دوشنبه, ۲۸ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه

(ژباړه)

خبر:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي. د دغو نښتو پر مهال د پاکستان هوايي ځواکونو د جنګي الوتکو په وسیله په کابل کې ځینې هدفونه په نښه کړل. په مقابل کې یې د افغانستان ځمکنيو ځواکونو سخت غبرګون وښود او د پاکستان د خاورې په دننه کې یې پر څو سیمو بریدونه ترسره کړل.

په دې شخړو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) چې ډېری غړي یې د پښتون قوم دي، هم ګډون کړی و. دغه نښتې د دواړو لوریو د درنو بشري تلفاتو او پراخو مالي زیانونو سبب شوې دي.

تبصره:

دا لومړی ځل نه دی چې د مسلمانانو وینه په هغو پولو کې تویېږي، چې د استعمارګر او کافر انګلیس له‌خوا جوړه شوې او د هېوادپالنې د هغو پوچو او بې‌اساسه مفکورو پر بنسټ رامنځته شوې ده، چې نن یې د پاکستان او افغانستان د سیاستوالو پر ذهنونو او کلتور سیوری غوړولی دی.

په حقیقت کې کله چې انګلیس شریر هغه مهال چې له دې سیمو واته، په ‌قصدي توګه یې د فتنې او دښمنۍ تخم د دې خاورې د خلکو ترمنځ وشینده او پښتون مېشتې سیمې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ووېشلې، ترڅو پښتني قبیلې د تل لپاره د پاکستان له دولت سره په شخړه او ناندریو کې ښکېلې پاتې شي. دا دښمني او نښتې له همغه وخت راهیسې کله ناکله په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.

له شک پرته د امریکا او هند په څېر د استعمارګرو هېوادونو واکمنان د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو د وینې تویېدو او د جګړې د زیاتېدو له امله خوشالېږي او ان پخپله دوی هم د دغو نښتو تر شا مستقیم لاس لري؛ په‌ ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا تمه او د قدرت غوښتنه د زیاتېدو په حال کې ده او دغه استعماري هېواد لا هم په دې خاورو کې د خپل نفوذ او تسلط له پروژې څخه لاس نه دی اخیستی.

د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو اصلي دنده دا ده، چې د خپلو سیمو ترمنځ دا جوړه شوې پوله له منځه یوسي او د سیمې خلک د یوه واحد اسلامي دولت پر محور سره راټول کړي، ترڅو ټولو ته د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د هغه د پیغمبر صلى الله عليه وسلم د سنت پر اساس یووالی وربخښي. دوی باید ژر تر ژره له هغه وضیعت څخه ووځي، کوم چې تر اسلام وړاندې عربانو درلود، هغه وخت چې قبایلي جګړو او شخړو به دوی ټوټې ټوټې کول، خو دښمنانو به یې له دغو اختلافاتو څخه ګټه اخیسته. یوازینی لاره چې دغه حالت ته د پای ټکی ږدي، هغه دا ده چې پر اسلام باندې راټول شي، شریعت پلی کړي او یو واحد اسلامي دولت جوړ کړي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِن يُرِيدُوا أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ (۶۲) وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُم إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ [الأنفال: ۶۲–۶۳]

ژباړه: او که هغوی وغواړي چې تا ته فریب درکړي، نو الله (سبحانه وتعالی) ستا لپاره کافي دی؛ همغه ذات چې پخپله مرسته او د مومنانو په وسیله یې ستا ملاتړ وکړ. د مومنانو په زړونو کې یې مینه پیدا کړه او که چېرې تا د ځمکې ټولې خزانې لګولې وی، د هغوی تر منځ دې مینه نشوای رامنځته کولی، خو الله د دوی تر منځ مینه رامنځته کړه؛ ځکه هغه ډېر زورور او د حکمت څښتن دی.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دا ورځ ژر تر ژره راولي!

 

لیکوال: شیخ عدنان مزیان

۱۴۴۷هـ.ق د ربیع‌الثاني ۲۲مه

۲۰۲۵م د اکتوبر ۱۴مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې