الواقیه تلویزیون: عاجل پیغام (مسوولین له اووه اویاوو ډلو دي نه له فلسطین څخه!)
- خپور شوی په ویډیوګانې
تقدیم: شیخ محترم یوسف مخازره (ابو الهمام) مبارکه ځمکه (فلسطین) دوشنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۰مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۵ مه
تقدیم: شیخ محترم یوسف مخازره (ابو الهمام) مبارکه ځمکه (فلسطین) دوشنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۰مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۵ مه
تقدیم: شیخ معاویه عبد الوهاب د ولایه سوریې - حزب التحریر غړی پنج شنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۶/ ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۱ مه
لمړی برخه تقدیم: شیخ یوسف مخازره (ابوالهمام) مبارکه ځمکه (فلسطین) جمعه، ۱۴۴۰ د جمادي الاولی ۲۶ مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۱
د استاد مروان عبید دویمه وینا د ولایه اردن-حزب التحریر دوشنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۰مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۵ مه
تقدیم: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین) ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۵مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۰ مه
په الفرقان جومات کې د استاد منذر عبدالله د جمعې د ورځې وینا کوپنهاګن، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۷ مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۲ مه
(ژباړه)
خبر:
په یوه څېړنه کې چې اتلانتیک مجلې خپره کړه، راغلي: «چین نېږدې یو میلیون مسلمانان د سینګیانګ په سیمه (ختیځ ترکستان) کې په بندخونو کې بندیان کړي دي.» دغې څېړنې د ملګرو ملتونو له کارپوهانو څخه په نقل سره ویلي: «د یادو اډو جوړلو موخه له اسلام څخه د ایغور مسلمانانو لاس اخیستلو لپاره د هغوی د مغزونو مینځلو عملیات تر سره کول دي» ښکاره ده چې چین له اسلام سره تر ټولو کلک دښمن هېواد دی. همدانګه د اینتلیجنس مجلې هغه اعلان هم خپور کړی چې چین ویلي: «اسلام هغه ناروغي او تګلاره ده چې له یوه څخه بل ته لېږدول کېږي او مخنیوی یې له هرې شونې لار، که هغه ځورول او شکنجه هم وي، اړین دی.»
تبصره:
دغه ټول ځورول او شکنجه په ختیځ ترکستان کې زموږ له مسلمانو وروڼو سره تر سره کېږي او هېڅوک د هغوی د خوشي کېدو لپاره حرکت نه کوي. حتا موږ د داسې وړې غندنې شاهدان هم نه یو چې د مسلمانانو حکامو دې دغه عمل غندلی وي. زموږ ایغوري مسلمانان اوسمهال بې وزله او بې کسه دي او پر امت او د مسلمانانو پر حکامو واجبه ده چې له هغوی سره مرسته وکړي. ایا الله سبحانه وتعالی نه دي فرمایلي:
﴿وَمَا لَكُم لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلمُستَضعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلوِلدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخرِجنَا مِن هَٰذِهِ ٱلقَريَةِ ٱلظَّالِمِ أَهلُهَا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾
[نساء: ۷۵]
ژباړه: ولې باید د الله سبحانه وتعالی او هغو مسلمانو نارینه، ښځینه او ماشومانو د ژغورنې لپاره جګړه ونه کړئ چې نارې وهي او وایي: اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دغه ښار او کلي څخه وباسه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي او پر موږ ظلم روان بولي او ستا له لوري موږ ته داسې ټول چاری (سرپرست) او ملاتړی راولېږه چې له موږ سره مرسته وکړي او له ظالمانو مو وژغوري.
ختیځ ترکستان په تېر وخت کې د اسلامي دولت یوه برخه وه او چین هېڅ وخت له خپلې خاورې سره د دغې سیمې د یو ځای کېدو جرات نه و کړی، خو له هغه وروسته چې اسلامي خلافت سقوط شو او اسلامي خاورې وپاشل شوې؛ ولې د مسلمانانو حکام، چې دنده یې له دغو مسلمانانو سره مرسته ده، ځینې یې بیاهم پر دغو ټولو سترګې پټوي او چین ته ځي، ترڅو له هغوی سره ملګري تر لاسه کړي. لکه د سوډان ولسمشر عمر البشیر په دې موخه چې د چین او افریقا د مرستو په ناسته کې ګډون وکړي، خپل ځان په بیړه چین ته ورساوه.
د خبرونو په متن کې ویل شوي چې د سوډان ولسمشر البشیر به د چین له ولسمشر سره وویني، نه له دې امله چې په چین کې د ځورېدلو مسلمانانو په اړه له نوموړي سره خبرې وکړي، بلکې د هغو دوه اړخیزو مرستو په اړه چې چین ته د البشیر په وروستۍ لیدنه کې د ستراتیژيک ګډون هوکړې په چوکاټ کې لاسلیک شوې. د مسلمانانو حکام څومره ناوړه کارونه تر سره کوي. د نبوت پر تګلاره د خلافت له دولت پرته هېڅوک په ختیځ ترکستان کې زموږ له کمزورو او ځورېدلو وروڼو سره مرسته نه شي کولی، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به په نېږدې راتلونکي کې تاسیس شي او په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه وتعالی پر مرستې خوشحاله شي.
لیکوال: ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند
ژباړن: بهیر «ویاړ»
(ژباړه)
هېڅ داسې ظلم او انساني جنایت نه دی پاتې، چې د چین ملحد دولت به پر ایغور مسلمانانو نه وي کړی. په ۱۱۷۴هـ.ق یا ۱۷۶۰م کال کې د چین په واسطه د ختیځ ترکستان له اشغاله، ددې خاورې له یو مېلیون ډېر مسلمانان په ډېر وحشایانه ډول وژل شوي دي. ان چین چې اوس په نړیوال موقف کې له امریکا سره سیالي او د نوي او پرمختللي دولت ادعا کوي، اوسنی حکومت یې له خپلو جنایتکارو نیکونو سره، چې له یوه مېلیون ډېر مسلمانان یې په وحشیانه توګه وژلي، هېڅ توپیر نه لري؛ بلکې د چین اوسنی حکومت پر وژلو سربېره، مسلمانان په خپل دین کې په فتنه کې اچوي.
په تېرو لسیزو په ځانګړي ډول په دغو وروستیو کلونو کې د چین دولت د الله سبحانه وتعالی له دین سره په جګړه، پر مسلمانانو په تېري او د مسلمانانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو او له ښېګڼو یې په انکار، له ټولو سرو کرښو تېر شوی او د چین په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې یې ډېر ظلم کړی دی. تر ټولو بد هغه قوانین دي، چې ددغو مسلمانانو پر وړاندې یې ظلم ته قانوني مشروعیت ورکوي:
۱ـ د روژې په مبارکه میاشت کې د فرضي روژې پر نیولو بندیز.
۲ـ په ختیځ ترکستان کې د سړیو پر ږیره او د ښځو پر حجاب بندیز.
۳ـ په نویو ماشومانو د هغو نومونو د اېښودلو بندیز، چې د مسلمانانو له دین او عقیدې سره اړوند وي لکه: د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او حماسي نومونه چې د جهاد او مجاهد معنا ورکوي.
۴ـ د هغو کسانو بندي کول، چې خپل زامن د اسلامي شعایرو لکه: لمونځ، روژې او اخلاقو زدکړې ته هڅوي.
۵ـ دکورنیو پر مشرانو دولتي ښوونځیو ته د خپلو زامنو لېږل او د کورنیو د تنظیمولو د سیاستونو زده کول، چې د مسلمانانو د ورک کولو په موخه په پام کې نیول شوي دي، لازمي دی.
۶ـ د دین پر اساس د ودونو پر کولو بندیز.
۷ـ د ختیځ ترکستان اوسېدونکي د دولتي چارواکو له خبر پرته د سفر او تګ راتګ د محدودولو لپاره، دولت ته د خپل پاسپورټ په سپارلو مکلف دي.
۸ـ د مسلمانانو له هغو کارونو د خبرېدو په موخه د مسلمانانو په کورنو کې د جاسوسانو ګمارل چې دوی یې له اسلامي ژوند سره په تړاو په خپلو کورنو کې ترسره کوي. ددې لپاره چې دولت وکولی شي د مسلمانانو له کړنو څخه خبر شي او له هغو سره سم اقدامات ترسره کړي. د چین د دولت له لوري نور نقض شوي موارد دا دي، چې چین د مسلمان اوسېدونکو پر وړاندې په عام توګه او د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې په خاصه توګه اقدامات کوي.
هغه مسلمانان چې نن یې پر وړاندې جنګېږي، د اسلامي پيغام او غوره تمدن خاوندان دي. شخصیتونه یې داسې صیقل شوي چې د امانتدارۍ، رښتینولۍ، پاکۍ او د رحمت غوره شخصیتونه دي.له مسلمانانو سره د چین د دولت په ادعا چې شورشیان او اوباش یې بولي جګړه نه کېږي؛ بلکې ددې لپاره له مسلمانانو سره جګړه کوي چې دوی د غوره امت غوره انسانان دي او د بشر د لارښونې لپاره ټاکل شوي او حالت یې د لوط علیه سلام د قوم غوندې دی چې داسې به یې ویل:
﴿أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ﴾
[اعراف: 28]
ژباړه: دوی له خپل ښار او کلي وباسئ، دوی داسې خلک دي چې پاکلمني غواړي(له موږ سره همغږي نه دي)
چینایان له مسلمانانو سره پر دین، صداقت او لویۍ باندې کینه کوي. پر مسلمانانو د چین د ملحد دولت زورواکي د دوی په ادعا چې ترورېست دي نه ده؛ بلکې دوی چې پر شکنجه او عذاب باور لري دا زورګویي د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې له صلیبي یرغل پرته بل څه نه دي، هغه یرغل چې د زورواکۍ راس(امریکا) یې رهبري کوي.
پر دې سربېره چې د ختیځ ترکستان مسلمانان ترکي اصلیت لري، د اسلام او مسلمانانو په تړاو د ترکیې د حکامو ظلم او نفرت د چین تر حکامو کم نه دي. د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې د ترکیې حکامو له امریکا سره لاس یو کړی دی. که د ترکیې حکامو له اسلام سره کومه وفاداري او دوستي لرلی او ان که د نژاد پرستي یو ارزښت هم پکې وی، د ترکیې خلکو او اردو به د ختیځ ترکستان د مسلمانانو فریادونو ته د ځواب توان درلودلی. د ترکیې خلک او اردو یې چین، اسلام او مسلمانانو ته په احترام او ان جزیې ورکولو ته اړ کولی شي، هماغه شان چې پخوانیو یې داسې کړي وو.
همدارنګه د چین له پولو سره هستوي کاونډی دولت پاکستان، د ترکستان د مسلمانانو وضعیت یوه داخلي چاره بولي، د پاکستان اوسنی ولسمشر ووایي چې د پاکستان حکام پر هغه څه چې د چین ظالم حکام یې ترسره کوي، باور لري او د خپلو وروڼو او کاونډیانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې یې د چین په جنایتونو غوږونه او سترګې پټې کړي دي. هو! د پاکستان دولت و چې کشمیر یې له هېڅ قېمت پرته په هغو کسانو وپلورلو، چې له چین څخه یې څو ځلې کم ځواک او کمزورې ارودو درلوده. داسې حکام څنګه چین له خپله ظلمه منعه کولی شي، په داسې حال کې چې دوی خپله د چین غوندې ظالمان دي.
د چین حکامو! پر مسلمانانو د مزدرو او ډارنو حکامو پر واقعیت مه غولېږئ او په خپله ګمراهې باندې ټنګار مه کوئ، ځکه د مېلیاردي امت واقعیت له خپلو حکامو سره توپير لري. په دغه امت کې تر اوسه خیر شته او په همدې دلیل د امریکا په مشرۍ د غربي کفارو ځواکونه په ټول سرعت د امت پر وړاندې جګړه پیل کړې ده او د مسلمانانو ټيټ پوړي چارواکي هم ورسره ملګري دي او تاسې هم د خپلې سیاسي ناپوهۍ او جهالت له مخې د هغه غوره امت پر وړاندې ودرېدئ، چې د خلکو د لارښونې لپاره ټاکل شوي دي. تاسو هغه زبر ځواک هېر کړی چې نه په اوږدمهال او نه په لنډ مهاله کې مو ګټې ګواښلې دي، په پوهۍ او ناپوهۍ سره د امریکا له موخو غافله شوي یاست، د هغه واقعي دوښمن له موخو چې په کمین کې درته ناست دی او شپه او ورځ چل او فریب درسره کوي، هغه دوښمن چې که هر وخت وغواړي، له خاورو سره مو خاورې کولی شي. خپلې جنګي بېړۍ په حرکت راولي او په اصطلاح د هغو پیسو په مقابل کې یې خپل غلامان ګرځولي یاست چې پرې د چاپ شوو مرکبونو ارزښت هم نه لري. ایا تاسې هماغه سیاسون یئ، چې ځان د صدارت او چوکۍ لایق ګڼئ. تاسې هغه کسان یې چې پر کمزور زورواکي او د مکارې کیدړې پر وړاندې ذلیلانه فرمان برداري کوئ یا شرم نه کوئ او له خپلې ګمراهۍ څخه نه اوړئ.
اې د چین حکامو! خبر اوسئ چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ډېر ژر تاسیس شي چې درنه د څاڅکو څاڅکو توی کړیو وینو او هغو عزتونو چې تر پښو لاندې مو کړي، حساب اخلي. مخکې تر دې چې وخت له لاسه ورکړئ، له خپلو جنایتونو لاس واخلئ، ځکه خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا د ځمکې پاچاهانو ته ویل:
«أسلموا تسلموا" فإن أبيتم فإنّ عليكم إثمكم وإثم من تبعكم من الغاوين»
ژباړه: اسلام راوړئ چې سالم پاتې شئ، که نه ستاسو او د هغو ګمراهانو مسئولیت مو پر غاړه دی، چې له تاسو پیروي کوي.
تاسو ته بل څه نه وایي. موږ مو د خپلو کارونو له پایلې خبروو. ستاسې له جنایتونه څخه یوازې یو جنایت بسنه کوي، چې د امت پر دین او عزت د تېری کوونکو پر وړاندې د اسلامي امت له خوا کورنۍ جګړه پیل شوې. تاسې باید د مسلمانانو له تاریخه درس واخلئ او په یاد ولرئ، چې زموږ خلیفه معتصم بالله د یوې ښځې د فریاد په خاطر چې رومیانو بندي کړې وه او د وامعتصما نارې یې وهلې، یو ښار فتحه کړ. خلیفه ولید بن عبدالملک د «دبیل» بحري غلو ته، چې د «داهر» پاچاهانو په خبر یې جنایت کاوه، خپل قومندان محمد بن قاسم ته یې د «سند» د فتحه کولو امر وکړ او په ۹۰هـ.ق کال کې دغه قومندان ۱۸ بېړۍ له غنیمتونو، لامبووهونکو(دریانوردان)، مسلمانو ښځو او سورلۍ سره وژغورلې. زموږ قومندان قتیبه بن مسلم باهلي مو هېرکړی، څوک چې تاسو اړ کړ څو خپل قسم پوره کړي او پادشاهان مو وټاکي او پرخاوره مو قدم کېښود او تاسو ذلیلانه جزیه ورکوله.
له الرایه جریدې اخیستل شوې
لیکوال: بلال المهاجر
ژباړن: زمری دوست
د افغانستان مسلمان ولس د اسلامي عقيدې پر بنسټ د سپېڅلي جهاد له لارې په ډېره مېړانه د انګريزانو د سترو بريدونو پر وړاندې سخته جګړه وکړه او په نظامي ډګر کې يې د نړۍ د وخت تر ټولو ستر ابر قدرت بريتانيا ته شرموونکې ماتې ورکړه. خو له ماتې وروسته به چې کله د مذاکراتو پر مېز سره کېناستل، بېرته به يې د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي راګرځېدو ته غاړه کېښوده.
کټ مټ دې ته ورته افغانانو د وخت د ملحدې ايډيولوژۍ سوسيالېزم د تر ټولو ستر ځواک شوروي له يرغل سره سخته جګړه وکړه او د دوی سرښندنو نه يوازې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېښود؛ بلکې د سوسياليزم ايډيولوژي او د هغوی سياسي نظام کمونيزم يې د نړۍ له مخ څخه ورک کړ. مګر د دغه سپېڅلي جهاد په اوږدو کې د امريکايي او غربي تمويل له لارې د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي نفوذ ته لاره اواره شوه او د هغوی د ګوډاګيانو په لمسون يې کورنيو جګړو ته لمن ووهله. تر هغه چې د کمونيستي الحاد په ايستلو او له منځه وړلو سره يې بلې اسلام دښمنه ايډيولوژۍ کپيټلېزم (پانګوالۍ) او د هغې سياسي نظام ډيموکراسۍ ته د راتګ لاره اواره کړه.
همداراز د افغانستان مسلمان ولس ۱۸ کاله د امريکا او ناټو د اشغال پر وړاندې د سختو قربانيو له ورکولو سره – سره کفري نظام ډيموکراسۍ ته غاړه کېنښوده او اجازه يې ور نه کړه، ترڅو د هېواد په ګوټ-ګوټ کې کپيټاليزم او ډيموکراسي د اسلام ځای ونيسي. آن تر دې چې د امريکا پوزه يې د هغې د تاريخ په تر ټولو اوږده جګړه کې پر خاورو ومښله، چې په ډېر مجبوريت يې د خبرو اترو مېز ته پنا يووړه. اوس غواړي د مذاکراتو د مېز پر سر هغه څه تر لاسه کړي چې ۱۸ کاله يې د جګړې له لارې ترلاسه نشو کړای. هغه په افغانستان کې د امريکايي او غربي استعمار دوام دی. ترڅو د امريکا او غرب فکر، سياسي نظام او فرهنګ پر موږ واکمني وکړي او زموږ د خاورې له جيو پوليټيک موقعيت، سترو کاني زېرمو او نشه يي توکو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.
راځئ اوس له دغه لنډې سريزې وروسته دا پوښتنه مطرح کړو چې ولې د افغانستان مسلمانان، د هغوی مشران، سياسي ګوندونه او نظامي ډلې له دومره سرښندنو او مېړانې وروسته بيا هم د کفارو په ترسیم شوې دايره کې را څرخيږي!؟ دغه پوښتنې ته ځواب او د دغه ستونزې حللاره به د لاندې ټکو د روښانولو په بهير کې در سره شريکه کړو:
لومړی: کفري اشغال تر هغه له يوې اسلامي خاورې څخه نه وځي، ترڅو چې له خپلو لاسپوڅو سياستوالو څخه نه وي ډاډه شوی، چې نور هغوی د دې وړتيا پیدا کړې چې د کفارو د ګټو د تامين لپاره د اسلامي امت هر راز مشروع ګټې تر پښو لاندې کوي او د هغوی پر وړاندې هر راز جګړې او جنايت ته دوام ورکولی شي.
د ټولې اسلامي خاورې پر سر په ملي دولتونو کې حاکم واکمنان د کفري نړۍ استازي دي. هغوی موږ وژني، پر موږ واک چلوي، موږ خپلو کفري قوانينو ته ذليلوي، زموږ مالونه لوټوي او زموږ د هر هغه عمل او مبارزې پر وړاندې دسيسې جوړوي چې زموږ په حالت کې مثبت او مشروع بدلون راولي. دا زموږ تور نه دی، بلکې دوی خپله د ملي ګټو پر اساس هر وخت يو او بل په ګوډاګيتوب او فساد تورنوي او د يو او بل پر وړاندې شواهد وړاندې کوي. ځکه دوی ټول د اسلامي امت په ځپلو او د هغوی د مالونو او زېرمو په لوټمارۍ او فساد کې سره شریکان دي.
له همدې امله په افغانستان کې اوسنۍ د سولې امريکايي پروسه يوه هغه ده چې د افغان مسلمانانو د تېرو ۱۸ کلونو جهاد او سرښندنې نبايد د هغوی لپاره د مثبت بدلون پیلامه شي، بلکې باید د هغو پر وړاندې دسيسه وکړي او که ظاهراً په يوه دروازه اشغالګر وځي، باید په بله د بېرته راتګ اجازه ولري او دې ته ورته باید د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي اغېز تل پاتې شي.
دويم: ولې افغان سياستوال دومره پر ځان او پر خپل دين بې باوره دي، چې نشي کولای په یوه خپلواک او مشروع اسلامي فرېم یا چارچوکاټ کې ولوبيږي. همېشه ځي په هغه چارچوکاټ کې ځان ته ځای مومي، کوم چې کفارو زموږ په خاوره کې د خپلې سياسي لوبې د برياليتوب لپاره جوړ کړی وي. له هغوی پوښتنه کوم: آیا امريکا د الله سبحانه وتعالی په څېر پر ټولو امورو مسلطه ده!؟ العیاذ بالله که په دې باور وئ؛ په افغانستان کې د هغوی جګړې دا ثابته کړله، چې هغوی له ستر اقتصاد او پیاوړې ټکنالوژۍ سره-سره بيا هم نشي کولی پر هرڅه واکمن شي. هغوی هم زموږ په څېر عاجز انسانان دي.
خو که په دې باور نه وای او دا ډول دريځ لرئ؛ بيا نو تاسو د امريکا په دغه مرداره جګړه کې تاجران او سوداګران شوي یاست، پیسې پیدا کوئ او ګټې کوئ!؟ که د امريکايي چارچوکاټ خلاف ګام پورته کړئ، نو له ګټو پاتې کيږئ یا مو ګټو ته تاوان رسیږي او آن کېدای شي تروریستان ونومول شئ. خو لږ په دې هم غور وکړئ، چې آيا تاسو د کمونيستانو په وخت کې اشرار نه وی نومول شوي!؟ آیا د هغوی نومولو ستاسو حیثیت زیانمن کړ!؟ که د کفارو له دغه چارچوکاټ څخه ځانونه خلاص نه کړئ؛ نو له شک پرته چې دنيا ته مو ترجيح ورکړې او آخرت مو هېر کړی دی. له داسې سياستوالو د بدلون او تغيير تمه ډېر اوږد کار، پياوړی هوډ او سخته مبارزه غواړي. کوم چې حزب التحرير ورته ملا تړلې ده.
دریم: د اسلام مبارک دين د يوې الهي ايډيولوژۍ په توګه د دې وړتيا لري، چې د خپلې عقيدې پر بنسټ د بشري ژوند ټولو ستونزو ته داسې حللارې ورکړي چې له انساني فطرت سره سمون ولري، بشري عقل پرې قناعت وکړي او د انسانانو زړونو ته همېشنی ډاډ او امنیت ورکړي. مګر ولې زموږ سیاستوال، سياسي ګوندونه او وسله والې ډلې له اسلام څخه دا ډول فهم او درک ناليدلی نيسي!؟ ولې د يوه کافر او يا د هغه د لاسپوڅي له غېږې ځي د بل کافر او بل لاسپوڅي په غېږه کې څملي!؟ مګر د خپل مسلمان ورور نصيحت او اسلامي آجنډا ته شا کوي!؟ ولې او ...!؟
لکه څنګه چې د مسکو په غېږه کې پر امريکايي آجنډا سره راټول شول، آيا نشي کولای د اسلامي عقيدې پر اساس پر سوچه اسلامي آجنډا سره ټول شي!؟ له خپلو تېرو کړنو توبه وباسي. له یو او بل سره کړو دښمنيو ته د پای ټکی کېږدي او یو بل وبښي. د اشغال او استعمار هر ډول پروګرامونه په فکر او عمل کې رد کړي او يوازې د سوچه اسلامي فکر پر بنسټ د نظام جوړولو لپاره مټې بډوهي.
حزب التحرير ستاسو په منځ کې دی او له اسلام څخه د داسې فهم په ترویج او تفهیم بوخت دی چې په پېړيو يې اسلامي امت د نړۍ لومړۍ ځواک ګرځولی و. هغه مهال اسلامي دولت د بشريت په منځ کې د خير خورولو يوازينۍ سرچينه وه. راشئ د اشغالګرو او استعمارګرو له فرېمونو او چارچوکاټونو ځانونه آزاد کړئ او د خپلې عقيدې پر بنسټ په اسلامي فرېم يا چارچوکاټ کې ځانونه ځای پر ځای کړئ او په هغه ډګر کې ولوبېږئ چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم درته ټاکلی دی. هغه مهال به تاسو خپل له لاسه ورکړئ عزت او قدرت بیامومئ او له اوسني ذلت څخه به ځانونه او خپل ولسونه خلاص کړئ. ګني د تېر په څېر به همېشه په هغه دايره کې راڅرخېږئ، کومه چې کفارو در ته ترسیم کړې ده. د دنيا ذلت او د آخرت خواري به نه يوازې ستاسو، بلکې ستاسو د کورکورانه مقلدينو او پیروانو په برخه هم وي.
له همدې امله لکه څنګه چې لاتر اوسه افغان مسلمان او مجاهد ولس امريکا او د هغوی کفري ايډيولوژۍ او نظام ته نه دی تسليم شوی، دې ته ورته نن سبا په سوډان کې د لاسپوڅي حاکم نظام پر وړاندې امت سپېڅلی انقلاب کړی، د الجزایر ولس د خپل جابر واکمن او نظام پر وړاندې راپاڅېدلی، د سوريې پاڅون لا په مړ ژواندي توګه دوام لري، د مصر فرعون د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره د بې ګناه مسلمانانو وينې تويوي او هره ورځ ډله – ډله ځوانان اعداموي. د پاکستان او منځنۍ آسيا جابر چارواکي او کفري نظامونه د خلافت دولت د تاسيس لپاره دعوت کوونکي تښتوي او محاکمه کوي يې. دا ټول د امت په ويښتيا او د خاينو چارواکو پر وارخطایئ دلالت کوي.
د اسلامي امت په يو نيم زر کلن عمر کې ستاسو د ظالمو او کفري نظامونو دوره ډېره لنډه ده. د تاريخ په اوږدو کې چې کله امت د اسلام تطبیق او نړيوالو ته د دعوت او جهاد له لارې د هغه لېږدول پرې اېښي له دا ډول برخلیک سره مخ شوی دی. صليبي جګړې او د مغولو يرغل يې غوره بېلګې دي. اوس هم امت هوډ لري ترڅو بېرته اسلام ته رجوع وکړي او د هغه سیاسي نظام خلافت بيا تاسيس کړي او الله ته توبه وباسي او د همدغه موخې د لاسته راوړلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلې طریقه مبارزه کوي. ترڅو دغه خاين چارواکي او کفري نظامونه رانسکور کړي او پر ځای يې راشده خلافت تاسيس کړي. هغه به له ټولو اسلامي خاورو اشغالګر او ښکېلاکګر وشړي، د هغوی لاسپوڅې به د شرعي محکمې مېز ته کښېنوي او د امت د سپېڅلو تويې شوو وينو انتقام به ورڅخه واخلي. شتمنۍ او زېرمې به يې بېرته د خپل امت غېږې ته ورستنې کړي او د هغوی د ګټو لپاره به يې وکاروي. اسلامي امت به بېرته د نړيوالو تر منځ خپل اصلي مقام او هيبت ترلاسه کړي؛ تر هغه چې نړۍ ته به د اسلام رسالت د نور او هدایت په توګه ورسوي.
له همدې امله موږ ته د اشرف غني، عمران خان، اردغان، بشار، بشیر او سيسي کوم توپیر نشته. دوی ټول په اسلامي خاورو کې د کفارو د پروګرامونو په تطبیق بوخت دي. اشرف غني په افغانستان کې د کفري نظام ستنې پیاوړې کوي، عمران خان طالبان امريکا او کشمير هندوانو ته تسليموي، اردغان د سوريې مجاهدين بشار اسد ته تسليموي او پر روهنګيا او شرقي ترکستان باندې دروغجنې اوښکې تويوي. دغه خاین چارواکي د کفارو په لاسپوڅو نظامونو کې د هغوی د پروګرامونو د تطبيق يوازې سپک او اجير ممثلين دي. اسلامي امت اوس دوی ټول پېژندلي له همدې امله شپه او ورځ د تغيير، ويښتيا او پاڅون په هڅه کې دي.
"إنَّا كنَّا أذلَّ قوم، فأعزَّنا الله بالإسلام، فمهما نطلب العِزَّة بغير ما أعزَّنا الله به أذلَّنا الله"
« موږ ذلیل قوم وو، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام په واسطه عزت راکړ او هر وخت چې دا عزت په بل ځای کې ولټوو، الله متعال به موږ خوار او ذلیل کړي».
سیف الله مستنير
(ژباړه)
له شک پرته که د پاکستان مرسته او اسانیتا نه وي، امریکا اړ ده چې له افغانستان څخه ووځي. امریکایي چارواکي د «اسانتیا او فشار» له پالیسۍ څخه په ګټې اخیستنې له پاکستان څخه غواړي چې د سولې خبرو په لړۍ کې د اسانتیا په واسطه امریکا په افغانستان کې له ماتې او بشپړو تلو وژغوري. د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د ۲۰۱۹م د فبرورۍ پر پنځمه د سنا د نظامي خدمتونو کمیټې غړو ته په خبرو کې وویل: «زموږ پام د سیمې اصلي لوبغاړي پاکستان ته دی، تر څو د سیمه ییز مقاومت د انګېزو د کمزوري کولو لپاره هڅې وکړي او د افغانستان او ټولې ختیځې اسیا د سولې په بهیر کې خپل بنسټیز رول ولوبوي.» جنرال ووټل همدانګه زیاته کړه: «د سیمې امنیت او سولې لپاره زموږ متمرکزې شوې ستراتیژۍ ته په کتو پاکستان ته یوه ښه موکه ده، ترڅو د امریکا له هڅو څخه د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې پر ځای کړي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د خبرو د یوې هوکړې پر تر لاسه کېدو متمرکزې دي.»
امریکا له اوو سیندونو څخه تل له ماتې څخه د مخنیوي لپاره د یو سیمه ییز اسانوونکي په توګه په پاکستان پورې تړلې ده. پاکستان د امریکا د نظامي برید لپاره د اړیکو د کرښې اسانه کولو لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده. پاکستان د امریکا د جګړې هڅې د هوایي دهلېزونو، هوایي اډو، استخباراتو او تدارکاتي کرښو په امن کېدو سره اسانې کړي. هر کله چې د افغان مجاهدینو مقاومت لوړېده، پاکستان د امریکا د خصوصي او نظامي شبکې او سل ګونو استخباراتي افسرانو ته په خپله خاوره کې لاره اسانه وله. تر دې وروسته امریکا د پاکستان له نیکیو او مرستو څخه په مننې له همدغو نظامي شبکو څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د هند په مرسته خپله جګړه طرحه کړه؛ ترڅو پر پاکستان خپل احسان واچوي او د افغانستان د سولې په خبرو کې له پاکستان څخه وړیا اساني تر لاسه کړي. تر دې هم وروسته، زر ځله کله چې افغان مجاهدین د امریکا پر وړاندې په مقاومت کې مخکې کېږي، همدغه پاکستان دی چې د امریکايي ځواکونو نظامي عملیات په ټبریزو (قبیلوي) سیمو کې اسانوي، تر څو د مجاهدینو سرحدي بریدونه پر ناټو، افغان دوکه شوې اردو او امریکا له منځه یوسي. هر کله چې د مقاومت کوونکو او مجاهدینو لاسته راوړنې دوام کوي، پاکستان د امریکا پلان د ډیورنډ دیوال په جوړولو سره اسانوي، ترڅو په افغانستان کې د امریکا او متحدنیو لپاره امنیتي تدبیر وي؛ لکه څنګه چې اوس امریکا له افغانستان څخه له سپکاوي ډکو بشپړو وتلو په ځنډه کې ده. پاکستان په خپل منافق صفت یو ځل بیا د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو په پیلو سره د امریکا برنامې اسانوي، تر څو یوه سیاسي معامله لاسلیک کړي، چې په افغانستان کې به د امریکایي سرتیرو، خصوصي نظامیانو، تړونونو او اډو د تل پاتې شتون لامل شي.
په ورته وخت کې به د افغان سولې خبرې په افغانستان کې د هند نفوذ کم نه کړي، بلکې د تېر په پرتله به یې ډېر پیاوړی کړي. د دې تر څنګ به خبرې د امریکایي ځواکونو له لوري پاکستان ته ګواښ هېڅ وخت کم نه کړي، بلکې امریکا به په افغانستان کې خپل شتون ثابت کړي، که هر څومره په استانه کې له افغانستان څخه د وتلو موضوع هم وي. دغه خبرې هېڅکله پاکستان ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل قدرت پیاوړی کړي، بلکې امریکا به یو وحشي ځناوړ ته وده ورکړي، چې هند به یې پیدا کوونکی وي. د دفاعي توغندیو (MDR) څېړنې په بهیر کې امریکا له هند سره د دغه هېواد د دفاعي بالستیکي توغندیو (BMD) ظرفیت لوړېدو ژمنه وکړه. د ملي اطلاعاتو اداره کوونکې (s’DNI) د نړیوال ګواښ په راپور (GTAR) کې په ټکر کې جملې بیان کړې دي: «امریکا په رسمي ډول پاکستان د خپل یو دښمن په توګه پېژني.» پر دې سربېره، هند ته د فاعي پرمختللې ټکنالوژۍ او د غربي رژیمونو له لارې اټومي ټکنالوژي، چې دغه ټکنالوژي یې تر خپل کنټرول لاندې ده، د توغندیزې ټکنالوژۍ رژیم (MTCR)، د اسټرالیا ګروپ (AG) او اټومي تدارکاتي ګروپ (NSG) ورکول کېږي. همدارنګه له هند سره دوه اړخیزې دفاعي او لوژستیکي هوکړې هم لاسلیک کېږي.
د امریکا د نظامي متحدینو برنامو اسانول په حقیقت کې یوه اړخیزه ملګرتیا ده چې په پایله کې به نه یوازې د امریکا به ګټه، بلکې د غلام صفت او اسانوونکي هېواد په زیان تمامه شي. د امریکا او پاکستان ملګرتیا یوه استثنا نه ده او نه به وي. هر کله چې اسلام حاکم شي، د حکومتولۍ لوبې بدلوي، ځکه هېڅکله به ښکېلاکګرو ته د اطاعت لپاره سر ټیټ نه کړي. اسلام له نورو کفري هېوادونو سره نظامي اتحاد رد وي او پر ځای یې نه یوازې د یو لوی قدرت پر رامنځته کېدو تمرکزو کوي، بلکې د یو ځواکمن نړیوال قدرت په هڅه کې به وي. دغه امر په لومړیو کې د دولت صنعتي کېدل اړین بولي. نو پر همدغه بنسټ، د خپل صنعت په ودې او د وسلو په تولید کې په ځان بسیاینې سره به سیالي وکړي. اسلامي دولت د سود پر بنسټ پورونه د ځانګړو شرایطو تر چتر لاندې رد وي او پر ځای یې یو پیاوړی، خپلواک اقتصاد د اسلام د اقتصادي نظام تر شرایطو لاندې رهبري کوي. اسلام د دولت ـ ملت محدودیت له منځه وړي. په اصل کې د خلیفه په اړه یو غلط تصور و، چې دا پخپله د خلیفه او اسلامي خلافت پر وړاندې یو تور (تهمت) دی. پر همدغه اساس، اسلامي خلافت دولت به له بیا تاسیس کېدو وروسته د مسلمانانو پر یووالي او یوځای کېدو تمرکزو وکړي. همدا اوس د نبوت پر تګلاره د ثاني خلافت بیا تاسیس کېدو اړین وخت دی.
لیکوال: مصعب عمير-ولایه پاکستان
د حزب التحریر ـ مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
ژباړن: بهیر «ویاړ»