دوشنبه, ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 جمادی الاول 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 03 نومبر 2025 م

شمېره:      ۱۱/۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا د «عادي‌کولو او تسليمۍ» په نوې څپه کې، د امریکا استازې مورګن اورتاګوس بيا لبنان ته ورسېده!

(ژباړه)

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا د «عادي‌کولو او جوړجاړي» پروژه په خپل اوج کې ده؛ په دې پروژه کې د ټرمپ اداره او همکاران یې هڅه کوي چې د اسلامي خاورو ځینې رژیمونه د «ابراهيمي تړونونو» تر سیوري لاندې راولي. اورتاګوس دا ځل له واشنګټن څخه بیروت ته ورسېده او بیا به د یهودي غاصب رژیم پر لور لاړه شي؛ دغه سفر له ګواښونکو پيغامونو، سیاسي او امنيتي فشارونو او پر لبنان درنو اقتصادي شرطونو څخه ډک ګڼل کېږي.

د حیرانتیا خبره دا ده، چې د دغه سفر پر مهال د عربي ټولنې سرمنشي او د مصر د استخباراتو رییس هم په بیروت کې وو؛ دا ښيي چې ښایي د لبنان د تسلیمۍ او جوړجاړي لپاره یو همغږی شوی پلان پلی کېږي. په همدې فضا کې، بل امریکايي استازي، ټام باراک په خپل «ایکس» حساب کې خبرداری ورکړی و: «د بیروت ځنډ ښایي د یهودي رژیم له خوا د یو اړخیز اقدام لامل شي چې بیه به یې ډېره درنه وي.»

هغه همدارنګه د امریکا د پروژې عمومي انځور داسې بیان کړ: «د سولې د معما لا دوې ټوټې نابشپړې پاتې دي: سوریه او لبنان.» په دې توګه پر لبنان د امریکا د فشار کړۍ تنګېږي؛ چې موخه یې د یهودي رژیم پر وړاندې د سیمې د ملتونو پر ګونډو کول دي.

د امریکا د پرله‌پسې سفرونو او څرګندونو پر وړاندې باید د لاندې ټکو یادونه وشي:

لومړی: په اسلامي خاورو کې د امریکا او د هغې د ملاتړو لاسوهنې زموږ د خلکو د ګټې لپاره نه؛ بلکې د امریکا او د یهودي رژیم د ګټو د خوندي کولو لپاره دي. امریکا په ښکاره توګه په سیاست، اقتصاد، مالي چارو، وسلو او رسنیو کې د یهودي رژیم اساسي ملاتړې ده.

دویم: دا سفر بې‌طرفه نه دی؛ بلکې د ځینو خلکو د تصور برعکس، دغه اقدام د سیمې لپاره د امریکا د څرګندې پالیسۍ یوه برخه ده؛ دا پالیسي د یهودي رژیم ملاتړ کوي او د پوځي او سیاسي پیاوړتیا لپاره یې کار کوي. هغه څه چې دا امریکايي استازې یې ورسره راوړي، د ولکې تپل، د تړاو پياوړتیا، د ملي حاکمیت کمزوري کول او د یهودي رژیم پر وړاندې تسلیمول دي او دا هغه څه دي چې مسلمانان یې نه مني.

درېیم: د دې ډول دوکو منل او د هر هغه تړون لاسلیکول چې د بهرني تسلط د پیاوړتیا سبب شي، له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم، اسلامي امت او هغو مجاهدینو سره خیانت دی چې د لبنان او فلسطین د ازادۍ لپاره یې خپل سرونه نذرانه کړي دي.

څلورم: په لبنان کې له یهودي رژيم سره تعامل د مسلمانانو او غیرمسلمانانو دواړو له نظره ناوړه او ناسم ګڼل کېږي. همدا ډول دغه ډول تعامل په لبنان کې له مدني قوانينو او په نړیوالو معیارونو کې هم منفي ګڼل کېږي؛ په ځانګړي توګه د غزې وروستیو وحشتناکو پېښو او بشري کړکېچونو ته په کتو، چې څرګنده یې کړه دغه رژيم د نورو اسلامي خاورو پر وړاندې هم له ظلم کولو څخه وېره او شرم نه لري.

پنځم: د امریکا یرغل به په سیمه کې بې‌نتیجې پاتې شي. امریکا به هېڅکله په خپل پلان کې بریالۍ نه شي، چې سیمه له خپلې خوښې سره سمه رسم کړي. که امریکا یوه استعماري پروژه لري چې موخه‌یې د ملتونو غلا او د مسلمانانو گمراه کول وي، نو مسلمانان یې د مقابلې لپاره یوه الهي موعود شوې پروژه پر مخ وړي: د نبوت پر منهج دویم خلافت، چې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره به ډېر ژر قایم شي. دا هماغه پروژه ده چې نه‌یوازې سیمه، بلکې ټوله نړۍ به له سره رسم کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إنَّ اللَّهَ زَوَى لي الأَرْضَ، فَرَأَيْتُ مَشارِقَها وَمَغارِبَها، وإنَّ أُمَّتي سَيَبْلُغُ مُلْكُها ما زُوِيَ لي مِنْها» (رواه مسلم)

ژباړه: الله تعالی زما لپاره ځمکه راټوله کړه، ما د هغې ختیځونه او لویدیځونه ولیدل؛ او زما د امت سلطه به دومره پراخه شي (دومره ځمکه ونیسي)، چې ماته راټوله شوه.

دغه راز فرمايي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ» (متفق علیه)

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي چې څو مسلمانان د یهودو پر وړاندې ونه جنګېږي او په  دغه جګړه کې به يې مسلمانان ووژني.

په پای کې: حزب‌التحریر – ولایه لبنان به په ځواک او ثبات سره د امریکا د یرغل او د «عادي‌کولو او تسليمۍ» د پروژې پر وړاندې دریږي او له دې لارې شاتګ نه کوي. موږ د لبنان حکومت ته خبرداری ورکوو چې هېڅکله دې د عادي‌کولو او جوړجاړي پر لور ګام نه اخلي، بلکې باید پر خپل ملت تکیه وکړي، د امریکا د فشارونو پر وړاندې ودرېږي او مسئله دې د سرحد، بیا رغونې یا د نړیوالو نظامونو د نفوذ د پلمو تر شا نه پټوي.

﴿وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف: ۲۱]

ژباړه: «الله پر خپل کار واکمن او غالب دی، خو ډېری خلک (د هغه سبحانه و تعالی د حکمت او تدبیر پر پټو رازونو) نه پوهېږي.»

د حزب التحريرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق، د جمادی الاول ۱۲مه

۲۰۲۵م، د نومبر ۳مه

د صدور ګڼه: ۱۱/۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې