سه شنبه, ۰۵ ذیحجه ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د الرایه جریدې لوستونکو ته زېری؛ دا ده ۱۱۷مه ګڼه یې له چاپه راووته

  • خپور شوی په مرکزي

"الرایه" جریده د اوسنۍ نړۍ له نورو نشراتو سره توپیر لري؛ ځکه چې د نړۍ په سیاسي وضیعت بحث کوي او د اسلام د ایډیولوژۍ پر بنسټ یې ریښتینې حل لارې، نړیوالو په ځانګړې توګه اسلامي امت ته ښیي.

نومړې جریده لاندې مطالب لري:

سرلیکنه: له رباني حاکم پرته څوک د عراق او نورو اسلامي خاورو چارې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر بنسټ تنظیمولی شي!؟

ژنیف کنفرانس؛ هغه سراب دی چې په دښته کې تږي ته له لرې اوبه ښکاري، خو چې ورنېژدې شي هېڅ هم نه وي.

هغو کسانو ته چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه په ځان لازمه نه ګڼي، بشپړ او کافي ځواب.

له امریکا سره د سعودي تاریخي او ستراتیژیکې اړیکې؛ امریکا ته د سعودي غلامي او مزدوري

د مد او جزر تر منځ د امریکا او پاکستان اړیکې؛

د امریکا لاسوهنې او پر وړاندې یې د بریتانیا زیرکي؛

د حزب التحریر پر وړاندې د روسي رسنیو افتراء؛

لاروف په سوریه کې د ایران او د خپل لبناني ګوند په ناولي رول ټینګار کوي؛

د ټرامپ له سیاست سره سم؛ امریکا د کډوالو پر واړاندې جګړې ته چمتو ده؛

امریکايي موسسه د ولسمشر په ګډون په هېچا باور نه لري؛

د سومالیا کړکېچ په نورو پورې تړلي حکومتونه نشې حل کولی؛

دغه ګڼه په لاندې لېنک کې موندلی شئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/ar/index.php/dawahnews/sporadic-news/29432.html

د مطلب ادامه...

د افراطیت په اړه د ښکاره او بنسټیزو کرښو څرګندول؛ د اسلام سیاسي نظام او د نصاب بدلون

  • خپور شوی په سیاسي

افراطیت بحث د افغانستان په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون منځپانګه، د اسلام سیاسي نظام او په جماعتونو کې د جمعې لمانځه د خطبې منځپانګه هغه مسایل دي چې نن ورځ خلک ډېرې خبرې پر کوي او د خلکو، رسنیو، پارلمان او ټولنیزو رسنیو تر منځ پر ګرمې موضوع بدل شوي او د دغې موضوع په اړه بېلا بېل نظرونه ور کړل شوي دي.

په دې اړه د لاندې ټکو څرګندول اړین دي:

لومړی: په نړیواله کچه او نړیوال سیاست سره دغه موضوع څرګنده ده چې هره ایډیولوژي واکمنه وي د خپلې سیالې ایډیولوژۍ د نسکورولو لپاره له ځینو اصطلاحاتو څخه ګټه اخلي چې د همدې اصطلاحاتو په پوښښ سره سیاله ایډیولوژي نسکوره او وغندي. نو پر همدې بنسټ غرب له هغه ځواک نه چې په واک کې یې لري او هغه کمزورتیا چې د اسلامي خلافت د نسکورېدو له امله یې د ډال په توګه د مسلمانانو لمن نیولې، مسلمانان یې د افراطګرو، بنسټګرو، ټروریسټانو په کلمو سره غندلي او پر همدې بنسټ یې خپلې اجنډا ته مشروعیت ور کړی. د دې ترڅنګ مسلمانان وژني، اسلامي خاورې اشغالوي او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي. له بل لوري، د دغو اصطلاحاتو فضایي کېدل د غرب له خوا د فکري، سیاسي او جغرافیایي اختلافونو د دوام لپاره د اسلامي امت په منځه کې کاروي چې د همدې کلمو نه په ګټې اخیستنې سره د مسلمانانو په منځ کې تشه رامنځته کړي چې په پایله کې مسلمانان په مختلفو بنسټګرو، ټروریسټو او منځلارو ډلو سره ووېشي. خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه دا دي چې یو شمېر ځوانان او منحط مسلمانان چې اسلام ته د غرب له عینکو څخه ګوري؛ دوی هم له غرب سره په دغه تګلاره کې همغږي دي او هڅه کوي چې د افراطیت د مسایلو په یادولو سره په لومړي ګام کې د خپل ځان لپاره شهرت پیدا کړي او غربي اجنډاوو لپاره خپلې لاسته رواړنې ثابتې کړي. په دویم ګام کې به د ښکلاک پر وحشت او جنایتونو پرده وغوړوي او د اسلام پر وړاندې د افغانستان د دولت له اسلام سره په ټکر کې فعالیتونه او اسلامي خوځښتونه اسلامي وبولي او په وروستیو کې عام فکرونه او احساسات اغوا کړي.

  دویم: 

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان دولت د غربي موسیسو په مرسته لکه: (USAID)، اسیا فونډېشن، نبرسکا، د افغانستان د روزنې او پراختیا مرکز او داسې نورو غربي موسیسو د تعلیمي او تحصیلي سیسټم د نوي کولو تر نامه لاندې ډېرې هڅې وکړې چې اسلامي مفکورې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه بېرون کړي او پر ځای یې د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، ملتپانې، د ازادۍ مفکوره، بشري حقونه او له حربي کافرانو سره د دوستۍ مفاهیم چې په ښکاره غیر اسلامي مفکورې دي؛ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریس کړي. دا بهیر یې داسې جوړ کړی چې د خلکو په منځ کې حساسیتونه رامنځته کړي او د ځینو تورونو د مطرح کولو پر بنسټ د خپلې شیطاني پالیسۍ د پرمختګ لپاره لاره حواره کړي. همداسې روان وو، اوس یې په افغانستان کې تعلیمي او تحصیلي سیسټم یو غربي او فاسد سیسټم جوړ کړی چې په څرګند ډول له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دی. د دې سیسټم لپاره سیکولر کسان ټاکي او داسې نسل روزي چې ډیموکراسي د ژوند د بنسټیزې کرښې او د غرب تمدن او مفکورې د ژوند د یوې لارې په توګه ومني او له ښکلاکګرو سره هېڅ ستونزه ونه لري. د دې تر څنګ اسلام یوازې عبادتي او اخلاقي دین ور وپېژني چې له سیاست او اقتصاد سره اړیکه نه لري.

د افغانستان دولت هم د خلکو د ذهنونو د غولولو او د ځینو حساسیتونو د مخنوي لپاره ځینو اسلامي مواردو ته په تیت او پاشلي ډول په تحصیلي او تعلیمي نصاب کې ځای ور کړی. خو په دې وروستیو کې داسې هڅې کوي چې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه پاتې اسلامي مفکورې د دروس (د ټروریسټي روزنې) تر نامه لاندې له نصاب څخه لرې کړي. څنګه چې په دې اړه په لوړو زده کړو وزارت کې داسې کمیسیون جوړ شوی چې په پوهنتونونو کې د اسلام تدریس وڅاري او ویل کیږي چې په لومړي ګام کې دا هڅه کوي چې د ثقافت مضمون تدریس له اتو سمسټرونو څخه څلورو او بیا یې یو مخیزه له نصاب نه بېرون کړي او یوازې یې په شرعیاتو پوهنځي پورې وتړي. پر دې سر بېره، د ثقافت مضمون په منځپانګه کې هڅه کوي چې اسلامي موضوګانې له غربي موضوګانو سره ګډې کړي او دغه پرګرام د «د معاصر دولت فهم» تر نامه پر مخ وړي.

درېیم: د افغانستان په حاکمه فضا کې یو بل نوی بحث په پوهنتونونو کې د اسلام سیاسي نظام او د هغه د تدریس څرنګوالی دی. یو شمېر کسانو په څرګند ډول د اسلام د سیاسي نظام له تدریس څخه خپله وېره وښودله او دا یې وویل چې د جمهوریت نظام باید تدریس شي او له دې نه په وېره کې وو چې د اسلام بچیان له اسلامي حاکمیت څخه یو تصویر په ذهن کې ولري. نو دوی په ښکاره د جمهوریت نظام او د جان لاک، روسو او منتسکیو د ذهن توږل شوی نظام د سیاسي نظام په توګه وړاندې کاوه. د دوی پر وړاندې یو شمېر کسانو بیا ویل چې په اسلام کې اصل خلافت دی. په دې اړه باید ووایو چې په اسلام کې د حکومتدارۍ نظام همغه اسلامي خلافت دی او بس. خلافت د الله سبحانه وتعالی احکام د ژوند په ټولو چارو کې لکه: ټولنه، اقتصاد، کورني او بهرني سیاست او داسې نورو برخو کې پلي کوي او داسې زمینه رامنځته کوي چې ټول بشر د ښو کړنو په تر سره کولو سره جنت ته ولاړ شي. د اسلام د حکومتدارۍ نظام ته له جمهوریت سره په اړیکه ور کولو سره چې په هغه کې د حکومتداري بنسټ له ژوند څخه د دین بېلتون دی، یو نه بښونکی عمل دی. خو دا چې ډېرو کسانو ته یې فرېب ور کړی، هغه له جمهوریت نظام سره د اسلامي مختاړې یوځای کول او د دغه رژیم په ګټه د درباري علماوو او منحطو مسلمانانو  تورونه د دې کار لامل شوي. دا موضوع هم باید څرګنده شي چې د خلافت دولت د یو حزب، یو مذهب او د یوې ځانګړې ډلې دولت نه دی. دا دولت یوازې د اسلامي امت دولت دی او د هغه بیا راتګ پر ټولو مسلمانانو فرض دی.

څلورم: ښکلاک او د دوی مزدورانو د دې مسلې په ګرمولو سره یو ځل بیا د خلکو اسلامي احساسات راوپارول؛ خو له ډېرو پراخو هڅو او لګښتونو سره سره د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو د اسلامي ثقافت د منځپانګې د بدلون، له خلافت نظام سره د جمهوریت په ګډولو او په جماعتونو کې د جمعې د لمانځه خطبې په څارلو سره په ټولو اړخونو کې خپل سخت غبرګونونه ښودلي دي او یو ځل بیا یې دا وښودله چې خلک په هر قیمت سره له خپلو عقایدو څخه ننګ ته چمتو دي.

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ 

(۳:۵۴)

او دښمنانو مکر وکړ، الله سبحانه وتعالی یې په ځواب کې مکر رامنځته کړ او الله سبحانه وتعالی له بهترینو مکر اچونکو څخه دی.

مصدق سهاک 

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

فلسطين او د شام پاڅون، شباهتونه او خلاصون يې

  • خپور شوی په سیاسي

له علی ابوصالح سره مرکه

لاندې ليکنه د حزب التحرير د فلسطين ولايت د مطبوعاتي دفتر غړي علي ابو صالح سره د مرکې ليکلې بڼه ده چې موضوع يې «فلسطين او شام د پاڅون شباهتونه او خلاصون يې» ده.

ګرانه وروره! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

موږ او د شام اوسېدونکي، د نړۍ له سپېڅلي مرکز( د شام له مبارکي ځمکې) د حزب التحریرد سوريې ولایت د «اضیر» له راډیو څخه تاسو ته خپل سلامونه وړاندې کوو او په دغه پرتمينه مرکه کې چې موضوع يې د «فلسطين او شام انقلاب، شابهتونه او خلاصون يې» دی تاسو ته ښه راغلاست وایو.  

پوښتونکی: علي ابوصالح وروره! په یو شعر کې راځي چې:

شپه او ورځ ورباندې ژاړو، لا تر اوسه اندلس يادوو

خو دا یو اندلس نه دی، څومره ډېر رانه ضايع شول اندلسونه

لومړۍ پوښتنه: موږ اندلس له لاسه ورکړ، هغه جنت د مسلمانانو له لاسه وتلی، اوس نږدې ده چې فلسطين مو له لاسه ووځي. د فلسطين د غلا کولو په موخه د لوديځوالو لخوا یو شمېر ګامونه اخستل شوي دي، ايا کولی شئ چې له دغو ګامونو څخه ځېنې يې په لنډ ډول په ګوته کړئ؟

ځواب: په پيل کې زما سلامونه او احترامات هم ومنئ، زه هم  شام مېشتو ټولو ثابت قدمه وروڼو ته  ښه راغلاست وایم.

ګرانه وروره! فلسطین د امت پر ټوټه ـ ټوټه بدن باندې یو پرانیستی ټپ دی چې لا تر اوسه ورڅخه ویني بهېږي او د دې خاورې اشغال د خلافت د ټوټه کېدو لپاره د انحطاط یو نښه وه. غرب د یهودي شرکت په رامنځ ته کولو سره هڅه وکړه چې نوموړی شرکت د امت په زړه کې د زهرجن خنجر په څېر نصب کړي. لويديځوالو په دې برخه کې زیات ګامونه اخستي دي، په ځانګړې توګه د فلسطین د آزادۍ سازمان(PLO) په رامنځته کېدو سره چې د لاس پوڅو عربي نظامونو له رحم (بچه دانۍ) څخه را زېږيدلی او په دې موخه چې فلسطین به له اسلامی دولته بیلوي، سرحدونه به ورته ټاکي، خلک به د فلسطین د ازادۍ سازمان په استازیتوب کې ایساروي او بیا به د موضوع له واقعي حل لاري څخه نقشي ته بدلون ورکوي. سره له دې چې دې موضوع نظامي رنګ غوره کړی، خو دا د ځمکې د اشغال موضوع ده چې باید آزاده شي. اوس دې موضوع د سیاسي خبرو اترو بڼه غوره کړې چې د ملګرو ملتونو د سازمان په تالارونو کې، له عدالت څخه لېرې د چل او فريبه ډکو پریکړو له امله يې اهمیت له لاسه ورکړی. بیا لویديځوالو فلسطيني وګړو ته (د دښمنۍ په موخه) یو نیم ژواندی او بې ګټي ځواک را منځ ته کړ چې نوموړي ځواک خپله خاوره، ابرو او مقدسات پري ايښي او د اشغالګرو د امنیت ساتنه کوي او د دسیسو په دوام کې يې رول ادا کوي.

دوهمه پوښتنه: ایا لویديځ د شام د پاڅون پر وړاندې هم ورته کړنلاره پر لار اچولې، يا دا چې ځېنې نورې ستراتېژي ګانې لري؟

ځواب: زما ګرانه وروره! هره موضوع بې سارې او ځان ته بېل شرایط لري، مګر کېدای شي د کړنلارو او تګلارو د تطبیق بڼه يې سره ورته وي. هغه څه چې نن ورځ د شام په پاڅون کې پېښېږي، د هغه څه سره شابهت لري چې په فلسطین کې پېښېدل. همدغه چاره د سوريې پر خلکو غږ کوي چې بیدار شئ او په ځیرکتیا سره درس واخلئ، تر څو له یوه سوري څخه دوه ځلې ونه چيچل شئ. لویديځ او د هغوی ګوډاګي عرب نظامونو په څرګند ډول کټ مټ د فلسطین د آزادۍ سازمان(PLO) په څېر مخالف ائتلاف رامنځته کړ او د ریاض په غونډه کې يې نوموړی ائتلاف د خلکو د قانوني استازي په توګه وټاکه. د دغه ائتلاف له رحم(بچه دانۍ) څخه یو داسې حکومت منځته راغی چې د فلسطين د حاکمیت پر کرښه هيڅ ډول تصميم نه شي نيولی. لويديځ اوس په دې لټه کې دی چې د رژیم د نسکورېدلو، د خپلواکۍ د اخستلو او په نبوي طریقه د خلافت د ايجاد د غوښتنو لپاره د شام د پاڅون نقشه؛ د مذاکراتو، ديپلوماسۍ، سیاسي حل لارو، د وزارتونو د مقامونو تر منځ اړيکو او ان د بشري مرستو له لاري بدله کړي. دغه يې ځينې يې هغه ته ورته کړنلارې دي، خو په دې کې شک نه شته چې د غرب لخوا د شام د پاڅون پر وړاندې ځېنې نورې کړنلارې هم پر مخ وړل کېږي؛ لکه د ترهګرۍ سره د جګړي ادعا، د نړيوالې ټلوالې رامنځته کول او د وژنو او ورانیو له لارې د جرمونو زياتول.

درېیمه پوښتنه: غرب له ډېر وخت راهيسي صبر کړی، تر څو د فلسطین موضوع په نرمه توګه اداره کړي، نو دوی اوس ولې د شام د پاڅون په پای ته رسولو کې بیړه کوي؟

ځواب: هو؛ له هغه وخته چې د شام انقلاب مخ پر غزېدو دی، د نوموړي انقلاب شعارونه او هدف د فلسطین، اردن، اندونیزیا او ټول امت د خلکو لخوا بدرګه کیږي، هيلې ورته لري او هر مسلمان وګړی يې د بريا لوړه لپاره لوړه ارزو لري. نو زما وروره، موږ د شام پر وړاندې لویه دسیسه وینو، د دغه انقلاب پر وړاندې د غربي ځواکونو، روسیې او د دوی د مزودرانو او ملاتړو شرکت وينو. ښکیلاکګرو ځواکونو خپل ټول توان په شام کې د دې په خاطرنه دی راټول کړی چې د سوریې خلکو ته خلاصون ورکړي، یا دغه ستر ناورین او ستره وژنه پای ته ورسوي؛ بلکه دا کار په دې خاطر کوي چې د پاڅونوالو د سخت تعقيب په پايله کې دوی د امریکايي استعماري شرایطو لاندې د ځان تابع و ګرځوي. د غرب اندېښنه د پاڅون د مرکزیت په اړه ده چې د نړۍ په ټولو مسلمانانو اغيز خپروي. همدا د غرب اصلي اندېښنه وګرځيدله او د دې لامل شو چې د واکمنانو سرونه يې سپین شول، په دوامداره تشویش اخته شول او د ډار له امله يې په دې خاوره کې ګڼه ګوڼه جوړه کړه.

څلورمه پوښتنه: په فلسطین کې نړیواله جګړه او د نړيوالو پروژو جګړه دوام لري؛ ايا نن ورځ په شام کې هم همداسې یوه نړيواله جګړه ده، که نه دا یو بېل ډول جګړه ده؟

ځواب: په فلسطین کې نړیواله جګړه د امت د واحدې رهبرۍ د بایللو او هغو خلکو ته د واک د سپارلو سبب شوه، چا چې د امت او دین سره خیانت وکړ، ځانونه يې کله د اروپایانو او کله د امریکایانو لاسونو ته وغورځول. د شام د پاڅون اوسنی حالت دا دی چې دا یو بل ډول جګړه ده، دا د ښکیلاکګرو پر وړاندې د امت جګړه ده. د امت داسې جګړه ده چې غواړي د دوی له غلامۍ څخه خلاصون و مومي او داسې پروژه حمل کړي چې له عقیدې څخه خپره شي او د غرب له پروژې څخه په کې د ازادۍ غږ نغښتی وي، تر څو تر خپل حاکميت لاندې داسې کسان په کې و ګماري چې د خپل دولت، خلکو او شتمنۍ تضمين وکړي. ځکه نو لويديځ په دې هيله هڅه کوي چې د شام جګړه د سيالو ښيلاکګرو ځواکونو تر منځ پر نړيواله جګړه بدله کړي. له دې موقع څخه په ګټه اخستنې سره، دا په سوریه کې جنګیالیو ډلو ته مشوره ورکوي چې د ښکیلاکګرو او د هغوی د ګوډاګیو نظامونو سره د اړیکو جوړولو په جال کې و نه لوېږي. لويديځ ته سرټيټول لویه ګناه، له حقوقو څخه تېريدل او د خپلواکۍ د تصمیم له لاسه ورکول دي.

پنځمه پوښتنه: د شام انقلاب د بدلون لپاره د غرب تګلاره د دوه اړخیزې شیطاني کړنلارې څخه ګټه اخستنه ده: یو د ناپاکو  سیاسي پیسو استعمال او دوهم د ډلو تر منځ د شخړو او جګړو رامنځته کول دي؛ ایا په فلسطین کې دغه دوه کړنلارې په کار اچول شوي؟ څنګه او کله به له دوی څخه ګټه اخستل کېږي؟ لطفا که موږ ته په دې اړه یو مثال راکړی؟

ځواب: هو؛ کافرو استعمارګرو د دې وړتیا درلوده چې د تش په نامه قربانیو، مرستو او ناپاکو سیاسي پیسو له لاري د فلسطیني ډلو د پریکړو کنټرول وکړي، لکه چې وايې ” هغه څوک چې پیسي لري، د پریکړو کنټرول هم لري “. دغه ډول بې شمېره مثالونه شته. هغه څه چې د فلسطین د ازادۍ سازمان او د فلسطیني چارواکو سره د بسپنه ورکونکو له خوا ترسره کېږي، ټولې ناپاکې سياسي پیسې دي. هغه هم په دې موخه چې پر فلسطیني وګړو باندې په جبر سره د ښوونيز نصاب بدلون ومني، د ماشومانو تهذیب زیانمن کړي، د دوی په وینا له تروریزم سره مبارزه وکړي او له هغه اشغال سره چې په ۱۹۴۸ ز کال کې تر سره شو، خپل رضایت وښيی. دغه بودجه د اشغال ګرو څخه د دفاع په موخه لګول کېږي چې یو پر درېیمه برخه د فلسطیني چارواکو بوديجه د یهودي شرکت د ساتنې، د فلسطنیانو د ځپلو او د مقاومت د دوام  په موخه امنیتي ادارو ته ځي. همدا شان، هغه څه چې د ګوډاګيو نظامونو، لکه قطر او نورو له خوا يې د غزې لپاره وړاندیز کېږي، دا سیاسي بوديجې دي، خو که څوک بل ډول ادعا لري، نو هغوی درواغ وايي. لویديځ او د هغوی ګوډاکي نظامونه خیریه نه دي. تر اوسه  پورې په حیرانوونکي ډول د غزې څخه د «ویسټ بانک» د بیلتون په موخه جګړه او د حماس او فتح شخړه  د مشاهدې وړ ده. که دوی لږ څه احساس هم لرلای، سره له دې چې موخه يې د فلسطین ازادي ده، بيا به دوی په داسې یو حالت کې پاته شوي نه وای. خو دوی(دواړه ځواکونه) له ښارواليو پرته بل څه نه دي.

هو! د دوی نقشه بدله شوه، دوی لاره ورکه کړه او خلک يې هم له لاسه ورکړل. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د شام مجاهدو ډلو تر منځ دغه حالت تکرار نه کړي، لکه په فلسطین کې چې پېښ شول. دغه ډلې بايد خپله پاملرنه د رژیم نسکورولو ته را واړه وي او د کورنيو جګړو څخه دې ډډه وکړي. مونږ الله سبحانه و تعالی ته دعا کوو چې دوی ته په صبر او حوصلې سره برکت ورکړي.

شپږمه پوښتنه: لویديځ دې ته چمتو شوی چې په بیلابیلو لارو چارو فلسطیني ډلې اداره کړي؛ ایا د مشرانو وژل کېدو پکې یو ستر رول لوبولی؟ ایا کومي وژنې چې په فلسطین کې رامنځته شوي، په ورته شکل به په سوریه کې هم پېښي شي؟ 

ځواب: هو؛ دا تګلاره د لويديځ لخوا په کار اچول شوې او دا د تردد وړ نه ده چې دوی دې خپلو پلانونوته د رسېدو په موخه د دې ناوړه کار تضمین پر غاړه وا نه خلي. دا یوه داسې تګلاره ده چې له مخې به يې پر ډلو فشار راوړل شي، تر څو جوړ جاړی وکړی او په لوبه کې د مجوز(ټاکلو اصولو) سره موافق پاتې شي. که له یادو شوو اصولو څخه سرغړونه وکړي، يا يې پريږدي او یا يې پر وړاندې مقاومت پیل کړي، بیا به پرې د مشرانو د وژل کېدو کړنلاره عملي کېږي. مګر فکري خوځښتونه د خپل دین تابع او د خپل دين پر تګلاره ثابت پاتې کېږي. نن ورځ  د احرار الشام، جیش الاسلام او نورو مشرانو وژنې د همدغې قرینې له مخی په شام کې وينو. دغو ډلو ته زموږ مشوره دا ده چې خپل دین ته ژمن پاتې شي، له دې ور هاخوا نور ټول څه پريږدي او د کافرو ښکیلاکګرو د دستورونو له پیروۍ څخه لاس پر سرشي.

اوومه پوښتنه: فلسطیني ډلې د ګوډاګيو نظامونو سره د تړاو او د هغوی د وېش له امله د فلسطین په ازادولو کې پاتې راغلي دي؛ ایا د شام ډلې به یو ځل بیا دوی ته ورته تاریخ تکرار کړي؟

ځواب: زما ګرانه وروره، په ګوډاګیو نظامونو باور کول لویه بدمرغي ده او دا د فلسطين د بايللو ستر لامل و. دغه نظامونه ښکیلاکګر پلانونه تعقیبوي او په خپلو باندنیو اړیکو کې د امریکایانو او اروپایانو له لارښوونو پرته هيڅ ګام هم نه پورته کوي. ته پر دوی باندې هيڅکله هم باور نه شې کولی، دا که د سعودي نظام دی، که د قطر، ترکيې او یا هم د عربي متحده اماراتو نظامونه دي. دوی ټول د ښکیلاکګرو وسیلې دي، يوازې په رول لوبولو کې یو له بله سره توپیر لري. ځکه نو د دغه واقعيت په اړه بايد پوهاوی موجود وي، تر څو نوموړې غلطيانې او غمیزي بیا تکرار نه شي.  همدارنګه الله سبحانه و تعالی موږ ته امر کوي چې په ظالمانو پورې زړه و نه تړو، دا داسې سړک دی چې د نړېدو ډېر احتمال لري.

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ (هود: ۱۱۳)

او د هغو کسانو څنګ ته مه نږدې کيږئ چې ظالمان دي، پس و به رسېږي تاسو ته د جهنم اور، ستاسو لپاره د الله پرته نور دوستان نه شته (که دا کار وکړئ) نو بيا به درسره مرسته ونه شي.

اتمه پوښتنه: موږ اوريدلي چې د اقصی خلک، هغو شېبو ته په تمه دي چې د اسد نظام نسکور شي، ځکه چې د دغه نظام نسکورېدل د اقصی د آزادۍ په معنی دي، دا تر کومه بريده واقعيت لري؟

ځواب: هو؛ دا خبره بلکل رښتیا ده، د شام خلک زموږ او موږ د دوی یو، د دوی غم زموږ غم او خوشالي يې زموږ خوشالي ده. دغه راز د شام پاڅون یو ځانګړی پاڅون دی، دا د امت پاڅون دی، دا د قدس د خلکو، د ټولو مسلمانانو او د دوی د هیلو فکري تمرکز دی. هوکې،  د شام د پاڅون بریالیتوب به هرو مرو په بشپړه توګه د فلسطین د ازادۍ سبب شي، ځکه چې موږ درک کړې ده چې اسد او نور ګاونډي نظامونه په دې خاطر رامنځته شوي وو چې د امت له لښکرو څخه پرې د یهودي شرکت ساتنه وکړي. نو کله چې امت یو ځل بیا رهبري ترلاسه کړي، هرو مرو به د پیغمبر ﷺ  د پورته کېدو ځای(بیت المقدس) پر لور مخه کوي او ښايي چې دا ډېر به ژر وي. 

نهمه پوښتنه: موږ د  شام په پاڅون کې د امریکا د خبرو اترو ناکامي له ورایه وینو. ایا په ورته شکل د نوي بانک او نوې غزې پروژې ناکامي هم ممکنه ده؟ ایا ممکنه ده چې امریکا د اوسني حالت ساتلو په بدل کې د ولجې په یو کمې برخې سره راضي شي؟

ځواب: د شام په سیمه کې د امریکا لمړۍ موخه د پاڅون زیانمنول، د پاڅون د بریالتوب او ازادۍ مخنیوی او د خپل استعماري نفوذ ساتل دي. زما ګرانه وروره، امریکا یو معامله ګر دولت دی، خپل پلانونه او تګلارې د خپلو اهدافو لاس ته راوړلو د تضمين په موخه بدلوي. اوس دوی وژنې او ورانول کوي چې په دې سره خپل لاس پوڅي نظامونه وساتي  او د خپلو شيطاني پلانونو د لاس ته راوړلو لپاره ځينې نور پلانونه په کار اچوي. بيا هم موږ دې ته نه ګورو چې امریکا څه غوښتني لري؛ بلکه زموږ سترګې د شام هغه مخلصو پاڅون کوونکو ته هیله منې دي چې امریکايي دسیسو ته به په زغرده ځواب وايي، د دوی پروژې به له ناکامۍ سره مخ کوي او اوسني حالت ته به تغیر ورکوي. ان تر دې چې امریکا به هيڅکله هم نه یوې کوچنۍ ولجې او نه هم هيڅ ډول موخې لاس ته راوړلو ته پرېږدي. خو پر ځای به يې د مسلمانانو لپاره پر نبوي طریقه اسلامي دولت(خلافت) وي چې له امله به یې امریکايان له ټولو مسلمانو هیوادونو څخه وشړل شي، د شام څخه به يې نفوذ له سټي و ایستل شي او په ټوله سیمه او ان په خپل قلمرو کې به که د الله رضا وي، و څارل شي.

لسمه پوښتنه: په عمومي ډول د فلسطينيان او په ځانګړې توګه د قدس خلک د شام پاڅون ته په څه نظر ګوري؟

ځواب: زما ګرانه وروره، زه مبالغه نه کوم، کله چې وایم چې د شام  پاڅون د فلسطینیانو د فکري تمرکز مرکز او د دوی ارزو ده، همدغه شان د نورو مسلمانانو ارزو هم ده. د فلسطین خلک او نور مسلمانان د محلي خبرونو په نسبت په سوریه کې د پاڅون جریان ډېر تعقیبوي. نوموړی پاڅون واقعا د امت پاڅون دی، که څه هم قيمت يې يواځې د شام خلک ورکوي. د قدس خلک شپه او ورځ الله سبحانه و تعالی ته زارۍ کوي، په شام او حلب کې د خلکو لپاره دعا غواړي، تر څو الله سبحانه و تعالی يې نصرت وکړي او بری ور په برخه کړي. په اقصی مسجد کې د فلسطین د خلکو درسونه او امیدونه د شام په ملاتړ او د شام له خلکو سره د پیوستون په موخه نه دې تم شوي.

وروستۍ پوښتنه: د شام د پاڅون له پیل څخه تر اوسه، تر شپږو کلونو يې زیات وخت نه کېږي، خو د فلسطین د مسئلې له پیل څخه تر اوسه نږدې شپېته کلونه تېر شوي دي، نو د فلسطین موضوع د شام پاڅون ته څه مشورې او درسونه ورکولی شي، تر څو دوی هم د مخکنيو رهبرانو په څېر په کړکېچن وضعيت او د دښمن په لومه کې راګېر نه شي؟

ځواب: هوکې، زما ګرانه وروره، الله دې برکت درکړي، زما مشوره د  شام خلکو او د شام پاڅون کوونکو ته دا ده چې د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ ټينګې منګولې ولګوي چې دا له هر څه نه زیات ارزښت لري. هيڅکله هم داسې فکر و نه کړئ چې د ژینوا او واشنګټن په فیصلو کې مو خلاصون دی، نه هم په مسکو کې. ستاسو خلاصون د خپل دین په اطاعت کې دی او ستاسو بریا یواځې له الله څخه ده، نه د بل چا څخه. هغو کسانو ته هيڅکله هم مه ور ګرځئ چې خپل ځانونه يې د ښکیلاکګرو په منګولو کې اچولي، نه هم ائتلاف او د دوی ملاتړو ته ورځئ، لکه د فلسطین د آزادی سازمان. استعماري حل لارو او د تسلیمۍ مذاکراتو ته هيڅکله هم غاړه مه ږدئ. ستاسو د پاڅون بریالیتوب د انقلاب د بنسټونو په ټينګېدو کې دی چې له امله به يې نظام له سټي څخه له پښو و غورځول شي. د ښکیلاکګرو د لاسوهنو لاسونه به لنډ شي. ستاسو برياليتوب به يواځې پر نبوي طريقه د خلافت په رامنځ ته کېدو کې وي. که نه؛ نو خدای مه کړه، ستاسو رنځ به څو نور کلونه هم دوام ولري، ستاسو دغه قربانۍ به له منځه ولاړې شي او تاسو به د هغه چا په څېر شئ چې سپړلې غوټه به درته سخته شي. زه د الله سبحانه و تعالی څخه دعا غواړم چې پر تاسو رحم وکړي، ساتنه مو وکړي، ثابت قدمه مو کړي. الله دې تاسو او موږ د اسد د رژیم له راپرځېدو وروسته په مسجد اقصی کې سره یو ځای کړي. دا چې د ازادۍ ځواکونو له دمشق څخه د اقصی پر لور مخه کړي وي، تر څو د منفورواشغالګرو له منګولو څخه يې پاک کړي، نو زموږ زړونه به تاسو ته هرکلی و وايي او موږ به په ګډه سره د الله سبحانه و تعالی کلیمي زمزمه کوو.

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

(انعام :۴۵)

نو د هغو خلکو بیخ پرې کړل چې ظلم يې کړی و(په نه منلو د رسولانو) او ثنا هغه الله لره ده چې د ټولې نړۍ پالونکی دی.

د مطلب ادامه...

د یو افغان د ويني بیه څو ده؟!

  • خپور شوی په سیاسي

ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې د ۲۰۱۶میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۶۰۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۵۶۵ تنه ټپیان شوي دي. چې یو پر درېیمه یې ماشومان دي.همدا راز د کابل په دهمزنګ سیمه کې د یوې خونړۍ پېښې په ترڅ کې نږدې ۴۰۰ تنه ټپیان او وژل شوي دي. په افغاستان کې ناخوالې ورځ تر بلې زیاتیږي او د افغانستان دولت د خپلو اوسېدونکو د امنیت په ساتنه کې په کلکه پاتې راغلې دی. دولت د دې پر ځای چې د خپلو اوسېدونکو امنیت او ژوند وساتي، د خلکو د احساساتو د غلي کولو لپاره په یو نوښت لاس پورې کوي او خلکو ته تاوان ورکوي!

دغه تاوان د امنیتي ځواکونو قربانیانو او د انتحاري حملو قربانیانو ته ورکول کیږي چې سل زره افغانۍ او یو ځل د بیت الحرام حج پکې شامل دي، کله هم یوهودانۍاو یا هم ډیر بې ارزښته څیزونه د مقتول کورنۍ ته ورکول کېږي. خو جالبه دا ده، چې ډېری دغه تاوانونه نه ورکول کېږي او یا هم د مقتول کورنۍ د تاوان ورکړل شوې نیمه برخه د دولتي ادارو د فساد له امله رشوت ورکوي تر څو د تاوان  پاتې برخه لاسته راوړي.

له بلې خوا بهرني ښکېلاکګر ځواکونه هم له دغې تګلارې کار اخلي او د بهرنیو ځواکونو پر ضد په خلکو کې را پارېدلي احساسات مقتول ته د څو بې ارزښته امتیازونو په ورکولو سره له منځه وړي. که څه هم بهرني ځواکونه کله کله دغه  کار سرته رسوي. خوهغوی تل د افغانستان پر خلکو د بم اچونې او عام وژنې له امله په بښنې سره بسنه کوي او بس.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د یو انسان بیه او قیمت سل زره افغانۍ ارزښت لري؟ داسې چې سل زره افغانۍ د یوه زوړ او ویجاړ موټر بیه هم نه ده. ایا د یو انسان ژوند تر یوې ودانۍ او یو ځل حج هم بې ارزښته دی؟ دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي روایتونو کې د یو مسلمان ژوند ارزښت تر کعبې هم لوړ بلل شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د يو عادي امریکایي انسان د قتل یا د وژل کیدو بیه لس میلیونه ډالره ټاکل شوې ده. خو د لوړپوړي ټولنیز شخصیت د وژل کیدو بیه تر سل زره میلیون ډالره هم رسیږي.

په داسې حال کې چې اسلام په ناحقه د یو مسلمان وينه بهول او وژل حرام ګڼلي دي. لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی په المائده سورت کې فرمایي: [ژباړه] «هر هغه څوک چې یو انسان پرته له دې چي په ځمکه کې فساد وکړي، ووژني، ګواکې د ځمکې ټول انسانان یې وژلي دي، او هر څوک چې یو انسان له مرګ څخه وژغوري، ګواکې د ځمکې ټول انسانان یې له مرګ څخه ژغورلي دي.» همدا راز په روایتونو کې راغلي دي چې د مؤمن هر څه ـ مال، عزت، او وینه حرامه ده.

نو ځکه، اسلام د انسانانو وینې ته په درنښت کتلې او پرته له حق څخه، یې په ناحقه وینه تویېونه منع کړې ده. مګر د کپیټلیزم نظام دی چې د انسانانو وینه یې بې ارزښته کړې او د هغې ارزښت یې د پیسو او مادیاتو په واسطه له منځه وړی دی چې په ډیره ناوړه توګه یی د خدای په ځمکه کې شاهدان یو.

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د امريکايي ترهګرۍ د دوام سياسي ابعاد

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې د امريکايي اشغال له وحشتونو ډکه جګړه شپاړسم کال ته داخله شوې، خو د هغې د پای څرک د آسمان په هېڅ څنډه کې نه تر سترګو کيږي. ځکه امريکا د هغه څه لپاره جګړه نه وه پيل کړې، کومه يې چې د رسنيو له لارې عامه افکارو ته بيانوله.

امريکا له نن څخه ۱۵ کاله وړاندې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې په پلمه د سولې، امنيت، بشري حقونو او سوکالۍ تر شعارونو لاندې پر افغانستان باندې يرغل وکړ او د طالبانو رژيم يې له منځه يووړ. د امريکا ولسمشر بوش د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۲۰مه د طالبانو لپاره لاندې ټکي په ګوته کړل:

  • د القاعدې ټول رهبران بايد متحدو ايالتونو ته وسپارل شي.
  • له طالبانو سره ټول بهرني زندانيان بايد آزاد او متحده ايالتونو ته وسپارل شي.
  • د القاعدې ټول تربيتي کمپونه بايد وتړل شي.
  • د امريکا متحدو ايالتونو ته د القاعدې د کمپونو د پلټنې عامه او تامه اجازه ورکړل شي.

په اسلام آباد کې د طالبانو سفير عبدالسلام ضعيف وايي چې طالبانو سختې ډېرې هڅې وکړې ترڅو د يادې پېښې په اړه لازمې څېړنې ترسره شي، آن تر هغه چې درې ځله يې له امريکا څخه د اسامه بن لادن د محاکمې غوښتنه وکړه، خو د امريکا له خوا رد شوه. ځکه امريکا د «ترهګرۍ» په بهانه غوښتل په افغانستان کې د خپلو سيمه ييزو او ستراتيژيکو موخو لپاره اوږدمهاله حضور پيدا کړي. که څه هم کولن پاول ژمنه کړې وه، مګر د ژمنې پر خلاف امريکا تر ننه هم داسې اسناد نه دي وړاندې کړي، چې په دې دلالت وکړي چې اسامه بن لادن د سپټمبر د يوولسمې په پېښه کې لاس درلود. نو له پيله امريکا افغانستان ته د خپلو ستراتيژيکو او سيمه ييزو استعماري موخو لپاره راغلې، نه د افغانانو د سولې او سوکالۍ لپاره.

امريکا د خپلو دغو استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې ۳۵۰۰ تنه  صليبي يرغلګر، لسګونه زره د لاسپوڅي افغان دولت ځواکونه قرباني کړي دي او سلګونه زره ملکي وګړي يې د دغه جګړې د جانبي تلفاتو په څېر له منځه وړي دي.

امريکا د دغه راز انسان وژنې تر څنګ  افغان ولس له داسې فقر سره مخ کړی چې د ټول نفوس ۳۶ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې ټيټ ژوند تېروي او د اشرف غني په وينا هره شپه ۱۵ سلنه افغانان وږي ويده کيږي.

دې ته ورته د نفتو او وسلو له سوداګرۍ وروسته دريمه لويه نړيواله راکړه ورکړه د نشه يي توکو ده، چې پر افغانستان باندې د امريکا او ناټو له يرغل وروسته تر ننه يې کال په کال توليد زيات شوی دی. د UNODC د څېړنو پر بنسټ په کلني ډول په افغانستان کې د شاوخوا ۷۰ ميليارده ډالرو په ارزښت نشه يي توکي توليديږي؛ چې يوازې دوه ميليارده ډالر يې افغان بزګران ترلاسه کوي او پاتې نوره ګټه وټه يې د يرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو چارواکو جيبونو ته لويږي. هغوی د دغه ناوړه کښت له امله د نړۍ په سطح د ګڼو انسانانو تر څنګ شاوخوا پنځه ميليونه افغان وګړي معتاد کړي چې يو ميليون يې ښځې دي.

همداراز په افغانستان کې د ناوړه امنيتي او اقتصادي وضعيت له کبله يوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۲۵۰ زره افغانان د خورا سختو لارو  او خطرونو سره اروپا ته تللي او دغه بهير لا تر اوسه دوام لري. په هېواد کې د ننه هم د ښکېلاکګرو دولتونو د نيابتي جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي. امنيتي وضعيت تر دې کچې خراب شوی چې هره ورځ په اوسط ډول د ۱۵۰ تنو افغانانو ژوند اخلي. مالي او اداري فساد افغانستان د نړۍ د تر ټولو سترو فاسدو هېوادونو د لړليک په سر کې راوستی دی.

له دې ټولو سره – سره  امريکا او ناټو د افغان ولس تر منځ سخته قومي تفرقه خوره کړې، قوانين يې غير اسلامي کړي، د چارواکو تر منځ يې ژور اختلاف رامنځ ته کړی، د رسنيو او مدني سازمانونو له لارې يې په پوره شد او مد سره د فحشا او غير اسلامي فرهنګ خپراوي ته مخه کړې، کومه چې د ښکېلاکګرو نرمه جګړه هم ورته ويلی شو، چې له امله يې غواړي د دغه خاورې د اوسېدونکو اسلامي هويت بشپړ له منځه يوسي.

امريکا او ناټو په افغانستان کې خپل دغه ټول وحشت او دهشت د چين او روسيې د محاصره کولو، په سيمه کې د ريښتيني اسلامي نظام «راشده خلافت» د مخنيوي، د منځنۍ آسيا د هېوادونو د سرچينو د استعمار او حمل نقل په موخه ترسره کوي او د خپل اوږدمهاله حضور لپاره يې لومړی د کرزي له حکومت سره ستراتيژيک تړون او ورپسې يې د جان کري له نامشروع اولاد «ملي وحدت حکومت» سره امنيتي تړون لاسليک کړ. نو تر هغه چې امريکا خپلو سيمه ييزو موخو ته نه وي رسېدلې، په افغانستان کې به په کورنيو کړکېچونو کې ښکېل لاسپوڅی ضعيف دولت ساتي او وخت په وخت به د خپل اوږدمهاله شتون لپاره د «طالب، القاعدې او داعش» تر بېلابېلو نومونو لاندې نړيوال امنيت ته تهديد توجيه کوي او د تېرو ۱۵ کلونو په څېر به افغان ولس د امريکايي ډيموکراسۍ د وحشت په لمبو کې سوځوي. نو د سيمې مسلمان ولسونه بايد د تفرقې پر ځای د «راشده خلافت» د تاسیس په موخه د حزب التحرير تر رهبرۍ لاندې يو او بل ته لاسونه سره ورکړي او د سبا پر ځای نن راپاڅي او په سيمه کې دغه امريکايي نيواک ته د پای ټکی کيږدي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه ـ افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

امریکایي يرغلګر هر کال د خپلو جنایتونو د دوام پړه پر نورو وراچوي

خبر:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن د تېرې جمعې په ورځ په پنټاګون کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې؛ ۲۰۱۷م. کال به تر سږ کال ډېر د افغانانو لپاره له ستونزو ډک وي. نوموړي امریکایي جنرال د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ روان اختلافات د اندیښنې وړ وباله او ټینګار يې وکړ چې: «زموږ پیغام د افغان حکومت سیاسی مشرانو ته تل دا دی، چې موږ د دوی ترمنځ سیاسی رقابتونو ته درناوی لرو، خو لطفاً اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو ترمنځ سیاسي مخالفتونه پر امنیتي لاسته راوړنو اغیزه وکړي، ځکه دغه لاسته راوړنې په خورا لوړ قیمت تر لاسه شوې دي. د دغو اختلافاتو د دوام یو زیان د ټولنې ترمنځ د درز رامنځته کېدل دي، خو موږ تر اوسه د افغان ځواکونو په لیکو کې د ورته حالت رامنځته کېدو شاهد نه یو.»

تبصره:

اوس بايد ټولو ته دا ثابته شوې وي چې د کال په اوږدو کې همېشه امريکايي يرغلګر وايي؛ «هرڅه سم روان دي!، حکومت د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو کافي نه دي! او …»، مګر د هر کال په پای کې د راتلونکي وضعیت په اړه د امریکايي يرغلګرو ځواکونو قوماندانان دغه ډول زړه بوږنوونکې وړاندوېینې کوي او کټ مټ د سامري د خوسي په څېر بغارې یې عامه افکار تر سحر لاندې راولي، ترڅو د افغانستان مسلمان ولس د دغو غمیزو د پای اصلي حل لارې «د اسلامي نظام یا راشده خلافت» بيا تاسيس ته پاملرنه ونه کړي. په داسې حال کې چې د افغان حکومت د سیاسي مشرانو ترمنځ د اختلاف لامل د جان کيري د «ملي يووالي» د بدنام او وېشل شوي حکومت نسخه او د ولس تر منځ د هر راز قومي، ژبنۍ او مذهبي تفرقې اصلي عامل، له امریکا سره د کرزي د ستراتيژیک او د اشرف غني د امنيتي تړون له مخې د اشغال او استعمار دوام دی او بس.

تر دې وړاندې د جان کیري له خوا ټاکل شوي جمهور رییس اشرف غني هم د سږ کال لومړۍ شپږ میاشتې له ستونزو ډکې بللې وې، مګر دا دی د هغه بادار جنرال نکولسن راتلونکی کال تر سږ نه سخت اعلان کړ. حال دا چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس څه د پاسه ۱۵ کاله له دا ډول ترور، وحشت، ذلت او ناورین څخه ډک تېروي. په دې اړه باید له کرزي څخه د ستراتيژيک تړون، له اشرف غني څخه د امنیتي تړون او د يرغلګرو د سفارت خونو له کرایي تحليلګرانو څخه پوښتنه وشي چې یرغلګرې او ښکېلاکګرې امریکا او ناټو افغان ولس تر کومې هوساینې، ډاډ او امنیت پورې ورساوه؟!

همداراز جنرال نېكولسن زیاته کړې چې؛ روسیه او ایران د ناټو پر خلاف طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي او دا په خپله له ناټو سره د روسيې رقابت دی چې ناوړه پایلې لري. دغه ښکېلاکګر په ټوله بې حیایۍ سره هڅه کوي تر څو په افغانستان كې د امریکا او ناټو د راروانو وحشتونو او بدمرغيو پړه سر له اوسه پر نورو ور واچوي، په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب په بڼه کې د امریکا تر ټولو مخلص او ستراتیژیک ملګری دی او روسیه هم تر اوسه یوازې د ځان په اړه د اندېښنې له مخې ځینې څرګندونې کوي، له همدې امله په افغانستان کې د روانې تراژيدۍ اصلي لامل د امریکایی اشغال او استعمار شتون دی او بس.

دا يوازې افغانستان نه دی، بلکې په ټولو اسلامي خاورو کې د امریکا او ناټو د اشغال او استعمار شتون د ټولو بدمرغيو بنسټيز لامل دی. هغه که نړيوال او سيمه ييز هېوادونه له امريکا او ناټو سره رقابت کوي او که د حکومتي مشرانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کيږي او که ولسونه د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ سره وېشل کيږي او که مسلمانان په يو نوم او بل نوم وژل کيږي، او .… د دغو ټولو ستونزو او ناورینونو اصلي پړه د امریکا او ناټو، تر لارښوونه لاندې، د ملګرو ملتونو، نړيوالو سازمانونو، د هغوی د لاسپوڅو چارواکو، استخباراتو او کرایي قاتلينو پر غاړه ده او يوازينۍ حل لاره يې هم د امت له خوا د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم د اسلام پر مبداء «عقيدې او نظام» باندې منګولې لګول دي، ترڅو د امت د نړۍ ليد خلاف د ناروا تفکير څخه د منځ ته راغلي فساد، جرړې د ژوند په اړه د اسلامي نړۍ ليد له مخې د سم تفکیر پر مټ له منځه يوسو، امت ته د اسلامي عقيدې له مخې سوچه اسلامي دولت «راشده خلافت» تاسیس کړو او د هغه نړيوال رسالت د هدایت نور د نړۍ ګوټ-ګوټ ته ورسوو، چې د لا ډېرو انسانانو د دنیوي او اخروي نېکمرغۍ سبب شي او پر اوسنيو کفري مفکورو، شیطاني کړنو، وينو خوړونکو نظامونو او سازمانونو «د فتنې پر سرچينو» باندې برلاسي شو، ترڅو په آخرت کې ګڼ شمېر انسانان له دوزخ څخه خلاصون ومومي او د الله سبحانه وتعالی د رحمت تر سیوري لاندې جنت ته داخل شي. 

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

یوازې خلافت کوالی شي چې په افغانستان او نړۍ کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالي ته د پای ټکي کیږدي

خبر:      

د ۲۰۱۶ د ډیسمبر په ۴مه افغانستان ټایمز ورځ پاټې یو راپور خپور کړ چې د ملګرو ملتونو د نفوس سرچینه د یکشنبه په ورځ وویل چې تر اوسه د افغانستان ۸۰٪ سلنه ښځې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی تجربه کوي. د عامې روغتیا وزارت استازي احمد جان نعیم وویل چې د هېواد په مختلفو برخو کې د عامې روغتیا د وزارت له طرفه ۸،۱۸۸ د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوې دي. هغه وویل چې له دې څخه یې ۲،۸۰۶ فزیکي (جسمي) تاوریخوالي وو، ۳،۴۷۰ یې داسې قضیې وې چې ذهني حساسیت یې را پاراوه، ۱،۲۰۷ یې منبع ته لاسرسي نه درلود، ۴۰۳ اجباري ودونه وو، ۱۶۶ جنسي تجاوزونه او ۱۳۶ د جنسي اذیت قضیې ثبت شوې. د عامې روغتیا وزارت له نظره ګڼ شمیر کسان د بشري حقونو د جنډر پر ضد تاوریخولي له قانون څخه سرغړونه کوي، د اټکل له مخې په هرو درېیو ښځو کې یې یوه له فزیکي او جنسي اذیت څخه رنځ وړي. مګر په افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالي تر نور ټولو هېوادونو څخه لوړ دي.

تبصره:              

د ښځو پر ضد تاوتریخوالي داسې یوه ستونزه ده چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې شته. په ټوله نړۍ کې د دې برخې فعالیت کونکي د ښځو پرضد د تاوریخولي پای ته رسیدو غوښتونکې دي. د ملګرو ملتونو له نظره د نومبر له ۲۵ څخه بیا د ډیسمبر تر ۱۰ پورې د بشري حقونو ورځ ده. دغه ۱۶ ورځنی کمپاین غواړي چې خلک تحریک کړي ترڅو د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالي ته په ټوله نړۍ کې د پاي ټکي کیږدي، دغه نړیوال کمپاین د لومړي ځل لپاره د ښځو د نړیوال رهبري مرکز له طرفه پیل شو او د دې مرکز بنسټ په ۱۹۹۱ کې ایښودل شوي دي.

اټکل کیږي چې هر کال ۸۰۰،۰۰۰ خلک د مرزي سرحدونو تر منځ تښتول کیږي چې ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې تشکیلوي چې له هغوي څخه یې ۷۰ سلنه د جنسي ناوړه استفادې لپاره کارول کیږي. په ټوله نړۍ کې له لسو ښځو څخه یې اووه ښځې په نړۍ کې په خپل ژوند کې یو وار یا له جنسي او یا هم فزیکي نظره یو ډول تاوتریخوالي تجروبه کړی. په ځینو هېوادونو کې د خپل منځني ژوند د تاوتریخوالي لړي له ۱،۶ څخه تر ۵،۸ سلنې ته لوړه شوي. په نړیواله سطحه ۵۰ سلنه جنسي تجاوزونه په هغه نجونو باندې کیږې چې عمرونه یې تر ۱۶ کالو کم وي. له ۱۰۰ مېلیونو څخه زیاتې نجونې د مخالف جنس له ټاکلو څخه مخکې له منځه وړل کیږي. او هدرنګه په هرو څلور ښځو کې یې یوه د حاملګۍ په وخت کې له فزیکي او یا هم جنسي تاوتریخوالي څخه زنځ وړي. تقریبا له ۲۵۰،۰۰۰ څخه تر ۵۰۰،۰۰۰ ښځې او نجونې د روانډا په ټول وژنه کې جنسي تیري تجربه کړي. د ښځو حالت په ټوله نړې کې د خلکو په زړونو کې وېره اچولې او د دې سوال کول غواړې چې څنګه کولای شوو چې دا ډول بدبختیو ته د پاي ټکي کیږدي. سېکولریزم چې نن ورځ یې د نړۍ قدرت په لاس کې دي زیاته موده کیږي چې د ښځو د حقونو غوښتونکي دي مګر تر اوسه نه دي توانېدلي چې کوم تغیر او یا هم د ښځو پر ضد تاوتریخوالي کې کوم کموالی راوړي. سېکولریزم چې د بشر په لاس جوړ شوی قانون دی، نشي کولای چې د انسان ستونزې حل کړي. دوی یوازې غواړي چې ښځو ته د نر په شان ورته اجتماعي، اقتصادي او سیاسي حقوق ورکړي. د دا ډول کړنو په سرته رسولو سره سېکولریزم په خپلو ګټو پسې ګرځي چې  په هغه باندې د ډیموکراسۍ او پانګوالۍ اقتصادي مارکیټ ولاړ دي. دوی ښځو ته یوازې د دې اړتیا لري چې دوی د کار لویه قوه په کار واچوي او د دې شعار په ورکولو سره چې ښځې او نران سره یو ډول حقونه لري غواړي خپل اصلي قصد او اراده پټه کړي.

سېکولریزم هره ورځني کړنلارې له دین او دولت څخه جلا کړې. نو خلک په دې نظام کې هیڅ ډول اخلاق، مدهبي او نه هم کوم بل حد لري چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي، په پایله کې دې  ته رسیږي چې زړه مې خپل چې د ښځو سره مې هر ډول چلند کاوه او د ښځو سره د خپلو غرایزو په غوښتلو سره عمل کوي او دوی ته د جنسي وسایلو په نظر ګوري. سربېره پر دې غرب ښځې ته د هغې د جسمي ښکلا له نظره ارزښت ورکوي چې دا هغه حقیقت ډېر ښه څرګندوي چې غرب ښځې ته د یوې وسیلې په سترګه ګوري. نو څرګندیږي چې د پانګوالۍ په نظام کې د ښځې د عزت ساتل ناممکنه دي. په نني اشغال شويو هېوادونو کې لکه افغانستان کې هم کوم توپیر نه لري. که هغه د جهالت یا د اسلامي مفاهیمو له لریوالي او یام هم د غرب د جنسي ازادۍ په مفکوره ولاړ وي د ښځو سره ښه چلند نه کیږي.

حل لارې په دې کې نشته چې ښځې او نران د جنس له اړخه سره یو شان وګڼو او یا هم دواړه را سره په جنګ واچوو چې څوک به ډېر حق ولري او یا هم ښځې ته اجازه ورکړل شي چې دومره ځان بې حجابه کړي چې څومره یې زړه وي له دې امله چې دوی ته ونه ویل شي چې حجاب یې په زور در باندې اغوستی او په دې که هم نشته چې د جنسي ازادۍ په ورکولو سره خپله د کورنۍ او د مور د رول لوبول له منځه یوسي او یا هم ښځو ته د امن د خونو په جوړلو سره او یام هم د همجنس بازي په قانوني کولو سره دا ستونزې حل کړي. دا ډول قانونونه په زیاتو غربي هېوادونو کې جوړ شوي خو بیا هم د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په نړیواله سطحه شته او هیڅ ډول تغیر یې هم نه دی پکې راوړي.  

نړۍ داسې یوې رهبري ته اړتیا لري چې په رښتیا سره د ښځو د حقونو څخه دفاع وکړي. په حقیقت کې داسې یو نظام چې هغه د خپلو ګټو په اړه نه بلکې د ښځو د ګټو په اړه فکر کوي. داسې یو دولت چې دې ته چمتو وي چې ښځې د عزت د ساتلو لپاره د پوځ کرښو ته د استولو لپاره چمتو وي. داسې یو قانون غواړي چې الله سبحانه وتعلی ته ښځې او نران په کې یو شان وي او په هغه نظام کې جنت د مور تر پښو لاندې دی.

نړې بیا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په منهج د خللافت تاسیسول غواړي! یو ځانګړی دولت چې اساس یې اسلام دی او له هیڅ بشر سره به په نامناسبه توګه چلند نه کوي.

﴿وَمَن لَّمۡ يَحۡڪُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰٓٮِٕكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ﴾

[۵:۴۵]

هغه څوک چې په هغه څه امر نه کوي چې الله را نازل کړي، ظالمان دي

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته د امانا عابد لیکنه

د مطلب ادامه...

د الوعی مجلې ۳۶۲مه ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

  • خپور شوی په مرکزي

د ۱۹۸۹م د نومبر په ۱۵مه په لبنان کې د اطلاعاتو او رسنیو وزارت د ۱۶۶ مې ګڼې په جواز د لومړي ځل لپاره د  مسلم پوهنتون یو شمېر محصلینو  الوعی مجله خپره کړه. دغه مجله د فکري او ثقافتي موضوعاتو په لرلو سره په هره قمري میاشت کې خپرېږي، چې دا دی ۳۶۲مه ګڼه یې د ۱۴۳۸هـ ق په ربیع الاول کې چې د ۲۰۱۶م له ډېسمبر سره سمون لري له لاندې مهمو سرليکونو سره خپره شوه او ستاسو په چوپړ کې ده:

۱ـ په سوریه کې د روسیې د رول د څرنګوالي حقیقت چې لاندې موضوعګانې پکې شاملې دي:

خلکو ته په سوریه کې د روسیې د بریدونو ښکاره توجېهات څه دي؟

د سوریې په جګړه کې د اورتودوکس کلیسا د ښکېلتیا  اصلي او مهم دلیل څه دی؟

دغه پوښتنې د دې ګڼې په سرلیکنه کې چې عنوان یې «روسیې د امت د پروژې (اسلامي خلافت) پر ضد صلیبي جګړه پيل کړې» دی، راغلي دي.

۲ـ د حلب سقوط د انقلاب د پیل پړاو دی، نه د انقلا پای!

د کومو لاملونو له کبله په اسلامي هېوادونو کې غربي جګړه اسانه شوې؟

کوم دلیلونه د حلب د سقوط لامل شول؟

ایا د حلب سقوط د شام د انقلاب پای دی  که د شام د انقلاب نوی پړاو؟

دغو او نورو پوښتنو ته د حزب التحریر ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر د "د حلب سقوط د انقلاب د پیل پړاو دی، نه د انقلا پای!" تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې ځواب ورکړی دی.

۳ـ ایا د اسلامي ډلو زیاتوالی د امت د بې اتفاقۍ لامل کېږي؟

ایا هغه فعالې اسلامي ډلې چې د اسلامي ژوند د بیا راتګ لپاره فعالیت کوي، د هغو ډلو په کتار کې دي چې شریعت غندلي دي؟

د اسلامي ډلو د زیاتوالي په اړه د شریعت حکم څه دی؟

ولې حکام او درباري عالمان له دغو اسلامي ډلو سره نښتي دي؟

دغو او ورته پوښتنو ته حمد طبیب د "ایا د اسلامي ډلو زیاتوالی د امت د بې اتفاقۍ لامل ګرځي؟" تر سرلیک لاندې ځواب ورکړی دی.

۴ـ فکري ملکیت او ورپورې اړوند حکمونه:

ایا فکري ملکیت د غرب لاسته راوړنه ده او په اړه یې د اسلام حکم څه دی؟

ایا مسلمانان د ژوند په ټولو برخو کې د غربي تفکیر له طریقې اغېزمن شوي؟

همدا راز دغو او نورو پوښتنو ته په دې ګڼه کې د "فکري ملکیت او ورپورې اړوند حکمونه" تر سرلیک لاندې ځواب ورکړل شوی دی.

د دې تر څنګ نورې موضوعګانې به هم په دغه کڼه کې ولولئ:

د یهودي سولې حرکتونه د صهیونیزم د سکې بل مخ (دویمه برخه)

د امت په ژوند کې د سیاسي وعې ارزښت (دویمه برخه)

په نړۍ کې د مسلمانانو خبرونه

له قران کریم سره

ریاض الجنه

حدائق ذات بهجة؛ یعنې تروتازه او ښکلي‌باغونه

تر "صولة القعقاع"سرلیک لاندې قصیده

لوی اقتصادي قدرتونه یو موټی کېږي چې ټرمپ په عزل وګواښي

د ټرمپ امنیتي سلاکار:‌ اسلام د سرطان په څېر دی او زه ورسره په جګړه کې یم

د پورتنیو مطالبو د لوستو لپاره لاندې کېکاږئ:

http://www.al-waie.org

د مطلب ادامه...

د الرایه جریدې ۱۱۱مه ګڼه خپره شوه

  • خپور شوی په مرکزي

د الرایه جریدې ۱۱۱مه ګڼه خپره شوه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، د خپلو مرکزي پاڼو تعقیبوونکو ته د "الرایه"جریدې چې په لومړي ځل په ۱۹۵۴ م کال کې چې د ۱۳۷۳ هـ ق د ذوالقعدي له ۲۸ مې سره سمون لري، خپره شوې وه، له بیا خپرېدو خبر ورکوي.

د ۱۹۵۴م کال د اکتوبر په ۲۷مه چې د ۱۳۷۴ هجري د صفر له ۲۹ مې سره سمون لري،"الرایه" جریده د دیارلسمې ګڼې له چاپ وروسته د اردن ظالم او ستمګر دولت له لوري ممنوع اعلان شوه.

د الرایه جریده د عمان په پلازمېنه اردن کې هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ حسینې مسجد ته نېژدې له یوه واړه کتابتونه وېشل کېده. په لومړيو کې د دې جریدې مسوول مدیر، د حزب التحریر دویم امیر جلیل القدر عالم شیخ عبدالقدیم زلوم رحمت الله علیه و. وروسته د حزب التحریر اوسنی امیر شیخ عطا بن خلیل ابو رشته یې مسول مدیر شو او د دغه جریدې یو غوره لیکوال منیر شقیر یې د سرمنشي په توګه فعالیت کاوه. همداراز د استاد نبیه الجزایري  د نړۍ د روانو حالاتو مهم مطالب له انګلیسي، عربي ته ژباړل او په دغه جریده کې يې خپرول.

الرایه جریده د نړۍ له ورځنیو خپرونو څخه بشپړ توپیر لري، ځکه چې د نړۍ په سیاسي اوضاع بحث کوي، نړیوالو او په ځانګړي ډول  اسلامي امت ته له ستونزو څخه د وتلو ریښتینې لار د اسلام د ایډیولوژۍ له لیده بیانوي.

انشاءالله چې هره شمېره به یې یو په بل پسې خپره شي، خو اوس د خپرو شو ګڼو د ترلاسه کولو لپاره پر لاندې لینک کليک وکړئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/ar/index.php/dawahnews/sporadic-news/29432.html

د مطلب ادامه...

د امریکا په ۲۰۱۶ کې یوازې پر عراق او سوریه (۲۴۲۸۷) بمونه غورځولي Featured

د امریکا په متحده ایالتونو کې مېشتې د بهرنیو اړیکو شورا  کارکوونکو د ۲۰۱۷ د جنورۍ پر ۵ مه د دفاع ۱ په نامه یو تحلیل خپور کړ، په هغه کې راغلي چې په ۲۰۱۶ کال کې متحده ایالاتو یوازې پر عراق او سوریه ۲۴۲۸۷ بمونه غورځولي. په دې معنا چې په منځنۍ کچه هره ورځ په دې دوو سیمو کې ۶۷ بمونه غورځېدلي دي. ددې شننې ټکان ورکوونکی خبر لا دا دی چې د متحده ایالاتو د دفاعي ادارې وېبپاڼې په سوریه کې یوازې د جنوري پر پنځم د ۱۵ بریدونو یادونه کړې وه،‌ چه په پایله کې یې ۲۳ موخې له منځه وړې وې. سربېره پردې ۱۰ نور بریدونه په عراق کې له زیاتو ورانیو سره مل وو.

د متحده ایالاتو بې رحمه لوی بریدونه په داسې حال کې روان دي چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې د دوی نظامي کارکوونکي تر سخت فشار لاندې دي، تر څو په ډېرې چټکۍ د اروپا او ارام سمندر له لارې بمونه ولېږدوي. همدارز نوموړې پروسې ته د ۲۰۱۷ د جنوري پر پنځمه د (بوینګ لاک هیډ) (BAE) نوم ورکړل شو. په دې معنی چې د اسلامي دولت پر وړاندې د بریدونو لپاره د خپلو توغندیو او بمونو تولید په مناسبه کچه زیات کړئ، خو په حقیقت کې دا د هغه څه لپاره وو چه پورته یې یادونه وشوه.

سربېره پردې متحده ایالات د بشار د استبدادي رژیم د جنایتونو ملاتړ کوي او د هغو مخلصو انقلابیانو مخه نیسي چې هسې نه وسلې تر لاسه کړي او د ظالم بشار پر وړاندې د سوریې د خلکو دفاع وکړي. امریکا د جګړې په رهبرۍ کې فعاله ده او خپلې خبیثې موخې د روسیې بمبار او وژنو تر شا پټوي.

امریکا د هغه کینې له امله چې له  اسلام او مسلمانانو سره یې لري، د عراق او سوریې مسلمانانو قتل ته یې مټې بډ وهلې او په دغه لاره کې یې په ټوله نړۍ کې نظامي هډې په وسلو مجهزې کړې،‌ چې لګښت یې کابو ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.‌ د هغو ارقامو پر بنسټ چې دفاعي ادارې خپاره کړي  د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر تر ۱۵ مې یې د ۸۰۰  ورځو عملیاتو په بهیر کې ورځنی لګښت ۱۲.۶میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږې. خو تر قربانیانو زیات لګښت شوی. فوځي چارواکي بیا د کره بریدونو تر سرلیک لاندې حقیقت ته بدلون ورکوي. د مرکزي قوماندانۍ د څرګندونو پر بنسټ دوی یوازې د ۱۸۸ ولسي وګړو د وژلو ادعا منلې ده چې د دوی په وینا د ستونزو د حل په موخه د جګړې له پیل نه تر اوسه له منځه تللي دي. د متحده ایالاتو له خولې یاد تلفات حیرانوونکي دروغ دي؛ د ۲۰۱۶ کال په اګست کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور پربنسټ یوازې د هغو عملیاتو په پایله کې چه د منبج په سیمه کې وشول د ۵۲ ماشومانو په ګډون ۱۹۹ ولسي وګړي شهیدان شول. د بښنې نړیوال سازمان هم د یو محافظه کار راپور په خپرولو چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۲۶ مه یې خپور کړ، په سوریه کې یې د ۳۰۰ ولسي وګړو وژنه تایید کړه.

اې مسلمانانو! ويښ شئ! ټول کفار چې مشري یې د متحده ایالاتو پر غاړه ده، پلان لري چې په عراق کې خرابي وکړي، تجزیې ته یې لمن ووهي او د سوریې اصیل انقلاب سره تیت او جلا کړي چې په حقیقت راټول شوی او یوځای شوي دي. دا د دوی یوازینۍ موخه ده چې د ترهګرۍ سره د مبارزې تر غولوونکي سرلیک لاندې یې پټوي. متحده ایالاتو او د ملګرو یې تر اوسه ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره درانه مصارف ګاللي دي، چې تر اوسه هم د سوریې او عراق د مسلمانانو د ختمولو او تباهۍ لپاره کار کوي او له هغه څه نه چې دوی وېره لرله پر وړاندې یې د پخوا په پرتله اوس ډېر نېژدې شوي دي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ(الانفال: ۳۶)

کافران خپل مالونه، ددې لپاره لګوي چې خلک د الله له لارې واړوي او اوس به یې لا زیات لګوي؛ خو په پای کې به همدا هلې ځلې د دوی د پښېمانۍ سبب شي. بیا به ناکام شي او بیا به کافران په جهنم کې راغونډ کړل شي.

په سوریه کې خپلو وروڼو او خویندو ته زموږ پیغام: په هېڅ صورت د امریکا د شیطاني تګلارې پر قدمونو مه ځئ او هغو خاینانو ته په کلکه ځواب ورکړئ، چې اوسني سیاسي حل ته وفادار دي او ملاتړ یې کوي. البته دا هغه لړۍ ده چې د جینوا په لومړۍ غونډه کې د امریکا له لوري تحمیل کړای شوې وه. ددې خبرو اترو په منلو به د مسلمانانو درنې سرښندنې له خاورو سره خاورې کړئ. نو په هېڅ صورت خپلې درنې سرښندنې د دې لپاره مه راګرځوئ چې په پایله کې امریکا سوریه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

موږ په ټول امت دا غږ کوو چې د یو وجود په څېر د هغو فاسدو مشرانو په مقابل کې ودرېږئ چې د امریکا او غرب تګلارو ته لار هواروي او په مقابل کې د هغو کړنو او تګلارو مخه ډپ کوي چې د خلافت د بیا را ژوندي کولو لپاره کارول کېږې.

همداراز د اسلامي هېوادونو له فوځي مشرانو څخه زموږ غوښتنه داده چې تاسې د همدې شریف امت بچیان یاست، ستاسې بنسټیزه دنده دا ده چې د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره کار وکړئ، ترڅو په دې توګه د امت ساتنه وشي. دا هم ستاسې مسولیت دی چه اوسني مفسدین او خاینان له صحنې لرې کړئ، د اسلام د بیرغ او خلافت تر سیوري لاندې سره راټول شئ؛ یواځې په همدغه عمل سره تاسو الله سبحانه وتعاله راضي کولای شئ، پردې سربېره الله سبحانه وتعالی ستاسې په شتون او نشت ددغه دین ساتنه کولای شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې