دوشنبه, ۱۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الاول 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 13 اکتوبر 2025 م

شمېره:      ۱۹/ ۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د مصر په لوی موزیم کې د قرآن‌کریم پر تلاوت بندیز؛ د الله سبحانه وتعالی ذکر غندل کېږي او د باطل خپرول ازاد دي!

(ژباړه)

د هغه ځوان د نیول کېدو پېښې، چې د مصر په لوی موزیم کې یې د فرعون اړوند ایتونه تلاوت کړي وو، د بحث او جنجال یوه پراخه څپه رامنځ ته کړه. ورپسې د یو شمېر رسمي دیني بنسټونو اړوند کسانو د هغه عمل وغانده او دا یې «د قران کريم پر وړاندې بې‌ادبي» او «د ابهام او خطرناکې اشارې لرونکی عمل» وباله! دغه پېښه که څه هم ساده ښکاري، خو د اوسني ژوند په فکري او ارزښتي تله کې ژوره تشه رابرسېره کوي او هغه دوه‌مخیز معیارونه ښکاره کوي چې د سیکولر فکر پر بنسټ په واکمنو رژیمونو کې د خلکو چلند پرې ارزول کېږي.

تر دې وړاندې هم، په مصر کې حاکم سیکولر رژیم، دغه اسلامي خاوره – چې پر خپل دین، عقېدې او ځلانده اسلامي تاریخ ویاړي- له دغه عزته بې برخې کړې وه؛ کله په متعفنه عربي قوم‌پالنه؛ کله په ورستې ملي‌پلانه او بیا له شرکه ډکه فرعون‌پالنه باندې. دا ټول د خلکو او د هغوی د عقیدې، تاریخ او ریښه‌لرونکي اسلامي هویت پر وړاندې جګړه ده. له همدې امله دا هېڅ د حیرانتیا وړ نه ده، چې د رژیم تبلیغاتي وسیلې د هغه ځوان پر وړاندې راپورته شوې چې قران یې تلاوت کړی و؛ دوی له دغه قران سره دښمني لري، غواړي ایتونه یې پټ کړي او د فرعوني شرک نښې رابرسېره کړي.

د قران کريم تلاوت یو ستر عبادت دی، چې مسلمان یې هر ځای وکړي، ثواب اخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ﴾ [مزمل: ۲۰]

ژباړه: «نو له قرآن څخه چې څومره درته (شوني او) اسان وي، ویې لولئ.»

دغه تلاوت په کوم ځانګړي ځای یا وخت پورې نه دی محدود شوی. قران کريم په کور، لاره، بازار، کارځای او په هر هغه پاک ځای کې تلاوت کېدای شي، چې د الله سبحانه وتعالی ذکر پکې نه وي منع شوی. ان د الله سبحانه وتعالی ذکر په هغو ځایونو کې چې غفلت پرې پرېوتی وي، لا زیات فضیلت لري. نو څنګه نن په یوه موزیم کې د قران کريم تلاوت غندل کېږي، په داسې حال کې چې موزیم نه کوم په شرک ککړ تقدس لري، نه نجاست پکې شته او نه کوم منکر پکې کېږي!؟

دا خبره چې په موزیم کې د فرعون د کیسې اړوند ایتونو تلاوت «بې‌ادبي» یا «خطرناکه اشاره» ده، د شرعې او عقل له مخې ناسمه ده. قران د هدایت کتاب دی او د دې لپاره نازل شوی چې هر وخت او په هر ځای کې ولوستل شي او تدبر پکې وشي. هېڅوک حق نه لري چې خلک د قران کريم له تلاوته منع کړي یا یې یوازې تر جوماتونو او رسمي مراسمو محدود کړي. بلکې په هغه ځای کې چې د ځمکې د جبارانو تاریخ پکې نندارې ته ایښوول شوی، د داسې ایتونو تلاوت خپله یوه مشروع یادونه او په بشپړ ډول د قران د هدف په چوکاټ کې راځي، څو خلک عبرت واخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الألْبَابِ﴾ [یوسف: ۱۱۱]

ژباړه: «بېشکه چې د هغوی (یعنی یوسف، د هغه د وروڼو او نورو پیغمبرانو، با ایمانه او بې ایمانه قومونو)، په کیسو کې د پوهې خاوندانو (هغوی لپاره چې فکر کوي) لوی عبرت دی.»

نو ایا عبرت اخیستل منع شوي؟ د الله سبحانه وتعالی ذکر مشکوک بلل کېږي؟ او قران د شک سرچینه ګڼل کېږي!؟

تر دې هم بده دا ده چې هماغه کسان چې د دغه ځوان پر وړاندې یې د قران کريم د تلاوت له امله برید وکړ، همدوی هغه مهال هېڅ اعتراض نه کوي چې په هماغه ځای کې د موسیقۍ محفلونه جوړېږي، نڅاوې کېږي؛ مجسمې او هغه سندرې نندارې ته وړاندې کېږي چې باطلې کلمې پکې وي! هېڅ یو نه وایي چې دا «د تاریخ بې‌احترامي» یا «خطرناکه اشاره» ده. خو کله یې چې د قران کريم ایتونه واورېدل، سينې یې تنګې شوې او دغه ځوان یې په سیاسي اشاره او پټو نیتونو تورن کړ!

هغه شخصي ازادي چې سیکولر فکر یې شعار ورکوي؛ د یوه مسلمان له لوري د دوی له لوري ټاکل شویو چوکاټونو بهر خپل دین څرګندولو سره له منځه ځي. که دغه ځوان همدلته سندره ویلې وی، ساز یې غږولی وای یا یې هنري عکسونه اخیستي وی، هېچا به اعتراض نه وی کړی؛ بلکې کېدای شي دا کار یې «هنري بیان» بللی وی. خو کله یې چې قران کريم تلاوت کړ، دا کار یې د «ځای پر تقدس تېری» وګاڼه! له دې څخه لوی تناقض څه کېدای شي چې د الله سبحانه وتعالی ذکر منع شي، خو لهو او لعب ازاد وي!؟ دا هماغه دوه‌مخیتوب دی چې د نن حاکم فکر حقیقي څېره بربنډوي: له هغه څه پرته چې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې د انسان د تسلیمۍ نښه وي؛ نور هر څه ازاد دي!

دا خبره د فهم تحریف دی چې موزیم «د شرک کور» دی او یا په هغه کې د فرعون د کیسې لوستل «سپکاوی» دی. موزیم معبد نه دی، بلکې د تاریخ د نندارې ځای دی او مسلمان له دې څخه نه منع کوي چې د طاغوتونو د برخلیک یادونه وکړي. په داسې ځای کې د الهي سنتو یادونه سپکاوی نه دی، بلکې د ښکاره دعوت د بشپړېدو یوه برخه ده؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د قران کريم کیسې د ټولو خلکو لپاره د عبرت وسیله ګرځولې؛ دا یوازې د جوماتونو او درسونو لپاره نه دي. د قران کريم داسې تلاوت ان هغو کسانو ته هم یو کلک ځواب دی چې د فرعوني اثارو او تاریخ تقدیس کوي؛ ځکه دا یادونه کوي چې هر طغیان د نابودۍ لوري ته روان دی او حقیقي واکمن یوازې الله سبحانه و تعالی دی.

له سلفو څخه هېڅ داسې شی نه دي را رسېدلی چې د قران کريم تلاوت یې په ځانګړو ځایونو پورې محدود کړی وي. هغوی قران کريم په هر حالت کې تلاوت کاوه؛ ان د جهاد په میدانونو، سفرونو او بازارونو کې. ابن مسعود رضی الله عنه وایي: «د قران کریم حامل باید د شپې په وخت کې هغه وخت وپېژندل شي چې خلک ویده وي او د ورځې په وخت کې هغه وخت وپېژندل شي چې خلک په غفلت کې وي.»

نو دا ځایونه له ځانه ذاتاً مقدس نه دي؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی د ذکر په وسیله ارزښت پیدا کوي. په مباح ځای کې د تلاوت منع کول د یوه مشروع عبادت مخنيوی دي او هېڅ انسان د دې کار حق نه لري.

دغه پېښه یوازې یوه فردي واقعه نه ده؛ بلکې د هغه فکري ټکر یو ژوندی مثال دی چې دین او هغه فکر چې اسلام د ژوند بشپړ شریعت ګڼي، د کونجونو او تشریفاتو په چوکاټ کې محدودول غواړي. کوم کسان چې په موزیم کې د فرعون د کیسې اړوند ایتونو تلاوت غندي، هغه دي چې د عامه ژوند شرعي احکام د «مدنیت» او «دیني بې‌طرفۍ» تر نامه لاندې توجیه کوي. دلته د هوس سلطنت د الله سبحانه وتعالی د سلطنت ځای نیسي؛ ازادۍ هغه وخت مقدسې ګڼل کېږي چې د باطل په ګټه وي او کله چې حق وځلېږي، نو ځپل کېږي.

مسلمانان مکلف دي چې خپل دین هر ځای ښکاره کړي او خلکو ته د خپل رب وینا وریاده کړي. قران کريم هغه کتاب نه دی چې له واقعیت څخه لرې وساتل شي یا یوازې په رسمي مراسمو کې ولوستل شي؛ بلکې هغه رڼا ده چې الله سبحانه وتعالی یې له لارې هر څوک چې وغواړي، هدایت کوي. د چا چې د قران کريم د ایتونو په اورېدو زړه تنګيږي، باید پوه شي چې ستونزه د تلاوت کوونکي په عمل کې نه، بلکې د هغه په خپل زړه کې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ﴾ [زمر: ۴۵]

ژباړه: «کله چې یوازې د الله ذکر کېږي نو پر اخرت د ايمان نه لرونکو زړونه په درزېدو شي»

نو د دې پر ځای چې د قران تلاوت کوونکی ونیول شي؛ باید درناوی یې وشي! غندنه باید د هغو کسانو وشي چې د الله سبحانه وتعالی د ذکر مخه نیسي، نه دا چې توجیهات ورته جوړ شي! مسلمان هر ځای –د تلاوت د ادابو د مراعت په شرط - قران کریم لوستلای شي. خو هغه څوک چې غواړي قران کريم له عامه فضا څخه لرې کړي او د «ادب» یا «حساسیت» په نوم یې محدود کړي، په حقیقت کې د ادب دفاع نه کوي، بلکې د سیکولریزم - هغه فکر چې د جومات له دېوالونو د اسلام له بهر کېدو وېرېوږي - دفاع کوي!

همدارنګه، که څه هم طاغوتونه هڅه کوي چې د اسلامي امت لپاره جعلي هویت جوړ کړي او دغه امت له خپلې عقیدې او اسلامي تمدن څخه جلا کړي، خو هېڅکله به ونه شي کولای چې د الله سبحانه وتعالی سنت بدل کړي یا د هغه ژمنه باطله کړي؛ دا ژمنه به خامخا پوره کېږي او ډېر ژر به د نبوت پر منهج راشده خلافت قایم شي. د دې د مخنیوي لپاره د دوی هڅې بېځایه او بې ګټې دي. الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې موږ د راشده خلافت د قایمېدو شاهدان او سرتېري وو!

﴿إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [اعراف: ۱۲۸]

ژباړه: «ځمکه د الله ده، له خپلو بندګانو څخه چې یې چاته خوښه شي، د هغې وارث یې ګرځوي (ورکوي یې) او عاقبت (نېک پای) د متقیانو او پرهېزګارانو دی.»

د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۲۲مه

۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۱۳مه

د صدور ګڼه: ۱۹/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې