ولایه لبنان: د جمعې ورځې وینا (دویم عبدالحمید د مسلمانانو خلیفه!)
- خپور شوی په ویډیوګانې
تقدیم: شیخ احمد الصوفي (ابو نزار الشامي) سرابلس - الشام د ابو القایسم جومات ۱۴۴۰ د جمادي الاولی ۲۶مه/ ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۱
تقدیم: شیخ احمد الصوفي (ابو نزار الشامي) سرابلس - الشام د ابو القایسم جومات ۱۴۴۰ د جمادي الاولی ۲۶مه/ ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۱
تقدیم : استاد توانا احمد القصص د ولایه لبنان - حزب التحریر غړی دوشنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۰مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۵ مه
تقدیم استاد خلیل الطوباني بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین) جمعه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۲۴ مه/ ۲۰۱۹ د مارچ ۰۱
(ژباړه)
ناڅاپه یې ولیده... زموږ یوه خور داسې وایي: «له څو مسلمانو خویندو سره مې ولاړه وم، خبرې مې کولې، چېرته چې موږ وو، له یوې ښځې سره یوه بله خور هم راغله ځان یې راوپېژانده، داسې یې وویل: «نوم مې اسیه ده، د ختیځ ترکستان یم. ...»
له پېژندنې سره مې سم ځان په لړزه شو او حیرانه شوم. ځکه تمه مې نه وه، چې د یاد هېواد له خور سره به خبرې وکړم. ... له ځان پېژندنې سره سم مې د دغې خاورې د وروڼو او خویندو ستونزې په ذهن کې راتاو شوې او د کیسې په اورېدو مې له سترګو اوښکې روانې شوې او ډېره غمجنه شوم.
هغې خپله کیسه داسې پیل کړه: «کورنۍ مې راته وویل: زموږ حال وینې، لکه د پسونو د ګلې په څېر ده، چې هره شېبه د ذبحه کېدو شېبې شماري. ... که د ځان ژغورنې لپاره هجرت کولای شې ویې کړه. د هغه ځای مسلمانان پر اسلام د باور له امله او د دعوت د لېږد له امله د چین په کمپونو کې بندي شوي.»
خور مو دوام ورکړ او ویې ویل: «ما یې نصیحتونو ته غوږ ونیو او خپله خاوره مې پرېښوده... څلور کاله او شپږ میاشتې کېږي، چې زه مې له کورنۍ لرې یم... د خپلې خاورې له پرېښودو وروسته مې له کورنۍ هېڅ خبر نه لرم... چین خپل خبرونه بند کړي او له زندانیانو سره د خپلو کورنیو اړیکو ته اجازه نه ورکوي. مخکې تر دې چې کورنۍ مې پرېږدم، وصیت یې دا و چې پر مسلمانانو وروڼو مو سلام وایه، زموږ له حال او ستونزو یې خبر کړه.» هغې د خپلې غمجنې کیسې په پای کې وغوښتل، دعا وکړئ، چې الله سبحانه وتعالی زما د خپلوانو او د ایغور ټولو مسلمانانو ستونزې حل کړي.
څومره کوچنۍ غوښتنه، ایا یو نیم میلیاردي امت له دعا پرته بل څه په لاس کې نه لري...؟ تر شکنجې لاندې زامن یې له دعا پرته د څه شي تمه نه لري؟! ایا موږ دومره ذلیل شوي یو؟!
اې عمرو بن سالمه ته څومره نیکمرغه وې، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په شکایت راغلې او هغه صلی الله علیه وسلم د مقتدر او کریم دولت په راس کې و. خپله کیسه دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه او هغه صلی الله علیه وسلم په ځواب کې درته وویل: «که مرسته غواړې در سره وبه شي اې عمرو بن سالمه...» په لنډ وخت کې مکه فتح شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزاعه قبیلې وار له بني بکر قبیلې او د هغوی له ملګرو قریشو څخه واخیست.
تر هغه لږ وخت وروسته، یوې مسلمانې ښځې چې دې یهودیانو په بازار بني قینقاع کې یې عزت ته سپکاوی شوی و، مرسته وغوښته. پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې لښکر ور واستاوه، چې ژر بېرته راونه ګرځېد، څو یې چې د بني قینقاع قبیله ونه شړله، هغه قبیله چې غوښتل یې د مسلمانانو پر پت لوبې وکړي.
هغه ښځه څومره نېکمرغه وه، چې له معتصم او د هغه د پوځ له رهبر څخه یې مرسته وغوښته. کیسه یې مشهوره ده، چې د مسلمانانو خلیفه لوی لښکر تیار کړ، چې تر ټولو غوره یې سل «برګ» اوښان وو، په پایله کې یې مسلمانه ښځه وژغورله او له هغو کسانو یې غچ واخیست، چې د دې عزت یې تر پښو لاندې کړی و.
د اندلس امیر حاجب المنصور یوه ورځ له اسپانویانو سره له جهاده راوګرځېد. له خپل عادت سره سم له بریا وروسته چې کله قرطبې ته راورسېد، د لوی اختر ورځ وه، خلک په عیدګاوو کې وو. د تکبیر نارې او خوښي یې پیل کړه. څو چې امیر له اس څخه راښکته کېده، یوه زړه ښځه یې مخې ته ودرېده او په دردېدلي زړه یې ورته وویل: «اې منصوره! ټول خلک خوشحاله دي؛ خو زه.»
منصور وویل: ولې؟
زړې ښځې وویل: «زوی مې په رباح کلا کې له صلیبیانو سره اسیر دی.»
پرهېزګار او قهرمان والي چې د اسلامي امت پر وړاندې د مسوولیت، د امت له حیثیت او دین څخه د دفاع په قدر پوهېده، له ځنډ پرته یې د اس مخ د دغې کلا په لوري کړ او اعلان یې وکړ، چې څوک له خپل آس څخه راکوز نه شي. د رباح کلا په طرف ورغی او دښمنان یې اړ کړل، چې ټول بندیان شوي مسلمانان خوشې کړي، چې د دغه زړې ښځې زوی هم پکې و. تر هغې راضي نه شو، څو یې د زړې ښځې په شونډو موسکا او خوشحالي رانه وستله.
پورته کیسې د مسلمانانو د حال نمونې دي. کله یې چې دولت درلود او پام یې پورته کاوه. د مسلمانانو ملاتړ یې کاوه. هغه دولت چې اوس یې نه لرو او یوازې د هر مسلمان لپاره نه ماتېدونکې کلا او د امن زرې دی او زموږ د ایغوري مسلمانانو هیله هم ده. ... له هغه پرته به د چین کافر حکام څوک وګواښي؟ که د ایغور مسلمانان ازاد نه کړي او نور ظلم پرې ونه کړي، د دغه هېواد پوزه به په خاورو وموښي...؟ له هغه پرته به څوک جرت وکړي، چې ټولې نړۍ ته چلنج ورکړي، هغه هم د یوه سپین ږیري د کرامت لپاره چې روژې ته نه پرېښودل کېږي. یا پاکلمنې ښځې چې حجاب اغوستلو ته نه پرېښودل کېږي یا هم د هغه ماشوم لپاره چې له مور او پلاره یې جلا کوي، څو په کمونیستي فکر تربیه شي...؟ له هغه پرته به څوک د هغو اوښکو لپاره پراخو جګړو ته لمن ووهي؟ چې د مور، خور، لور، ښځې او نجلۍ له سترګو بهیږي. یا هم د هغه سړي لپاره چې له ناهیلۍ اوښکې تویوي او خپلو مسلمانانو وروڼو ته پیام لېږي، چې له دغه ستونزو د خلاصون لپاره یوازې دعا ورته وکړي.
زموږ ایغوري وروڼه په کمپونو کې زنداني کېږي. د دوی په ګونډو کولو لپاره، چین پر شرقي ترکستان وحشیانه او ښکېلاکګر بریدونه کوي. منع کوي یې، ترڅو د چین له کمونیستي او کافر نظام څخه خپلواکي ونه غواړي. چین غواړي دوی تر خپل حاکمیت لاندې راولي، څو کاملاً دوی ته تسلیم شي او کمونیستي نظام ومني. خو نه دي توانېدلي چې مات یې کړي... کله چې پوه شول، د مسلمانانو توان د دوی په دین او قوي عقیده کې دی؛ نو د دوی لپاره یې له ترهګرۍ او دیني تشدد سره د مبارزې په پلمه او د «سیاسي او د لاتوان ورکولو زده کړو» په نامه کمپونه جوړ کړل. چې په حقیقت کې د مغز مینځلو او د دین او عقیدې د هېرولو لپاره پلان و.
د مسلمانانو لپاره یې داسې قوانین وضع کړل، چې له لمانځه یې راګرځوي، اړ کوي یې چې د روژې په میاشت کې روژه ونه نیسي. د حلالې غوښې له خوړو یې منع کوي، د خوګ غوښې خوړلو او د شرابو څښلو ته یې اړباسي. دغه راز یې اړباسي، چې د عفت جامې لرې، د فحشا او فساد جامې واغوندي... د حجاب اغوستل، ګنډل او پلورل یې منع کړي دي... هغه څوک چې په دغه قوانینو عمل ونه کړي، د «نوي توان بښلو» په اصطلاح کمپونو ته یې استوي او له اذیت او وحشت څخه ډک خپل مجرم قوانین پرې پلي کوي. حتا ځینې له دغې بدمرغۍ څخه د خلاصون لپاره د مرګ هیلې کوي. د دغو کمپونو شعار دادی: «لکه دې یوې مدرسې درس ورکوي، لکه پوځ مدیریت کېږي او د یوه زندان په څېر ترې ساتنه کېږي!»
د دغو کمپونو تر منځ او له بهر سره یې د کومې اړیکې پر نشت سربېره بیا یې هم اخبار راوځي. خو هېڅوک د دغه مظلوم قوم د ژغورلو لپاره ګام نه پورته کوي؛ نه د عثمانیانو اردوغان! نه د حرمینو خادم سلمان! نه د ال بیت لمسۍ عبدالله...! حتا محمد سادس ، چې د امیرالمومنین دعوه کوي، غږ نه پورته کوي...! نو څنګه به دوی د مسلمانانو ژغورلو ته ور ودانګي. په داسې حال کې چې دوی لومړني کسان دي، چې له مسلمانانو سره جنګیږي او د دبدبې د راز او د راتلونکي ځواک په مقابل کې درېږي...! هو، ایا خاین حکام د خلافت د تاسیس لپاره د دعوتګرو پر وړاندې نه درېږي؟!
اې ایغوري وروڼو! څومره کم طالع یئ، چې د خلافت په نشت کې ـچې د مسلمانانو ملاتړی دی ـپر تاسو ستونزې راغلي دي. که مو غږ شجاع رهبر سعد او اسید وانه وري، د ظالمانو د تاج او تخت ړنګولو ته در ونه دانګي او د خلافت ځلانده لمر راونه ګرځوي، ستونزې به مو اوږدې شي... . خو الله سبحانه وتعالی ته ډېره هیله لرو، چې زموږ افسرانو ته لوی زړونه ورکړي او ویره ترې لرې کړي، څو موږ ته بیا خلافت راوګرځوي او زموږ د عزت ورځې بیا پیل شي... ټول مسلمانان د ښکېلاک له ولکې ووځي، د شرم او خوارۍ ورځې پای ته ورسیږي. دا امت د خورا ښه امت په حیث، چې د خلکو لپاره راوتلی، راپورته شي.
لیکواله: اسماء الجعبه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
ژباړن: حبیب الله
(ژباړه)
له نړیوالو توطیو سره جوړجاړی باید د واقعي سیاسي رهبرۍ تشویش وي. هغې رهبرۍ چې د امت امور په لاس کې لري. هغه سیاسي حرکتونه چې د دښمنو دولتونو د توطیو افشا کولو ته پام نه کوي، ارزښت نه لري. دغه راز هغه دولتونه چې دا مسله اړینه نه بولي، ښه راتلونکې به ونه لري.
د اسلام مبین دین په دغې برخه کې سیاسي فعالیتونه فرض ګرځولي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وإلى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلاً﴾
[نساء: ٨٣]
ژباړه: کله چې د وېرې یا امنیت خبر ور ورسېږي، له څېړنې پرته یې ګنګوسه ګرځوي. په داسې حال کې که هغه پیغمبر یا پیشوایانو ته ـچې د تشخیص پوره توان لري ـور ولېږل شي، د مسایلو له رېښو به خبر شئ. خو که فضل او رحمت پر تاسو نه وای، له کم شمېر پرته به ټولو د شیطان پیروي کوله او ګمراه به وئ.
د وېرې موضوع په دښمن حملې کولو پورې ځانګړې شوې او پر هغوی بریا لازموي. هغه څه چې استنباط، تفکر، تحلیل او تجزیې او ځانګړو توانایانو ته اړتیا لري. هغه توانایانې چې د دولت او امت د خدمت لپاره کاریږي. طبري رحمت الله د ﴿لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ﴾ جملې په تفسیر کې وایي: «ځینې کسان د خبرونو رېښې را باسي او څېړنه پرې کوي.» نوموړی دوی په دین او عقل کې د فقاهت او درایت خاوندان بولي.
اسلام هغه زاویه مشخصه کړې، چې انسان نړۍ ته ترې وګوري. لکه څنګه یې چې د اصلي دښمنانو د پېژندلو، له هغوی سره د مقابلې لپاره سیاسي فعالیتونه مشخص کړي همداراز یې پرې بریا هم مشخصه کړې. هغه زاویه اسلامي عقیده، اېډیولوژي او د اسلام پراختیا ده. اسلام نورې ټولې لکه قومي او وطني زاویې حرامې بللي او دا زاویې له سیاسي انحطاط پرته بل څه نه لري. په پایله کې لویو استعماري قدرتونو ته د خپل ځان په تسلیمۍ تمامیږي. پر هغه حالت چې اوسمهال پر اسلامي خاورو حاکم دولتونه ورسره مخ دي.
د اسلام اېډیولوژیک لید، یو نړیوال لید دی او د اسلام له فکري او سیاسي ثابتې قاعدې څخه اخیستل شوی. د نړیوالو توطیو تعقیبول او افشا کول، د هغه چا لپاره چې دا عقیده لري او نړیوالو ته د اسلامي دعوت رسولو هیله لري، یو حتمي او ضروري کار دی. ځکه هر هغه عمل چې د ترسره کولو لپاره یې د کوم واجب کول اړین وي، پخپله عمل هم واجب دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلام د سیاسي فعالیتونو په ځانګړې توګه، د نړیوالو دسیسو او توطیو افشا کول او له منځه وړلو بېلګې راته ښودلې دي. د بېلګې په توګه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو او خیبر یهودو له تړون او پر مدینه او د اسلام د له منځه وړلو له حملې خبر شو. ژر یې سیاسي عاجلې پرېکړې ترتیب کړې. لومړی یې د پوځي استخباراتو او د شپې مامورینو په ګومارلو سره د دغه خبر له صحت څخه ځان ډاډه کړ او وروسته یې د قریشو د توطیې د له منځه وړلو لپاره سمه سیاسي نقشه جوړه کړه. له قریشو سره د سولې او موقتو مذاکراتو له کبله د کبار(سترو) صحابه وو له ناراضیتوب سره سره یې سیاسي موخه هم په پام کې ونیوله او خطرناک شرطونه یې هم ومنل. په پایله کې د حدیبیې مشهوره سوله وشوه. هغه سوله چې ښکاره فتح او بریا وه. د پام وړ موخې پرې تر لاسه شوې او د قریشو او خیبر یهودو د تړون د ماتېدو لامل شوه. د دوی شراکت یې له منځه یووړ او دوه لوی قدرتونه یې له یوبله بېل کړل. دغه سیاست د خیبر یهودو او قریشو د ګیلم ټولېدو زمینه برابره کړه او بلاخره د قریشو د کمزورۍ او ګوښه کېدو لامل شوه.
لوی دولتونه په دې ورځو کې هم ـلکه نور وختونه – د خپلو دښمنانو د کمزوري کولو، د خپلو ګټو ساتلو او د خپل نفوذ د پراختیا لپاره له توطیو نه لاس پر سر کېږي. خپل پلانونه د خپلو هم تړونانو، وکیلانو او مزدورانو پر مټ عملي کوي. د مثال په توګه: له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل، سیاي توطیه ده، چې د څو سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره وشوه:
۱ـ د بشار اسد د نظام د ستنو کلکول او وروسته ورته د فرات د ختیځ ګازو او تیلو سیمو سپارل، چې د بشار اسد دولت په پښو درېدو لپاره لازمه بودیجه پیداکړي او وکولای شي، حداقل خپلې اړینې اړتیاوې پرې پوره کړي. د فرات د شرق پر بډایه سیمو د امریکا تسلط او له هغه ځایه د مخالفینو شړل، د نظام لپاره یو چانس دی، څو ځان قوي کړي او وروسته دغه سیمې له امریکا بېرته واخلي.
۲ـ د ترکیې په کنټرول کې یې د سوریې شمالي سیمې راوستې، څو دا مزدور دولت وکولای شي، د مخالفینو په کنټرول کې خپل رول ولوبوي. پر نظامي ځواکونو یې له حملو راوګرځوي او په هغه لوی زندان کې یې وساتي چې د ترکیې تر کنټرول لاندې دی. د ایران، ترکیې او روسیې توافق ته یې ملزم وګڼي. دغه راز د دغو توافقاتو د موضوع له نه منلو یې وېرولو ته دوام ورکړي.
۳ـ د سیاسي تکتیک په توګه به امریکا د خپل لید او د وخت د اړتیا پر اساس د خپلو مزدورانو د غولولو او په سوریه کې په نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې د برلاسۍ لپاره له داعش ډلې او کردوانو څخه کار واخلي.
۴ـ د هغو نقشو کمزوري کول، چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به یې فرانسه او انګلیس ولوبوي.
۵ـ د سوریې له هغو مخالفینو او د هغوی له تر ټولو لویې پوځي پایګاه څخه چې ځان یې د ترکیې په غېږ کې اچولی، به ګټه واخلي، او په راتلونکو مذاکراتو کې به له سوریې څخه د روسي ځواکونو وتل وغواړي.
۶ـ د بشار اسد له نظام سره د ایران او ایراني ملېشو د مرستو دوام او په مقابل کې یې په سوریه کې د یهودو د رژیم رول به حداقل ته راټيټ کړي.
دا په سوریه کې د امریکا له مهمو موخو څخه دي. چې د ټرامپ د ناڅاپي پرېکړې، له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وسیله غواړي په راتلونکو میاشتو کې یې تر لاسه کړي. که روسیه، ترکیه، ایران، او سعودي له امریکا سره مرسته ونه کړي، نو هېڅکله به دغو موخو ته ونه رسېږي. ځکه له پولې بهر د امریکا قدرت، د هغوی د هم تړونانو او مزدورانو په ولکه کې دی.
دغو دولتونو د شام انقلاب پر وړاندې توطیه وکړه او ډېری رهبران یې وپېرل. دغو رهبرانو ازادې شوې سیمې په دوو برخو کې نظام ته تسلیم کړې. که د هغو ډلو د رهبرانو همکاري، چې انقلاب یې ډېر ارزانه وپلوره نه وای، د دوی ملاتړو ایران او روس نه شوای کولای، چې په ازادو سیمو کې د جنایت کار بشار نفوذ پراخ کړي. له نظام څخه د ملاتړ په سر کې روس، ایران او ایراني ملېشې نه دي. بلکې هغه رهبران وو، چې ځانونه یې د سعودي، ترکیې، اردن او نورو د لاس وسیلې وګرځولې.
څوک چې بدلون غواړي، نو پرې لازمه ده، چې د اسلام ستره پروژه کاملاً واضح او روښانه انتخاب او لاس په کار شي. په داسې بڼه چې د شام انقلابیون اړ دي، له ترکیې، سعودي او ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي. هغو دولتونو سره چې تل د جنایتکار بشار تر څنګ ولاړ دي او د انقلاب پر وړاندې یې هېڅکله له توطئې لاس نه دی اخیستی. انقلابیون او هغوی چې تغیر غواړي، باید هېڅکله د تغیر له واقعي اصولو یوه زره هم راټيټ نه شي. د انقلابیونو تر ټولو اړین اصول له رېښو او ټولو اساساتو او موسساتو سره د نظام چپه کول او بیا یې پر کنډوالو د اسلامي نظام تاسیسول دي.
له الرایه جریدې څخه
لیکوال: ابوحمزه الخطواني
ژباړن: حبیب الله
له هغې وروسته چې د ټرمپ استازي، زلمي خلیلزاد، د ۲۰۱۹م د جنوري په ۱۷مه پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې د مرستې لپاره وهڅاوه؛ جنرال قمر جاوید باجوا په ډېر ویاړ ده ته اطمنان ورکړ چې موږ به سیمې ته د سولې او ټېکاو د راوړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. کبرجنه امریکا اوس له امرونو او سختې ژبې نه هڅولو، ورین تندي او لاس ورکولو ته راټيټه شوې، ترڅو یې له افغانستانه دا سپک وتل یو څه درانه او د ځان په ګټه وښيي. امریکا په سیمه کې د ساده وسلوال خو ډېر مصمم مقاومت له لوري له دروازې غورځول شوې. په حقیقت کې دا هېڅ د ویاړ خبره نه ده چې د افغان سولې خبرو په مرستې سره، افغانستان ته د امریکا د بېرته راتګ لاره هواروئ.
د امریکا له شخصي پوځ او زموږ په دروازو کې د دوی له نورو پوځیانو سره د دوی په اوسني وضعیت کې مرسته هغه فورمول نه دی چې سیمې ته سوله او ټېکاو راولي. د امریکا شتون په سیمه کې د ترهګرۍ د مار سر دی او تل به همداسې وي. همدا د امریکا شتون و چې د ریمانډ ډویس شبکې جوړولو ته یې اجازه ورکړه چې بیا دغې شبکې ډېر قتلونه او بمې چاودنې وکړې، یو ځل بیا امریکا موږ ته خپله ناسمه خبره را پیچکاري کوي، چې له ترهګرۍ سره د دوی جګړه، زموږ جګړه ده. دا په سیمه کې د امریکا د شتون له امله و چې په افغانستان کې کلباشان یادیو شبکه جوړه شوه څو په سیمه کې خپل شرارت وحشت وکړي او دا په سیمه کې د امریکا د شتون دوام دی چې امریکا ته د دې اجازه ورکوي څو په راتلونکي کې د سیمې د قدرت په توګه مستقیما د هند د راپورته کېدو سرپرستي وکړي.
اې د پاکستان مسلمانانو! وخت یې دی چې دا ضربه خوړلې او متزلزله امریکا له دروازې هاخوا وغورځوو، خو د پاکستان اوسني ملکي او پوځي مشران هڅه کوي د امریکا شتون بیا اطمناني کړي. د امریکا د نه ماتېدو افسانه ختمه شوه، دوی ټوټې ټوټې شول او دا کار د غرو زمریانو او زړورو خلکو وکړ؛ هغو خلکو چې عزت یې په اسلام کې لټاوه، له اشغالګرو سره یې جګړه کوله او یوازې پر الله سبحانه و تعالی یې باور درلود. د ښکېلاکګرو مړي او ټپیان په وینو ککړ د جګړې په میدان کې پراته دي او ټوله نړۍ یې ننداره کوي، د دوی د وینو بد بوی ټول ځای نیولی. نو د دې پرځای چې اجازه ورکړو د ټپیانو ټپونه یې سره ورشي او بیا پورته شي، باید ژر یې په بشپړه توګه وباسو.
موږ له تاسو غواړو چې د افغان سولې په خبرو اترو کې مرسته بنده کړئ چې امریکا خپل ځان پخپله د امپراطوریو په هدیره کې خښ کړي. نظامي اطلاعات مه ورسره شریکوئ چې د افغانستان له مخ پر ودې او سرسخت مقاوت سره په ړانده حالت کې مخ شي. هوايي او ځمکنۍ لارې پرې بندې کړئ چې له ډېرې لوږې داسې حالت ته ورسېږي چې پوځ یې خپله د وتلو چغې ووهي.او غوښتنه درنه کوو چې دا پورته ټولې خبرې شونې دي، خو چې د رسول الله صل الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره د پوځ نصرت راکړئ. الله سحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا﴾
[نحل: ۹۲]
ژباړه: ستاسو حالت د هغې ښځې په څېر نه شي چې په ټول زیار سره یې د تارو کلک ریچکي وریښل او بیا یې په خپله هغه اومه او ټوټه ټوټه کړل.
حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د روان میلادي کال د فبروري په ۲۰مه، العربي الجدید وېبپاڼې د مصر د کورنیو چارو وزارت د زندانونو سکتور له یوې سرچینې نه په نقل، رپوټ ورکړ چې محکمې د مصر د لوی مفتي په تایید، نهه تنه مسلمان ځوانان د لوی څارنوال، هشام برکات د سلاکار د ترور په تور اعدام او جسدونه یې سړې خونې ته تسلیم کړل. د اعدام دا حکم د استناف په زندان کې د یوه څارنوال، یوه روحاني او یوه عدلي ډاکټر په شتون کې پلی شو. د نړیوالې بښنې سازمان، ورسته له دې چې دوی له زندان نه استناف محکمې ته د اعدام د تیارۍ لپاره یوړل شول، د ورځې په پای کې ماښام شاوخوا په یوه اعلامیه کې له مصري چارواکو غوښتي وو چې دغه ظالمانه حکم پلی نه کړي؛ په ضمن کې له یادې بیانیې ښکارېدل چې دا ځوانان د هغې پېښې له امله چې د ۲۰۱۵م کال د جون په ۲۹مه وشوه، په ډېر وحشیانه ډول نیولي او د دې لپاره چې اعتراف وکړي، ډېر ظلم او شکنجه یې لیدلې.
دغې نوې عاموژنې، د مصر د مظلومو خلکو پر وړاندې، دغه رژیم په دوامدارو جنایاتو کې یو بل جنایت ور اضافه کړ. تر یوې میاشتې په کم وخت کې ۱۸ تنه مصري بچیان اعدام شول چې وروستي یې دا ۹ مسلمان ځوانان وو. خلک پر دغه واقعیت ښه پوهېږي چې په یوه داسې قضیه کې چې هېڅ قانع کوونکي دلایل نه لري، دا او له دوی مخکې ځوانان سره له دې چې جرم یې قطعا نه و ثابت شوی، نیول او امنیتي سرویسونو ته لېږل کېږي. د دې خبره واقعیت د محمود احمدي په نامه یوه ځوان په خبرو کې ښکاري چې ویډیو یې له الرصد شبکې او نورو انټرنټي شبکو نه نشر شوې؛ دی په ډېره معصومانه توګه قاضي ته وایي: «زه په څنګ کې مې نور مظلومان به د قیامت په ورځ د الله سبحانه و تعالی په حضور کې ستا دښمنان وو او ته پر دې ښه پوهېږې!» قاضي یې په ځواب کې وویل : «خو تا، محمود، پخپله اعتراف نه دی کړی؟» محمود یې په ځواب کې وویل:« ماته یو د برق شوک ورکوونکی راکړه، بیا به وګورې چې څنګه د انور سادات پر قتل اعراف نه کوې. موږ ته دومره برقي شوک راکړل شوی چې مصر ته یې شل کاله برق ورکولی شوی.» همداراز، ده قاضي ته د هغه پولیس په اړه وویل چې دی یې د محکمې په سالون کې شکنجه کاوه. دا او د یقیني دلایلو د نشت خبره بس وه چې قاضي د اعدام حکم وځنډوي یا یې مخه ونیسي.
نو له دې خبرې ښکاري چې دا ډول محکومیتونه دغو قاضیانو ته د دوی د داخلي او خارجي بادارانو لخوا ورکول کېږي او دا په حقیقت کې د مصر د خلکو لپاره یو پیغام دی چې ستاسو لپاره هېڅ کوم تضمین نشته او نه مو د پولیسو، پوځ او قاضیانو د اعدام د کړۍ ملاتړی شته، چې په پټه خوله د خپلو بادارانو له اطاعت او پرېکړو یې له پلي کولو پرته بله چاره نه لري. لکه څنګه چې قاضي دوی ته وایي: «ستاسو لپاره هېڅ امید نشته، پرته له دې چې هغو خبرو ته تسلیم شئ او اطاعت یې وکړئ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د دوی باداران غواړي.» ده دا خبره د پامپیو تر بیانیې او د قاهرې په زړه کې د دغه رژیم له خونړي عمل نه تر مستقیم ملاتړ وروسته کړې. سیسي په مونیخ کې وویل، څه چې په مصر کې تېرېږي هغه د «اسلامي ترهګرۍ» پر وړاندې جګړه ده او بیایې له غربي رهبرانو وغوښتل چې مصر کې هغه جوماتونه وګوری چې ده له منځه وړي او سوځولي یې دي.
کوم کارونه چې دغه رژیم او رهبر یې په دې وروستیو کې کوي، د دې لپاره دي چې د اساسي قانون د تعدیل –چې دی تر مرګه پر قدرت پرېږدي- د مخالفانو خوله پټه کړي، د خکلو په زړونو کې وېره او رعب پیدا کړي او انقلابي روحیه یې – چې د دغو خلکو په طبعیت کې ده او ټول په دې پوهېږي- له منځه یوسي. د رژیم دغه احمقانه او ویجاړوونکي تصمیمونه د دې لامل شوي چې خلک د دوی پر وړاندې انقلاب ته اړ کړي. نو، که خلک د دغه له بدیل نه خبر وئ او یوه مخلصه سیاسي رهبري یې درلودی چې د غرب او مزدورانو پر وړاندې یې مبارزه کولی شوی، یو داسې انقلاب به یې کړی و چې د سیسي، رژیم او پلویانو استبدادي څراغ یې د تل لپاره مړ کړی و.
اې د مصر الکنانه قاضیانو! په دې کې هېڅ شک نشته چې د دغو ځوانانو او بل هر بېګناه وینه چې د تاسو د پرېکړې په نتیجه کې تویېږي، ستاسو په غاړه ده. سیسي نه تاسو ته کومه ګټه رسوی شي او نه مو د قیامت په ورځ د قهار خدای پر وړاندې شفاعت کولی شي. په دغو کارونو به د الله متعال قهر درباندې وشي او هرو مرو به یې ځواب ورکوئ. د دنیا د لنډ ژوند ټولې خوښۍ او خوندونه د دوذخ له لږ اور، د زقوم وینې یوه لمړۍ خوراک او یا هغو خوټېدلو اوبو له یوه څاڅکي سره برابر نه دي چې څښئ به یې. نو که د دوزخ له اوره ځان ژغورلی شئ، څه مو چې زړه غواړي ویې کړئ؛ که داسې نه وي، ژر به د الله سبحانه و تعالی حضور ته ورشئ، د هغو بېګناه کسانو قتل به مو له مرۍ نیسي چې ستاسو په حکم وژل شوي او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې به د دغو کارونو په سبب ذلیل او شرمېدلي وئ. د خدای تعالی پر وړاندې یو کس تر هغه پورې ازاد دی( سزا نه ورکول کېږي) چې په ناحقه د چا وینه تویې نه کړي. دا خبره یوازې ستاسو په اړه نه؛ بلکې د ټولو هغو کسانو لپاره ده چې د بېګناه کسانو په وینو تویولو کې شریک وي، شهادت یې ورکړی وي او د خپل دغه کار په اړه یې هېڅ د بدبینۍ احساس نه وي کړی.
اې د مصر الکنانه خلکو! هېڅکله د دغه رژیم لخوا د بندیانو له قتل او وینو تویولو مه وېرېږئ؛ ځکه دا رژیم ستاسو د وېرولو لپاره بېګناه مسلمانان ځوروي او شکنجه کوي یې، ترڅو تاسو او هېواد مو په خپله قبضه او کنټرول کې راولي. د دغه رژیم حاکمان د هغو کسانو وینې تویوي چې د دوی او د دوی د اقتدار پر وړاندې د انقلاب او را پاڅېدو هیله لري. نو مه يې پرېږدئ چې پر تاسو یې لاس بر شي او خپلو چټلو هیلو ته ورسېږي. پر دې پوه شئ چې د رژیم دا کړنې د دوی کمزوري او ډار ښیي او تاسو کمزوري نه یئ؛ بلکې له هغوی نه پیاوړي یئ. یوازینی شی چې اړتیا ورته لرئ، د اسلام پروژه «د یوه دولت په چوکاټ کې» ده چې حزب التحریر یې تاسو ته لېږدوي او د الکنانه په پوځ کې ستاسو د د مخلصو زامنو او وروڼو په نصرت یې هېڅوک پر وړاندې د درېدو وړتیا نه لري؛ نه رژیم، نه یې ساتونکي، نه مزدوران او نه یې په سپینه ماڼۍ کې بادارن؛ ځکه چې د دوی د استبدادي حکومت عمر پای ته رسېدلی.
اې د الکنانه پوځ مخلصو افسرانو! دا وینې چې اوبو غوندې روانې دي، هغه مسله ده چې په تاسو پورې اړه لري. په خدای قسم که دا رژیم پوهېدای چې په تاسو کې داسې کسان شته چې یوازې د الله سبحانه و تعالی په خاطر په غوسه کېږي، د «دین» حرمت یې ساتي او له مظلومانو سره مرسته کوي؛ هېڅکله به یې د«بې ګناوو» د دغه هېواد د خلکو د وینو تویولو جرات نه و کړی. په دې پوه شئ چې له دغه رژیم، بې عدالتیو، تېریو او ظلمونو سره په همکارۍ او د رژیم د جنایتونو پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو سره د دغه هېواد د بېګناه خلکو په وینه تویولو کې شریکان یئ. تر هغه به رستګار نه شئ چې له دغه رژیم سره خپلې اړیکې پرې او له الله سبحانه و تعالی سره یې ټینګې نه کړئ او بیا په حزب التحریر کې د اسلام د دعوت له حاملینو سره چې د نبوت پر منهج د خلافت بیا تاسیسولو لپاره هڅې کوي؛ هغه دولت چې له دغه رژیم سره به د دغو جنایتونو حساب کوي، اسلام به پلی کوي ترڅو هر څوک شهادت پرې ورکړي او د هوښیارانو لپاره د عبرت درس وي، الله سبحانه و تعالی د مظلومانو زړونه ټکور کوي. یوازې ریښتینی اسلامي خلافت دی چې ټول هغه څه به بېرته واپس کړي چې دغه رژیم د مصر له خلکو چور کړي او غرب ته یې د دغه چور او چپاول موکه برابره کړې او د دوی ورک شوی عزت او ځواک به بېرته ورکړي... هغه ورځ به مومنان له هغې فتحې او بریا نه خوشاله شي چې الله سبحانه و تعالی ورکړې؛ خدایه دا فتح او بریا ژر راباندې ولوروه!
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: ٢٤]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پيغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. او د هماغه لور ته به تاسو ور غونډ کړای شئ.
د حزب التحریر ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه په ویاړ سره اعلاموي چې د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې د (کورنیو ننګونې او د اسلام حل لارې) تر نامه لاندې د ښڅو د نړیوال کنفرانس او کمپاین څخه وروسته، اوس نوې فېسبوک پاڼې پرانیزي چې په نړیواله کچه د کورنیو د بنسټیزو ستونزو په هکله پکې خبرې اترې کیږي. په دې پاڼو کې به په عربي، انګلیسي، ترکي او اندونیزیايي ژبو د کنفرانس او کمپاین موضوعات خپاره کیږي او پر هغو اړوندو موضوعاتو به خبرې کیږي چې د نړۍ په ټولو ټولنو کې خلک ځینې رنځوري دي او د ټولنو د پرمختګ له امله رامنځته شوي.
ځکه نو ستاسو غوښتنه کیږي چې زموږ پاڼې تعقیب او لایک کړئ، همداسې زموږ د نوو پاڼو موضوعات له نورو سره شریک کړئ او په خپلو نظرونو او وړاندیزونو زموږ څخه ملاتړ وکړئ. الله سبحانه و تعالی دې موږ ته توفیق راکړي.
ژباړن: حمزه پارسا
(ژباړه)
عمران خان د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په یوه مخکې ثبت شوي ویډیويي پیغام کې محتاطانه خبرې خپرې کړې، دا ویډیو هغه مهال خپریږي چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې د فبرورۍ له ۱۴ نېټې راهیسې خرابې شوي چې په هغه نېټه د (پولواما) پېښه کې د اشغال شوي کشمیر یوه ځوان ۴۰ تنه هندو اشغالګر ځواکونه دوزخ ته واستول. دا برید د کمو تجهیزاتو خو لوړ همت لرونکو ملکي خلکو باندې د هندو اشغالګرو ځواکونو د یرغل سست والی په ډاګه کوي. همداسې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې د ځوان قومندان برهان وانی شهادت څخه وروسته دا د اشغال شوي کشمیر د یوه ځوان لخوا د هندي تروریزم په وړاندې د مبارزې لمړی ګام دی. دا د کشمیر د ځوانانو د مبارزې ګام دی، هغه ځوانان چې تر اوسه یې جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې خاورو ته سپارل کیږي او په مېړانې سره وايي چې (کشمیر د پاکستان دی). خو عمران خان د دې پر ځای چې د هند د ځواکونو په ګونډو کولو له فرصت څخه کار واخلي او یو ګام پورته کړي، بزدلانه خبرې کوي چې د هند په راتلونکو ټاکنو کې د موډي موقف پیاوړی کړي.
عمران خان د هند د اووه لسیزو تروریزم د محکومولو په ځای په دې مشروع مقاومت نیوکه کوي او وايي: (موږ په سیمه کې د تروریزم د پای غوښتونکي یو). عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر مسلمانان تجهیز کړي وای، هغوی يې د خبرو اترو له لارې د خیالي خپلواکۍ په بهانه د یوه تروریست دولت په وړاندې محکوم کړل او ویې ویل: (دا موضوع یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیږي.) عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر له مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه د پاکستان پوځ چمتو کړي، له خپل ځان نه مخکې امریکايي مزدورانو لاره تعقیبوي او له هند سره د سیمه ییزې جګړې څخه ډډه کوي.
ای د پاکستان د پوځ زمریانو! د پولواما برید بل څه نه وو مګر دا چې کشمیري ځوانانو په تاسو غږ کړی وي چې خپلواکي غواړي. تاسو هغه زمریان یاست چې د ځنګله له بزدلانو سره له مخامخ کېدو څخه مو مخه نیول شوې. ستاسو مخه نیول شوې په داسې حال کې چې ستاسو هره ضربه نړیوالو ته د مسلمه امت پیاوړتیا په ډاګه کولای شي. عمران خان، د مخکینیو مزدورانو په ډول لکه مشرف، زرداري او نواز، خپل ځان ته یو سره لیکه ایستلې چې نه پرېږدي چې یو ګام وړاندې کېږدي. نور هغه بې جرئته حاکمان بس دي چې د دښمنانو د مقام طلبۍ د زیاتولو لپاره د مسلمانانو احساساتو باندې لوبې کوي. خیانت له ریښې راوباسئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د خلافت د بیا قایمولو لپاره مرسته وکړئ، په دې ډول سره به تاسو د مسلمانانو د ځمکو خپلواکۍ لپاره خوشې شئ او د مسلمانانو دعا او د الله سبحانه و تعالی رضایت به لاسته راوړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾
[توبه: ۱۲۳]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له هغو کافرانو سره چې تاسو ته نږدې دي جګړه وکړئ (او لرې دښمن تاسو له نږدې څخه غافل نکړي)، هغوی باید په تاسو کې قهر او جدیت (او قدرت) احساس کړي او پوه شئ چې الله (سبحانه و تعالی) له متقیانو سره دی.
د ولایه پاکستان – حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د پاکستان ولسمشر عمران خان، د سعودي له ولیعهد سره په وروستۍ لیدنه کې، په سعودي کې د زرګونو پاکستاني زندانیانو څخه یادونه وکړه، چې په پایله کې یې د سعودي ولیعهد د ۲۱۰۰ تنو له خوشې کولو ډاډ ورکړ. چې د دغو زندانیانو لومړۍ ډله د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په ۲۱ مه پاکستان ته ورسېده. عمران خان په دې کار سره خلکو ته داسې وښوده، چې د پاکستان د خلکو په فکر دی، په ځانګړې توګه هغه خلک چې له هېواده یې بهر دي.
عمران خان وویل: «پاکستاني کار کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره په سعودي کې کار کوي. دا ډول خلک زما زړه ته ډېر نږدې دي چې له هغوی څخه ۳۰۰۰ تنه د کوچنیو جرمونو له امله په بند کې دي». په حقیقت کې دا هم د رژیم دوه مخيتوب دی چې له لومړۍ ورځې یې مکاري ښکاره وه. عمران خان غواړي له یوې خوا په لویو نمایشونو سره په سعودي کې له پاکستاني زندانیانو اندېښنه ښکاره کړي او له بلې خوا، د بجوا-عمران رژیم د سلګونو تنو احساسات منحرف کړي او د رژیم پر وړاندې د هغوی کلک زړونه نرم کړي، پرته له دې چې د خپلې کورنۍ غړو له حالت او ځای څخه یې خبر کړي او په محکمه کې په راغوښتلو سره د هغوی درد او رنځ څو برابره کوي. رژیم د خلافت د ملاتړ کوونکو پر وړاندې په داسې بې رحمۍ سره عمل کوي چې لاتر اوسه یې لادرک کړي. انجنیر نوید بټ، د حزب التحریر ولایه پاکستان غړی، کابو اووه کاله مخکې د ۲۰۱۲ م د مې په ۱۱مه ، له لاهور څخه برمته شو او همداسې انجنیر محمد جنید اقبال او سید نبیل اختر د ۲۰۱۵ د سپتمبر په ۱۵ مه له کراچۍ څخه برمته شول.
د عمران له خبرو سره سم هغه پاکستانیان چې په سعودي کې په بند کې دي ازاد شول، ځکه ډېر کوچني جرمونه یې تر سره کړي وو. د هغو مخلصو مسلمانانو په هکله پوښتنه کوو چې د خلافت ملاتړي دي او بې جرمه دي او ولې یې لا احوال او ځای هم نه دی معلوم؟ ایا د خلافت د ملاتړ کوونکو، له بند څخه ازادي اړینه نه ده؟ د هغوی خو له دې پرته چې ویل یې (له خلافت څخه ملاتړ کوو). بل جرم نه وو. په حقیقت کې د پاکستان اوسنی رژیم هم د پخوانیو دیموکراتیکو نظامونو په څېر، له اسلام سره په جګړه کې له امریکا سره په مرسته کولو سره، غواړي د یوه لوی ځواک په څېر د خلافت دولت له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي. خو بیا هم دغه رژیم د رښتنولۍ په څېره خپل مخ پټوي(!). چې هرو مرو به یې له مخ لرې شي او ډېر ژر به د پاکستان مسلمانانو لاس په خپل ګرېوان کې وویني. دغه رژیم یوازې دومره کولی شي چې له دغو ظلمونو څخه په ډډه کولو سره ځان د رسول الله ددغه حدیث پر مټ له ژمنه شوو عذابونو څخه وژغوري:
«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُمْلِي لِلظَّالِمِ فَإِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ»
(رواه ترمذي، بخاري او مسلم)
ژباړه: الله سبحانه وتعالی د ظالم رسۍ اوږدوي او کله چې الله سبحانه وتعالی دا رسۍ ونیوله، نو بیا یې نه پرېږدي.
د حزب التحریر ولایه ـ پاکستان مطبوعاتي دفتر