
هجری قمری نېټه : 15 ربیع الاول 1447
میلادی نېټه : یکشنبه, 07 سپټمبر 2025 م
مطبوعاتی دفتر
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې د امریکا د دفاع وزارت نوم رسماً «د جګړې وزارت» ته بدل شو. دا پرېکړه یوازې د یوه عنوان بدلول نه دی، بلکې په ښکاره توګه د استعماري قدرتونو د یرغلګر ذهنیت او د غرب د اشغالګر بهرني سیاست څرګندونه ده. ټرمپ په څرګنده وویل: «د دفاع نوم له اندازې ډېر دفاعي دی... باید يرغلیز عمل هم وکړو».
غرب؛ چې له پېړیو راهیسې يې د سولې، ډیپلوماسۍ، نړیوالې ټولنې او تعامل خبرې کولې، اوس په ښکاره د تهاجمي جګړې خبرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امت لا تر اوسه د دولت-ملت د وراسته او محدودوونکي جوړښت له امله په دفاعي اصطلاحاتو او تسلیممحوره سیاستونو کې په بند پاتې دی. یو وخت د مسلمانانو ویاړ جهاد، فتحه او د اسلام د رسالت لېږد و، خو نن ورځ د مسلمانانو تر ټولو ستر ویاړ یوازې دفاعي جګړه او «له اشغال څخه ازادي» ده.
په داسې حال کې چې غرب په ډاګه د تهاجمي سیاست خبرې کوي، نو اسلامي امت هم باید خپل اصل ته ور وګرځي. په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دولت له پیله تهاجمي دولت و؛ خو د غربیانو په څېر د استعمار، جنایت او نسلوژنې لپاره نه، بلکې د اسلام د لېږد او د بشر د هدایت لپاره و. د اسلام بهرنی سیاست له پیله د دین پر اظهار او د باطلو پولو پر ماتولو ولاړ و، ترڅو بشریت د ادیانو له ظلم څخه د اسلام عدل ته راولي.
«هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ» (الصف، 9)
(الله تعالی) هغه ذات دی چې خپل پیغمبر یې له هدایت او حق دین سره راولېږه، ترڅو پر ټولو دینونو یې برلاسی کړي، که څه هم مشرکین هغه نه خوښوي.
په واقعیت کې د دین اظهار نه په پولو کې بند پاتې کېږي او نه د نړیوال سېکولر نظم په چوکاټ کې د تعریف وړ دی. اسلام د نړیوال حاکمیت لپاره راغلی دی. د امت مکلفیت د دعوت او جهاد له لارې د دین اظهار دی، ترڅو د الله تعالی دین پر نورو دینونو او ایډیولوژیو برلاسی او غالب شي. خو له نولسمې پېړۍ، په ځانګړې توګه د خلافت تر سقوط وروسته او د دولت-ملت د نظم په راتګ، د دفاعي سیاستونو په عملي کولو سره، له اسلامي امت څخه د تهاجم روحیه واخیستل شوه، په داسې حال کې چې استعمارګرو د سولې او ثبات تر نامه لاندې خپل تهاجم ته دوام ورکړی دی. اسلامي خاورې یې اشغال کړې او ځینې مسلمانان یې د نورو پر وړاندې قتلعام کړل، لکه نن چې د غزې خلک قتلعاموي. سربېره پر دې بیا هم مسلمان حکام چې د جنګ وزیران يې «د دفاع وزیران» بلل کېږي، یوازې ځانونه له خپلو ملي پولو او محدودوونکو تړونونو څخه په دفاع کې مکلف ګڼي. دغو حکامو د دفاعي او مليپاله سیاستونو په چوکاټ کې چوپتيا غوره کړې او ان د غرب پر سیاسي مفاهیمو په تکیې سره خپله دغه بېغوري او شاتګ د هوښیارۍ، مصلحت او تدبیر نښه ګڼي.
غرب غواړي یو ځل بیا د تهاجمي جګړې له لارې خپلې استعماري موخې پر مخ یوسي. ایا اسلامي امت او د افغانستان حکام هم دې ته تيار دي، چې دفاعي القاب څنګ ته کړي او خپل رول له سره تعریف کړي؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې پولې ماتې شي، د مظلومانو نصرت وشي او جهاد یوازې د اشغال پر وړاندې د دفاع په توګه نه، بلکې په پراخ مفهوم سره د بهرني سیاست د طریقې په توګه د عمل وړ وګرځي؟
له همدې امله له اقتصاد محوره، متوازنو او دفاعي سیاستونو څخه باید لاس واخیستل شي او د راشده خلافت په تاسیس سره بیا دغه اصیل سیاست را ژوندی کړل شي. ځکه یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت دی چې خپل بهرنی سیاست د دعوت او جهاد پر بنسټ جوړوي، ترڅو اسلام په ځمکه کې برلاسی او فتنه له منځه یوړل شي.
«وَقاتِلُوهُمْ حَتّى لا تَكونَ فِتْنَةٌ وَيَكونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ» (البقره، 193)
او له هغوی سره وجنګېږئ ترڅو فتنه (په ځمکه کې) پاتې نشي او دین یوازې د الله لپاره شي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




