پنجشنبه, ۰۳ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 شعبان 1447

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 21 جنوری 2026 م

شمېره:      ۱۲/ ۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
پر حزب التحریر د بندیز وړاندیز؛ له کرکې ډکه وینا او ټولنیز انسجام د مشروع سیاسي مخالفت د غلي کولو وسیله ده

(ژباړه)

د بانډي (Bondi) ساحل د پېښې پایلې اسټرالیا په ډېره چټکۍ په داسې څه بدلوي چې موږ یې تصور هم نه شو کولی. د دې پر ځای چې د ټولنې غم ته لومړیتوب ورکړل شي یا د حقایقو پر راټولولو تمرکز وشي، د صهیونیستانو مدافعین چې مستقیماً له اشغالګر یهودي رژیم څخه لارښوونې اخلي، سمدستي د یوې داسې سیاسي اجنډا په لور ګامونه پورته کړل چې د بانډي ساحل پېښه پکې یوازې د یوې پلمې په توګه وکارول شوه.

پخوانۍ اجنډاګانې یو ځل بیا راپورته شوې، خو دا ځل په نویو او دوه‌مانیزو اصطلاحاتو کې نغښتې دي. موږ ته وویل شول چې د بانډي پېښه یوازې د یهودیت ضد (Antisemitism) له زاویې تشریح کېدای شي او د دې ادعا پر خلاف هر ډول مخالفت یوازې د یهودانو پر وړاندې د هغه کس دښمني ثابتوي. خو که چېرې غزې ته څوک اشاره کوي، پر وړاندې به یې کوم حس نه راپورته کېږي، او –په تر ټولو ناوړه حالت کې- دغه عمل ته د ترهګرۍ د توجیه کولو په سترګه کتل کېږي.

پر دې سربېره، داسې وښودل شول چې د بانډي پېښه یوازې د یهودیت ضد عمل نه و، بلکې دا په «افراطي» اسلام کې د یوې خطرناکې ریښې لرونکي فکر پایله وه. صهیونیستان چې نړۍ ته د یوې ښکاره ټول‌وژنې په توجیه کولو ستړي شوي، ښایي اوس تمه ولري چې نړۍ به د دوی د قربانیانو عاملین او د هغوی ملاتړي وغندي چې صهیونیستان یې په مجموعي توګه د راډیکالانو او افراطیانو په نوم یادوي.

سره له دې چې د اسټرالیا د فدرالي پولیسو (AFP) کمیشنرې، کریسي باریټ (Krissy Barrett) وروسته هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بانډي ساحل پېښه د مذهبي انګیزې له مخې وه. هغې دغه راز ادعا کړې چې بریدګر په یوازې ځان عمل کړی و او تر شا یې بل څوک نه وو، خو بیا هم ځینې کسان نه غواړي چې دا حقیقتونه د دوی له ځانه جوړې شوې اسانه کیسه ګډه وډه کړي.

د "کرکې مبلغین" او "د کرکې فابریکې"؛ دا نوي راوړل شوي اصطلاحات دي چې یوازینۍ معنی یې د هغو مسلمانانو په نښه کول دي چې د یهودي رژیم لخوا روانه ټول‌وژنه او دغه رژیم ته د دې ټول‌وژنې د ترسره کولو حق ورکول ردوي. دوی وایي: "مسلمانان نور قرآن نه لولي، بلکې د ترهګرۍ لپاره الهام لټوي. مسلمانان نور سیاسي شکایتونه نه څرګندوي، بلکې کرکه خپروي. د دوی عبادت‌ځایونه نور ټولنیز ځایونه نه دي؛ بلکې د ترهګرۍ روزنځایونه دي.»

صهیونیستي رژیم په دې ډول هڅه کړې پر اسټرالیا فشار راوړي چې دا پوچې او بې‌ځایه خبرې د رسمي پالیسۍ په توګه ومني او د مسلمانانو د سیاسي مخالفت د منع کولو لپاره نوي قوانین وضع کړي، ځکه چې د دوی په خبره، اوسني قوانین په ښکاره ډول دغه مخالفت نه رانغاړي. له همدې امله لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر له کرکې ډکې خبرې کوي او هڅه کوي چې –پر دې په ټینګار سره چې د یهودي رژیم لخوا روانې ټول‌وژنې مخالفین هرو مرو د صهیونیستي رژیم ترڅنګ له اسټرالیا هم کرکه کوي- د اسټرالیا برخلیک د دغه نسل‌وژونکي رژیم له برخلیک سره وتړي. ان پر هغو یهودیانو، چې د دغې ټول‌وژنې مخالفت کوي، دا ټاپه لګول شوې چې دوی «له ځان څخه کرکه کوونکي یهودیان» دي!

خو «کرکه» پخپله کومه مانا نه لري او یوازې د دې لپاره کارېږي چې له مشروع نیوکو څخه ځان خلاص کړي. د «کرکې» تور لګول حقیقي شکایتونه ردوي او هغه د یوه خطرناک او غیر منطقي غبرګون په توګه انځوروي. دغه اصطلاح د خپلو پلویانو موقف د رښتینو خبرو کونکو پر ځای د "کرکه کوونکو" په توګه معرفي کوي. تر ټولو مهمه دا چې دا کار هغه لوری چې نیوکه پرې کېږي، له دې اړتیا څخه خلاصوي چې د خپلو اعمالو دفاع وکړي.

دغه فکري انحراف د «ټولنیز انسجام» په اړه خبرو اترو ته هم غځېدلی دی. دا یوه عامه اصطلاح ده چې د «سولې» د یوه داسې ډول د تشریح کولو لپاره کارېږي چې په هغې کې باید قرباني له عدالت پرته ژوند کولو ته راضي وي. دا یوه کمزورې او درواغجنه سوله (تحمیلي چوپتیا او ارامي) ده چې د ظالمانو لخوا جوړه شوې او پر مظلومانو په زور تپل کېږي.

دا ډول «سوله» تر هغه وخته وي چې څو د عدالت غوښتنه کېږي؛ تر هغه وخته چې قربانیان یې د ظلم سپکاوی زغمي. له همدې امله د عدالت یا حق غوښتنه د دې «سولې» د ګډوډولو په معنی ګڼل کېږي. که دغه غوښتنه له خبرو تېره شي او د عمل په بڼه څرګنده شي، ان که په سوله‌ییز ډول هم وي، د بغاوت په سترګه ورته ګوري.

ټولنیز انسجام تر هغه وخته ستایل کېږي چې ګټه اخیستونکي یې له «سولې» څخه برخمن وي. د فلسطین د اشغالګرو په کاږه منطق کې، «سوله» یوازې هغه وخت راتلی شي چې فلسطینیان د خپلې ځمکې اشغال او د خپل ولس ټول‌وژنه ومني.

د اسټرالیا په سیاق کې، ټولنیز انسجام هغه وخت رامنځته کېږي چې موږ د فلسطین د اشغال او د هغه د خلکو د ټول‌وژنې لپاره د صهیونیستي رژیم حق ومنو. په فلسطین کې د اشغال یا نسل‌وژنې په اړه پوښتنه کول، یا په دې کې د اسټرالیا د ښکېلتیا په اړه پوښتنه کول، یا د هغې د پای ته رسولو غوښتنه؛ د ظالمانو د «سولې» ګډوډول ګڼل کېږي. دوی چې د کوم څه ساتنه غواړي، اصلاً «ټولنیز انسجام» نه، بلکې «ټولنیزه تسلیمي» ده.

د اشغال لپاره هر ډول سیاسي، اقتصادي، نظامي او ډیپلوماټیک ملاتړ برابرول سم دي؛ خو پر ضد یې یو ټکی ویل هم سم نه دي! په دغه هېواد کې د صهیونیستانو ملاتړي چې اشغالګرو ځواکونو ته د خدمت لپاره ځي او په نړیواله کچه منل شویو جنګي جرمونو کې برخه اخلي، کومه ستونزه نه لري؛ خو د دې کار پر ضد غږ پورته کول جرم دی. د صهیونیستانو ملاتړي چې له مالیې څخه معاف شوې خیریه پیسې اشغالګر رژیم ته ورکوي، کومه ستونزه نه لري؛ خو د دې کار پر ضد خبرې کولو ته اجازه نشته.

د ټولنیز انسجام د ساتلو لپاره، موږ ته دا لارښوونه هم کېږي چې «بهرنۍ شخړې» هېواد ته را نه وړو، څو د دغه ځای د «بومي سولې» ساتنه وشي. که د یوې شېبې لپاره د هغې «سولې» خندوونکې او بې‌معنی ادعا یوې خوا ته کړو چې د بومي ځمکو پر وړاندې د اسټرالیا د خپل اشغال او ټول‌وژنې پر بنسټ رامنځته شوې، حقیقت دا دی چې اسټرالیا د فلسطین په مسله کې بې پرې ننداره کوونکې نه ده. اسټرالیا په دې مسله کې له پیل څخه تر اوسه تل د اشغالګر لوری نیولی دی. د بهرنیو شخړو د نه راوړلو خبرې یوازې د دې لپاره دي چې په دې یو طرفه معامله کې د فلسطینیانو حقونه له منځه یوړل شي.

له همدې امله، د کرکې تورونه او د ټولنیز انسجام غوښتنې یوازې د دې لپاره دي چې صهیونیستي جرمونه له دقیقې څېړنې څخه خوندي وساتل شي او هغوی او ملګري یې له قانوني تعقیب څخه وژغورل شي. دا یو داسې غږ دی چې یوازې د مجرم ساتنه او د قرباني او د هغوی د ملاتړو سزا غواړي؛ دا یو داسې غږ دی چې ټول وجدان لرونکي خلک یې باید په کلکه رد کړي.

په اسټرالیا کې د حزب‌التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د رجب ۲۵مه

۲۰۲۶م کال، د جنوري ۱۴مه

د صدور ګڼه: ۱۲/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې