- مطابق
(ژباړه)
د صحیح بخاري په شرحه «فتح الباري» کې چې د ابن حجر عسقلاني اثر دی، د هغه باب په تړاو چې «د اسرائیلو په اړه راغلی دی» له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إن اليهود والنصارى لا يصبغون فخالفوهم» (متفق علیه)
ژباړه: یهود او نصارا خپل وېښتان نه رنګوي، نو له هغوی سره مخالفت وکړئ.
الله سبحانه وتعالی دغه دین له نورو دینونو څخه بېل کړی او هغه یې د پخوانیو دینونو ناسخ ګرځولی دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الإِسْلاَمُ﴾ [آل عمران: ۱۹]
ژباړه: د الله (سبحانه وتعالی) په نزد دین اسلام دی.
بل ځای فرمایي:
﴿وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [آل عمران: ۸۵]
ژباړه: هر څوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي، نه ورڅخه منل کېږي او په اخرت کې به هغه له زیانمنو څخه وي.
پر همدغه اساس یهود او نصارا د هغه دین پیروان نه دي، چې الله سبحانه وتعالی ته منلی دی؛ ځکه هغوی خپل دین تحریف کړ او په الهي ایتونو کې یې لاسوهنه وکړه، له همدې امله پر دوی الهي لعنت او قهر نازل شو. دا چې پر اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان نه دی راوړی، نو په اخرت کې به یې ځای دوزخ وي.
اوسمهال له یهودو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه یوازې خبرداری بسنه نه کوي، بلکې د اسلامي خاورو یو شمېر خاین حکام چې په دې برخه کې اوس کومې کړنې ترسره کوي، یوازې له یهودو سره د اړیکو عادي کول نه دي، بلکې په بشپړه توګه د فلسطین پلورل هم دي؛ هغه هم په پوره رضایت سره، پرته له دې چې کوم بدیل ترلاسه کړي، چې دا بیا په هېڅ ډول د منلو نه ده. دغو خاینو حکامو اجازه ورکړې چې د یهودو ښارمېشتې ډلې دې د درواغجنو «تلمودي حقونو» تر سرلیک لاندې مسجد الاقصی ته دننه شي، چې دا هم د ټولو سرو کرښو تر پښو لاندې کول دي.
د فلسطین د نیمه خپلواک دولت کړنې تر ټولو ناوړه دي؛ هغه بنسټ چې عملاً د یهودي رژیم پر امنیتي مټ بدل شوی او ټول هغه کسان نیسي، شکنجه او بندي کوي یې چې د دغو تېریو پر وړاندې ولاړ دي. پر همدغه اساس نور اصلي موضوع له یهودو او نصاراوو سره د ږیرې په رنګولو او نه رنګولو کې مخالفت نه دی؛ بلکې خبره تر دې پورې رسېدلې چې پر دغه امت ملنډې وهي او ځپل شوو ملتونو ته دوکې ورکوي.
اې اسلامي امته! د غفلت له خوبه راویښ شئ! پوه شئ چې یهود او نصارا به تر هغه له تاسو څخه راضي نشي، ترڅو چې اسلام پرېنږدئ. نو له خپلو هغو مخلصو وروڼو سره ملګري شئ، چې په پوره اخلاص یې د اسلامي دولت د تاسیس په لاره کې ګامونه پورته کړي دي؛ هغه دولت چې د الله سبحانه وتعالی په امر به مسلمانان ډېر ژر د فاسدو او خاینو حکامو او د هغوی د بادارانو له ولکې څخه وژغوري.
اې ربه! موږ ته په بېړه د نبوت په منهج خلافت را په برخه کړه؛ هغه خلافت چې مسلمانان سره متحد کړي او مصیبتونه ترې لرې کړي. اې ربه! ځمکه پخپل کریم نور سره روښانه کړه! آمین، آمین!
ژباړه: بهیر «ویاړ»