پنجشنبه, ۲۸ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له سعودي عربستان څخه د جولاني غوښتنه او په شام کې د پانګونې لپاره د ۲۰۳۰م لیدلوری

(ژباړه)

د سوریې ولسمشر احمدالشرع ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان سلطنت د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ د سوریې پر مخ د نړۍ د پرانیستل کېدو کلي ګڼل کېږي. نوموړي دا څرګندونې د سعودي د ولیعهد او د وزیرانو د شورا د مشر په حضور کې «د ۲۰۲۵ پانګونې راتلونکی نوښت» (FII9) په کنفرانس کې «د سوریې نوي لیدلوري» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې وکړې.

الشرع په دې ناسته کې وویل: سعودي عربستان د سیمې په یوه اقتصادي قطب بدل شوی، هغه سیمه چې له اقتصادي ناورینونو سره مخ ده او دغه ناورینونه په مستقیم ډول له ملي او ستراتېژیک امنیت سره تړاو لري. هغه زیاته کړه چې عربستان ته یې سفر چې د ولسمشرۍ له سمبالولو وروسته لومړنی بهرنی سفر و، نوموړی د سوریې د بیا رغونې په بهیر کې د سعودي د محوري رول له نوې څېرې سره بلد کړ. د هغه په وینا، سوریه په تېرو ۱۴ کلونو کې د یوه بې‌ثباته دولت په توګه له پراخو ناورینونو سره مخ وه، چې له مهمو بېلګو څخه یې د کپتاګون پراختیا او ناقانونه کډوالي ده؛ هغه پدیدې چې نړۍ یې هم له پایلو څخه زیانمنه شوې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د سوریې د دولت بریالیتوب به نړۍ ته د ختیځې دروازې په څېر یو ستراتېژیک موقعیت په لاس ورکړي؛ سربېره پر دې چې د بېلابېلو بشري سرچینو او پراخو اقتصادي ظرفیتونو څښتن هم دی. د هغه په وینا، دمشق نن د اقتصادي او سیاسي ادغام د چټکتیا او د سوریې د دوستو دولتونو چې په سر کې یې سعودي عربستان دی، په ملاتړ له نړۍ سره د خپلو اړیکو نوې پاڼه پرانستې ده.

یادونه: هغه څه چې نن د دمشق او ریاض ترمنځ د رامنځته کېدو په حال کې دي، د دې متل څرګنده بېلګه ده: «مرغان هغه سره کېني چې بڼې يې سره ورته وي»؛ چېرې چې دولتونه د ګډو ګټو او ستراتېژیکې همغږۍ پر بنسټ له یو بل سره همکاري کوي.

ژباړه: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې