- مطابق
د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۱۸مه او ۱۹مه، د اندونیزیا په بېلابېلو ښارونو کې زرګونو مسلمانانو د فلسطین د ملاتړ لپاره پراخ لاریونونه وکړل. دغه لاریونونه د «فلسطین لاهم تر اشغال لاندې دی» تر شعار لاندې ترسره شول.
په باندونګ ښار کې له ۱۵ زرو څخه ډېر لاریونکوونکي د «غیدونګ ساتي» ودانۍ مخې ته راټول شوي وو. دوی د توحید بیرغونه او شعارونه پورته کړي وو، چې پرې لیکل شوي وو:
«د مسلمانانو پوځونه واستوئ، فلسطین آزاد کړئ!»
«د فلسطین لپاره وروستی حل، جهاد او خلافت دی»
«فلسطین به د خلافت او جهاد له لارې آزاد شي»
ویناوالو څرګنده کړه چې اوسنۍ اوربند بېثباته دی، ځکه اشغالګرو صهیونیستانو څو څو ځله تړونونه مات کړي دي. هغوی مسلمانان وهڅول چې له تاریخه زده کړه وکړي، او څرګنده یې کړه چې له صهیونیستانو سره د سولې تړونونه هېڅ ګټه نه لري. هغوی ټینګار وکړ چې د فلسطین د آزادۍ یوازینۍ ریښتینۍ لار جهاد دی، لکه څنګه چې قرآن کریم امر کړی دی.
ورته لاریونونه په «سیمارانګ» او «بوروکیرتو» ښارونو کې هم ترسره شول، چې په کې د شاوخوا سیمو زرګونو خلکو ګډون کړی و. لاریونکوونکو داسې شعارونه پورته کړي وو چې د «دوه دولتونو حل» یې ردوه، دا حللاره یې درواغجنه بلله چې اشغال ته مشروعیت ورکوي.
دیني علماو او د ټولنې مشرانو د مسلمان واکمنانو چوپتیا وغندله، او دا چوپتیا یې د اسلام او د مبارکې خاورې (فلسطین) د مسلمانانو د کړاوونو سره خیانت وباله.
هغوی ټینګار وکړ چې تر هغو چې مسلمانان د واحدې اسلامي مشرتابه – یعنې د نبوي منهج پر بنسټ راشده خلافت تر چتر لاندې متحد نه شي، د مبارکې خاورې (فلسطین) اشغال به دوام ومومي.
په اندونیزیا کې د حزبالتحریر د مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادىالاولی ۵مه
۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۷مه
- د هغو پراخو لاریونونو ویډیو چې د اندونیزیا په ښارونو کې ترسره شول -
له هغو پراخو لاریونونو څخه انځورونه چې نړۍ ته د یادولو لپاره ترسره شول
«فلسطین لاهم تر اشغال لاندې دی»
https://www.hizb-uttahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%B2%DB%8C%D8%A7/4834#sigProIda7fc241906
د غزې د نصرت د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې وېبپاڼه وګورئ:




