جمعه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اوکراين جګړه د بياځلي راشده خلافت زيری راتازه کوي

خبر:

د ۲۰۲۲م، د فبروري په څلور ويشتمه نېټه، روسانو عملاً د اوکراین پر خاوره پوځي برید وکړ او تراوسه پورې دوام لري. ياده کشاله په ۲۰۱۴م کال کې د کيف ښار په واک باندې رامنځ ته شوه؛ چې تر هغې مخکې یې واک له روس پوله رهبر سره و. خو کله چې روس پلوه واکمن ګوښه او پرځای يې غرب پلوه رهبر واک لاسته راوړ؛ له روسانو سره يې اړيکې کړکېچنې شوې، چې په پايله کې يې د اوکراين جګړه رامنځ ته شوه.

تبصره:

د بېلابېلو ملتونو پر وړاندې وروستۍ جګړې د تش په نامه نړيوال قدرت (امريکا) دوه مخی سياست بربنډوي، چې څنګه يې د سوري انقلاب مخه ډب کړه او د اوباما په وخت کې يې سوري مسلمانان د روسيې په وژونکي ماشين له منځه يووړل، د ټرمپ ادارې اروپایي هېوادونو(ناټو) ته ګواښ وکړ، چې د روسيې د ګواښونو پر وړاندې د دوی (ناټو) د ساتنې لپاره به خپلې مالي مرستې دوه برابره کړي، بايډن د اروپايي بې ثباتۍ لپاره روسيه پر اوکراين پوځي بريد ته ولمسوله، اروپا يې د نا امنۍ اور ته ورداخله کړه او له برید وروسته يې په روسانو هم بنديزونه ولګول؛ يعنې امريکا له شپنو سره تندی وهي او له لېوانو سره څنګ په څنګ وزې خوري.

دا چې روسيه د واکمن نړيوال لوبغاړي مخينه لري؛ په ۱۹۹۱م، کې د متحده آيالاتو د نيابتي جګړې څخه مخکې د سوسيال شوروي جمهوريتونو (USSR) سرلارې وه؛ اوس په ډېره سادګۍ د امريکايي پلانونو ښکار ګرځي، چې د روسيې هېواد لپاره به ښې پايلې ونه لري. که روسيه غواړي چې د امريکايي دامونو ښکار ونه ګرځي، دوی بايد د امريکا پر وړاندې له چين سره يو ځای د امريکايي اقتصاد مخه ډب کړي.

د پورتنیو ادعاوو پر بنسټ امریکا په ښکاره توګه په فریبناکو سیاسي چلونو بوخته ده، سربېره پر دې ټول سیکولر پانګوال ملتونه د خپلو ګټو او دلچسپیو په معیارونو باندې راټولوي، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیه په اوکرین او امریکا په عراق او نورو هېوادونو باندې بریدونه کوي. د هر هېواد لپاره چې کومه پلمه مناسبه وبولي، یوه توجیه ورته پیداکوي او سملاسي پرې برید کوي. په یقیني ډول امریکايي لاسونه په اوکرایني وینو سره دي، ځکه چې امریکا په ټولو جګړو کې د ماسټرپلان جوړونکې او له روسيې سره په جرم کې شریکه ده. د نړيوالو بحرانونو د رامنځ ته کېدو ستر لامل موجوده حاکمه پانګواله اډيولوژي ده، چې د انسانيت په ژغورلو کې ناکامه شوې ده، موږ په ښکاره ډول د دوی هغه دروغجن انسان دوستانه شعارونه، چې وايي موږ امن غوښتونکي خلک يو، په خپلو سترګو وينو، چې تر اوسه پورې يې يه سومالیا، کشمیر، سوریه، لیبیا، سینکیانګ، ازبکستان او افغانستان کې د جګړې اور ته په يوه او بل نامه لمن وهلې. راځئ له بل هر وخت د دې فرصت رانږدې شوی چې د کفر له ځنځيرونو څخه د اسلام رڼا ته بشريت راوباسو او د نبوت په طريقه بياځلي خلافت تاسيس کړو. همدا خلافت به د داسې سلامتيا تضمينوونکی وي، چې د سلامتيا ترڅنګ به موجوده پانګوال مرضونه هم په اوبو لاهو کړي، هغه مرضونه چې د فاسدې پانګوالې مفکورې په تطبيق سره رامنځ ته شوي او په حل کې يې پانګوالي پاتې راغلې. همدا خلافت به د منابعو په عادلانه وېش کې خپله پاليسي داسې پلې کړي، چې د محدود شمېر کسانو له منګولو به پانګه آزاده او په عادلانه ډول به يې د ټولنې د افرادو ترمنځ وويشي، په دې توګه به د هغه بحرانونو، چې په کېنيا او نوره نړۍ کې ليدل کېږي، پای ومومي. د خلافت په نه شتون کې سرچينې لوټېږي او د ټولنې د افرادو په منځ کې په عادلانه ډول نه ويشل کېږي، پانګه د محدود شمېر کسانو لاس ته لويږي، حتي تر دې پورې چې له يوې وژونکې ناروغۍ څخه هم ګټه پورته کېږي، چې له خلکو څخه کفن وباسي او خپله خېټه پرې اچوي؛ لکه څنګه چې د کويډ ۱۹ په منځته راتلو سره موږ او تاسو د داسې پېښو شاهدان وو. د خلافت په نه شتون کې موږ د بدبختۍ ۱۰۱ کلن انځوريز البوم لرو، چې څه ډول نړۍ له کړاوونو سره لاس او ګرېوان ده؛ نو اې مسلمانانو! راپورته شئ! نن ورځ د خلافت د تاسيس لپاره تر ټولو غوره فرصت محيا شوی دی، اقدام وکړئ او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې خپله ذمه واري خلاصه کړئ! د الله امر ته لبيک ووايئ، چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي.

}يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ{[الاٴنفَال: ۲۴]

ژباړه: اې ايمان راوړونكو! د الله او د هغه د پېغمبر بلني ته لبيك ووايئ، چې كله پېغمبر تاسو ته د هغه شي پر لور بلنه درکړي، چي تاسې ته ژوند بښونكى دى، وپوهېږئ چي الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى او د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: عالي نسرو "عالي"

ژباړه: حمزه "صديقي"

د مطلب ادامه...

پر اکراین د روسیې د برید اړخونه او پایلې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

ټولې نښې ښیي چې د اکراین روان ناورین د اکراین او روسیې تر منځ شخړه نه، بلکې اصلاً له غرب سره د روسیې ناورین دی. ځینې خو دا په ۱۹۳۹م کې د نازي المان له لوري د چک سلواکیا له ګام په ګام اشغال سره پرتله کوي؛ ورپسې د پولنډ اشغال او تر دې چې دویمه نړیوواله جګړه پیل شوه. پوښتنه دا ده چې ایا د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پر اکراین د روسیې برید او تر ننه د هغې دوام د درېیمې نړیوالې جګړې سبب کېږي که نه؟ او دا چې ایا د امریکا او اروپا غبرګونونه چې ټول تر اقتصادي بندیزونو پورې محدود دي او د پوځي مداخلې کومه خبره نشته؛ د دې برید په پرتله مناسب دي او یا دا چې دا بندیزونه په حقیقت کې د دې لپاره دي چې روسیه د اکراین په ستونزو کې ډوبه کړي؟ که داسې وي، نو له دې کار څخه یې موخه څه ده؟ مننه!


ځواب:

د دغو پښتنو د ځواب روښانولو لپاره، لاندې موضوعاتو ته کتنه لازمه ده.

لومړی:

څه چې په تېرو څو ورځو کې وشول، ښکاره او کوم شک پرته ښيي چې د روسیې ولسمشر د واک او برترۍ غوښتلو د جنون له ناروغۍ سخت ځورېږي او فکر کوي چې په روانو نړیوالو شرایطو کې د دې چانس لري چې د امریکا تر څنګ د عظیم دولت په توګه خپل پخوانی ځایګی بیا لاسته راوړي؛ دی له روسیې سره د غرب په سړو او ترخو اړیکو، په نړیوالو مسایلو کې د روسیې ګوښه کولو او ختیځ لور ته د ناټو پر مخ ته تګ نیوکه کوي او له هغو دولتونو څخه د امریکا د پوځي هډو د لرې کول غواړي چې له ۱۹۹۷م کال وروسته له ناټو سره یو ځای شوي؛ لکه پولنډ، رومانیا او د ختیځې اروپا نور هېوادونه؛ دا نیوکې ښیي چې پوتین د واک او قدرت غوښتلو د جنون پر ناروغۍ اخته دی چې پورته یاده شوه.
۱- پوتین د فرانسې، المان او ایران له مشرانو په نامناسبه توګه او د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف هرکلی وکړ؛ همدا راز د ترکیې له ولسمشر څخه چې تر دوی وړاندې یې روسیې ته سفر کړی و؛ له دغو رهبرانو ځینې یې په داسې ځایو کې له پوتین سره د لیدو لپاره په تمه شول چې د روسیې د بریاوو غږ یې اوېده. کله چې د فرانسې ولسمشر، مکرون هوایي ډګر ته ورسېد، د روسیې امنیتي ځواکونو ترې وغوښتل چې د کرونا ټېسټ ورکړي. له دغو رهبرانو سره د لیدو پر وخت په شپږ متره واټن کېناست؛ دا کار یې د قراقستان او بیلاروس له ولسمشرانو سره، چې همغه وخت روسیې ته تللي وو، ونه کړ او کله چې د المان له لومړي وزیر سره له مطبوعاتي کنفرانسه بهر کېده، د المان لومړي وزیر ته یې اشاره وکړه چې له ده وروسته حرکت وکړي.
۲- پوتین ښکاره وویل چې اکراین دولت نه دی، بلکې روسیې یې د خپلې خاورې یوه برخه ورکړې چې دولت پکې جوړ کړي؛ ده وویل چې په څو لسیزو کې یې له اکراین سره ۱۵۰ میلیارده ډالر مرسته کړې او د اکراین حکام یې په کییف کې د حکومت اشغالګر وبلل. دا ټول ښيي چې دی په اورواسیا سیمه «د اروپا او اسیا وصل کوونکې سیمه» کې له روسیې پرته بل څه نه ویني. د ده دغه نظر دی وپاراوه چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې په قزاقستان کې د پاڅون پر وخت دغه هېواد ته د جمعي امنیت تړون دولتونو سرتېري واستوي چې وضعیت کنټرول کړي.
۳- پوتین وړاندې له دې له امریکا غوښتي وو چې په اروپا کې روسیې ته امنیتي ضمانتونه ورکړي. د ده دا غوښتنه اروپا ته سپکاوی و؛ خو پوتین یې په کیسه کې نه شو؛ که څه هم هغه وخت فرانسې او ځینو نورو دولتونو خپل غږ پورته کړ چې د اروپا امنیت په لومړي قدم کې پخپله د اروپایانو په لاس کې دی. پوتین دا غوښتنه ځکه وکړه چې ځان د اروپایي هېوادونو نه، بلکې د امریکا دښمن بولي. کله چې مکرون روسیې ته د خپل سفر پر وخت د منځګړیتوب غوښتنه وکړه، پوتین ورته وویل چې ناټو د فرانسې له لوري نه رهبري کېږي.
دویم: 

کرملین ماڼي په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې پوتین د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۸مه له مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې د جګړې د درولو لپاره د روسیې شرطونه وویل؛ هغه شرطونه دا وو: «پر کریمیه جزیرې د روسیې د حاکمیت په رسمیت پېژندل، د اکراین دولت بې وسلې کول، د اکراین له نازي کولو لاس اخیستل او د هغو د بې پلوۍ تضمینول» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲ کال، فبروري ۲۸مه). د هغې پوښتنې د ځواب په یوه برخه کې چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۲مه مو خپور کړ، ویل شوي: « په دې توګه، اوسنی ناورین ښيي چې روسیه نه غواړي پر کریمیه باندې د دوی پر حاکمیت څوک شک وکړي، بلکې غواړي دا د امریکا او اروپا له لوري په رسمیت پېژندل شوې موضوع په توګه مطرح کړي. دویمه موخه دا ده چې د اکراین ختیځ، د اکراین له ولکې بهر او د روسیې د خاورې برخه شي؛ درېمه موخه چې ډېره اغېزناکه ده، دا ده چې له ناټو سره د اکراین د یو ځای کېدو مخه ونیول شي او د دې کار لپاره ضمانتونو ته اړتیا ده.»

سرګي لاوروف پر دې مسله پر ټینګار وویل: « د روسیې وسله‌وال ځواکونه به د دغې موخې تر پوره کېدو پورې په اکراین کې ځانګړو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. غربي هېوادونه باید د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې چې د ناټو برخه نه دي، د پوځي هډو جوړول ودروي. غربي نړۍ له روسیې سره په جګړه کې داکراین له خلکو ګټه اخلي. مهمه دا ده چې روسیه د غربي دولتونو له ګواښه خوندي پاتې شي». (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م کال، مارچ ۱) دغو مواردو ته په کتو، د اکراین اوسنی ناورین یو ډېر لوی نړوال ناورین دی چې تازه پیل شوی او ژر به د روسیې او غرب تر منځ ترخې شخړې راولاړې کړي. نو لرې ده چې روسیه دې د خپلو موخو تر پوره کېدو له دې څخه لاس واخلي؛ که داسې نه وي نو د دې زیانونه به دېر وحشتناک وي... له بل اړخه دا هم لرې ښکاري چې غرب دې د روسیې شرطونه ومني.

په دې توګه، روانو شرایطو دا ناورین نور خورا سخت کړی؛ تر دې چې د اټومي وسلو د کارونې ګواښ هم وشو؛ د روسیې د ولسمشر ویاند، بیسکوف وویل: « ولسمشر، ولادیمیر پوتین امر کړی چې سټراټېژیک مخنیوونکي پوځونه دې د ښکاره او روښانه جګړې په تیارسۍ حالت کې شي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م کال، فبروري ۲۸مه). په دې ځواکونو کې بریدګر نه، بلکې د اټومي وسلو دفاعي ځواکونه هم شاملېږي. سټراټېژیک مخنیوونکي ځواکونه د اټومي وسلو په بریدګرو او دفاعي ځواکونو وېشل کېږي. د روسیې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې « د مزایلو سټراټېژک ځواکونه او د ارام سمندر او شمال ناوګانونه او همداراز هوايي سټراټېژیک ځواکونه یې د تیارسۍ په حالت کې درولي.» (سرچینه: د روسیې نووسټي؛ ۲۰۲۲م د فبروري ۲۸مه). روسیې یې خپلې غوښتنو د بهرنیو چارو د وزیر، سرګي لاوروف له خولې داسې بیان کړې :« د ناټو غړو دولتونو له لوري د لازمو قانوني امنیتي ضمانتونو پوره کېدل، روسیې ته اساسي ارزښت لري.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱). اوسمهال خو د روسیې له لوري له خپلو موخو د په شا کېدو کومه نښه نه لیدل کېږي؛ مګر دا چې اکراینیان ډېر خت مقاومت وکړي او د افغانستان د مجاهدینو پشان، چې د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې یې د شوروي اتحاد پر وړاندې مقاومت وکړ، دوی هم خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

درېیم:

د امریکا دریځ: ډېره ښکاره ده چې په خپل ټول توان هڅه وکړه چې په فرېب او چل او تحریک، روسیه قدم په قدم د اکراین په د ستونزو په کنده کې واچوي.
۱- امریکا د ضمانتونو د ورکړې په اړه د روسیې غوښتنو ته ځواب ور نه کړ او په اکراین کې یې د ښکېلولو لپاره کار وکړ؛ د اکراین دولت یې اړ کړ چې په ختیځ دونباس سیمه کې د بریدونو په کولو روسیه وپاروله کړي. د امریکا خبرو هم روسیه لا ډېره وپاروله؛ د ۲۰۲۲م کال د جنوري په ۱۹مه بایډن په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « زه فکر کوم چې دی «پوتین» به ژر لاس پکار شي، دی باید یو کار وکړي. که روسیه جګړه پیل کړي، پوښتنې ګروېږنې به ترې وشي. دلته غبرګون د روسیې په اقدام پورې تړلی؛ که په اکراین کې د روسیې دخالت جدي نه وي، خبره به توپیر وکړي او ممکن درنه بیه یې پرې نه کړي؛ د دې پر خلاف چې د پراخې جګړې لپاره اقدام وشي.» (سرچینه: سي ان ان؛ ۲۰۲۲م د جنورۍ ۲۰مه) یوه روسي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د امریکا سي ان ان ټلویزیوني شبکې ته وویل: «بایډن اکراین ته د ننوتو لپاره پوتین ته شین څراغ وښود؛ کییف دغو خبرو حیران کړی.»
۲- کله چې د اکراین پر وړاندې د روسیې پوځي عملیات پیل شول؛ د امریکا ولسمشر، بایډن اعلان وکړ: « امریکا به اکراین ته د روسیې د ننوتو په صورت کې مداخله ونه کړي؛ خو که د ناټو په غړیو هېوادونو کې مداخله وکړي؛ امریکا به هم دخالت وکړي.» ده همداراز وویل: «شاوخوا اووه زره امریکایي سرتېري یې المان ته لېږلي.» وړاندې له دې یې پینځه زره امریکایي سرتېري المان، پولنډ او رومانیا ته لېږلي وو. ده همداراز پر روسیې د بندیزونو په اړه خبرې وکړې. ده وویل: «زموږ ځواکونو په اکراین کې له روسیې سره د جګړې په موخه نه دي تللي، بلکې په ناټو تړون کې زموږ له ملګرو دولتونو د دفاع او په ختیځ کې زموږ د ملګرو دولتونو د ډاډ لپاره تللي.» (سرچینه: الجزیر؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۴مه). بایډن اروپایي اتحادیې ته په خطاب کې وویل: « ځواکونه به یې له روسیې سره په هېڅ راز جګړه کې ښکېل نه شي؛ خو د غرب خوا ته د نورو هېوادونو اروپایي هېوادونو پر لور به د روسي ځواکونو د تګ مخه ونیسي. امریکا به د ناټو د غړیو هېوادونو له هرې لوېشتې ځمکې ساتنه وکړي.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۲مه) ده د روسیي الوتکو پر وړاندې د ناټو د غړیو هېوادونو د هوا د بندېدو خبر ورکړ؛ دا کار اروپایي هېوادونو او کاناډا هم وکړ. د امریکا د ولسمشر خبرو روسیه مغروره کړه او دا جرات یې ورکړ چې په اکراین کې د پوځي عملیاتو اقدام وکړي او دې کار ته یې دوام ورکړي. له بایډن وروسته ده ته ورته خبرې ناټو هم وکړې؛ د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ د ۲۰۰م کال د مارچ په ۱ د پولنډ له ولسمشر سره د پولنډ په پلازمېنه، وورسو کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: « ناټو به په دې ناورین کې د جګړې یو اړخ نه وي، خو له اکراین سره به پرته له دې چې هلته کوم سرتېری ولېږي، هر راز پوځي مرسته وکړي؛ زموږ تړون دفاعي دی او له روسیې سره به د ښکېلېدو هڅه ونه کړي. تر خپله وسه به له اکراین سره مرسته وکړو او د ناټو غړي هېوادونو به د روسیې پر اوږو دروند بار کېږدي.» (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱) ده کټ مټ د امریکا نظر ووایه.
۳- امریکا له روسیې سره تحریکوونکی چلند وکړ او د روسیه د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۲۱مه په جنیوا کې د لاروروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلنکن لیدنې ته په تمه وه؛ خو بلنکن یې خپل سفر لغو کړ: « د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکن، پرون سه شنبه له خپل روسي سیال، سرګي لاوروف سره د لیدنې په موخه خپل سفر لغو کړ. بلنکن له خپل اکرایني سیال، دیمیتري کولیبا سره په واشنګټن کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «لیدل کېږي چې جګړه عملاً پیل ده او روسیې هر راز ډیپلوماټیکه ټاکنه رد کړه؛ نو اوس مو له هغوی سره لیدنه په بشپړه توګه بې معنی ده.» (سرچینه:  البیان؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۳مه) دې چارې د دواړو لوریو لیدنه له وړاندې ناکامه کړه او له دې وروسته روسیه وپارېده. بیا په داسې حال کې چې روسیې ویل چې د جګړې نیت نه لري، له اکراین سره د جګړې په اړه روسیې ته د امریکا پاروونکو ګواښونو دوام وموند. د واشنګټن له لوري خپرېدونکي هر څه پاروونکي وو، ته به وایې چې امریکا، روسیه دې جګړې ته ور ټېل وهله. یوه خبره چې امریکا له هغې لارې روسیه له اکراین سره جګړې ته پاروله، دا وه چې ویل به یې امریکا هېڅکله د اکراین په جګړه کې نه ښکېلېږي؛ ځکه چې اکراین د ناټو غړی نه دی. په ورته وخت کې یې هره ورځې اکراین ته په خپلو الوتکو کې نوې وسلې، امریکايي سټینګر مزایل او مرمۍ ضد وسلې لېږلې.
۴- بیا امریکا د روسیې د جګړې د بهر نیږدې کېدل زیات کړ او ادعا به یې کوله چې دا خبره د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کوي؛ دې چارې ګواښ ته د نړیوالو احساس زیات کړ؛ ټول د بایډن، بلنکن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دوی د ویاندویانو او همداراز امریکايي رسنیو د خبرو په سبب، هره لحظه د جګړې پیل ته په تمه وو. امریکا د جګړې د پېښېدو احتمال په خپل دې کار لا زیات کړ چې د خپلو هغو کارکوونکو د ایستلو پرېکړه یې وکړه چې په دونباس سیمه کې د اکراین او جدایي غوښتونکو تر منځ د شخړې د لومړۍ کرښې د څارلو لپاره د یوه پلاوي په چوکاټ کې تللي وو؛ په داسې حال کې چې امریکايي کارکوونکي له اروپايي سوله ساتي پلاوي سره هلته تللي وو؛ روسیې د دوی له وتلو وروسته د خطر احساس وکړ؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، زاخاروفا وویل: « ځینې هېوادونو پرېکړه کړې چې خپل کارکوونکي چې د یوه ځانګړي څارونکي سازمان په چوکاټ کې اکراین ته تللي، بهر کړي او ادعا کوي چې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی. زاخاروفا زیاته کړه چې دا ډول پرېکړې، مسکو اندېښمنوي. ده ګواښ وکړ چې دا پلاوی باید قصداً پوځي مسلې ته را کش نه کړو؛ واشنګټن هڅه کوه چې دا خبره لویه کړي او له دې څخه د احتمالي پارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.» (سرچینه: البلد غږ؛ ۲۰۲۲م د فبروري ۱۳مه) دا په دې معنی ده چې ښايي روسیه پوه شوې وه چې امریکا غواړي د دونباس حساسه شخړه راپورته کړي؛ هغه شخړه چې له ۲۰۱۵م راهیسې سړه ساتل شوې وه.
۵- د امریکا د دغو پاروونکو اقداماتو په دوام امریکا اعلان وکړ چې دوی د د روسیې د طبعي ګاز پر ځای، تقریباً د اروپا لپاره د اړتیا وړ ګاز برابر کړی؛ ځکه چې ښايي روسیه اروپا ته خپل ګاز قطع کړي یا یې لولې په اکراین کې د جګړې په سبب زیانمنې شي؛ دا په دې معنی ده چې روسیه یې د اروپا له بازاره محروموله او له امریکا او قطر او همداراز اسیاسيي واردوونکو، په ځانګړي ډول جاپان چې د چټک ګاز معماملې لري، څخه یې ځایناستي پیدا کول. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي ساړه په ختمېدو او پسرلی پیلېدونکی و او په دې وخت کې د طبعي ګاز اړتیا کمېدله. بیا د روسیې د ختیځ په لرې سیمو کې خطرناکې پېښې وشوې؛ داسې چې د روسیې پوځ اعلان وکړ چې په کوریل جزیرو کې د امریکا یو اوبتل د روسیې اقلیمي اوبو ته داخل شوی، د روسیې خبرداریو ته یې پام نه دی کړی او روسي کښتیو یې د بېرته ګرځولو لپاره د تاوتریخوالي لار خپله کړه چې د دغه اوبتل د بېرته ګرځولو عملیاتو درې ساعته وخت ونیو. کوریل جزیرې د جاپان دي چې روسیې په دویمه نړیواله جګړه کې اشغال کړې او جاپان یې اوس هم غواړي؛ د جاپان له دغې غوښتنې سره د روسیې د موافقت نه لرلو په سبب، جاپان له ۱۹۴۵ راهیسې تر اوسه له روسیې سره د اوربند کوم تړون نه دی لاسلیک کړی؛ یعنې جاپان له ۱۹۴۵ راهیسې تر اوسه له روسیې سره رسماً په جګړه کې ده. دا په دې معنی ده چې له دغه کار سره له امریکا څخه د روسیې وېره لا زیاته شوه چې ایا امریکا، جاپان هڅوي چې کوریل جزیرې بېرته ونیسي؟
۶- په دې توګه وضعیت قدم په قدم د روسیې د پارولو او د شخړو د زیاتولو پر لور روان و، تر دې چې روسیه په بشپړه توګه د اکراین په کنده کې ډوبه شوه. د امریکا، انګلستان او اروپا پاروونکو اقداماتو؛ لکه د المان له لوري د «Nord Stream» پروژې درولو دوام وکړ او په اکراین کې د جګړې لپاره د امریکا له لوري د روسیې د پر ځان غره کولو پروسې دوام وکړ؛ امریکا، روسیه په فعاله او جدي توګه ونه ګواښله، بلکې یوازې د بندیز په پرېکړه یې بسنه وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلنکن په اکراین کې د «بریالۍ» جګړې لپاره د روسیې پوځي تیاری وستایه! دا د قضیې یو اړخ و، له بل اړخه؛ له ناټو سره د یو ځای کېدو او له غرب څخه د وسلو غوښتلو لېږلو لپاره د اکراین غوښتنې زیاتې شوې چې دې چارې روسیې ته د ګواښ احساس زیات او چټک کړ. وضعیت تر هغې همداسې روان و چې روسیې ته د ګواښونو د دفع کولو لپاره یوازې یوه لار پاتې وه؛ هغه دا چې جګړه وکړي او دې کندې ته ولوېږي. امریکا غواړي له اکراین څخه روسیې ته د دام په توګه کار واخلي او داسې ښکاري چې روسیه اوس وروسته له دې چې به خپل بیعقل پلان کې بنده ده، د روان وضعیت د درولو او ارامولو توان نه لري!

څلورم:

د اروپا دریځ: د اروپايي اتحادیې لوړ رتبه استازي، جوزیف بوریل د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه په خپلو خبرو کې وویل نن د اروپا لپاره توره ورځ ده؛ نن روسیې د دونیتسک او لوګانسک جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل. د انګلستان لومړي وزیر، بوریس جانس هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې موږ له روسیې سره نوې سټراټېژیکې سیالۍ ته داخل شوي یو چې ښايي زموږ یو بشپړ نسل په بر کې ونیسي. دوی اټومي ګواښونو په ګډون، د هر راز احتمال پر وړاندې دروازه پرانیستې پرېږدي.

سره له دې هم اروپا هڅه وکړه چې وضعیت ارام کړي او له روسیې سره یوې هوکړې ته ورسېږي. په فرانسه او المان کې د اروپا رهبران له روسیې سره په اړیکه کې وو؛ د فرانسې ولسمشر، مکرون مسکو ته سفر وکړ او څو ځله یې له پوتین سره ټلیفوني اړیکه ټینګه کړه چې وروستی ځل یې په اکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته و. الیزې ماڼۍ اعلان وکړ چې مکرون یې «په خپلو خبرو کې په وار وار له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر اکراین د روسیې یرغل ودروي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې باید ژر تر ژره اوربند وشي، پر ملکیانو او د ملکیانو پر اوسېدن‌ځایونو بریدونه ودرول شي او ټول نا پوځي بېخ‌بنسټونه او مواصلاتي لارې، په ځانګړي ډولد کییف په سویل کې، باید خوندي پاتې شي.» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۸مه) د المان لومړي وزیر، اولافشولتز هم مسکو ته سفر وکړ، له پوتین سره یې خبرې وکړې او له هغه ځایه یې اعلان وکړ: « په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ المانیان او ټوله اروپا پر دې باور یو چې پر روسیې امنیت نه شو تحمیلولی، بلکې له دوی سره کولی شو امنیت ټینګ کړو او دا هغه څه دي چې د روسیې له ولسمشر سره مو هوکړه پرې وشوه؛ دا چې د دغه ناورین د حل کولو فرصت په اروپا کې لا هم شته.» (سرچینه: Russia Today ۲۰۲۲م د فبروۍ ۱۵مه)

سره له دې هم اروپا عملاً د اکراین په ناورین کې دخیله شوه، دا هغه څه وو چې امریکا غوښتل؛ اروپا د دې اعلان کولو ته اړ شوه چې په خپل ټول توان د اکراین تر څنګ درېږي، په پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو یې له اکراین سره مرسته وکړه او په بېلابېلو برخې کې یې پر روسیې بندیزونه ولګول؛ د اروپا دا دریځ د سرتېرو له لېږلو پرته د پراخې جګړې پیلول بللی شو. د المان لومړي وزیر، اولاف شولتز د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۶مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: « پر اکراین د روسیې تېری یو د عطف ټکی دی او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اوسنی وضعیت ګواښي. په دې وضعیت کې موږ اړ یو چې له اکراین سره تر خپله وسه مرسته وکړو؛ د هغې لوبې پر وړاندې چې پوتین د ګاز په برخه کې پیل کړې، له ځانه دفاع وکړو.» المان پرېکړه وکړه چې زر مزایل غورځوونکي او ۵۰۰ سټینګر مزایل اکراین ته ولېږي. شولتز د المان په پارلمان کې وویل: « اوس د اکراین له جګړې سره د یوه نوي پړاو پر وړاندې ولاړ یو، المان به سر له اوسه هر کال د خپلو کورنیو عوایدو تر دوه سلنه ډېر په دفاعي برخه کې پر پانګوونه لګوي. روان کال به سل میلیارده یورو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې پر بانګوونه ولګول شي. موخه دا ده چې یو داسې پیاوړی، مډرن او پرمختللی پوځ ولرو چې له موږ نه ملاتړ وکړی شي او تکیه پرې وکړی شو.» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۷مه) المان د روسیې له پوځي عملیاتو وروسته اعلان وکړ چې د « Nord Stream 2» ګاز لیکې فعالیت یې درولی؛ دا لیکه د بلتیک بحر له لارې المان ته د روسیې ګاز لېږدوي. د اروپايي اتحادیې د امنیت او بهرنیو اړیکو مسول د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۷مه وویل: «اروپايي اتحادیه غواړي اکراین ته پوځي مرستې ولېږي چې به دې کې د ۴۵۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې او د ۵۰ میلیونه یورو په ارزښت ملاتړي تجهیزات شامل دي. دا مرستې به په اروپا کې د سولې د ټینګښت او همدازار نړیوال حکومتي صندوقه تمولیېږي.» (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۸مه) د اروپا د پارلمان مشر، شارل میشل په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې په بیړنۍ ناسته کې وویل:

«تحریمونو به پر موږ هم اغېز وکړي، خو دا هغه بیه ده چې باید د خپل ځان د دفاع لپاره یې پرې کړو.» د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسول، جوزیف بوریل هم وویل: «په اروپا کې د نوي جیو سیاست شاهدان یو. کومه فاجعه چې اروپا نن ورسره مخ ده، تر بل هر وخت ډېر یې وحدت هم همکارۍ ته اړ کوي.» د اروپا د کمېشنرۍ رییس، فن در لاین وویل: «د اکراین د جګړې پر مهال د اروپا برخلیک د محک کېد په حال کې دی.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱) له دې ځایه لیدل کېږي چې اروپا په دغه جګړه کې له ستونزو سره مخ ده، ځکه چې دغې جګړې هغه سوله ګواښلې او ګډوډه کړې چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې ترلاسه کړې وه. اروپا په دې وخت کې د ګازو او نفتو په برخه کې لوی اقتصادي زیانونه لیدلي؛ ارپايي اتحادیه خپله ۴۰ سلنه ګاز او ۲۷ سلنه نفت له روسیې واردوي. امریکا غواړي اروپا اړ باسي چې د امریکا ګاز ته مخه کړي؛ د دې لګښت زیات او کیفیت یې کم دی. د « Nord Stream 2» کرښې اروپا ته د وارداتي ګاز لګښت ۲۵ سلنه را ښکته کاوه. پوتین د المان له لومړي وزیر، شولتز سره په ګډ خبري کنفراس کې پر المان په منت اېښودلو وویل: « الماني مصرف کوونکي له اوسنۍ بیې په پینځه برابره کمه بیه ترلاسه کوي. المانیان باید خپل دخل ته وګوري او ووایي چې ایا په ۳ تر ۵ برابره زیاته بیه ترلاسه کولی شي؟ نو المانیان باید د المان له پخواني لومړي وزیر، شرودر څخه چې د « Nord Stream 1» ملاتړ یې وکړ؛ مننه وکړي. د دې پروژې له لارې الامان په راتلونکې لسیزه کې شاوخوا ۵۵ میلیارده ګاز ترلاسه کاوه.» (سرچینه: Russia Today؛ ۲۰۲۲م فبروري ۱۵مه) پوتین یادونه وکړه چې المان د المان د بازار ۶۰ سلنه په واک کې لري. د پوتین دا خبرې یوازې د اروپا د مغرورولو لپاره وې چې له روسیې سره همکاري وکړي او له امریکا سره یې پر وړاندې ونه درېږي؛ همداراز غواړي اروپا ته ډاډ ورکړي چې په اروپا کې هېڅ طمعه نه لري او په دې توګه د اروپا له لوري ځان خوندي کړي.

پینځم:

د چین موقف: په دې مسله کې چین تر ډېره حده روسیې ته نیږدې شو؛ چین اعلان وکړ چې غربي دولتونه باید د روسیې امنیتي غوښتنې جدي ونیسي. د روسیې ولسمشر، پوتین د نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره د ژمني المپیک سیالیو پر وخت چین ته سفر وکړ او د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲مه یې د چین له ولسمشر سره ولیدل. چین په یوه ګډه بیانیه کې چې د چین او روسیې دواړو ولسمشرانو لاسلیک کړی و چې له ناټو سره د اکراین د یو ځای کېدو مخالف دی او دواړو دولتونو «چین او روسیې» اعلان وکړ چې د امریکا له تسلط سره په مخ کېدو کې دواړه یو دریځ ري او د نړۍ د څو‌قطبي کېدو غوښتونکي شول او ویې ویل چې د نړیوالو اړیکو نوی پړاو عملاً پيل شوی. دواړو لوریو د روسیې د ګاز او نفتو په برخه کې پراخ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل او د دواړو لوریو تر منځ یې د سوداګریزو معاملو کچه لوړه کړې او په کال کې یې ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته رسولې. له دې سره سره هم ښکاري چې چین دې ته په تمه دی چې د روسیې او اکراین قضیه چېرته رسېږي او ایا دوی کولی شي له خپلې خاورې سره د تایوان د یو ځای کولو لپاره ورته اقدام وکړي که نه. په دې اړه په چین کې خبرې زیاتې شوې او ادعا کېږي چې «دا د تایوان د بېرته ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی». دا خبرې د ټویټر په چینایيي نسخه کې کېږي. چین پر روسیې له وضع شویو بندیزونو سره مخالفت وکړ تر د تایوان پر وړاندې د ورته اقدام په صورت کې له داسې بندیزونو سره مخ نه شي؛ دوی له خپل ویټو حق څخه د روسیې د تېري د تقبیح لپاره ګټه واخیسته او غوره یې وبلله چې هېڅ رایه ور نه کړي چې په دې توګه د ځان پر وړاندې د غرب له نیوکې ځان وساتي. د ویټو حق په نه کارولو سره چین داسې وښوده چې د روسیې د تېري ملاتړ نه کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي له خپل اکرایني سیال سره په خبرو کې وویل: «په روان ناورین کې چین له اکراین او روسیې غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او د دغه ناورین د سیاسي حل لپاره له ټولو ګټورو هڅو ملاتړ کوي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م مارچ ۱) د چین بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د بندیزونو مخالف دی. ده وویل: «چین نه یوازې دا چې بندیزونو د حل لاره نه بولي، بلکې له هغو یو اړخیزه بندیزونو سره سخت مخالف دی چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م فبروري ۲۷مه)
شپږم:

لنډيز
۱- امریکا وکولی شوی روسیه له اکراین سره په جګړه کې ښکېله کړي؛ داسې چې په بشپړه یا نیمه بشپړه توګه یې پر اکراین برید وکړ. دا شخړه به روسیه له کورنیو ستونزو، اقتصادي او سیاسي او احتمالاً پوځي نوساناتو سره مخ کړي چې کلونه وخت به ونیسي؛ هغه که د اکراین د ختیځ پر نیولو بسنه وکړي او که مخته لاړ شي او د اکراین پر نورو یا ټولو برخو تېری وکړي او لرې نه ده چې دا به پر واک د پوتین پر پاتې کېدو هم اغېز وکړي.
۲- که دا نوسان د روسیې د سقوط تر بریده ونه رسېږي، نړیوال دریځ خو یې هرو مرو رانغاړي؛ د امریکا او اروپا د فشارونو په پایله کې په دې اړه نړیوال تبلیغات زیاتېږي چې روسیه پر خپلواکو دولتونو برید کوي؛ خو په ورته وخت کې امریکا او اروپا په اسایا او افریقا کې په ډېرو خپواکو دولتونو خپل بریدونه هېر کړي او یا ځان همداسې ښيي چې هېر یې دي. ټول دا دولتونه؛ که روسیه ده که امریکا او که اروپا، له یوه ځایه تغذیه کېږي او د بشر ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
۳- دا چې دا یرغلونه دې د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي؛ لکه دویمه نړیواله جګړه –لکه په پوښتنه کې چې ویل شوي- چې د نازي المان له لوري پر چکسلواکیا له بید او په ۱۹۳۹ کې له ګام په ګام اشغال نه پيل شوه؛ باید ووایو چې دا قضیه د دویمې نړیوالې جګړې له قضیې سره تر یوه حده توپیر لري؛ داسې چې له درېیمې نړیوالې جګړې سره به اټومي جګړه حتماً وي؛ دا دولتونه اټومي وسلې لري او ممکن د دغو وسلو له کارولو مخکې څو څو ځله په دې اړه فکر وکړي. دا فکر د دې لپاره نه کوي چې دا به نور خلک له منځه یوسي، دوی ته دا خبره هېڅ ارزښت نه لري، بلکې د دې لپاره یې کوي چې اور به یې خپلې لمنې ته ورسېږي. دوی ته له خپلو ګټو پرته بل هېڅ شی ارزښت نه لري؛ ان که په هغو کې د نورو زیان هم وي! الجزیرې د ۲۰۲۲م کالد د مارچ په ۲مه د روسیې له بهرنیو چارو وزیر، لاوروف سره په خبرو کې وویل: «لاوروف د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل: د ملګرو ملتونو پینځو دایمي غړو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د هغې له مخې به درېیمه نړیواله جګړه نه کېږي؛ ځکه چې دا به اټومي جګړه وي هېڅ ګټونکی به ونه لري. ده اشاره وکړه چې د امریکا ولسمشر، بایډن پخپله وویل چې بندیوزنه د درېیمې نړیوالو جګړې یوازینی بدیل دی.» همدا لاوروف چې دا خبرې یې کړې دي؛ په دې کې هېڅ ستونزه نه لري چې له ځانه لرې او داسې ځای چې زیانونه یې له دوی نه لرې او نورو ته نیږدې وي، پر یوه اټومي مرکز برید وکړي! الجزیرې په یوه رپوټ کې وویل: « نن د زایوروجیا ښار په اټومي مرکز کې مهمه پېښه وشوه؛ اکراین وویل چې د روسیې یو مزایل پر دغه مرکز لګېدلی چې د اورلګېدنې سبب شوی او وروسته یې مخه نیول شوې؛ دا پېښه د دغه مرکز د یو شمېر کارکوونکو د مړینې سبب شوې؛ د روسیې دفاع وزارت بیا اکرایني سرتېري د دغې اورلګېدنې مسول وبلل.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م مارچ ۴مه)
۴- دا د نړۍ د اوسنیو لویو دولتونو واقعیت دی چې د ځنګل د وحشي او داړونکو ژوو پشان یې پیاوړی راپاڅېږي او کمزوری خوري؛ کمزوری که هر څو د مرستې چغې وکړي، څوک یې نه اوري. په حیقیت کې تاریخ د تکرارېدو په حال کې دی؛ د ننیو لویو دولتونو شخړې د روم او فارس شخړې تکاروي او باید پوه شو چې دا حالت نه ښه کېږي؛ مګر دا چې داسې کا روشي چې پخوا یې وضعیت ښه کړی و؛ هغه د ما انزالله پر بنسټ حکم او جهاد في سبیل الله دی؛ هغه وخت به د کمزورو ملاتړ وشي او د مظلومانو غږ به واورېدل شي؛ هغه وخت به هغه خلافت تاسیس کېږي چې رول الله صلي الله علیه وسلم یې زېری ورکړی:


«ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة»
ترجمه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

د خلافت تر حاکمیت لادې به پياوړي تر هغه کمزوري وي چې د مظلوم او کمزوري حق ترې واخیستل شي؛ لکه راشد خلیفه، ابوبکر صدیق چې فرمايي؛ کنز العمال په سنن الاقوال و الافعال کې له عبدالله بن عکیم څخه روایت کړی چې وايي: کله چې له ابوبکر صدیق سره بیعت وشو، منبر ته پورته شو او هغه زینې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به پرې کېناست، یوه زینه ټیټ کېناست. د الله تعالی حمد او ثنا یې وویل او بیا یې وفرمایل: «... او دا چې ستاسو تر ټولو کمزوری زما پر وړاندې تر ټولو پیاوړی دی، تر هغه چې حق یې بېرته واخلو او دا چې ستاسو تر ټولو پیاوړی زما پر وړاندې کمزوری دی، تر هغه چې حق بېرته ترې واخلو...»

په دې توګه به په دارالاسلام کې خیر خپور شي:


﴿و وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ(4) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾
[روم: 4-5]

ژباړه: او هغه ورځ به مومنان (د بلې بریا په سبب) خوشاله شي. د الله د مرستې په سبب؛ او هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي؛ او هغه برلاسی او رحیم دی!

د مطلب ادامه...

حزب التحریر- ولايه ترکيه په شانلي‌اورفه ښار کې د «اقتصادي ناورين اسلامي حلاره » تر سرليک لاندې اقتصادي کنفرانس تر سره کړ

  • خپور شوی په سیاسي

حزب التحریر- ولایه ترکيه د خلافت د ړنګېدو 1342هـ.ق، د رجب 28مه، د 101 کاليزې په وياړ په شانلي‌اورفه ښار د روحا هوټل کې د «اقتصادي ناورين اسلامي حلاره » تر سرليک لاندې اقتصادي کنفرانس داير کړ.

د  الله تعالی په فضل سره د شانلي‌اورفه ښار وګړو په یاد اقتصادي کنفرانس کې په ګډون سره خپله علاقه وښودله او په دې کنفرانس کې يې پراخ ګډون کړی وو، چې د حزب التحریرـ ولایه ترکيه له لوري جوړ شوی و.

محمود ګوشمن، د قرآن‌کريم په تلاوت کولو سره غونډه پېل کړه. مصطفی کوچوک سټېج ته راغی او مېلمنو ته يې د ښه راغلاست افتتاحیه وینا واوروله. ډاکټر عبدالرحيم سن اقتصادي ناورینونو ته د اسلامي حلارو په اړه بحث وکړ او د اسلام تاريخ له 13 پيړيو څخه يې مثالونه راوړل. دغه راز خلکو ته يې روښانه کړه چې اسلامي اقتصادي سيسټم تر ټولو سم او کامياب سيسټم دی. هغه د بيلګو او احصاييو په وړاندې کولو سره زياته کړه، چې اوسنی اقتصادي بحران، چې د ترکيې لمن یې نيولې د پانګوال اقتصادي سيسټم، د پانګې ناعادلانه وېش له امله دی او دا له خزانې سره د چارواکو خيانت دی، چې دوی ته سپارل شوې ده. ډاکټر سن زياته کړه که چيرې د ګوتو په شمار شتمن خلک زکات ورکړي، ټولنه به له بدبختۍ څخه وژغوري او د زکات اخیستل د دولت دنده ده. هغه د حضرت ابوبکر صديق د وخت مثال ورکړ، چې يوه ډله خلکو زکات نه ورکاوه او اسلامي دولت جګړه ورسره وکړه‌.

وروسته له ډاکټر سن څخه استاد عبد الله امام‌اوغلو او د (سنت د ژوند منبع په اسلام کې او د مسلمانانو سیاسي مذهبي زده ‌کړې) او د رېښه‌ یي بدلونونو مجلې ليکوال، خپله وينا د (د اسلام اقتصادي نظم پلي کولو وړتيا) تر سرليک لاندې او د اسلامي تاريخ 13 پيړيو اقتصادي بيلګې ميلمنو ته وړاندې کړل شوې‌. استاد اوغلو همداراز د نن ورځ په اړه هم څرګندونې وکړې چې څرنګه د سيکولر نظم ګډونوالو د ملت له خزانې پرته د الله تعالی له ويرې چور کړې او د سيکولر پانګوال نظام او اسلامي نظام تر منځ توپيرونه روښانه کړل.

د کنفرانس له ټولو ګډونوالو، لیکوالانو، ژورنالېستانو او مېلمنو څخه نړۍ مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته د اعظیم اجر غوښتنه کوو، چې په ډېرې مینې یې زموږ کنفرانس تر پایه بدرګه کړ. په ځانګړي ډول لیکوالان او خبریالان چې د کنفرانس په ترتیب کې یې مرسته وکړه او خلکو ته یې د کنفرانس معلومات ورسول.  

په پای کې کنفرانس په دې دعاء سره پای ته رسوو، چې الله تعالی دې ژر تر ژره هغه راشده خلافت تأسيس کړي چې یاد اقتصادي نظام پلی کړي.

For more information Click Here

د حزب التحریر ولایه ترکیې ویبپاڼې وګورئ:

Official Site: Hizb ut Tahrir / Wilayah Turkey

Facebook: Hizb ut Tahrir / Wilayah Turkey

Twitter: Hizb ut Tahrir / Wilayah Turkey

Instagram: Hizb ut Tahrir / Wilayah Turkey

YouTube: Hizb ut Tahrir / Wilayah Turkey

Koklu Degisim Magazine

#ReturnTheKhilafah  #YenidenHilafet
 #الخلافة_101 #أقيموا_الخلافة  
د مطلب ادامه...

د دې لپاره چې زموږ ځورېدنه او سپکاوی پایته ورسېږي، ډیموکراسي له منځه یوسئ او خلافت دولت تاسیس کړئ

  • خپور شوی په سیاسي

اې د پاکستان مسلمانانو!

موږ په داسې وخت کې پر تاسو غږ کوو چې سیاسي حزبونه پر موږ د واکمنۍ لپاره په اوسني سیسټم کې یو له بل سره سیالي کوي. نو پر همدغه اساس، د بل اتحاد او ایتلاف رامنځته کېدو پایله به یا بل ناسم حالت ته ګرځېدل وي، چې په هغه صورت کې به موږ هر څه له لاسه ورکړو.

د پالیسۍ او قوانینو اوسنی سیسټم زموږ د چارو په ترسره کولو او پوره کولو کې بې وسه دی او داسې چوکاټ نه دی پاتې چې اصلاحات رامنځته کړي او یا دا څه سم کړي. په تېرو ۲۰کلونو او د مشرف په دوره کې چې په هر شرط پر موږ د سیاسي حزبونو له خوا هر ډول تګلاره پلې شوه او موږ یې شاهدان وو؛ د دې لپاره وو چې د خپل حزب او ښکېلاکګرو باور خوندي شي.

د بشر په لاس جوړ شوی سیسټم او نظام نه منونکی دی، ځکه دغه قوانین او تګلارې د واکمنانو د غوښتنو او هوسونو اړوند منل شوې او د استازو له خوا ټاکل شوې دي. د یو سیسټم په توګه د سېکولریزم ځای پر ځای کېدل له سیاسي چارو څخه زموږ د دین بېلېدو لامل کېږي. سیاسي ډلې اجازه لري چې قوانین او هغه تګلارې اداره کړي چې دوی یې غوښتنه کوي، دا د دې لپاره چې دوی او د هغوی بهرني ملګري د هېواد له پانګې او قدرت څخه پوره ګټه واخلي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

د پرلپسې سیاستونو پر دوام چې موږ یې په تېرو ۲۰کلونو کې شاهدان وو، دا معلومه شوې چې اختلافونه به هېڅکله د پیسو د نړیوال صندوق، د «ایف، اې، ټي، ایف» په ګډون د ښکېلاکګرو غوښتنې او یا نور نړیوال قوانین رد نه کړي. په دغو ټولو لاریونونو کې د ښکېلاکګرو د باور ساتل او خوندي کول د سیاسي ډلو لپاره سره کرښه دي.

په هر ډول شرایطو کې کله چې واکمنان او مخالفین د ښکېلاکګرو باورونه خوندي کوي، ورته دریځ لري. دوی ټول پر دې پوهېږي چې واک ته به هغه وخت رسېږي چې دوی بهرنیانو ته خدمت وکړي، هغه که په اقتصاد او یا امنیتي برخه کې وي.

پر همدغه اساس، په تېرو شلو کلونو کې چې موږ په اقتصادي برخه کې د هر څه شاهدان وو، سیاسي ډلو د ښکېلاکګرو کفارو قوانین پلي کول، چې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري وضع شوي او پر موږ یې لوږه، بېوزلي او نورې ستونزې راتپلې دي.

د الله سبحانه وتعالی له خوا له نازلو شوو پرته پر نور څه حکم کولو سره سیاسي ډلې په لوی لاس د پاکستان هېواد د بېوزله کولو لپاره هڅې کوي، هغه هېواد چې الله سبحانه وتعالی ښه نعمتونه او پانګه ورکړې ده. په دې شتمنۍ کې کانونه، انرژي، کرنه، ښه اوبه او هوا، ځوانه انرژي، هوښیار او زحمت ګالونکی نفوس.

په تېرو شلو کلونو کې په پاکستان کې سیاسي ډلو او واکمن حکومت له پنټاګون څخه په پیرۍ سره زموږ امنیت خورا کمزری کړی دی. د مشرف له وخته بیا تر اوسه سیاسي ډلو د هندوستان له خوا د کشمیر  اشغال همداسې خوشی کړی او د هغه جهاد مخنیوی کوي چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی دی.

دوی ټولو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کول د یو خیانت په توګه محکم کړل او ټول هغه کسان زنداني کوي چې په دې لاره کې خپل فرضي مسولیت پر ځای کوي. د سیاسي ډلو د کمزورۍ له امله د هندوستان حکومت نور هم زړه پیدا کړی او خپله لاسووهنه یې نوره هم ډېره کړې ده، په داسې کچه چې د پاکستان هر ځای ته رسېدلی شي. د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ سره ټولو سیاسي حزبونه او ډلې د اسلامي پوځونو او خلکو په سپکاوي کې رول لوبولي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

الله سبحانه وتعالی خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي:

(وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ) [مایده: ۵۹]

ژباړه: بل فرمان دا چې، څه چې د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي، پر هغه حکم وکړه او د هغوی د نظرونو او رایو پیروي مه کوه. خبردار اوسه، کېدایشي دوی تاسو له هغې لارې څخه منحرف کړي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي.

کله چې موږ اوسني واکمنان لرو چې زموږ له دین پرته نور څه پر موږ پلي کوي، دا ځورېدنه او سپکاوی به همداسې دوام کوي. موږ باید د ښکېلاکګر کفر له قوانینو څخه ځانونه وژغورو. همدارنګه موږ باید ټاکنې شاته وغورځوو او داسې حکام خپل واکمنان وټاکو چې د الله سبحانه وتعالی له خوا نازل شوي پر موږ پلي کړي. دا چې موږ ټول د بدلون غوښتونکي یو، باید له حزب التحریر سره یوځای شو او د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره جدي هڅې وکړو.

اې د پاکستان مسلمانو پوځونو!

له اوسني سپکاوي او ځورېدنې څخه د خلکو د خلاصون او ساتنې لپاره د شیخ عطا بن خلیل ابورشته په رهبرۍ حزب التحریر ته له نصرت ورکولو پرته بل څه نشته چې دا ستونزې پایته ورسوي او یو ځل بیا اسلام د ژوند لارې، حکومت او دولت په توګه رامنځته شي. هغه وخت به اسلامي امت بیرته په امن کې شي، د امن له حق څخه به برخمن شي او په لودیځ او ختیځ کې به یې سپکاوی پایته ورسېږي. 

داسې خلیفه ته نصرت وکړئ چې د امت تر ټولو سترې اقتصادي سرچیني متحدې او راټولې کړي، دا خلیفه چې یو ځل بیا د بشریت سپکاوی لېرې کړي، څنګه چې مخکې وو. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د «حیره» ځمکو د فتحې په وخت کې نامسلمانو ته اعلان وکړ چې د دولت حزانه به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

د عمر بن عبدالعزیز د خلافت په وخت کې د پوروړو پورونه وبښل شول، مجردانو ته یې ودونه وکړل او په نامسلمانو کې کمزورو کسانو ته جزبه ورکول یې نیمایي کړل.

عثماني خلافت د بایزید ثاني په وخت کې نوموړي پر یهودیانو بندیزونه لېرې کړل، چې د اسپانیا د بادشاه فریدناد له ځورېدنې تښتېدلي وو. د عبدالمجید د خلافت په وخت کې نوموړي هغو ایرلنډیانو ته لس زره پونډه ور ولېږل چې له سختې لوږې سره مخ وو، په داسې حال کې «ملکي ویکټوریا» یې د کمېدو غوښتنه کړې وه او هغې یوازې دوه زره پونډه ور لېږل. نو په تاسو کې به څوک د خلافت بیا راتګ ته اوږې ورکړي او له کپېټلېست اقتصاد څخه به بشر وژغوري؟

هغه خلیفه ته نصرت ورکړئ چې په نړۍ چې به میلیونونه اسلامي اردو تر یو چتر لاندې سره راټوله کړي، د هغوی امنیت به خوندي او له ظالمانو څخه به یې وژغوري. دا د خلافت تاریخي دوره وه چې اوسنۍ اشغال شوې سیمې به ټولې خپلواکې وې. 

دا د خلافت دولت برکت و چې پوځونه د ظالمانو د له منځه وړلو لپاره سره یوځای شوي وو. هغې ډلې ته لاره پاکه کړئ، څو اسلام خپور کړي. د خلافت تر ړنګېدو وروسته ښکېلاکګرو ټول قوانین په ډېرې اسانۍ سره تر پښو لاندې کړي، هغه که د «بوش» له خوا د افغانستان اشغال و او که د «پوتین» له خوا پر اوکراین برید. نو په تاسو کې به څوک داسې پیدا شي چې د کفارو دغه خنډونه به له منځه یوسي او اسلام به یو ځل بیا په دعوت او جهاد سره تضمن کړي او دښمنان به ښه وځپي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) [روم: ۴-۵]

ژباړه: هغه ورځ چې مومنان به خوشحاله شي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د ظالمان له شر څخه د خلاصون له امله هم خوشحاله شي او الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره مرسته کوي چې مرسته یې وغواړي. الله سبحانه وتعالی ځواکمن او ډېر مهربانه دي.

حزب التحریر ـ ولایه پاکستان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

#ReturnTheKhilafah  #YenidenHilafet
 #الخلافة_101 #أقيموا_الخلافة  

 

د مطلب ادامه...

اې خلکو، حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش، تاسو ته بلنه درکوي، چې د «ایا واقعاً موږ خپلواک یو؟» تر سرلیک لاندې، په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړئ Featured

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د هند په نیمه وچه کې، د برېتانوي استعمار د استحصال او جبر پر وړاندې له دوه سوه کلنې مبارزې وروسته، پاکستان او هند په ترتیب سره د ۱۹۴۷م کال، د اګیسټ په ۱۴مه او ۱۵مه، د خپلواکو دولتونو په توګه راڅرګند شول. وروسته په ۱۹۷۱م کې بنګله دېش د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. خو د غرب سیکولر پانګوال نظام لا هم د ګوډاګیو واکمنانو، فاسدو سیاستوالو او منافقو روڼ اندو په لاس کې دی.

په حقیقت کې، موږ په نوي استعمار کې ښکیل شوي یو او په پایله کې هغه حقیقي آزادۍ، چې خلک یې له ۲۵۰ کلونو راهیسې هڅه کوي، تر اوسه ترلاسه شوې نه دي. زموږ د ژوند په ټولو برخو کې د سیاسي او اقتصادي چارو په ګډون د استعمارګرو په ځانګړې توګه د امریکا او انګلستان لاسوهنې ورځ په ورځ ډېرېږي. خلک اوس د سیکولر ظالمانو د اقتصادي او سیاسي ظلمونو له امله د سترو غمیزو زغملو ته اړ شوي دي. په همدې اړه، حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش په راتلونکي انلاین کنفرانس کې چې د مارچ په ۱۸مه، به له الواقیه چینل څخه خپریږي «ایا واقعاً موږ خپلواک یو؟» له سیاسي او اقتصادي اړخه به همدې پوښتنې ته ځواب ووايي. موږ هر هوښیار وګړی، په ځانګړې توګه د هېواد وفادارو روڼ اندو او سیاسیونو ته بلنه ورکوو، چې په کنفرانس کې ګډون وکړي، په بحث کې برخه واخلي او د نوي استعمار له ځنځیرونو څخه د ریښتینې ازادۍ او خلاصون پیغام وړاندې کړي. الله تعالی فرمایلي دي:

{إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ} [رعد: ۱۱]

ژباړه: حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پورې چې هغوی خپل اوصاف بدل نه کړي.

د کنفرانس خپرېدونکي سایټونه:

 ALWAQIYAH.TV

Facebook.com/alwaqiyahtv.en

YouTube.com/ALWaqiyahTV

نېټه او وخت:۲۰۲۲م کال، د مارچ ۱۸مه، د ماسپښين ۳:۳۰ بجې BST

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

اسلامي امت د روژې د مبارکې میاشتې او یوه اختر د تضمین لپاره متحد خلافت ته اړتیا لري

د ۱۴۴۳ هـ.ق کال، د شعبان ۲۹مه، چې د ۲۰۲۲م کال، د اپرېل له لومړۍ نېټې سره سمون لري، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د رمضان د سپېڅلې میاشتې د ليدلو لپاره هلې ځلې کوي. د اسلام ستر امت چې نفوس یې ۱.۸ میلیارده دی، د وروستي رسول صلی الله علیه وسلم په حکم سره متحد شوی دی:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِينَ»[رواه البخاري]

ژباړه: د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ دېرش ورځې پوره کړئ.

خو د اسلامي خاورو اوسني واکمنان غربي هېوادونو ته د خپلې ړندې وفادارۍ له امله د استعمار د واکمنۍ په موخه خپل ملت ویشې او اسلامي امت د روژې له پیل او واحد اختر څخه بې برخې کوي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم، د الله سبحانه وتعالی په الهام سره په زماني او ملي حدودو کې بند نه دی. هېڅ انسان نه شي کولای د الله سبحانه وتعالی دغه فرمان په مصنوعي ملي پولو کې چې د استعمارګرانو له لوري ترسیم شوې دي، په نړۍ کې د مسلمانانو شهادت په خپله ګټه رد کړي. د وخت د زونونو پر بنسټ د وېش لپاره هیڅ توجیه نشته، ځکه ډېری اسلامي خاورې په یوولسو زونونو کې راځي. په یاد ولرئ یوازې روسیه، چې یو غیر اسلامي خاوره ده، د وخت یوولس زونونه لري. بیا هم مسلمانان هلته کولای شي له کوم تعجب پرته روژه او یو واحد اختر تېر کړي!

په داسې حال کې چې اسلام موږ د علم او ټکنالوژۍ له ګټه اخیستلو څخه نه یو منع کړې، خو د رمضان د سپېڅلې میاشتې د لیدو لپاره، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د میاشتې له ليدلو پرته، له بلې هرې وسیلې منع کړي یو. عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ، وَمَرَّةً ثَلاَثِينَ» [بخاری، مسلم، ابوداود، نسائي]

ژباړه: موږ یو امي امت یو، نه لیکل کوو او نه هم حساب کوو، میاشت کله داسې وي او کله هم داسې. یعنې کله ۲۹ ورځې وي او کله هم ۳۰ ورځې.

په داسې حال کې چې صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم نه یوازې ایتونه لیکل، بلکې د زکات او میراث حساب یې کاوه، د دې حدیث مانا دا ده چې د میاشتې ليدل د قمري میاشتې د لیدلو مشروعیت بیانوي. د رمضان میاشت او اختر په محاسبه پورې اړه نه لري. له همدې امله مسلمانان د خلافت د ۱۳۰۰ کلونو په اوږدو کې اختر او د روژې میاشتې پيل د میاشتې په لیدلو پورې محدود کړي و. د رمضان میاشتې د پيل یوازینی شرعي دلیل د میاشتې لیدل دي، نو ځکه محاسبه باطله ده.

اې مسلمانانو د روژې سپېڅلې میاشت مه هېروئ! کله چې دا میاشت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم سره سمه پيل نه شي، څنګه کېدای شي چې د روژې د سپېڅلې میاشتې ټول برکتونه ترلاسه کړو؟ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم خلاف عمل دی چې متحد امت د استعماري پولو په وسیله سره ووېشل شي، په داسې حال کې چې ټول کافر ملتونه د ملي پولو په پام کې نیولو پرته خپلې مذهبي ورځې په ګډه ترسره کوي. ان شاءالله ډېر ژر به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د خلافت دولت د مراکش څخه تر اندونیزیا پوری ټول مسلمانان د یو امت په توګه سره یو ځای کړي، بیا به مسلمانان د رمضان المبارک لومړۍ روژه په هماغه ورځ نیسې او په هماغه ورځ به اختر لمانځي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#ReturnTheKhilafah

 #YenidenHilafet

#أقيموا_الخلافة

 #الخلافة_101

د مطلب ادامه...

په سياسي چارو کې دوه مخی غربي دريځ

خبر:

کله چې روسيې پر اوکراين پوځي يرغل وکړ؛ په نړيواله کچه بيلابېلو بنسټونو بېلابېل غبرګونونه وښودل، چې په دې غبرګونونو کې د سپورت له نړۍ څخه هم د اوکراين په ملاتړ له خواخوږيو ډک پيغامونه او غبرګونونه وليدل شول، چې مختلفو سپورتي سازمانونو يې رهبري کوله، همدارنګه د فوټبال ټولو فدراسيونونو لکه: FIFA او UEFA روسي لوبغاړي او سيلانيان د یوې ګډې اعلاميې په ترڅ کې په دې پلمه وځنډول، چې ګوندې په اوکراين کې له حالت ښه کېدو سره سم به يو ځل بيا فوټبال خلکو ته د سولې او ارامۍ هيلې ورکړي. په دې سره يې د "چمپينز" ليګ لوبې په شمول، چې پخوا به په سينټ پيټرزبورګ کې ترسره کېدې، ټولې هغه لوبې لغوه اعلان کړې، چې پخوا به په روسيه کې ترسره کېدې.

تبصره:

د سپورت نړۍ، چي ډیری وختونه بې پرې او غیرې سیاسي ګڼل کیږي، د اوکراین په شخړه کې داخلیږي، دا لومړی ځل دی چې سیاست په سپورتي ډګر کې لوبيږي. د سړې جګړې په جریان کې سپورت د امریکا او شوروي اتحادیې تر منځ د ځواک د ښودلو لپاره کارول کېده او همدارنګه سپورتي پیښې یوازې د لویدیځ لپاره يادګاري ورځې بلل کېدې.

 د Stop War (جنګ بند کړﺉ) په شان هشتاګونه او د فوټبال لوبغاړو په لاسبندونو کې د اوکرین بیراغونه هغه څه دي، چي په سپورت کي د شخړو نښې بلل کیږي. منافقت یې دومره روښانه دی، چي هر وخت لویدیځ تش په نامه ازادۍ، او د بشرحقونو شعارونه ورکوي.

غربي نړۍ د جګړې په غندلو کې ګړندي ګامونه واخيستل او له اوکرايني مهاجرینو څخه یي ملاتړ اعلان کړ؛ خو له مسلمانانو څخه يې هېڅکله ملاتړ نه اعلاناوه، ملاتړ خو لرې خبره ده چې په عراق او افغانستان کې يې په دوامداره توګه د بې ګناه خلکو وينې تويې کړې، هېچا دا جنايتونه ونه غندل او نه یې هم د دې جنايتونو پر وړاندې د مظلومانو غږ واورېده. ساده مسلمانانو ته هره ورځ د غرب یو یو منافقت بربنډیږي. کله چي غزه بمبار شوه مصري فوټبالر محمد ابوتریکه ته د هغه بیان له امله سزا ورکړل شوه، چې په خپل قميص (کمیس) باندې يې د غزې ملاتړ لپاره شعار لیکلی و. دفوټبال لوبغاړی میسوت اوزیل، چې په ختیځ ترکستان کې د چین حکومت لخوا د مسلمانانو په ځورونې نیوکه وکړه، نو د سپانسرشیپ تړونونه یی لغوه شول، له ډېرو نیوکو سره مخ شو او د ده نظرونه سانسور شول.

په ټول توان سره هغه غږونه په مريو کې خپ شول، چې په سوريه او نوره اسلامي نړۍ کې يې د مسلمانانو د مظلوميت غږ پورته کاوه، د روسيې په شمول چې په ۲۰۱۸ م، کې د نړيوال جام کوربنه وه، هېڅ فرد، فدراسيون او دولت ته اجازه ورنکړل شوه چې په ميانمار، عراق، سوريې، فلسطين، افغانستان او کشمير کې د مسلمانانو عام‌وژنه وغندي او پر وړاندې يې اقدام وکړي. تاسو وواياست چې نن ټول افراد، فدراسيونونه او دولتونه په اوکراين کې د سولې چیغې وهي؛ په افغانستان، عراق، سوريې، فلسطين، ميانمار، ایغور، کشمير، بوسنيا او نوره اسلامي نړۍ کې مسلمانان له کومې سولې برخمن شوي!؟ د ډنمارک په ګډون ټولو وژونکو دولتونو له هېڅ ډول يرغل، تعذيب، تحقير او شکنجې څخه لاس وانخیست. نن ورځ په کومو سترګو له روسيې سره په دې پلمه اړيکې پرې کوي، چې ګوندې له بشري او انساني حقونو تيری کوي!؟

د سپورت نړۍ همېشه له سیاسي جنجالونو سره مخ ده، ځکه چې د سپورت ملي فدراسیونونه د هېوادونو د سیاسي پریکړو یيروي کوي، لکه څرنګه چې قطر نړیوال جام له پراخو اختلافونو او جنجالونو سره مخ شو. د ځینو کلیشو برعکس په دې وپوهيږئ، چې سپورت خلک نه سره متحد کوي او نه هم سوله راولي. د سپورت ننۍ نړۍ له نړيوال پانګوال نظم سره مستقيمه اړيکه لري؛ له اسلامي خلافت پرته اوسنی نړيوال نظم هېڅوک نه شي ننګولی او نه هم څوک کولی شي، چې د ظالمانو له شره ميليونونه خلک وژغوري او له ځواکمنو استعماري هېوادونو، جواسيسو او بې عدالتيو سره مبارزه وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: یونس پیسکورکزیک

ژباړنه: حمزه "صيقي"

د مطلب ادامه...

د مشهور تاجیک "بلاګر" مور زنداني شوه

خبر:

د نوم وتي تاجیک بلاګر "عبدالراحمن 09"  مور مېرمن "شاهده محمودا جونووا" د روان کال د فیبروري په اوولسمه نېټه د "دوشنبې" زندان ته ولېږل شوه.

تبصره:

شاهده د فیبروري په درېيمه وروسته له هغې نادرکه شوه، چې په "وخدت" کې د پولیس افسر څخه د خپل موبایل د بېرته اخېستلو لپاره تللې وه، څو ورځې پرلپسې د خپلو خپلوانو لخوا ولټول شوه، خو پیدا یې نکړه، وروسته پولیسو ته عارض شول، د پولیسو لخوا ځواب ورکړل شو، چې موږ د "شاهدې محمودا جونووا" په اړه هېڅ خبر نلرو.

د مېرمن شاهدې له ورکېدو څخه پینځه ورځې وروسته د تاجکستان جمهوري دولت د کورنيو چارو وزارت لخوا په رسمي پاڼه د بلاګر د مور د ورکېدو په اړه معلومات خپاره شول. وایي چې شاهدې د "وخدت" ښار له یو تن چې د اساسي قانون د ۲۰۳ مادې پر بنسټ يې د  p.2 (تنظيم جامعه افراطي) جنايي جرمي سابقه درلوده؛ اړيکې لرلې، نوموړی سایټ وایي چې شاهدې له ټولنیزو رسنيو څخه د پاليسي خلاف نشرات خپرول.

چارواکي دا خبره هم نه پټوي چې دا مېرمن یې د خپل زوی د کړنو له امله تعقیب کړې وه. دوی له نوموړي تاجکي بلاګر (د ويب لاګ جوړونکی) سره د "محمودا جونووا" د اړيکو او همکارۍ نه لرلو خبره ردوي او زياتوي، چې د يو افراطي ترهګر فکر او خوی په لرلو سره ياده پېښه رامنځته شوې ده، د راپور په يوه څنډه کې راغلي دي، چې د یوې مور او پلار تعقیبول د تاجکستان دولت ته یوه نوې پديده ده. کېدای شي چې دوی به د چچنیا د مشر رمضان کادیروف د بلاګرو په اړه د وړاندې شوې تجربې څخه ګټه اخلي، چې په رمضان یې نېوکې کولې. د تېر کال د ډېسمبر د میاشتې راهیسې دا څوم ځل دی چې د مشهورو چچنیایي بلاګرو پيښې تکرارېږي، چې تېر کال د مشهورو چچنیایي بلاګرانو(تومسو عبدالرحمانوف، منصور صدولاووف، او حسین خلیتوف) خپلوان هم تښتول شوي دي.

د چيچنيا امنیتي کار کوونکو د بشري حقونو د فعال ابوبکر یانګلبایف مور وتښتوله او جرمي دوسيه يې ورپسې واچوله؛ دا لومړی ځل نه ده چې له دا ډول ذليلو پېښو سره مخ کېږو، بلکې بې شمېره داسې پيښې موندلی شو، چې يادونه يې نشي کېدلی، دا ډول پيښې هغه وخت کنتروليدلی شي چې مزدور چارواکي له اسلامي خاورو څخه خپلو بادارانو ته وروشړل شي او پر ځای يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم پر منهج بياځلې خلافت تاسيس شي، يوازې همدا خلافت کولی شي چې د مسلمانانو سالمه سرپرستي وکړي، نو راځئ د تأسيس لپاره يې يو موټی شو!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: محمد منصور

ژباړه: ابوبکر اظهار

د مطلب ادامه...

اسلامي دولت؛ له ظلم څخه د لږکیو د خلاصون حلاره

  • خپور شوی په سیاسي

په پوهنتونونو کې محصلين ليبرال آندونو منلو ته هڅول کيږي او ورته ویل کېږي چې دا د انصاف او لږکيو منلو يوازینۍ لاره ده. که چيرې ليبرال آندونه ونه منو، نو موږ به د لږکيو پر وړاندې تعصب او ظلم کړی وي. کله چې دنيا ته وګورو چې د لږکيو پر وړاندې بده ‌رويه کيږي، ليبرال اندونه نور هم راته ښکلي ښکاري. هغوی وايې په غير‌لوېديځ هېوادونو کې چې لږکي ځپل کيږي لامل يې دا دی، چې تاسو په کافي اندازه ليبرال شوي نه ياست او په لوېديځو هېوادونو کې چې ظلم کېږي لامل يې څو تنه فاسد چارواکي دي نه ټول سيسټم.

دا خبره يې سمه نه ده.

له دليلونو سره سره برعکس، بشري حقونه نيمګړي دي. په ټولنه کې دايمي کړکېچ شته او دا چې څوک به واکمن وي او واکمني هغه ته دا واک ورکوي، چې خپلې غوښتنې او کلتور په نورو پلی کړي؛ هغوی چې په واک کې نه دي، نو د هغوی اساسي بشري حقونه نه دي تضمين شوي.

په اسلام کې هرڅه بل ډول دي. د لږکيو په نوم هېڅ نشته. یوازې دا ده چې ایا د اسلامي دولت تبع یې او که نه او د اسلامي دولت تبع کېدل په دې مانا چې له تاسو څخه بدني او مادي ملاتړ کيږي.

«په اسلامي دولت کې له ټولو وګړو سره د مذهب، نژاد يا بلې هر ډول موضوع پرته يو ډول چلند کېږي. اسلامي دولت د خپلو اتباعو پر وړاندې د هر ډول تبعیض څخه منع شوی، که هغه حکمي، قضايي يا د خلکو چارو ته لاسرسی وي.» (د خلافت دستور 6 ماده)

همدارنګه «د دولت هر بالغ تبع حق لري چې د امت مجلس غړی شي، نر او ښځه مسلمان او غير‌مسلمان دا حق لري. خو د غير‌ مسلمانانو ګډون په دغه مجلس کې په دوو کارونو پورې محدود دی، چې د حکامو له ظلم او د اسلام له نه تطبيق څخه شکایت وکړي.» (د خلافت دستور 103 ماده)

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا أَوْ انْتَقَصَهُ أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» ( ابو داود)

ژباړه: چا چې په معاهد ظلم وکړ يا يې خوار کړ يا يې د هغه له توان څخه ډېر مسؤليت ورکړ يا يې يو شی د هغه له خوښې پرته ورڅخه واخيست، د قيامت په ورځ زه د هغه مخالف يم.

 رسول الله صلی الله عليه وسلم همدارنګه فرمایلي دي:

«مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا»(بخاري شريف)

ژباړه: څوک چې معاهد(غير مسلمان معاهد) ووژني هغه به د جنت بوی و نه ويني او د جنت بوی له څلوېښتو پسرليو پيدا کيږي.

لکه څرنګه چې موږ وينو له اسنادو داسې ښکاري چې په اسلامي دولت کې توپير يوازې د مسلمان او غير‌مسلمان اتباع ترمنځ شته. خو دا توپير په دې مانا نه دی چې د اتباعو چارو ته دې يو ډول لاسرسی نه وي. دولت ته دا جواز نه لري چې د رعيت تر منځ د ژبې، رنګ، نژاد، جنسيت او دين پر اساس توپير او تبعیض وکړي او مکلف دی چې له ټولو سره د چارو په رسيدګی کې يو ډول چلند وکړي.

ځينې خلک وايي چې د مسلمان او غير ‌مسلمان اتباعو تر منځ توپير تبعیض دی، ځينې حقوق مسلمانانو ته ورکول او غير مسلمان ته نه ورکول لکه په سياسي ډګر کې د ګډون حق.

د دې لپاره چې پوه شو داسې نه ده، بايد د اسلامي شريعت په واقعيت پوه شو. اسلام د ژوند ټولو چارو ته پراخ سيسټم لري. که څه هم چې دا سيسټم له اسلامي عقيدې څخه سرچينه اخلي، خو په معنوي بُعد پورې تړلی نه دی. همدارنګه د داسې قوانينو وړاندې کوونکی دی، چې د دولت په دننه کې تطبيق کېږي. کله چې اسلام د دې نظام د تطبيق امر کوي، د قوانينو او شريعت د تطبيق امر، نه د معنوي او ديني کارونو. په همدې ډول، د شرعي احکامو عملي کول د دولت په ټولو اتباعو کېږي، په استثنا د ځينو ديني اعمالو، چې هلته د هغوی خپل دین غالب دی، په نورو ځایونو کې دین په پام کې نه نیول کېږي.

اسلام انسان ته د انساني صفت په سترګه ګوري او قوانين يې هم د انسان فطرت مطابق جوړ کړي. اسلامي قوانين د انسان ستونزې د انساني فطرت مطابق ځواب کړي، نه له کوم بله پلوه. ستونزې حل غواړي او ستونزې د فطرت مطابق حل شوي دي.  مثلآ اسلامي احکامو کې تبعیض هېڅ ځای نه لري. دا په دې مانا نه ده چې اسلام د ټولو موضوعاتو په اړه ټولو خلکو ته يو واحد حکم وړاندې کوي، بلکې په خپل شريعت کې ځانګړې موضوع او د هغې مشخصاتو ته، چې موضوع ته مناسب او د مشکل سره سم حلاره وړاندې کړي، ډېر پام کوي. مثلآ کله چې اسلام د نر او ښځې اړيکه تنظيم کړه د هغوی ځانګړتياوو ته يې پام کړی. همداشان د مسلمان او غير ‌مسلمان موضوع دواړه توپيرونه لري، نو څرنګه بيا د دواړو لپاره يو ډول احکام په پام کې ونيول شي د دواړو واقعيتونه توپیر لري؛ دا تبعیض نه دی، بلکې له واقعیت سره سم حکم کول دي.

د مثال په ډول، د حاکم کېدو لپاره اسلام مسلمانتوب شرط ایښی، چې غیر ‌مسلمان دا حق نه لري چې حاکم شي او حکم وکړي. ځکه چې اسلامي دولت اسلام په داخل کې پلی کوي او نړۍ ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي. په اسلامي دولت کې د حاکم دنده او رول په اسلامي احکامو راڅرخي او د خلکو روابط د اسلامي احکامو پر اساس تنظیموي او اسلام د دعوت له لارې نړیوالو ته رسوي. نو د پورتنیو کارونو لپاره دا اړینه ده، چې یو څوک باید په اسلام باور او عقیده ولري، هم يې پلی کړي او هم يې  تر نورو ورسوي دا ممکنه نه ده چې یو څوک دې په اسلام باور ونه لري هغه دې پلی او تر نورو ته ورسوي.

په شرعیت کې ډېر داسې شرعي احکام شته، چې اهل‌ذمه ته یې حقوق ورکړي، چې مسلمانانو ته یې هغسي حقوق نه دي ورکړي، بیا هم، دا د مسلمانانو او اهل‌ذمه پر وړاندې تبعیض نه دی، د هغوی د باورونو او عقایدو پر اساس چې کفر او اسلام دی، په ځانګړو موضوعاتو کې یې احکام بیل دي. شارع پر مسلمانانو باندې زکات واجب کړی، چې په اهل‌ذمه نه دی واجب دا ځکه چې زکات عبادت دی او پر اهل‌ذمه باندې عبادت واجب نه دی. شریعت پر مسلمانانو د اړتیا په وخت کې مالیات واجب کړي په داسې حال کې چې په اهل‌ذمه یې نه دي واجب کړي د دې لپاره چې له جزیې زیات نور څه ورڅخه وا نخیستل شي. همدارنګه شارع اهل‌ذمه ته اجازه ورکړې، چې د خنزیر غوښه وخوري او شراب وڅښې او هم يې وپلوري. په داسې حال کې چې پر مسلمانانو دا کار حرام شوی او هغوی مجازات کېږي.

که چیرې په شرعي احکامو کې  ژور فکر وکړو، دې پایلې ته رسېږو، چې په اسلام کې اهل‌ذمه ته تر مسلمانانو ډېر حق ورکړل شوی دی. حقیقت دا دی، چې د خلکو تر منځ او د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول لوړوالی او توپیر نشته، بلکې خلکو ته د هغوی د اوصافو مطابق حقوق ورکول کېږي.

موږ دا ډول کړنې په خلافت کې لرو. کله چې د بدر په غزا کې جنګي اسیران ونیول شول، هغوی د دې پر ځای چې خپلو خلکو ته ورشي لومړیتوب يې دې ته ورکړ، چې له خپلو خلکو سره پاتې شي (د مسلمانانو د ښه چلند له امله) او کله چې مسیحیان په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو خواته پاتې شول. سره له دې چې په بل دین وو، خو هغوی ته حقوق ورکړل شول او له هغوی څخه ملاتړ وشو. ځکه چې بشري حقوق هغوی ته د الله تعالی له لوري ورکول شوي دي، هغوی د اسلامي دولت له لوري ملاتړ شول او دا کار به انشاءالله په نیږدې وخت کې بیا ترسره شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!

فاطمه مصعب؛ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

#خلافت تاسیس کړئ

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#أقيموا_الخلافة

#الخلافة_101

 

د مطلب ادامه...

له برکتي خاورې په ځانګړې توګه خلیل الرحمان ښار له خلکو څخه د حزب التحریر غوښتنه

  • خپور شوی په سیاسي

د الخلیل پېښو او پر مالونو او مقدساتو برید، ټوله سپېڅلې ځمکه خپه کړې، ځکله چې الخلیل ښار د باروتو په یوه داسې بېرل بدل شوی، چې چاودېدو ته نیږدې دی او بڅري به یې ټول فلسطین زیانمن کړي. دا به نو ولې پر ټول فلسطین اغېزه نه کوي، په داسې حال کې چې د خلیل الرحمان خلک د هغه چا اطاعت کوي، چې دوی ته نصیحت کوي او د هغه چا نافرماني کوي چې دوی غولوي، دوی حقیقتونه خپروي او د دښمنانو دسیسې شنډوي. د فلسطین خلک د الخلیل د خلکو رول او دریځ نه هېروي لکه: د ټولنیز امنیت د پروژې په مقابل کې، د CEDAW (د ښځو د حقونو) تړون او د کورنۍ د ساتنې د قانون پر وړاندې، د مذهبي تبلیغ (مسیحي) ښوونځيو د جوړولو مخه نیول او ډېرې نورې سترې کړنې دي، چې تر اوسه د خلکو په حافظه کې ثبت دي. ستاسو دغه قوي دریځ، یهودیان او د اسلام دوښمنان او د دوی مزدوران فلسطیني چارواکي دوښمنۍ ته اړ کړي او هڅه کوي تر څو دغه سپېڅلی ښار ویجاړ کړي.

اې د خلیل الرحمان خلکو! کوم اور چې نن د الخلیل د کورنیو ترمنځ بل شوی، لامل یې یهودي ادارې او فلسطيني چارواکي دي، چې غواړي هیواد مو ویجاړ او خلک یې بې ځایه کړي. هغه ډزې چې په جنوبي سیمه کې د یهودي ادارو تر سترګو لاندې رامنځ ته شوې، دوی پوهېږي چې دا ډزې یوازې تاسې سوځوي او یهودي اسېدونکو ته کوم زیان نه رسوي، که نه نو طرزالعمل به توپیر درلودای. د دې ترڅنګ کومې پېښې چې د امنیتي ادارو په سیمه کې د دوی تر څارنې لاندې ترسره کیږي لکه، د خلکو وژل، شتمۍ یې لوټول او په کورونو کې وېره خپرول، خو امنیتي ادارې اقدام نه کوي، ترڅو هغه کسان ونیسي چې دا ډول پېښې ترسره کوي. په حقیقت کې مجرمین دا جنایتونه کوي، د دوی فلمونه جوړېږي او په وېب پاڼو کې خپریږي، خو پوښتنه دا ده چې ولې دا کسان نه نیول کږي؟ او ولې د خلکو د مال ساتنه نه کېږي. په داسې حال کې چې امنیتي ادارې کولای شي د لاریونونو مخه ونیسي، هغه خلک بندي کړي چې یهودیانو ته زیان رسوي، خو خلک  له دغه فتنه ګرو څخه نشي ساتلی؟ هغه کسان چې خلک وژني، شتمنۍ لوټوي د فلسطیني چارواکو ملګري دي، چې د دوی په امر عمل کوي. د الخلیل د پېښې په اړه د فلسطین د ادارې دریځ او رول د یهودي نیواکګرو ځواکونو له دریځ سره توپیر نه لري، چې په نابلس سیمه کې یې دری تنه په ډېره بې رحمۍ سره د فلسطیني ادارې تر سترګو لاندې شهیدان کړل.

نن ورځ چې کومې پېښې رامنځ ته کیږي چارواکي په هغه کې ښکېل دي. په حقیقت کې په دواړو کورنیو کې د امنیتي ادارو غړي کار کوي، ترڅو د هغو کسانو هڅې شنډې کړي، چې د دغو دوو کورنیو ترمنځ د منځګړو په حیث د اصلاح او جوړجاړي لپاره کار کوي او په دې باندې ټول هغه کسان خبر دي او پوهیږي چې په الخلیل کې له نږدې دغه ګډوډۍ ګوري. همدا چارواکي د خلکو ترمنځ په جګړه کې ښکېل و، نه کورنۍ، بلکې کورنۍ د سونګ هغه توکي دي، چې چارواکي یې د الخلیل د سیمې د خلکو د سوځولو لپاره کاروي. جابري او ابو عایشې کورنۍ هغه باعزته او پېژندل شوې کورنۍ دي، چې په کې غوره کسان موجود دي او کولای شي د هر ډول فتنې مخه ونیسي او هره ستونزه حل کړي. خو د اشغالګرو مزدوران او ځینې عناصر، چې په امنیتي ادارو په ځانګړې توګه په استخباراتي ادارو کې کار کوي، د دواړو کورنیو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي.

ایا د دولت له لوري د نظار بنات د وژلو په سبب د خلکو له پیاوړیو لاریونونو وروسته د ابو عایشه الجباري کورنیو تر منځ د وژنو وخت د شک وړ نه دی!؟ او ولې د دواړو کورنیو تر منځ خبرې هغه وخت لا ډېرې ترنګړې شوې چې خلکو د فلسطین دولت له لوري د لوړو بیو او مالیو په سبب لاریونونه پیل کړل!؟ یو هوښیار انسان ولې داسې فکر وکړي چې تصادف دی!؟

اې په سپېڅلې خاوره او په ځانګړي ډول په خلیل الرحمن ښار کې زموږ خلکو!

حزب التحریر ستاسو له منځه او ستاسو سره دی او ستاسې د مسایلو د حل لپاره هلې ځلې کوي. دغه ډله ستاسو په منځ کې د پېښو پر مهال موجوده وه او د اصلاح لپاره یې کار کاوه او هېڅ کله به تاسې یوازې پرېنږدي. موږ تاسې ته څرګنده کړه چې کوم کسان ستاسې پر وړاندې دسیسه جوړوي او یو ځل بیا درته خبردارۍ درکوو او به اخلاص سره مشوره درکوو، چې د نن ورځې چارواکي ستاسو له دوښمن سره یو ځای کار کوي، ترڅو د هغوی پلان تطبیق او تاسې وشړي. دا ستاسو د وینو، خاورې، عزت او ماشومانو پر وړاندې یوه دسیسه ده، نو مخه یې ونیسئ او ټول د الله سبحانه وتعالې په رسۍ منګولې ولګوئ او د خپل هېواد لپاره له ځانونو د سونګ توکي مه جوړوئ. موږ له تاسو دواړو معززو کورنیو الجبري او العووي څخه غوښتنه کوو؛ د هغو کسانو چې د منځکړي په توګه د روغې جوړې هڅې کوي ورته مثبت ځواب ووایئ، ترڅو ټول هغه کسان چې په دغه سپېڅلې ځمکه کې دسیسې جوړوي، مایوسه شي. هغه څه چې ستاسو دښمنان غوسه کوي ستاسې یووالی او د دسیسه جوړونکو پر وړاندې قوي دریځ دی، الله سبحانه وتعالې فرمایلي دی:

{...فَاتَّقُوا اللَّهَ ‌وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ}[الانفال:۱]

ژباړه: ... نو تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپلمنځي اړیکې مو سمې کړئ. د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، که تاسو مؤمنان یاست.

حزب التحریر ـ د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: محمد هارون رؤفي

 

   

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې