جمعه, ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي نظام د ښکاره فاسقانو پناه‌ځای دی او د شام نوي حاکمان یې په چاپلوسۍ سره ملاتړ کوي

(ژباړه)

خبر:

احمد الشرع د سوریې لنډمهال ولسمشر، د واک له ترلاسه کولو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د خپل لومړني بهرني سفر یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ده موخه سعودي عربستان دی؛ ځکه د هغه په وینا «پوهېدم چې کیلي چیرې ده.»

هغه د چهارشنبې په ورځ «د پانګونې د راتلونکي نوښت فورم» په یوه خبرې ناسته کې وویل: «کله چې مو پرېکړه وکړه چې خپل لومړنی سفر به د سعودي عربستان پاچاهۍ ته کوو، موږ پوهېدو چې کیلي چیرې ده.»

شرع، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په حضور کې، چې په موسکا سره یې د هغه خبرې اورېدې، وویل: «سعودي عربستان هغه خاوره ده چې د پراختیا، ثبات او هراړخیز پرمختګ په لوري روانه ده او دا تجربه په سیمه کې بې‌سارې ده.»

هغه زیاته کړه: «زه له ډېرې مودې راهیسې هغه لیدلوری تعقیبوم چې ښاغلي محمد بن سلمان وړاندې کړی او درک مې کړه چې دغه لیدلوری یوازې د سعودي عربستان تر قلمرو پورې محدود نه دی، بلکې یوه پراخه سیمه رانغاړي. موږ دا پیغام ترلاسه کړ او دمشق ته له ستنېدو وروسته مو بېړه وکړه، ترڅو د دې طرحې چې د جوړېدو په حال کې ده، برخه وګرځو.»

د احمد الشرع څرګندونو په سعودي عربستان کې پراخ غبرګونونه را وپارول او په ورته وخت کې په «ایکس» پلېټفارم کې د «السعودیة مفتاح العالم» (عربستان د نړۍ کیلي ده) هشتګ په پراخه توګه خپور شو.  (CNN)

تبصره:

ښایي یو څوک وپوښتي: له شام څخه د بشار تر تېښتې وروسته، د شام حاکمانو بايد څه کړي وای؟ ایا هغوی باید ټول دولتونه او حکام په یو ځل خپل دښمنان بللي وای؟ که یې د شام د ګاونډیو دولتونو له حاکمانو، له کوچني یهودي دولت او له نړیوالو قدرتونو او بنسټونو لکه؛ امریکا او ملګرو ملتونو سره یې جوړجاړی کړی وای، ان که چېرې لنډمهاله هم وای؟ ایا د شام حاکمانو د مقاومت توان درلود، که چېرې یې اعلان کړی وای چې په خپلو ټولو اړیکو کې به یوازې اسلام ته مراجعه کوي؟ یا په نورو لارو باید روان شوي وای، ترڅو له غرب او د هغه له فکري او مادي عواملو سره په ټکر کې رانشي؟ ایا د نورو چاپلوسي او ستاینه کول د اسلام او د هغه د نظام د ټينګښت او تمکین فرصتونه په دننه او بهر کې، زیاتوي؟ یا دا کار حق او باطل سره ګډوي؟ ایا د بشار له تېښتې وروسته په شام کې د غرب او د هغه د عواملو نفوذ زیات شوی؟ یا دا چې بېلابېلو دولتونو ته د لاسوهنې د زمینې د برابرېدو له امله، ان د پانګونې له لارې، کم شوی دی؟ یا دا ټول یوازې سیاسي تدبیرونه او چلونه دي، ترڅو د شام له پوځ څخه د غرب سترګې واړوي، کوم چې په شام کې د تیارېدو په حال کې دی؟

د دغو ټولو پوښتنو ځواب په څو لنډو جملو کې نه شي را لنډېدلی، خو د هغه چا لپاره چې اسلام یې د خپل فکر بنسټ او د خپلو کړنو معیار ګرځولی وي، ځواب بشپړ روښانه دی؛ ځکه هغه په خپلو ټولو چارو کې په بشپړه توګه د شرعي حکم تابع وي، پرته له دې چې حالات او ستونزې په پام کې ونیسي او هېڅ شی یې منحرف کولی نشي. حقیقت به د هغه چا لپاره روښانه شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک سیرت څخه د هر واقعیت د مقابلې لپاره اړین احکام استنباط کړي، نه د هغه چا لپاره چې مخ ترې واړوي او ووايي: «له بهر څخه تیار جوړ شوي نظامونه نشي واردېدلی او د تېر وخت تجربې د نن لپاره نشي کارېدلی».

خو د ابن‌سلمان د «۲۰۳۰ لیدلوري» په اړه، اسلامي امت له همغه پیل څخه، یعنې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هغه حقیقت په سم ډول وپېژاند؛ ځکه دا طرحه یوه ښکاره هڅه ده، ترڅو امت له اسلام او د هغه له ارزښتونو څخه لرې کړي او دا تر اوسه دوام لري.

په دې طرحې سره هڅه کوي چې د نجد او حجاز خلک سېکولر کړي، ترڅو هغوی اړ کړي چې منکرات په ښکاره توګه ومني، تر دې چې معروف منکر او منکر معروف وګڼل شي. رسمي رسنۍ او تبلیغاتي ماشینونه هم په دې لاره کې اساسي رول لري؛ هغوی فاسقان او کافران د ټولنې د بریالیو کسانو او الګو په توګه ستایي، ترڅو د خلکو ذهنونه له اسلامي ارزښتونو څخه خالي کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أَلَا إِنَّ رَحَى الْإِسْلَامِ دَائِرَةٌ، فَدُورُوا مَعَ الْكِتَابِ حَيْثُ دَارَ، أَلَا إِنَّ الْكِتَابَ وَالسُّلْطَانَ سَيَفْتَرِقَانِ، فَلَا تُفَارِقُوا الْكِتَابَ، أَلَا إِنَّهُ سَيَكُونُ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ يَقْضُونَ لِأَنْفُسِهِمْ مَا لَا يَقْضُونَ لَكُمْ، إِنْ عَصَيْتُمُوهُمْ قَتَلُوكُمْ، وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ أَضَلُّوكُمْ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَيْفَ نَصْنَعُ؟ قَالَ: «كَمَا صَنَعَ أَصْحَابُ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ، نُشِرُوا بِالْمَنَاشِيرَ، وَحُمِلُوا عَلَى الْخَشَبِ، مَوْتٌ فِي طَاعَةِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ حَيَاةٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ» (رواه الطبراني)

ژباړه: پام مو وي! د اسلام څرخ په حرکت کې دی، نو تاسو هم له قران سره یو ځای حرکت وکړئ، هرې خوا ته مو چې رهبري کوي. پوه شئ چې یو وخت به قران او حکومت له یو بل څخه جلا شي؛ نو هېڅکله له قران څخه ځان مه جلا کوئ. په راتلونکي کې به پر تاسو داسې حاکمان راشي، چې د ځان لپاره به یو ډول حکم کوي او د تاسو لپاره بل ډول. که له هغوی څخه سرغړونه وکړئ، تاسو به ووژني او که اطاعت یې وکړئ، نو بې‌لارې به مو کړي. اصحابو وپوښتل: اې د الله رسوله! په داسې حالت کې موږ څه وکړو؟ هغه وفرمایل: لکه څنګه چې د عیسی بن مریم یارانو وکړل؛ هغوی شکنجه شول او پر صلیبونو وځړول شول. د الله سبحانه وتعالی د اطاعت په لاره کې مرګ غوره دی، تر دې چې په نافرمانۍ کې یې ژوند وشي.

لیکوال: نزار جمال

د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: صهیب منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې