جمعه, ۰۳ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
رمضان د بدلون ریښتینی لیدلوری

 
لوغو عربي
 

د روژې مبارکه میاشت موږ ته یادونه کوي چې اسلام یوازې د دې لپاره راغلی چې نړۍ بدله کړي او د بشر ستونزې د الله د هدایت او د قرآن او سنتو د لارښوونو په رڼا کې حل کړي. کله چې موږ ظلم، تېری، او هغه ګڼې کړکېچنې ستونزې وینو چې اسلامي امت او ټول بشریت ورسره مخ دی، نو موږ ته په ښکاره ډول څرګندیږي چې موږ تر هر وخت ډېر د هغه سم او ریښتیني بدلون لید ته اړتیا لرو چې اسلام وړاندې کړی دی.

نړیوالو دولتونو، بنسټونو او سازمانونو ثابته کړې چې دوی د امتونو د ستونزو لپاره سالم، دوامدار او بریالي حلونه نه شي وړاندې کولی، او نه هم د ډله‌ییزې وژنې، اشغال او ټولیز ظلم مخه نیولی شي. له همدې امله، د روژې مبارکه میاشت باید زموږ لپاره یو فرصت وي چې د انساني بدلون هغه ریښتینی لید درک او پرې ژور فکر وکړو چې په قرآن او سنتو کې بیان شوی، دا چې څنګه یې پلی کړو، او د مسلمانانو په توګه د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره زموږ رول څه دی.

په دې مبارکه میاشت کې به د حزب التحریر د مرکزي رسنیز دفتر د ښځو څانګه دغه موضوع وڅېړي، چې پکې به هغه ځانګړنې او بدلونونه هم شامل وي چې زموږ په ځانونو کې د مسلمانانو په توګه، د اسلامي امت په توګه، زموږ په سیاسي ګوندونو، پوځونو او د دولت په کچه اړین دي څو دغه ریښتینی بدلون رامنځته شي. همدارنګه به هغه خنډونه وڅېړل شي چې د دې بدلون د تحقق پر وړاندې پراته دي او دا چې څنګه پرې برلاسي کېدای شو.

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَان﴾

[بقره:۱۸۵]

ژباړه: د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلکو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي،

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۴۷هـ.ق کال د رمضان لومړۍ

۲۰۲۶م کال د فبروري ۱۸مه

په بېلو ژبو رمضاني کمپاین ته بلنه

 

عربي


 

انګلسي

 

 

ترکي

 

جرمني

 

 

فرانسوي

 

 

غلاف رمضان

 

د رمضان د کمپاین هشتګونه
#رؤية_حقيقية_للتغيير

#TrueVision4Change

 

د ټولنیزو رسنیو له لارې د رمضاني کمپاین د تعقیب لپاره

فېسبوک: QANITATHT1

https://www.facebook.com/QanitatHT1

تويتر: @ALQANITAT

https://x.com/alqanitat

انسټاګرام:@WOMEN_SHARIA

https://www.instagram.com/women_sharia?igsh=NTc4MTIwNjQ2YQ=

Last modified onجمعه, 20 فبروری 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې