یکشنبه, ۱۱ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اسلامي نړۍ پوځونه زموږ پوځونه دي؛ باید خپل له لاسه تللی اختیار بیرته تر لاسه کړو!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په غرب کې د امت دښمنان مسلمانان له خپلو هغو اسلامي افکارو او مهمو شرعي احکامو څخه منحرفوي چې د ژغورنې لار یې پکې ده. دا هر څه د دې لپاره کوي چې مسلمانان هېڅکله له دغه ذلت او انحطاط څخه ونه شي وتلی. د غرب دا هڅې د دې لپاره دي چې مسلمانان د جهالت په کنده کې پاتې شي او له دغې کندې د وتلو لار ونه لري؛ په تیارو کې وتپېږي، لاس او پښې ووهي او په پایله کې نهیلي شي؛ خپل اوسنی واقعیت ومني، پرې راضي شي او تر ناکامو تجربو وروسته له خپلو هڅو لاس اخیستل ځانته توجیه کړي.

له دغو ګمراه کوونکو افکارو څخه یو فکر دا دی چې امت د اسلامي نړۍ پوځونه د ځان دښمن وبولي او د طاغوتي او مزدورو حکامو له ډلې یې حساب کړي. په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ پوځونه په حقیقت کې زموږ پوځونه دي، د امت پوځونه دي؛ یوازې قومانده یې زموږ له لاسه وتلې. اوس پر موږ واجب ده چې له لاسه ورکړې قومانده او اختیار بیرته تر لاسه او خپل پوځونه پر هغه لور چې د الله سبحانه وتعالی رضا او د دوی بنسټیزه موخه ده، وخوځوو. د پوځونو د موجودیت موخه هغه څه ده چې الله سبحانه وتعالی یې موږ ته امر کړی؛ د کورني امنیت تامین، له بېرونیو دښمنانو سره جهاد او د اسلام پراخوالي او لېږد.

دغو پوځونو ته معاش او وسلې زموږ له پيسو ورکول کېږي. دغه پوځونه زموږ له مقدساتو، حرمتونو، خاورو او ښارونو د ساتنې لپاره رامنځته شوي. دغه پوځونه اساساً له دښمنانو سره د مبارزې او د مقدساتو او حرمتونو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي. دغه پوځونه هېڅکله د ظالمانو د څوکۍ او تخت ساتنې لپاره نه دي. نو پر هغوی واجب ده او الله سبحانه وتعالی پرې فرض کړې چې نه یوازې د امت مرستې او نصرت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته د لاسنیوي لپاره ور ودانګي؛ بلکې د ټولو کمروزو او مظلومانو لاسنیوی وکړي، ان که مسلمانان هم نه وي.

اوس د ټولې نړۍ مسلمانان لاریونونه او داوطالبانه مرستې کوي؛ لاس په دعا دي او له پوځونو څخه غواړي چې سره یوځای شي او د غزې د ماشومانو او ښځو چیغو او نارو ته لبیک ووایی او د غزې مجاهدینو مرستې ته ور ودانګي؛ دغو مجاهدینو له ټولو څخه د مرستې او نصرت غوښتنه کړې او غواړي چې امت یې تر څنګ ودرېږي؛ نو د مسلمانانو پوځونه څه کوي!؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته د دعا امر شوی، خو هېڅکله یې پر دعا بسنه نه ده کړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو په اړه راته ویلي چې ټولې لارې پرې بندې شو او باران اړ کړل چې یوه غار ته ننوځي؛ یوه لویه ډبره راولوېده او د غار خوله یې بنده کړه. دوی هڅه وکړه چې خپله لار خلاصه کړي، خو بریالي نه شول. دغه وخت یې د دعا پر مهال خپل نېک عملونه الله سبحانه وتعالی ته وړاندې کړل، تر دې چې الله سبحانه وتعالی د هغوی مرسته وکړه، ډبره لرې شوه او دوی وژغورل شول.

خو چاته چې الله سبحانه وتعالی شرعي حکم روښانه کړی وي، خو عملي کوي یې نه، حللاره نه لټوي او پر ځای یې یوازې پر دعا بسنه وکړي؛ په دې کې شک نشته چې هغه ګناهکار دی او هېڅکله به له هغې بلا خلاص نه شي چې ورسره مخ دی؛ مګر دا چې هغه حل لاره او درملنه عملي کړي چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی. نو که موږ یوازې پر دعا بسنه وکړو، ګناهکاره به وو! که څوک ډوبېږي، دعا یې ژغورلی شي!؟ که یو انسان ووینئ چې ستاسو د سترګو پر وړاندې په اوبو کې ډوبېږي، دعا ورته کوئ!؟ ورته ژاړئ!؟ ایا لاریونونه کوئ چې کېدای شي الله سبحانه وتعالی یې وژغوري!؟ او که باید لامبوزن ځان اوبو ته واچوي او ډوبېدونکی کس وژغوري. امت هم لاس او پېښې خوځوي او چیغي وهي چې هغه کسان چېرې دي چې ډوب شوي وژغوري!؟

نن ورځ په غزه کې الوتکې بمبار کوي؛ نو د مسلمانانو الوتکې چېرته دي!؟ د مصر، ترکیې او اردن پوځونه د نړۍ تر ټولو مډرنې الوتکې لري، نو د کوم وخت او کومو کسانو لپاره یې ساتي!؟ اې د اسلام اتلانو! اوس د دغو وسلو د کارولو وخت دی؛ لکه د ترکیې یو افسر، تنتاش چې وویل: «موږ چې له محمد صلی الله علیه وسلم سره د جهاد بیعت کړی، نور به ژوندي پاتې نه شو.» هغه وسله یوازې د دې لپاره ګرځوله چې د روسیې سفیر ووژني او د سوریې د مسلمانانو غچ واخلي.

لکه د مصر د پوځ اتل، محمد صلاح چې خپل ځان یې الله سبحانه وتعالی ته وقف کړ، یهودیانو ته یې سپکاوی وکړ او تر هغه یې چې په تن کې ساه وه، د هغوی زرګونه کسان یې ووژل او زخمي یې کړل. دوی هماغه د اسلام اتلان دي. دا د محمد صلی الله علیه وسلم د پوځ ممثلین دي. هو، له دغه واقعیت سره دغه پوځونه د حکامو نه، بلکې د امت پوځونه دي. باید هڅه وشي چې د هغوی قومانده له ظالمو او طاغوتي حکامو څخه واخیستل شي او امت ته وسپارل شي.

په رښتیا هم د اسلامي خاورو حکامو ته کومه هیله نشته، په ځانګړي ډول د یهودي غاصب رژیم شاوخوا اسلامي خاورو؛ لکه مصر، سوریې، اردن، لبنان حکامو او دغه راز اردوغان ته. اردوغان په خپلو شعارونو د امت ځینو بچیانو ته دوکه ورکوي او هغوی ورته هیله‌مند دي، خو د غزې په جګړه کې یې دوکه او نفاق ښکاره شو. غزه په اور کې سوځي خو دی تشې غندنې کوي او اوربند غواړي؛ یرغلګر او هغه څوک چې یرغل ورباندې شوی، برابر ګڼي. په داسې حال کې چې اوس د وسلو او الوتکو استولو وخت دی. اردوغان هغه څوک دی چې اوکراین ته یې الوتکې ولېږلې او ویې ویل چې باید ټول اوکراین ازاد شي؛ خو غزې ته یې یوازې اوبه او کفن واستول.

هغه اوبه او کفنونه چې ډېر یې په رفح کې ظبط شول او تر اوسه غزې ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې؛ یوازې یوه کوچنۍ برخه یې رسېدلې. اردوغان الوتکې لري، نو ولې یې له مسیحي کفارو سره مرسته وکړه، خو له مسلمانانو سره یې نه کوي؟ ایا د مظلومو او کمزور مسلمانانو ملاتړ لومړیتوب نه دی!؟ که له هغه سره د دین او صداقت په نوم څه پاتې وي، نو پوځونه دې بسیج کړي، دا د جهاد وخت دی.

موږ باید د خپلو پوځونو قومانده بیرته تر لاسه کړو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه «بیرغ» ورپوو. زموږ پوځونه باید زموږ پر وړاندې نه وي، بلکې باید زموږ لپاره ځواک او قوت وي. هغه ځواکونه او قوت چې په غزه او ټولو ځایونو کې د مسلمانانو ساتنه او ملاتړ وکړي؛ داسې نه چې د خاینو حکامو، لکه د اردن پادشاه، د مصر فرعون او نورو طواغیتو او ظالمانو د څوکیو ساتلو په خدمت کې وي چې د مسلمانانو پر ټټر ناست دي.

لومړی پیغام دا دی چې اوس د اسلامي خاورو د پوځونو راپورته کېدو او لاس پکار کېدو وخت دی. اوس هغه وخت دی چې د اسلامي امت پوځونه د ظالمو او طاغوتي حکامو د تصمیمونو پر وړاندې قیام ورکړي، د غزې د سړیو، ښځو او ماشومانو چیغو او نارو ته لبیک ووایي او د الله سبحانه وتعالی د تر ټولو ناوړه دښمنانو پر وړاندې له مجاهدینو سره یوځای شي.

دویم پیغام د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته دا دی چې اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! پوځونو ته پر هغه څه خطاب وکړئ چې الله سبحانه وتعالی پر هغوی فرض کړي او هغوی جهاد، د ظالمو او طاغوتي حکامو اطاعت نه کولو او پر ټولو اطاعتونو د الله سبحانه وتعالی د اطاعت مقدم کولو ته راوبولي او ورته ووایي چې که د مخلوق په فرمانبردارۍ کې د خالق نافرماني وي، په هېڅ صورت جواز نه لري.

درېیم پیغام هم امت ته دی، طاغوتي او ظالمو حکامو ته نه دی؛ بلکې د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته، د محمد صلی الله علیه وسلم فعالانو ته، د محمد صلی الله علیه وسلم په امت کې د قدرت څښتنانو ته! امریکا په دې لټه کې ده چې د فلسطین قضیه د دوو دولتونو حللارې پر بنسټ حل کړي؛ داسې د فلسطین ۷۸ سلنه خاوره یهودو دولت ته ورکوي او یوازې ۲۲سلنه خاوره چې د یوه ولایت مساحت کېږي او غزه، لوېدیځه غاړه او د مسجد الاقصی او ابودیس یوه برخه پکې شاملېږي، له فلسطین سره پاتې کېږي؛ دا به یو غیر نظامي او بې وسلو دولت وي. هغه هم داسې چې د اسلامي نړۍ ټول ظالم او طاغوتي حکام به د صهیونستي رژیم شتون په رسمیت پېژني.

دا همغه امریکایي پروژه ده چې امریکا او مزدوران یې، د اسلامي خارو خاین حکام د هغې د ترسره کېدو لپاره هڅه کوي او ورته لېواله دي - الله تعالی خو دې دوی ټول تباه کړي. په داسې حال کې چې د غزې پر خلکو بمبار کېږي، سړي، ښځې او ماشومان وژل کېږي، غزه له ځمکې څخه د ورکېدو په حال کې ده؛ خو وینو چې د اسلامي خاورو حکام تل د دوو دولتونو حل لاره وړاندې کوي. هغه پروژه چې له څو اونیو راهیسي د مصر کنفرانس د خاینو ګډون کوونکو له خوا تکراري مطرح کېږي چې د دوو دولتونو حل لاره او اوربند دی. په داسې حال کې چې دا هغه حل لاره نه ده چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي وي، بلکې دا هغه حل لاره ده چې الله سبحانه وتعالی ناراضه کوي، امریکا خوشحالوي او د امریکا د سیاست او مصلحت په ګټه ده.

نه، په الله دې قسم وي چې تاسو ناکام، ذلیل او رسوا شوئ او هر کس چې هغه ته دعوت شو، هغه هم ناکام او رسوا شو، ځکه د یهودو پر وړاندې حل لاره دا ده چې د یهودو دولت بشپړ له منځه ولاړ شي او د فلسطین تر ازادۍ پورې په دې برخه کې شرعي حکم جهاد دی.

هر کله چې موږ له دې وړې او په هېڅ شمار ډلې سره -چې د نړۍ له لېرې ځایونو څخه زموږ زړه او د اسلامي نړۍ زړه ته راغلي دي- تر مبارزې وروسته سره راټول شوي یو او بیا راټولېږو؛ د هغوی تر هرې ماتې او جګړې وروسته وینو چې طاغوتي او ظالم حکام تر جګړې وروسته قضیه په یوه نوي سیاسي خیانت بدلوي. دغه کسان، چې له مسلمانانو سره یې خیانت وکړ او له دښمنانو سره یې د مسلمانانو د جهاد مخه ونیوله؛ وینو چې د شهیدانو له وینو سره خیانت کوي او د مسلمانانو د قربانیو د بې ځایه کولو لپاره راپورته کېږي.

وینو چې نه یوازې د مسلمانانو د بریا قوت او ځواک یې تیت‌پرک کړی او د هغوی بریا له خاورو سره خاورې کوي؛ بلکې هغوی ته یې سیاسي ماتې ډالۍ کړې او په خبرو اترو کې یهودیانو ته هغه څه په لاس ورکوي چې دښمن هېڅکله نه دی توانېدلی چې د جګړې په ډګر کې یې تر لاسه کړي. موږ ټولو ته د دې مسلې په اړه خبرداری ورکوو او په سر کې یې د غزې خلکو، مجاهدینو او د محمد صلی الله علیه وسلم پاتې امت ته وایو: «مه پرېږدئ چې هغوی ستاسو بریا، مبارزه او ثبات درنه غلا او په سیند لاهو کړي».

د فلسطین د قضیې د حل لپاره یوازې دا یوه لاره ده چې ټول فلسطین ازاد شي. فلسطین د مسلمانانو د ملکیت خراجي خاوره ده او باید بېرته مسلمانانو ته ورکړل شي. په دې خاوره کې صهیونیستي، یهودي او یا صلیبي ته هېڅ ځای نشته. دا خاوره د قیامت تر ورځې د محمد صلی الله علیه وسلم په امت پورې اړونده ده او یهودیان هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی یې د ذلت په اړه موږ ته خبر راکړی. موږ تر دې وړاندې هغوی په جګړه کې تجربه کړي دي. که تاریخ، قران او د عدنان پیغمبر سنت ولولئ، پوهېږئ چې موږ څنګه له یهودیانو سره وجنګېدو. دا د غزې خلکو، ټولو مسلمانانو او د قدرت هغو څښتنانو ته زیری دی چې د داسې فرصت په تمه دي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ته ور ودانګي.

تاریخ ته ور وګرځئ: موږ د بني قینقاع، بني النضیر، بنی قریضه او د خیبر له یهودیانو سره وجنګېدو او له یهودو سره مو څلور جګړې وکړې. د هغوی وسلې مو په غنیمت ونیولې، خاورې مو ترې ازادې کړې او د هغوی سړي او ښځې مو بندیان کړل. څه یې چې په لاس کې وو، د مسلمانانو غنیمت شول. هغوی یو ځل هم موږ ته ماتې رانه کړه، خو موږ څو ځله هغوی بندیان او وسلې مو یې په غنیمت کې ونیولې. انشاءالله چې د یهودو اوسنی رژیم او کومې وسلې چې نن ورسره دي، ژر به د محمد صلی الله علیه وسلم د امت مال شي. دا مو د سر په سترګو ولیدل، یوازې د مجاهدینو یوه ډله هغوی ته ور واوښتل، دېوال یې ونړاوه، او ومو لیدل چې څه پېښ شول!؟

﴿ٱدخُلُواْ عَلَيهِمُ ٱلبَابَ فَإِذَا دَخَلتُمُوهُ فَإِنَّكُم غَٰلِبُونَ...﴾ [مائده: 23]

ژباړه: له دغې دروازې پر هغوی برید وکړئ او چې هلته دننه شوئ، هرو مرو بریالي کېږئ...

لسګونه او ان سلګونه یهود ووژل شول او زرګونه نور د مجاهدینو له کوچنۍ ډلې څخه وتښتېدل. موږ پخپلو سترګو ولیدل چې مجاهدینو څنګه هغوی له ټانکونو څخه را وایستل، وسلې يې ترې واخیستې او تر ټولو پیاوړو نظامي اډو ته یې لاس رسی پیدا کړ. موږ ولیدل چې څرنګه یهودیان په فردي او ډله‌ییزه بڼه وتښتېدل. په الله قسم، په الله قسم او په الله قسم چې دغه خلک د محمد صلی الله علیه وسلم له امت سره د جګړې او مخامخ کېدو وس نه لري.

هېڅکله له هغه پوځ سره مبارزه نه شي کولی چې جهاد یې اعلان کړی او د محمد صلی الله علیه وسلم بیرغ یې پورته کړی دی.

اې اسلامي امته! تاسو تر ټولو غوره امت یئ چې د خلکو د هدایت لپاره پیدا شوي یئ! په تاسو کې خیر دی او الله سبحانه وتعالی له تاسو سره ژمنه کړې. کله چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته خبر ورکړ چې له یهودو سره جګړه کوي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته بیت المقدس ازادوي، ښايي بیت المقدس د اسلام د رهبرۍ مرکز او د زیري ورکړل شوي راتلونکي اسلامي دولت پلازمېنه وي.

اې اسلامي امته! الله سبحانه وتعالی له تاسو سره د روم د فتحې ژمنه کړې. اې اسلامی امته! په یاد ولرئ چې الله سبحانه وتعالی له تاسو سره د یهودو د له منځه وړلو او پر ټوله خاوره د حکومت کولو ژمنه کړې. ډېر ژر به بیت المقدس د دار الاسلام مرکز او د اسلامي دولت پلازمېنه شي! انشاءالله! اې اسلامي امته! د الله سبحانه وتعالی ژمنه ستاسو په تمه ده، د الله سبحانه و تعالی نصرت ستاسو په تمه دی! یوازې دا بسنه کوي چې له الله تعالی سره وئ او د الله سبحانه وتعالی د فرمان پلي کولو لپاره هڅه وکړئ. تاسو د الله سبحانه وتعالی شریعت حاکم کړئ، د ظالمو او طاغوتي حکامو تخت له منځه ځي. د بیت المقدس د ازادۍ لپاره جهاد اعلان کړئ او له خپلو وروڼو سره په قدس او غزه کې یوځای شئ.

له علی او قدیر الله تعالی څخه غواړم چې مسجد الاقصی زموږ په ژوند او لاسونو ازاد او زموږ په برخه شي چې ژر تر ژره هلته پر امیرالمومنین پسې لمونځ ادا کړو...! له علی او قدیر الله تعالی څخه غواړو چې د مجاهدینو قدمونه ثابت کړي، هغوی ته قوت ورکړي او پر دښمنانو یې بریالي کړي. همدارنګه ناروغانو او ټپیانو ته يې شفا ورکړي او د شهیدانو شهادت قبول کړي...!

اې د غزې خلکو! تاسو اوس علماوو، ځوانانو، سپین‌ږیرو، ماشومانو او د امت مشرانو ته ایمان، استقامت او قرباني ورښيئ! الله سبحانه وتعالی خو دې ستاسو قدمونه همداسې ثابت کړي، د هغه سبحانه وتعالی په امن کې شئ او هغه سبحانه و تعالی خو دې ژر نصرت درکړي! الحمدالله چې الله سبحانه وتعالی موږ د محمد امت، د جهاد امت او د اسلام له احکامو څخه د ستر حکم امت کړو.

اوس: د محمد صلی الله علیه وسلم د امت منادي د حی الجهاد غږ کوي! څوک شته چې غږ ته یې لبیک ووایي!؟ چېرته دي د مسلمانانو پوځونه چې د الله سبحانه وتعالی دین ته د نصرت ورکولو پر لور ودانګي؟ د مسلمانانو پوځونه چېرته دي چې د اسلامي خلافت پوځ جوړ کړي، هغه پوځ چې د یهودو رژیم به له منځه یوسي او د دغه رژیم کافرو ملاتړو دولتونو ته به یې خپل حد ور وښيي!؟ مستعان الله تعالی فرمایي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُوٓاْ أَنصَارَ ٱللَّه...[صف: ۱۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله (سبحانه و تعالی) انصار شئ...!

الوعی مجله: ۴۴۸-۴۴۹مه ګڼه

لیکوال: الشيخ الدكتور محمد ابراهيم

د حزب التحریر ـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

یهودي دولت د عربي رژيمونو سيوری دی. کله چې شی له منځه یوړل شي، سیوری یې هم له منځه ځي

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه تونس هره جمعه د غزې د ملاتړ په موخه لاریون کوي. دغه جمعه، چې د ۲۰۲۴م کال، د جنورې ۱۲مه کېږي، لاریون په پلازمینه کې له الفتح جومات څخه پیل شو او د ښاروالۍ تر تیاتر پورې یې دوام وکړ. د دغه لاریون شعار « یهودي دولت د عربي رژيمونو سيوری دی. کله چې شی له منځه یوړل شي، سیوری یې هم له منځه ځي» و؛ خو داسې ښکاري چې دا سرليک د تونسي چارواکو  د خوښې وړ نه و، ځکه پر لاریون یې بريد وکړ او هغه بنرونه یې لرې کړل چې دا سرليک پرې ليکل شوی و. ولې!؟

۱. دغه عرب رژیمونه هماغه رژيمونه دي، چې ولاړ وو او کتل یې او اوس هم سیل کوي، چې یهود د فلسطین خلک وژني. دوی ان د فلسطینیانو په وژلو کې د یهودو ملاتړ کوي. که نه نو ولې د ۱۰۰ ورځو په تېرېدو لا هم هېڅ نه کوي!؟ ځینې یې ان د امریکا، برتانیې یا یهودي دولت اجازې ته په تمه دي، چې لارې پرانېزي او دوی خپلې کوچنۍ مرستې غزې ته ورورسوي!

۲. د تونسي چارواکو په ګډون دغه عرب رژیمونه هغه کوچني دولتونه دي، چې په ۱۹۲۴م کال کې د مسلمانانو د دولت (خلافت) تر ړنګېدو وروسته د فرانسې او انګليس له لوري د سایکس- پیکو ناوړه تړون په پایله کې رامنځته شول.

۳. دغه عرب رژیمونه د یهودو غبرګوني وروڼه دي. دواړه د برتانیې او فرانسې استعماري کړیو له لوري رامنځته شوي دي.

۴. دغه عرب رژیمونه او یهود دواړه د مسلمانانو د یووالي له منځه وړلو او د دې لپاره رامنځ ته شوي چې مسلمانان وځوروي او د غربي استعمار غلامان او تابع یې کړي.

۵. دا هغه عرب رژیمونه دي چې تل یې د یهودي دولت ساتنه کړې. د ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو جګړې یوازې د یهودي دولت د لا پیاوړتیا او د مسلمانانو د ویشلو لپاره وې.

دا د هغو حقیقتونو یوه خبره ده چې د تونس په ګډون ټول د عربي رژيمونو په اړه پرې پوهیږي؛ همدا چې امریکا او انګليس د اسلامي خاورو پر اسمانونو ګرځي، هر څوک چې هر چېرته وغواړي بمباروي یې، هر ځای خلک له منځه وړي او په فلسطين کې مسلمانان وژني، خو دوی ولاړ دي او سیل یې کوي.

ایا حقیقت مو دومره ډېر ځوروي!؟ ستاسو حقیقت ډېر تریخ دی!؟ ایا اوس د دې وخت نه دی چې راویښ او پوه شئ چې د تونس رژیم په ګډون دا رژیمونه د یهودي دولت له غبرګونو پرته بل څه نه دي؟ د دوی ساتنې ته لا دوام ورکوئ!؟

ايا اوس د دې وخت نه دى چې د حق، خپل امت، خپل دين او او خپلې خاورې تر څنګ ودريږئ!؟ ایا اوس د پولو او خنډنو د له منځه وړلو وخت نه دی!؟

اې پوځونو: موږ تاسو ته نه وایو چې د غزې خلک وژغورئ، ځکه چې دوی له یو بې مثاله عزت څخه برخمن دي. موږ تاسو ته وایو چې خپل ناموس وژغورئ، خپل نارینه‌توب وژغورئ چې د استعماري اجنټانو لخوا تر پښو لاندې شوی. ایا ستاسو په منځ کې کوم د عقل او فکر خاوند نشته!؟

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۱

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د ترهګرو د مشرې، امریکا د بهرنیو چارو کینه‌کښ وزیر کوربه‌توب لوی شرم دی!

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې ترکیې ته لاړ او له خپل ترکي سیال، هاکان فیدان سره تر لیدنې وروسته یې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

تبصره:

په غزه کې د اکتوبر ۷مې له پېښې وروسته منځني ختیځ ته د سفرونو په لړ کې بلینکېن دویم ځل ترکیې ته سفر وکړ. نوموړي ترکیې ته په خپل لومړي سفر کې یوازې د بهرنیو چارو له وزیر، هاکان فیدان سره لیدلي وو، دا ځل یې له ولسمشر اردوغان سره وکتل.

په غونډه کې د بحث اصلي موضوعات په ناټو کې د سویډن غړیتوب او پر ترکیې د څلوېښتو F-16 جنګي الوتکو پلورل وو. ویل شوي چې امریکا پر ترکیې فشار راوړی چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب نور ونه ځنډوي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغې لیدنې اصلي موضوع غزه وه. فیدان په غزه کې د سمدستي اوربند او دوامدارو بشري مرستو د رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دوو-دولتونو حللارې په اړه یې د خبرو اترو د ژر تر ژره پيلېدو غوښتنه وکړه.

په ترکیه کې د کینه‌کښ ترهګر دولت د وزیر کوربه توب لوی شرم دی. دا د ترکیې دولت لپاره د شرم ځای دی چې د ترهګرو د مشر دولت د بهرنیو چارو وزیر په وینو لړلي لاس ته لاس ورکړي؛ امریکا په خپل ټول توان سره د یهودي اشغالګر دولت ملاتړ  او ساتنه کوي چې د فلسطیني مسلمانانو ټول‌وژنې ته دوام ورکړي. د بهرنیو چارو، وزیر هاکان فیدان بیا د دوو-دولتونو حللارې خبره کوي چې د امریکا ناوړه پلان او د خیانت پروژه ده. امریکا خپل ټول زور وهي چې دا پلان پلی کړي. له دغې حللارې ملاتړ په حقیقت کې د غزې د مسلمانانو له سپیڅلي مقاومت سره خیانت دی.

د ترکیې دولت د عمل پر ځای تشې خبرې کوي؛ هڅه کوي چې د غزې مسلمانان د یهودو له بمونو څخه په تشو خبرو وژغوري. د ترکیې دولت د ترکيې د مسلمانانو لخوا له يهودو سره د ټولو ډيپلوماټيکو او سوداګريزو اړیکو د بندولو او الاقصی ته د پوځونو د لېږلو غوښتنو ته غوږ ونه نيوه. دغو ټولو غوښتنو ته یې ځان کوڼ او بې احساسه نیولی و. برعكس يې له هغو وحشي اشغالګر يهودو سره ډیپلوماټیکې او سوداګريزې اړيكې ټينګې كړې، چې د مسلمانانو ټولوژنه او نسل وژنه كوي. د دې پر ځای چې له یهودي دولت سره یې ټولې اړیکې پرې کړې وی، د ترکیې له بندرونو څخه د یهودي دولت بندرونو ته یې د تیلو او خوراکي توکو بیړیو لېږلو ته دوام ورکړ. ترکیه هغه اشغالګر یهودي دولت ته خوراکي توکي لیږي چې فلسطیني مسلمانان په لوږه وژني. کله چې یهودي دولت ته لیږدونکي د تیلو او خوراکي توکو بیړۍ افشا شوې، حکومت هڅه وکړه چې خبره په دې پلمه پټه کړي چې دا بیړۍ د خصوصي شرکتونو دي او له دولت سره هیڅ تړاو نه لري.

د ترکیې دولت په سیمه کې د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره پراخې هڅې کوي؛ خو پر مسلمانانو د بریدونو او ځورونې پر وړاندې محافظه کاره رول لوبوي. ان یوه کوچنۍ نیوکه هم نه کوي. د ترکیې دولت د امریکا د غوښتنو پوره کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي؛ خو د مسلمانانو پوځونه یې بندي کړي چې په غزه کې د یهودو ظلمونه ختم کړي او له مبارکې خاورې څخه د یهودي دولت جرړې وباسي. کله چې خبره د امریکا د غوښتنې وي، پرته له دې چې زړه نا زړه شي، خپل سرتېري ډېرو سیمو ته استوي.

لنډه دا چې په دغو بې احساسه حکامو د مسلمانانو د عزت او وقار دفاع نه شي کېدی. د اشغالګر یهودي دولت ظلمونه او نسل وژنه به هيڅکله ونه دریږي. دغو ظلمونو او وحشتونو ته یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت د پای ټکی ږدي او یهود اشغالګر له مبارکې خاورې شړي؛ ځکه د خلافت د مسلمانانو وینې، عزت او وقار ته د خپلې وینې، عزت او وقار په سترګه ګوري.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یلماز چیلیک

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رجب ۴مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۶مه

د مطلب ادامه...

په غزه کې د جګړې وروستي تحولات

  • خپور شوی په سیاسي

د غزې پر وړاندې د اسرایلو جګړې په اړه موږ په اصلي جیوپولیټیک تحلیل کې دې پایلې ته ورسېدو چې دا د اسرایلو او امریکا تر منځ د لویو سټراټيژیکو اختلافاتو پایله ده. امریکا غواړي خپل ټول پام «اسیا ته واوړي» او د دې لپاره اړتیا لري چې اسرایل د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره رسمي تړونونه لاسلیک کړي او د یوه فلسطیني دولت له تاسیس سره توافق وکړي. د نتنیاهو په مشرۍ اسرایلي حکومت غواړي د «ابراهیمي تړونونو» ځینې شرطونه بدل کړي چې په منځني ختیځ کې له خپلې نظامي برترۍ ډاډ ترلاسه کړي او د فلسطیني دولت د تاسیس په اړه له خبرو اترو ډډه وکړي. د دې پر ځای غواړي د «فلسطین مسله» داسې حل کړي چې د فلسطین خلک له غزې او لوېدیځې غاړې وباسي او دا سیمې په «لوی اسرایل» پورې وتړي. موږ ویلي وو:

«په ډېر احتمال امریکا د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید له پلان څخه خبره وه او د اسرایلو له ځینو پوځي او سیاسي عناصرو سره یې کار وکړ چې دا پلان بریالی شي. د امریکا موخه دا وه چې د اکتوبر د ۷مې پېښې څخه پر نتنیاهو د فشار راوړلو لپاره ګټه واخلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټېژۍ سره سم عمل وکړي.»

موږ دغه راز په اصلي جیوپولیټيک تحلیل کې وویل چې اوس، د ډسمبر له لومړیو تر نیمایي، امریکا نه ده بریالۍ شوې چې له نتنیاهو هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي یې. په دغه جیوپولیټیک تحلیل کې موږ پر دې بحث کوو چې له هغه وخت راهیسي تر اوسه څه شوي او دغه تحولات د غزې د جګړې د تر ټولو ممکن مسیر په اړه څه ته اشاره کوي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې د غزې جګړه

صهیونیستي ادارې په ټول ډسمبر کې پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. د ډسمبر تر ۲۶مې پورې، ۲۹۱۲۴ فلسطینیان وژل شوي. د وژل شوو کسانو لویه برخه ملکیان وو؛ ۱۱۴۲۲ ماشومان، ۵۸۲۲ ښځې، ۴۸۱ روغتیايي کارکوونکي او ۱۰۱ خبریالان.

په ډسمبر کې د اسرایلو پوځي عملیاتو د غزې زړه ته نفوذ وکړ او د غزې په مرکز او سوېل– اسرایلي پوځ د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس لویې برخې ته ویلي وو چې سوېل ته وتښتي – کې سیمې په نښه کوي.

امریکا د صهیونیستي ادارې له پوځ څخه خپل عملیاتي ملاتړ ته دوام ورکړ. صهیونیستي ادارې ته د وسلو تامین کولو لپاره بایډن دوه ځله نامعمولې پرېکړې وکړې چې په منځني ختیځ کې بیړنۍ حالت اعلان کړي تر څو د وسلو د پلور په اړه د کانګرس له اجباري بیاکتنې ځان خلاص کړی شي. د ډسمبر پر ۸مه، د بایډن ادارې د بیړني حالت له بند څخه په استفادې په بیړنۍ توګه اسرایلو ته ۱۳۰۰ د ټانک مرمۍ ورکړې. د ډسمبر په ۲۹مه یې بیا دا کار وکړ او پر اسرایلو یې نور توپچي مهمات او اړوند تجهیزات وپلورل.

امریکا د عملیاتي ملاتړ سربېره، د اسرایلو له پوځي عملیاتو ډیپلوماټیک ملاتړ ته هم دوام ورکړ. د ډسمبر په ۸مه یې د بیړني اوربند لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ویټو کړ. د ډسمبر په ۲۲مه ملګرو ملتونو یو نسبتاً کمزوری او خفیف پرېکړه لیک خپور کړ چې له مخې یې «د غزې تړانګې له لارې د فلسطین ملکي وګړو ته په بیړنۍ، خوندي او له کوم خنډ پرته د یوه مقیاس له مخې بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړل شي»؛ دې پرېکړې ته امریکا ممتنع رایه ورکړه.

د پردې تر شا امریکا د صهیونیستي ادارې د لومړي وزیر، نتنیاهو ښکېلولو ته دوام ورکړی چې د داسې اقداماتو کولو مسیر ته یې برابر کړي چې د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټيژۍ سره سم وي. امریکا له اسرایلو غوښتل چې په خپله جګړه کې یوه نوي پړاو ته ننوځي؛ یعنې له یوې مخې د غزې د بمبار کولو پر ځای پر دې تمرکز وکړي چې «په دقیقو لارو د حماس رهبري په نښه کړي». امریکا اسرایلو ته وویل چې تمه لري دا نوی پړاو په «څو اونیو» کې پیل شي. اسرایلو د امریکا د غوښتنو نه منلو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې یوازې هغه وخت خپل نظامي تکتیکونه بدلولی شي چې پر غزې د جګړې څو نورې میاشتې هم تېرې شي. سره له دې، په ډسمبر کې د امریکا د دفاع وزیر، لوئډ آسټین تر سفر وروسته، اسرایلو د خپلو خبرو شدت بدل کړ. د ډسمبر په ۱۸مه، د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ له لوئډ آسټین سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ به ژر وکولی شو چې په غزه کې د بېلابېلو سیمو ترمنځ توپير وکړو او وبه کولی شو چې ورو ورو راتلونکي پړاو ته لاړ شو او د دې لپاره کار کول پیل کړو چې د سیمې اوسېدونکي بېرته راولو».

د داسې کړنو کولو مسیر ته چې امریکا یې غواړي، د اسرایلو په راوستلو کې د امریکا «ورو خو تدریجي بریا» د ډسمبر په وروستیو کې بیا ښکاره شوه. د اسرایلو لومړي وزیر، نتنیاهو په وال سټریټ ژورنال کې یوه نظریاتي مقاله خپره کړه؛ نتنیاهو په دې مقاله کې ویلي چې د سولې تر خبرو وړاندې «باید حماس له منځه یوړل شي، غزه غیر نظامي شي او فلسطیني ټولنه د بنسټپالنې له فکره وایستل شي». دا ښیي چې امریکا پر اسرایلو د خپلو غوښتنو منلو ته یو څه نیږدې شوې؛ دا لومړی ځل دی چې نتنیاهو د جګړې د ختمېدو، خبرو اترو او سولې خبرې کوي؛ ۸ اونۍ وړاندې يې دا هر څه ردول. سره له دې، د نتنیاهو غوښتنې نه یوازې دا چې واقعي نه وې، عملاً ناشونې وې. په بل عبارت، نتنیاهو د امریکا غوښتنې ته تسلیم شو چې تر جګړې وروسته حللارې باندې خبرې وکړي؛ خو غواړي دا کار په یوه داسې لار وکړي چې تر خپله وسه جګړه وغځوي.

د نتنیاهو پر خبرو سربېره، د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه اسرایلو اعلان وکړ چې له غزې خپل ځینې پوځیان راباسي چې پر حماس لا هدفمنده عملیات وکړي. دا تاییدوي چې یهودي اداره د امریکا له فشاره خوندي نه ده او پر مقاومت سربېره یې باید د امریکا غوښتنو ته تسلیم شي، ځکه چې د امریکا وسلو، پیسو او ډیپلوماټیک ملاتړ ته اړ دي.

له غزې هاخوا

په ډسمبر کې بېلابېل تحولات راغلل چې په منځني ختیځ کې پر یوه پراخه جګړه د غزې د جګړې د بدلېدو پوتانشیل ښيي.

د دغو تحولاتو لومړی هغه یې په سره بحیره کې وشو چې حوثیانو پر ځینو سوداګریزو کښتیو برید وکړ. دغو بریدونو د نړیوال تامین ځنځیر ډېر مختل کړ؛ په کښتیو کې بار وړونکو ځینو لویو کمپینو پرېکړه وکړه چې د حویثیانو د ګواښ له امله له دې لارې لاړ نه شي او د اسیا-اروپا ترمنځ د لېږد رالېږد لپاره د سويس کانال پر ځای د نېکې هیلې راس (Cape of Good Hope) له لارې لاړ شي؛ دا یې سفر ۶ ورځې اوږدوي او بیې ۴۰ سلنه ورسره لوړېږي. امریکا د حوثیانو د کړنو په سبب ایران تورنوي، دا یو پر ځای تور دی، ځکه چې ایران او حوثیانو ترمنځ نږدې اړیکې ثابتې شوې.

په عراق کې هم په ایران پورې تړلو وسله‌والو ډلو لخوا تحرکات زیات شول. هلته د کتائب حزب الله ډلې د امریکا پر پوځي هډې او ډیپلوماټیکو دفترونو د بې پیلوټه الوتکي برید کړی.

امریکا دغو تحولاتو ته، چې دواړه له ایران سره تړاو لري، قاطعانه غبرګون وښود. په سره بحیره کې یې پر حوثیانو برید وکړ او لس کسه یې ووژل. په عراق کې یې د غچ په موخه پر کتائب حزب الله او ایران پورې تړلو نورو وسله‌والو ډلو هوايي بریدونه وکړل. د امریکا غبرګون ښيي چې دوی پیاوړی هوډ لري چې د غزې جګړه افقي شدت پیدا نه کړي.

پر دې سربېره، باید ووایو چې له دغو جنجالي کړنو د ایران موخه په ډیر احتمال دا نه وه چې دغه جګړه افقي شدت پیدا کړي او ځان په یوه ریښتینې جګړه کې ښکېل کړي. په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې یوه استازي دې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په عراق کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې نه غواړي چې جګړه په سیمه کې خوره شي. د دغې ادعا نور شواهد دا دي چې که ایران غوښتی چې جګړه افقي شدت پیدا کړي، نو په لبنان کې به یې حزب الله ډلې ته لارښوونه کړې وای چې د اسرایلي پوځ پر وړاندې دویمه جبهه پرانیزي. له دغو کړنو د ایران موخه په ډېر احتمال دا وه چې امریکا ته وریاده کړي چې دوی په منځني ختیځ کې نفوذ لري او که وغواړي امریکا ته ستونزې جوړولی شي. په بل عبارت، په ډېر احتمال ایران دغه جنجالونه ځکه زیات کړل چې په خبرو اترو کې خپل دریځ پیاوړی کړي؛ ځکه دوی هڅه کوي چې د امریکا له لوري پرې وضع شوي بندیزونه لرې کړای شي. دا ارزونه هغه ترهګریز برید ته د ایران په غبرګون کې تایید شوه چې د قاسم سلیماني په یادغونډه کې وشوه او نږدې سل کسان پکې ووژل شول. د ایران رهبر، ایت الله خامنه‌اي یوازې یوه بیانیه خپره کړه او د اسرایلو یا امریکا له یادولو پرته یې د دغې پېښې عاملین «د ایران بدخواه او جنایتکاره دښمنان» وبلل – که یې غوښتی چې ایران یوې پرانیستې جګړې ته ننباسي، د دغو عاملینو نوم به یې هرو مرو اخیستی و.

صهیونیستي ادارې هم د ډسمبر له پیل راهیسې ځینې جنجالې اقدامات کړي. د غزې پر وړاندې خپلې جګړې په جریان کې صهیونیستي ادارې ګواښ کړی چې بلاخره به په لبنان کې پر حزب الله برید کوي. د اسرایلو د جګړې وزیر، بیني ګانتز د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۱مه وویل: «د ایران په ملاتړ حزب الله ډلې تېري او د بریدونو زیاتوالي ته په کتو اړتیا ده چې د اسرایلو په شمال کې کې د ملکي وګړو پر وړاندې دا ګواښ له منځه یوړل شي.» دغه راز د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ ویلي: «کله چې په غزه کې د جګړې پروسه بشپړه کړو، نظامي هڅې به شمال ته هدایت شي ... موږ د شمال اوسېدونکي نه شو قانع کولی چې د پولې پر سر خپلو کورونو ته بېرته وګرځي، مګر دا چې ډاډ ترلاسه کړو چې (حزب الله)، چې د حماس په پرتله پياوړې، روزل شوې او مجهزه ډله ده، هلته نشته چې زموږ خلکو ته خطر جوړ کړي.»

پر ګواښونکو خبرو سربېره، اسرایلو مادي اقدامات هم کړي. د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ ویلي چې اسرایلي پوځ له اوو په شپږو جبهو کې، چې اوس پکې فعال دي، خپل هدفونه په نښه کړي؛ هغه دا جبهې غزه، لوېدیځه غاړه، لبنان، سوریه، عراق، یمن او ایران یاد کړل. په منځني ختیځ کې د اسرایلي پوځ په ډېری اقداماتو کې د لبنان سوېل په نښه شوی. هلته پر حزب الله ډلې د اسرایلو د بریدونو په پایله کې په اکتوبر، نومبر او ډسمبر کې ۱۱۸ کسان وژل شوي او تر ۵۳۶ زیات ټپیان دي. په وژل شوو کسانو کې ۲۰ ملکیان او یو شمېر خبریالان دي. په سوریه کې هم اسرایلو بریدونه کړي او په دمشق کې یې یو ایرانی ډیپلوماټ، سید رضا موسوي وژلی؛ دا د سپاه پاسداران جنرال و چې له حزب الله او ایران ترمنځ یې د همغږۍ مسولیت درلود. په لبنان کې اسرایلو د حماس د سیاسي برخې مرستیال، صالح العاروري ترور کړ؛ دی د حماس له لوري حزب الله ته ور استول شوی و. دا ډول اقدامات که بل ځای شوي وای، نړیوالې ټولنې به د «جنګي کړنو» په نامه د رایو په اکثریت محکوم کړي وای؛ که چېرې بیا د سترو قدرتونو، لکه امریکا او بریتانیا پر وړاندې شوي وای، ځواب به یې نظامي وای او د هر اړخیزې جګړې ګواښ و.

د سوریې او لبنان پر وړاندې د اسرایلو د جنګي کړنو په ځواب کې امریکا ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې چې په افقي توګه د غزې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلينکېن سیمې ته سفر وکړ او د امریکا ډیپلوماټیک استازي، اموس هاکشټاین په ځانګړې توګه پر دې تمرکز وکړ چې د اسرایلو او حزب الله ترمنځ کار وکړي او د دواړو ترمنځ د جګړې مخه ونیسي. پر دې سربېره، امریکا یو بل ګام هم پورته کړ او د جرالډ آر فورډ ضربتي ډله یې له مدیترانې پر شا کړه؛ دا پوځي ډله هلته ځکه مېشت شوې وه چې د غزې جګړې د پراخوونکو لوبغاړو مخه ونیسي. دا چې په دغه حساس وخت کې، چې د جګړې د پراخېدو ګواښ تر بل هر وخت زیات دی، امریکا دغه پوځي ډله بېرته کور ته راوغوښته؛ ښايي سبب یې دا وي چې امریکا غواړي اسرایلو ته دا پيغام ورسوي چې نور باید د جګړې او شخړو له زیاتولو پر شا شي: «کله چې ستاسو کړنې په سیمه کې ستاسو د دښمنانو لخوا د غبرګون سبب کېږي، له موږ څخه د خپلې دفاع تمه مه لرئ او په دې برخه کې حساب مه راباندې کوئ؛ نو هوښیار شئ، ارام شئ او شاته لاړ شئ».

د دغو ټولو خبرو د پردې تر شا؛ مصر د جګړې د ختمولو لپاره د حماس او اسرایلو ترمنځ د خبرو اترو مشري کوي. لکه په اصلي جیوپولیټیک تحلیل کې مو چې ویلي؛ د مصر هڅې د امریکا له پلان سره سمې دي. مصر وړاندیز کوي چې حماس او د اسلامي جهاد ډله د دایمي اوربند په بدل کې، په غزې تړانګه کې خپل قوت پرېږدي.

پایله

د غزې د جګړې وروستي تحولات د غزې په اړه زموږ د اصلي جیوپولیټیک تحلیل (چې تر دې وړاندې نشر شوی) پایله پیاوړې کوي؛ دا چې امریکا د اکتوبر ۷مې پېښې ته د یوه فرصت په سترګه ګوري چې د منځني ختیځ په اړه خپل پلان –چې اسیا ته د بشپړ پام اړولو په اړه جیوپولیټيکې سټراټيژۍ څخه یې راځي- نور هم مخته یوسي: دا چې د اسرایلو پالیسي بدله کړي او دې ته یې اړ باسي چې «ابراهیمي تړونونه» هغسې چې امریکا وړاندیز کوي ومني او د دې ترڅنګ د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو حللاره.

زموږ د لومړي تحلیل له خپرېدو راهیسې، امریکا پر یهودي اداره فشار ته دوام ورکړی چې خپلې پالیسۍ د منځني ختیځ لپاره د امریکا له پلان سره برابرې کړي. دا پروسه د «چټکې او مصممې» پر ځای «ورو خو دوامداره» ده؛ ځکه چې په امریکا کې سیاسیون باید په خپل هېواد کې صهیونیستي لابي –چې په تېر تحلیل کې ښه تشریح شوې- مدیریت کړي. «ورو خو دوامدارې او باثباته» تګلارې ځینې بریالیتوبونه ترلاسه کړي؛ لکه دا چې اسرایلي ادارې د غزې جګړې د «نوي پړاو» اعلان کړی. په ورته وخت کې، مصر له حماس سره د کار کولو مشري اخیستې چې د امریکا پلان پرې ومني.

د پام وړ خبره دا ده چې یهودي ادارې په ځانګړي ډول ځینې اقدامات پیل کړي چې د امریکا د پلان پر خلاف، د روانې جګړې د شدیدولو لپاره دي. خو دغو اقداماتو ته امریکا په داسې بڼه ځواب ورکړی چې د اسرایلو له پلان سره نه، بلکې له خپل پلان سره یې سم دی. امریکا پرلپسې هڅې کړې چې کله یهودي اداره جګړه زیاتوي، دوی یې را کابو کوي. امریکا له مدیترانې د خپلې ضربتې نظامي ډلې په ایستلو، پر یهودي اداره لا ډیر فشار راوستی چې په راتلونکي کې د جګړې چټکوونکو کړنو څخه ډډه وکړي.

زموږ ارزونه دا ده چې له دې هر څه سره سره به، لږ تر لږه د یو څه وخت لپاره یهودي اداره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې جګړه زیاته کړي. د دې یو سبب جیوپولیټيک دی. د اسرایلو له نظره، په سیمه کې یوه پراخه جګړه، چې د اسرایلو د نه ماتېدو د ډاډمنولو لپاره امریکا هم فعال ګډون پکې ولري، د دې سبب کېږي چې اسرایل د «ابراهیمي تړونونو» پر شرایطو په خبرو اترو کې د خپلې خوښې او ایډیال دریځ ولري. د ایران، لبنان، سوریې او احتمالاً ان سعودي کمزورتیا د دې سبب کېږي چې یهودي اداره په دغو خبرو اترو کې له هغه څه چې غواړي یې، زیات ترلاسه کړي.

بل دلیل چې اسرایل احتمالاً د جګړې د زیاتولو هڅه کوي؛ د دوی په داخلي سیاست پورې اړه لري. د نتنیاهو په مشرۍ اوسنی اسرایلي حکومت تقریباً پوره ډاډه دی چې د جګړې تر ختمېدو وروسته واک له لاسه ورکوي. کله چې د غزې جګړه، د امریکا د پلان له مخې، راتلونکي پړاو ته ننوځي، د اسرایلو اوسنۍ «د جګړې د بیړني حالت کابینه» به وپاشل شي. په راتلونکو ټولټاکنو کې به نتنیاهو هېڅ چانس ونه لري؛ یوه وروستۍ ټولپوښتنه ښيي چې یوازې ۱۵ سلنه اسرایلیان غواړي چې تر جګړې وروسته نتنیاهو پر څوکۍ پاتې شي. که نتنیاهو واک له لاسه ورکړ، په ډېر احتمال چې زندان ته ځي؛ ځکه چې د فساد او فرېب په بېلابېلو تورونو محاکمه کېږي. ډېری استدلال کوي چې هغه یې په خپله دوره کې د اسرایلو د قضایه قوې د اصلاح په هڅه کې و چې د خپلې محاکمې مخه ونیسي. خو د اسرایلو سترې محکمې د هغه وړاندیز شوي قضایي اصلاحات رد کړل.

له دې سره نتنیاهو او په اوسني حکومت کې د هغه ملاتړو ته د جګړې له دوام پرته بله لار نه پاتې کېږي؛ تر هغه چې د امریکا ټاکنې تېرې شي او د دوی له هیلې سره سم یو داسې ولسمشر راشي چې د دوی د ګټو او موخو ډېر ملاتړ وکړي.

په پای کې، دا پرېکړه به امریکا کوي چې راتلونکي شرایط څنګه مخ ته لاړ شي. د امریکا د «ورو خو دوامدارې» تګلارې دوام، د دوی د کړنو تر ټولو ډېر احتمال لرونکی مسیر دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

د مطلب ادامه...

د غزې او فلسطین ملاتړ د پوځ لوی او مهم شرعي مکلفیت دی

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ترکیې وسله‌وال ځواکونه په نړۍ کې لسم او د پاکستان وسله وال ځواکونه اووم پیاوړی ځواک ګڼل کېږي. د پاکستان نفوس ۲۵۰ میلیونه دی او غوڅ اکثریت یې مسلمانان دي؛ هغه مسلمانان چې پر اسلام او د اسلام په دې لاره کې پر شهادت ویاړي؛ د هند پر وړاندې یې جهاد هم کړی.

پاکستان د عمان له پلازمېنې، مسقط - چې له هغه ځایه غزې ته د ځمکې لار شته- څخه د سمندر له لارې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره لرې دی. لویدیځ لوري ته پاکستان له افغانستان سره پوله لري، چې اوږدوالی یې شاوخوا ۱۳۰۰ کيلومتره دی؛ افغانستان بیا په شمال کې له درېیو نورو هیوادونو؛ تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري. پاکستان د پیاوړی اټومي ځواک څښتن دی او له دې اړخه د نړۍ په پنځو لویو هېوادونو کې راځي؛ د دې تر څنګ د اټومي څیړنو په برخه کې ډیر ماهرین او ساینس پوهان لري.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ګرانو افسرانو او سرتېرو!

الله سبحانه وتعالی تاسو تاته هر ډول قدرت درکړی؛ د نړۍ اووم ستر وسله وال پوځ، ۲۵۰ میلیونه مسلمانان او اټومي ځواک لرئ. دا ټولې وړتیاوې تاسو ته دا قدرت درکوي چې ځان د اسراء او معراج ځمکې، د فلسطین سپېڅلې خاورې ته ورسوئ. دا وړتیا لرئ چې څوک مو مخې ته ودرېږي، لرې یې کړئ او بیا له اشغالګرو یهودو سره وجنګېږئ؛ د خپلو وروڼو او خویندو دفاع وکړئ او اشغالګر وشړئ.

«وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ» [بقرة: ۱۹۱]

ژباړه: «له هغوی سره هر چېرې چې مخ شوئ وجنګېږئ او له هغه ځای یې وباسئ چې تاسو یې ترې ايستلي یاست...»

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! که مو حرکت وکړ افغانستان به هم درسره یو ځای شي چې څلویښت میلیونه مجاهد مسلمانان لري او ورپسې به د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لسګونه میلیونه مسلمانان درسره یو ځای شئ. د غزې او فلسطین ملاتړ د ترکیې، الجزایر، مصر او نورو هیوادونو د افسرانو ستر او مهم مکلفیت هم دی. که دا تاریخي کار وکړئ، تختونه رانسکور کړئ او واک واخلئ؛ پوهېږئ کفري نړۍ به څومره ووېروئ!؟

اې د پاکستان د پوځ افسرانو او سرتېرو! تاسو باید په خپل منځ کې سعد بن معاذ رضی الله تعالی عنه ولرئ، چې مرګ یې د الله سبحانه وتعالی عرش ولړزاوه.

اې د پاکستان پوځي افسرانو او سرتېرو! راپورته شئ او دوه ميلیارده مسلمانان خوشاله کړئ.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۳مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۲۶مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د غزې د جګړې جیوپولیټيک تحلیل

  • خپور شوی په مقالې

جیوپولیټيک د ملي دولتونو ترمنځ اړیکو باندې بحث کوي. په ځانګړې توګه دا چې ملي دولتونه څنګه په نړیوال ډګر کې ځان ځایوي؛ د خپل قوت له ټکو کار اخلي او کمزورۍ یې پټوي چې پر نورو واک ولري او خپلې ملي ګټې خوندي کوي.

جیوپولیټيکي تحلیل په دغه نړیوال ډګر کې تحولات څېړي او له دې لارې تشریح کوي چې دا تحولات ولې راځي او د نړیوال قدرت پر توازن څه اغېز کوي.

جیوپولیټيکي تحلیګران د فکري تحلیل یو ډیر پېچلی ډول ترسره کوي؛ ځکه چې په جیوپولیټيکه حوزه کې ملي دولتونه هڅه کوي چې خپل عملونه او یا د دغو عملونو تر شا انګېزه پټه کړي. نو تحلیل کوونکی باید یوازې له سیاست او ډیپلوماسۍ نه؛ بلکې له بېلابېلو برخو لکه اقتصاد، جغرافیې، ډیموګرافۍ (نفوس پېژندنې)، ټولنپوهنې، ټکنالوژۍ او تاریخ څخه ډیر وخت معلومات راټول کړي؛ بیا فرضیه داسې جوړه کړي چې د معلوماتو ټولې ټوټې یو ځای کړي؛ لکه یوه معما چې حلوي.

د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په سنتو کې ګورو چې جیوپولیټيک تحلیل له ډیرو مهمو تحلیلونو څخه دی. هغه صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د سیاسي او معنوي رهبر په توګه د مسمانانو د دښمنانو په اړه د معلوماتو دوامدار راټولول تنظیمول. داسې چې هغه صلي الله علیه وسلم به پوهېده چې څه کېږي او ولې کېږي؛ په دې توګه به یې پر وړاندې جیوپولیټيکي سټراټیژۍ جوړولې چې د مسلمانانو او اسلام ګټې خوندي کړي. د دې بېلګې ډېرې دي؛ لکه دا چې هغه صلی الله علیه وسلم د احد تر غزا وروسته سعد بن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه ته لارښوونه وکړه: «د هغوی د خوځښتونو په اړه خبرونه راته راوړه. که د اسونو پر ځای پر اوښانو سپاره وي، ښيي چې د تګ هوډ یې کړی. خو که د اوښانو پر ځای پر اسونو سپاره وي، په ډېر احتمال چې پر مدینې د برید پلان لري. پر هغه ذات قسم چې زما روح یې په واک کې دی، که هغوی د مدینې خواته حرکت وکړ، وړاندې ورځم او ورسره جنګېږم.» (له الواقدي څخه په کتاب المغازي کې روایت شوی).

نو خورا اړینه ده چې د غزې د جګړې په اړه یو ژور درک رامنځته شي او په دې توګه یې پر وړاندې تر ټولو مناسبه جیوپولیټيکه سټراټیژي جوړه شي.

د غزې د جګړې تاریخي زمینه: صهیونیستي خوځښت او د «اسرایلو» دولت د جوړولو لپاره نړیوال ملاتړ.

ټولو ته ښکاره ده چې؛ سره له دې چې ډېری وخت د غربي سیاسیونو او جیوپولیټيکي تحلیلګرانو لخوا له پامه غورځول کېږي، خو د غزې اوسنۍ جګړه یوه ځانګړې او بېله پېښه نه ده.

په ۱۹۴۸م کال کې د «اسرایلو» دولت د تشکیل تر اعلان وروسته، غزه د هغو فلسطیني بې ځایه شوو په یوه اصلي کمپ بدله شوه چې د صهیونیستي ترهګرو ډلو د زور له ګواښ سره مخ و او خپل کورونه یې پرېښودل. اټکل کېږي چې له ۱۹۴۸-۴۹ پورې شاوخوا ۲۰۰ زره فلسطینیان، چې هغه وخت د فلسطین د عرب نفوس شاوخوا ۲۵ سلنه کېدل، له ۱۴۴ فلسطیني ښارونو او کلیو څخه غزې ته پناه یوړه. له دې سره غزه د نړۍ په یوه ډیره ګڼ نفوسه سیمه بدله شوه چې په هر کیلومتر مربع کې یې ۱۸۰۰ کسان اوسېدل. وروسته په ۱۹۵۶ کې د سوئز ناورین پر مهال «اسرایلو» پر غزې نظامي برید وکړ او تر ۱۹۵۷ پورې یې اشغال کړه. په ۱۹۶۷ کې یې بیا برید وکړ او دا ځل یې تر ۲۰۰۵ پورې اشغال کړې وه. له هغې راهیسې، غزه د اسرایلي پوځ تر محاصرې لاندې ده؛ دغې سیمې ته یې د توکو راوړل او د خلکو تګ راتګ سخت محدود کړی. اسرایلي پوځ په غزه کې د کالوریو د مصرف ورځنۍ کچې له محاسبې کار واخیست څو په غزه کې د لوږې هغه کچه وساتي چې دوی ته مناسبه ښکاري. د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې د دې په پایله کې غزه په دې سیمه کې د ۲،۲ ملیونه اوسېدونکو لپاره په یوه «سر خلاصي زندان» بدله شوې.

د غزې ۷۵ کلنه جګړه تر دې لا اوږده زمینه هم لري. د دې اوږدې یا پراخې زمینې مهم عناصر په ۱۸۹۷ کې د صهیونیستي خوځښت تاسیس؛ په ۱۹۱۷ کې د بریتانیا لخوا د دغه خوځښت د رسمي ملاتړ پرېکړه او په ۱۹۴۸ کې د اسرایلي دولت تر تاسیس وروسته له دغه دولت څخه د امریکا د ملاتړ پرېکړه ده.

صهیونیستي خوځښت په ۱۸۹۷ کې د اتریش په ویانا ښار کې د لومړي نړیوال صهیونیستي کانګرس پر مهال تاسیس شو. د دغه کانګرس محرکه قوه تیودور هرتزل و. هغه په ۱۸۸۰ کې د هنګري په بوداپست کې د منځني پوړ یهودي کورنۍ کې زیږېدلی. د هرتزل شخصي ژوند د هغه یهودیت ضد فکر لخوا اغېزمن شوی چې هغه وخت په اروپا کې عام و؛ ځکه خو وپارېده چې دې ستونزې ته یوه حللاره ولټوي. هرتزل بېلابېل انتخابونه له فکري اړخه وارزول. هغه په اروپايي ټولنو کې د یهودو جذب یوه حللاره ګڼله؛ خو دې پایلې ته ورسېد چې دی پخپله –چې یو ډیر لوستی، نا مذهبي او سیکولر یهود و – د دغه یهودي ضد فکر له تجربې خوندي نه و، نو د ستونزې د حل لپاره په اروپايي ټولنو کې د یهودو جذب ته ریښتینې هیله نشته. ده همداراز پر دې انتخاب غور وکړ چې په اروپا کې د حاکمو اشرافو پر وړاندې انقلاب وشي چې له سره نوې ټولنې جوړې شي؛ خو دې پایلې ته ورسېد چې دا به خبره نوره هم خرابه کړي. په ورته وخت کې یې د یهودو مسیحي کېدل د ستونزې ناسم حل وباله، ځکه ده ویل چې له دې سره یهودي هویت له منځه ځي. کومه حللاره چې هرتزل تر نورو ډیر تمایل ورته درلود، هغه یهودي نشنليزم، یا صهیونېزم و چې د یهودو لپاره یې د یوه ملي هیواد وړاندیز کاوه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیې له صهیونیستي خوځښت سره اړیکه ونیوله. بریتانیې وېره لرله چې المان به له عثماني خلافت سره د نږدې اړیکو له لارې پر منځني ختیځ واک ترلاسه کړي. دا به هند او اسیا ته د برېتانیې لاسرسی پرې کړي. ځکه خو برېتانیې پلانونه جوړ کړل چې پر منځني ختیځ یې واک باوري کړي. دا فکر ورسره و چې په هغې سیمه، چې اوس عراق او ایران دي، پوځي برید وکړي؛ خو باور یې درلود چې د عربو جزیرې له قبایلو سره داسې اړیکې لري چې له لارې یې د دغې سیمې چارې کنټرولولی شي. دلته د بریتانیې له نظره فلسطین یوه ستونزه وه؛ ځکه چې فلسطین د سويس کانال له ختیځې څنډې سره پوله درلوده او له مصر تر هند پورې ځمکنی پل یې اشغال کړی. د بریتانیې په یوه دولتي یادښت کې د ۱۹۱۷م کال د اپریل په ۱۱مه لیکل شوي: «پر فلسطین د المان کنټرول له سترو خطرونو دی چې ښايي په راتلونکي کې د بریتانیې امپراتوري ورسره مخ شي».

د فلسطین لپاره د بریتانیې پلان دا و چې له صهیونېستو یهوده جوړه یوه وسله‌واله ډله جوړه کړي چې په سیمه کې د عثمانیانو پر وړاندې وجګېږي او په دې توګه د بریتانیې په استازیتوب سیمه کنټرول کړي. د دې لپاره د بریتانیې حکومت په بریتانیه کې د صهیونیستي خوځښت له استازي، چیم ویزمن سره اړیکه ونیوله. هغه په ۱۸۷۴م کال کې د روسیې په مېنسک کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږېدلی و، خو په ۱۹۰۴ کې یې بریتانیې ته کډه کړې وه؛ فکر یې کاوه چې په بریتانیه کې به د اشرافو په منځ کې د صهیونیستي ارمان لپاره ملاتړ پیدا کړي. هرتزل په دې اړه مشخص ځای نه و په نښه کړی چې د یهودو هېواد دې دقیقاً چېرته وي، خو ویزمن ویل چې باید په فلسطین کې وي. ویزمن له بریتانوي دولت، په ځانګړې توګه مارک سایکس سره په بحثونو کې له بریتانیې وغوښتل چې رسماً په فلسطین کې له صهیونیستي پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. په لومړیو کې بریتانیې په دې کار کې تردید درلود. خو کله چې پوه شوه چې فرانسې – چې هغې هم په فلسطین کې استعماري هیلې لرلې- له صهیونیستي خوځښته مبهم ملاتړ کړی، پرېکړه یې وکړه چې ښکاره او قوي ملاتړ یې اعلان کړي. نو د بریتانیې حکومت د ځينو یهودو غړو له نیوکې سره سره د ۱۹۱۷م کال د نومبر په ۲مه بالفور اعلامیه خپره کړه؛ د بریتانیې حکومت دننه مخالفو یهودیانو له ډلې یې یو د هند لپاره د بهرنیو چارو وزیر، ایډوین مونټیګو او دغه راز هربټ سمویل او روفوس ایساکس وو؛ دوی د صهیونېزم خلاف وو، ځکه وېره یې درلوده چې دا به برېتانیې ته د دوی د ژمنتیا په اړه خلک شکمن کړي. په دغې اعلامیه کې، چې په فلسطین کې له بریتانیې څخه د صهیونیستي خوځښت د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، راغلي: «د اعلیحضرت دولت په فلسطین کې د یهودو لپاره د ملي کور جوړولو په اړه مثبت نظر لري او خپله ټوله هڅه به وکړي چې دغې موخې ته رسېدل اسانه شي». د بالفور اعلامیه د تش په نوم یهودي لښکر (Jewish Legion) د رامنځه کېدو سبب شوه؛ دا ۵۰۰۰ زره کسیزه پوځ و چې بریتانیې په فلسطین کې له عثمانیانو سره د جګړې لپاره را استولی و. په دغه لښکر کې یوه یهودي مشر، ولادیمیر ژابوتینسکي په خپلو یادښتونو کې لیکلي چې د دغه ۵۰۰۰ کسیز لښکر ترکیب داسې و: «۳۴ سلنه یې امریکایان وو؛ ۳۰ سلنه یې د فلسطین؛ ۲۸ سلنه یې د انګلستان؛ ۶ سلنه یې د کاناډا او یو سلنه یې د عثمانیانو جنګي ارجنټایني اسیران وو».

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې امریکا د غربي نیمې کرې پر لومړي جیوپولیټیک قدرت بدله شوه. د دغه هیواد د بهرني سیاست مخکښان دوو نظرونو ته تمایل درلود. یو دا چې د منځني ختیځ د نفتو د تامین لپاره امریکا باید فلسطین ته یوه داسې حللاره پیدا کړي چې عربان را ونه پاروي؛ د دې لپاره باید د «دوو هېوادونو حللارې» لپاره هڅه وکړي. بل نظر دا و چې له شوروي اتحاد سره د مبارزې لپاره به امریکا په منځني ختیځ کې یو داسې ملګری ولري چې بشپړ غربي لید ولري؛ ځکه خو باید په فلسطین کې د یوه یهودي هیواد د جوړولو ملاتړ وکړي. په پای کې دویم نظر بحث وګاټه؛ دا د دې سبب شو چې ولسمشر هري ټرومن د ۱۹۴۸م کال د مې په ۱۴مه، د اسرایلو دولت تر اعلان ۱۱ دقیقې وروسته دغه دولت په رسمیت وپېژني. په لومړیو کې له اسرایلو د امریکا عملي ملاتړ محدود و؛ ځکه چې له بریتانیې سره د اسرایلو د سیاسي مشرانو نیږدېوالی د امریکا نه خوښېده؛ دا په ۱۹۵۶ کې د سویس کانال ملي کولو په سبب پر مصر د بریتانیې، فرانسې او اسرایلو د ګډ برید پر مهال ثابته شوه. خو کله چې په ۱۹۶۲ کې ولسمشر جان اف کېنېډي پرېکړه وکړه چې پر اسرایلو هاوک توغندي وپلوري، دا وضعیت بدل شو. د دغو توغندیو د پلور تر شا موخه دا وه چې امریکا به د پرمختللي پوځي ملاتړ له لارې د اسرایلو سیاسي مشران خپل کمپ ته راولي او هغوی به د منځني ختیځ لپاره د امریکا د کمونیزم ضد لید ملاتړ وکړي. دا لید چې اسرایل د امریکا د جیوپولیټیکي سټراټيژیو لپاره ګټور دی، د دواړو هیوادونو د اړیکو د اساس په توګه پاتې شو او تر اوسه پر خپل حال دی؛ یوازې دا بدلون پکې راغلی چې د کمونیزم تر راپرځېدو وروسته اسرایل د امریکا د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» کې د دغه هیواد لپاره د منځني ختيځ ملګری دی. دا څرګندوي چې په ۲۰۱۷ کې د اسرایلو ولسمشر، بنیامین نتنیاهو ولې خپل دولت په منځني ختيځ کې د امریکا د «ځواکمنې الوتکې وړونکې بېړۍ» په توګه توصیف کړ.

په داسې حال کې چې بریتانیې او امریکا دواړو د خپلو جیوپولیټيکي موخو د مخته وړلو لپاره د صهیونیستي خوځښت ملاتړ وکړ؛ دواړه پوه شول چې صهیونیستي خوځښت او د اسرایلو دولت تل د باور وړ ملګری نه شي کېدی.

د بېلګې په توګه، په ۱۹۳۹ کې صهیونیستي خوځښت د فلسطین لپاره د بریتانیې حکومت د ۱۹۳۹ کال سپین کتاب کې راغلي لید سره مخالفت وکړ. کله چې بریتانیې له نازي المان سره جګړې ته ځان تیاراوه، په دې لټه کې وه چې له صهیونیستي خوځښت او د منځني ختیځ د عربو ملاتړ ترلاسه کړي. نو سپین کتاب وړاندیز وکړ چې بریتانیا به له اروپا څخه فلسطین ته د صهیونیستي یهودو دوامدارې کډوالۍ ته اجاره ورکړي، خو دا کډوالي به داسې محدوده شي چې یهود به هېڅکه د سیمې د نفوس له یو پر درېیمې برخې نه اوړي، مګر دا چې د فلسطین عربي رهبري بل ډول توافق وکړي. پر دې سربېره سپین کتاب وړاندیز وکړ چې تر لسو کالو زیاته موده کې به بریتانیا په فلسطین کې د یوه خپلواک دولت د تاسیس پر ملاتړ کار وکړي. دغې پالیسۍ صهیونیستي خوځښت ډير په غوسه کړ؛ دوی له دغې پالیسۍ دا پایله اخیستې وه چې بریتانیا غواړي چې دوی په فلسطین کې د دایمي لږکیو په توګه ژوند وکړي؛ دې کار عملاً دوی ته د یوه ریښتیني یهودي هیواد جوړول ناشوني کول. یهودي خوځښت د دغه اقدام په غبرګون کې په فلسطین کې د بریتانیې پر وړاندې د ترهګرۍ کمپاین پیل کړ چې په دې کې د بریتانیايي چارواکو ترور او د رسمي ودانیو بمبارۍ شاملې وې.

امریکا هم له اسرایلو سره په اړیکو کې ورته ستونزې تجربه کړې. په ۱۹۶۲ کې چې کله امریکا، له اسرایلو سره مهمه نظامي مرسته وکړه؛ شرط یې دا و چې اسرایل به یې اټومي پروګرام دروي او اجازه به ورکوي چې په ۱۹۴۸ کې عرب بېځایه شوي بېرته خپلو کورونو ته وروګرځي. اسرایلو په خوشالۍ د امریکا وسلې ومنلې؛ خو د اټومي پروګرام او فلسطیني بې ځایه شوو په اړه یې ژمنې پوره نه کړې. له هغه وخت راهیسې امریکا نه ده توانېدلې چې د اسرایلو دولت د فلسطین مسلې یا فلسطیني بې ځایه شوو په اړه د کومې حللارې ملاتړ ته اړ باسي. په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۵ کلونو کې د اوسلو هوکړه‌لیک وړاندیز وکړ چې دا مسایل به د یوې فلسطیني ادارې، چې د اسرایلو دولت مطیع به وي، له لارې حل کړي. د اسرایلي دولت په چارواکو کې ځینو د دغه نظر ملاتړ وکړ، خو ځینو نورو رد کړ. په پایله کې، امریکا هېڅکله نه ده توانېدلې چې اسرایل د اوسلو هوکړه‌لیک له مخې د خپلو ژمنو او تعهداتو عملي کولو ته اړ باسي او اسرایلو په هغو سیمو کې د صهیونیستي ښارګوټو جوړولو ته له وقفې پرته دوام ورکړی چې د ۱۹۶۷ جګړه کې یې اشغال کړې.

د غزې د جګړې اوسنۍ زمینه: اسیا ته د امریکا ورګرځېدل

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې امریکا له شوري اتحاد سره یوې جیوپولیټيکې شخړې ته ورننوته. په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوري اتحاد او ورسره کمونېزم ایډیولوژۍ تر ړنګېدو وروسته؛ په ۱۹۹۰ کلونو کې امریکا خپل پام د بل ستر او اصلي مخالف په توګه «اسلامي بنسټپالنې» ته واړاوه. د دغه نظر اساس سمویل هنټینګټن د خپل کتاب، «د تمدنونو ټکر او د نړیوال نظم بیا جوړول» له لارې اېښی؛ د دې په پایله کې د اسلامي خاورو زړه، منځنی ختیځ د امریکا د جیوپولیټیکې سټراټيژۍ مرکز او محور شو.

پر اسلام او مسلمانانو تر ۲۰ کلن تمرکز وروسته؛ د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې ولسمشر اوباما نوې ستره جیوپولیټیکه سټراټېژي اعلان کړه. دغې سټراټېژۍ ته د «اسیا ته ورګرځېدل» یا «اسیا خپل محور ګرځول» نوم ورکړل شو او دا خبره پکې وه چې چین د امریکا د نړیوالې هژمونۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ جوړ شوی. د دې په غبرګون کې اوباما اعلان وکړ چې امریکا به تر دې وروسته خپلې سرچینې بیا متعادلې کړي. د «اسلامي بنسټپالنې» د مدیریت لپاره به لږې سرچینې وکارول شي او ډېرې سرچینې به په ایشیا-پسیفیک سیمه کې د چین د ګواښ پر وړاندې وکارېږي.

تر کومه ځایه چې په منځني ختیځ پورې اړه لري، «اسیا ته ورګرځېدو» ځينې مهمې پایلې لرلې. اساساً امریکا باید په منځني ختيځ کې داسې وضعیت رامنځته کړی وای چې اسیا ته د سرچینو اټکل شوي لېږد ته لار برابره کړي. ځکه خو امریکا د اسرایلو دولت او منځني ختیځ هیوادونو ترمنځ رسمي تړونونو، تش په نامه ابراهیمي تړونونو ته کمپاین پیل کړ. د ۲۰۲۰ کال د اګېسټ او ډسمبر ترمنځ، څلورو اسلامي هېوادونو ومنله چې له اسرایلو سره خپلې اړیکې عادي کوي؛ متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش. دغو «ابراهیمي تړونونو» ته د سعودي د راوستلو لپاره هم خبرې اترې روانې وې.

اسیا ته ورګرځېدو یا مخ اړولو د ایران په اړه د امریکا لید هم بدل کړ. سره له دې چې ایران د امریکا-عراق  جګړه کې د امریکا مهم ملاتړ وکړ، بیا هم امریکا دغه هیواد ته د ډیر باور وړ ملګري په سترګه نه ګوري. د امریکايي پوځیانو له لوري د قاسم سلیماني ترور د دې یو ثبوت دی. اسیا ته د مخ اړولو سټراټيژۍ د یوې برخې په توګه، امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکړ چې ایران خپل مدار ته راولي او د باور وړ ملګری ترې جوړ کړي. په ځینو مواردو کې یې دا کار د ایران پر وړاندې د نرمۍ له لارې کړی؛ لکه په ۲۰۱۵ کې یې چې د ولسمشر اوباما په وخت کې له ایران سره یو رسمي تړون لاسلیک کړ. په نورو مواردو کې یې دا کار د ایران د غوږ تاوولو له لارې کړی؛ لکه ولسمشر ټرمپ چې له ایران سره دا معامله لغوه کړه. له «ابراهیمي تړونونو» راهیسې امریکا له نرمۍ کار اخیستی. د بېلګې په توګه، له امریکا سره دا توافق چې امارات او سعودي به له ایران سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیلوي.

که څه هم د فلسطین مسله د منځني ختیځ هیوادونو د سیاسي رهبرۍ لپاره لومړیتوب نه دی؛ خو امریکا د یوې داسې مسلې په سترګه ورته ګوري چې باید حل شي. لومړی دلیل یې په منځني ختیځ کې د مسلمانانو په منځ کې له اسرایلو سره د اړیکو عادي کولو مخالفین دي؛ دا اساساً د فلسطین له مسلې سره نږدې اړیکه لري. په دې توګه –د امریکا په نظر- فلسطین لا هم په ټول منځني ختیځ کې د ناڅاپي بې ثباتۍ پوتانشیل لري. امریکا لا هم د اسرایلو او فلسطین ترمنځ تلپاتې سولې لپاره د ۱۹۶۷ کرښو پر بنسټ د دوو دولتونو حللاره تر ټولو غوره لار ګڼي؛ امریکا په بشپړه توګه اسیا ته د ورګرځېدو لپاره دې ته اړتیا لري.

د غزې د جګړې اوسنۍ زمینه: د اسرایلو بهرنی سیاست

اسرایلو په «ابراهیمي تړونونو» کې د امریکا د منځګړیتوب ډیر ملاتړ کړی. اسرایلو ته د دغو تړونونو د اقتصادي ګټو سربېره؛ ډېره مهمه ګټه جیوپولیټيکي ده چې د ګاونډیو لخوا یې شتون په رسمیت پېژندل کېږي. سوداګریزې او رسمي اړیکې او دغه راز نور ارتباطات د اسرایلو او په منځني ختیځ کې اسلامي هیوادونو ترمنځ د شخړو احتمال خورا ډیر راټیټوي. د دې لپاره امریکا او اسرایل ګډ کار کوي چې «ابراهیمي تړونونو» ته نور اسلامي هیوادونه هم راولي. له سعودي سره یو رسمي تړون نږدې دی او د دې ترڅنګ له موریتانیا، سومالیا، نایجر او اندونزیا سره هم خبرې اترې روانې دي.

سره له دې، اسرایلو په ۱۹۶۲ کې د هاوک توغندیو د پلور او اوسلو ۱۹۹۳-۱۹۹۵ هوکړه‌لیکونو د ژمنو په څېر د «ابراهیمي تړونونو» پر ژمنو هم عمل نه دی کړی. له ۲۰۲۰ کال راهیسې اسرایلو د فلسطین پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړي. په اشغال شوو سیمو کې د صهیونیستانو ځای پر ځای کول پراخ شوي او ځای پر ځای شوو کسانو له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی. اسرایلو دغه راز د یهودي اشغالګرو د مېشت کولو واحدونه په بې ساري ډول پراخ کړي او د اشغال شوو سیمو اداره یې له پوځیانو څخه ملکیانو ته سپارلې؛ له دې په ډاګه ښکاري چې اسرایل غواړي دا سیمې په ځان پورې وتړي. د لا ډېرې فلسطیني خاورې پر اشغال او الحاق سربېره، اسرایلو د فلسطینانو د وېش او کمزوري کولو سیاستونو ته هم دوام ورکړی. په ۲۰۰۵ کې له غزې څخه تر وتلو وروسته، دغه هیواد هڅه کوي چې غزه او لوېدیځه غاړه له سیاسي نظره بېلې کړي او په دغو دواړو سیمو کې سیاسي رهبري کمزوري وساتي. داسې چې د یوه فلسطیني دولت تاسیس عملاً ناشونی وي او په ورته وخت کې د فلسطین په خاوره کې د نا کنټرولېدونکي هرج و مرج مخه ونیول شي. پر دې سربېره، د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پلان پر خلاف، اسرایل هڅه کوي چې د ایراني چارواکو د ترور، سایبري بریدونو، جاسوسۍ او امریکا کې لابیګرۍ له لارې له ایران سره د اړیکو عادي کولو هڅې کمزورې کړي. دغه راز د امریکا د دغې هیلې او غوښتنې په اړه چې سعودي «ابراهیمي تړونونو» ته راولي، اسرایلو په دې غوښتنه چې سعودي دې د اماراتو په شان ملکي هستوي پروګرام نه جوړوي، د دغو خبرو اترو د پرمختګ په لار کې خنډ جوړ کړی. د اسرایلو دغې غوښتنې د هغه توافق لپاره پرمختګ ورو کړی چې امریکا یې په خپله اوسنۍ جیوپولیټيکه سټراټيژۍ کې اصلي عنصر ګڼي.

نو که لنډ ووایو، په داسې حال کې چې د اسرایلو بهرنی سیاست عموماً له امریکا سره سم وي، په ځینو ځانګړو برخو کې چې د امریکا د جیوپولیټیکې سټراټيژۍ د پرمختګ لپاره مهمې دي، اسرایل یو خنډ دی. په دې توګه اسرایل «نوي منځني ختیځ» ته د امریکا د رسېدو په لار کې خنډ دی چې امریکا يې په پام کې لري او اسیا ته یې ورګرځېدل عملاً شوني کوي.

د اکتوبر تر ۷مې وړاندې د امریکا-اسرایلو اړیکې

د اسرایلو له بهرني سیاسته د امریکا نارضایتي د ټرمپ اوبایډن دواړو لخوا په ډاګه شوه. ولسمشر ټرمپ وویل چې د اسرایلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو د فلسطین د لومړي وزیر، محمود عباس په پرتله د سولې په لار کې ستر خنډ و؛ ده ویلي وو چې نتنیاهو هېڅکله له فلسطینیانو سره «سوله نه غوښتله». د دودیزو تشریفاتو پر خلاف، ولسمشر بایډن په ۲۰۲۱ کې واک ته د رسېدو په لومړۍ اونۍ کې رابللو بهرنیو رهبرانو له لېست څخه د نتنیاهو نوم لرې کړ. بایډن بل ځل د چین، هند، روسیې او سعودي له رهبرانو سره تر لیدنې وړاندې له نتنیاهو سره لیدنه رد کړه. بلاخره چې بایډن او نتنیاهو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې، په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره ولیدل؛ نتنیاهو یې ۳۰ دقیقې په تمه کړ او تر لیدنې وروسته خبري کنفرانس کې یې تمرکز په «ابراهیمي تړونونو» کې د اسرایل پر لوري، په ځانګړي ډول د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلو پر تعهداتو و. د راپورونو له مخې، له اسرایلو څخه د امریکا د خپګان نور دلایل دا وو چې اسرایل هڅه کوي له ایران سره د اړیکو عادي کولو په اړه د امریکا د پلان په لار کې خنډونه جوړ کړي.

له هغه وخت راهیسې، د اسرایلو سیاست داسې لوري ته بدلون نه دی کړی چې ډېر یې له امریکا سره همغږی کړي. په حقیقت کې د دې برعکس شوي. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې، د اسرایلو لوموړي وزیر، نتنیاهو یو نوی حکومت تشکیل کړ چې د اسرایلو په تاریخ کې تر ټولو ډیر «ښي اړخی» حکومت بلل کېږي؛ له داسې ګوندونو جوړ دی چې خورا ډیر مذهبي محافظه کاره، شفاف یهودي قومي-ملي‌پاله او صراحتاً عرب ضد نژادپاله دي. د هغو سیاسي موخو له ډلې چې دغه ایتلاف توافق پرې کړی؛ د لوېدیځې غاړې الحاق، د اسرایلو د قضایه قوې-چې د دوی په اند د لوی اسرایل اجنډا پر وړاندې خنډ ده- کمزوري کول او د اسرایلو مذهبي یهودي کرکټر پیاوړي کول دي. امریکا د اسرایلو د سیاست له دغه لوري نیولو سره مخالف وښود او پر نتنیاهو یې فشار راوړ چې دا مسیر بدل کړي؛ خو داسې معنی لرونکی اغېز یې نه درلود.

که لنډ ووایو، د امریکا او اسرایلو ترمنځ اړیکې په خپل تاریخ کې تر ټولو ټیټه کچه کې وې؛ ځکه چې اسرایلو د لومړي وزیر نتنیاهو تر مشرۍ لاندې داسې پالیسي غوره کړې چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له پلان سره ټکر لري.

د اکتوبر ۷مه

اوس ټولو ته ښکاره ده چې اسرایلي چارواکي د حماس د اکتوبر ۷مې برید له پلان څخه تر یوه کال وړاندې خبر وو. پر دې سربېره، د اسرایلو د پولو ساتونکو ځواکونو څو ځله خبرداری ورکړی و چې حماس د دغه پلان پر بنسټ روزنیز تمریونه کوي. د دې تر څنګ، اسرایلي استخباراتو په وار وار اسرایلو ته خبرداری ورکړی و چې «یو لوی کار» کېدونکی دی.

دا چې حماس څنګه دا کار وکولی شو؛ درې نظرونه دي:

لومړی نظر وايي چې د اکتوبر ۷مې پېښه یوه «استخباراتي ناکامي» وه. یوه بده، خو صادقانه تېروتنه. دا نظر وايي چې اسرایلو د حماس وړتیاوو ته په کمه سترګه کتلي وو؛ ځکه خو یې چې د برید د پلان او تیاري په اړه اطلاعات اورېدل، د تعصب له مخې یې ویل چې حماس د داسې کار کولو وړتیا نه لري. دغه نظر همدا راز وايي چې اسرایلو د خپلو پولو پر امنیتي سیستم تر حد زیات باور درلود. له غزې سره د اسرایلو پوله «د اوسپنیز دیوال» په نامه مشهوره وه؛ ۶ فوټه لوړ غبرګ دیوال چې اغزن سیم ورباندې دی، کمرې او پرمختللي سینسرونه لري، د تونلونو د مخنیوي لپاره کانکریټي تهداب ورکړل شوی او له لرې لارې کنټرولېدونکې درنې وسلې (دشکې) پکې نصب دي. دا نظر وايي چې تر حد زیات باور په پایله کې اسرایلو استخباراتي خبرداري په پام کې ونه نیول.

دویم نظر وايي چې د نتنیاهو حکومت د حماس له پلانه خبر و، خو قصداً یې پرېښودل چې پلان پلی کړي. دا نظر پر لومړي نظر نیوکه کوي چې دا کار د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو خلاف دی. معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونه تل تر ټولو ناوړه حالت فرضوي. که دوی د برید د پلان په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړي وای، پر پوله به یې امنیتي تدابیر لا زیات کړي وای. که د دغه پلان لومړنۍ ارزونه داسې وای چې دا «د اعتبار وړ نه دی» او د امنیت زیاتولو ته اړتیا نشته؛ نو په دې کې هېڅ شک نشته چې د هغوی د تیاري له لیدلو سره هرو مرو بیا ارزونه او ورپسې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو امر کېده. بلاخره، د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو له مخې د یوه متحد له لوري ځانګړي خبرداري –ان که یې معلومات مفصل نه وي هم- د دې سبب کېږي چې امنیتي تدابیر زیات شي. دا چې د اسرایلو استخبارات او دفاعي ځواک ډیر مسلکي دي، د اکتوبر د ۷مې پېښه داسې بیانولی شو چې دا د امنیتي او دفاعي کړیو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شعوري پرېکړه وه چې اجازه ورکړي.

دویم نظر استدلال کوي چې د نتنیاهو حکومت د اکتوبر د ۷مې پېښې ته د اجازې ورکولو اصلي منشا ده؛ ځکه دا کېدی شي پر غزې د یوه پراخ او اوږدمهاله پلان شوي برید لپاره پلمه شي چې له دغې سیمې یې خلک وشړي او له اسرایلو سره یې وتړي.

درېیم نظر له دویم نظر سره موافق دی چې د اکتوبر د ۷مې پېښه احتمالاً «استخباراتي ناکامي» نه شي کېدی. ځکه چې په یوه لړۍ کې ډېرې زیاتې «تېروتنې» وشوې چې د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو له مخې په اسانۍ نه شي پېښېدای. خو درېیم نظر استدلال کوي چې دغې پېښې ته د اجازې ورکولو منشا په ډېر احتمال د نتنیاهو دولت نه و؛ لومړی په دې دلیل چې دا پېښه د نتنیاهو او د هغه د دولت لپاره ستر شرم و. مصریانو رسنیو ته ویلي چې د دوی د استخباراتو وزیر، جنرال عباس کمال شخصاً تر برید لس ورځې وړاندې نتنیاهو ته زنګ وهلی و او خبرداری یې ورکړی و چې د غزې خلک ښايي «یو نامعمولي او وحشتناک کار» وکړي. نتنیاهو پخپله د دې خبرې په افشا کېدو ډير وشرمېده چې د ده په امر له هغو درېیو کنډکونو چې له غزې تر لوېدیځې غاړې پورې پوله ساتي، دوه یې هلته د صهیونیستي ځای پر ځای شوو د مذهبي جشن امنیت وساتي او دا چې اسرایلي پوځ پر وخت او مناسبه توګه د حماس د برید پر وړاندې غبرګون ونه شو ښودلی. د اکتوبر د ۷مې پېښې په پایله کې، له اټکل سره سم نتنیاهو او دولت یې تر ډیر فشار لاندې و چې د بې کفایتۍ په سبب استعفا ورکړي.

درېیم نظر چې ځینو اسرایلي لوړپوړو چارواکو د اکتوبر ۷مې پېښې ته اجازه ورکړې چې پر نتنیاهو او دولت یې فشار راوړي؛ له دې سره ډیر قوت پیدا کوي چې اسرایلي مخالفو ګوندونو د پېښې پر وړاندې ډیر چټک او همغږی غبرګون وښود. په داسې حال کې چې د اسرایلو له پوځ څخه لار ورکه وه، د اسرایلو اصلي مخالف سیاسیون، یائیر لاپیډ له وړاندې د وړاندې تګ لپاره یوې د سیاسي لارې پلان ابلاغ کړی و. دا ښکاره ده چې لاپیډ د نتنیاهو په پرتله د منځني ختيځ لپاره د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي ډیره مني. دا له دې په ډاګه کېږي چې تر نتنیاهو وړاندې لاپیډ واشنګټن ته بلل شوی و چې د بایډن له تر ټولو نیږدې سلاکار سره وګوري. د راپورونو له مخې، د دغې لیدنې پر مهال امریکا له لاپيډ څخه غوښتي وو چې له نتنیاهو سره کار وکړي او دا ډاډه کړي چې د نتنیاهو دولت له فلسطینیانو او سعودي سره د اسرایلو د اړیکو عادي کولو په اړه د امریکا له پلان سره سم مخته لاړ شي. د لاپیډ د اکتوبر ۷مې پلان کې د ملي دولت لپاره غوښتنه شامله وه؛ په دې شرط چې نتنیاهو له خپل حکومت څخه ښي اړخي افراطي ګوندونه لرې کړي چې له فلسطینیانو سره د اړیکو عادي کولو مخالف دي. دا ښيي چې د اسرایلو اپوزیسیون تیار و چې د اکتوبر د ۷مې له پېښې د دې لپاره ګټه واخلي چې نتنیاهو د هغه کار کولو ته اړ باسي چې د امریکا جیوپولیټیک پلانونه یې ترې غواړي.

د اکتوبر ۷مې ته د امریکا غبرګون

پورتنی تحلیل اساساً دا وايي چې امریکا له دې خبره وه چې حماس د اکتوبر په ۷مه څه کوي او د اسرایلو له ځینو سیاسي او پوځي چارواکو سره یې کار کړی چې دغه پلانونه بریالي شي؛ دوی غوښتل د اکتوبر د ۷مې پېښې له لارې نتنیاهو وشرموي او د دې تر څنګ دی او حکومت یې اړباسي چې د امریکا له جیوپولیټیکو پلانونو سره سم مخته لاړ شي.

د اکتوبر ۷مې پېښې ته د امریکا غبرګون دا تحلیل پیاوړی کوي. په داسې حال کې چې دغه هیواد له اسرایلو څخه نظامي او لفظي ملاتړ وکړ؛ په دوامداره توګه یې د پورته تشریح شوې امریکايي جیوپولیټيکي سټراټيژۍ پر بنسټ د یوه ځانګړي اسرایلي غبرګون غوښتنه کړې.

د بېلګې په توګه، دا چې د اسرایلو دولت غوښتل د غزې خلک مصر ته وشړي او ان له مصر سره یې اړیکه ونیوله چې په دې اړه خبرې ورسره وکړي، بایډن د مصر له ولسمشر، سیسي سره خبرې وکړې تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې مصر دا نظر ردوي.

دغه راز، امریکا په دوامداره توګه د اسرایلو دولت د نظامي پلانونو پر ضد خبرې کړې. دا چې اسرایلو د خپل دغه نظر لپاره ملاتړ ترلاسه نه شو کړی چې د غزې خلک ځای پر ځای کړي؛ د اسرایلو د نظامي پلانونو تر شا موخه دې ته بدله شوه چې په غزه کې ژوند کول ناشونی کړي او په دې لړ کې یې فلسطینیان له خورا زیات رنځ او درد سره مخ کړل. دا له دې په ډاګه کېږي چې اسرایلو د غزې پر خلکو خوراکي توکي، بریښنا او اوبه پرې کړې؛ دا جمعي سزاوې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایتونه ګڼل کېږي؛ نا هدایت شوي «ګونګي» بمونه یې وکارول چې د غزې غوندې ګڼ نفوسه سیمه کې د ملکي وګړو د ډېرو زیاتو تلفاتو سبب شول، ودانۍ او بنسټونه یې ونړول؛ ډول ډول وسلې یې وکارولې او په غزه کې یې دومره ویجاړۍ وکړې چې المان په دویمه نړیواله جګړه کې نه دي تجربه کړې. امریکا هېڅ ځای د دغو کړونو لفظي ملاتړ نه دی کړی. بلکې په دوامداره توګه یې پر اسرایلو غږ کړی چې له یوې بلې نظامي تګلارې کار واخلي چې د ملکیانو تلفات کم کړي او خبرداری ورکوي چې د اسرایلو نظامي تګلاره به د دغه هیواد د سټراټيژیکې ماتې سبب شي؛ ځکه له دې کار سره نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې چې امریکا پر اسرایلو نیوکه کړې او په ځینو ځایونو کې د اسرایلو دولت د پلانونو مخه نیولې؛ په وار وار یې هغه څه هم بیان کړي چې د دوی په باور اسرایل یې باید د بدیل په توګه وکړي. امریکا پر اسرایلو فشار راوړي چې بلاخره د دوو دولتونو حللاره -چې له ډېر وخت راهیسې د امریکا نظر و- ومني. دغه راز یې له فلسطیني ادارې سره کار کړی چې د جوړېدونکي متحد فلسطیني دولت د رهبرۍ لپاره یې هم له سیاسي او هم امنیتي نظره تیار کړي.

پایله

د غزې د جګړې له دغه جیوپولیټيک تحلیل څخه دې پایلې ته رسېږو چې امریکا د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید له پلان څخه خبره وه او د اسرایلو له ځینو پوځي او سیاسي عناصرو سره یې کار وکړ چې دا پلان بریالی شي. د امریکا موخه دا وه چې د اکتوبر له ۷مې پېښې څخه پر نتنیاهو د فشار راوړلو لپاره ګټه واخلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټېژۍ سره سم عمل وکړي؛ د دې لپاره باید له سعودي او فلسطینیانو سره رسمي موافقو ته غاړه کېږي. په دې کې هېڅ شک نشته چې امریکا له دې هم خبره وه چې دغه پلان به اسرایلي او فلسطیني لورو ته څومره تلفات واړوي. خو تاریخ د دې شاهد دی چې کله د جیوپولیټيکې سټراټیژۍ خبره وي، د نورو تلفات په پرېکړه کولو کې کوم رول نه لري.

تر اوسه امریکا له نتنیاهو څخه د هغه څه په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې چې غواړي یې. په حقیقت کې هغه علناً او صراحتاً د امریکا پلان رد کړی.

د دغه تحلیل د ننګولو لپاره ښايي دا پوښتنې وشي چې: 

- که امریکا د اکتوبر د ۷مې پېښې ته د اسرایلو د غبرګون مخالفه ده، ولې یې له پیله تر اوسه ملاتړ کړی؟

- امریکا ولې تر اوسه اسرایلو ته وسلې ورکوي؟

- امریکا ولې مدیترانې ته خپل سمندري ځواکونه استولي چې د اسرایلو مرسته او پوښښ وکړي؟

- امریکا ولې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ؟

- که امریکا له اسرایلو څه غواړي، ولې له زوره کار نه اخلي؟ له نورو هېوادونو سره خو په منظمه توګه همداسې کوي.

دا چې دا پوښتنې طبیعي او با اعتباره دي؛ دلته یې ځوابوو:

لومړی؛ امریکا اسرایلو ته اجازه ورکړه او ان مرسته یې ورسره وکړه چې پر غزه نظامي برید وکړي؛ ځکه چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي ایجابوي چې اسرایل «پر خپلو ګاونډیانو د نظامي لوړوالي» تصویر ولري. له دغه تصویر او د دغه تصور د ملاتړ لپاره له نظامي ځواک پرته امریکا ته ناشونې کېږي چې په منځني ختیځ کې موجود وضعیت په دایمي واقعیت بدل کړي. په منځني ختیځ کې د صهیونیستي اشغال پر وړاندې کرکه دومره زیاته ده چې که د اسرایلو لخوا کمزوري محسوسه شي؛ په منځني ختیځ کې خلک پر حاکمو رژیمونو فشار راوړي چې په فلسطین کې صهیونیستي اشغال ختم کړي.

دویم؛ پورتني ملاحظات د دې یو دلیل دی چې امریکا ولې ځان «د اسرایلو د ملاتړ او ساتلو لپاره عزم کې تزلزل نه کوونکی» ښيي؛ ځکه چې دا «پر ګاونډیو د اسرایلو د نظامي لوړوالي او برترۍ» تصویر پیاوړی کوي. همدا دلیل دی چې امریکا د اسرایلو پوځ ته وسلې ورکوي او معمولاً په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو ضد پرېکړه‌لیکونو د هڅو مخه نیسي. دغه راز همدا دلیل دی چې امریکا د اکتوبر ۷مې پېښې په غبرګون کې مدیترانې ته خپل سمندري ځواک را استولی چې د غزې په جګړه کې د اسرایلو پوښښ او ساتنه وکړي.

درېیم؛ د اسرایلو د ساتنې او پوښښ لپاره مدیترانې ته د امریکا د سمندري ځواک را استولو بل دلیل دا و چې د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي په منځني ختیځ کې ثبات ته اړتیا لري. په دې توګه امریکا نه غواړي چې د غزې جګړه په افقي توګه شدیده شي او د څو هېوادونو په ګډون په یوه سیمه‌ایزه جګړه بدله شي.

څلورم؛ د امریکا او اسرایلو اړیکه له نورو هېوادونو سره د امریکا له اړیکې سره توپير لري. له ډېری هېوادونو سره امریکا د بادار-غلام چلند کولی شي؛ دیکتاتوري کولی شي او غوښتنې ترې کولی شي او هېڅ ډول شاتګ ته یې نه پرېږدي. په پاکستان کې د عمران خان تجربې دا ثابته کړه چې که یو سیاستوال شاتګ وکړي، څه ورسره کېږي. خو کله چې خبره د اسرایلو کېږي، پر دې پوهېدل اړین دي چې په امریکا کې فوق العاده با نفوذه او اږوده تاریخ لرونکې «اسرایلي لابي» شته. تحلیلونو ښودلې چې دغې لابي په بېلابېلو مواردو کې امریکا اړ ایستلې چې د اسرایلو د دفاع او ملاتړ لپاره د خپلو ګټو خلاف کار وکړي. ښکاره شواهد شته چې په غزه کې د اسرایلو په روانه جګړه کې دغه لابي امریکا په خپل غبرګون کې محدودوي او د نتنیاهو د دولت د پلانونو پر وړاندې پياوړي دریځ نیولو مخه یې نیسي. د دې ثبوت دا دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې پوهېږي چې د اسرایلو بې قید او شرطه ملاتړ په نړۍ، په ځانګړي ډول د مسلمانانو په منځ کې د امریکا تصویر ته سخت زیان رسوي؛ د دې پر ځای چې یو داسې مسیر تنظیم کړي چې د امریکا نرم قدرت پکې وساتل شي، پر دې یې کار کړی چې د خپلو ډیپلوماټانو، ملکي وګړو او نورو کارکوونکو پر وړاندې له دغو پېښو راپیدا کېدونکې غوسه وځپي. دغه راز، بایډن په ۲۰۲۴ کې د ټولټاکنو کمپاین ته تیاری نیسي او دا یې د اسرایلو پر شا کولو کې سخت محدودوي؛ ځکه چې دا چاره به یې د اسرایلي لابۍ لخوا په کمپاین کې د ده پر ضد وکارېږي.

د پورتنیو مواردو په پایله کې، زموږ اټکل دا دی چې امریکا به خپلې موخې ته ونه شي رسېدی. اسرایل به خپل مقاومت ته دوام ورکړي، خپلو ګټو او پلانونو-چې د «لوی اسرایل» د لید پر محور را څرخي او دا لید یې د هغې جیوپولیټيکې سټراټيژۍ اساس دی چې له پیدایښت راهیسې ورسره وه- ته به ترجیح ورکوي. پایله به یې دا کېږي چې اسرایل به، هم په غزه او هم لوېدیځه غاړه کې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې خپلو بریدونو او جنایتونو ته دوام ورکوي.

دا به تر هغه دوام کوي چې څو اسلامي امت د خپل دین له حکم سره سم او د خپل خالق په خدمت کې د بشریت د دفاع لپاره راپورته نه شي او د صهیونیستي استعماري پروژې د جنایتونو د پای ته رسولو لپاره خپلې سرچینې او قدرت یو ځای نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عدنان خان

د مطلب ادامه...

بندیان ازاد کړئ!

(ژباړه)

له ابو موسی رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«فُكُّوا الْعَانِيَ وَأَجِيبُوا الدَّاعِيَ وَعُودُوا الْمَرِيضَ». (فتح الباري بشرح صحیح البخاري برقم 5174)

ژباړه: بندیان ازاد کړئ، د دعوت کوونکي بلنه ومنئ او د ناروغ پوښتنه وکړئ.

ابن بطال ویلي چې د بندي ازادول کفایي واجب دي او د جمهورو علماوو نظر هم همدا دی. همدارنګه اسحاق او ابن راهویه ویلي چې د بندي د ازادۍ فدیه له بیت المال څخه ورکول کېږي او له امام مالک رحمه الله څخه هم همداسې روایت شوی دی؛ خو امام احمد رحمه الله ویلي چې بندي د بل بندي په بدل کې ازادېږي، نه په مال سره. که په ورته وخت کې له مسلمانانو او کافرانو سره د یو او بل لوري بندیان وو او دواړو اړخونو د فدیې په ورکولو هوکړه وکړه، ستونزه نه لري، خو د مال په بدل کې د مشرکینو د بندیانو ازادول جایز نه دي.

د دغه حدیث په موخه ټول پوهېږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته سپارښتنه کوي، چې بندیان ازاد کړو، وږو خلکو ته ډوډۍ ورکړو او د ناروغانو پوښتنه وکړو، خو په ذهن کې مې د اسلامي امت د اوسني واقعیت په اړه یو څه راوګرځېدل او هغه دا چې اسلامي امت هم نن ورځ بندي، وږی او ناروغ دی. امت بندي دی، ځکه چې له نظامي، سیاسي، اقتصادي، فکري او رسنیز اړخه د کفري نظامونو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي؛ امت وږی دی، ځکه کوم غوره څیزونه چې الله سبحانه وتعالی ورکړي، هغه نن ترې اخیستل شوي او دغه توکي د کافرانو د لذت سبب شوي دي؛ امت ناروغ دی، ځکه چې د پانګوالۍ ناروغي یې په ټول بدن کې خوره شوې ده. خو ایا موږ دا هڅه کوو، چې اسلامي امت له لوږې، زندان او ناروغۍ څخه خلاص کړو؟! نه یوازې دا، بلکې د ځان تر خلاصون وروسته ایا د نړۍ د ژغورنې لپاره هڅه کوو؟!

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت دولت را په برخه کړه، چې د هغه په وسیله د کفري نظامونو له زندان، کفارو ته له لاس اوږدولو او د پانګوالۍ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شو.

اللهم آمین.

د مطلب ادامه...

د امریکا له لوري د دوو-دولتونو کرکجنه حللاره یوازې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیستي جنایتونو مشروعیت او دوام دی

خبر:

په غزه کې د نسل‌وژنې له زیاتېدو سره؛ د امریکا، نورو غربي هېوادونو، اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو او د اسلامي خاورو حکامو له لوري شدیدې غوښتنې کېږي چې د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو حللارې د پلې کولو لپاره دې هڅې زیاتې شي. د روانې جنوري میاشتې په ۶مه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسول، بیروت ته د خپل سفر پر مهال وویل چې دی غواړي د سولې پروسې لپاره یو اروپايي-عربي نوښت پیل کړي چې پایله یې د اسرایلو-فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوو-دولتونو حللاره وي. ده وویل: «اوس د دې وخت دی چې موږ د دوو-دولتونو نظر عملي کړو؛ که نه نو تاوتریخوالی به نسل په نسل روان وي؛ ځکه چې فکر وژل کېږي نه». منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین د سفر پر مهال، هغه له خپل اردني سیال، أیمن الصفدي سره وکتل او پر یوه راتلونکې سناریو یې بحث وکړ چې لوېدیځه غاړه او غزه به یو ځای د اسرایلیانو او فلسطینیانو لپاره د دوو-دولتونو حللارې د اساس په توګه نیسي.

تبصره:

د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو پوچه او تش په نامه حللاره له لسیزو راهیسې د غربي دولتونو او په اسلامي خاورو کې د هغوی غلامو رژیمونو لخوا په دغې خاوره کې د سولې، ثبات او عدالت ټینګښت د یوازینۍ لارې په توګه وړاندې کېږي. په حقیقت کې، دا حللاره د صهیونیستي اشغال د دوام او لا پیاوړي کېدو وسیله ده. په ۲۰۲۴ کې د امریکا د ټولټاکنو یوه نوماند، رابرټ اف کېنېډي جونیور په یوه مرکه کې ویلي: «اسرایل زموږ لپاره یو سنګر دی... دا داسې دی لکه په منځني ختیځ کې چې الوتکې وړونکې بېړۍ ولرې. اسرایل زموږ تر ټولو پخوانی متحد دی. که اسرایل ورک شي؛ روسیه، چین او بریکس (BRICS+) هېوادونه به د نړۍ د ۹۰ سلنه نفتو کنټرول واخلي او دا به د امریکا د ملي امنیت لپاره یوه فاجعه وي». ښکاره ده چې صهیونیستې اداره په اسلامي خاورو کې د امریکايي اشغال وفادار ساتونکی دی. ځکه خو د سیمې لپاره هره امریکايي حللاره د امریکا او هغې د صهیونیستي اډې په ګټه ده او د فلسطین د مسلمانانو لپاره هېڅ خیر پکې نشته.

پر دې سربېره، د دوو دولتونو حللاره څنګه عادلانه کېدی شي چې وايي فلسطیني دولت دې د ۱۹۶۷ پولو له مخې جوړ شي؛ یعنې صهیونیستي ادارې ته دې د فلسطین تاریخي خاورې ۸۰ سلنه ورکړل شي او له فلسطین سره د یوازې پینځمه برخه خاوره پاتې شي؟ دا څنګه عادلانه ده چې غله ته اجازه ورکوي چې غلا کړی مال له ځان سره وساتي او دومره وحشتونو، د ځمکو غصب، په بلډوزر د کورونو ویجاړولو، ټول‌وژنې، له خپلې خاورې د خلکو قومي پاکولو او نورو غرونو غرونو ظلمونو او جنایتونو ته یې مشروعیت ورکوي؟ یهودي اشغالګرو دا ټول وحشتونه وکړل او دا سپېڅلې خاوره یې په زور او ظلم نیولې. دا خو داسې ده لکه صهیونیستانو ته چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د تېریو، نسل‌وژنو او نورو بې شمېره ترهګریزو کړنو په بدل کې جایزه ورکوي. یو خبریال وايي – غربي لیبرال قدرتونو د «دوو دولتونو» حللاره رامنځته کړه چې «په خپلو مرداریو (د پاکولو پر ځای) پرده واچوي» او یوه مرداري په بله پاکوي.

پر دې سربېره، دا تش په نامه فلسطیني دولت به څومره د دوام وړ وي؟ فلسطین او ټول مقاومت کوونکي خوځښتونه به یې خلع سلاح کړي؛ له دې سره که په راتلونکي کې صهیونیستان نور بریدونه کوي او نورې ځمکې یې نیسي؛ د ځان د دفاع هېڅ توان به نه لري. د تېر کال په فبروري کې د صهیونیستي ادارې مشر، بنیامین نتنیاهو په یوه مرکه کې وویل چې راتلونکی فلسطیني دولت باید د خپل امنیت ساتلو کنټرول اسرایلو ته ورکړي او تایید یې کړه چې دا «بشپړ حاکمیت نه و». په حقیقت کې به دا دولت هېڅ حاکمیت نه لري؛ پر خپلو پولو، فضا، پوځ یا اقتصاد به کنټرول نه لري؛ داسې یو دولت چې هېڅ واقعي سرچینې به نه لري او د خپلې بقا لپاره به په صهیونیستي اداره پورې تړلی وي. دا به نو څنګه دولت وي!!؟ د دې ترڅنګ، په لوېدیځه غاړه کې تر ۶ لکو زیات یهود مېشت شوي؛ لسګونه ښارګوټي یې دي چې ځینې یې د یوه ښار پشان خپل ښوونځي، روغتونونه او پوهنتونونه لري؛ له دې سره د یوه فلسطیني دولت جوړول عملاً ناشوني کېږي. ځکه خو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی کمېشنر، کریګ موخیبر د دوو دولتونو حللارې په اړه وايي: «دا هم د ناممکنوالي او هم د فلسطین د خلکو بشري حقونو-چې انکار نه ترې کېږي- ته د ځواب ویلو وړتیا نه لرلو له اړخه د ملګرو ملتونو په دهلیزونو کې یوه ټوکه وه».

په پای کې، د فلسطین په خاوره کې د یوه فلسطیني دولت جوړول له صهیونیستي فلسفې سره په بشپړ ټکر کې ده؛ ځکه دوی باور لري چې باید د فلسطین پر ټوله خاوره کنټرول ترلاسه کړي او خپل تش په نامه «یهودي هېواد» جوړ کي. په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰مو کلونو کې د امریکا ولسمشر، هري ټرومن هغه وخت په یوه ویډیو کې ویلي: «صهیونیستانو د هر اقدام مخالفت کاوه؛ دوی یوازې غوښتل چې ټول فلسطین د دوی شي... دا نه شې کېدی. دا کار مو باید په تدریج او ورو ورو کړی وی...». د یهودي اشغالګرو د ارتباطاتو وزیر، شلومو کهري په ډسمبر کې وویل: «دلته به د فلسطیني دولت په نامه څه نه وي. موږ به هڅکله اجازه ور نه کړو چې د اردون او (مدیترانې) سمندر ترمنځ کوم بل هېواد جوړ شي»؛ دا د لیکوډ (یا لیکوډ لېبرال ملي خوځښت چې د اسرایلو یو لوی ښي اړخی سیاسي ګوند دی) د منشور د خبرو تکررا و. نتنیاهو په تېر سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال د منځني ختیځ یوه نقشه وښوده چې اسرایلو ټول فلسطین پکې نیولی. ښکاره ده چې صهیونیستي اداره د فلسطین پر ټوله خاوره کنټرول غواړي.

د تش په نامه دوو دولتونو حللاره یوازې د فلسطین خلکو ته سپکاوی دی. له دې سره دوی یهودي اشغالګرو ته سپارل کېږي چې د هغوی تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي او د دغو جنایتکارو د غوښتنو تابع وي. دا له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مومنانو سره خیانت دی؛ الله سبحانه و تعالی د فلسطین ټوله خاوره سپېڅلې کړې، د راشده خلفاوو پر وخت د اسلام تر حاکمیت لاندې راغلې او پېړۍ پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې وه. د شریعت له مخې د فلسطین ټوله سپېڅلې خاوره تر قیامته د مسلمانانو ده. یوه لوېشت یې هم باید چاته ور نه کړل شي! بلکې باید د اسلامي پوځونو له لوري ازاده شي او د نبوت پر منهج خلافت تر سیوري لاندې اسلام پکې حاکم وي. له دې پرته به دلته زموږ د خویندو او وروڼو ټول‌وژنه او د هغوی پر وړاندې جنایتونه روان وي! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ» [انفال: ۲۷]

ژباړه: «اې مؤمنانو! د خپلو کړنو پر عاقبت له پوهېدلو سره سره له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت او په خپلو امانتونو (مقام، ځای، واک او امکاناتو) کې ټګي خیانت مه کوئ».

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

د مطلب ادامه...

د غرب د بیان ازادي؛ هغه درواغ چې په غزه کې افشا شول

خبر:

په غزه کې د یهودو لخوا وروستیو ټول‌وژنو په سبب د ډنمارک په ګډون په ټوله اروپا کې لاریونونه پیل شول.

په داسې حال کې چې په ډنمارک کې د یهودو پر ضد لاریونونه او د ټولنیزو رسنیو فعالیت روان دی؛ د ډنمارک دولت او رسنۍ د دغو اشغاګرو یهودو ښکاره ملاتړ کوي. دوی هڅه کوي هغه مسلمانان چوپ کړي او وېروونکي یې وښيي چې د اشغال ختمولو لپاره د جهاد غوښتنه کوي.

تبصره:

د هغو شعارونو او پیغامونو له ډلې چې د ډنمارک سیاسیونو او رسنیو تر برید لاندې راوستي؛ یو له اشغال څخه د فلسطین سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د جهاد غږ دی.

په ډنمارک کې ډیری لاریون کوونکي د نظامي اشغال لپاره د نظامي حللارې غوښتنه کوي؛ ډنمارکي رسنۍ پر دغې غوښتنه نیوکه کوي او ترهګرۍ ته دعوت یې بولي. د دغو لاریون کوونکو په منځ کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، ځینې داسې کسان شته چې په رسنیو کې شخصاً تر برید لاندې راغلي او د «کرکې خوروونکو» یا «ترهګرۍ د ملاتړو» ټاپې پرې لګېدلې؛ ځکه دوی جهاد د حللارې په توګه وړاندیز کوي یا ان یوازې دومره وايي چې جهاد د اشغال ختمولو لپاره د نورو حللارو تر څنګ یوه حللاره ده.

ډېری ډنمارکي سیاسیونو هڅه کړې چې د جهاد له دغې غوښتنې د پلمې په توګه کار واخلي او له دې سره غواړي په ډنمارک کې د مسلمانانو او اسلامي ډلو پر وړاندې، چې په فلسطین کې نظامي مداخله غواړي، نور قوانین او مقررات وضع کړي. په داسې حال کې چې دوی پخپله د صهیونیستي اشغالګرو ملاتړ کوي؛ هم یې په څنګ کې ولاړ دي او هم وسلې ورکوي چې د غزې خلک پرې ووژني.

له صهیونیستي اشغال څخه د ډنمارک حکومت ملاتړ د ډنمارک خلکو ته افشا شوی او د وروستیو سروې‌ګانو له مخې په ډنمارک کې پر دوی د یوې سیاسي رهبرۍ په توګه باور په بې ساري توګه ټیټه کچه کې دی.

دوی ادعا کوي او له لسیزو راهیسې یې دا ادعا کړې چې د بیان ازادۍ اتلان او مدافعین دي؛ اوس یې دا درواغ او منافقت نور هم افشا شول. پر جهاد او د دغې کلیمې پر مفهوم د دوی برید؛ پر ټولنیزو رسنیو د منتقدو غږونو سانسور او د ډنمارک د خلکو لخوا د غزې په ملاتړ لاریونونو ته پوښښ نه ورکول؛ د دوی د تش په نامه بیان ازادۍ درواغ ښه په ډاګه کوي او دا د غربي دولتونو ګډ منافقت دی. دوی له دې وېرې پر جهاد او مسلمانانو بریدونه کوي چې د فلسطین او صهیونیستي اشغال په مسله کې پر عامه افکارو کنټرول په بشپړه توګه له لاسه ور نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یونس پیسکورچیک

د مطلب ادامه...

غزې حقیقتونه افشا کړل او له درواغو یې پرده پورته کړه

  • خپور شوی په سیاسي

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې ډېرې اوږدې او دردناکې اونۍ تېرې شوې؛ په دې وخت کې حقایق افشا شول او له درواغو پرده پورته شوه. د غزې د خلکو او په ټوله کې اسلامي امت او دغه راز د نړۍ ځینو سالم فکر واله او منصفو نامسلمانانو په اړه یې حقیقت په ډاګه کړ. د صهیونیستي ادارې، له دوی څخه د غربي قدرتونو د ملاتړ او د اسلامي خاورو د حکامو د همکارۍ واقعیتونه یې هم افشا کړل. له دغو افشا کولو او پردې پورته کولو سره یې اسلامي امت او پوځونو ته یو مسیر وښود چې اوس باید څه وشي.

غزې د خپلو خلکو نېکي ټولو ته وښوده. د غزې خلک له دومره زیانونو او سختیو سره سره صبر کوي. د یوه شدید تېري پر وړاندې سر پورته کوي. له سختو ابتلاوو شکایت نه کوي. د نورو د هوسا کولو لپاره موسکا کوي، خو پخپله دردمن دي. له سختو کمبودیو او لوږو سره سره، خواړه وېشي. د خپلو پرېمانه زیانونو د جبران لپاره دعا کوي. دوی په خپل ایمان نړۍ ولړزوله او هڅه کوي چې الله سبحانه و تعالی راضي کړي. بېشکه الله سبحانه و تعالی خپل عزیزان ابتلا کوي. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلَاهُمْ فَمَنْ صَبَرَ فَلَهُ الصَّبْرُ وَمَنْ جَزِعَ فَلَهُ الْجَزَعُ»

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ته چې کوم خلک ګران وي، هغه ابتلا کوي. نو څوک چې صبر وکړي، اجر یې ورکول کېږي او څوک چې بې تابي وکړي، د بې تابۍ سزا ورکول کېږي.»

غزې د اسلامي امت نېکي وښوده. مسلمانان د غزې د خلکو له درده بې کراره دي. هر څه یې چې له وسه وشي کوي یې. دومره دعا کوي چې لاسونه یې وچ شي. دومره صدقه ورکوي، چې کورونه یې خالي شي. له دښمن سره بایکاټ کوي او له دې سره د پام وړ زیانونه ور اړوي. د پولو د پرانیستلو غوښتنې کوي چې خپل بچیان د غزې د خلکو مرستې ته ور واستوي. په وار وار غواړي چې پوځونه یې بسیج شي. بې شکه چې مسلمانان واحد بدن دی او ایمان سره موټی کړي. پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

ژباړه: «مومنان يو له بل سره د ترحم او مينې او محبت له اړخه د يوه جسد په څېر دي، کله چې (د جسد) يو غړی ناروغ وي، نو ټول وجود ورسره په شپه په ويښه تېرولو او تبه کې شريک وي.»

غزې د اسلام پر وړاندې د نړۍ د منصفو او سالم ذهن واله خلکو درناوی وښود. ډېرو نامسلمانانو د غزې د خلکو پر وړاندې بې عدالتیو په غبرګون کې خپله غوسه وښوده. اوس یې ډېر د یهودیت او صهیونېستیت ترمنځ توپیر کوي. ډېری یې د غزې د مسلمانانو صبر ته ګوته په غاښ دي. ځینې یې څېړنه کوي چې د دغه صبر منبع چېرته ده. ځینې یې مسلمانان شول او اسلامي امت خپله غېږه ورته خلاصه کړه. دا مسلمانېدل په داسې حال کې کېږي چې لا د اسلام پلی کوونکی دولت نشته. نو که اسلام د یوه دولت له لوري پلی شي او ټول عظمت یې وښودل شي دا کچه به څومره لوړه شي!؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایيي:

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا»  [مسلم]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ځمکه ما ته راغونډه کړه (راونغښتله) نو ما يې مشرقونه او مغربونه ټول وليدل (د ځمکې ټولې برخې مې وليدلې) او هغه څه چې ما ته راغونډ کړل شوي (ټوله ځمکه) به زما د امت ملکيت وګرځي.»

غزې صهیونیستي اداره؛ د هغې وحشت، دښمني، کمزوري او ډارنتوب افشا کړ. یهودي ادارې هر جنایت وکړ. ماشومان یې په سنایپرو وویشتل، روغتونونه یې بمبار کړل. ډېر وخت یې جنایتونه امریکا په کاذبو پلمو ورپټول؛ خو اوس له پلمې پرته او په ډاګه جنایت کوي. په ډېر وحشت ټول‌وژنه کوي چې له یوه هغه «اصل» یا «اخلاقو» او یا «انسانیت» سره نه جوړېږي، چې انسانانو په جګړو کې لیدلي. بې شکه چې د دوی په اړه د الله سبحانه و تعالی دغه قول صادق دی:

[لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ] [توبه: ۱۰]

ژباړه: «د یو مؤمن په اړه، نه دوی د خپلولی لحاظ ساتي او نه د (پناه ورکولو) پر ژمنه پاتې کیږي. بېشکه چې همدا دوی تیري کونکي دي»

له دې سره سره، غزې د اشغالګرو ځواکونو کمزوري افشا کړه. ډارنو صهیونیستي ځواکونو له دومره پرېمانه او عصري وسلو سره سره بیا هم ونه شوی کولی چې د مجاهدینو کوچنۍ او ډېرو کمو وسلو لرونکې ډلې تر خپل کنټرول لاندې راولي. نو که د مسلمانانو له یوه پوځ سره مخ شي څه به کوي؟

غزې غربي دولتونه افشا کړل چې د صهیونیسي ظلم او وحشت ملاتړ کوي. صهیونیستي دولت خپل وحشت د درواغجن او منافق غرب د سترګو پر وړاندې کوي. د بشر حقونو، ښځو حقونو، ماشومانو حقونو او ژوو حقونو ته د غرب ژمنتبا بشپړه افشا شوه چې تول درواغ وايي. سربېره پر دې، یهودي اداره د مسلمانانو ټول‌وژنه د امریکا په رضایت او تایید کوي؛ په دې کې د امریکا فعال ګډون او ملاتړ ورسره دی؛ د رسنیو له لارې پروپاګند ورته خپروي، مالي او د وسلو مرسته ورسره کوي. ومو لیدل چې امریکا د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۸مه په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک ویټو کړ. امریکا دلته د دوو-دولتونو حللاره غواړي. دا د امریکا ظالمانه پلان دی چې د سپېڅلې خاوره لویه برخه اشغالګرو ته وسپاري او د «فلسطین دولت» په نامه یو بې وسلې او ذلیل او تش په نامه دولت پرېږدي. غربي دولتونه او یهودي اداره په حقیقت کې هغه څه دي چې الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمایي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ] [مائده: ۵۱]

ژباړه: «اې مؤمنانو! یهودان او عیسویان خپل ملګري مه نیسئ، ځکه له دوی څخه یې ځینې یو د بل ملګري دي.»

غزې د مسلمانانو حکام افشا کړل. سره له دې چې یهودي ادارې روغتونونه او ښوونځي بمبار کړل، د اردن رژیم خپله فضا د مسلمانانو قاتلانو ته ورکړې وه چې امریکا خپل تجهیزات اسرایلو ته ورسوي. متحده عربي اماراتو کښتیو ته د شته ګواښ د له منځه وړلو په موخه د دبۍ او حیفا ترمنځ د یوه ځمکني پل جوړولو تړون لاسلیک کړ چې د سعودي او اردن له خاورو تېرېږي. د مسلمانانو حکام د دې پر ځای چې د نړۍ سمندري، ځمکنۍ او هوايي لارې بندې کړي؛ د نفتو تامین بند کړي او له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي چې د خپلو وروڼو او خویندو د وینو تویېدو مخه ونیسي؛ زموږ د قاتلانو مرسته کوي او خپلې لارې په واک کې ورکوي. مصر د رفح پوله تړلې، په داسې حال کې چې پوځ یې د غزې د مسلمانانو د ملاتړ وړتیا لري او غوښتنه یې هم همدا ده. پاکستان او ترکیه د واشنګټن د ګټو لپاره خپل پوځونه د نړۍ هر ګوټ ته استوي؛ خو چې په غزه کې یې اوس سخته اړتیا ده، نو حکام یې مخه نیسي. دغو حکامو د غزې مسلمانان او ټول اسلامي امت د دښمن پر وړاندې په ګونډو کړ، اوس د بل خیانت هڅه کوي او غواړي د امریکا په امر، د دوو-دولتونو حللاره عملي کړي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته الله سبحانه وتعالی تاسو د هغو خلکو له دوستۍ منع کوي چې له تاسو سره د دین لپاره جنګېدلي دي. تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او د تاسو په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی.  له دوی سره چې څوک دوستي وکړي، همغوی ظالمان دی.»

غزې هر څه افشا او په ډاګه کړل او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې یې خپل مسولیت ادا کړ. اوس په موږ پورې اړه لري. غزې راته وښودل چې وضعیت څنګه دی او د وړاندې تګ لار کومه ده. د غزې مسلمانان په حقه دي. اسلامي امت یې له خپل دین سره سم مخته ځي. لوی شمېر نامسلمانان د یهودو وحشت او بې عدالتي او له دوی څخه د غربي دولتونو ملاتړ ویني، تاییدوي یې او غبرګون ښيي. یهود داسې قوم نه دی چې پر خپل قول او تړون ودرېږي. غربي دولتونه د مسلمانانو پر وړاندې ښکاره جګړه کې د یهودو ملاتړ کوي. د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره د مسلمانانو د پوځونو د حرکت پر وړاندې یوازینی خنډ، حکام دي. د وړاندې تګ لپاره یوازې یوه لار ده. امت او پوځونه یې باید د مسلمانانو حکام له مخې لرې کړي. هغه وخت اسلامي امت کولی شي خپل دښمن له خپلو خاورو وشړي او تېښتې ته یې اړ کړي. نو پرېږدئ چې اسلامي امت له خپلو پوځونو وغواړي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي. پرېږدئ چې د غزې ویجاړېدل په ۱۹۲۴ کې د خلافت تر راپرځېدو وروسته زموږ وروستۍ تور او تیاره څپرکی وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مصعب عمیر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې