ولایه ترکیه: د استاد محمود کار اونیزې مطبوعاتي خبرې اترې
- خپور شوی په ویډیوګانې
د ولایه ترکیې حزب التحریر مطبوعاتي دفتر رئیس
سه شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۱مه
د ولایه ترکیې حزب التحریر مطبوعاتي دفتر رئیس
سه شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۱مه
"لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ (113) يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (114) وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ (115)"
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخارزه (ابوهمام)
بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)
سه شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۰۸مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۱مه
د مخکینیو حلقو د لیدلو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ.
له الفاروق جومات څخه د استاد منذر عبدالله لخوا د جمعې خطبه
کوپنهاګن، ۱۴۴۰ د شوال ۱۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۱مه
د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.
حزب التحریر ولایه سوریه د ساحل د جبهې د پرانیستلو لپاره له مخلصو او وفادارو مجاهدینو څخه د ملاتړ په موخه په (دانا) کې راټولېدنه وکړه.
دوشنبه ۱۴۴۰ د شوال ۱۴ مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۷ مه
وړاندې کوونکی: شیخ احمد صوفي (ابو نزار شامي)
طرابلس شام/ ولایه لبنان – د ابو قاسم جومات
۱۴۴۰ د شوال ۱۱مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۵مه
انقلابونه او قراني ایتونه!
د خپرونې مېلمه: استاد ثابت خواجا (ابوعبد)
د خپرونې ویاند: استاد هیثم ناصر (ابوعمر)
شنبه: ۱۴۴۰ د شوال ۱۲مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۵مه
مجاهدینو ته د ابوراکش مبارکي او د ساحل د جګړې د فتحې غوښتونکی
یکشنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۱۳مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۶مه
(ژباړه)
ډونالډ بوت یو ځل بیا په سوډان کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو. نوموړی پخوا هم په سوډان او سهیلي سوډان کې د امریکا ځانګړی استازی تېر شوی. د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۲مه ډونالډ بوت او د افریقا په چارو کې د امریکا د دولت مرستیال سکرتر تیبارنګي سوډان ته راورسېدل او له پوځي شورا او د ازادۍ او بدلون غوښتونکو پوځیانو سره یې له هغه وروسته وکتل، چې پوځي شورا د عمومي قمندانۍ مخې ته د خونړیو وژنو په پایله کې احتجاج مات کړ. په دغه ناوړه پېښه کې ډېر کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شول. له همدې امله د ازادۍ او بدلون ځواکونو خپل نفوذ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې یوازې د منځګړي په شتون کې به له پوځي شورا سره خبرو ته کېني!! د دې ترڅنګ د اېتوپیا د لومړي وزیر استازی د دواړو لورو تر منځ د منځګړیتوب مشري کوي او تیبارنګي وایي چې له افریقایي اتحادیې او د ایتوپیا له منځګړیتوب څخه ملاتړ کوي.
موږ حزب التحریر-ولایه سوډان په دې اړه وایو:
لومړی: سوډان د پوځي شورا لخوا د تېر نظام په څېر اوس هم د امریکا تر ولکې لاندې ژوند ته دوام ورکوي. امریکا په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو په واسطه د سوډان پېښې پر مخ بېولې؛ خو کله چې په ستونزه کې راښکېل شول، نو تیبارنګي او ډونالډبوت یې له همدغه خونړي او ستونزمن حالت څخه د راوتو په موخه راولېږل.
دویم: که څه هم ځوانان د کپیټلېزم بې انصافه نظام له امله د همدغو بې عدالتیو پر وړاندې د سوډان له خلکو سره راپاڅېدل، خو په حقیقت کې عام وګړي او پوځیان (د شخړې دواړې خواوې) د یوې مفکورې پر اساس پر مخ روان دي. د دغه حالت په پایله کې به بېرته همغه پخوانی سېکولر نظام راشي، هغه نظام چې په سر کې یې کافر غرب دی او خلک یې له بې عدالتۍ او سپکاوي سره مخ کړي.
درېیم: پوځ او د ازادۍ او بدلون ځواکونه چې ملکي حکومت غواړي، د دواړو فکري اساس اسلامي عقیده نه ده. همدازار د خبرو اترو بنسټ یې د اسلامي عقیدې پر ځای تر نړیوالې ولکې لاندې د بشر په لاس جوړ شوی بنسټ دی، چې دغه هېواد او خلک یې بدبختۍ ته ورټېل وهلي دي.
د سوډان د خلکو لپاره د دغو ټولو کړکېچونو یوازنۍ حل لاره دا ده، چې د نبوت په تګلاره د خلافت په تاسیس سره اسلام پلی او تر چتر لاندې یې ژوند وکړي. همدا یوازنۍ لاره ده چې امت د استعمار له ځنځیرونو او د امریکا له ولکې څخه خلاص کړي. په همدې توګه به له موږ څخه د ځمکې او آسمانونو څښتن راضي شي او خلک به سوکاله او ارام ژوند وکړي. نو هر هغه څوک چې د دغې موخې لپار کار کوي، خپل کار ته یې پرېږدئ.
ابراهیم عثمان(ابو خلیل)
د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ لَا يَشْكُرُ النَّاسَ لَا يَشْكُرُ اللهَ» (څوک چې له خلکو څخه منندوی نه وي، له الله سبحانه وتعالی څخه مننه نه کوي.)
(ژباړه)
د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۰مه دوې پرېکړې د حزب التحریر په ګټه تمامې شوې. لومړي وزیر د حزب التحریر د فعالیتونو د درولو په موخه دغه دوې قضیې وړاندې کړې وې، چې د مدني ټولنې او اساسي قانون وزیر المهدي دا طرحې ومنلې.
کله چې موږ د نهیلۍ پړاو ته نیږدې شو، نو دغه نېکمرغه امت یو څراغ روښانه کړي. په زړه پورې او د پام وړ خبره خو دا ده چې د دغه څراغ رڼا له داسې ځای څخه راځي چې په هېڅ ډول نه غواړي د نورو د لاس آله شي، په داسې حال کې چې په وار وار د ځینو مغرضو او خرڅو شووو رسنیزو سازمانانو له نیوکو سره مخ شوی. نن قضایه قوې په ځانګړې توګه د استیناف محکمې له حزب التحریر څخه ملاتړ وکړ.
دا حزب یوازې سیاسي فعالیتونه کوي او له پیل څخه تر اوسه پرې کوم مادي فعالت نه دی ثابت شوی. د دوی له انده د دغه حزب جرم دا دی چې خپل سیاسي فغالیتونه نه دروي او له تخنیکي اړخه د ژوند له تنظیم سره کومه اداري ستونزه نه لري. دوی یوازې تاریخ تېره کپیټالیزم نظام نه غواړي او وایي چې د بهرنیانو اطاعت ته باید د ژوند د اړتیا په توګه ونه کتل شي.
په همدې هیله چې هغو کسانو ته د ملاتړ لاس اوږد کړو چې عدالت کوي او حق ته غاړه ایږدي او مونږ پوهیږو چې دا به هغوی له ستونزو او مصیبتونو سره مخ کړي. الله سبحانه وتعالی دې هغو کسانو ته اجر ورکړي چې له موږ سره یې په دغو قضیو کې مرسته وکړه. حزب التحریر له دوی سره ژمنه کوي چې دوی به پر هغه ایډیالوژۍ ثابت پاتې کېږي او هغه لویې مسلې به په پام کې نیسي چې د امت لپاره برخلیک ټاکونکې دي.
هغه کسان د ستاینې وړ دي چې له حق سره دریږي او په بې عدالتۍ کې په پاتې کېدو شرمېږي.
وکیله حنان خمیري
د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رسمي ویانده