده چې د ازبکستان رژیم د یهودي کریموف د ظالمانه او وژونکي حاکمیت پر مهال د حزب التحریر غړي بندیان او په سلګونو بندیان یې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال شهیدان کړل یا یې هم په زندانونو کې اعدام کړل. الله سبحانه وتعالی دې د دوی شهادتونه قبول او منظور کړي! په ۲۰۱۶م کال کې د ظالم کريموف له وژل کېدو وروسته او د ميرضيايوف د حاکمیت پر مهال د حزب التحرير ګڼ شمېر شباب له زندانونو څخه خوشي شول، خو سلګونه کسان لا هم بندیان دي. د دوی محکومیت څو څو ځله تمدید شوی او په پایله کې یې ډېری تر ۲۰۳۵م کال پورې په زندانونو کې پر پاتې کېدو محکوم شوي دي. په وروستیو کلونو کې، زموږ د شبابو پر وړاندې "چاپې" وهل کېږي او د ملي امنیت چارواکي چې له زندانونو سره په اړیکه کې دي؛ امر ورکوي چې د پلان له مخې څوک باید اعدام شي؛ دوی شخصاً د دغو اعدامونو څارنه کوي. که څه هم د میرضیایوف د واکمنۍ پر مهال د دغو کرکجنو کسانو لاسونه له زندانونو را لنډ شوي وو؛ خو ظالم کریموف نور وروزل. ښايي ظالمانو زموږ وروڼه د پېړۍ یوه ربع په زندانونو کې هیر کړي وي؛ خو امت او د دوی دعوتګر وروڼه به یې هېڅکله هېر نه کړي! موږ د ازبکستان حکومت ته وریادوو چې تاسو به خامخا د اسلامي امت د زړورو کسانو، د جسدونو په اړه حساب ورکوئ، په ځانګړې توګه د حزب التحریر د شبابو په اړه چې په زندانونو کې شهيدان شوي او د هغو بندیانو په اړه چې تر اوسه بندیان دي! په دې کې هېڅ شک مه کوئ چې که خدای کول، خلافت دولت به ډېر ژر له تاسو سره محاسبه وکړي. د الله سبحانه وتعالی عذاب ډېر سخت او تریخ دی!

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور ایوب خان د شهیدانو له سردار حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه سره حشر کړي او هغه ته د جنت الفردوس لوړې درجې ورکړي، چې د الله سبحانه و تعالی په لار کې شهیدانو سره یې وعده شوې! الله سبحانه وتعالی خو دې هغه ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر ورکړي. موږ له هغوی سره خپله همدردي ښیو او په اخلاص دعا ورته کوو.[مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً] [احزاب: ۲۳]

ژباړه: «له مومنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ بدلون رانه وستلو.»

په ازبکستان کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۹مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

ې د اسلامي خاورو واکمنانو واورئ او فکر وکړئ...

  • خپور شوی په حزب

بسم الله الرحمن الرحيم

(ژباړه)

له یوې خوا د غزې پر وړاندې وحشیانه جګړه روانه ده او له بلې خوا د مسلمانانو لښکرې په ځانګړې توګه هغوی چې فلسطین ته نږدي دي په داسې حال کې غلې دي او مداخله نه کوي چې په غزه کې د یهودیانو لخوا شپه او ورځ عام‌وژنه روانه ده. له دغې وحشیانه جګړې څخه اوس د کفري اشغالګرو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او برېتانیې له خوا د فلسطین لپاره د دوه دولتونو د حل لارې له وړاندې کولو سره ملاتړ کیږي. دا حل لاره اصلا د فلسطین پر اکثریت خاوره د یهودي دولت رامنځته کول او په ځینو هغو کوچنیو برخو کې چې غیر نظامي تعریف شوي دي فلسطینیانو ته دپناه ورکول دي! دا حل لاره د مسلمانانو د خاورو او په ځانګړې توګه د فلسطین په شاوخوا کې د عرب هېوادونو د واکمنانو پر ژبو په کراتو تکرار شوې ده او  فلسطیني اداره د دې غوښتنې په سر کې ده.

لومړی شاوخوا پنځوس ورځې پر غزې وحشیانه یرغل روان و. وروسته د یهودانو له خوا د یوې اونۍ لپاره اوربند وشو. له یوې اونۍ وروسته یې اوربند لغوه کړ او په ډیر وحشت سره یې خپل بریدونه پرته له دې چې اسلامي لښکرې مداخله وکړي بیا پیل کړل. دا هر څه د دې لپاره وشول، ترڅو داسې وښيي چې یهودي دولت یو مهم او پیاوړی قدرت دی، داسې قدرت چې د مسلمانانو لښکري اصلاً له دوی سره د مبارزې توان نه لري. دوی غواړي په دې ډول د دوه دولتونو د ناوړه پروژې په اړه خبرو اترو ته لار پرانیزي او دا کار له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره لوی خیانت دی.

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

یهودان او دولت یې د جنګ او بریا خلک نه دي، بلکې دوی هغه قوم دی چې په اړه یې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ [عمران:۱۱۱]

ژباړه:  دوی تاسو ته هېڅ ډول ضرر نه شي اړولی، یوازې دومره کولی شي چې تاسو په تنګ کړي. که دوی له تاسو سره وجنګیږي، نو دوی به په جنګ کې تاسو ته شا واړوي او داسې به بې وسه شي چې له هېڅ لوري به ورته مرسته نه رسیږي.

تاسو وینئ چې مومن ځوانان د یهودانو په پرتله د کمزورو او لږ شمیر وسلو په مرسته له یهودانو سره جګړه کوي، خو یهودان پرې تر نن پورې بریالي شوي نه دي. فکر وکړئ، که چېرې دې جګړې ته د مسلمانانو لښکرې دننه شي، د مسلمانانو ټول لښکر هم نه، یوازې هغوی چې د فلسطین شاوخوا پراته دي او یا حتی دوی هم ټول نه، بلکې یوازې ځینې یې حرکت وکړي، نو د یهودي دولت به هېڅ نښه هم پاتې نه شي.

فلسطین اسلامي خاوره ده، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه فتحه کړه، صلاح الدین ایوبي ازاده کړه او عبدالحمید ثاني وساتله. دا د پلورلو جنس نه دی. دا خاوره د خپلو خلکو ترمنځ تفرقه او د خپل ځان داسې ویش نه مني چې یوه برخه یې د داسې اشغالګرو لخوا اشغال وي چې دوی ترې خپل خلک (څښتنان) وشړي. د دې خاورې حل لاره د دوه دولتونو حل لاره نه ده، بلکې اصلي حل لاره یې هغه ده چې عزیز او جبار الله سبحانه وتعالی بیان کړې ده:

وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ [بقره:۱۹۱]

ژباړه: له دوی سره چې هر چېرته مخ شوئ وجنګیږئ او له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

ايا په غزه کې د شپيتو زرو مسلمانانو شهادت او ټپي کېدل کافي نه دي چې پر ملاتړ یې لښکرې بسیج او حرکت ورکړئ!؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ [انفال:۷۲] 

ژباړه: کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.

ايا د غزې د ماشومانو چيغې، د ميندو ژړا، د دردېدلو اهونه او د زړو ښځو او سپين ږيرو فریادونه کافي نه دي، چې په ملاتړ یې لښکرو ته حرکت ورکړئ!!؟

ايا د عام وژنو دوام، د شهیدانو د جسدونو او د بدن د غړو ټوټې کول او د غزې تر خاورو لاندې د شهيدانو او ټپيانو وينې د غزې د خلکو د ملاتړ او نصرت لپاره کافي نه دي!!؟

ایا تاسو یې نه وینئ؟ نه یې اورې؟ ایا په رګونو کې مو د هاشم د غزې د نصرت لپاره وینه په جوش نه راځي!!؟

ایا تاسو د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د مؤمنانو پر وړاندې شرم نه کوئ چې نصرت نه ورکوئ؟ په حقيقت کې د بخاري په حدیث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ریښتیا ویلي دي. هغه وايي چې ادم روايت کوي چې هغه له شعبه منصور نه روايت کوي چې هغه وويل چې ما له ربيع بن حراش څخه اورېدلي دي چې هغه له ابو مسعود رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»

ژباړه: په حقیقت کې پر هغه څه چې خلک د پیغمبرانو له ویناو څخه پوهیږي هغه دا دي چې "که تاسو شرم ونه لرئ، نو هر څه چې وغواړئ هغه وکړئ."

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

موږ پوهیږو چې له کفري اشغالګرو په ځانګړې توګه له امریکا سره ستاسو وفاداري او له هغوی څخه ستاسو پیروي هغه څه دي چې تاسو د غزې او د غزې د مسلمانانو له نصرت څخه منع کوي، ترڅو خپل غیر شرعي قدرت وساتئ. تاسو دا له یاده ایستلي چې په دې کار سره مو نه یوازې خپل آخرت له لاسه ورکړی، بلکې د دنیا ژوند مو هم بایللی دی. په حقیقت کې به دغه اشغالګر کفار هغه وخت چې ستاسو په مرسته خپلو موخو ته ورسیږي، نو تاسو به د خځلو په څېر کندو او ژورو ته وغورځوي او ستاسو د قدرت تختونه به چپه کړي. دا هغه څه دي چې دغو کفري اشغالګرو له هغو کسانو سره کړي چې له تاسو  مخکې وکمنان وو او که پوه شئ، نو دا ستاسو لپاره یو عبرتناک درس دی. قوي او عزیز الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ [حج:۴۶]

ژباړه: ایا دوی (سرغړونکي) په ځمکه کې ګرځېدلي راګرځېدلي نه دي، ترڅو یې زړونه عبرت اخیستونکي (حق) ته خلاص شوي  وی او غوږونه یې د (حق) اورېدونکي ګرځېدلي وی؟ حقیقت دا دی چې سترګې نه ړندیږي، خو هغه زړونه ړندیږي (له حق ګرځي) چې په سینو کې دي.

اې د اسلامي لښکرو سرتیرو:

نیږدې دوه میاشتې کیږي چې په غزه کې ستاسو پر خویندو او وروڼو د یهودانو لخوا وحشیانه تیری پیل شوی او یهودي دولت په خپل ټول زور او وحشت سره د غزې د خلکو عام وژنه کوي، دوی ښځې، ماشومان، علماء او بوډاګان وژني او دا عام وژنه لا هم روانه ده. حاکمان د غزې د دغې عام وژنې او د خلکو د کورونو، روغتونونو، مسجدونو او بنسټونو د ویجاړولو ننداره کوي، خو تاسو په غزه کې ستاسو د وروڼو له ملاتړ څخه منع کوي او تاسو هم د دې ټولو ظلمونو پر وړاندې بې حرکته، چوپ، او غلي یاست! ایا له دې نه وېرېږئ چې دغه چوپتیا به پر تاسو د قهار رب د غضب د نازلېدلو لامل شي؟

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [توبه: ۳۸-۳۹]

ژباړه: اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو (قتال) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ. ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې وي، نو باید پوه شئ چې د دنیا د ژوند ټول وسایل او ټوله دنیا د اخرت په مقابل کې ډېر لږ یا هېڅ ارزښت نه لری. که چېرې تاسو د (قتال) لپاره ونه وزئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر درناک عذاب درکړي. تاسو به له منځه یوسي او پر ځای به مو بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.  

ایا د دوو غوره پايلو (بریا یا شهادت) هیله نه لرې؟

 [يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ] [صف:۱۲-۱۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو ته به هغه جنتونه درکړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او په دایمي جنتونو کې به غوره استوګنځي درکړي او دا تر ټولو ستره بریا ده. او هغه بل نعمت (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي، د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه.

ایا په دنیا او آخرت دواړو کې د عزتمن کېدلو هیله او ارمان نه لرئ؟

اې د اسلامي لښکرو سرتیرو:

په غزه کې خپلو وروڼو او خویندو ته د نصرت په ورکولو کې بیړه وکړئ. که واکمنان ستاسو مخه نیسي، نو دوی په هره ممکنه لاره له مخې لرې کړئ. په مبارکه خاوره کې د خپلو وروڼو او خویندو نصرت وکړئ او د یهودانو لپاره ماتې داسې قطعي کړئ، لکه څنګه چې په القدس شریف کې د صلیبیانو او په عین جالوت کې د مغولو لپاره ماتې پرېکنده او قطعي وه. په دې ډول به ټول فلسطین داسې د اسلام او مسلمانانو وګرځي لکه څنګه چې مخکې و. دغه مبارکه خاوره به بیا د خلافت تر بیرغ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رأیې تر سیوري لاندې وي، ځکه چې دا د اسراء او معراج مبارکه خاوره ده ... خپله هم مبارکه خاوره ده او شاوخوا یې هم مبارکه ده.

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ [اسرأ:۱]

ژباړههغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ، ترڅو پرې خپلې ځينې نښې وګورو. په حقیقت کې همدغه الله سبحانه وتعالی د هرڅه اورېدونکی او لیدونکی دی. [اسراء: 1]

اې سرتېرو راوړاندې شئ، د هاشم په غزه کې د خپلو وروڼو او خویندو نصرت وکړئ. د الله سبحانه وتعالی نصرت وکړئ، ترڅو هغه سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وکړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ [محمد:۷-۹]

ژباړه: اې مؤمنانو، که تاسو د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو قدمونه به محکم کړي. او هغه کسان چې کافران شوي دي، د دوی لپاره هلاکت دی، الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه ضایع کړي دي. د دې لامل دا دی چې دوی دغه قران چې الله سبحانه وتعالی نازل کړی دی بد وګاڼه (په حکم یې عمل ونه کړ)، نو الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه له منځه یووړل.

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادی الاولی ۲۰مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۴

حزب التحریر

د مطلب ادامه...

د امت پوځونه؛ پوښ کړې تورې او مقصود ډالونه!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هر باانصافه انسان که وغواړي او یا ونه غواړي، په دې باوري دی چې د تاریخ په اوږدو کې پوځونو د هر امت برخلیک ټاکلی او په هره سیاسي او تمدني شخړه کې وروستۍ خبره دوی کړې ده. یو دولت خپل کورنی او بهرنی سیاست د خپل پوځ د قدرت پر اساس ټاکي او په حقیقت کې یوازې پوځ د یوه دولت مقام او  موقف د نورو دولتونو تر منځ ټاکلی شي. د امریکا تصمیمونه، اړیکې، د جګړې او سولې اعلان، د ډالر د ارزښت ټاکل او داسې نور ټول په نظامي ځواک تکیه دي او د امریکا نظامي ځواک دغه هېواد په نړۍ کې په لومړي سیاسي قدرت بدل کړی دی.

په دې کې شک نشته چې د هر امت اصل او اساس د هغه فکري ثروت دی؛ خو دغه فکري ثروت هغه مهال اغېز کوي چې له ځان سره د نظامي ځواک ملاتړ ولري. همدارنګه که چېرې استعمار غواړي چې پر یوه هېواد برید وکړي، نو موږ وینو چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د نظامي ځواک د باور د ترلاسه کولو هڅې کوي او ان له اشغال وروسته د خپل امنیت د ساتلو لپاره پر هغه تکیه کوي او د همغه هېواد له اولادونو څخه د ځان لپاره یوه امنیتي مرجع جوړوي او یا له سیمه‌ییزو نظامي ځواکونو سره د امنیتي همغږۍ غوښتنه کوي. هر څوک چې عربي کودتاوې تعقیب کړي، دا پکې موندلی شي چې د هغو کودتاوو برخلیک د پوځ تصمیمونو ټاکلی دی او د هغو پایله یې بدله کړې ده.

پر همدغه اساس هر هغه تمدني او سیاسي پروژه چې مسوولین یې په خپل پلان کې د نظامي قدرت د ترلاسه کولو لپاره طرحه ونه لري؛ دا پروژه بې اساسه او ناکامه ده. له همدې امله هر هغه پروژه چې پوځ یې تبني کړي، هغه عملي کېږي؛ نو ځکه د دعوتګرو او سیاستوالو په ذهنیت کې د پوځونو ارزښت ته ځای نه ورکول، په حقیقت کې د قدرت له یوې لویې سرچینې څخه لاس اخیستل دي.

له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قبیلو تر منځ د قدرت په سرچینو پسې ګرځېده او د هغوی د باور جلبولو لپاره به یې سختې هڅې کولې؛ که داسې نه وی نو د هغه صلی الله علیه وسلم دغه دعا په څه معنا ده: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ»؛ اې ربه! اسلام ته په دغو دوو کسانو کې په یوه سره چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه»؟ عمر رضی الله عنه له قدرت او قوت پرته بل څه صفت درلود، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته هیله‌من و؟ ان په  (عَبَسَ وَ تَوَلَی) کې د الله سبحانه وتعالی لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وشو، چې د قریشو مشران دې راوبولي او هغه صلی الله علیه وسلم به دوی ته د قناعت ورکولو لپاره هڅې کولې.

موږ نه پوهېږو چې نن ورځ اسلامي علماء له دغه واقعیت څخه ولې ناخبره دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ۱۶ ډېرې قبیلې ولیدلې او له هغوی څخه یې د خپل دغه رسالت: «پر ما ایمان راوړئ... له ما څخه ملاتړ وکړئ... او زما نصرت وکړئ» لپاره د قدرت او ځواک غوښتنه کوله، تر دې چې د دغه مکلفیت لپاره شرعي اصطلاح "طلب النصرة" وکارول شوه او یارانو یې چې لویې درجې یې ترلاسه کړې، انصار ونومول شول؛ ان ویلی شو چې د مدینې منورې دولت د انصارو رضی الله عنهم لخوا د یوه نظامي تصمیم په مرسته تاسیس شو.

پوځونه باید خپل اهمیت او مکلفیت ته راوبلل شي، په دې برخه کې د مشهورو دعوتګرو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې حکام دې د امت پوځونه پر خپلو امنیتي موسسو او بنسټونو بدل کړي. یا په بل عبارت، موږ د پوځونو دعوت پرېښی دی او په دې سره مو هغوی حکامو ته سپارلي دي!

دعوتګرو نه یوازې دا چې د امت اولادونه یې په پوځونو کې پرېښي دي، بلکې هغوی یې په مرتد کېدو او خیانت تورن کړي او خپل دښمنان یې بللي دي! له همدې امله دعوتګران په خپل دعوت کې د قدرت د سرچینو د جذب لپاره په بېلابېلو ګمراه کوونکو لارو کې سرګردانه دي؛ ځینو یې د سیمې قدرتونو ته د وسلو او ملاتړ په موخه د سوال لاس اوږد کړی، مګر مشروطې وسلې یې ترلاسه کړې، چې دوی یې د همغو قدرتونو تابع کړي دي او پایله نوره هم د ګمراهۍ خواته تللې ده. ځینې یې د خپلو ګټو د خوندي کولو او د تدریجي اسلام د تطبیق لپاره د حکامو غېږو ته لوېدلي دي او له هغوی څخه یې په سیاسي برخه کې د یو ځایوالي غوښتنه کړې ده؛ چې په پایله کې یې نه شریعت پلی شوی او نه یې ګټې خوندي شوې دي، بلکې په حاکم نظم کې ور ګډ شوي او د هغه ناوړه څېره یې له خلکو څخه نوره هم پټه کړې ده! همدارنګه له دوی څخه ځینې ډلې په وسله‌والو شخړو کې ښکېل شوې، چې خپلو خاورو ته یې له ورانیو او ویجاړیو پرته بل څه نه دي ورکړي.

کوم حقیقت چې ډېری کسان پرې ناخبره دي، هغه دا دی چې د امت لښکریان او پوځونه هم د مسلمانانو اولادونه دي، د هغوی په منځ کې هم خاین او هم منافق شته دی، متقي او مخلص کسان هم پکې شته دي، موږ چې پر کوم شي دردېږو، دوی هم پرې دردېږي او پر کوم شي چې خوشحالېږو، دوی هم خوشحالېږي؛ د بېلګې په توګه که د مصر په پوځ کې د انور سادات په څېر کس هم شته، خو د خالد اسلامبولي په نامه کس هم شته دی، چې سادات یې وواژه او د ترکیې په پوځ کې د التین تاش په نامه کس هم و، چې د روسیې سفیر یې ترور کړ او لاتراوسه په هر ناورین کې د دغه ډول بېلګو شاهدان یو ...

لښکریان او پوځونه د امت ملکیت دی، نه د حکامو او غرب. امت د هغوی د ملاتړ یوازینۍ تلپاتې سرچینه ده او امت د پوځونو مور او پلار دي. له همدې امله موږ لومړني کسان یو چې له هغوی څخه باید ګټه واخلو، ځان ته یې را جلب کړو او باور یې تر لاسه کړو.

حکامو درک کړې چې د پوځونو د محوري نقش خطر څومره دی؛ له همدې امله د هغوی او دعوت تر منځ خنډ ګرځېدلي دي، ان د نظامي ځواکونو د ګمراه کولو او د امت پر ضد د هغوی د درولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.

اوس د دې وخت را رسېدلی، چې زموږ دعوتګران باید د نظامي ځواکونو اهمیت او نقش درک کړي، چې زموږ امت یې په واک کې دی او د سیمې په کچه تر ټولو ستر او غوره ځواکونه ګڼل کېږي...! همدارنګه د دې وخت را رسېدلی، چې خپل اولادونه بېرته ترلاسه کړو او له هغوی سره په قهر نه، بلکې په مهربانۍ سره چلند وکړو او خپل مخاطب یې کړو.

همدرانګه د فلسطین مبارکه خاوره یوه اشغال شوې او برمته شوې خاوره ده، پر همدغه اساس د جهاد خاوره ګڼل کېږي. د هغې پر وړاندې زموږ مکلفیت دا دی، چې ازاده یې کړو او بېرته یې د اسلام غېږې ته را وګرځوو. دا هغه جهاد دی چې خاورې ازادوي او تېري کوونکي له منځه وړي، نه هغه جهاد چې د پاشل شوي مقاومت په واسطه په مختلفو ځایونو کې پیل شوی دی؛ ان که چېرې دغه مقاومت له ځان څخه دفاع وکړي، له دښمن سره مبارزه وکړي او هغه زخمي کړي، بیا هم د هغه جهاد بدیل نشي کېدای چې اشغال له منځه وړي او عدالت رامنځته کوي. همدارنګه دغه جهاد باید د امت له اولادونو څخه مخلصه رهبري ولري، سپېڅلی بیرغ او نبوي منهج ولري، ترڅو د الله سبحانه وتعالی او د پرښتو د نصرت مستحق شي. یوازې په همدې طریقه فلسطین د حضرت عمر رضی الله عنه لخوا فتحه، د صلاح الدین ایوبي په توره ازاد او د عبدالحمید لخوا وساتل شو؛ الله سبحانه وتعالی دې له دوی څخه راضي شي.

اوسمهال جهاد، بیرغ او رهبري داسې شوي دي، چې ټول مسلمان ماشومان یې پېژني او د طاغوتي حکامو په شتون کې به بېرته رامنځته نه شي؛ هغه حکام چې خاورې یې د غربي ګټو په مقابل کې ګرو کړې دي، د امت او د هغه د نهضت تر منځ یې واټن رامنځته کړی دی او د الهي حاکمیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. په همدغه دلیل د امت د ځواک او قدرت د بېرته راګرځولو یوازینۍ لاره دا ده، چې په عام او خاص ډول اسلامي لښکریان او پوځونه باید په اغېزناکه او ګټوره توګه مخاطب کړل شي، ترڅو د حکامو له منګولو څخه وژغورل شي، د خپل امت ګرمې غېږې ته بېرته راوګرځي او یوه داسي قوي نقشه رسم شي، ترڅو د قدرت له هغو څښتنانو سره چې د نصرت ورکولو تږي دي، د مخلصانه دعوت طرحه همغږې کړي. دا همغږي باید د اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي، د ظلم دوران ختم کړي او په راشده خلافت یې بدل کړي، ترڅو ځمکه پاکه او نفسونه او مالونه خوندي کړي.

 نن ورځ ټول حزبونه، علماء او موسسې ... باید د اسلام عامه افکارو ته مخه کړي او مسلمان افسران باید خپل هدف وګرځوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل هدف ګرځولي وو او د هغوی په واسطه لومړنی اسلامي دولت تاسیس شو. حکام له دغو عامه افکارو څخه وېره لري او شپه و ورځ د هغو د منحرف کولو او له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. دغه عامه افکار د یو ځواک په توګه زموږ په لاس کې دي او ظالمان پرې مسلط کېدلی نشي؛ یعنې کله چې وضعیت د موسی علیه السلام په ګټه بدل شو، نو فرعون ونشو کړلی چې د عامه افکارو پر وړاندې ودرېږي.

اې د قدرت څښتنانو! الله سبحانه وتعالی تاسو ته داسې خطاب کړی دی:

‏‏﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ...﴾ [توبه: 14]

ژباړه: له هغو کافرانو سره وجنګېږئ، ترڅو الله ستاسو په لاس دوی ته عذاب ورکړي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دعا کړې ده:

«اللَّهُمَّ ارحَم الأنصَار»

ژباړه: اې ربه! پر انصارو رحم وکړه.

اې لښکریانو او اې پوځونو! تاسو د حکامو اولادونه نه یئ، چې ستاسو په واسطه دې له دښمنانو څخه ساتنه وکړي، بلکې تاسو د خپل دغه لوی امت اولادونه یئ، چې په پای کې د خیر ژمنه ورسره شوې ده. زموږ امت نن ورځ له سختو ناورینونو سره لاس و ګرېوان دی؛ نو په یاد ولرئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناورینونو پرمهال د قدرت څښتنانو ته داسې اواز کړی دی: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ؛ اې ربه! اسلام ته پر دغو دوو کسانو کې په یوه سره، چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه!» لکه اوسمهال چې په دغو مصیبتونو کې داسې اواز وکړي: اې ربه! اسلام ته د هغو لښکریانو او پوځونو په مرسته نصرت ورکړه، چې ستا خوښ وي!

نو تاسو دغه لوی عزت او ویاړ ته رابولو او له تاسو څخه غواړو چې په دواړو جهانونو کې بریالي وئ؛ نو څوک شته چې قبول یې کړي؟

د جریدة الرایه له ۴۷۰ ګڼې څخه اخیستل شوی 

لیکوال: الشیخ أحمد الصوفی (أبو نزار الشامی) – ولایه لبنان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د میراث وړل

 (ژباړه)

د هغه چا وارث چې وارث نه لري:

له مقدام رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«مَنْ تَرَكَ كَلًّا فَإِلَيَّ»: وَرُبَّمَا قَالَ: «إِلَى اللَّهِ وَإِلَى رَسُولِهِ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ، وَأَنَا وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، أَعْقِلُ لَهُ وَأَرِثُهُ، وَالْخَالُ وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، يَعْقِلُ عَنْهُ وَيَرِثُهُ»

ژباړه: له هر چا څخه چې کل (ماشومان اولادونه، ناتوانه اشخاص) پاتې شي، سرپرستي یې زه کوم. يا داسې يې وفرمايل: «د سرپرستۍ مسووليت يې الله د او هغه رسول ته ورګرځي. او له هر چا څخه چې مال پاتې شي، د هغه د ورثې لپاره به وي او زه د هغه چا وراث یم چې وارث نه لري. د نوموړي هغه حقوق پر ځای کوم چې د جنایتونو په سبب پر هغه پاتې وي او له هغه څخه میراث وړم. همدارنګه د وارث ماما د هغه چا وارث دی چې وارث نه لري او پر مړي واجب شوي حقوق د هغه پر ځای ادا کوي او له هغه څخه میراث اخلي.

د عون معبود څښتن وايي:

"مَنْ تَرَكَ كَلًّا": د کاف په فتحه او د لام په شد سره یعنې ثقل (زیات پاتې شوني) او همدارنګه پور، کورنۍ او اولاد پکې راځي او موخه یې دا ده چې که چېرې له هغه څخه اولاد پاتې شي، سرپرستي او تربیه یې زه کوم او پورونه یې زه ادا کوم. "أَعْقِل لَهُ": یعنې پر هغه کس چې د جنایتونو له امله کوم دیت وي، هغه ادا کوم. "وارثهُ": یعنې هغه کس چې وارث نه لري. قاضي رحمه الله وایي: هدف دا دی چې مال یې د مسلمانانو په بیت المال کې مصرفوم؛ ځکه هغه د الله او رسول دي. "وَالْخَال وارث مَنْ لَا وارث لَهُ": دا د هغو کسانو لپاره دلیل دی چې ذوی‌الارحام د حق وړ بولي. "يَعْقِل عَنْهُ": یعنې که چېرې د خور زوی جنایت وکړي او نږدې خپلوان ونه لري، چې دیت یې ورکړي، نو ماما یې د عصبه په توګه دیت ورکوي. "یرثه" یعنې ماما له هغه څخه میراث وړي.

میراث د ملکیت یو سبب دی. د میت/مړي له مال څخه د هغه وارثین د شریعت پر اساس خپله برخه ترلاسه کوي.

میراث د میت له شتمنۍ څخه د وارثینو حق دی او له شرعي مانع پرته یې هېڅوک مخه نشي نیولی. د ثروت د وېش او په حرکت راوستلو لپاره دا یوه غوره طریقه ده او دا ستونزه حلوي، چې شتمني دې یوازې د کم شمېر کسانو لاس ته ولوېږي او د ټولنې پاتې نور کسان دې ورڅخه محروم وي. د وارثینو تر منځ د میراث په وېشلو سره هغه پیسې، چې نوموړي کس په خپل ژوند کې ټولې کړې دي، د ټولو وارثینو تر منځ وېشل کېږي او یوازې د یوه کس په لاس کې نه پاتې کېږي، چې نور دې ورڅخه محروم وي. په دغه کار سره د ټولنې د ډېرو خلکو تر منځ پیسې وېشل کېږي او د شتمن او غریب پر اساس د ټولنې د وېش مخنیوی کېږي. اسلام هغه غوره دین دی، چې ټولنې ته نظم ورکوي او له فاسد کېدو څخه یې خوندي ساتي.

د اسلامي شریعت له مخې وارث یوازې په دوو حالتونو کې له دغه حق څخه محروم شوی دی:

لومړی) د دین اختلاف: نسايي په خپل سنن کبرا کې له اسامه بن زید څخه روایت کړی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«لا يرث الكافر المسلم ولا يرث المسلم الكافر"

ژباړه: کافر له مسلمان او مسلمان له کافر څخه میراث نشي وړلی.

د ابن ابي شیبه په مصنف کې راغلي: له اسامه بن زید څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا تتوارث الملتان المختلفتان»

ژباړه: د دوو مختلفو دینونو څښتنان د یو او بل وارثین نه شي کېدای.

دویم) د وارث لخوا د مؤرث وژل کېدل:

ترمذي له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْقَاتِلُ لَا يَرِث»

ژباړه: قاتل میراث نشي وړلی.

له دغو دوو حالتونو پرته هېڅوک حق نه لري، چې وارث له خپل هغه حق څخه محروم کړي، چې شریعت ورته ورکړی دی. هغه که هر څوک وي؛ نه د مال څښتن، نه وارثین او نه حاکم دا حق لري، چې هغه محروم کړي. دا د وارث حق دی او که څوک یې منعه کړي، نو د کبیره ګناه مرتکب کېږي:

«جاء في صحيح البخاري عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعُودُنِي وَأَنَا بِمَكَّةَ وَهُوَ يَكْرَهُ أَنْ يَمُوتَ بِالْأَرْضِ الَّتِي هَاجَرَ مِنْهَا قَالَ يَرْحَمُ اللَّهُ ابْنَ عَفْرَاءَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أُوصِي بِمَالِي كُلِّهِ قَالَ لَا قُلْتُ فَالشَّطْرُ قَالَ لَا قُلْتُ الثُّلُثُ قَالَ فَالثُّلُثُ وَالثُّلُثُ كَثِيرٌ إِنَّكَ أَنْ تَدَعَ وَرَثَتَكَ أَغْنِيَاءَ خَيْرٌ مِنْ أَنْ تَدَعَهُمْ عَالَةً يَتَكَفَّفُونَ النَّاسَ فِي أَيْدِيهِمْ وَإِنَّكَ مَهْمَا أَنْفَقْتَ مِنْ نَفَقَةٍ فَإِنَّهَا صَدَقَةٌ حَتَّى اللُّقْمَةُ الَّتِي تَرْفَعُهَا إِلَى فِي امْرَأَتِكَ وَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَكَ فَيَنْتَفِعَ بِكَ نَاسٌ وَيُضَرَّ بِكَ آخَرُونَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ يَوْمَئِذٍ إِلَّا ابْنَةٌ»

ژباړه:  له سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما د ناروغۍ پوښتنې ته راغی او زه په مکه کې وم (راوي وایي) هغه نه غوښتل چې په داسې ځای کې وفات شي، چې له هغه څخه یې هجرت کړی دی؛ ویې ویل الله دې پر ابن عفراء رحم او مغفرت وکړي. ومې ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ایا د خپل ټول مال وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د نیمایي وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د درېیمې برخې وصیت؟ ویې ویل چې درېیمه برخه کولی شې؛ مګر درېیمه برخه هم زیاته ده. که چېرې شتمن وارثین درڅخه پاتې شي، تر دې ډېره غوره ده چې اړمن کسان له ځان څخه پرېږدې، چې خلکو ته بیا لاس اوږد کړي. هر شی چې نفقه کوې، هغه صدقه ده؛ ان تر دې چې که چېرې مړۍ پورته کوې او خپلې مېرمنې ته یې ورکوې، ښايي الله دې له دغې ناروغۍ څخه وژغوري او عمر دې اوږد کړي، ترڅو ځینې خلک (مومنین) له تا څخه ګټه واخلي او ځینې نور کسان (کافران) له تا څخه زیانمن شي او سعد هغه مهال یوازې یوه لور درلوده.

سعد دلته غوښتل چې په داسې حال کې د خپل ټول مال وصیت وکړي، چې یوه لور یې هم درلوده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار څخه منعه کړ، او حتی پر نيم مال له وصيت څخه يې منعه کړ، ځکه دغه وصیت یې پر لور ظلم ګڼل کېږي، چې هېڅ مال ورته نه پاتې کېده.

چېرې دي هغه خلک چې خپلو لورګانو ته د پلار په میراث کې حق نه ورکوي! ترڅو په دغو احادیثو کې فکر وکړي، چې پوه شي هغه څه چې ښځه یې په میراث وړي، خپل شرعي حق او مال یې دی او شریعت ورکړی دی؛ د وروڼو او کورنۍ مهرباني یې نه ده، چې زړه یې وي، ورکوي به یې او چې زړه یې نه وي، نه به یې ورکوي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي، چې وارث په کوم حالت کې له میراث څخه محرومېږي او دا چې یوې ښځې واده کړی وي یا د یوه پردي کس مېرمن شوې وي، د دې لامل نه کېږي چې د پلار او مور له میراث او یا هم د بل هغه کس له میراث څخه دې محرومه شي، چې په هغه کې یې حق وي.

د الله سبحانه وتعالی احکام پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم نازل شول، ترڅو عملي شي او مسلمانان ورڅخه ګټه واخلي؛ مګر اوس ورڅخه څوک ګټه نه اخلي او ډېری مسلمانان ترې د اسلامي حکومت د نشتون په سبب چې الهي احکام پلي کوي، محروم شوي دي. اې مسلمانې ښځې ته د الهي حکومت بیا جوړولو ته سخته اړتیا لرې؛ ځکه چې په نشتون کې یې ډېره زیانمنه شوې یې! د اسلام نشتون د دې لامل شوی دی، چې ډېری هغه مالي حقوق له لاسه ورکړې، چې الله تعالی درته مشروع کړي دي. که چېرې خلافت دولت وای، له هغو څخه برخمنه کېدلې او د لاسته راوړلو په برخه کې به یې له ذلت او خوارۍ څخه نه کړېدلې.

پر دې سربېره تاسو ته خطاب کېږي، چې د بیا اسلامي ژوند لپاه هڅه وکړئ ... له همدې امله تاسو په دې لاره کې دوه مصلحتونه لرئ:

روحي مصلحت: د الله تعالی له امر څخه عبارت دی، چې د شریعت د حاکمیت لپاره یې باید هڅه وکړئ.

مادي مصلحت: د مالي او دنیوي ګټو خوندي کول دي، چې شریعت تاسو ته درکړې دي، خو فاسدې او ظالمې ټولنې له تاسو څخه اخیستې دي. 

ژباړن : صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د فلسطین جګړه؛ په صهیونیستي جامو کې غربي صلیبي جګړه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

طوفان الاقصی او د شام د خلکو ثبات د یهودو له کوچني او په هېڅ شمار دولت او خاینو مزدورو دولتونو ډېر ستر دی؛ ځکه طوفان الاقصی د ټولو سختیو او پایلو پر وړاندې د مسلمانانو د ټینګ عزم، پیاوړو ایمانونو او حقیقي اسلام ښکارندویي وکړه. طوفان الاقصی همداراز وښوده چې اسلام په اوسنۍ نړۍ، جغرافیه او بشر کې پیاوړی نفوذ لري. دغه زیری ورکوونکی او ویروونکی حرکت ښيي چې د اسلام د روڼ سهار راختو پر لور تمدني پړاو ته رسېدل نږدې شوي او د ملعون غرب تیاره شپه له منځه تلونکې ده.

ملعون غرب باوري شوی چې اسلام بیاځلي صحنې ته راځي او د دوی کفر له منځه ځي. د غرب د جنایتونو او وحشت مرکز او اډې، یعني د غرب په لاس جوړ شوي سپک یهودي رژیم ماتې، غرب سخت وېرولی او د پښو لړزېدا یې زیاته شوې. غربي دولتونه تل د یهودو رژیم تغذیه او پیاوړی کوي چې د هغوی د موخو تر لاسه کولو پر لور حرکت وکړي؛ خو کله یې چې وخت راورسېږي، د یهودو رژیم سپکوالی او ناوړه کړنې به بربنډې شي. د غرب دا اډه په لړزېدو ده او تر ټولو مهمه وسله یې له منځه ځي.

د غرب تر ټولو خطرناکه ستونزه دا ده چې شام خاوره لمبې کوي؛ د خلکو مبارک انقلاب یې دویم پړاو ته ننوتلی او په خپل ثبات او مبارزه یې د غرب ټولې دسیسې او مکر شنډ او مات کړي دي. همدا د مبارکې خاورې لمبې دي چې د غرب وېره او ستونزې یې زیاتې کړې؛ د شام د خلکو ټینګ دریځ او ثبات د د دغه سپک رژیم ستنې په لړزه راوستې دي.

دغې ټراژیدۍ د غرب لپاره بله هېڅ لار نه ده پرېښې؛ د دې ښودلو ته اړ شول چې یهودي رژیم یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې صلیبي جګړې یوه وسیله ده او دا چې له دغه رژیم یا د دوی له اډې ساتنه یې مهمه دنده ده. په دې سره ښيي چې د غرب لخوا یهودو ته د ځواکونو، الوتکو، کښتیو، بې پیلوټه الوتکو، اوبتلونو او کومکي پلونو په برابرولو او چمتو کولو سره دوی د یهودو دولت تر شاه کلک ولاړ دي او په خاینو دولتونو کې د دوی اډې د غربي صلیبې جګړې لپاره صلیبي دنده ده او په دې سره غواړي چې د اسلام هغه نور مړ کړي چې په نږدې راتلونکي کې به نړۍ بیاځلي پرې روښانه شي. هغه نور چې د دوی له سترګو یې خوب وړی او فرهنګ به یې له منځه یوسي.

له شک پرته له غرب سره زموږ ستونزه سټراټیژيکه او جوهري ده؛ جوهر یې د اسلام او کفر ترمنځ خونړۍ، سخته او تلپاتې فرهنګي جګړه ده؛ پخوا مو پر وړاندې کلیسايي نظام و، اوس سیکولریستي نظام دی. د دې جګړې اور نه مړ شوی او نه هم کمزوری شوی؛ بلکې لمبې یې په دې وروستیو لسیزو کې ډېرې شوې دي؛ تاوتریخوالی او خونړی‌والی یې د مسلمانانو په منځ کې د اسلام د فعالیت له راژوندي کېدو او حرکت سره لا زیات شوی.

نو غرب همغه صلیبي او کینه لرونکی غرب و او همداسې به وي. اسلام همغه حق اسلام دی او تل به همداسې وي. نو که د جګړې کیفیت هر څومره بدل شوی، د دغې جګړې او مبارزې ماده پای ته نه ده رسېدلې. دا همغه د صلیبي غرب جګړه ده چې پای نه لري؛ ټولې مخامخ او نیابتي جګړې یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې صلیبي کرکه او کینه ښيي.

نو جګړه همغه ښکاره او حقیقي شېبه ده چې له غربي صلیبي وحشت او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هغوی له کرکې پرده پورته کوي؛ ټولې غولوونکې تورې وریځې، فرېب او دوکه ترې لرې کېږي او څنګه چې ده او باید وي، هغسې ښکارېږي. جګړه د اسلام او کفر او مسلمانانو او صلیبیانو تر منځ ده.

په الوتکو وړونکو او نورو کښتیو کې د امریکا او انګلیس او نورو صلیبیانو راټولېدل او په خاینو او مزدورو هېوادونو کې د هغوی له اډو او هوایي امن پلونو څخه د دوی د الوتکو الوتنې؛ د صلیبي اروپا راتلونکي نظامي تجهیزات، لښکرجوړونې او د غرب عاطفي لارۍ د دې لپاره نه دي چې دوی پر یهودو وېرېږي، بلکې یهود تر دې سپک دي چې غرب خپل ځان د هغوی پر چارو بوخت کړي. دا همغه غرب دی چې یهود یې د خپلو کلیساوو له لارې وځورول او ویې ووژل. دوی یې دې ته اړ کړل چې اسلامي خاورو ته وتښتي. دا غرب هماغه غرب دی چې یهودیان یې د سېکولریزم له لارې په دویمه نړیواله جګړه کې قتل عام کړل؛ بیا یې د ځان ژغورنې لپاره د صلیبې جګړې د سون توکو غوندې د مسلمانانو په کورونو کې واچول.

تر دې وړاندې د شام د خلکو ثبات او مقاومت د غرب دسیسې شنډې کړې او نن ورځ هم طوفان الاقصی د دوی پښې ولړزولې او ورسره یې سپک یهودي رژیم ته هم درس ورکړ. نو غرب یې له پایلو ووېرېد. دا پېښې یوازې دا ښيي چې د اسلام بیا راتګ څومره چټک دی، اسلام په امت کې څومره ریښې کړې؛ دیني نهضت څومره صیقل شوی، د خپلو ځواکونو د قدرت په اړه یې لید څوره ژور شوی او دا چې د اسلام روڼ سهار څومره ډېر را نیږدې شوی.

د یهودو سپک رژیم چې د غرب یوه اډه او مرکز دی؛ د مسلمانانو د یوې کوچنۍ ډلې په لاسونو څومره ذلیل شو او تر څنګ یې له دې هم پرده پورته شوه چې دا رژیم د غرب او صلیبیانو لخوا مامور شوی او اصلي چلوونکي او اداره کوونکي یې صلیبیان دي.

د شام په مبارکه خاوره کې ټولې جګړې په حقیقت کې د صلیبي غرب د جګړو یوه برخه ده او یهودي رژیم یې یوه وسیله او اډه ده. کله چې د صلیبي غرب دا اډه په لړزه شوه، غرب مستقیمه مداخله وکړه او د مسلمانانو په منځ کې د برخلیک ټاکونکې قضیې په تیت او پرک کولو سره یې خپل صلیبي پلان ته دوام ورکړ څو د دې مخه ونیسي چې مسلمانان له غرب د ازادۍ او خپل خلافت تاسیس کولو موخې ته ونه رسېږي او له دې سره د ټولو اسلامي خاورو ازادي او له غربي استعمار څخه د هغو پاکول وځنډوي او پرې نه ږدي چې ټولې اډې، د جګړې وسیلې، مزدوران او یهودي رژیم – چې د غرب تر ټولو سسته اډه او وسیله ده- له منځه لاړ شي.

اې د بشر لپاره تر ټولو غوره امته! اې د سترو حماسو او سترو جګړو بچیانو! اې د اصیل عزت خاوندانو! له غرب سره زموږ جګړه فرهنګي او ایډیولوژیکه جګړه ده؛ دا جګړه قهرجنه او خونړۍ ده. نصرت او بریا د وژل شویو کسانو په شمېر او د ویجاړیو په حجم کې نه، بلکې په مبدا کې ده؛ خو ستاسو پر وړاندې د صلیبي غرب وحشت، کرکه او ستاسو د وینو په تویولو کې د هغوی سیادت غوښتونکی یرغل د نورو جګړو په پرتله ډېر لوی دی.

دوی ځکه داسې کوي چې د خپل فرهنګ له ورکېدو وېرېږي، فلسفه یې په ورکېدو ده او د نظام بد بوی یې توله نړۍ پر سر اخیستې. ځکه خو ستاسو د اسلام عظمت د دوی له ستروګو خوب وړی او ستاسو پر وړاندې ظلم او وحشت کوي. د عزت د بیا تر لاسه کېدو، د الله سبحانه وتعالی د شریعت حاکمولو، د اسلامي نظام تر چتر لاندې روڼ سهار د پیلېدو او د ملعون کافر د تورې شپې د ختمېدو وخت ډیر نیږدې دی او تاسو د دې لپاره ټینګ عزم لرئ. ځکه خو دوی غواړي تاسو مړه وویني؛ په داسې حال کې چې ژوند او مرګ د اسمانونو او ځمکې د جبار په لاس کې دی او موږ یې بندګان یو. الله سبحانه وتعالی زموږ ولي دی او ملعون کافر کوم ولي نه لري.

اې د بشر لپاره تر ټولو غوره امته! اې د وحي خزانې! اې د بدر، احزاب، د مکې فتحې، موته، یرموک، قادیسه، عموریه، زلاقه، حطین، عین جالوت او د قسطنطنیې د فتحې زامنو! موږ له خپل کم شمېر څخه نه وېرېږو او د کفر لښکر او بریدونه مو نه کمزوري کوي. زموږ تلپاتې ځواک او تجهیزات، زموږ ایمان دی چې هېڅکله نه مغلوبېږي. د بدر په ورځ هم زموږ شمېر کم و، د اسونو شمېر مو د یادولو نه و او تورې مو هم د ګوتو په شمېر وې؛ خو زموږ ایمان د نبوت له ایمان سره غوټه شوی و.

هغه ورځ مو د شرک ټغر ورټول او باطل رهبران مو له مخې لرې کړل؛ د تر ټولو سترې حماسې تاریخ مو جوړ کړ. دا راتلونکو نسلونو ته سنت پاتې شو؛ مثنی بن حارثه رضی الله عنه د تورو په زور مهران ابن باذان فارسي ته د ځمکې پر مخ دوزخ ور وښود او د مرګ ترخې شېبې یې پرې وڅکلې.

دا لومړی جسد و چې مثنی پیل پرې وکړ او د فارس له مشرکینو سره تر سترې جګړې پورې د نوموړي هڅې پای ته ونه رسېدې. په دغې ستره جګړه کې د تاریخي روایتونو له مخې، سل زره کسان یا په تورو ووژل شول او یا د مسلمانانو له تورو د تښتې پر مهال ډوب شول. په هغه ورځ د مومنانو شمېر تر ۱۲زره نه اوښت، په داسې حال کې چې د فارس د مشرکینو شمېر ۱۵۰زره و؛ پرېمانه اسونه او فیلان هم ورسره وو. ځواک یې دوی د الله سبحانه و تعالی له قهره ونه ژغورل. الله سبحانه وتعالی له جنایت کوونکو سره داسې عمل کوي.

اې د خالد، ابی عبیده، قعقاع، مثنی، محمد بن قاسم، طارق بن زیات، معتصم، یوسف بن تاشفین، صلاح الدین، مظفرقطز او محمد فاتح لمسیانو! اې د کرامه جکړې، فلوجه حماسو، د تورې بورې مرچلونو، کابل او طوفان الاقص زامنو! په الله تعالی دې قسم وي، هر څومره سخت چې ابتلا شئ او هر څومره چې سخت وازمایل شئ، د دې لپاره دي چې د حکیم او پوه رب نصرت ته تیار شئ، د الله سبحانه و تعالی نصرت له مومنانو سره دی او همدوی ته ښکاره قدرت او امکانات ورکوي.

نو بیړه وکړئ! د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ «دین» منګولې ټینګې کړئ، کمزوري او غمجن کېږئ مه، چې مرتبې مو لوړې شي. خپل ځواک او توان سره یوځای کړئ او د خپلو سرتېرو له دروازو ټکولو مه نهیلي کېږئ.

په هغه کې ستاسو د بریا جشن نغښتی او دا مو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم طریقه ده؛ نو ټول هغه ته ژمن اوسئ او تعقیب یې کړئ! پر دې یقین ولرئ چې د نېکو کارونو کوونکو لپاره د الله سبحانه وتعالی رحمت نیږدې دی او غوره پای د متقیانو دی.

﴿...وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ [اعراف: ٥٦]

ژباړه:« او الله ‏د وېرې او هيلې له پر اساس دروبولئ (وېره له مسووليتونو او هيله يې رحمت ته ده او نېكي وكړئ )؛ ځكه د الله رحمت نېكانو ته ورنژدې دى

﴿وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ(5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ [قصص: ٥-۶]

ژباړه: «او موږ غوښتل چې د ځمکې پر کمزورو کړاى شويو منت وکړو او دوى (د ځمکې پر سر) پیشوایان او وارثان کړو. او دوی (کمزورو او مستضعفانو) ته د ځمکې پر سر قدرت او تمكّن ورکړو.»

لیکوال: استاد مناجی محمد

الرایه: ۴۶۷مه ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د حزب التحريرـ ولایه لبنان ښځو برخې «د فلسطین لپاره د ښځو د اقدام نړیوالې ورځې» په چوکاټ کې یو سیمینار جوړ کړ

(ژباړه)

د حزب التحريرـ ولایه لبنان ښځو برخې د لبنان په پلازمنه، بيروت کې د فلسطين لپاره د ښځو د اقدام نړیوالې ورځې په چوکاټ کې د ښځينه ګډونوالو په حضور کې یو سمينار جوړ کړ. په یاد سمینار کې پر مسلمانو پوځونو غږ وشو چې د غزې ښځې او ماشومان وژغوري او د فلسطين سپېڅلې خاوره ازاده کړي.

سمینار د محمد سورت د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشرې ډاکټر نسرين نواز په استازيتوب، رانا مصطفی خور تر "روانه نسل وژرنه یوازې د مسلمانو پوځونو له لوري د فلسطین له بشپړې ازادۍ سره ختمېدی شي!» سرلیک لاندې وینا وکړه. په یاده وینا کې د امت هغو وړتیاوو او سرچينو ته اشاره وشوه چې پوځونو ته د فلسطین د ازادۍ وړتیا ورکوي او دا چې دا چاره د اوسنیو رژيمونو تر حاکمیت لاندې ناشونې ده. بلکې داسې یو ساتونکی باید وي چې خلک یې تر شا جګړه وکړي، خپل امت ته وفادار او د امت د ګټو لېواله وي. په دغې وینا کې پوځونو ته هم خطاب شوی و چې پورته شي او په غزه کې زموږ خلک وژغوري.

له دې وینا وروسته د غزې د خلکو په ملاتړ په لوړ اواز تکبیرونه او شعارونه ورکړل شول. وروسته تر "په غزه کې اور بل دی. اې پوځونو! حرکت وکړئ، چې عزت مو په برخه او له شرم څخه خلاص شئ» سرلیک لاندې یوه ویډیو خپره شوه.

دویمه وینا احسان محمد خور تر "لا هم په خپلو اډو کې په تمه یئ؟" سرلیک لاندې وکړه چې څلور پیغامونه یې وړاندې کړل: لومړی یې د درباري علماوو لپاره و، چې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، له هغه سبحانه وتعالی څخه وویرېږئ او د مسلمانانو د ناکامۍ مخه ونیسئ. دویم پیغام د حکامو لپاره و.

درېیم پیغام د پوځونو لپاره و، چې باید د فلسطین د خلکو څخه په دفاع کې خپل مکلفیت ادا کړي. څلورم پیغام د میرمنو لپاره و؛ دا چې د دوی رول او ریښتینې، اغېزناکه او د حق وینا یې څومره ارزښت لري. هغې خپله وینا د حاضرو کسانو لپاره په عملي سپارښتنو پای ته ورسوله، چې غږ پورته کړي او پوځونه وهڅوي، چې د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه ناهيلي نه شي. له دغې وینا وروسته شعارونه ورکړل شول او یوه ویډیو خپره شوه چې د امت پر پوځونو غږ پکې شوی و.

درېیمه او وروستۍ وینا تر "درد او هيله!" سرلیک لاندې ریم محسن خور وکړه. په دې وینا کې د هغو هيلو په اړه خبرې وشوې، چې د غزې د جګړې په پایله کې را پیدا شوې دي: د امت د پاشلو او د امت له ذهنه د فلسطین مسلې پاکولو په برخه کې د غربي پلانونو ناکامي او د غزې د خلکو د استقامت په لیدلو سره د خلکو مسلمانېدل.

دغه سمينار د خديجې عکش خور په دعا پای ته ورسېد؛ دعا وشوه چې الله سبحانه و تعالی زموږ دا عمل ومني او بریا را په برخه کړي؛ د غزې د د خلکو پر وړاندې د غفلت له ګناه را تېر شي؛ د پوځونو زړونه پرانېزي او د هغه سبحانه وتعالی په لار کې د جهاد ځواک ورکړي او موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت را په برخه کړي.

سمینار د غزې د مسلې د حل په اړه له ویناوالو او حاضرینو سره په څو مرکو پای ته ورسید.

حزب التحریر – ولایه لبنان د ښځو برخه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې