سه شنبه, ۲۰ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

مستعمره کشمير د راشده خلافت په تمه دی، چې د ازادۍ لپاره به یې د پوځي ځواکونو په ورتګ سره د ماشومانو اوښکې پاکې کړي

په کشمير کې هغه وخت لاریونونه پیل شول، چې د ۲۰۲۰م کال، د جولای په لومړۍ د هندو ځواکونو له لوري یو بوډا مسلمان په شهادت ورسېد او وروسته یې په سوپور ښار کې له موټر څخه وغورځاوه. د هغه دری کلن لمسی چې په سفر کې ورسره و،  وروسته یې تصویر اخیستل شوی دی، چې هغه یې پر سینه ناست دی. دغه عمل په پاکستان کې د هغو مسلمانانو سخته غوصه راپارولې، چې د اسلامي امت په بدن کې د مستعمره کشمير د ټپ له امله درد لري.

اې د پاکستان مسلمانانو!

زموږ د درد لامل د ډال (خلافت) نشت دی او بل هم  هغه واکمنانو دی چې ګمراهي یې اختیار کړې ده. د ۲۰۱۹م کال، د اګېسټ له ۵مې د هندو هېواد بې شمېره مشرکینو په مستعمره کشمير کې زموږ د مسلمانانو وروڼو او خویندو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده. دغه راز په زور سره یې هغه تړلي، په مرمیو یې ړانده کړي او وژلي دي. دا تر لمر هم روښانه ده چې اوسني واکمنان به هېڅکله زموږ د مقدساتو د ساتنې لپاره حرکت ونه کړي. دوی د دې کار پر ځای «نړیوالې ټولنې» ته عریضې وړاندې لېږي او ټویټونه کوي، نړیواله ټولنه د ډبرو د بُت حیثیت لري، چې نه زموږ په کومو لاملونو خبره ده او نه هم زموږ لپاره ګټه رسوي. برعکس، همدا ملګري ملتونه دي چې په کلکه د هغه دولت ملاتړ کوي، چې د عمل یا هم خبرو له لارې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی کوي.

ښکاره خبره ده چې یوازې خلافت به زموږ د دوښمنانو لاسونه ونیسي، تر څو د اسلامي امت مقدساتو ته هېڅکله په سپکه سترګه ونه ګوري. زموږ د خپلو سرتېرو له لوري به ساتل کېږي چې د خپل ژوند په بدل کې د پراخه جنت لپاره سوداګري کوي؛ هغه جنت چې الله سبحانه وتعالی د نیکو خلکو لپاره چمتو کړی دی. د اسلام د مقدساتو پر وړاندې درېدل د اسلام پر وړاندې د جنګ اعلان دی، د دې لپاره چې سم لارښود یا امام باید خپل سرتیري، توغندي او وسلې ولېږدوي، تر څو دوښمنان هېڅکله د کوم مسلمان د زیان په اړه فکر ونه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

« إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»[مسلم]

ژباړه: په حقیقت کې امام «خلیفه» ستاسو ډال دی، تر شا یې جګړه کوئ او د هغه تر شا خوندي وئ.

د مسلمانانو د لومړي او غوره امام په توګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قینقا یهودیانو ته له مدیني منورې څخه هغه وخت پوځي ځواک ورولېږه، تر څو دوی وشړي، کله یې چې د یوې مسلمانې مېرمنې عزت ته سپکاوی وکړ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته غاړه ایښودل، ورپسې د امامانو د واکمنۍ په ټوله دوره کې چې د الله سبحانه وتعالی احکام پکې پلي کېدل د امت لپاره د ډال په توګه کار کوي. په دې توګه، کله چې یوه مسلمانه مېرمن د رومیانو له لوري ځورول کېدله، خلیفه په خپله د عاملینو د مجازات کولو لپاره د پوځي ځواکونو مشري وکړه او عموریه یې ازاده کړه. د مودي د پلرونو پاچا، راجا دایر له لوري پر حجاج مسلمانانو ظلمونه د محمد بن قاسم  د لښکرو له تورو سره مخ شول.

اې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې مسلمانانو!

د مستعمره کشمير مسلمانان د هندو اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې د مقاومت لپاره صبر کوي. دوی نړیوالې ټولنې ته سترګې په لار نه دي چې له دوی سره یې د لسیزو راهیسې خیانت کړی دی، دوی تاسو ته سترګې په لار دي. د خالد بن ولید، صلاح الدین او محمد بن قاسم رضی الله تعالی عنم اولاد ته انتظار باسي چې دوی ازاد کړي. د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس لپاره نصرت ورکړئ، چې پر تاسو امر وشي، تر څو له ځنډ پرته د سرينګر پر لور حرکت وکړئ او د مظلومانو اوښکې پاکې کړئ. حزب التحریر ته د شیخ عطا بن خلیل ابو رشته تر مشرۍ لاندې نصرت ورکړئ، چې د با ایمانه سړیو له لوري د بریا او شهادت په لاره کې رهبري شئ.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د عبادت لپاره د ایاصوفیې د بیا پرانیستلو پر سر بحثونه

خبر

د استانبول د فتحې ۵۶۷مې کالیزې مراسم د کرونا ویروس له ناورین سره سره بیا هم په ډېر شور او ځوږ سره تر سره شول. دغه مراسم په ایاصوفیه جومات کې نیول شوي وو او په پیل کې یې الفتح سورة تلاوت کړه. ولسمشر اردغان د قرانکریم له تلاوت څخه وروسته د ویډیویي کنفرانس له لارې راښکاره او خبرې یې پیل کړې. خپلې خبرې یې د یاد سورت په مانا سره پیل او ویې ویل: «فتح د ویرانۍ نه بلکې د ابادۍ، د تخریب نه بلکې د بیا جوړولو، د ظلم نه بلکې د عدالت، د تحقیر نه بلکې د فضیلت او د نفرت نه بلکې د مینې او خوښۍ یوه بېلګه ده.» (https://www.yenisafak.com/ 29/05/2020)

دغه مراسم به هر کال د استانبول د فتحې د کالیزې لمانځلو لپاره نیول کېدل. دغه مراسم سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه او ډېرو لوړو احساساتو ولمانځل شول. هغه څه چې سږ کال یې یادو مراسمو ته شان او شوکت ورکړ، هغه د الفتح سورة تلاوت و. که څه هم له دې وروسته په ټلوېزیونونو کې د ایا صوفیې بدلول له موزیم څخه په جومات، بحثونه راپورته شول.

سیاسیونو د ایاصوفیې بدلول په جومات باندې په تېرو څو کلونو کې د ځان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلله. خو ځینو سیاسیونو بیا تر نن پورې په دې هکله کومه جالبه خبره نه ده کړې، ځکه چې د ایاصوفیې د مسجد تړل او موزیم ته بدلول داسې یوه مساله وه چې د کمال اتاترک په وسیله د خپلو غربي بادارانو په لارښوونه عملي شوې وه. ځکه نو د نورو جوماتونو په څېر د هر لمانځه لپاره د ایاصوفيې بیا پرانیستل یوه لویه سیاسي غوښتنه او له استعمارګرانو څخه اجازې اخیستلو ته اړتیا لري.

په دغو ورځو کې موږ وینو چې دغه موضوع ډېره ګرمه ساتل شوې او بحثونه ورباندې کېږي. ټول مخالفین په ځانګړي ډول CHP (د خلق جمهوري غوښتونکی حزب) له یادې موضوع څخه ملاتړ کوي او له اردوغان سره یې د بحث مساله نه ده ګرځولې. په اصل کې Faik Öztrak د CHP (د خلق جمهوري غوښتونکي حزب) ویاند وویل: «زموږ نظریه خو روښانه ده، که چېرې تاسو دغه جومات پرانیزئ نو هېڅوک به هم ستاسو مخنیوی ونه کړي. دغه کار یوازې یوه قانون ته اړتیا لري.» ځکه چې اوس برېتانیا هم  ویلي په یاده مساله کې د مخالفت پر ځای باید هغه څه ترسره شي، چې خلک یې غواړي.

له بل پلوه اردوغان د دغه مسالې په هکله په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل نظرونه درلودل. نوموړي د ۲۰۱۹م د مارچ په ۲۴مه وویل: «موږ تل پردې ټینګار کوو، چې دا کار باید ترسره شي موږ غواړو چې دغه ځای ته د موزیم پر ځای د ایاصوفیه د جومات نوم ورکړو او قران باید پکې تلاوت او لمانځونه پکې ادا شي. دغه پرېکړه یوازې زموږ ملت کولی شي.» (sabah.com 05/06/2020) نوموړي د جون په ۹مه د TRT په چینل کې په ژوندۍ بڼه وویل: «یاده مساله د هېواد د هیات شورا په پرېکړه پورې اړه لري او له دغه پرېکړې وروسته چې هر کار ته اړتیا وي، په خپل وخت سره به ترسره شي. اردوغان د ۲۰۲۰م د جون په ۱۷مه د مرکزي اجرایوي کمېټې په غونډه کې وویل: «زه هیله لرم چې د هېواد د مجلس له پرېکړې وروسته به موږ، لمونځ د ایاصوفیه په جومات کې ادا کوو.»

د دغو ټولو خبرو پر اساس ویلای شو چې: د ایاصوفیې عبادتخونه له موزیم څخه جومات (عبادتځای) ته بدلول د اردوغان په واسطه ترسره شوه. نوموړی داسې یو شخص دی چې تل د کورنیو او بهرنیو مصلحتونو په نظر کې نیولو سره ډېری کارونه ترسره کوي.

1-                        نوموړي په کور د ننه، ښایي دغه کار د دې لپاره کړی وي چې نوموړی او حزب یې د ۲۰۲۳م کال یا له هغو څخه مخکې ټاکنو کې رایه ترلاسه کړي.

2-                        له هېواده بهر به هم نوموړی وتوانېږي چې مسلمانانو ته چل ورکړي او وبه وایي چې دی د مسلمانانو په استازیتوب، د امریکا له خوا پر مسلمانانو د تپل شوې جګړې پر وړاندې ولاړ دی.

3-                        همدارنګه نوموړی کولای شي له یادې مسالې څخه له اروپایي هېوادونو سره په اړیکو کې د ګواښ په توګه ګټه واخلي.  

 پرته له دې چې ایاصوفیه د مسلمانانو عبادتځای دی او په قطعي ډول باید جومات پاتې شي. د الله سبحانه وتعالی له اجازې سره سم، کله چې راشده خلافت بیا تاسیس شي نو بیا به د کوم محکوم کوونکي او یا له شخصي تجارت پرته به ایاصوفیه او دې ته ورته ځایونه د مسلمانانو د عبادت کولو پرمخ پرانيزي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد حنفي یغمور

 

د مطلب ادامه...

د ټولو ستونزو لپاره د امریکا سیاسي حل لاره؛ د شام انقلاب پای ته رسول او د واکمن نظام غېږې ته ورګرځېدل دي!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په دمشق کې د امریکا سفارت په یو ټويټ کې ویلي: «د سوریې د اوسني دولت لپاره د وتلو یوازنۍ مناسبه تګلاره د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پرېکړه ده.»  سفارت زیاته کړې: «د سوريې د خلکو حقونو او ارادې ته په درنښت او د سیاسي حل لارې پلي کېدو لپاره باید دولت بنسټیز او پر ځای ګامونه پورته کړي. له دې پرته به د سوریې دولت له زیاتو بنديزونو سره مخ شي او منزوي به شي.» د سفارت په ټویټ کې زیاته شوې: «څنګه چې سفیر جیفري په ځلونه ټینګار کړی چې بشارالاسد او د نوموړي حکومت د سوریې د اقتصاد پاشلو په تړاو په مستقیم ډول مسول دی.»

الرایه: تر دې وروسته داسې نښې نشته چې د اسد له ظالم نظام څخه د امریکا دوامداره ملاتړ وښيي او همدارنګه داسې نښې هم نشته چې متحده ایالاتونه دې د اسد په ستونزو او تنګځای کې راګېر نظام وژغوري؛ هغه نظام چې د سوریې پر مسلمانو وګړو یې سخت ظلمونه وکړل او دوه میلیونه سوریایي وګړي یې شهیدان کړل.

په ټوله کې دا ویلی شو چې د امریکا سیاسي حل لاره او د امنیت شورا ۲۲۵۴ پرېکړه د اوسني ظالم نظام له پاتې کېدو پرته بل څه نه دي او دا چې هغه وژغورل شي او یا نه، توپیر نه کوي او بله موخه یې د انقلابیانو تیت‌پرک کول او سرغړونې ته هڅول دي. 

ټولو لاملونو ته په کتو، له رهبرانو او لوړپوړو کسانو سره د سوریې د حکومت نسکورېدو لپاره د شام د انقلاب دوام او د دغه ظالم نظام له شر څخه د خلکو ژغول اړین او لازمي دي.

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

ایا د سرو زرو پر هغو ګاڼو زکات شته، چې د سپما په موخه ساتل شوي وي؟

  • خپور شوی په فقهي

لیوای سبېح ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم زموږ قدرمن امیر صاحب!

ایا د سرو زرو پر هغو ګاڼو زکات شته چې د سپما په موخه ساتل شوي وي ؟ جزاک الله خیر! الله سبحانه وتعالی دې ستاسې په لاسونو دغه دعوت ته بری ور په برخه کړي...

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

۱. ګاڼې یا زیورات هغه څه دي چې یوه ښځه يې د ځان ښایسته کولو په موخه کاروي. له سرو یا سپینو زرو جوړ شوي توکي پر مړوندونو، غاړې، غوږونو او د بدن پر نورو برخو ځړوي، ترڅو ځان پرې سینګار کړي.

د ګاڼو زکات نشته، هغه که د سرو او سپینو زرو او یا هم نورو قیمتي غمیو لکه مرغلرو، یاقوتو، زمرودو او نورو ارزښتناکو ډبرو څخه جوړ شوي وي. که ګاڼې زیاتې وي یا کمې؛ که ټاکل شوي نصاب ته رسېدلي وي او یا تر هغه هم زیاتې وي، بیا هم پر دې ټولو شیانو باندې هېڅ ډول زکات نشته، ځکه دا د اغوستلو توکي دي، دا شیان یوه ښځه د سینګار او ښکلا لپاره کاروي.

اللیث بن سعد له ابي الزبیر او هغه له جابر رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ليس في الحليّ زكاة» ژباړه: پر زیوراتو زکات نه شته. ابن قدامه دا حدیث په المغني کې را اخیستی دی.

ابو عبید له عمرو ابن دینار څخه روایت کوي، دی وایي:«له جابر بن عبدالله څخه پوښتنه وشوه چې ایا د ګاڼو زکاته شته. هغه وویل، "نه". دوی ورته وويل که تر ۱۰زرو هم واوړي؟ ده ورته وویل، "هو".»

عبدالله ابن القاسم له خپل پلار څخه روایت کوي چې وایي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې حضرت عایشه رضی الله عنها سره په کور کې د دې یتیمې خورزې اوسېدلې، دې به په زیوراتو سینګارولې، هغې (رضی الله عنها) به د دغو زیوراتو زکات نه ورکاوه.» (دا حدیث امام مالک په الموطا کې روایت کړی دی)

د عمرو ابن شعیب په حدیث کې متن په دې ډول راغلی دی: «یوه ښځه چې لور يې هم ورسره وه او د سرو زرو دوه بنګړي یې په لاس وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «هل تعطين زكاة هذا؟» ژباړه: ایا د دې زکات ادا کوې؟ هغې ورته وویل: "نه" رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أيسرُّك أن يُسوِّرك الله بهما بسوارين من نار»

. ژباړه: ایا ستا دا خوښه ده چې الله سبحانه تعالی د دې پر ځای د اور بنګړي در په لاس کړي؟ ابو عبید د دغه حدیث په اړه وايي: «موږ یوازې دومره پوهېږو چې دا حدیث فقط یو ځلې روایت شوی دی، چې د روایت په سلسله کې یې خلکو هم اوس او هم په تېر وخت کې بحث کړی دی.» الترمذي وايي: «هیڅ شی تر دې عنوان لاندې نه راځي.»

هغوی چې په دې اند دي چې د ګاڼو زکات نشته عبارت دي له: ابن عمر، جابر، انس، عایشه، اسما، القاسم، الشعبي، قتاده، محمد بن علي، مالک، الشافعي، احمد، ابو عبید، اسحاق او ابو ثور څخه.

دا و د ګاڼو په اړه، هغه څه چې ښځې يې د سینګار په توګه کاروي، البته که د سوداګرۍ لپاره وي، نو د هغو ګاڼو زکات باید ادا شي چې د سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

۲. خو که چېرې ګاڼې نه د سینګار او نه هم د سوداګرۍ لپاره ساتل شوي وي، او پرته له اړتیا څخه د سپما په موخه ايښودل شوي وي، دا بیا په کنز (ذخیره کولو) کې راځي. دا کار حرام دی که څه هم زکات یې ورکول کېږي.

د مال د ذخیره کولو د مانا په اړه الله سبحانه تعالی فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ * يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ﴾ (التوبه ۳۴-۳۵)

ژباړه: هغه کسان چې سره او سپین زر ذخیره کوي او د الله په لار کې یې نه صدقه کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه. یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره ددې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي. دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره ذخیره کړي وو، نو خوند وڅکئ د هغه څه چې  تاسې ذخیره کړي وو.

امام احمد په یوه صحیح روایت کې له ابي امامه څخه روایت کړي دي چې وايي: «د اهل صفه له ډلې څخه یو نفر وفات شو، د هغه په جامو کې یو دینار وموندل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَيَّة» ژباړه: «دی به وسوځل شي» بیا وایي: یو بل نفر هم وفات شو او د هغه په جامو کې دوه دیناره وموندل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَيَّتَان» ژباړه: «‌دی به دوه ځله وسوځي»

الطبري هم د روایت له ورته سلسلې سره همدا حدیث له ابي امامه الباهلي څخه روایت کړی دی. دا شواهد په څرګنده د سرو او سپینو زرو له ذخیره کولو څخه مسلمانان منعه کوي، که څه هم دوه دیناره او حتی یو دینار وي؛ تر هغو چې دا پیسې له کوم هدف څخه پرته ذخیره شوي وي.

سربېره پر دې، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د دغو دوو کسانو په اړه ځکه وکړله چې دغو کسانو د صدقاتو له لارې خپل ژوند تامیناوه، خو بیا یې هم سره زر ساتلي وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كية» یو ځلې سوځل «كيتان» :دوه ځلې سوځل. دا د الله تعالی د دغې ارشاد له مخې:

﴿يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ [التوبة :۳۵]

ژباړه: یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دغو خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي.

دا ایت د کنز یا ذخیره کولو په اړه دی. دا د ذخیره کولو د حرمت په اړه څرګند دلیل دی، که سپما د زکات نصاب ته رسېدلی وي یا نه، زکات یې ادا شوی وي یا نه ـ په هر حالت کې د سپما ټول ډولونه حرام دي.

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

 

 

د مطلب ادامه...

بشریت نور د کپیټلېزم دا دروند بار پر اوږو نه شي وړی، د بشریت د ژغورنې لپاره اسلام حاکم کړئ

  • خپور شوی په سیاسي

په پاکستان کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه دا روښانه شوې چې کپیټلېزم په سخت کړکېچ کې دی. ان د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې د نړیوال اقتصاد د ټیټېدو شواهد وو. په نړیواله کچه عامه بېړنۍ روغتیا وضعیت نور هم خراب کړ. 

د څو غربي کپيټلېسټانو په لاس کې د ټولې شتمنۍ راټولېدل اوس نه د غرب خلکو ته د زغم وړ دي او نه نورې نړۍ ته. ان په دغه ناوړه حالت کې هم د په امریکا کې د میلیاردرانو شتمني سلګونو میلیاردو ډالرو ته ورسېده. د څو ځانګړو کپيټلېسټانو شتمني تر ټرېلیونونو رسېږي او نوره نړۍ بیا د مالیې له لوړېدو، د پورونو له ډېرېدو، د سوداګریو له نړېدو، د بېکارۍ له اوج ته رسېدو او بېوزلۍ له زیاتېدو سخت په ستونزو کې دي. پاکستان د نړیوال اقتصاد له ټیټېدو سره له ډېرو ستونزو سره مخ دی، اقتصاد یې پر صادراتو، د پیسو په لېږد او با ارزښته شیانو په واردولو پورې تړلی. د کووېډ-۱۹ پر مهال قرنطین یې اقتصاد نور هم کمزوری کړ، سوداګرۍ ودرېدې، عایدات نه وو او د بېکارۍ کچه لوړه شوه.

څو غربي کپيټلېسټان او سیمه‌ییز همکاران یې په خپل حال دي، بلکې لا چاغېږي. یوه اصلي وسیله یې پر پاکستان باندې سودي پورونه دي. اوسمهال یې له اووه ټريلیونو روپیو نه درې ټرېلیونه سود دی. د تېر کال سود یې په نړۍ کې بې ساری و. روان کال هم همداسې درواخلئ، د دغه سود د ورکړې لپاره یې سږ کال د مالیې ټارګېټ پنځه ټریلیونه روپۍ دی، له تېر کال څخه یو ټریلیون زیات، د پیسو نړیوال صندوق یا آی اېم اېف ترې غوښتي چې تر ۲۰۲۴/۲۰۲۵ م کلونو پورې هر کال مالیه تر لسو ټریلیونو روپیو زیاته کړي.

د نړۍ او سیمې په کچه نور د کپیټلېزم دوام د منلو نه دی. کوم څه چې یو وخت خلکو ته د بهترین اقتصادي ماډل په توګه وړاندې شوی و، اوس د خلکو په وحشتناک خوب بدل شوی. اوس تر بل هر وخت ډېر د اسلام حاکمیت او د اسلام بې نظیره اقتصادي نظام ته اړتیا ده چې شتمني ځانګړو کسانو ته نه ور ټولوي، بلکې وېشي یې. له څو ځانګړو کسانو سره د پیسو راټولول؛ لکه د سود پر اساس مالیه، د معدنونو او انرژۍ خصوصي ملکیت کول او د سهامو د شرکت جوړښت له منځه وړل به دغه نړۍ اسوده کړي چې اوس یې په اوږو د کپيټالېزم دروند بار دی. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مسباح عمیر-پاکستان

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر ښځو برخې د سریبرینیکا د نسل وژنې ۲۵ یاد په اړه کمپاین پیل کړ: Featured

«۲۵ کلونه تېر شول: له سریبرینیکا څخه درس او عبرت»

سریبیایي ځواکونو په بوسنیا کې د سریبرینیکا پر مسلمانانو د ۱۹۹۵م، د جولای په ۱۱مه ډله ییز برید وکړ، چې په لسګونو زرو مسلمانانو د سریبیا د پوځ له برید څخه په شمال ختیځه بوسنیا کې پناه واخیسته. دغه ښارګوټی د ملګرو ملتونو له لوري د «خوندي سیمې» په توګه اعلان او پېژندل شوی و، چې د ملګرو ملتونو په وسیله خوندي و. د سریبرینیکا د نیولو په ورځو کې د سربیانو له لوري ۸ زره مسلمان نارینه او ماشومان په بې رحمانه توګه وژل شوي وو. دا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپایي خاوره کې تر ټولو ناوړه جنایت بلل شوی دی. د ډله ییزې وژنې تر څنګ له ۲۵زرو څخه تر ۳۰زرو مسلمانې مېرمنې، ماشومان او بوډاګان د صربستان له لوري د مسلمانانو د توکمیز کمپاین د یوې برخې په توګه له خپلې خاورې شړل شوي وو. د سریبرینیکا له مسلمانانو سره ملګرو ملتونو ژمنه کړې وه‎ چې هغوی به ساتي، خو هېڅکله یې ملاتړ ونه کړ. دغه راز دوی ته ژمنه ورکړل شوې وه چې غربې حکومتونو ته به د ناټو له لارې د سریبیانو بريدونه ودروي، خو دا مرسته هېڅ عملي نه شوه. په حقیقت کې، ملګري ملتونه نه یوازې د سریبرینیکا نیولو او ورپسې د ډله ییزې وژنې په مخنیوي کې پاتې راغلي، بلکې په دې ښار کې یې د بوسنیا مسلمان جنګیالي بې وسلې او د دوښمن پر وړاندې یې کمزوري کړل. د پوټکواري کلي کې د ملګرو ملتونو بله سوله ساتې اډه، په لسګونو زره مسلمانان چې د سریبرینیکا اوسېدونکي وو او له سریبیايي ځواکونو څخه یې د ساتنې غوښتنه کوله، خو د سریبیایي ځواکونو له لوري سیمې ته له ورننوتلو سره سم د ترور له کمپاین سره مخ شول.

دوی په سلګونو مسلمانان ووژل، ماشومان یې غرغره کړل او پر بې شمېره مسلمانو ښځو او نجونو یې جنسي تېری وکړ.  د دغو جرمونو ډېری برخه ملګرو ملتونو ولیدل او په درولو کې یې پاتې راغلل.

د سریبرینیکا له وحشیانه نسل وژنې څخه پنځه ویشت کاله وروسته یې هم قربانیان د زرګونو سرتېرو پر وړاندې عدالت ته سترګې پر لاره دي، چې د دوی او  هغوی د کورنیو پر وړاندې یې خورا ډېر جنایتونه ترسره کړي دي. دلته هېڅ داسې هیله نشته چې دوی به کله د عدالت لپاره خپله مبارزه ګټي. د سریبرینیکا نسل وژنه یوازې د بوسینا په جګړه کې د بوسنیایي مسلمانانو پر وړاندې د سرب ځواکونو له لوري د تر سره شوو ظلمونو یوه برخه وه، په داسې حال کې چې د نړۍ مسلمانو او غیر مسلمانو حکومتونو تر څار لاندې هم و. د بوسنیا درې کلنې جګړې، له ۱۹۹۲م څخه تر ۱۹۹۵م پورې، په بوسنیا کې د سرب ګوندونو په توګه له سلګونو ښارونو او کلیو څخه د مسلمانانو نسلونه پاک کړل. د سریبیا جمهوري دولت هڅه وکړه چې د لویې سریبیا په اړه د خپل ملي لیدلوری له مخې د ډرینا سیند په اوږدو کې له توکمیزه پلوه سوچه سریبیایي سیمه رامنځته کړي.

د دوی ځواکونو په سیستماتیک ډول کورونه ویجاړ کړل او په لسګونو زره مسلمانان، چې ښځې، ماشومان او مشران پکې وو، په بې رحمانه توګه ووژل. د جګړې په جریان کې ۱۰۰زره کسان ووژل شول، ۲.۲ میلیونه بې ځایه شول او پر ۵۰ زره مسلمانو ښځو او نجونو د سربي ځواکونو له لوري جنسي تېری وشو، چې  د دې نه بښونکي جنایت له کبله ډېری مېرمنې اميدواره شوې. دغه راز په زرګونو بوسنیايي مسلمانان د سرب د سرتېرو په کمپونو کې بندي شوي وو، چې هلته نه یوازې له لوږې سره لاس او ګرېوان وو، بلکې شکنجه شوي او حتی وژل شوي هم وو.

 د سریبرینیکا له ډله ییزې وژنې کلونه وروسته، نړۍ ژمنه وکړه چې «هېڅکله به بیا دا جنایت نه ترسره کېږي، دا معاصر تاریخ به له دې تور داغ څخه عبرت واخلي. نن ورځ موږ د بوسنیا جګړه، وژنې او جنایتونه وینو او د سریبرینیکا نسل وژنه په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تکرار شوې ده... په ځينو وختونو کې د سریبرینیکا له جنایتونو ناوړه هم تر سره شوي دي. لکه په سوریه، میانمار، کشمير، فلسطین، یمن، ختیځ ترکستان او د هندوستان په ګډون د مسلمانانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او غربي او مسلمانو دولتونو د مسلسلې بې باورۍ او پېچلتیا شاهدان یو.

د سریبرینیکا نسل وژنې د ۲۵مې کالیزې لپاره، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې یو رښتینی کمپاین پیل کړی دی: «د ۲۵ کلونو په تېرېدلو سره: له سریبرینیکا څخه درس او عبرت» رښتیني عبرتونه روښانه کوي، چې باید له دې بشري تراژيدۍ څخه زده کړه وشي. دا چې د نسل وژنې ميراث چې زموږ امت ته زیان رسوي، هغه څنګه له منځه وړل کېږي، تر څو تاریخ تکرار نه شي. دا به په ګوته کړي چې څنګه د تېرو ظالمانه پېښو یادونه باید له موږ سره مرسته وکړي، تر څو زموږ د هېواد په ګډون د مسلمانانو په توګه د امنیت او عدالت د تر لاسه کولو لپاره خپل راتلونکی بدل کړو. په حقیقت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن باید له یو غار څخه دوه ځله ونه چیچل شي.

کمپاین کولای شئ په لاندې پتو وڅارئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/19753.html
https://www.facebook.com/WomenSharia/

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

د مطلب ادامه...

اسلامي احکامو او ارزښتونو ته سپکاوی ادامه لري؛ آیا څوک شته چې دفاع ترې وکړي؟ Featured

د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعو انستیتیوت د «زده‌کړه او سیاست: د افغانستان د پوهنې په نصاب کې د دیني راډیکالېزم رېښه‌موندنه» په نامه یوه څېړنه خپره کړې، چې په ښکاره یې پکې پر اسلامي ارزښتونو، عقایدو او احکامو بریدونه کړي او ټينګار پکې شوی چې د اسلامي مسایلو تدریس د راډيکالېزم او افراطیت لامل کېږي.

دغه بنسټ یوازې د څېړنې پر خپرولو بسنه نه ده کړې، بلکې په ډېره بې‌شرمۍ حللاره ورکوي څو د افغانستان د پوهنې کتابونه له اسلامي مسایلو پاک کړل شي. په داسې حال کې چې دا ډول څېړنې او نظرونه خپله تاوتریخوالي ته لار هواروي؛ دا هغه موخه ده چې غربي ډونران او تمویلوونکي یې په لټه کې دي. دغه انستیتیوت د دې لپاره چې د خلکو له نیوکو ځان خلاص کړای شي، د دا ډول څېړنو او لیکنو ټول مسوولیت د لیکوال او څېړونکي پر اوږو وراچوي. په داسې حال کې چې دغه انستیتیوت په خپلو پرلپسې څېړنو او نظرپوښتنو کې تل پر اسلام ایډيولوژيکه او یو اړخیزه حمله کړې ده او اسلامي ارزښتونه یې له «راډيکالېزم»، «بنسټپالنې» او «تندلارۍ» سره مترادف تعریف کړي دي.

که څه هم د تېرو شلو کلونو په بهیر کې د افغانستان د پوهنې درسي نصاب څو ځله بیاکتل شوی او یوه ستره برخه اسلامي ارزښتونه ترې حذف کړل شوي او د ډيموکراسۍ پر مفاهېمو بدل شوي دي. مګر له اسلام سره د سیکولرانو دښمني دومره ژوره ده، چې حتی د پوهنې په نصاب کې یې د اسلام فردي مسایل هم ونه زغمل، په «راډيکالېزم» پورې یې وتړل او له درسي نصابه د ټول اسلام د حذف غوښتنه کوي. په دې څېړنه کې الله سبحانه و تعالی، د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم، اسلامي عقایدو، د اسلام له نظره د ژوند موخې، جهاد، مجاهد، زکات او نورو اسلامي ارزښتونو او عقایدو ته سپکاوی شوی دی. دلته د دغه سپکاوي‌لیک یوې کوچینۍ برخې ته اشاره کوو:

  • په څېړنه کې په ډېره بې‌باکۍ نیوکه شوې چې ولې د -پښتو او دري- ژبو او ادبیاتو ټول کتابونه په حمد او نعت یعنې د الله سبحانه او تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ثنا او ستاینه پيلېږي. (ص۳۸)

  • د څېړنې په یوه برخه کې په ډېره بې‌شرمۍ ویل شوي دي چې باید د ښوونځي زده‌کوونکو ته ونه ویل شي چې "سم او د انتخاب وړ دین یوازې اسلام دی"؛ دا مسله د دیني «راډیکالېزم» لامل کېدای شي. (ص۶۶)

  • په څېړنه کې په ډېره زړورتیا ویل شوي چې د نورو پر بتانو او خدایانو باید حمله ونه شي. همدارنګه بیان شوې، د افغانستان د پوهنې په کتابونو کې چې څنګه الله سبحانه وتعالی ذکر شوی، دا د نورو خدایانو د حذف لامل کېږي، یوازې د مسلمانانو خدای پاتې کېږي او دا په زده‌کوونکو کې د دیني «راډيکالېزم» لامل کېږي. (ص۵۷-۵۸)

  • په څېړنه کې په ډېره بې‌باکۍ راغلي چې په درسي نصاب کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې بیت المقدس انځور راوړل د دیني «راډيکالېزم» لامل کېږي. (ص۷۹-۸۱)

  • په څېړنه کې پر دې موضوع ډېر فضولانه انتقاد شوی چې ولي په درسي کتابونو کې راغلي چې د زکات یوه مستحقه ډله مجاهدین دي. (ص۴۴-۴۵) حال دا چې  دغه موضوع قطعي حکم او د قرآن‌کریم صریح آيت دی، چې مجاهدین له هغو اتو ډلو څخه یوه ده، چې زکات باید ورکړل شي.

  • په څېړنه کې په ډېرې بې ادبۍ د مجاهد دا ډول تصویر وړاندې شوی دی: «مجاهد پر خپل قطعي نظر له خپل ځانه پرته د هر انسان د له منځه وړلو لپاره راولاړېږي» (ص۴۴-۴۵) په داسې حال کې چې دغه ټکی خورا ستر اسلامي ارزښت، د اسلام تاریخ او د افغانستان هغه ستره برخو خلکو ته سپکاوی دی، چې د شوروي او امریکا پر وړاندې جهاد کې یې ونډه درلوده.

  • په څېړنه کې ډېر چټيات ویل شوي، چې د دغه متن «د ژوند لومړۍ موخه د یوه الله عبادت دی» تدریس او دا چې د نېکمرغۍ لاره یوازې مستقیمه لاره [صراط مستقیم] ده، د زده‌کوونکو د قطعي لیدلوري او راډيکالېزم لامل کېږي. (ص۵۳-۵۴)

په واقعیت کې په ډيموکراتیک نظم او د سیکولرانو په حاکمیت کې هر څوک او هر بنسټ جرات پيدا کوي څو د بیان ازادۍ او څېړنې په نامه اسلامي ارزښتونه او عقاید تر پوښتنې لاندې راولي. په مقابل کې یې هېڅ ارګان او بنسټ نشته چې د دا ډول بې‌حیایۍ، سپکاوي او حملو مخه ونیسي او پر وړاندې یې ودرېږي. په داسې حال کې چې که څو کاله مخکې دا ډول سپکاوی‌لیک خپور شوی وای، له سختو غبرګونو سره مخ کېده؛ خو نن د اسلام د حاکمیت په نشتوالي کې مقدساتو ته سپکاوی کېږي او فضا یې داسې جوړه کړې چې که څوک یې پر وړاندې غږ اوچت کړي، په بېلابېلو نومونو او ټاپو ځپل، ترور او خفه کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

کله چې د غرب تمدن د کورنۍ تر انګړه راورسېد د سیکولرېزم ټغر باید ژر تر ژره ټول او د خلافت خور شي

  • خپور شوی په سوډان

د کار او ټولنیزې پراختیا وزیرې لینا الشیخ تایید کړه، چې وزارت یې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د یوې څانګې په رامنځته کولو سره د ښځو ساتنې ته د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړی، تر څو په سوډان کې د ښځو د وضعیت د ښه والي او عزت د ساتنې لپاره کار وکړي. نوموړې په سوډان کې د جنډر پر اساس د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د ګام اخیستلو لپاره د یو سند تصویب هم تایید کړ او  یادونه یې وکړه، چې وزارت یې د پولیسو او کورنیو چارو وزارت او ماشوم ساتنې واحد سره په همغږۍ کې د کورني تاوتریخوالي راپورونه د تر لاسه کولو لپاره د ټیلفون پر کرښه ځانګړې څارنه پیل کړې ده، چې له نړیوالو معیارونو سره سم رواني، ټولنیزو، روغتیايي او حقوقي ملاتړ ته هم پکې اشاره شوې وه. (سونا د ۲۰۲۰م، د جون ۱۹مه)

له بده مرغه د انتقالي حکومت وزیران په غرب کې ژوند کوي، فساد، انحطاط او ټولنیز بېلوالی په دوی پورې تړلی دی... بیا هم دوی زموږ د ساتنې او د قانون په رڼا کې د ښه ژوند ژمنې کوي، تر څو خپلې موخې او اهداف د غربي تمدن له زوال څخه راوباسي!! دا مساله هم د یادولو وړ ده چې ډېری غربي هېوادونه ټولنې ته له سخت زیان رسولو وروسته خپل قوانین تعدیلوي. دا د دې لپاره چې ښځې د رول ارزښت له شدید حالت څخه راوګرځوي، چې فېمینست نظریاتو یې د کورنۍ جوړښت ته زیان ورسولو. زموږ په هېواد کې حکومتونه او سازمانونه د ناوړه غربي ټولنیزې تجربې پر لور حرکت کوي، د قانون مسوده چمتو کوي او د ناوړه غربي افکارو پر اساس پالیسۍ جوړوي، چې ادعا کوي دا د پرمختګ نښه ده او دوی به د ښځو لپاره ښه شرایط برابر کړي. په داسې حال کې چې دا مسموم شوي افکار او نظریات دي، چې په غرب کې هم بې ګټې ثابت شول!!

د ملګرو ملتونو پلاوي هېڅکله هم دا خوب نه و لیدلی چې په یوه اسلامي هېواد کې د رسمي رسنۍ په چوکاټ کې د قانون په جوړولو کې ونډه واخلي، چې د خپل حساسیت له امله یې پر ټولنیز اړخ باندې اغیز کوي!! مګر دا کار د انتقالي دورې په رڼا کې کېږي. په سوډان کې یې د ټولنیز امنیت لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړې دي، تر څو زموږ د ټولنې لپاره د بهرنیو ارزښتونو په پلي کولو سره، موږ له کلتوري میراث څخه لیري کړي، لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزه، د جنسیت پر اساس تاوتریخوالی او جنسي تاوتریخوالی... دغه پټې مفکورې یوازې د ټولنې د نړیوال کېدو او کورنۍ د ټوټه کېدو د اجنډا لپاره لاره هواروي، چې له غرب څخه یې سرچینه اخیستې ده او دا په سوډان کې د میرمنو له حقیقي ستونزو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

 په لنډه توګه د وزیرې له لوري د اعلان شوو تقنیني، قضايي او اداري تدابیرو نیول، نه یوازې د کورني تنظیم په اړه د ټولو شرعي احکامو لغوه کول دي، بلکې د هغه پر ځای د بشر په لاس د جوړ شوو قوانینو ځای پر ځای کول دي، چې د سپکاوي لامل کېږي. د پلرونو او مېړونو پر وړاندې د ښځو او ماشومانو د واک لوړولو په وسیله د کورني موقف د له منځه وړلو سربېره د کورنۍ هویت هم له منځه وړي. د داسې تګلارو د فعاله کولو لپاره لاس په کار دي چې کورني مسوولیتونه د سړي په قوامیت وننګوي او میندې خپل اصلي مسوولیتونه له لاسه ورکړي...

د جنډر پر وړاندې د تاوتریخوالي انګېرنه د ناروغ سړي تخیل ته اشاره کوي چې غواړي ټولنه خرابه کړي او د تاوتریخوالي د موجودیت په تېرېدلو سره د کورني ژوند یووالي او اتحاد ته جدي زیان ورسوي، ځکه چې لنډ لیدلوری سیکولر انفرادي لید ته ګوري، دا د بشري غوښتنو او ارمانونو لپاره له ارزښتونو او ايډيالوژيو لیرې دی. د غرب نمونه اخیستل له داسې اختلالاتو څخه ډکه ده چې د خپل ناوړه ژوند په هره شېبه کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي، چې په پایله کې د تاوتریخوالي د خطرناک تناسب له امله د ځان وژنې لامل کېږي.

اې د سوډان خلکو: سالم عقل مو باید دې ته اړ کړي چې د پایلو په اړه څېړنه وکړئ او مخکې له دې چې تبر مو سر غوڅ کړي هغه ليرې کړئ. د هغو هېوادونو د وضعیت په اړه فکر وکړئ چې د غرب پیروي کوي، تاسو څنګه په ټولنه کې د غربې چټلې مفکورې د ککړتیا تل ته رسېدلي یئ!! ایا کورنۍ له منځه نه دي تللې، د طلاق او بېلوالي شمېر نه دی ډېر شوی، چې د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی، تر څو د کورنۍ هر اړخ اغیزمن کړي او د کورني ژوند همغږي له منځه یوسي؟

اې په سوډان کې مسلمانو میندو: دا ناوړه دوکې او درواغ د ښځو د ژوند د معیار لوړولو لپاره نه دي، بلکې د پانګوال غربي تمدن نړیوال کول دي، چې یوازې مادي ارزښتونه په پام کې نیسي، لکه څنګه چې هیلري کلینټن وویل: «د ښځو پر اقتصادي ګډون محدودیتونه کولای شي، چې د نړۍ په هره برخه کې زموږ د پراخه اقتصادي ودې او عایدو مخه ډپ کړي.» دا یوه داسې ايډیالوژي ده چې په منظمه توګه د شتمنۍ تولید د نورو مهمو انساني اړتیاوو او ارزښتونو څخه لوړ ساتي.

اې مسلمانانو: زموږ د باورونو، د خپلو کورنیو د یووالي او د ټولنې د افکارو خلاف د لاسوهنې مخنیوي د دې زړو رژيمونو د له منځه وړلو پرته نه کېږي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس کولای شي چې د شرم او ظلم دروازې وتړي، ښځې او کورنۍ له هر زیان څخه وساتي او د الله سبحانه و تعالی د رښتیني قانون په وسیله د دوی ځواک له منځه یوسي.

د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ښځو برخې رسمي ویانده

 

 

د مطلب ادامه...

د اټومي قدرتونو (چین او هند) تر منځ په کشمکشونو کې د هغو کسانو لپاره درسونه او عبرتونه چې د کشمیر د ازادۍ تمه لري

خبر

د ۲۰۲۰م د جون په ۲۰مه چین هندي ځواکونه په خپل لومړي دولتي راپور کې د همالیایي سرحد پر سر د دوشنبې ورځې د خونړۍ جګړې مسوول وبلل. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لایجین جو وویل: «د هند ځواکونه د چین تر کنترول لاندې سیمې ته رااوښتي وو او حمله یې کړې وه، ځکه نو سخته نښته وشوه.»

د ۲۰۲۰م په جون میاشت کې د چین او هند تر منځ وژونکو بریدونو د دغو دوو قدرتونو دوښمني د اسلام پروړاندې ښکاره کړه. هغه مسلمانان چې له دې څخه د اشغال شوي کشمیر د ازادېدو تمه لري باید درس ترې واخلي. یاد دوه کفري دولتونه، اټومي قدرتونه دي، خو د جګړې نه کولو لپاره د یو او بل پروړاندې د نظامي ځواکونو ډېرولو ته دوام ورکوي. هېڅ لوری د جنجال د حل لپاره په امریکا غږ نه کوي. په دواړو لورو کې خلک ووژل شول، خو بیا هم هېڅ لوري له مذاکراتو پرته بله لار ونه موندله، چې له خپلې خاورې او هېواد څخه ورباندې دفاع وکړي. امریکا د چین پروړاندې درې جګړې پر مخ وړي، چې یوه یې هم د کرونا ویروس دویمه څپه او د اقتصاد کمزوري کول دي. دغه راز هندوستان هم د کرونا ویروس له بحران او کمزروي اقتصاد سره مخ دی.

په پاکستان کې د هندوستان پر ماتې خوشحالۍ کېدلې، چې دغو خوشحالیو هم خوږې هم ترخې درلودې. د باجوه ـ عمران رژیم له اټومي جګړې څخه د وېرې په پلمه ځان په شا کړ، چې تر اوسه دغه پلمه نه د هند او نه هم د چین له خوا شوې ده. پوځي ځواکونو ته اړتیا وه، نو ځکه یې هلته ځواکونه زیات کړل. ولې د باجوه ـ عمران رژیم د اشغال شوي کشمیر په سر نه درېږي تر څو هندو دولت په شا وتمبوي؟

د ۲۰۱۹م د اګیسټ په ۵مه د دې پرځای چې باجوه ـ عمران رژیم د اشغال شوي کشمیر پر سر د هندو دولت پر وړاندې له زوره کار واخلي، نوموړي د زغم، ځان ساتنې، احساساتي خبرو، قهرجنو ټويټونو، لوړو شعارونو، له خپل بادار (امریکا) څخه د مرستې غوښتلو غبرګونونه ښودل او ابهاینندان هندي پیلوټ چې په پاکستاني خاوره یې حمله کړې وه، په دریو ورځو کې ازاد کړ. د اشغال شوي کشمیر هر انچ خاوره نه، بلکې تر خپل کنټرول لاندې خاوره یې د ځان لپاره سور خط وټاکه. د باجوه ـ عمران د رژیم ټیټ موقف مودي ته جرات ورکوي تر څو د اشغال شوي کشمیر پر مسلمانانو باندې خپل ظلم ته دوام ورکړي. دغه راز له اشغال شوي کشمیر څخه د لداخ سیمې بېلې کړي او نفوس شمېرنه کې هم تغیرات راولي.

د باجوه ـ عمران سیکولر رژیم هېڅکله هم پر خپل موقف ثابت نه دی ولاړ او نه به هېڅکله زموږ له حقونو څخه دفاع وکړي. دا د متحده ایالتونو او دولت ـ ملت محدوده عقیده ده، چې د دې پرځای چې خپل ځان الله سبحانه وتعالی او د هغه په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې وتړي ځان د پیسو په نړیوال سازمان او  په نړیوال دولتي سازمان پورې تړي. دا به هېڅکله هم مسلمانانو ته کامیابي ورپه برخه نه کړي. د باجوه ـ عمران رژیم د دې پرځای چې د دوښمن پر زړه  د برید کولو لپاره پاملرنه وکړي، زموږ او زموږ د پوځونو په منځ کې د جګړې جوړولو ته پاملرنه کوي. دوی موږ د ژوند او داریۍ په له لاسه ورکولو وېروي، خو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد یو لوی تجارت دی، چې الله سبحانه وتعالی د نېکو کارانو لپاره د یوې لویې ډالۍ (جنت) ژمنه ورسره تړلې ده.

اسلام غواړي چې د اشغال شوي کشمیر خاوره د پوځونو په وسیله ازاده کړي. نن ورځ مناسب وخت دی ځکه چې هندوستان اوس د کشمیر د مسالې په شمول له چین سره په جګړه کې دی او د کوید ۱۹ ناورین یې اقتصاد له ماتې سره مخ کړی دی. دغه راز په کور دننه له اقلیتونو سره په جنجالونو بوخت دی. امریکایي باداران او ساتونکي یې د ولسمشرۍ ټاکنو او توکم پالنې لپاره په لارویونونو بوخت دي، اقتصاد یې نړېدلی، روحیه یې له لاسه ورکړې، پوځونه وباسي او همدارنګه د ناروغیو له ناورینونو سره لاس او ګرېوان دي. 

موږ اوس اسلامي رهبرۍ ته سخته اړتیا لرو تر څو مسلمانان سره یو موټي کړي او مسلمانان د پوځونو په لاس له ظلمه وژغوري. موږ داسې رهبرۍ ته اړتیا لرو چې د سیکولرېزم، دولت ـ ملت مفکوره، د امریکا ډیموکراتیک ولسمشرۍ او پارلماني دولتونه او همدارنګه د پیسو نړیوال سازمان قانون، ارزښتونه او ټولې تیوري ګانې وررد کړي. دا به یوازې هغه وخت امکان ولري چې پر موږ  یوازې هغه څه حاکم شي چې الله سبحانه وتعالی رانازل کړي، پرته له دې چې له نورو مفکورو سره جوړجاړی او یا ورسره یو ځای شي. دا یوازې موږ یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره بیا خلافت تاسیس کړو نو بیا زموږ پوځي ځواکونه کولی شي چې د جګړې په ډګر کې د الله سبحانه وتعالی رضا ترلاسه کړي. الله سبحانه وتعالی په دې هکله فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾[سورة توبه: ۳۸]

ژباړه: اې مومنانو ولې کله چې تاسو ته ویل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، نو سستي کوئ او زړونه مو په دونیا پورې تړئ؟ ایا د دې نړۍ په ژوند باندې د هغه نړۍ له ژوند څخه خوشحاله یئ؟ فاني نړۍ ته په ابدي نړۍ لومړیتوب ورکوئ؟ د دې نړۍ جامې او متاع د هغې نړۍ د جامو او متاع په پرتله ډېر ناچیزه شی دي.

د حزب الترحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: سعد جنجو

۱۴۴۱هـ.ق د ذوالقعدې ۴مه

۲۰۲۰م د جون ۲۵مه

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو پوځونه به عذر ونه مني، بلکې د غاصبینو پوځونه به یې خپل کور پاریس ته استوي

  • خپور شوی په تونس

فرانس پرېس د جون په ۲۳مه د یوې مرکې په ترڅ او د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فرانسه باید په تونس کې د جنایتونو له امله بښنه وغواړي، ولسمشر قیس سعید وویل: لکه څنګه چې فرانسوي متل دی «بښنه غوښتل داسې مانا لري لکه څوک چې د ځان غندنه کوي» هغه وویل: «تونس د ساتنې تر نظم لاندې و، لکه الجریا تر مستقیم اشغال لاندې نه و» هغه زیاته کړه: «دا به غوره وای چې په مالي زیان او یا هم په هېواد کې د پروژو د لېږلو له امله بښنه شوې وای» د فرانسې د بښنې د لیست په پام کې نیولو سره چې د پارلمان له لوري لغوه شوی و پاک نه و، ځکه چې دا وروسته له ۶۰ کالونو څخه رامنځته شوی دی. 

په الله قسم دا ظلم دی، چې د دولت مشر د فرانسې له هغه استعمار څخه یادونه کوي، چې زموږ خلک یې وژلي، زموږ پر تور سرو یې جنسی تېری کړی، زموږ مالونه یې لوټ کړي او دې ته دوام ورکوي، تر څو داسې وښيي چې دوی ورسره د محافظت تړون لري او داسې یې نه بولي لکه د الجریا اشغال، مالي زیان هم نه مني، تر څو بښنه وغواړي، ځکه چې بښنه غوښتل دوی ته د ځان د غندلو په مانا ده!! ایا ولسمشر قیس سعید نه پوهېږي چې د محافظ الثاني تړون، چې په ۱۸۸۱م کې د محمد الصادق له لوري لاسلیک شوی و (د بارډو تړون) د فرانسې د پوځ تر ګواښ لاندې و چې پلازمینه یې تر بريد لاندې راوستې وه، چې دغه سیمه د الجیریا له اشغال شوې سیمې څخه ده. تړون د هېواد خپل حاکمیت له لاسه ورکړ چې د فرانسې کمیشنر ـ د هیواد باالفعل واکمن شو!؟ ایا پیسې کولای شي د شهیدانو وینې، زموږ د مېرمنو وقار او هغه بې عدالتۍ او ظلمونه چې زموږ د پلرونو له خوا تجربه شوي جبران کړي!؟ ایا حقونه داسې تر لاسه کېږي!؟ 

پرته له دې چې «د فرانسې د بښنې» د لیست پر هدف پوه شو چې تر شا یې د چا لاس دی، چې بښنه نن غوښتل شوې ده یا دا چې په دې ټولو بڼو، ارکانو او نښو کې څه اړتیا ده چې غرب خپل نفوذ پراخوي. د ولسمشر قیس سعید څرګندونې به د تونس په تاریخ کې د شرم وړ کرښې وي، چې یوازې هغه وخت کېدای شي پاکې شي چې تونس د خلافت مرکز ته واړول شي. پوځونه به نه باسي او عذر به نه مني، بلکې د غاصبینو پوځونه به یې خپل کور پاریس ته استوي، تر څو یې د شیطان وسواس هېر شي. انشاءالله د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت به تاسیس شي او په ټولو اسلامي خاورو که به د روبیدات د واکمنۍ ټغر ډېر ژر ټول شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې