الواقیه تلویزیون: «د اسلام نظام او سیاسي فتنې»
- خپور شوی په ویډیوګانې
د انجینر اسامه الثویني ویناوې
د حزب التحریر ولایه کوېټ مطبوعاتي اداره
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۱مه/۲۰۱۸م، د مې ۷مه
د انجینر اسامه الثویني ویناوې
د حزب التحریر ولایه کوېټ مطبوعاتي اداره
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۱مه/۲۰۱۸م، د مې ۷مه
د ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۴مه/۲۰۱۸م، د اپریل ۲۷مه
زموږ په رګونو کې سیاست» ترسرلیک لاندې د استاد معاویه عبدالوهاب ویناوې
۱۴۳۹ه، د شعبان۲۴مه/۲۰۱۸م، د مې ۱۰مه
د روسیې د جنایتکاره رژیم د وحشتونو په ترڅ کې نن ورځ په سلګونو مسلمانان له حزب التحریر سره د کارکولو له امله په روسیه کې بندیانېږي. د ۲۰۰۳م د روسیې د سترې محکمې بې شرمې پرېکړې حزب التحریر یو ترهګر سازمان بللی او بندي شوي مسلمانان یې په ترهګرۍ تورن کړي. د دغې پوچې پرېکړې پر بنسټ دغه اسلامي سیاسي ګوند یو «ترهګر» ګوند وبلل شو.
د حزب التحریر د غړو پر وړاندې د روسيې له کلکو قوانینو سره سره، جزاګانې په اساسي قانون کې د مذهبي بنسټپالنې د قوانینو پر اساس نه دي ټاکل شوي؛ بلکې د «ترهګرۍ» د قوانینو پر بنسټ ټاکل شوي دي، چې له امله یې جزا شل کلن بند ته رسېږي.
د دغو قوانینو د پلي کېدو په موخه د روسیې په ټولو سیمو کې دعوتګران څارل کېږي، په ځانګړې توګه په سینټ پیترزبورګ(St. Petersburg) کې چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې پکې په لسګونو دعوتګران نیول شوي او بندیان شوي دي. د نومبر پر ۲۴ مه امنیتي کړیو د حزب د یوه غړي عیسی رحیموف چې ۱۲ کاله د بند جزا ورته ټاکل شوي وه، مېرمن هم بندي کړه. د عیسی رحیموف مېرمن چې روسي اصله ده، اسلام یې قبول کړ او خپل نوم یې له الا څخه جنات بیسپالوا ته بدل کړ. دغه مېرمن له حزب التحریر سره د کارکولو له کبله ونیول شوه او د نورو جنایتکارانو په څېر په زندان کې واچول شوه. د ۲۰۱۸م په جنوري کې پرېکړه وشوه، چې د دغې خور توقیف به دوه میاشتې نور هم وغځېږي یعنې د ۲۰۱۸م د مارچ تر ۱۶مې پورې به دا مېرمن په بند کې پاتې وي بیا به یې محکمه پیلېږي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾
[ال عمران:۱۱۸]
ژباړه: په رښتیا سره د زړونو دښمني یې له خولې څخه راوځي او څه چې هغوی په خپلو سینو کې پټ ساتلي دي، هغه له دې څخه زیات دي. موږ تاسو ته په ډاګه څرګندې لارښوونې کړي دي، که تاسو وپوهېږی.
دغو ټولو جنایتونو ته په کتو سره د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د «جنات بیسپالوا له بنده وژغورئ!» تر سلیک لاندې نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د مظلومو مسلمانو میندو پر وړاندې د روسیې کړنو ته په غبرګون کې تر ټولو غوره ځواب پر نبوي طریقه د رښتیني خلافت د راوستلو لپاره له حزب التحریر سره کار ته دوام ورکول دي. دا د الله سبحانه و تعالی د رضا لاس ته راوړلو سمه لار ده. د اسلامي حاکمیت په راتګ سره مسلمانان کفري قوانین، ظالم او جابر رژیمونه بدلوي. په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[الانفال:۲۴]
ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پېغمبر بلنې ته ښه راغلاست ووایایئ، کله چې پېغمبر تاسو ته د هغه شي په لور بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بخښونکی دی. پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده ده او د هغه لوري ته به تاسو غونډ کړای شی.
اې پروردګاره! موږ له تا نه په خورا عاجزۍ سره مرسته غواړو، زموږ جنات بیسپالوا خور، د هغې خاوند او ټول مسلمانان چې له کوم جرم پرته د ظالمانو په زندانونو کې بندیان دي، خلاص کړه او د هغو مظلومو مسلمانانو ساتنه وکړه چې د اسلام لپاره دعوت کوي. اې خالقه! هغه ورځ رانږدې کړې چې ټوله خاوره د اسلام له حاکمیت او ستا له مرستې څخه برخمنه شي. موږ ټول هغه کسان رټو او غندو چې زموږ د سپېڅلي امت پر زامنو او لوڼو بریدونه کوي. اې ربه زموږ دعا قبوله کړې، امین.
حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر
ژباړن:خبیب
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۱مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۷مه
وړاندې کوونکی: مفكر سياسی احمد الخطواني (ابو حمزة)
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې دویمه
د حزب التحریر ولایه- مالیزیا د ۲۰۱۸م، د مارچ میاشتي د پراخو فعالیتونو جلوه
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۶مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۳مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۲مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۳۰مه
له استاد مروان عبيد (ابو عبد الرحمن) سره مرکه -له ولایه اردن څخه- وړاندې کوونکی:
استاد هيثم الناصر (ابو عمر)
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۵مه
په هغه کنفرانس کې د استاد حبیب الحجاجي ګډون کول چې د دکتور عبد الجلیل التمیمي په دفتر کې د خپلواکۍ په اړه نیول شوی و.
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۵مه